نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
صليبي اشغالګرو افغانستان ستميانو ته بخښلی دی .
pattang
16.05.2010
[color=white:93e324b5e4]هغوی ته چې په پښتو او پښتنولي ايمان لري :
هغوی ته چې پښتانه مهم دي , نه افغانستان او پاکستان :
هغوی ته چې خپل کلتور ، ټولنيزه وده په اسلامي او پښتني قوانينو
تر هر څه نږدې او مهم دي او بولي يې:
هغوی ته چې استعمار او پردۍغلا مي نه مني :
هغوی ته چې حق غواړي او با طل نه مني :[/color:93e324b5e4]
ګرانو وروڼو !
صليبي اشغالګرو زمونږ دپښتنو خاوره ، زمونږ دپښتنو ټولنيز ، سياسي او اقتصادي واک او اختيار په زور او شکنجه داستعمار په قفس کې اچولی
اويوې اقليت ستمي ،انتي افغاني اوپښتني ډلې ته يې په لاس کې ور کړي دي٠
ددولت ټول په سلو کې ٧٠ فيصده چوکۍ په هره برخه کې دتاجو،ازبکواو
هزاره ګانو په لاسونو کې دي٠
دغه د اشغالګرو له خوا کېښودل شوي او ساتونکی دولتي تناسب د دې مانا لري
چې اشغالګر دواړو خواؤ ته پښتانه له منځه وړي ٠
اشغالګر او ستمي بانډ کله دپښتنو شير ٣٥ ،کله ٤٠ ، کله ٤٥ فيصده ليکي او يادوي يې.
دوی ټول هغه ليکونکي او لوستونکي پښتانه چې په فاړسو پوهېږي، دپښتنو
په احصايه کې نه راولي او له تاجکو سره يې فاړسي ژبي معرفي کړي دي ٠
سر بېره پر دي فاړسي ژبي پښتانه لکه دوراني سدوزيان، نور زيان، ورمړ او نور
په لسګونو پښتني اصله قامونه تاجک ګڼي او خپله احصايه پرې لويه وي٠
داشغالګرو په پوهه او خبر دشورايې نظار ټول عساکر په ملي اردو کې د خپلې
ډلې پلوي کوي نه دملي اردو د افغانستان په نوم٠
دغه ډله اشغالګرو په قدرت را وستله او اشغالګر کلکه حمايه ترې کوي خو بياهم
دا دې لستوڼي ماران ددوی د وفادار اجنټ کرزي په خلاف کارونه کوي او کلکه
ايتنيکي عقده ورسره لري٠
که د اشغالګرو د تيرور له منځه وړل او د تيروريستانو تعقيبول مقصد وی نو څه
ضرور دی چې له اکسريت نه اقليت جوړوي لاس او پښې يې ور تړي او يوې
دوښمنې ستمۍ ډلې ته يې لاس تړلي په زولنو کې ور سپاري ??
وروڼو اوس يې يې وخت دی چې اشغالګر په هر قيمت له خپلې خاورې وشړو
او ستمي بانډ ته خپل کنج ور په ګوته کړو٠