د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ښونځیو په هکله د طالبانو اعلامیه

طالب ISI
23.05.2010

د لو څښتن تعالی په نامه

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، ساینسی علوم شیطانې علوم دې، چې انسان د خدای پاک له ‌ذکر او یادولو څخه محروم کوی.
کوم مسلمانان ځوان چې ښونځیو ته ځې هغوئ په جهاد کې برخه نه اخلې، او کله چې فارغ شئ، د ګوډاګې رژیم سره کار کوې پدی توګه په غیر مستقیمه توګه د نوروملحدینو سره مرسته کوی، نوهمدا وجه ده چې مونږ په غزنې کې یولس کسه متعلمین اعلام کړل، تر څو دو نورو مکتبیانو لپاره یو ابدی درس وی.

او دا ډیرو خلکو ته به دا سوال وې چې مونږ ولې یواځې پښتنو سیمو کې ښونځی ورانوو، او د نویو مخه نیسو ، علت یې دادئ چې مونږ نه غواړو پښتانه ځوانان دغه شیطانې علوم زده کړې او په راتلونکې کې جهنم دوزخ ته لاړ شی.
او دا زمونږ خاصه لویرینه ده د پښتنو لپاره ده چې دوی له دغه دوزخ څخه وژغورو.

په درنښت
د افغانستان اسلامی امارت
د پښتنو د ښونځیو د ورانولو لوی وزارت


Re: د ښونځیو په هکله د طالبانو اعلامیه

pattang
23.05.2010

لکه له دوستم سره دې چې يو ځای روسي اوتکا وهلې وي !
لعنت الله عل الکاذبين.

[quote:b8efe0b26b="shaheer"]د لو څښتن تعالی په نامه

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، ساینسی علوم شیطانې علوم دې، چې انسان د خدای پاک له ‌ذکر او یادولو څخه محروم کوی.
کوم مسلمانان ځوان چې ښونځیو ته ځې هغوئ په جهاد کې برخه نه اخلې، او کله چې فارغ شئ، د ګوډاګې رژیم سره کار کوې پدی توګه په غیر مستقیمه توګه د نوروملحدینو سره مرسته کوی، نوهمدا وجه ده چې مونږ په غزنې کې یولس کسه متعلمین اعلام کړل، تر څو دو نورو مکتبیانو لپاره یو ابدی درس وی.

او دا ډیرو خلکو ته به دا سوال وې چې مونږ ولې یواځې پښتنو سیمو کې ښونځی ورانوو، او د نویو مخه نیسو ، علت یې دادئ چې مونږ نه غواړو پښتانه ځوانان دغه شیطانې علوم زده کړې او په راتلونکې کې جهنم دوزخ ته لاړ شی.
او دا زمونږ خاصه لویرینه ده د پښتنو لپاره ده چې دوی له دغه دوزخ څخه وژغورو.

په درنښت
د افغانستان اسلامی امارت
د پښتنو د ښونځیو د ورانولو لوی وزارت[/quote:b8efe0b26b]



23.05.2010

شهير صيب دلته بي سرچينې اعلاميې نشي منل کيدای او بيا دداسې يوې ناممکنې ضد انساني ، ضد بشري او ضد اسلامي اعلاميې له پاره چې
متن يې خرۀ خندوي او له حيرانتيا ورته عقل کار پريږدي ماخذ او ثقه توب
ثبوت مهم دی چې ته يې دلته پوروړی پاتې شوی يې، نو مهرباني وکړه يا يې ثقه
توب ثبوت کړه او يا دې اعلاميه بيرته درواخله او ړنګه يې کړه ! که د طالب د اعتبار پروا ونه ساتې د ټول افغان اعتبار خوبه ساتې که نه ؟
که دا دې هسې شوخي کړي وي تالېمن يې  چې د اور سره لوبيدلی يې ،خو لا سوځېدلی نه يې ،  نو ژر دې د شوخۍ ليکنه  ړنګه کړه 
او که نه  منبع يې  له  ثبوت سره وړاندې کړه چې هغې منبع هم دروغ نه دي
ويلي ٠  په درنښت ٠


