د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان چا وران كړ ؟؟؟

pashtonyar
04.04.2004

محترمو او قدرمنو هيوادوالو زمونږ نيكي هيلي او سلامونه ومنۍ.

زه ستاسي نه يوه پوښتنه لرم او هغه دا چي افغانستان چا وران كړ ؟؟؟ ايا تر
خارجيانو نه پخپله د افغانستان خلكو د افغانستان په ويجاړولو كښي لوي
لاس نه درلود...او بله خبر دا چي ځنې خلك وايي چي د روس د تيري نه وروسته
پاكستان او ايران زمونږ هيواد وران كړ ...خو زه ددې خبري سره موافق نه يم .
رښتيا هم پاكستان او ايران دوي ته پيسې وركړي چي وران كاري وكړي خو
دوي بايد داسي نه وي كړي چي د پيسو په بدل كښي خپل ملك وران او ويجاړ
كړي مو نږ خپلو رهبرانو د پيسو په بدل كښې خرڅ كړي يوا و زمونږ لومړني مجرمان
زمونږ رهبران دي بايد هر يو محاكمي ته را وكښل شي...
زه د پاكستان او ايران پلوي نه كوم او شخصأ ددي دواړو ملكونو نه ډيره
سخته كركه لرم.
تاسي ددې په اړه څه نظر لرۍ.


نقاد
04.04.2004

پښتونياره وروره سلامونه، پو ښتنه دې ډيره ښه ده ، خو دعيان ته څه بيان ؟


Azad Nazer
04.04.2004

ښاغلې پشتونيارصېب !

ستاسو پوښتنه اوږد تفصيل او ژوره څېړنه غواړي تر څو قانع کوونکې ځواب ورته وموندل شي٠ زه فکر کوم چې نن به يو لس کلن افغاني ماشوم هم دخپلې پوهې په کچ په لنډو جملو کې ووايي چې افغانستان تش په نامه افغانانو اوددغووحشي سړي خورو د رهبرانو اوددوی خارجي بادارانووران کړ٠
افغانستان دستنې دجوړولوهنرنه درلود ځنکه کولای شي توپونه ،جنګي الوتکې او ټانکونه جوړ کړي ؟
دومره اسلحې به په دوهمه نړيواله جګړه کې هم نه وي استعمال شوي لکه په دغه کوچني هېواد کې ٠ دغه ټولو سړيخورو د خاريجيانوپه امرکار کاوه اوپه دوه ګروپونو وېشل شوي وو ٠ يوې مزدورې ډلې ته روسانو دمرګ او ورانۍ اسباب ورکول او په بې رحمۍيې پرې بې ګناه افغانان قتل کول ٠ دغو حرام نمکو کيمياوي او بيو لوژيکي وسلو په استعمال هيڅ اندېښنه نه لرله ٠ همدغه راز په سنګرکې تش په نامه اسلامي نظيمونه وو چې دوی د روسي تايڅټو څخه درې برابره بې وجدانه وو ٠ دوی نو په هيڅ شي اثره نه ده کړې ٠ دوی د قتلونو ، ملي شتمنيو دلوټ کولو ، بې نظمۍ او بې عدالتۍ ، جهالت ، زور ، زياتېي ، ملي تروريزم تر څنګه په هره معنا بد اخلاقه هم وو٠دوی داسلام په نوم مکتبونه ، کتابخانې ، پوهنتونونه ،عام المنفعه تأسيسات ، شخصي ملکيتونه ، ښارونه او لارې لمنځه يوړل ٠ دوی دافغانستان دګوتو په شمېر علمي اوتنيکي کادرون چې ددوی سره په ورانۍ او بې وجدانۍ کې نه شريکېدل ، ياترور کړل او يايې دغرب لمنې ته وروغورځول ٠ دوی دومره وحشي ، ظالم او جاهل وو چې د ښوونځيو زده کوونکي يې په کروبلند بوټونو، دپتلون په ارتو پايڅو ، په سپورت ، دشامپو په استعمال ووژل٠ په پېښور کې سرتور سر ګرځېدل اوددوی دوسلو دوېش دفترونو ته بې له ږيرې تلل بې له شکه ځان وژنه وه ٠
ددغوتنظيمونو لپاره دمسلمانۍنورم انسان وژنه ، ږيره او خيرنتيا ، دجامو ځانګړې کليوال ډول او لمونځ کول وو٠ خدای او جنت هم دوی پخپل اختيار کړي وو او بل چا پرته ددوی له اجازې حق نه وو چې په شخصي طريقويې ترلاسه کړي ٠اود عبرت او شرم خبره خو داده چې ددوی په دور کې حېواناتو هم له افغانستانه هيجرت وکړ ، دښارونو اوکلو سپي هم مجبور شول چې په شرمښانو بدل شي ٠
په هديرو کې دمړوهډوکي هم په تحفظ کی پاتې نه شول اودخرڅلاو لپاره پاکستان ته يوړل شول ٠
لنډه داچې داسې څه نه شته چې وياړ پرې وکړو بس په دې به يې ختمه کړو چې که څوکچاته ووايي چې له لس منزله ودانۍ څخه ځان وغورزوه نو رښتيا به ځان غورزوي ؟ اوکه ددغه عمل په عواقبو اوتيجو به فکر کوي ؟
بې له شکه يو سالم اوپوه انسان به پکی فکر وکړي چې دغه بل لورې ولې داسې مشوره ورکوي٠

رښتيا خبره ده چې حقيقتونه تل ترخه وي خو تر ټولو ښې نتيجې يې هغه وخت په لاس راتلای شي چې په ډاګه شي او د ټولنې د بيا نظر او قضاوت لپاره سرمشق وي ٠

