نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د سولی مشورتی جرګی ته پیغام
pattang
15.05.2010
د سولی مشورتی جرګی ته پیغام
دوکتور روستار تره کی
د کرزی استعفآ
د سولی د معادلی جوړښت تضمینوی
جګړه مار حکومت :
د کورنیو چارو د وزیر په قول هره ورخ لږ تر لږه لس تنه افغانان وژل کیږی . رسمی چارواکي تل حکومتی تلفات ښئی . حقيقت دا دی چه د وژل شوو کسانو شمیر د رسمی ارقامو نه لوړ دی .
د جګړه مارو بهرنيو ستراتژیستانو د پلان له مخی ، جګړه باید تر نامعلومی مودی پوری دوام ولری . د صادر شوې « دیموکراسی » ځناور د خپل بقآ په مقصد لازیاتی وینی ته اړتیآ لری . حکيم الله محسود هم کله په ژوند او کله په مرگ د جګړی د اور سره لوبی کوی . دی په آسانی نه مری . نه شهید کیږی .
چاړه واقعآ هډوکی ته رسیدلی ده .
د پیښو د تحلیل په بنسټ، دی نتیجی ته رسیږو چه د جګړی د پای کلید د ښاغلی کرزی او د هغه د بهرنیو جګړه مارو انډیوالانو په لاس کی ده : کرزی او ناتو دواړه يو بل ته متقابله اړتیا لری . دغه اړتیا د متقابل ملاتړ لامل ګرځیدلی ده .
کرزی په دی باندی ښه پوهیږی چه ناتو په افغانستان کی د جګړی د استمرار ستراتژی غوره کړی ده او دی د توپک سالارانو سره په تړاو د بهرنیو جګړه مارو هیوادونو د جنګی پلان د پلی کولو د پاره یوه وسیله ده .
د کرزی نه د بهرنیانو ملاتړ نور لاملونه هم لری . د هغی جملی نه :
ــ د افغانستان قباله بهرنیانوته سپارل او هغوی د ولس په برخلیک باندی واکمن کول . یعنی د خپل مقام د ساتلو په مقصد د هرڅه نه تیریدل .
ــ د کرزی نه د بهرنیانو د پاره ایدیال سړی جوړ شوي دي ځکه نوموړي د قوم ، ولس او ملت نه تجرید او د اقتدار د ساتلو په مقصد په یوازنی خواک یعنی بهرنیانو باندی متکی دی.
هغه متحده جبهه چه کرزی د کورنیو او بهرنیو جګړه مارو ډلو ټپلو او هیوادونو څخه د مقاومت په وړاندی جوړه کړی ده، د جګړی د ستراتژی محصول ده . د جګړی په پای او د سولی په راوستلو کی ، جبهه له منځه ځی او د بهرنیو او کورنیو جګړه مارانو سیاسی بقآ تر سوال لاندی راځی . د همدغه استدلال له مخی هغه هلی ځلی چه د اوسنی نظام له خوآ د سولی په اړه کیږی ، تبلیغاتی بڼه لری او ورته د هیڅ عملی پایلی تمه نشي کیدای.
فاسد نظام :
د ښاغلی کرزی په اداره باندی د فساد ، اځتلاس او قاچاق د شته والی له کبله نیوکی کیږی . د اوسنی اداری بنسټ د بن په غونډه کی چه په کی جنګی ډلو ټپلو برلاسی درلود ، کیښودل شو . خو کرزی په هیڅ ډول په اداره کی کوم رادیکال سمون راوستلی نشو . لامل یی څرګند دی : نوموړی په نظام کی د سمون په راوستلو د افغانستان د ننه د سیاسی قدرت د یوازنی ملاتړ نه ( جګړه ماران ، مختلسین ... ) بی برخی کیږی . د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه دی کوم سياسي ګوند نلری او د قوم او ولس نه شړل شوی، په اداره کی کوم سمون راوستل ، کرزی ته د سیاسی ځان وژنی معنی لری .
