د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د امريکا له سفر ه د افغانستان د منتخب ولسمشر لاسته راوړنې

larghonay laraway
16.05.2010

د امريکا له سفر ه د افغانستان د منتخب ولسمشر لاسته راوړنې
۱: په امريکا کې د هغو امريکايي لنډغرانو هديرې ته لاړ او په مړو مړو يې وژل چې د افغانستان په جګړو کې وژل شوي وو!
۲: د هغو کوبايانو هديرې ته لاړ چې د افغانستان په جګړو کې ټپيان شوي وو او ښه ډېر څک څک څک يې ورته وکړل.
۴: د هغو یرغلګرو مخې ته ورغی چې نوي يې ځانونه د افغانستان جګړې ته نوماند کړي او راروان دي!
تر ټولو يې بده دا چې ده ته د يو ولسمشر په سترګه ونه کتل، بلکې د امريکا د ولسمشر پر ځای ورته د هغوی د بهرنيو چارو وزيره راغله او دی يې مېلمه ؤ. څو ورځې وروسته د اباما په ليدلو مشرف شو او خدای خبر چې د هغه تور سوباړي لاسونه به يې څومره څټلي وي؟!
۵: هيلري کلينټن ته يې په ډېرو مړانګو سترګو وويل چې زه تاته ژمنه درکوم چې په راتلونکې کې به ستاسو مرستې په ډېره امانتدارۍ مصرفووم. (يعنی تر اوسه مې غلا کړې ده)
نورې هم ډېرې خبرې دي خو که چاته معلومې وي ودې يې ليکي او په دې دې هم تبصره وکړي.


monir
17.05.2010

سلامونه او ښې چارې!
دا چې په هېواد کې د امریکایی او نور ځواکونو په شته والي سره د افغان اولسمشر موقف څنګه ارزول کېږي تبصرې ته ضرورت نشته.
اولسمشر کرزي ته د امریکایی چارواکو تېرو مغرورو ، له اهانته ډکو او د دیپلماتیکو له نورمونو وتلې علنی څرګندونو ته په پام سره باید وویل شی چې د ولسمشر کرزي غبرګون ، که دا هم غیر دیپلواتیک و،خو ډېر پر ځای او اغېزمن ثابت شو.
دغه غبرګون امریکایانو ته یې ټکان ورکړ او ویې ښود چې یوه کمزوري ملګري سره هم داسې چلند معکوسه نتیجه لرلای شی. همدا سبب و چې دوی د خپله کړنلاره په ډېره بېړه د ښاغلي کرزي په ډېر ښه استقبال سره تصحیح کړه.
د افغان او امریکایی چارواکو ښې اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده.

پر موضوع پورې تړلئ مضمون:

له حامد کرزي سره د امریکايي چارواکو چلن څنګه و ؟
سره له دې چې په وروستیو څو میاشتو کې له سپینې ماڼۍ سره د افغان ولسمشرحامدکرزي اړیکي ډېر کړکېچن وو، خو دا ځل امریکا ته د سفر پرمهال امریکايي چارواکو د ده شانداره هرکلی وکړ. د امریکايي رسنیو د راپور له مخې ولسمشر اوباما مخکې د سپینې ماڼۍ چارواکو ته په دې اړه سپارښتنه کړې وه.
پاتې برخه....
http://pa.azadiradio.org/content/article/2044128.html

په درنښت


Re: د امريکا له سفر ه د افغانستان د منتخب ولسمشر لاسته راوړنې

pattang
17.05.2010

[quote:07f7fc3738="larghonay laraway"]د امريکا له سفر ه د افغانستان د منتخب ولسمشر لاسته راوړنې
۱: په امريکا کې د هغو امريکايي لنډغرانو هديرې ته لاړ او په مړو مړو يې وژل چې د افغانستان په جګړو کې وژل شوي وو!
۲: د هغو کوبايانو هديرې ته لاړ چې د افغانستان په جګړو کې ټپيان شوي وو او ښه ډېر څک څک څک يې ورته وکړل.
۴: د هغو یرغلګرو مخې ته ورغی چې نوي يې ځانونه د افغانستان جګړې ته نوماند کړي او راروان دي!
تر ټولو يې بده دا چې ده ته د يو ولسمشر په سترګه ونه کتل، بلکې د امريکا د ولسمشر پر ځای ورته د هغوی د بهرنيو چارو وزيره راغله او دی يې مېلمه ؤ. څو ورځې وروسته د اباما په ليدلو مشرف شو او خدای خبر چې د هغه تور سوباړي لاسونه به يې څومره څټلي وي؟!
۵: هيلري کلينټن ته يې په ډېرو مړانګو سترګو وويل چې زه تاته ژمنه درکوم چې په راتلونکې کې به ستاسو مرستې په ډېره امانتدارۍ مصرفووم. (يعنی تر اوسه مې غلا کړې ده)
نورې هم ډېرې خبرې دي خو که چاته معلومې وي ودې يې ليکي او په دې دې هم تبصره وکړي.[/quote:07f7fc3738]

له مفعوله به څه ګيله وي !
دی هغو کوچيانو ته نه ولې نه ژاړي چې له خپلې خاورې څخه يې ستميان شړي .
نالت پر دې مداري مسخره دزمانې٠


larghonay laraway
18.05.2010

منير صيب څه فکر کوې چې ښه استقبلا به دا وای چې اوباما ورته ميدان ته راغلی وای او لومړۍ ورځ د اوباما مېلمه وای او که د هيلري کلينټن؟


ډاکټر څپاند
18.05.2010

ګوډاګی دمنير،لطف الله اودې ته ورته افرادو د ستاينې په وجه ،لاهم هماغه
ګوډاګی،دشطرنج ګوټک او دافغان ملت دمخ هغه تور داغ دی چه علاج ئی
غوڅول دی اوبس!