په درناوي

ازادنظر


Azad Nazer
06.04.2004

څلورڅيزونه دافغانستان دتباهۍ او بربادۍ سبب شوي :

١ :oops: - وګړي

١-١- افغانان
١-٢- ګاونډيان
١-٣- عربان
١-٤- روسيان
١-٥- غربيان

٢ :oops: - وسله ( اسلحه)

٢-١- ټوپکې
٢-٢- تومانچې ( تفنګچې )
٢-٣- بمونه
٢-٤- راکټونه
٢-٥- کلاشينکوفونه
٢-٦- توپونه
٢-٧- څرخي الوتکې
٢-٨- چټکې الوتکې

٣ :oops: - عقيده (ايډيالوژي)

٣-١- مذهب
٣-٢- سياست
٣-٣- کمونيزم
٣-٤- ناسيوناليزم
٣-٥- نژادي کرکې اوتوپيرونه
٣-٦- بې سوادي
٣-٧- ناپوهي
٣-٨-افراط

٤- :oops: اقتصاد

٤-١- نيم فيوډالي نظام
٤-٢- دصنعت نشتوالې
٤-٣- دوسايلو نشتوالې
٤-٤- دافغاني متخصيصينو کمښت
٤-٥- دپلانولوکمزوري
٤-٦- دمارکيټونو نشتوالې
٦-٧- ابتدايي مواصلاتي طريقې
٧-٨- دملي تجارانو کمښت
٨-٩- کمزورې او بې ودې بانکي سيستم
٩-١٠- بې ودې اوبې طريقې کرهڼه
١٠-١١- داوبو او برېښنا دپروژواوتأسيساتو کمښت
١١-١٢- دحيواناتو دروزنې اوروغتيا يي تدابيرو نشتوالې
١٢-١٣- دبزګرانواو کارګرانودتشويق اومرستو نشتوالې
١٣-١٤- ددولت له خوا دشخصي پانګې انحصار
١٤-١٥- په بهرنيومرستوتکيه
١٥-١٦- دکارونواومقرريو نشتوالې
١٦-١٧- په کورني او ملي اقتصاد کې د ښځو بې برخېتوب
١٧-١٨- دسيمه ايزو اړتياوو او مارکيټ لپاره دکسبي زده کړو دتأسيساتو نه موجوديت
١٨-١٩- دموسمي روزګارنه پېژاندنه
١٩-٢٠- دملي اودولتي عايداتودمنابعو کمښت
٢٠-٢١- داوه کسيزې کورنۍ دپالنې چارې دکور دايکي يوغړي په اوږو

ازادنظر



ع کريم حليمي
06.04.2004

محترم ازاد نظر صاحب او ورنو افغانانو سلام ٠ خدای دی وکی چه جوړ او روغ ياست
ازاد نظر صاحب داخومو ټوله سره کډوډکړه ٠ ښه او بد مو پکښی ورکړه ٠
کوم وخت چه يو ځای Craim وسی او هغه کړام په 1000 نفرو سوی وي يعنی يونفر مړ وي ٠ پوليس نسی کولای
چه زر نفر و کورټ ته بوزی ٠ پوليس په اوله ورځ دغه کيس تړی ٠ نتا کړی نه ما
دوهم داچه حزبونه موهم مجرم وبلل ٠ او حزب هم څوک يا پوليس نسی کولای چه کورټ ته بوزی ٠
او اقتصادی سسټم مو هم مجرم کړی ٠ او تر ننه پوری سټم هم چا محکمئ ته ندی کشکړی٠
او الوتکی موهم مجرمی کړی ٠ چه طياری خو اوسپنه ده ٠ او محاکمه به څنګه وي
ډير ښه چه وګړي مو سبب د بربادۍ ګڼلی دی ٠ روسان،عرب،پاک،غربيان ٠ ايادا امکان لری چه ټوله مجرم وي
په افغانستان کی war craim سوی دی ٠ خراب والی د افغانستان خو دا مانا نه چه سړکان خراب سوی دي
هيڅ خبره نده چه سړک خراب سوی دی ٠ دا ټوله بيا چوړيږی او بيا خرابيږی ٠
ترهری خرابۍ ورسته ډيره لويه ابدی راځی ٠ تاريخ شاهد دی ٠
لويه خرابی د اخلاقو خرابی ده ٠ چه د يوانسان څه حيوان چوړه وي٠ او يو دبله سره خوری ، وينی توی کړی په ظلم
دهغو انسانانو چه زموږ د وړونو په وينو چه ئی لاسونه سره دی ٠ دهغو دپاره مو ښه ډفنس په ﻻس ورکړۍ ٠
موږ هيڅ وخت نه وايو چه دوی (جنګ سالاران) يوازی او يوازی ئی قتلونه کړی ٠ هو په محاکمه کی دا هم وايو
چه وطن ته ئی اور هم اچولی دی ٠
فکرکوم چه دابه ښه وي چه په ټول په يوه اواز ناری کړو چه مجرمين جنګی عرب ، جنګ سالاران دی ٠
او موږ به لاس نه اخلو تر څومو يوه ورځ مجرمينوته جزا نوی ورکړی٠
کوښښ به کوو چه تاريخ وليکو او اوس وخت کی ئی چاته ښکاره نکړو ٠ ولی چه تاريخ زموږ د اولادو دپاره
ليکو ٠ نه دخپلو دښمنانو دپاره ٠
حليمي