larghonay laraway
24.05.2010

السلام عليکم!
د شهير صيب اعلاميه خو ښکاره چغې وهي چې جعلي ده او که د طالبانو په لاس ورشي نو د جعل په جرم به لاس هم ترې پرې کړي. خو که واقعيت ته راشو نو تاسو څه فکر کوئ چې ايا طالبان د پښتنو د ښوونځيو د تړلو په اړه د شهير تر اعلاميې قوي منطق لري؟
زه خو وايم چې کفار او مسلمان ټول يو شوي دي چې پښتانه ووهي. که داسې نه وي نو د غزني په جاغوريو کې ولې ښوونځي نه تړلي او ګواښ ورته نه کوي؟
د بهسودو هزاره ګانو ته ولې ګواښونه نه کوي چې ښځې او نارينه يې د امريکايانو په بيسونو کې کار کوي؟
په کابل کې چې څومره مؤسسې او ګسټ هاوسونه دي نو هزراه ګانې په کې کار کوي خو طالبان ورته هيڅ هم نه وايي!؟
د بهسودو د کوچيانو غټ جرم همدا ؤ چې د طالب واکمنۍ په وخت کې د طالبانو په لومړيو کرښو کې جنګېدل او اوس ترې همغه غچ اخلي او طالبان ورته خړې خړې ګوري!؟

پتوال صيب دا انديښنه لري چې افغانستان به ټوټه شي. نو دا خو ښکاره خبره ده. پاکستان او ايران د افغانانو د مهاجرت په وخت کې په ارزانه افغان مزدورانو داسې اموخته شوي او دومره خوند يې ترې اخيستی چې کله به يې هم هېر نه شي. نو که دا وطن ووېشل شي هسې نه چې بيا يې مزدوران کم نه شي. پښتنو ته د همدې لپاره ښوونځي نه پرېږدي.


طالب ISI
24.05.2010

پتوال صاحب ولې په غوصه یې، اوس به یې منبع هم درته ولیکم:

په پښتنو سیمو کې د طالبانو له لاسه د څه باندې څلور سوه ښونځیو تړل چې ټول مطبوعات تری ډک دی، او په ورستې ځل دغه یولس کسه ځوانان تاته هسې بوتل ښکاری؟؟؟
په همدی توګه په صوات او باجوړ کې د پاکستانې طالبانو په وسیله په سل هاوو، ښونځې وران شول، که لا ملا عمر سره د ښونځیو غم وئ، خو چې د کرنیل امام لپاره یې یوه ډله طالبان ورولیږل، یوه بله ډله به یې هم ولیږلی وه، چې د ښونځی مه الوځوئ، او یا یې خپلو طالبانو ته امر کړئ وی، چې خپلو منطقو کې ښونځې مه بندوئ.
که مو فکر کړئ وی، کله چې یو چا ته یتیمان پاتې شی، نو چې بیا یې کفالت د تره، تربور... په غاړه وی، نوکه چېری دوی غواړی یتیمان په راتلونکې کې سر خوږئ ورته جوړ نه کړی، نو په کوچینیوالې یې له ښونځی څخه ددوی زړونه ورتوروی، تر څو ښونځې ته لاړ نه شی، ځکه بیا به یا ډریرور، تر جوړ شی، یا خټکر یا .... داسی یو کسب ګر، چې کفالت کونکې همیش پری هوښیار وی، او عین ستراتیژی پاکستان په پښتنو د طالبانو په وسیله تطبیقوی.


نوروز خان
24.05.2010

وایي چې رښتیا راځي دروغوبه کلي وران کړي وي داولولئ

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=مقالېتبصرې&article=19530


pattang
24.05.2010

[color=white:37cc2e9d57]هلکه شهيره دپښتني کور تر بيه صداقت او ريښتيا وېيل دي :[/color:37cc2e9d57]

له تاند څخه !