که څوک دطالب،کمونست يا هرې بلئ ډلې ستاينه کوي،ډير طبيعي بريښي٠
مګر ديو "دولتي دستګاه" په ګټه پروپاګنډ ،دشرم او عار خبره ده٠ځکه چه
دا کړه دولت ته غوړه مالي ده او غوړه مال په افغانانو کې دنفرت وړ دی٠
له بلې خوا د ټولئ نړۍ ټول پروپاګنډي امکانات دکابل ددولت په
طرفدارۍ حلقونه څيروي،نو منير-لطف الله ولې خپل ګران وخت عبسوي؟
مګرخدای مکړه معاش اخلئ؟

لاروی صيب،
په مسکو کی د ترکي او کارمل لپاره ډيييييييييييييير ستر هرکلی شوی وو،
مګر پايله ئي څه؟؟

خو کرزی بيچاره دومره ذليل دی چه دنړيوالو پيژندل شويو دودونو خلاف،
يو خدای شرمولی جمبور ريس،دکابينې يوې غړې "استقبال"وړ وبلل شو٠

همدا اوس دکرزيګوټي د غيرافغاني چټلې ادارئ يوه غړي
حنيف کلال(مهمند-اتمر؟؟) داسې وويل :

٠ ٠ ٠ ٠٠دردارالامان يک حملۀ بزدلانۀ انتحاري صورت ګرفت ٠ ٠ ٠

پداسې حال کې چه زه شخصا په خلکو باندې دهر ډول حملې،خاصتا ځانوژونکې حملې ١٠٠ په ١٠٠ کي قويا مخالف يم مګر، نهم پاس خوردضابت
(سره ددې چه انګريزانو ورته د "ماسترئ" جعلي اسناد جوړ کړي)حنيف ته بايد وويل شي چه سړيه، ځانوژنکې حمله دبزدل کار نشي کيدی،
بزدلان ستا او دکرزي پشان د انګريزانو تر شا پټ دي :D :D :D


monir
18.05.2010

سلامونه او ښې چارې
[quote:0dfc77769f="larghonay laraway"]منير صيب څه فکر کوې چې ښه استقبلا به دا وای چې اوباما ورته ميدان ته راغلی وای او لومړۍ ورځ د اوباما مېلمه وای او که د هيلري کلينټن؟[/quote:0dfc77769f]
لاروی صیب ما دخپلې لیکنې په پیل کې د کرزي موقف ته اشاره کړې وه.
دا چې امریکایان په پراخه توګه په افغانستان کې ښکیل دي نو د ښاغلي کرزي سفر یو تشریفاتی سفر نه بلکه یو کاری سفر و . له همدې کبله په هغو برخو کې چې امریکایان ډېر ښکیل دي د همغو برخو مسؤلان هم د ښاغلي کرزي د هیات په ترکیب کې لیدل کېږي!
نن به مو په کابل کې د ښاغلي کرزي خبرې په مطبوعاتي کنفرانس کې اوریدلي وي چې د حالت د ښه والي په موخه د افغانی هیات د مختلفوبرخو مسؤلینو او د امریکایی مربوطو چارواکو تر منځ مفصلې خبرې شوې دي.

ګرانو دوستانو!
دا افغان اولس ته څه ګټه رسوي چې تل په همدې لګیا یو چې : کرزی ګوډاګی دی، جاسوس دی او داسې نور؟ که د ټولټاکنو د مخه ښاغلی کرزی تخریب کیده ښایی داسې توجیه کیده چې دی بیا اولسمشر نشی. خو دا واقعیت هم باید ومنو چې په هر ډول چه و هغه اوس د افغانستان جمهور رئیس دی اوکه و نه وژل شی د راتلونکو څلورنیم کلونو لپاره به اولسمشر پاتې شي او دا هم څرګنده ده چې دی په راتلونکي ټولټاکنو هم نشی ګډون وکړي.
نو دا دچا په ګټه ده چې جمهور رئیس او ټیم یې پدې مصروف اوساتل شی چې ته ووایې کرزی ګوډاګی دی او هغه وایې نه زه نه یم. بیا وایې هغه جاسوس دی او هغه وایی نه زه نه یم. او بیا وایې د هغه ورور د مخدره ټوکو قاچاقبر دی، هغه وای دا دسیسه ده اسناد راوړه .... او داسې نور ؟
نو دغه واقعیت ته په پام سره زه بیا هم دا پوښتنه کوم چې د کرزي تخریبول او هغه ته شخصی تېری او هغه پدې شیانو مصروف ساتل افغان اولس ته څه ګټه لري؟؟؟ یا دا چې دغه جنابان د اولس په کیسه ندي؟؟؟
البته په کارونو باندې انتقاد زما مطلب ندﺉ !

په درنښت


monir
18.05.2010

[quote:d41a7f5c56="Subat Sabit"]ګوډاګی دمنير،لطف الله اودې ته ورته افرادو د ستاينې په وجه ،لاهم هماغه
ګوډاګی،دشطرنج ګوټک او دافغان ملت دمخ هغه تور داغ دی چه علاج ئی
غوڅول دی اوبس!

که څوک دطالب،کمونست يا هرې بلئ ډلې ستاينه کوي،ډير طبيعي بريښي٠
مګر ديو "دولتي دستګاه" په ګټه پروپاګنډ ،دشرم او عار خبره ده٠ځکه چه
دا کړه دولت ته غوړه مالي ده او غوړه مال په افغانانو کې دنفرت وړ دی٠
له بلې خوا د ټولئ نړۍ ټول پروپاګنډي امکانات دکابل ددولت په
طرفدارۍ حلقونه څيروي،نو منير-لطف الله ولې خپل ګران وخت عبسوي؟
مګرخدای مکړه معاش اخلئ؟
[/quote:d41a7f5c56]
ثابت صیب ډېر بې ثباته ښکارېږﺉ !
هېر کړي مو دي چې یوار مو د ( د افغانستان د نظام په پاشلو کې د ډاکتر نجیب الله رول) په بحث کې لیکلي وو:
[quote:d41a7f5c56="Subat Sabit"]
هر انسان خاصتا هغه چه ديوه هدف لرونکې ډلې مشر وي مثبت او منفي
صفات لري او دهغه ويناوي اوکړنې به تاريخ څيړي٠

مګر دټول افغان دبحثونو سايټ کی داسې يوه فضا خوره ده چه څوک "بردي"
ويلو ته نه پريږدي.
که دکرزي مثبته خواه ياده کړې فورا دCIA ټاپه ،دملاعمر په تايد دISI
او د ډاکټر نجيب په تاييد سره دKGB ټاپه در باندې لګي٠
پدې توپير چه که اخيرالذکر دې وستايه،نوعلاوتا به رنګارنګ ښکنځلې در ته
وشي،کاپر،کمونست،وطنفروش او داسي نور غير افغاني غير اسلامي اود يوه
عادي انسان داخلاقو مغاير کلمات به درته ډالۍ شي٠
[color=blue:d41a7f5c56]تر څو چه "مسلکي" ښکنځلماران په دستجمعي ډول" اصلاح"يا ونه ترټل شي،
تر هغې پورې به د بحث فضا افغاني او دموکراتيکه نشي٠[/color:d41a7f5c56]
که تاسو دخپلو مردارخورو سپيو داړو ته سمون ورکولی شئ نو وګورئ: [/quote:d41a7f5c56]