Azad Nazer
07.04.2004

ښاغلې حليمي صېب لومړې سلام او احترام ٠

بيا مننه چې زما د ليکنې په هکله مو نظر څرګند کړې٠

زماليکنه د پشتونيارصېب دپوښتنې په ځواب کې ليکل شوې ٠هغوی خپله پوښتنه د ((چا)) په هکله چې هدف يې انسانان دي ، وقف کړې خو ما کوښښ کړې چې په ځواب کی دانسانانوترڅنګه د تباهۍ عواملواووسيلو ته هم ګوته ونيسم ٠ کله چې دغه څه ماليکل نودامې هم انګېرل چې يو څوک به شايد دا پوښتنه راڅخه وکړي چې څنګه کېدای شي چې مثبت او ګټور څيزونه يانفې کړو اويايې بې ارزښته ٠
په دې هکله بايدعرض وکړم چې که تاسو داسې پوښتنه راڅخه کړې وای چې هغه کوم شيان دي چې افغانستان پرې ابادېدای شي نوما به په ځواب کی همدغه شيان ذکر کړي وو کوم چې ما دپشتونيار صېب دپوښتنې په ځواب کې کښلي٠
انسان دسهوې او خطا څخه خالي نه دې نو ځکه ماخپله ليکنه څوځله ولوسته او داسې څه مې پکې ونه موندل چې ستاسوپه نيوکومی پوه کړي ٠ ماپخپله ليکنه کې دڅلورو (( څيزونو)) يادونه کړې اوهغه مې عمومي توګه دافغانستان دبربادۍ علتونه بللي او هغه وګړي ، وسله ، عقيده او اقتصاد دي٠ دا ښکاره خبره ده چې دويجاړولو ،بدبختۍاو بربادۍ مسؤلين نه ټول افغانان دي ، نه ټول عربان دي اونه ټول غربيان دي خو داهم ښکاره ده چې ددغه بربادۍ مسؤلين هم په افغانانو کې ،هم په عربانو کې ، هم په غربيانو کې اوهم په ګاونډيانو کې شته او که مااوتا ددې اصل نه انکار وکړو نو په حقيقتونو کی هيڅ فرق نه شو راوستلای٠
اوس به کوښښ وکړم چې ستاسو نيوکوته دلايل وړاندی کړم ٠
تاسو ليکلي :
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++


(( ازاد نظر صاحب داخومو ټوله سره کډوډکړه ٠ ښه او بد مو پکښی ورکړه ٠ ))
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
زه فکر کوم چې ما هغه څه چې پوښتنې پورې اړه لري ، په ترتيب سره ښودلي خو نه پوهېږم چې تاسو ته يې کوم ځای ګډوډ ښکاري ؟
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
((کوم وخت چه يو ځای Craim وسی او هغه کړام په 1000 نفرو سوی وي يعنی يونفر مړ وي ٠ پوليس نسی کولای
چه زر نفر و کورټ ته بوزی ))
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
زه خو وايم ولې نه ؟لکه څنګه چې دجرم دثبات لپاره ډله ايز او انفرادي طريقې شته همدارنګه دسياسي اقتصادي او عقيدوي اغراضو اومقاصدو دتکميل لپاره په مختلفو رژيمونو کې دډله ايزو نيونو ، بنديانولو، محکمې ته بوولواومحاکمه کولو بې شمېره مثالونه ښودلای شو ٠ دبېلګې په توګه د حفيظ الله امين په وخت کی دکنړ ولايت د چغسرای د کرالې ١٢٥٠ اوسېدونکي احضارول او بيا دټولو وژل ، د طالبانو ډله ايز تحقيقات او جزاګانې ، د رشيد دوستم ددشت ليلې قتلونه ، دطالبانودپلويانو ډله ايزې نيونې ، په ګرځېدو بندېزونه او داسې نور دغسې شيان په ډېرو نورو هېوادونو کی هم شته ٠ زه يې په سم او ناسم نه غږېږم زه ستاسو د 1000 کسو دتحقيقاتو اومجازاتو مثالونه درښيم ٠
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
(( پوليس په اوله ورځ دغه کيس تړی ٠ نتا کړی نه ما))
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
داسې پېښې دپوليسو لخواهم اوږد وخت نيسي٠
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

(( دوهم داچه حزبونه موهم مجرم وبلل ٠ او حزب هم څوک يا پوليس نسی کولای چه کورټ ته بوزی ))
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
ستاسو خبره پر ځای ده چې حزب دعقېدې په توګه نشي کيدای چې جسمأ مسح شي او ځه فکر کوم چې ښايي د څه په سبب مو دبل چا خبرې زما دنظر سره بدل کړي وي ځکه چې ماچې څه ليکلي هغه داسې جمله بندې شوی نه دي ٠ خېر، زماليکنې هم کله د مراسلات غوندې تحت الفظي معنا ته اړتيا لري ٠تر کومه ځايه چې زه پوهېږ، دانسان نه پرته نه يوازې حزب څه معنا نه ورکوي بلکه اقتصاد ، مذهب ،وسايل ، سيست اوداسې نور به هم معنا ونه لري او برعکس ، انساني ژوند په دغو او ډېرو نورو شيانو پورې تړلې٠
سړې نه شي کولای هرڅه ((ښه)) ارزيابي کړي ځکه چې (( بد)) هم وجود لري او برعکس٠ښه او بد دواړه هغه صفتونه دي چې په نتيجو کې موندل کيږي٠داسې حزبونه، ډلې ، تړونونه او ګروپونه وو ، شته او وي به چې پلويانواو رهبرانو يې نه بخښونکي او نه پټېدونکي جنايتونه کړي ٠ چې تاسو يې نه پېژنۍ اويا نه غواړۍ چې ويې پېژنۍ نو زه به څه درته ووايم ، کنه نو ماشاالله په افغانستان او په نړۍ کې خو کم نه دي ٠

