د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د جنرال ضياء الحق په اړه د يوه سعودي افسركولونيل عمرو العامري څرګندونې

و.افغان
18.05.2010

يوه سعودي متقاعد جنرال يو مهم عسکري او سياسي کتاب ليکلی دی، چې لويه برخه يې په خليج او منځنۍ اسيا کې د وروستيو دريو لسيزو په پېښو راڅرخي، نورې خبرې تاسې خپله ولولئ، خو يوه خبره چې ماته جالبه بريښي؛ هغه د ضياء الحق په هکله ده، زه يې تاسو ته ژباړم، جالبه راته ځکه بريښي چې دغه سړی د ضياء الحق او د بهټو په وخت کې پاکستان کې د يوه عسکري مبتعث (د عسکري زده او تمرين لپاره د حکومت له خوا لېږل شوی وو) په توګه پاتې شوی دی،
دغه متقاعد جنرال وايي چې:
(کله چې پاکستانۍ فوځي مؤسسې (فوځ) په بوټو انقلاب وکړ؛ نو هغه وخت يې ولسي پوښښ ته ډېره اړتيا لرله، پاکستانۍ سياسي حالت په خوټېدو وو، جنرال ضياء الحق مجبور وو چې دين ته پناه يوسي، اصلا ضياء الحق په دغه وخت کې پرته د دين له برقعې يا چادري څخه ښه بله چادري نه لرله چې په سر يې واچوي، په دغه وخت کې په پاکستان کې هر څه خرڅلاو لپاره ممکن او قابل وو، حالات مخ پر زوړ روان وو، پاکستان سرچپه کېدو په لور وو، وروسته له دې چې پاکستان په صناعت او دخل کې د کوريا، ټايوان، او نورو هيوادونو کلک منافس وو.
په افغانستان باندې د روسانو يرغل، او بناء په سيمه کې امريکايي شتون او پرلپسې پېښو حالات نور هم ترينګلې کړل، دغو حالاتو په ولسي او ټولنيز ژوندون هم لوی اثر وغورځاوه، [color=red:956aa86abd]ترفيهي [/color:956aa86abd]ځايونه وتړل شول، ښځې له نرو څخه جدا شوې، د سنيانو او شيعه ګانو جګړې پيل شوې، د سنيانو لپاره بېل او د شيعه ګانو لپاره بېل مسجدونه جوړ کړل شول، بيا نور مسجدونه د تبليغيانو لپاره ځانګړي شول، او نور د اهل الحديث لپاره، او دا څه نه اشنا خبره نه وه چې د يوه لمانځه لپاره څلور کرته اذان واورې، د ولسي خلکو لپاره له ديني ډلو پرته بل پناه ځای پاتې نه شو.
ضياء الحق وکولاي شول چې په دغه ډول حالات را قابو کړي، دی ډېر خوښ وو چې په کال کې
څلور کرته عمرې کوي، او د ترور تر وخته يې ديني مدرسې پرانستلې.
http://www.alarabiya.net/articles/2010/05/18/108975.html

په درنښت


larghonay laraway
26.05.2010

السلام عليکم!
وهاج صيب ښه برخه دې راژباړلې ده خدای دې خير درکړي.
زما په نظر خو د ضياء الحق دغه چارې چې تاسو راژباړلې دي، د پاکستان له پاره په ځانګړې توګه د مسلمانانو په ګټه تمامې شوې. ځکه ښځې له نارينه وو جلا شوې. د سونيانو او شيعه ګانو تر منځ د خبرې سپيناوی هم ښه خبره ده . چې سنيان شعوري شي او د شيعه ګانو له شرکي عقيدې ځان وساتي.
همدا راز د اهل حديثو راتګ او وسعت هم د اسلام په ګټه دی او د شرکياتو او بدعاتو په مخه کې خنډ دی.
دا خو د ضياء الحق د کړنو ګټه وه چې پاکستانيان ترې مستفيد شول. پاتې شوه د افغانانو خبره.
ضياء الحق د افغانانو لپاره دومره مضر ؤ لکه روس او امريکه. ضياء الحق د افغانستان د منظمې ورانۍ او د اوو جهادي ډلو بنسټګر دی چې اوس هم افغانان د ده په لاس د رامنځته شويو ګوډاګيانو له لاسه په عذاب دی. جنرال حميدګل هم د ضياء الحق لاسته راوړنه ده چې هغه وخت يې مجاهدين جوړول او اوس طالبان جوړوي.


ډاکټر څپاند
28.05.2010

درنوهيوادوالوسلامونه،

دجنرال ضيائلباطل کودتا،دافغانستان پيښې او حتی ددې جاهل اوخرڅ کړی شوي عرب افسر ليکنه،ټول د ISI او CIA دلاس کښت او حاصلات دي٠

انشاالله ټولو ته څرګنده ده چه ملګري ملتونه،دهغه کړنې او کړونکي ټول د CIA تر ښونې او کنترول لاندې تر سره شوي او کيږي،مګرداسې نده؟

ضيا د ISI او CIA په ګډه مشوره او تړون د ذولفقار علي بوتو په مرسته د
جنرالۍ رتبې ته ورسيد٠
ضيا هغه نظامي افسر وه چه د "ملګرو ملتو دسوله ساتونکي پوج" ديوه پياوړي
غړي په صفت دعرب اواسرايئلو په لانجه کې ئي د "سوله ساتونکی افسر" دنده لرله٠

کيدی شي ځنې هيواد وال زما د پورتني اند سره موافق نوي؟

که تاسو دپورتنييوټکو سره مخالفت نلرۍ،نو زما په عقيده ،غربيان ،يا داچه
دثور دکودتا نوښتګر ول او يا هم پدې پوهېدل چه د افغانستان په بدبخته ټولنه
کې دا پيښه شونې ده "الغيب عندالله".

مګر ضيا وکړی شول چه دخپل بادار اوامر اوخپل رزيلانه "تاريخي"ماموريت
په ډيره بريا سره سرته ورسوي٠
وسيله؟ متاسفانه دکرزي،ملاعمر او نورو خرڅ کړی شوييو پشان د
"اسلام مقدس دين"٠
سره ددې چه د خلقيانو او پرچميانو شمير د لسو زرو تنو نه زيات نه وو،
اودوې لا پخپل منځ کې په جنګ جګړه اخته ول،مګر ضيا اودده باداران، پدې بريالی شو
چه احمق او ناخبره روسان دې ته وهڅوي چه په افغانستان کې نظامي مداخله
وکړي٠

مګرد هر "ايګو" لرونکي دولتي ډکټاتور په توګه،ضيا ته هم دخودخواهئ حس
دا اجازه ورنکړه چه تل ترتله دې د CIA اوامرو اطاعت کړي،خاصتا کله چه
دده"شخيت" دافغانستان دلانجې په وجه ،په اسلامي نړۍ کې مشهورشو٠
هماغه وو چه ضيا ،ظاهرا د امريکي د هدايت پرته ،جونيجو چه دپاکستان
لمړی وزير وو بر طرف او پر ځای ئي ځانته وفاداره جرنېلان مقرر کړل٠

امريکايان چه د جواسيسو په مجازاتو کې تاريخي نوم لري،پدې فيصله
ورسيدل چه خپل پخوای وفادار،خو اوسنی "خودخواه" جاسوس په
ډير "قدر او احترام" سره رخصت کړي٠
[color=yellow:afa61c667e]
لعنت دې وي وي پر ISI،دعربو خاين دولتمداران او دهغو "افغاني" جواسيس
او تالي څټي![/color:afa61c667e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more