خدای مو بېرته با ثباته کړه :D


ډاکټر څپاند
19.05.2010

منير ته سلامونه،

ځما موقف دښکنځلو نه دنفرت په هکله له ثبات نه ډک او ثابت پاته دی٠

مګر دکابل رژيم چه د "نړۍ"ملاتړ له ځان سره لري او ٢٤ ساعته د BBC،CNN،المان،فرانسې،هند ،روسي او نور اونور ،داجمعي 
اطلاعاتو دوسايل شپه او ورځ دهغو په ملاتړ پروپاګڼډې کوي نو ځما اوستا
حمايت ته نياز نلري٠
ددکابل دادارې دمخالفينو دپروپاګنډ امکانات خورا محدود دي،مګر ليدل کيړي 
چه حتي پدی محودو او او په نسبي ډول غير موثرو  ځايو کې هم "ټوله نړۍ"
د افغان ولس دغوا لپاره ،فعاليت کوي٠


larghonay laraway
19.05.2010

د کرزي صيب بېګانۍ خبرو کې يوه ډېره جالته خبره وه . هغه دا چې تر اوسه مونږ فکر کاوه چې دی ښاغلی يوازې د امريکې هغه دی خو بيګا د انګريز په عظمت هم غږېدو. ده ويل چې (د انګليستان د ښار مابينځ خو پرېږده دا چې تاسو کله له ښاره ووځئ نو د انګريز په عظمت به بوه شئ) .
دا سمه ده چې انکريز به ډېر کار کړی وي خو يو ولسمشر بايد لږ تر لږه ډيپلومات وي او داسې کوڅه يي خبرې نه ونه کړي.
ده وښودله چې يوازې د امريکا نه بلکې د انګليس هغه هم دی او دومره مات هغه دی چې د هر چا هغه کېدلی شي.


monir
19.05.2010

دوستانو سلامونه اوښې چارې!
[quote:cabd9436d0="Subat Sabit"]منير ته سلامونه،

ځما موقف دښکنځلو نه دنفرت په هکله له ثبات نه ډک او ثابت پاته دی٠[/quote:cabd9436d0]د خدای شکردی ثبات ثابت صیب! کله چې په راتلونکی کې په غوصه شوﺉ بیا به له سره ارزونه وکړوو!

[quote:cabd9436d0="Subat Sabit"]مګر دکابل رژيم چه د "نړۍ"ملاتړ له ځان سره لري او ٢٤ ساعته د BBC،CNN،المان،فرانسې،هند ،روسي او نور اونور ،داجمعي 
اطلاعاتو دوسايل شپه او ورځ دهغو په ملاتړ پروپاګڼډې کوي نو ځما اوستا
حمايت ته نياز نلري٠[/quote:cabd9436d0]
محترمه د ما یې څه چې څوک د افغان حکومت ملاتړ او څوک یې پر ضد پروپاګنډ کوي!
زه پدې بحثونو کې د یوه آزاد انسان په صفت د هیواد او نورو پېښو په تړاو د خپل مستقل نظر لرم. دا چې بیا زما نظر دچاله نظر سره موافق او له چا سره مخالف دی هغه بیا بله خبره ده.
یو مثال:
ثبات ثابت صیب تاسوپه دارلامان کې د پروني مرګوني ځانوژونکي برید په تړاو د کورنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر ته لیکلي دي:
[color=blue:cabd9436d0]حنيف ته بايد وويل شي چه سړيه، ځانوژنکې حمله دبزدل کار نشي کيدی[/color:cabd9436d0] .
که څه هم تاسو په صراحت ندي لیکلي، خو ستاسو د لیکنې نه دا استنباط کیدی شي چې دا د بزدلو نه بلکې د مېړنو کار دﺉ.
زه بیا وایم چې دا نه د بزدلو او نه هم دمېړنو بلکې د خدای شرمولي لېونو کار دﺉ! ښایی نور دوستان بیا بل نظر ولري.
[URL=http://img6.imageshack.us/i/suicideattackbus.jpg/][img:cabd9436d0]http://img6.imageshack.us/img6/568/suicideattackbus.jpg[/img:cabd9436d0][/URL]

[URL=http://img168.imageshack.us/i/suicideattack1.jpg/][img:cabd9436d0]http://img168.imageshack.us/img168/4153/suicideattack1.jpg[/img:cabd9436d0][/URL]

[URL=http://img268.imageshack.us/i/suicideattack2.jpg/][img:cabd9436d0]http://img268.imageshack.us/img268/4817/suicideattack2.jpg[/img:cabd9436d0][/URL]

ګوره چې پرته د لیونیو څوک همداسې کار کوي چې د پنځو یا شپږو بهرنیو تر څنګ ۱۹ تنه بیګناه هېواد وال یې شهیدان کړل!

په درنښت


طالب ISI
19.05.2010

وروڼو که داود خان له روسانو سره یو څه په سړه سینه تللئ وی، کمونستان به نه وو پیدا شوی، چي کمونستات، خلقیان او پرچمیان نه وی را پیدا شوی، نو مجاهدینو به له کومه شوی وو، چي د مجاهدینو اعمال نه وی، نو طالب څه کول، چي طالب هیواد د خپل سیاسی دریځ له کبله د سوروبی د لاری په یوه سپیره رستورانت بدل کړئ وو، نو کرزی به څه کول اوچي د کرزی دولت له فساده ډک شو، او د طالب ځای ګومانتانامو یا بګرام شو، او یا بی کاری، نو په همدی سلسله طالب را پیدا شو.
د عادت له مخی افغانان په موجوده حالت شکر نه وباسی، او نوی شیانو ته خوشحاله وی، خو بدبختانه طالب نوی پدیده نه ده، دا د یوه ناکام نظام بیا څه نا څه را ژوندی کیدل دی.
چی خلک چندان هیله نه ورته لری، ځکه دوی خپله د حکومت وړتیا نه لری، او باداران یی هم د لاهور دلالان دی، چي یواځی پيسی او پاکستان پیژنی.
مطلب دا چي د طالب سیاست وو، چي نړئ ورسره جوړه نه شوه، اقتصادی بندیزونه، او بیا په ټول ملک کی پراخه کچه غریبی، بی کاری او بی روزګاری.

د طالبانو دور کی په پاکستان کی اسلامی کانفرانس جوړ وو، ملا صاحب ربانی د طالبانو له خوا ورلیږل شوئ وو، باور وکړئ هیڅ چوکئ ورته چا نه وه برابره کړی، مطلب دا چي د افغانستان سیټ نه وو، بیا چي پاکستان ورغوښتو باید دومره بی عزتی خو یی نه وی شوی، او اوس دا نور وایی چی د کرزی سم تشریفات نه دی شوی!!!