+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

(( او اقتصادی سسټم مو هم مجرم کړی ٠ او تر ننه پوری سټم هم چا محکمئ ته ندی کشکړی٠
او الوتکی موهم مجرمی کړی ٠ چه طياری خو اوسپنه ده ٠ او محاکمه به څنګه وي ))
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
زه فکرکوم چې په لوستوکی به ډېر تکليف نه لرۍ کنه نو داسې څه خو مانه دي ليکلي په کوم چې تاسو پوه شوي ياست ٠ پروا نه لري ، په زور (زبر) او زېر يې درته هم ليکلای شم ٠
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
تاسو به په دې خوښ شۍکه زه درته ووايم چې دوه ميليونه افغانان په اوسپنو نه بلکه په چخچو وژل شوي؟
ايا دا به ستاسو دمنطق سره سر و خوري که زه ووايم چې دکابل او نور ښارونه اوکلي داوسپنې دالوتکو په بمباريو نه دي ويجاړ شوي بلکه دا ځناورو په لغتو وهلي ؟

که ستاسو دمحاکموي نظر لمخې وي نو بيا نه قاضي ته حاجت شته اونه پوليس ته او رښتيا دغه درنې اوسپنې به څنګه دقاضي مخې له وروړې ؟ په منطق دې برکت شه ؟

++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
(( ډير ښه چه وګړي مو سبب د بربادۍ ګڼلی دی ٠ روسان،عرب،پاک،غربيان ٠ ايادا امکان لری چه ټوله مجرم وي ))
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
زه خو وايم چې په غلطه تللې يم ، وګړو چېرې ورانې کړې ، دا خو پيريانو کړې ٠ زۀ
دې ته پخپل ګرېوان کی فکر وکړه او هر ځواب چې دې ورته غوره وګاڼه ، زه به يې ستاسو دخوښۍ لپاره درسره قبول کړم ٠
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

(( په افغانستان کی war craim سوی دی ٠ خراب والی د افغانستان خو دا مانا نه چه سړکان خراب سوی دي
هيڅ خبره نده چه سړک خراب سوی دی ٠ دا ټوله بيا چوړيږی او بيا خرابيږی ٠ :shock:
ترهری خرابۍ ورسته ډيره لويه ابدی راځی ٠ تاريخ شاهد دی ٠)) :shock:
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
دې ته زمونږ په لهجه کی (( اپلتې )) وايي !
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
(( لويه خرابی د اخلاقو خرابی ده :oops: ٠ چه د يوانسان څه حيوان چوړه وي٠ او يو دبله سره خوری ، وينی توی کړی په ظلم
دهغو انسانانو چه زموږ د وړونو په وينو چه ئی لاسونه سره دی :shock: ٠ دهغو دپاره مو ښه ډفنس په ﻻس ورکړۍ ٠
موږ هيڅ وخت نه وايو چه دوی (جنګ سالاران) يوازی او يوازی ئی قتلونه کړی :shock: ٠ هو په محاکمه کی دا هم وايو
چه وطن ته ئی اور هم اچولی دی ٠ )) :shock:
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
ما چه ميګويم ودمبره ام چه ميګويد
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
(( فکرکوم چه دابه ښه وي چه په ټول په يوه اواز ناری کړو چه مجرمين جنګی عرب ، جنګ سالاران دی ٠
او موږ به لاس نه اخلو تر څومو يوه ورځ مجرمينوته جزا نوی ورکړی٠ :shock:
کوښښ به کوو چه تاريخ وليکو او اوس وخت کی ئی چاته ښکاره نکړو ٠ :shock: ولی چه تاريخ زموږ د اولادو دپاره
ليکو ٠ نه دخپلو دښمنانو دپاره ٠ )) :?
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
حليمي صېب که تاريخ په داسې ضد او نقيضو اپلتو ډکوې ، نو د خدای په خاطر چې دا کار ونه کړې ٠ زه خو دا وايم چې که څه دې ليکلي وي نو هرومرو يې کوم چاته وروښيه چې همدا اوس سروخت دې کنه اينده نسل به خدای خبر څه وايي ٠ :P

که څوک تله دانصاف په لاس کی ورکړي ********* خپل ټټو اودبل اس به برابرکړي
:P :P :P
او په پای کی دپوره درنښت سره د خدای په امان