کرزی د بهرنیانو د ملاتړ په راجلبولو کی ، هغوی ته د اداری سمون په ځای ، په نورو ساحاتو کی امتیاز ورکوی .
" د خلیفه له کیسی نه بخشش" . د ولس ، ملت ، او هیواد په خرڅون :
د بهرنیانو د رضائیت د ترلاسه کولو په خاطر د ملی واکمنی د پاتی شوو کمزورو ضوابطو په سر باندی ، معامله ډير ښه سیاسی تجارت دی . کرزی د همدغه مقصد د پاره :
ــ د انتخاباتو د کمسیون په ترکیب کی د ۲ بهرنیانو په غړیتوب باندی، موافقت وکړ .
ــ د انتخاباتو د کمسیون مشر د یوه ناپیلی مسلکی کس په ځای ، تنظیمونو سره تړلی سړی وټاکه . دغه ټاکل د بهرنیو ځواکونو چه د جګړه مارانو په وړاندی د ملاتړ ژمنه لری ، د شور او ځواک څخه د ډک هرکلی سره مخ شو .
ــ د قانون جوړولو د مراجعو نه د ولسوالانو د ټاکنی د قانون طرح ولسی جرګی ته د وړاندی کولو غوښتنه وکړه .
په بل پړاو کی په کرزی باندی یو وړوکی فشار د دی لامل ګرځیدلاي شي چه د والیانو د انتخاباتو قانون هم توشیح او نافذ کړی .
د ولسوالانو د ټاکنی قانون ، د مرکزی حکومت د لازیاتی کمزورتیا لامل ګرځی او لاره د فدرالی تشکیلاتو د پلی کولو د پاره خلاصوی . دا د بهرنیانو د ستراتژی یوه برخه ده: بهرنیان د مرکزی حسابګر حکومت په ځای، د سازشگرو او انعطاف پذیرو سیمه ایز و چارواکو سره مځ کیږی . د قانون د لاری په سوله ایزه توګه د افغانستان د ټوټه کیدو زمینه برابریږی او ناتو په سیمه کی د خپل ستراتژیک پلان لمړی پړاو پلی کولو ته پدغسی شرایطو کی رانږدی کیږی چه په افغانستان کی یو ملی واکمنی چه د ملی دریز نه د بهرنیانو سره چلند وکړی ، وجود نلری .
بنآ کرزی کوم ملی او اسلامی رسالت نلری . نوموړی د نورو په لاس د افغانستان د تباهی د پاره په هره بیه چه وی ساتل کیږی .
د لازیاتی بربادی د مخنیوی په خاطر موږ پرته له دی نه چه د کرزی وجدان او د مسئولیت احساس ته مراجعه وکړو بله چاره نلرو .
د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه د افغانستان د تباهی مخنیوی د کرزی او د هغه د انډیوالانو په لاس کی دی، نوموړی باید د سولی په مشورتی جرګه کی چه د غبرګولى په ۸ مه نیته په کابل کی جوړیږی خپل او د خپل حکومت استعفآ د سولی په لور د یو ګام په توګه مطرح کړي .
پدی کی شک نَشته چه د افغانستان په سیاسی فرهنگ او تعاملاتو کی د سیاسی مشرتابه استعفآ غیر طبعی ښکاری او سابقه نلری . خو هیواد په خپل سیاسی تاریخ د یوه بیساری ناورین سره مخ دی چه د هغه سره باید بیساری چلند وشی .
د کرزی د استعفآ نه وروسته د ملګرو ملتونو تر سروالی لاندی د افغانانو او بهرنیانو د ترکیب نه جوړه شوی یوه ګډه بیړنی اداره به واک تر لاسه کوی . دغه ګډه اداره د یوي بین الافغانی غونډي چه په هغي کی د وسله وال او سوله ایز مقاومت او د مدنی ټولنی د سولی پلویانو استازی ګډون ولری ، د جوړیدو زمینه برابروی . غونډه به د جګړه مارانو نه پرته یو لنډ مهالي حکومت ټاکی . لنډ مهالي حکومت به د بهرنیانو په وړاندی د سولی ، ملی او اسلامی دریز څخه د حساب او کتاب مرجع وی .