که دا ځل طالبان د زور له کبله په واک کی ورسیدل ډیر امکان لری، چي ملک په دریو ټوټو وویشل شی (ځکه که بیا عام خلک مقاومت ونه کړی طالبان به لکه مغلیان په سونو کاله په عامو خلکو ناتار جوړ کړیّ)، یو برخه غیر پښتانه ، دوهم هغه پښتانه چي معتدل اسلام غواړی، پرخمتګ یی خوښیږی،له نړئ سره اړیکی لرل غواړی، د خلکو به شخصی کارو له ګیره، بریت، خولئ ، موزیک آوریدل،کی کار نه لری ښونځی ته تلل، د ښځو تعلیم ته اجازه ورکوی...

دریمه برخه ملک به داسی خلک وی، چي که د چا ګیره د چیراغ له شیشی څخه رواتلی وه، ۱۰۰ کیبله، که چا لونګئ نه وه، ۵۰ کیبله، موزیک آوریدل ۱۰۰۰ کیبله، تلویزیون اعدام، ښونځی د ښځو تګ ،اعدام، له ټولی نړئ سره د اړیکو پریکون یواځی له،ای،اس،ای سره اړیکی.
د نیمی شپی مونخ نه کول، هم ۱۰ کیبله، هر ډول پرمتنګ ممنوع اعلانول، او خپله به حکومتی چارواکی به کروزین څخه په ټیټ ماډل موټر کی ګرځیدل هم جرم!
که ددغه ټولو پالیسو سره بیا خلک غریب شول، د شکایت حق نه لری، او چی چا یوه ډودئ هم پټه کړه لاس به یی قطع شی.........
( پتنګ صاحب هم باید باید بیا ژر تر ژره خپل ایډیال نظام ته ورشی، او ژوند پکی وکړی، په جرمنی کی څه کوی چي له کفارو سره ژوند کوی، پتنګ صاحب ټوکه می وکړه چي د ریښتیا لاړ نه شی، اوس ورځو کی طالبان زیات ځآنمرګي بریدونه کوی)

وروسته به له لس کالو خلکو ته پته ولږی،چي طالبی اسلام ښه دی، چي په پاکستان کی د پښتنو د شات تګ لپاره جوړ شوئ که نه اصلی اسلام!


ډاکټر څپاند
21.05.2010

ښاغلی منير سلامونه،

تاسو ليکلي :


[quote:48262d77a1]دا چې امریکایان په پراخه توګه په افغانستان کې ښکیل دي نو د ښاغلي کرزي سفر یو تشریفاتی سفر نه بلکه یو کاری سفر و . له همدې کبله په هغو برخو کې چې امریکایان ډېر ښکیل دي د همغو برخو مسؤلان هم د ښاغلي کرزي د هیات په ترکیب کې لیدل کېږي! [/quote:48262d77a1]

نه منير صيب،

پداسې حال کې چه د کابل او واشنتن تر منځ د مشورې او د اندونو د تبادلې
امکانات بيشميره او خورا ډير دي،دکرزي سفر په عمده ډول تشريفاتي وو٠

[quote:48262d77a1]ګرانو دوستانو!
دا افغان اولس ته څه ګټه رسوي چې تل په همدې لګیا یو چې : کرزی ګوډاګی دی، جاسوس دی او داسې نور؟ که د ټولټاکنو د مخه ښاغلی کرزی تخریب کیده ښایی داسې توجیه کیده چې دی بیا اولسمشر نشی. خو دا واقعیت هم باید ومنو چې په هر ډول چه و هغه اوس د افغانستان جمهور رئیس دی اوکه و نه وژل شی د راتلونکو څلورنیم کلونو لپاره به اولسمشر پاتې شي او دا هم څرګنده ده چې دی په راتلونکي ټولټاکنو هم نشی ګډون وکړي.
نو دا دچا په ګټه ده چې جمهور رئیس او ټیم یې پدې مصروف اوساتل شی چې ته ووایې کرزی ګوډاګی دی او هغه وایې نه زه نه یم. بیا وایې هغه جاسوس دی او هغه وایی نه زه نه یم. او بیا وایې د هغه ورور د مخدره ټوکو قاچاقبر دی، هغه وای دا دسیسه ده اسناد راوړه .... او داسې نور ؟
نو دغه واقعیت ته په پام سره زه بیا هم دا پوښتنه کوم چې د کرزي تخریبول او هغه ته شخصی تېری او هغه پدې شیانو مصروف ساتل افغان اولس ته څه ګټه لري؟؟؟ یا دا چې دغه جنابان د اولس په کیسه ندي؟؟؟ [/quote:48262d77a1]

ګوره بيا هم ،سهوا يا عمدا په خطا ياست!

زه غواړم چه دافغان ملت هر وګړی پدې پووووووووووووووه شي چه کرزي،
دده حکومت،قضا او دپارلمان اکثره غړي غير ملي،په پردو پلورل شوي او
په واقعيت کې دوطن او ولس دښمنان دي٠دلته زما اوزما ته ورته وګړو اند
يواځې دکرزي داصلي څيرې رسوا کول نه بلکه د هغه پورې تړلو ډلو ټپلو
(دپاکستان او امريکۍ غلام طالبي ډلواو په اسطلاح اسلامي ګوندونو په شمول)
دټولو هغه وطن اوملت ته خاينو افرادو او قوتونو افشاکول دي چه دافغانانو
دوينې دتويولو په بيه،دغرب او دخپل ځان دغير انساني اهدافو لپاره  کارکوي٠

پدې پوهيږم چه زما په خبرو کرزې او دهغې فاسدی ادارې ته اوس تاوان
نه رسيږي،مګرهيله داده چه ملت خپل دوستان اودښمنان وپيژندلی شي او په راتلونکو لسيزو کی دولتي ادارې په ترکيب کې د ملي،دموکراتو او واقعي
مسلمانانو ونډه زياته او دپرديود ګټو دتامين لپاره زموږ په هيواد کې جګړه
بنده شي٠

دتروريستي حملاتو دتقبيح په هکله زما اوستا نظر مشابه دی،مګر د جناب
وزير جمله چه يوه بي لارې کړی شوي يا په جنت مين يا هم وطن مين??
ځان وژونکي حمله ګر ته "بزدل"وائي،دا خبره، دده په کمسوادئ اوپه
عمومي ډول دګوډاګي نظام دکارونکو په ضعيفې تعليمي سوئي دلالت کوي٠


monir
22.05.2010

سلامونه او ښې چارې!
[quote:aec1772a30="Subat Sabit"]

