د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

څوک اسلام له خپلو ملي او څوک يې له پرديو ګټو قربآنوي ؟


20.05.2010

http://www.tolafghan.com/posts/18123

په دې کې شک نشته چې افغانان د اسلام له پاره له ملي ګټو هم تيريږي، خوکه دا پورتنۍ آوازه دروغ نشي او خدای مکړه د ملا برادر د نيونې
په څير رښتيا را وخيږي، د ملا محمد عمر نيک نامۀ ته به نه جبرانېدونکې صدمه
ورسيږي او دا به نوپه ثبوت ورسيږي چې د ISI او طالب مشرانو تر منځ څوک اسلام له خپلو ملي ګټو قربانوي او څوک يې د پرديو د ګټو له پاره کاروي!

په دې صورت کې دې په هغه اړخ ، چې اسلام له خپلو ملي ګټو قربانوي يوځلې لعنت وي او په هغه اړخ چې د پرديو د ګټو له پاره هم اسلام او هم ملي ګټې قربانوي دوه ځلې لعنت وي !


M Tahir
23.05.2010

پتوال صاحب
له سلامونو وروسته، پۀ پت او عزت اوسې !
د امريکا پۀ راس کې لوېديځواله يرغلګرۍ د خپلو ضد انساني او ضد اسلامي جګړه ييزو سټراتېژيو پۀ پلي کولو کې ښکرور درواغجن تبليغات او پوچه پروپاګنداخورا ارښتمن فېکتورونه بولي خو الحمدالله دافغا ن ځوانانو مورال نۀ شي ټيټولای. دغه راز د پاکستان پليت رژيم چې هيڅ انساني اصول او عرف او رواج نه پېژني د خپل بادار د خوشالولو لپاره طالب مشران خو څۀ چې خپلې خويندې او ميند ې هم پلوري. ځکه بايد دطالبانو پر ستراسلامي ملي افغاني نقش بايد شکمن نۀ شو او ښۀ ګمان ولرو.
ښاغليه! دا خو يو ستر او تجربه شوی واقعيت دی چې د ښو او نېکوخلکو پۀ منځونو کې ناولي خلک د خپلې فردي او ټولنيزې ناولتيا دپټولو لپاره پټېږي او خپل شوم اهداف پالي، ان چې د ګران پېغمبر ص پۀ اصحابانو کې منافقينو ځای نيولی وو او خپلې ناپاکې هيلې يې لرلې.
بايد ياده يي کړم چې د ماؤس پۀ مرسته يي ليکم او خپل کمپيوټر راسره نسته چې کيبورډ يې وکاروم، ځکه پر همدې پورته ګوډو ماتو خبرو بسنه کوم او دعا کوم چې الله ج دې د مسلمانو هر راز نصرت،تربيت او حفاظت وکړي. امين
پۀ مينه
ستاسو طاهر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more