وطن پال او نور ګټور شعرونه
بادار راته جوړ شوی٠
      tandar
      19.05.2010
    
خپل کور کی  می    پردی   ګڼی    بادار  راته   جوړ شوی
                                                                     پرون    می    پاده وان    و  نن   سالار   راته    جوړ شوی
اوریدلی    می     متل   و    پردی      ځوی     کله     خپلیږی
                                                                      مار   و   د   نسټوڼی اوس    خامار   راته      جوړ   شوی
کچه  ګل  ځان    غوړولی   ا صلی    ګلانو   کی مستی    کا
                                                                   له بویه   ې  لیونی شوم   دغاړی   هار  راته    جوړ   شوی
په کومه ژبه دی نور پوه کړم  ویده پوښتونه ویښ  شه
                                                              دکوم خیال په ټال کی ناست ې  نن دار  راته جوړ شوی
خدایه     د      نفاق   اورونه     مړه     کړی       پوښتنو     کی
                                                              زه باوری   درته   زاری   کړم    ژوند  انګار  راته    جوړ شوی٠