زه غواړم چه دافغان ملت هر وګړی پدې پووووووووووووووه شي چه کرزي،
دده حکومت،قضا او دپارلمان اکثره غړي غير ملي،په پردو پلورل شوي او
په واقعيت کې دوطن او ولس دښمنان دي٠دلته زما اوزما ته ورته وګړو اند
يواځې دکرزي داصلي څيرې رسوا کول نه بلکه د هغه پورې تړلو ډلو ټپلو
(دپاکستان او امريکۍ غلام طالبي ډلواو په اسطلاح اسلامي ګوندونو په شمول)
دټولو هغه وطن اوملت ته خاينو افرادو او قوتونو افشاکول دي چه دافغانانو
دوينې دتويولو په بيه،دغرب او دخپل ځان دغير انساني اهدافو لپاره  کارکوي٠

پدې پوهيږم چه زما په خبرو کرزې او دهغې فاسدی ادارې ته اوس تاوان
نه رسيږي،مګرهيله داده چه ملت خپل دوستان اودښمنان وپيژندلی شي او په راتلونکو لسيزو کی دولتي ادارې په ترکيب کې د ملي،دموکراتو او واقعي
مسلمانانو ونډه زياته او دپرديود ګټو دتامين لپاره زموږ په هيواد کې جګړه
بنده شي٠[/quote:aec1772a30]
ثبات ثابت صیب ، زه تاسو سره په هېواد کې د جګړې پر بندیدو هدف همنظره یم، خو خبره پر دې ده چې ټاکل شوي هدف ته د رسیدو په موخه د لارې غوره کول دي ، چې خیالي نه بلکې زمونږ له تېرو تجربواو په هېواد کې له موجودو واقعیتونو سره سمون ولری .
تاسو په یوه بل بحث پوښتلي وو:
اقتباس
[color=blue:aec1772a30]بيطرف اوملي شخيت څوک دی؟

بيطرف په وخت او زمان کې فرق کوی.

زموږ دهيواد په معاصر تاريخ کې ناپيلتوب او دهغه پيژندنه ګرانه بريښي٠

په اوسني وخت کی ناپيلی هغه چا ته ويلی شو چه دهيواد په تيرو دريو لسيزو
کې دواکدارو او جنګياليو کړيو(چپيان"خلقي،پرچمي،شعله ئی" اسلامي ډلې"پخواني مجاهدين" اوداوسني ناورين دوې خواوې،دکرزي ډله او دطالبان) نه بهر او د ګوندونو غړيتوب ونلري٠

دملي شخصيت تعريف او پيژندنه لا تر دې هم جنجالي بريښې٠ [/color:aec1772a30]

ثابت صیب فکر نکوﺉ چې همدا ستونځه [color=white:aec1772a30]د ملي،دموکراتو او واقعي مسلمانانو [/color:aec1772a30] شخصیتونو پر موندلو کې هم موجوده وي؟؟؟

زما په نظر زمونږ افغانو یوه موجوده ستونځه پر دې کې ده چې حاکمان نه منو، هر څوک چې وي!
محمدظاهر شاه مو ونه مانه، محمدداؤد مو ونه مانه، د خلکو د دموکراتیک ګوند واکمنان نورمحمد ترکی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او نحیب الله مو ونه مانل،
سبغت الله مجددی مو ونه مانه، برهان الدین ربانی مو ونه مانه، ملا محمد عمر مو ونه مانه او اوس حامد کرزی هم نه منوو! مونږ د هر یوه لپاره یوه پلمه درلودله، نو اوس څوک پر مونږ باور کولای شي چې راتلونکی واکمن به ومنو!

نور بیا...


عتیق الله
22.05.2010

[quote:e7e45b3745]محمدظاهر شاه مو ونه مانه، محمدداؤد مو ونه مانه، د خلکو د دموکراتیک ګوند واکمنان نورمحمد ترکی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او نحیب الله مو ونه مانل،
سبغت الله مجددی مو ونه مانه، برهان الدین ربانی مو ونه مانه، ملا محمد عمر مو ونه مانه او اوس حامد کرزی هم نه منوو! مونږ د هر یوه لپاره یوه پلمه درلودله، نو اوس څوک پر مونږ باور کولای شي چې راتلونکی واکمن به ومنو! [/quote:e7e45b3745]
خو ټول غلط وو نو غلط خو څوک نه شي منلی.


ډاکټر څپاند
22.05.2010

بياهم سلامونه،

زما په اند ظاهر خان او داود خان د ملت ملاتړ له ځانه سره لاره٠
کمونستان او اخوانيان(يوه هم د جامعې داکثريت نه نمايندکي نه کوله) دشاه
او داود خان مخالف ول٠
مګر پرچميان د شاه او داود خان طرفدار او همکار ول٠

دترکي،امين،کارمل،نجيب،مجددي،رباني،ملا عمر او کرزي په هکله هيڅکله
ملت ته دا وخت نه وو او ندی ور کړی شوی چه خپل اندونه څرګند کړي٠
که يو شاليد وکړو وبه ليدل شي چه يواځې ډاکترنجيب څه ناڅه دخلکو دحمايت
وړ وو٠

مګر په اوسنيو شرايطو کې چه ټوله دنيا دافغانستان سره "مرسته" کوي
دکرزي پشان بيکفايه شخص نه دفاع کول،ددې ملت سره ستره جفاده٠

ستا د ليکنو نه داسې بريښي چه دډاکتر په سطحه تحصيل لرئ ،انګريزي
ژبا دې زده اوشايد هم په امريکا کې ژوند ولرۍ٠په دموکراتيکو ټولنو کی
کله چه دحکومت مشر د ملت داعتماد نه بې برخې شي،استعفا ورکوي او
يوه بل مغز ته فرصت ورکوي چه جامعه رهبري کړي٠


pattang
22.05.2010

[quote:a15f817113]د طالبانو دور کی په پاکستان کی اسلامی کانفرانس جوړ وو، ملا صاحب ربانی د طالبانو له خوا ورلیږل شوئ وو، باور وکړئ هیڅ چوکئ ورته چا نه وه برابره کړی، مطلب دا چي د افغانستان سیټ نه وو، بیا چي پاکستان ورغوښتو باید دومره بی عزتی خو یی نه وی شوی، او اوس دا نور وایی چی د کرزی سم تشریفات نه دی شوی!!!

که دا ځل طالبان د زور له کبله په واک کی ورسیدل ډیر امکان لری، چي ملک په دریو ټوټو وویشل شی (ځکه که بیا عام خلک مقاومت ونه کړی طالبان به لکه مغلیان په سونو کاله په عامو خلکو ناتار جوړ کړیّ)، یو برخه غیر پښتانه ، دوهم هغه پښتانه چي معتدل اسلام غواړی، پرخمتګ یی خوښیږی،له نړئ سره اړیکی لرل غواړی، د خلکو به شخصی کارو له ګیره، بریت، خولئ ، موزیک آوریدل،کی کار نه لری ښونځی ته تلل، د ښځو تعلیم ته اجازه ورکوی...