په غزني کې د زده کوونکود وژلو د ادعا په باب د طالبانو وضاحت
Monday, 05.24.2010, 01:07pm (GMT)
ذبیح الله مجاهد- داچې تیره ورځ دغزني ولایت په اندړوولسوالۍ کې دیولسوزده کونکودوژل کیدوخبردکابل داجیرې ادارې دمحلي چارواکوپه هڅه اوغوښتنه دځینومغرضواودبیان له آزادۍڅخه سؤاستفاده کونکوپه اصطلاح مطبوعاتیانولخواپه پوره شداومدسره خپورشو،په ځواب کې داسلامی امارت دویندوی توضيحاتوته چې په دې اړه یې کول هیڅ اعتناءونشوه نوځکه لاندې څوټکي دپام وړبولو.
لومړی داچې: په تیروشپږورځوکې دغزني په اندړوکې هيڅوک په هیڅ نامه ندي وژل شوي بلکه تیره اونۍ څلورتنه هغه جاسوسان چې دخپلوجاسوسي آلاتو،لیزرغمیواوپه لیکل شوي بڼه راټول شویومهمواستخباراتي معلوماتوسره لاس په لاس نیول شوي وو اوبیادځانګړې محکمې لخواد شلو شپوتحقیقاتواودمتهمینوڅخه داخیستل شویوبلااکراه اعترافاتوڅخه وروسته دجاسوسانوپه توګه وپیژندل شول اودشرعي فیصلې په اساس دخپلواسلام اوهیواد ضداعمالوپه جزاورسول شول، همدارازپه دوهمه ورځ دوه تنه دولتي فعال عسکرچې په سیمه کې دسختوظلمونومرتکب شوي وو هم قتل شول چې په دې توګه دټولووژل شویوافرادو شمیرشپږتنه ده چې فعال جاسوسان اودولتي نظامي کارکونکي و.دیادونې وړده چې په هغه څلوروتنوجاسوسانوکې یوتن تیرکال دښوونځي څخه فارغ شوی وو اوبدبختانه بیایې دجاسوسۍ په فعالیت پیل کړی وو مګرددې شخص وژنه هيڅکله هم دښونځي دشاګردپه توګه نه بلکه دیوفعال جاسوس اومخبرپه توګه ترسره شوه،ځکه که خدای مکړه داسلامی امارت مجاهدینودښونځیود زده کونکویاښونکودوژلوکوم پلان لرلای نوبیاخوداکارپه ټول هیوادکې خوراآسانه و،ځکه چي دمجاهدینو تر کنترول لاندی سیمو کې په لکونوښوونکی او زده کونکی اوسی چي بیا به نه اوسیدلی اوهيڅ ښونځی به هم فعالیت نه درلود بلکی موږ په دی خبره افتخار کووچی زموږ په لیکو کې اوس په زرهاوومحصلین اومحترم استادان دقلم ،ژبی اوټوپک په مقدس جهاد بوخت دی اوله دینی طالبانو سره اوږه په اوږه دیر غلګرو په خلاف جهادکوی .
دوهم داچې: درسنیوڅخه دپخواپه شان یوځل بیاپه کلکه غوښتنه کووچې خپل ژورنالیستکي اصل ته په پام سره داسلامی امارت په ضد بې ځایه تبلیغات اوتش افواهات خپاره نکړي ترڅوپه دې توګه خپل ژورنالیستکي حیثیت ته زیان وانړوي ځکه داډول له حقیقت څخه لرې عامه ذهنیت خرابونکې اوپارونکې خپرونې یواځې رسنیوته زیان اړه ولای شي نه داسلامی امارت مجاهدینوته ځکه داسلامی امارت دريځ کړنلاره اودعامه خلکوسره دوستانه اړیکي ټولوهیوادوالوته دلمرپه څیرروښانه دی اوټول ملت په دې واقعیت باندې پوه دی اویوشمیرمغرضې رسنۍ نشي کولای دملت اواسلامی امارت ترمنځ درزاونفرت ايجادکړي.
داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

