د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغانانوجنګ خپلمځي دی ياموږدپردولپاره جنګيګو؟

Sangar Watan
21.05.2010

دافغانانوجنګ خپلمځي دی ياموږدپردولپاره جنګيګو؟

ښاغلی "انقلابي" خلقي،پرچمي اونور چپيان دې خپل افغاني وجدان ته ورشي
او دې پوښتنئ ته دې ځواب ورکړي؟

ښاغلي طالب نه هم دا پوښتم؟

ښاغلی "مجاهد"ته څه وائي؟

دکابل دحکومت ملاتړ او طرفداران دې هم څه وليکي؟

او هغه قوتونه چې يو يابل قوم ښه يا بد بولي او پدې اند ګوندونه لري،ددې
پوښتنۍ ځواب څنګه ورکوي؟

[color=yellow:17318b7de8]زما په اند،سره له لدې چه زموږ په هيواد کې دپورته ياد کړی شویو ډلو تر
منځ اختلافات موجود ول اودي،مګر داقوتونه دپرديو دګټو لپاره په جنګ جګړه
اخته شوي دي[/color:17318b7de8]٠

پدې کې شک نشته چه زموږ دهيواد غميزه د ثور دکودتا په وجه ګړنديتوب
وموند مګر ددې ناورين دبڼست ډبره لا کلونه پخوا ايښودل شوې وه،که څنګه؟

له هغې ورځې چه انګريزانو زموږ دهيواد يوه برخه پاکستان ته ورکړه يا بهتره ووايو پاکستان ترې جوړ کړی شو؟

له هغه وخته چه شاهي نظام دهيواد پرمختيا ته توجه ونکړه؟

يا کله چه په هيواد کې نيمه بنده دموکراسي ترويج او ورسره کيڼ او ښي اړخه
ګوندونه را منځ ته شول؟

او يا هم داود خان دسلطنت په له منځه وړلو سره ،دنورو تغيراتو لاره پرانيسته؟


عبد السلام
22.05.2010

ګران سنګر وطن صاحب! سلام او نیکې هیلې مې ومنئ :
په زړه پوري پوښتنی مو ومطرح کړي .
ستاسو په پوښتنو کې ،ټول یاد شوي عوامل دنورو عواملو تر څنګه بلا استثنا، هر یو یې ، تر خپله حده دهیوا او دهغې د وګړو، دروانې بر بادۍ اوتباهۍ ستر عوامل دي . ددې عواملو تر څنګه علمی او مادی بې وزلی یعني دایمی جهل اوفقر دروان حالت په اوږدیدو او لابدتریدو کې تر هر څه زیات رول لري .
نواوس پوښتنه دلته ده چې چرګه اوله پیداشوي که هګۍ ؟ اویا داچې غریب خدای کړي نودوس چاکړي ؟ :)
انډیواله ! دکمونستانو نه تشویش نشته ځکه دهغو (جل اوپوستک) لا دوخته ویستل شوی ، او دغربیانو اکثریت هم مونږ په دوښمنۍ کې خپل سیال نه ګنی .
ظاهر خان،او داودخان هم تاریخ ته سپارل شوي، اویو یې هم زمونږ په راتلونکی سرنوشت کې رول نشي لرلای . نه دکونجاړې په خوب لیدلوکې ګټه شته ،اونه هم تیر خیانتونه پاکیدای شي .
پاتی شو ددوسۍ علت ،او دهغې پړه، چې تر هر څه دمخه ، په اوسنی حالت کې ، ددې هیواد او د بچو دبربادۍ اوخوارۍ اساسی علت دی، دهمدې خاورې د نا اهله، جاهل ، دخدای او انسان دوښمنه ، فاسده بچو په غاړه ده . هغه څوک چې داهیواد یا دخمینی په زامنو پلوري ،یا په دال خوروو، او یا یې په نورو. زما په نظر دغه دري روستۍ ډلې ،( خاین افغانان، دال خوران، او خمینیان) ددې هیواد دتخریب تر ټولو بارزه عاملین بریښي . دنورو پښې هم دې هیواد ته په اوسنی حال کې همدې دری ډلو راښکودلی اوټینګي کړیدي.

[quote:dc4874afc2]دافغانانوجنګ خپلمځي دی ياموږدپردولپاره جنګيګو؟

ښاغلی "انقلابي" خلقي،پرچمي اونور چپيان دې خپل افغاني وجدان ته ورشي
او دې پوښتنئ ته دې ځواب ورکړي؟

ښاغلي طالب نه هم دا پوښتم؟

ښاغلی "مجاهد"ته څه وائي؟

دکابل دحکومت ملاتړ او طرفداران دې هم څه وليکي؟

او هغه قوتونه چې يو يابل قوم ښه يا بد بولي او پدې اند ګوندونه لري،ددې
پوښتنۍ ځواب څنګه ورکوي؟

زما په اند،سره له لدې چه زموږ په هيواد کې دپورته ياد کړی شویو ډلو تر
منځ اختلافات موجود ول اودي،مګر داقوتونه دپرديو دګټو لپاره په جنګ جګړه
اخته شوي دي٠

پدې کې شک نشته چه زموږ دهيواد غميزه د ثور دکودتا په وجه ګړنديتوب
وموند مګر ددې ناورين دبڼست ډبره لا کلونه پخوا ايښودل شوې وه،که څنګه؟

له هغې ورځې چه انګريزانو زموږ دهيواد يوه برخه پاکستان ته ورکړه يا بهتره ووايو پاکستان ترې جوړ کړی شو؟

له هغه وخته چه شاهي نظام دهيواد پرمختيا ته توجه ونکړه؟

يا کله چه په هيواد کې نيمه بنده دموکراسي ترويج او ورسره کيڼ او ښي اړخه
ګوندونه را منځ ته شول؟

او يا هم داود خان دسلطنت په له منځه وړلو سره ،دنورو تغيراتو لاره پرانيسته؟

[/quote:dc4874afc2]


pattang
22.05.2010

واه، واه سلام جانه خپل رنګونه بدلوه !
ابۍ مړه تبه شکېدلې .
لېچې دليلی وه مړۍ دعبدالله.