ازاد نظر



ع کريم حليمي
08.04.2004

ګران او دروند ازادنظر صاحب سلام او درنو لوستونکو !
ډيره مننه چه زما و اپلاتو(اپلتې) ته مو په اخلاقی ليکنه جواب کښلی دئ ٠ زه ايمان لرم چه تاسو يو دښو ليکوالانو
څه ياست ٠ يو هغه ليکواﻻندي هيڅ نه وينې او ليکنی کوي ٠ او ځنی خلګ دی چه هر څه وينی او ليکلاې ئی نسی
او تاسو (ازادنظر )دهغو ليکوالانوڅه ياست چه هم ليدلای سی اوهم ئی ليکلای سی ٠
محترما٠ زما ٦ سنس راته ويل چه دغه سیجواب به وينم ٠ او سپرايز نه يم
زما په فکر کی عدالت ډير ځاي نيولی دی ٠ او هر څه دعدالت تر کيلکن وينم ٠ (٥+٥ لس ډوډۍ)
روسئ، چاپانئ، افغانئ، پاکستانئ، هندئ هر يو يو قسم جلا جلا فکر کوي ٠ او د هر يوه د اخلاقو څه ئی فکر
معلوميږی٠ يومثال راوړم ٠ مغول ټولی دنيا ته او واچاوه او روسانو خپل مسکو وساتلی ٠ دپيسو په مقابل کی
تر يو وخته ئی هر کال و مغولو ته په غرارو زر ورکول ٠ نورو ملکونو داسی ونه کولای سوای ٠ د روس تينکينګ
ئی نه درلودی ٠
د هغی ورځی چه ټوين ټاورونه 9.11 پيښه سوئ ده ٠ ټوله امريکا او زه هم خوا بدی يو نه چه 22 بليونه تاوان نقدی
رسيدلی دی ٠ ولی چه 3000 انسانان مړه سوه ٠ پيسئ پيدا کيږی ٠ او هغه څوک چه مړه سوی دي ٠ بيا ئی
څوک نسی ژوندی کولای ٠ تر ننه پوری هيڅ چا په امريکاکی نه دی ويلی چه 22 بليونه
نو زه هم داسی فکر لرم ٠ کله چه د تاوان ځای راسی ٠ نقدی تاوان ته ئی اول فکر نه کوم ٠
موږ ته ضرور ده چه اول قتل لويه خساره وبولو ، بئ عدالتی لويه خساره !
جنګ يو ډير ښه عمل دی دعدالت لپاره ٠ او جنګ ډير بد (دوږخ)دی چه ان چست وي
تقريبأ 250 کاله کيږی چه احمد شاه بابا د قندهار ښار چوړ کړی دی چوچه عدالت نه وو تر اوسه د خټو (کلی)
پر حال پاته وو ٠ 250 کاله د سر امن پکښی رانغلی ٠
ولی د سر امان نه راتلی ٠ وليچه افغان هر وخت د پيسو ساتل کړی دی نه دسر ساتل ٠ هر وخت مو وطن ساتلی دی ٠ نه سر ٠ نه ورور نه خور ٠ عقيده مو هم نده ساتلئ ٠ مال حفاظت مو ښه کړی٠ په دغه سبب می کيکلی چه

(( په افغانستان کی war craim سوی دی ٠ خراب والی د افغانستان خو دا مانا نه چه سړکان خراب سوی دي
هيڅ خبره نده چه سړک خراب سوی دی ٠ دا ټوله بيا چوړيږی او بيا خرابيږی ٠
ترهری خرابۍ ورسته ډيره لويه ابدی راځی ٠ تاريخ شاهد دی ٠))
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
دې ته زمونږ په لهجه کی (( اپلتې )) وايي !
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
(( لويه خرابی د اخلاقو خرابی ده ٠ چه د يوانسان څه حيوان چوړه وي٠ او يو دبله سره خوری ، وينی توی کړی په ظلم
دهغو انسانانو چه زموږ د وړونو په وينو چه ئی لاسونه سره دی ٠ دهغو دپاره مو ښه ډفنس په ﻻس ورکړۍ ٠
موږ هيڅ وخت نه وايو چه دوی (جنګ سالاران) يوازی او يوازی ئی قتلونه کړی ٠ هو په محاکمه کی دا هم وايو
چه وطن ته ئی اور هم اچولی دی ٠ ))
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
ما چه ميګويم ودمبره ام چه ميګويد \
که ښه ئی بولۍ يا(اپلاکې) اول د انسانانو د مرګ حساب او عدالت غواړم ٠ هميشه به په دوهم قدم کی ٠
چه ظالم می په محبس کی واچاوه ٠ بيا به په محکمه کی عرض کوم چه د مال تاوان هم غواړم ٠
هيڅ وخت به و نوايم چه وطن می خراب سوی دی ٠ په ښکاره ناری وهم چه انسانان،وړونه، وطندارن ،مړه سوی دی٠ هو فکر کول د انسانانو فرق لری لکه پورته چه اشاره وسوه
موږ ټوله تر کيلکين ګورو تاسو ګلان وينی او زه جمال ٠ زه داسی فکر کوم ٠ شايد چه ګومان وي
نصحت دناصحانو اثر نکا +د سړي اوسپنی خوشی ټکول دی
حليمي


