ټولنه او ټولنپوهنه
درنو پښتنو وروڼو! معلومات مو راسره شريک کړئ!
      و.افغان
      18.05.2010
    
درنو وروڼو سلام عليکم
ګرانو! که د لاندې انګليسي فوځي اصطلاحاتو مرادف په پښتو ژبه کې راته وليکئ؛ 
نو ډېر منندوی به مو شم.
 police ranks 
  general
 l ieutenant general 
 major general 
  brigadier general 
 colonel 
 lie utenant colonel 
  major
 captain 
 fir st lieutenant 
 lieutenant 
 nco ,s 
 staff warrant officer 
 warran t officer 
 sergeant major o staff sergeant 
 sergeant 
 corporal
 lanc e corporal 
 insignia of police ranks 
 coast guards 
 riot combat 
airplane security department
 officers cap badge 
 personals cap badge 
 special units 
 security squadron 
 special squadron 
 specia l unit 
 armors squadron 
the civil defence and explosions
 special forces 
 special units 
general department of traffic
border security department
په درنښت
      عبد السلام
      20.05.2010
    
ښاغلی ساپی صاحب ! سلام اودرناوی وړاندې کوم :
دپوځی رتبو او دپولیسو رتبو په اړه په دغو لاندې لینکونو کې خورا ډیر معلومات را ټول شوي چې ښايی ارزښتمن وي .
دافغانستان دپولیسو او پوځ  دواړو، ټولې  اوسنۍ رتبې،او نښانونه،  د بی بی سی په دې لمړیو دوو لینکوو کې ځای په ځای شوي .
په درنښت
http://www.bbc.co.uk/pashto/specials/1427_pashtojornalist/page19.shtml
http://www.bbc.co.uk/pashto/specials/1427_pashtojornalist/page18.shtml
http://ar.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D8%AA%D8%A8_%D8%B9%D8%B3%D9%83%D8%B1%D9%8A%D8%A9
http://fa.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D8%B1%D8%AC%D9%87_%D9%86%D8%B8%D8%A7%D9%85%DB%8C
http://en.wikipedia.org/wiki/Police_rank#United_States
http://en.wikipedia.org/wiki/Rank
      و.افغان
      24.05.2010
    
محترم عبد السلام صاحب: 
يوه نړۍ مننه له معلوماتو مو.
خو که چېرې له پورته انګليسي کلمو سره برابر د پښتو مترادف وليکئ، که څه فرق
په کې وي، بيان يې کړئ؛ نو ډېر به خوښ شم.
فکر کوم چې ځينې رتبې په پښتو او په انګليسي کې فرق سره لري.
په درنښت
      عبد السلام
      25.05.2010
    
ساپی صاحب!
ستاسو د عسکری رتبو پښتو معادله القاب دا دي :
police ranks = دپولیسو رتبې
---------------------------------------------------
دا لاندې رتبې دپولیسو ندي . بلکه  دپوځ دي ، هغه هم دځمکنی ځواکونو. 
general =ستر جنرال
l ieutenant general =ډګر جنرال
major general =تورن جنرال
brigadier general =برید جنرال
colonel =ډګروال
lie utenant colonel =ډګرمن
major =جګړن
captain=بریدمن
fir st lieutenant = لمړی بریدمن
lieutenant= دویم بریدمن
nco ,s = Non-commissioned officer = خوردضابطان
staff warrant officer = خوردضابط
warran t officer = خورد ضابط
sergeant major o staff sergeant =دخورد ضابطانو مشر ( په پښتو کې یې معادل نه پیژنم په عربی کې( ریس رقبا)
sergeant =خوردضابط
corporal =  (حواله دار) دعادی سرتیری نه یوه رتبه لوړل
lanc e corporal =) دعادی سرتیرې نه یوه رتبه لوړه   یواځي په انګلستان کې ( حواله دار
insignia of police ranks = دپولیسو درتبو نیښان 
coast guards =  ساحلی پولیس( په افغانستان کې  یې نه لرو) معادل : سرحدي پولیس)
riot combat= دبلوا، چوراوچپاول ضد قطعه , ډلګۍ( په پولیسوکې) 
airplane security department =دهوایی امنیت اداره (په افغانستان کې سرحدی پولیس)
officers cap badge =د افسر پیژند کارت ( پولیس)
personals cap badge =دپولیس شخصی پیژند کارت
special units =خاصه قطعه
security squadron =امنیتی قطعه، ډله (خاصتاً په هوایی ځواک کې)
special squadron = ( هوایی قوه) خاصه قطعه ، خاصه ډله
specia l unit = خاصه قطعه
armors squadron =مسلحه قطعه
the civil defence and explosions 
special forces = ؟ دا تقریبآ یوه جمله  ده  ؟ والله اعلم  :D  ( دا مسا له دکندهار څخه راغلی ، په معنی یې نه پوهیژم  :D 
general department of traffic = اداره العامه للمرور  :wink: دترافیکو اداره(څانګه)
border security department= دسرحدی امنیت اویا پولیسو  اداره( څانګه)
      و.افغان
      27.05.2010
    
يوه نړۍ مننه محترم عبد السلام صاحب له معلوماتو مو.
په درنښت
      كريم كامران
      27.05.2010
    
وهاج صاحب اوس كه همدا پوځي رتبې په عربي راوژباړې...
معلوماتو كې به مو اضافه وشي.
      
      23.06.2010
    
ډير اعلی  سلام  صيب !  
تاسو د  پوښتنه سمه  او پشپړ ځواب کړې ، خو  دومره بايد ياده شي  چې په افغانستان کې  عسکري  رتبو نومونه  له پوليسي  رتبو  څخه  بيل  دي . د وهاج صيب  پوښتنه هم  د عسکري رتبو  په اړه ده   او  دا پورتني  نومونه   هم  د پوليسو د رتبو نۀ،  خو  د وسله وال پوځ   د رتبو نومونه   بالکل دي !
په مينه او سلامونو!
 