کرزی د بهرنیانو له خوآ د هغه څه چه تروریزم سره جګړه نومیږی ، په افغانانو باندی تپل شویدی . دی جګړه ایز ماموریت لری او په ۹ کاله کی د جګړی د اور په ساتلو کی بریالی دی . بنآ د سولی ضمانت هغه وخت تآمینیدای شی ، چه د جګړی مخکښ د صحنی نه لری شی .
د وران هیواد او په وینو ککړ ولس په خاطر د چوکی او مقام نه تیریدل د مسئولیت احساس او اخلاقی شهامت غواړی .
و به وینو چه ښاغلی کرزی په مشورتی جرګه، کی تاریخ او راتلونکو نسلونو ته کوم مثبت پیغام ځان سره لری که نه ؟ « پای »
فرانسه
د می میاشتی پنځه لسم ، ۲۰۱۰ م کال
Ghairat
15.05.2010
[quote:340d3b221b]د کرزی د استعفآ نه وروسته د ملګرو ملتونو تر سروالی لاندی د افغانانو او بهرنیانو د ترکیب نه جوړه شوی یوه ګډه بیړنی اداره به واک تر لاسه کوی .
دغه ګډه اداره د یوي بین الافغانی غونډي چه په هغي کی د وسله وال او سوله ایز مقاومت او د مدنی ټولنی
د سولی پلویانو استازی ګډون ولری ، د جوړیدو زمینه برابروی .
غونډه به د جګړه مارانو نه پرته یو لنډ مهالي حکومت ټاکی .
لنډ مهالي حکومت به د بهرنیانو په وړاندی د سولی ، ملی او اسلامی دریز څخه د حساب او کتاب مرجع وی . [/quote:340d3b221b]
Lotfollah
16.05.2010
سلامونه
[quote:f8be7e7995]د کرزی استعفآ
د سولی د معادلی جوړښت تضمینوی
دوکتور روستار تره کی[/quote:f8be7e7995]
توبه توبه توبه، سور خلقی او لا د پخوانه د نظامی خلقیانو تر څنګ د طالبانو قلمی ملاتړ د سولې فارمول جوړوی !
اوس خو له هیڅ چا نه پټه نده ، چې د آی اس آی وسیله جګړه مار طالبان د جګړې د استمرار سبب دی.
ښه به دا وي ډاکټر صاحب چې طالبانو ته توصیه وکړﺉ چې له آی اس آس سره خپلې اړیکې پرې او جګړه بنده کړي. په هغه حالت که به بهرنیو ځواکونو ته د پاتې کیدو هیڅ دلیل نه وي او پخپله خوښه به خپلو هېوادونو ته ستانه شي. او که احیاناً پخپله خوښه زمونږ هېواد پرې نږدي نولکه چې تاریخ شاهد دﺉ د افغان اولس به یو موټی شي او دوی به د ځان په قرباني له هېواده وباسی.
په درنښت
pattang
16.05.2010
[quote:c2f5ca70d6]توبه توبه توبه، سور خلقی او لا د پخوانه د نظامی خلقیانو تر څنګ د طالبانو قلمی ملاتړ د سولې فارمول جوړوی ! [/quote:c2f5ca70d6]
په دروغزن دې نالت وي ، ترکی ٨ کاله بندي وو او دا ټولو ته ما لومه ده نو ته و لې
په سپينو سترګو دروغ وا يې ???????????????????
[quote:c2f5ca70d6]اوس خو له هیڅ چا نه پټه نده ، چې د آی اس آی وسیله جګړه مار طالبان د جګړې د استمرار سبب دی.