عبد السلام
23.05.2010

ګوره پتنګ جانه! چې دلیل دې هم ندی وویلی .
خو ستا سره چې د چا سر او کار وي ، همدا به یې لار وي ! ستا نه به یې زده کوي ! نو ته ولي پرې خفه کیږې ؟

[quote:4a82e68995]واه، واه سلام جانه خپل رنګونه بدلوه !
ابۍ مړه تبه شکېدلې .
لېچې دليلی وه مړۍ دعبدالله[/quote:4a82e68995].


دا جنګ د افغادا جنګ د افغانانو تر منځ او یا د افغانانو نه بولمنو تر منځ او یا د افغانانو نه بولم

tandar
23.05.2010

دا جنګ د افغانانو تر منځ او یا د افغانانو نه بولم
دا جنګ د خاریجیانو تر منځ دی
دا چه څومره افغانان په زهنی او جسمانی توګه د دی جنګ قوربانی کیږی هغه هره
ورځ وینو.
ډیر دلیلونه کولای شم چه دلته راوړم مګر فایده نه لری٠
مګر کوم شی چه ما زوروی هغه د بی ګناه وګړو او کورنیو له منځه تلل او وژل کیدل دی لکه په ودونو بمباری او د شخصی عقدو په ارتباط غلط راپورونه دکورونو تالاشی ، چه په نتیجه کی هر څوک له خپل ناموس نه دفاع کوی اونتیجه ې مرګ او ژوبلی ته واوړی٠
په خلکیانو ، پرچمیانو، اخوانیانو یعنی چپه او راسته کی وطنپرست خلک هم شته مګر هغوی هم نن قوربانی شوی دی ځکه چه هغوی له یوی خوا نه قدرت نه درلوده او له بلی خوا دخپلو انډیوالانو له خوا د واقعیت نه بی خبره ساتل شوې وه٠
دوی په راز چا پوه نکړه چه زما ملګری د روسیانو او که دامریکایانو لپاره کار کوی , د دغو دواړ جبهو کارګر معلوم وه او دی ٠ زه خپله دیوه حزب غړیتوب نه لرم مګر له خپل پوښتونخوا نه په کلکه دفاع کوم ځکه چه نن د ازادی لپاره ټوله پوښتونخوا خپلی وینې تویوی د طالبانو هسی نوم دی.
امریکایانو، روسان دافغانانو په وینه وایستل او په خپله راغلل٠
یو څو نفره ې د افغان په نامه په چوکی کینولی دی نور اخطیار د دوی دی
هر څه چه غواړی هغه کوی ټول ورته ګورو.
خبری ډیری دی څه درته ولیکم ٠ ددی مشکل د حل لاره یواځی اتحاد او یو ملی قیام دی٠ له هغه چا چه دحزبونو په نامه استفاده شوی او نن ټول پوهیږی او زړونه ې ډک دی راجګ شی لاس یو کړی او د یو واحد افغانستان په نوم خپله قور بانی ورکړی نو د جهان لپاره به یو سبق او عبرت ورګرځی .اوس عبدالله عبدلله په امریکا کی څه غواړی دچا بوټ پاکی ته تللی دی دوی هریو دځان ساتلو او او خپلی بقا پسی ګرځیږی ځکه چا چه جنایتونه کړی هغه چیرته پټ پاتی کیږی یعنی هغه چا چه دخاریجیانو ساز ته نڅا کړیده او دخپل ملت وینی توی کړیدی هغوی پسی ددی کونډو او یتیمانو اهونه شته دی هغوی چیرته خلاصیږی ٠ چاهکن درچاه است٠ او واقعیت چیرته پټیږی دا جګ جګ قصرونه او باغونه او په داخلی او خاریجی بانکونو کی سرمائ له کوم ځایه شولی ددی ټولو به حساب کیږی اودا ورځ راځی همدغه کونډی او یتیمان به ددوی ګریوان نیسی چه پلرونه ئ ژوندی تر خاورو لاندی خښیدل ٠ اوس خوټول جنایتکار خپل ځانونه دمصلح باندونو په زریعه ساتی دا دپیسو باندونه به یوه ورځ په خپله پښیمانه او له دی جنایتکاروله ساتنی لاس اخلی٠
اودا ورځ راتلونکی ده ٠
وسلام ستاسو په ازادی مین ورور باوری خوګیاڼې له جرمنی نه٠



25.05.2010

وطنه سنګر خانه !
د ټولو جنايي او جګړيي سرنوشت ورانوونکو ډلو د استازو نظر مو غوښتی، خود بيطرفو سرنوشت سازو افغانانو د نظر غوښتنه مو له پامه غورځولې ده ، آيا
دا همدا معنی نه لري چې ګواکې تاسې هم بيطرفه نه ياست ؟؟؟؟؟
سلامونه او درناوی !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more