Azad Nazer
08.04.2004

ښاغلې حليمي صېب په خروارونو سلامونه دراستوم ٠

دتعظيم سره عرض کوم :
لکه څنګه چې تاسو فرمايلي ، دهر هېواد وګړي بېل فکر اوتحليل لري نوددې خبرې سره توافق کوم خو زه يوڅه ورزيات کړم او هغه داچې دنظر، عقايدو، تحليل ، دژوند سطحه ، او دودونه که توپيرونه ښۍ نو داسې ا رښتونه پکې هم پيدا کېدای شي چې ديوبل سره اړيکي هم لري٠ دبېلګې په توګه ديوفاميل غړي هم سره يو رنګ نه وي ،جلا تصورات ، هيلې ، فکرونه اودانتخاب معيارونه لري مګر دا په دې معنانه ده چې دوی هيڅ ګډمسؤليتونه نه لري او يا يې نه پېژني صلحه ، ارامي ، عدالت ، ژوند ، کار ، روغتيا او حقوق هغه څيزونه دي چې په انسان پورې تړلي او دهر هېواد وګړي ورته په يورنګ ګوري خو دغوارزښتونو لاسته راوړنه يا ګټنه دهر هېواد وګړي په جلا طريقو کوي ٠ همدارنګه دهرشي يوه معناوي او په دې هر څوک پوهيږي مګرډېر خلک په دې نپو هيږي چې ګنې دمعنا -معنا به هم وي ٠ په دې تيورۍ پورې تړلي داسې څېزونه هم شته چې په زمان او مکان کې خپله معنا بدلوي ٠ ډول (ډوهل) دموسيقي يوه اله ده او هرڅوک په دې پوهيږي او عمومأ په خوښيو او ودونو کې استعماليږي ٠ که هر څوک له لرې څخه د ډول غږ واوري نو لومړۍ انګېرنه به يې دا وي چې واده دې خو داسې نه ده ٠ که په سره غرمه په پکتيا کی ډول ووهل شي نو خلک پوهيږي چې بيګار دې ، که دورځې له خوا په باجوړ کی ووهل شي نو خلک پوهيږي چې بايد ډېرژر لښکر جوړ شي ، که دچترال په کېلاش سيمه کې ډول وهل کيږي نو دهغه ځای اوسېدونکي به فکر وکړي چې دمړي د ښخېدو مراسم به وي او که دغه ډو ل په کندز کې ووهل شي نو هلته پرته له خوښۍ بله هيڅ معنا نه لري ٠
بل مثال به ديوې چړې راوړم ٠ چاړه يوه داسۍ اله ده چۍ په پخلنځي کی هم استعماليږي او په مرګ-ژوبله کی او دځان په دفاع کی هم ٠ دا نو اوس په شخص ، دهغه په چاپيريال او شرايطو پورې اړه لري چې له چړې څخه صحيح اوکه غلطه استفاده کوي ٠
وګورۍ ديو څيز استعمال ته چې هم مثبت ګڼل کېدای شي او هم منفي ٠ همدغسې هر شې دخپلو خصوصياتو ، معنا ، استعمال ، وخت او مکان په تله تلل کيږي ٠
اقتصاد ، عقيده ، پوهه ، وسايل ، سياست او حزبونه هم ددغه اصل په بنا ارزيابي کيږي ٠ که په صيح وګه ، سالم فکراو روغ لاس وکارول شي نو دژوند اړتياوې پوره کوي خو که د غلط هدف لپاره وکارول شي نو انساني ژوند تباه کوي ٠ يو مثال يې دکوکناروکرونده او دهيروينو د توليد فابريکې دي چې په اوسني وخت کې دافغانان بزګرو د عايد منبع ده اود دوايانو په جوړولو کې هم پکاريږي خو تر ټولو تباه کوونکې څيز هم دې ٠ زمونږ په زرګونو ځوانان په دغه لعنتي نشه اخته شوي او په زرګونوکورنيو ته يې کړاوونه او بد بختۍ جوړکړي ٠

دا څوک کوي ؟
ايا دا وګړي نه دي ؟
ايادغه غېری مشروع کار زما او ستامسلمان وطنداران نه کوي ؟
که قضاوت ستاسوپه لاس وي ، دداسې مجرمينو سره به څه وکړې ؟
انصاف اوعدالت دانه دې چې مجرم وبښخه او هغه څوک چې دظلم ښکار شوې وي هغه ته ارزښت مه ورکوه
تاسو دمحکمې يادوونه کړې او فکرموپرځای دې مګرپوښتنه داده چې داسې پاکه ، بې طرفه او عادله محکمه چېرې وه ،کله به وي او څوک به يې جوړوي؟
حليمي صېب ، نوردې نه پېژنم چې څه کار لرې خوداچې په پښتو ليکنه کوې ، وطندار راته ښکارې نو ځکه ځان ته جرأت ورکوم چې ووايم چې سترګې غړول پکار دي ، په ټوله نړۍ کې بې انصافي روانه ده ، په تش نوم ، په مذهب ، په رنګ اونسل خلک سکنجه کيږي ، بنديان کيږي اووژل کيږي ٠ دغه ټول وګړي دي چې په نورو وګړو داسې کارونه کوي ٠

تاسو د سپتمبر د زړه دردونکې پېښې يادوونه کړې او هر انسان چې سالم دماغ ولري بايد دغسې بې رحمه ، بې مسؤليته او له شرمه ډک عملونه وغندي ٠ زه پرته له دې چې دمرتکيبينو مذهب اونسل په نظر کې ونيسم ، هغوی غندم اومحکوموم يې ٠
په ټوين ټاور کې د ٩٠ ( نوي) هېوادونو وګړي چې دځان اوخپل فاميل درزق لپاره يې محنت کاوه ، قتل شوي اوددغه چټل عمل پلانوونکي بايد عبرتناکه سزا وويني ٠
زه دداسې غېرانساني عملونو په سرته رسولو کې نه کوم مذهب منم ، نه عقيده اونه سياست٠ زه کوښښ کوم چې دحق پلوي واوسم او له ډلو ټپلو څخه هم ګوښه يم تر څو دتپلو نظرياتو او عقايدو څخه ازاد قضاوت وکړم ځکه خو ځانته (((((((((((((((((((((((( ازاد نظر))))))))))))))))))))))))))))))) وايم٠