دریمه برخه ملک به داسی خلک وی، چي که د چا ګیره د چیراغ له شیشی څخه رواتلی وه، ۱۰۰ کیبله، که چا لونګئ نه وه، ۵۰ کیبله، موزیک آوریدل ۱۰۰۰ کیبله، تلویزیون اعدام، ښونځی د ښځو تګ ،اعدام، له ټولی نړئ سره د اړیکو پریکون یواځی له،ای،اس،ای سره اړیکی.
د نیمی شپی مونخ نه کول، هم ۱۰ کیبله، هر ډول پرمتنګ ممنوع اعلانول، او خپله به حکومتی چارواکی به کروزین څخه په ټیټ ماډل موټر کی ګرځیدل هم جرم!
که ددغه ټولو پالیسو سره بیا خلک غریب شول، د شکایت حق نه لری، او چی چا یوه ډودئ هم پټه کړه لاس به یی قطع شی.........
( پتنګ صاحب هم باید باید بیا ژر تر ژره خپل ایډیال نظام ته ورشی، او ژوند پکی وکړی، په جرمنی کی څه کوی چي له کفارو سره ژوند کوی، پتنګ صاحب ټوکه می وکړه چي د ریښتیا لاړ نه شی، اوس ورځو کی طالبان زیات ځآنمرګي بریدونه کوی) [/quote:a15f817113]

هلکه لکه دا نور دې ،ته هم [color=yellow:a15f817113]متحدال[/color:a15f817113]ماله مکتوبونه ليکې ، خو ګوره دروغ وېيل
د ايمان زوال دي ٠ دغه کوم شيان چې تا ليکلي حقيقت نلري ،طالبان اوس بر
عکس عملونه کوي خو شرېعت به په راتلونکي کې هم غواړي.



22.05.2010

[quote:e8c0816167]....طالبان اوس بر عکس عملونه کوي[/quote:e8c0816167]
ياره پتنګ خانه ، له دې برعکس نه دې مطلب څشی دی ، د مجازاتو برعکس خو مکافات دي، ايا په هغه کارونو چې پخوا طالبانو ١، ١٠ ، ٥٠ ، ١٠٠ کيبله سزا ورکوله اوس پرې مرتکب ته ١، ١٠، ٥٠ او ١٠٠ ډالره مکافات ورکوي (؟) او که څنګه؟؟؟ يا هسې ملنډې کوې ؟؟؟؟


pattang
22.05.2010

انډيواله له هرې لارې اوړې خو له يوې لارې نه ! داولې !!
نورو په مخ سياسي څپېړه خوړلي پرېوتل ،پورته نشو ل.
طالب وخوړه اوس بيا هم لکه نر په ميدان کې غورځي دا پر دې مانا چې
دبرابر والي اوقدرت دې حاکمولو حجم لري٠
اوبل ستا دا د تجزيې تيوري مې اعصاب را خرابوي :
په تجزيه کې دپښتنو کوم نقص دی ? خپله ژبه ، يو کلچر ، عنعنات به يې
وي ،لدې سرد ردي څخه به تل خلاص وي ٠ زه خو کوم نقص نه پکشې وينم که
ټول پښتانه يوټاټوبی ولري٠
 
[quote:9b8422f048="پتوال"][quote:9b8422f048]....طالبان اوس بر عکس عملونه کوي[/quote:9b8422f048]
ياره پتنګ خانه ، له دې برعکس نه دې مطلب څشی دی ، د مجازاتو برعکس خو مکافات دي، ايا په هغه کارونو چې پخوا طالبانو ١، ١٠ ، ٥٠ ، ١٠٠ کيبله سزا ورکوله اوس پرې مرتکب ته ١، ١٠، ٥٠ او ١٠٠ ډالره مکافات ورکوي (؟) او که څنګه؟؟؟ يا هسې ملنډې کوې ؟؟؟؟[/quote:9b8422f048]


عبد السلام
23.05.2010

[quote:c2931f0f88]په تجزيه کې دپښتنو کوم نقص دی ? خپله ژبه ، يو کلچر ، عنعنات به يې
وي ،لدې سرد ردي څخه به تل خلاص وي ٠ زه خو کوم نقص نه پکشې وينم که
ټول پښتانه يوټاټوبی ولري٠[/quote:c2931f0f88]
پتنګ جانه ! ستا دا نظر خو له ورایه د طالبان د نظر سره په اختلاف کې دی .
هغوی تر هر څه دمخه اسلام غواړي ، طالبان د نژادي تبعیض کلک مخالیفین دي ، او هیڅکله هم دهغوی کلکه اسلامی عقیده ورته دا اجازه نه ورکوي چې ځان دې دستر اسلامی امت څخه جلا وګڼي . طالبان خو دټول اسلامی امت په یو والی او اتحاد قایل دي ، نو ته ولې هغوی ته دتجزیه طلبئ توصیه کوي ؟ آیا هغوي به دا ستا ناشیونالیسته نظر در سره ومني ؟ او که د طالبانو دمشرانو دشورا له خوا در ته دا توصیه شوی چې داسې و وایه ؟


monir
23.05.2010

ثبات ثابت صیب او نورو دوستانو ته سلامونه او ښې چارې!
[quote:ccf4ecd7ba="Subat Sabit"]په دموکراتيکو ټولنو کی
کله چه دحکومت مشر د ملت داعتماد نه بې برخې شي،استعفا ورکوي او
يوه بل مغز ته فرصت ورکوي چه جامعه رهبري کړي٠[/quote:ccf4ecd7ba]
ثابت صیب بیخې پر ځای خبره مو کړې ده صرف په یوه توپیر:
مونږ باید د موکراتیکوټولنو پر معیارونو، چې د سلهاو کلونو په تجربې دې حالت ته رسیدلي دي، د خپلې ټولنې ارزونه ونکړوو! زمونږ ټولنه لا تر اوسه یوه دموکراتیکه ټولنه نه بلکې د یوې دموکراتیکې ټولنې په لور لومړني ګامونه پورته کوي او مونږ یې باید دهرې ممکنې لارې چې وي ملاتړ او پیاوړې کړوو.