ښه به دا وي ډاکټر صاحب چې طالبانو ته توصیه وکړﺉ چې له آی اس آس سره خپلې اړیکې پرې او جګړه بنده کړي. په هغه حالت که به بهرنیو ځواکونو ته د پاتې کیدو هیڅ دلیل نه وي او پخپله خوښه به خپلو هېوادونو ته ستانه شي. او که احیاناً پخپله خوښه زمونږ هېواد پرې نږدي نولکه چې تاریخ شاهد دﺉ د افغان اولس به یو موټی شي او دوی به د ځان په قرباني له هېواده وباسی.[/quote:c2f5ca70d6]
سره لدې تهمته که طالبان جګړه پرېږدي :
- اشغالګر به ووزي ? نه ، که څوک پردې نه پو هيږي هغه نو لوی لوده دی ٠
- که فرضا اشغالګر ووزي ، دااوسني جنګي جنايتکاران ، ستميان او دپښتنو
قاتلان چې ٧٠% کې په دولت کې دي ، څرنګه به خپل قدرت نوروته خوشې کوي
او ځانونه به محاکمې ته سپاري !
ددې لپاره چې ګوډاګی او جنايتکاره رژيم پاته شي پر ځای ددې چې واقعت درک
شي تهمت وېل کيږي٠
pattang
16.05.2010
[quote:8c1a257e68]فارمول :
ملي سوله = د بهرنيانو وتل + دطالبانو له خوا دولت ته د وسلو تسليمول او په حکومت کې برخه اخيستل[/quote:8c1a257e68]
غيرت خانه !
دغه فورمول دې د پښتنو په غلا مي او بر بادي صدق کوي ، دومره سادګي
هم څوک کوي ?
دولت څوک دی ? داړه ماران ،دپښتنو قاتلان ، بشرې جنايتکاره ،غله ، رشوتخواره
تنبل ، لوده ،بې مسلکه ، بې د ينه ستميان ٠
[color=brown:8c1a257e68]===> د بهرنيانو وتل د جنګي جنايتکاران محاکمې ته کشکول او دې دغه فاسد دولت ړنګول ، نوی اساسي قانون د تاريخي قوم د تاريخي افتخاراتو په بنسټ .[/color:8c1a257e68]
Lotfollah
16.05.2010
[quote:431ef7107b="pattang"]په دروغزن دې نالت وي ، ترکی ٨ کاله بندي وو او دا ټولو ته ما لومه ده نو ته و لې په سپينو سترګو دروغ وا يې ???????????????????
[/quote:431ef7107b]
چې په موضوع خبر نه یې بس غلی کښېنه! د کارملیو د واک ته رسیدو وروسته ډېر نور خلقیان هم تر یوه وخته په بند کې پاتې شول. زه یوبندی خلقی پېژنم چې د ډاکټر صاحب ملګری او ورسره یو ځای ۸ کاله نه بلکه ۶ کاله بند و !!! زه پدې اړه نور بحث نکوم .
Ghairat
16.05.2010
پتنګ خانه هر څه شرايط لري او په يو شعار کې خو شرايط نه بيانيږي ، ګوره :
١ - دبهرنيانو له وتلو له پيل سره سم ډز بند اعلاميږي، بيا د ملي سولې حکومت له درې ډلو څخه جوړيږي . د حکومت ٢٥٪ غړي به د اوسني حکومت استازي وي، ٢٥٪ به د طالبانو استازي وي او ٥٠ ٪ به بيطرفه ملي شخصيتونه وي !
٢- دا موقتي حکومت به په ٣ کاله وي ، په اسااسي قانون کې به بشبړونکي تعديلات رامنځته کوي او په عامو ټولټاکنوکې به نوي ولسمشر ته ځای پريږدي !