په درنښت

ازاد نظر


hewaddoost
14.04.2004

درنو دوستانو درناوی اوسلامونه
په دغه يرخه کې په رښتيا هم ډېر غوره سرليک او عنوان ټاکل شوی .دغې پوښتنې ته هم په هېواد کې دننه او هم له هېواد څخه د باندې بې شمېره ليکوالانو ، ژورناليستانو ، څېړونکو ، مورخينو او پلټونکو او ان هغه شمېر قلموالو چې يا افغانان دي او د وروستيو پېښو ممثلين وو ( لکه کشتمند ، رباني ،مسعود ، قدوس غوربندي ،دستګېر پنجشيري ،حکمتيار ،او يو شمېر نورو .....) او په همدې توګه يا هغو کسانو چې بهرنيان دي او افغانستان ته د غميزې په راوړلو کې يې ونډه درلوده ( لکه روسي جنرالان ،پاکستاني ،ايراني ،امريګايي ،انګليسي ،عربي او يو زيات شمېر نورو افسرانو،جاسوسانو ،پلټونکو او ژورناليستانو....)په خپلو کتابونو ،ليکنو او څېړنو کې راز راز ځوابونه ورکړي دي .افغانان هم دا ډېره موده کيږي چې د دغې پوښتنې په ځواب پسې لالهانده ګرځي .هر څوک په مقابل لوري پړه اچوي ، او دا ځکه چې افغانان دومره له مينې ډک انسانان دي چې خپلو ځانو ته تراشل شويو بتانو ته بې حده درناوی لري او په خپلو ګوندي او تنظيمي ژمنو کلک ولاړ دي او هيچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د پېښو په باب خپلواکه پلټنې وکړي او د عقيدې بيان وکړي .
خو که له دغو خبرو تېر شو ما چې يو شمېر کتابونه او اسناد لوستي او د پېښو جريان او بهير مې د يو ژورناليست په توګه څارلی ،نو ما ته داسې يو ځواب ذهن ته راغی چې څه نا څه ما ته هم د قناعت وړ دی :
زما په اند د افغانستان جيوپولتيک او جغرافيايي موقعيت موږ له دغو ټولو ناخوالو سره مخامخ کړي يو .ځکه چې افغانستان د نړۍ د يو خوار او وروسته پاتې هېواد په توګه په اصل کې د مدنيتونو ، تجارتونو ،او نړېوالو ستراتيژيکو پلانونو د لارې پر سر پروت دی .که له اوږد مهاله تاريخي څېړنې تېر شو او يوازې په شلمه پېړۍ کې د افغانستان تاريخ ته يو ځغلنده نظر واچوو نو په ښه توګه به څرګنده شي چې په دغه ټوله موده کې افغانستان د روس د امپراتورۍ او د انګليس د يرغلګرو ،او په همدې توګه د فرانسويانو ، جرمنانو ،عربي متجاوزينو ،ايراني فاشيستانو ،د ماورالنهر د ازبکانو ..... او نورو د پرله پسې تاړاکونو سره مخامخ شوی .روس له يوې خوا لو انګليس او ټولو لويديځو ځواکونو له بلې خوا هڅه کوله د هند لويې وچې ته چېرې چې د سرو او سپينو زيرمو يې د ټولو زړونه وړي و، ځان ورسوي او د هند د سمندر په خپلولو سره د آسيا او نږدې د ټولې نړۍ واک خپل کړي .او دغه هدف ته د رسېدو لار افغانستان وه .له بلې خوا د منځني ختيځ او د يو شمېر لويديځو ګاونډيانو ( ايران ، عراق ...) او شمال ګاونډيانو( تاجکستان ،ازبکستان ،ترکمنستان ،او هاخوا د آذربايجان ،ګرجستان ،چچين او يو شمېر نورو شتمنو هېوادو ......) ټولې طبيعي زېرمې لکه تېل ،نفت او ګاز ،او داسې نورو ته همدغو يرغلګرو سترګې نيولې وې او دغه تمه لا تر اوسه په خپل قوت پاتې ده .دغو موخو ته هم د رسېدو لاره له افغانستان نه تيريږي .له بلې خوا پخپله افغانستان سربېره پر دې چې د اروپا او آسيا ترمنځ لکه يوه دروازه پروت دی او ټولو ته له دغې دروازې تېرېدل مهم سوال و ،دغه لرغونی او تمدن زېږونکی هېواد ( افغانستان ) پخپله له زياتو طبيعي زېرمو ( تيلو ،ګاز،وسپنې ،طلا ،سپينو زرو ،ياقوتو،يورانيمو،د سکرو ډبرو او داسې ډېرو نورو زېرمو) څخه پريمانه برخې لري ، دا هم د نوموړو يرغلګرو زړونه وړي او ځکه خو هر وخت يې د خپلولو خوبونه ليدلي او وخت نا وخت يې د افغان پر کهول يرغلونه کړي او يايې د يو دوست په جامه کې ځان ښکاره کړی او دخپلو لاسپوڅو په واسطه يې څه وخت ځانته په افغانستان کې د برلاسۍ لاره پرانيستې ده .په دې لړ کې دوه زبر ځواکونو په سيمه او نړۍ کې سر راپورته کړ چې په اصل کې موخې يې په زياتو برخو کې سره ورته وې .
١ـ انګريزې يا د چا خبره امريکايي دموکراسي ( په نړېوال مفهوم سره )
٢ ـ روسي سوسياليزم( د يوې بې طبقاتې ټولنې او د زيارکښانو د حاکميت ارمانونه )
دغه نومونه که څه هم علمي او منل شوي مفاهيم دي او له شته والي څخه يې څوک انکار نشي کولای او نه څوک تغير ورکولای شي ،خو دافغانستان د لاندې کولو لپاره دواړه اصطلاحات د نړېوالو زبرځواکونو لخوا زموږ د خلکو د غولولو لپاره ښه په مهارت وکارېدل .
روسانو زموږ د ټولنې يوه برخه په دې اخته کړه چې د شوراګانو د حاکميت په ټيګېدو او د کارګرانو او بزګرانو او نورو زيارايستونکو د واک په صورت کې به افغانان له يو هوسا او بسيا ژوند څخه برخمن وي .دا سمه ده او دا شعار او دا هيله هم ډېره درنه او د قدر وړ ده خو له بده مرغه چې روسانو بل ډول چلند او هيله درلوده .هغوی د افغان ولس د بشپړې ړنګېدو او د شوروي اتحاد د يوې برخې په توګه د سويټيزم په لاره د هغې د روانولو موخه درلوده او هڅه يې ګوله چې د خپلو لويديځو حريفانو دغه لاره د تل لپاره وتړې او په دې توګه د هند سمندرګي ته په لاس ورغځولو او د فارس د خليج او خزر د سيمې او عربي هېوادو پر شتمنيو خيټه واچوي .زموږ د بې وزلي ولس زياتره منورينو او روڼ اندو په دې هيله چې که وکولای شي ملت له فقر ، ولږې ،ناروغۍ او بدمرغه ژوند څخه وژغوري دغه لاره غوره کړه .هغوي د شوروي په پټو نقشو نه پوهيدل ،هغوي شوروي اتحاد د دموکراسۍ او رښتينې ولسواکۍ يوه بېلګه ګڼله خو په اصل کې دا داسې نه وه او د روسانو ناوړه نيتونه هغه وخت څرګند شول چې د يوې دومکراتيکې ټولنې د جوړولو رهبران او مشران يې يو پر بل ووژل او چې په دې هم زړه سوړ نه شو سم دم افغانستان ته يې خپلې لښکرې ورننوېستلې او افغان ملت يې له لاسونه وتړه .زموږ دغه خوارکي او وطندوسته هېوادوال چې په روسانو يې د يو ښه ملګري باور کړی وو په خطا کې پرېوتل ،هغوي د کارګرانو او بزګرانو په نوم ،د بې طبقاته ټولنې په نوم ،د هوسا او بسيا ژوند په نوم د روسانو د ښکېلاګرو نقشو ښکار شول .دې کې هيڅ شک نشته چې په دغه شمېر افغانانو کې د روسانو ډېر سرسپرده او اصلي جاسوسان هم وو چې د روسانو د يرغل سبب شول او هغوی ته يې تر پايه نوکري وکړه .
ها خوا د نړېوالې دموکراسۍ په نامه نړېوال امپرياليزم هڅه کوله هماغه نقشې او پلانونه په سيمه کې د ځان په ګټه په بل نوم وکاروي .موخه هماغه يوه وه ،د تيلو ،ګازو او يورانيمو ترلاسه کول .
لويديځوالو خپله دموکراسي عنوان کړه او د دې لپاره چې په خپله موخه کې ښه بريالی وي نو په هېواد کې يې د مذهبي هڅو مبارزانو يو شمير نورو هيوادپالونکو ته مخه وکړه .او د دې کار لپاره يې پاکستان ،ايران ،عربي هېوادونه او يو شمېر نور لرې او نږدې هېوادونه مرستې ته وروبلل .هغوي زموږ د متدينو او وياړمنو مسلمانو هېوادوالو له عقيدتي احساساتو څخه ګټه پورته کړه ،کټ مټ لکه ها بله ډله چې روسانو ورڅخه خپله ګټه ترلاسه کوله .
هلته د بې طبقاته ټولنې شعار ورکول کېده خو موخه تېل او ګاز وو
دېخوا د اسلامي اخوت او جهاد شعار ورکول کېده خو موخه تېل او ګاز وو
د بې طبقاته ټولنې د جوړونکو قومنده د روسانو په لاس کې وه او له مسکو نه حکم صادرېده
او د جهاد قومنده د لويديځوالو په لاس کې وه او له لندن او واشنګتن نه صادرېده
وسيله موږ خوار افغانان وو .جګړه د تېلو پر سر ده ،تېل يوه ستراتيژي ده .تېل يوه دايمي موخه ده او زموږ بد قسمته هېواد د تيلو د راوېستو او لېږدولو د لارې پر سر پروت دی .په پښتو کې يو متل دی که ما نه وي غلطه کړي
(( واده د الله داد په کې غورځي مولا داد ))
جګړه د ستر او ښکېلاګرو ځواکونو تر منځ وه خو مړه پکې موږ شو ، وطن زموږ پکې وران شو ،او چې کله امپرياليزم پر سوسياليزم فاتح شو نو دا دی وګورۍ چې يوازې همدا افغان ولس دی چې رنځيږي ،او که سوسياليزم پر امپرياليزم فاتح شوی وای نو بيا به مو هم همدا حال و .هيڅوک د افغان له غمه نه دی مړ ،ټولو هير کړو .هسې يې موږ ته شنه او سره باغونه راښودل .کيسه د تېلو او ګازو ده او خدای ته مالوم چې نور به څومره او په کوم نوم مرو .که په دغه ليکنه کې څه نيمګړتيا او يا کمزورتيا يې تاسو ګران لوستونکي به ما وبښئ .