لکه چې زه مخکې هم په یوې برخې که له تاسو سره په تفاهم کې وم اوس هم زه تاسو سره همنظره یم چې زمونږ ځپل شوﺉ هېواد باید د یوې سالمې رهبري خاوند شي. نو دا شو یو هدف او تر اوسه یواځې یوه نېکه هیله!
نو پوښتنه دا ده چې مونږ دغه سپېڅلي هدف ته د رسیدو کومه لاره غوره کړوو؟
یوه لاره دا ده چې مونږ یې تر اوسه غوره کړې یعنې منفی بافی:
مونږ له هماغه پیله یواځې د دولت اشتباهاتو ته متوجه یو او د کاري انتقادونو پرځای پر اشخاصو نښتي یو او تر هغه مو چې وسه وشي بدناموو یې او بیا غږونه پورته کوو چې دوی دا.. دا .. او دا دي چې باید لرې شی او پرځای یې وطنپرسته خلک راشي چې د دغه منفی بافی په حالت کې به د هر ګواکې وطنپرستو برخلیک هم همدا شان وي . ځکه د نویو وطنپرستانو لپاره به نور منفی بافان پیدا شی !

دوهمه لاره دا ده چې مونږ د مثبت تفکر لاره غوره کړو او وایو چې مونږ د خپل دولت سره په همکاري د یوې سالمې او هوسا ټولنې په لور دروموو او په لاره کې ټولې پرتې موانع په تفاهم سره له لارې لرې کوو.
مونږ هسې چې یوه ماشوم ته د هغه ښې او سالمې ودې او تشویق په موخه د هغه ستاینه کوو همدا شان بایدد خپل دولت مثبتې کړنې او لا تشویق زمونږ د توجه مرکزیت وي. له اشتباهاتو څخه باید ضمني یادونه او اصلاحي وړاندیزونه وکړوو!

زه د کومې معجزې په تمه نه یم او د دوهمې [color=blue:ccf4ecd7ba]ډېرې اوږدې لار[/color:ccf4ecd7ba] پلویتوب کوم!

په درنښت


ډاکټر څپاند
23.05.2010

محترم منير ته بيا بيا سلامونه،

[quote:2d27570205]دوهمه لاره دا ده چې مونږ د مثبت تفکر لاره غوره کړو او وایو چې مونږ د خپل [color=yellow:2d27570205]دولت سره په همکاري [/color:2d27570205]د یوې سالمې او هوسا ټولنې په لور دروموو او په لاره کې ټولې پرتې موانع په تفاهم سره له لارې لرې کوو[/quote:2d27570205].

دداسې يودولت سره همکاري چه د دافغان ولس دجنايتکارانو لکه کرزی،خليلي،
فهيم،عبدالله مربع اوددوي پشان نورو فاسد،قاچاقبر،سړي وژونکو ،غير ملي
او غير دموکراتيکو قوتونواو اشخاصو نه تشکيل شوی،ددو ملاتړ او يا همکاري ددوي په جرايموکې دشرکت او ددوي دکړو دتصديق په معني او زموږ دبيچاره ملت انساني اهدافو اوسعادت ته ستره جفا ده٠

که زموږ ټولنه دموکرتيکه نه ده،خونړيوال نظام ،اقلا په ظاهري توګه دموکراتيک دی٠ مونږ هم پخپل هيواد کې واقعي دموکرات وګړي لرو،نو ولې
دغير دموکرات او د تاريکو پيړيو دانديښنو لرونکو قوتونه دا توقع ولرو چه
موږ ته ددموکراسۍ جادې جوړې کړي؟

زموږ په سيمه کې دموکراسي دلسګونو کلو راهيسي رواج موندلی،مګر همدغه
سيميز قوتونه موږ ته د تياري دخورولو نسخې په ليکه کوي٠

پداسې حال کی چه زموږ هيواد د"دموکراتيکو قوتونو" په اشغال کې دی او
قريب ټول ولس پدې عقيده دی چه بايد اشغال ختم شي،نو موږ ته ډيره
ضروري ده چه ديوه واقعي ملي او دموکراتيک نظام دتهداب خښتې په دقت
او دسالمو قوتونو په لاس کيښودل شي٠

البته يومهم ټکی چه بايد ذکر شي هغه دادی چه ممکن ستاسو په اند کرزی او
دده ډله ملي او دموکراته وي،مګر زما په اند داډله مطلقا غير ملي ده او
داسلام او دموکراسئ ماسک ئي دخلکو دتيرويستو لپار په مخ راکش کړی٠

ددې فاسد نظام سره همکاري،دباخبرو لپاره خيانت اود خوشباورو لپاره ستره
تير وتنه ده٠


pattang
23.05.2010

چې خبر نه يې نو پټه خوله درته سپين زر دی ٠
تاته طالبان مالوم دي او وو? او که خوشې د دنورو په خبرو پسې روان يې ?
طالبان کلک کليوال خلک دي او وو ، البته ځينې اشتباهات دجنګ په وخت
کې پېښېږي ٠

[quote:8b1eaf18d5="عبد السلام"][quote:8b1eaf18d5]په تجزيه کې دپښتنو کوم نقص دی ? خپله ژبه ، يو کلچر ، عنعنات به يې
وي ،لدې سرد ردي څخه به تل خلاص وي ٠ زه خو کوم نقص نه پکشې وينم که
ټول پښتانه يوټاټوبی ولري٠[/quote:8b1eaf18d5]
پتنګ جانه ! ستا دا نظر خو له ورایه د طالبان د نظر سره په اختلاف کې دی .
هغوی تر هر څه دمخه اسلام غواړي ، طالبان د نژادي تبعیض کلک مخالیفین دي ، او هیڅکله هم دهغوی کلکه اسلامی عقیده ورته دا اجازه نه ورکوي چې ځان دې دستر اسلامی امت څخه جلا وګڼي . طالبان خو دټول اسلامی امت په یو والی او اتحاد قایل دي ، نو ته ولې هغوی ته دتجزیه طلبئ توصیه کوي ؟ آیا هغوي به دا ستا ناشیونالیسته نظر در سره ومني ؟ او که د طالبانو دمشرانو دشورا له خوا در ته دا توصیه شوی چې داسې و وایه ؟[/quote:8b1eaf18d5]


monir
24.05.2010

دوستانو سلامونه او ښې چارې!
[quote:babe185c53="Subat Sabit"]
دداسې يودولت سره همکاري چه د دافغان ولس دجنايتکارانو لکه کرزی،خليلي،
فهيم،عبدالله مربع اوددوي پشان نورو فاسد،قاچاقبر،سړي وژونکو ،غير ملي
او غير دموکراتيکو قوتونواو اشخاصو نه تشکيل شوی،ددو ملاتړ او يا همکاري ددوي په جرايموکې دشرکت او ددوي دکړو دتصديق په معني او زموږ دبيچاره ملت انساني اهدافو اوسعادت ته ستره جفا ده٠[/quote:babe185c53]
ثبات ثابت صیب دا بیا هماغه منفی طرز د تفکر دی! بر عکس کیدای شی چې له دولت سره زمونږ همکاری یوه اصلاحی بڼه ورلری او دولت له دننه نه اصلاح کړوو!