[quote:37cc2e9d57="shaheer"]پتوال صاحب ولې په غوصه یې، اوس به یې منبع هم درته ولیکم:

په پښتنو سیمو کې د طالبانو له لاسه د څه باندې څلور سوه ښونځیو تړل چې ټول مطبوعات تری ډک دی، او په ورستې ځل دغه یولس کسه ځوانان تاته هسې بوتل ښکاری؟؟؟
په همدی توګه په صوات او باجوړ کې د پاکستانې طالبانو په وسیله په سل هاوو، ښونځې وران شول، که لا ملا عمر سره د ښونځیو غم وئ، خو چې د کرنیل امام لپاره یې یوه ډله طالبان ورولیږل، یوه بله ډله به یې هم ولیږلی وه، چې د ښونځی مه الوځوئ، او یا یې خپلو طالبانو ته امر کړئ وی، چې خپلو منطقو کې ښونځې مه بندوئ.
که مو فکر کړئ وی، کله چې یو چا ته یتیمان پاتې شی، نو چې بیا یې کفالت د تره، تربور... په غاړه وی، نوکه چېری دوی غواړی یتیمان په راتلونکې کې سر خوږئ ورته جوړ نه کړی، نو په کوچینیوالې یې له ښونځی څخه ددوی زړونه ورتوروی، تر څو ښونځې ته لاړ نه شی، ځکه بیا به یا ډریرور، تر جوړ شی، یا خټکر یا .... داسی یو کسب ګر، چې کفالت کونکې همیش پری هوښیار وی، او عین ستراتیژی پاکستان په پښتنو د طالبانو په وسیله تطبیقوی.[/quote:37cc2e9d57]


wadan

wadan
24.05.2010

سلامونه،
شهیر خانه جار دئ له جرئت نه شم که ځه هم درته غیر مستقيم اخطار درکړ شوی٠  ځوک چی له  دئ خبری منکر دې نو مهربانی دی وکړې ووائی چی ولی په لر او  بر پښتونخوا کی د تعلیم مخه ډب کيږی٠ ستا لیکنه طنزی ده خو پکی ډیر تريخ واقیعت نغښتی دی. 
په مینه 


طالب ISI
24.05.2010

سلامونه ټولو ته،

هیله ده چې د طالبانو وینا ریښتیا وې ځکه هغه ۳۲ لغمانې ځوانان هم د جاسوسانو په ټس کی لاړل، کله چې طالبانو غوښتل وژونکې ونیسی، هغه بیا ایران ته وتښتید.

او وژونکې ته هم د کویټی لا شورا څخه ټیلیفون راغلئ وو چې نیول شوی کسان مړه کړی.

په هر ترتیب دا ښه خبره ده چې طالبانو د ښونځې ، ښونکې او زدکونکو په اهمیت پوه شوی.

لاندی یوه د روسانو په ضد د جهادوقت کې غږول شوی ترانه دی، هیله ده خوند تر واخلئ.
http://www.youtube.com/watch?v=fLkbfnwEWPE
http://www.youtube.com/watch?v=HEQL0XtBUOc


Re: wadan

pattang
24.05.2010

ځينې وخت پټه خوله سره زر ده ، خو هرڅوک دې خپل ګرېوان ته وګوري چې
چاڅه وکړل٠
په هغوی نالت چې دا اور يې بل کړی او علت يې دوی دي٠

[quote:fcfab52a63="wadan"]سلامونه،
شهیر خانه جار دئ له جرئت نه شم که ځه هم درته غیر مستقيم اخطار درکړ شوی٠  ځوک چی له  دئ خبری منکر دې نو مهربانی دی وکړې ووائی چی ولی په لر او  بر پښتونخوا کی د تعلیم مخه ډب کيږی٠ ستا لیکنه طنزی ده خو پکی ډیر تريخ واقیعت نغښتی دی. 
په مینه [/quote:fcfab52a63]