ع کريم حليمي
15.04.2004

ښاغلې هيواد دوست صاحب او درنو افغانانو سلام !
هيواد دوست صاحب ډيره شکريه ستاسو له دې ښايستې نوشتې څه ٠ زه ستاسو سره موافق يم ٠
متفکر پښتانه پوهيدل چه دڅه دپاره جنګ روان دئ ٠ لکه ولي خان ٠
بلوچستان ته ولاړ ٠ او مايکرافون ته و دريدي ٠ وئی ويل ٠ پښتنو داجنګ د روس او مريکا دئ ٠
پښتنو چه ځانونه پکښي مړه نه کۍ ٠ چون پښتون د جهاد پيسو په ټيکو نيولی وو ٠ نود مايکرافون ويرونه ئی د
لاوډ سپيکر څه قطعه کړه ٠ او ولی خان دمجلس څه په شنه زړه ولاړ ٠
هو واضع خبره ده چه افغان د هند دروازه ده ٠ چه دوه صفته لري ٠ نعمت او لعنت ٠
و عربو ته تيل هم نعمت دئ او هم لعنت ٠ وعراق ته لعنت او کويټ ،سعود، عماراتو ته نعمت دي
هر څه موږته د بی علمۍ راپيښه ده ٠ دعلم دعوا هيڅ ملک نسی کولای چه زموږ دئ ٠ او نه ئی څوک د چا څه مخه
نيولای سی ٠ داچه نغواړو چه علم پيدا کړو ٠ هر پنځوس کاله بعد به پور موږ يو غضب برابر وی
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more