[quote:babe185c53="Subat Sabit"]که زموږ ټولنه دموکرتيکه نه ده،خونړيوال نظام ،اقلا په ظاهري توګه دموکراتيک [color=blue:babe185c53]دی٠ مونږ هم پخپل هيواد کې واقعي دموکرات وګړي لرو[/color:babe185c53]،نو ولې
دغير دموکرات او د تاريکو پيړيو دانديښنو لرونکو قوتونه دا توقع ولرو چه
موږ ته ددموکراسۍ جادې جوړې کړي؟[/quote:babe185c53]
هو، مونږ باید پخپل ځان کې تا توان ووینو او باور پرې ولرو چې د همدغو دیموکراتیکو قوتونو په همت د موجودې ادارې فساد په تدریجي توګه له دننه نه کم او بالآخره پای ته رسولای شوو. چې پدې توګه به د قانونیت ټینګول ممکن شی او مونږ به وکړای شو چې دنوروقانونی کارونو تر څنګ جنګي او نور جنایت کاران هم د قانون منګولو ته وسپارو.
او که مونږ پدې فکر واوسو چې موجود نظام دې ړنګ شی تر څوواقعی دموکراتیک وګړی صحنې ته راشی، نو باور مې نه راځي چې دا یوه عملی لار وي !
کله چې دا ستاسو خبره واقعي دموکرات وګړي صحنې ته ووځي نور منفی بافان به په صفونو کې دریدلي د هغو په انتظار وي. خارجی عوامل به پخپل ځای پرېږدوو.

[quote:babe185c53="Subat Sabit"]
زما په اند ظاهر خان او داود خان د ملت ملاتړ له ځانه سره لاره٠
[/quote:babe185c53]
دا څرګندونه د اعلیحضرت امان الله خان د لور هنديه یوه خبره را په یاد کړه چې یو وار یې په یوه مجلس کې وویل:
مونږ افغانان عجب خلک یو ، هر چېرې چې ځم زما د مرحوم پلار شاه امان الله ستاینه اورم ، نو که دﺉ داسې یو شخصیت و نو ماته دا پوښتنه را پیدا شي چې ولې دغه ملت په هغه وخت کې تر پایه پورې د هغه تر شا ولاړ نه شول؟

په درنښت


ډاکټر څپاند
24.05.2010

محترم منير،

راځه چه دې فیصلې ته ورسو چه موږ موافق يو چه سره موافق نه يو٠
تاسو هيله لرئ چه اخوانيان به زموږ او نورو دموکاتيکو ځواکونو په "همکارئ" اصلاح اوپه سراط المسقيم روان شي٠
مګر زما په اند دا مرتجعين به مترقي قوتونه دخپلو ناوړه اهدافو لپاره "دتشناب
دکاغذ"په څير استعمال کړي٠

دارتجاع او افراطيت نه ديوې ازادې ټولنې په هيله٠

تاسو ته دکابل د حکومت سره دلا همکاريو په "ازو"٠

الخاتمه٠



24.05.2010

د منير صيب موخه د اوسني حکومت ملاتړ نه ، بلکې د هغې تنقيد ، غندنه او بدلول دی ، نه ددولت ړنګونه !
د حکومت بدلون د ملي ولسواک اپوزيسيون له لاري، نه د جنګ جګړې اونه د جنګ دطالبانو پواسطه ! خو پتنګ صيب بيا طالبان ښه پيژني چې
کلک کليوال او مسلمانان دي، چې نه ولسواکي پيژني او نه دومره ملي ګټې چې له القاعدې يې قربان نکړي او يا د ملي ګټو په سر ګواکې له ISI نه لاس واخلي !
په هر صورت منير صيب او ثبات صيب يو امکان هير کړی چې :
اوسنی حکومت کولی شي د جمهوري رياست د مقام په شمول ٥٠٪ مهم وزارتونه
بيطرفو ملي ، ولسواکو او دينپوهو افغاني شخصيتونو ته او ٢٥ ٪ طالبانو ته
پريږدي او ځان هم ٢٥ ٪ ته رامحدود کړي! ددې سره جوخت بهرنيان ووځي ملي اردو قوي کړي او له يوې دورې ګډ حکومت وروسته انتخاباتو ته مراجعه وکړي !

[color=red:3b4551af35]خو منير خانه يوه دا خبره بايد منلې حساب کړې چې دديکتاتوري حکومتونو ډلې لکه چپيان ، خلق او پر چم به دموکراتان نه ، بلکې د دموکراسۍ دوښمنان شميرې ![/color:3b4551af35]

بل مو د امير امان الله خان د لور خبره د داود خان او ظاهر خان په اړه کارول پر ځای خبره نه ده، ځکه چې نه د ظاهر خان پسې او نه د داود څان پسې ولس
راپاڅېدلی و، بلکې يا د بهرنيانو د لاسپوڅي خلک دموکراتيک ګوند له خوا او يا د بهر په لمسون د خپل دربار د کوم غړي لکه داود خان پواسطه له منځه وړل
شوي دي ، يو هم په ولس کې منفور نه و او د ولس ملاتړ ور سره و، خو د جفاکښو اشخاصو له خوا پرې ګوزارونه شوي دي او بس !

داود له ظاهر خان او افغاني ولسواکۍ سره جفا کړې وه او جفا يې وليده، د خلک دموکراتيک ګوند همده د اپوزيسيون په توګه د ظاهر شاه پر ضد رامنځته کړ او
کله چې ده د شوروي په مرسته شاهي نظام ړنګ کړ، د همغه ګوند بل اړخ دئ هم راوپرځاوه او شهيد يې کړ ! دده سرتنبګي او احمقانه سياست د کمونستانو د
رامنځته کيدلو ، د لومړۍ ولسواکۍ د له منځه وړلو، د شاهي نظام د ړنګولواو د خپلې ناکامۍ په شمول د افغانستان د ٤٠ کلنې غميزې سبب شوه چې لا دوام لري!

دده سر غټ کدو و، خو تش نه و:
دده کدو سر له ډير د ښو او ملي احساساتو څخه ډک و، خو د فکر او معقوليت په کې رنجه هم نه وه ! ځکه خو د تل پايه ناکاميو سره سره
بدنام نشو او نه د تاريخمردانوپه ليکه کې حساب شو !
والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more