24.05.2010

شهير صيب په غصه نه ، خو انديښمن وم چې  تر اوسه پورې دې ډيرې ښې ليکنې کړې دي  او ليکنو دې اعتبار  موندلی ، نه چيرې  ګټلی اعتبار د زړه په بړاس ويستلو خراب نه کړې ٠ داچې اعلاميه  نه ،بلکې تنز دی ، دانو بيا  بيله خبره ده ٠  


wadan

wadan
26.05.2010

سلامونه،
ځينی دوستان د کفر ټاپه  په لاس او د لعنت په خزانه ناست دی٠  نو کله چی یوی خبری ته منطقی ځواب ونلری او یا هم  کومه خبره ئی په طبيعت برابر نوی،  نو اول په هغه سړی یوه ټاپه ولګوی او وروسته پسی یو دوه خرواره لعنت ولیږی٠ 
زما هدف چاته سپکاوی نه دی٠
والسلام


shokoor
26.05.2010

طالبان پرښوونځیو او کلینیکونو برید نه کوو

Sunday, 21 March 2010 13:33

دکونړ او نورستان په ولايتونو کې دطالبانو ډلې پريکړه کړې ده چې له دې وروسته دکلينيکونو اوښوونځيو په ګډون په ټولګټو تاسيساتو بريد نه کوي او دغه تاسيسات نه ورانوي . قاري محمد يونس چې په ختيځ زون کې ځان دطالبانو ويندوى معرفى کوي داسعد اباد په ښار کې دتيلفوني تماس په ترڅ کې دباختر اژانس خبريال ته وويل دکونړ او نورستان په ولايتونوکې دطالبانو د ډلې مشرتابه پريکړه کړې ده چې نور به په ټولګټو تاسيساتو بريد نه کوي او زيان ورته نه رسوي بلکې ددغه شان پروژو په جوړولو کې به همکارى وکړي .[color=blue:571a80ed9d] طالبان په داسې حال کې په ټولګټو تاسيساتو باندې دنه بريد خبره کوي چې پخوايې په ښوونځيو او کلينيکونو باندې دبريد مسووليت په غاړه اخستي دي . [/color:571a80ed9d]دکونړ او نورستان په ولايتونوکې سيمه ئيزو مسوولينو دطالبانو د ډلې ددغه اقدام هرکلي کړي دي او داکار يې د ټولګټو پروژو دپراختيا په لاره کې ګټور ګام بللي دي .

http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1794:2010-03-21-12-36-56&catid=50:2010-01-31-18-03-48&Itemid=84


پوهنه ړنا ده

لاونګ
28.05.2010

ټولو نه مخکښې زما دی طرف نه ډير ډير سلامونه!

اُميد لرم چي تاسو روغ او خشحال به يي. په دټاپک کی یوازی یوه خبر وړاندی کوم او ده دا ده چی - پوهنه ړنا ده!

دوی خو هیڅ نغواړی چی زموژ ماشومان تعلیم او تربیه ولری. د دوی اعلان ماته دغسی معلومیژی چی دوی زموژ ماشومانو او ځوانانوته ضرورت ولری چی د دوی پر ډله کی شامل شی.

وسلام


Re: پوهنه ړنا ده

pattang
29.05.2010

داخو کومه نوې خبره نده ! هر حرکت داسې غواړي !
اشغالګر غواړي چې بې دينه مخبران دغرب غلا مان ترې جوړشي ، داسې لکه
کرزی او دا نور يې٠

[quote:255ab57975="لاونګ"]ټولو نه مخکښې زما دی طرف نه ډير ډير سلامونه!
اُميد لرم چي تاسو روغ او خشحال به يي. په دټاپک کی یوازی یوه خبر وړاندی کوم او ده دا ده چی - پوهنه ړنا ده!
دوی خو هیڅ نغواړی چی زموژ ماشومان تعلیم او تربیه ولری. د دوی اعلان ماته دغسی معلومیژی چی دوی زموژ ماشومانو او ځوانانوته ضرورت ولری چی د دوی پر ډله کی شامل شی.

وسلام[/quote:255ab57975]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more