٣- د انتقالي دورې ولسمشر به نه کرزی او نه ملا عمر وي، بلکې يو بيطرفه ملي شخصيت [color=red:de44fd0954]مثلا[/color:de44fd0954] ٍفاروق اعظم اعظم يا بل شخصيت چې د پيطرفو له منځه ټاکل کيږي !
pattang
16.05.2010
انډيواله تېر نظري مکوه زه يې ان له اوله ځاله پېژنم هغه وخت ته پيدا
هم نوې ! ماد خلقيانو د اولې اولې کونګرېس نفر شخصي پېژندل ??
لدې نه مخ کې هم زه د ويښ زلميانو څخه خلک شخصي پېژنم او ته يې اوس
ماته را ښه يې !! دې خلکو شوروا پخوله خو له خوراکه ترې ووته ٠
ترکی دخلقيانو په وخت کې بندي وو ، [color=white:86c3501405]که دی خلقی وي نوته يې لطفا دخلقيانو په وخت کې چوکۍ راوشيه !![/color:86c3501405]
تر کی دې داؤد خان په وخت کې د اقتصاد په پو هنځي کې استاد وو٠ زه يې په
اروپا کې پېژنم ، خيانت يې ندی کړی دغه يو حقوق پوهه سړی مونږ لرو داچې
دکرزي او اشغالګرو او ستميانو سخت مخالف دی ضرور ندی چې خوشې
نومونه پرې کېږدې ٠
که له اشغالګروپېسې وهې نوشې جان دشه خو ګوره پاک خلک مه تهمتي کوه !
[quote:86c3501405="Lotfollah"][quote:86c3501405="pattang"]په دروغزن دې نالت وي ، ترکی ٨ کاله بندي وو او دا ټولو ته ما لومه ده نو ته و لې په سپينو سترګو دروغ وا يې ???????????????????
[/quote:86c3501405]
چې په موضوع خبر نه یې بس غلی کښېنه! د کارملیو د واک ته رسیدو وروسته ډېر نور خلقیان هم تر یوه وخته په بند کې پاتې شول. زه یوبندی خلقی پېژنم چې د ډاکټر صاحب ملګری او ورسره یو ځای ۸ کاله نه بلکه ۶ کاله بند و !!! زه پدې اړه نور بحث نکوم .[/quote:86c3501405]
pattang
16.05.2010
ژاړه ژاړه شهزاده بهرامه ژاړه
ستا پر څنګ باندې تېريږي ګل اندامه !!
[quote:f55935b478="Ghairat"]پتنګ خانه هر څه شرايط لري او په يو شعار کې خو شرايط نه بيانيږي ، ګوره :
١ - دبهرنيانو له وتلو له پيل سره سم ډز بند اعلاميږي، بيا د ملي سولې حکومت له درې ډلو څخه جوړيږي . د حکومت ٢٥٪ غړي به د اوسني حکومت استازي وي، ٢٥٪ به د طالبانو استازي وي او ٥٠ ٪ به بيطرفه ملي شخصيتونه وي !
٢- دا موقتي حکومت به په ٣ کاله وي ، په اسااسي قانون کې به بشبړونکي تعديلات رامنځته کوي او په عامو ټولټاکنوکې به نوي ولسمشر ته ځای پريږدي !
٣- د انتقالي دورې ولسمشر به نه کرزی او نه ملا عمر وي، بلکې يو بيطرفه ملي شخصيت [color=red:f55935b478]مثلا[/color:f55935b478] ٍفاروق اعظم اعظم يا بل شخصيت چې د پيطرفو له منځه ټاکل کيږي ![/quote:f55935b478]
17.05.2010
پتنګ خانه زما نظر به هم درته د بهرام شهزاده خيالي ګل اندامه ښکاره شي، ولې هعمدغه ستا د يواځني حقوقدان او پاک استاد ډاکتر تره کي وړانديزونه دې ، چې اوس يې د نجات ملي جبهې په چوکاټ کې وړاندې کوي تر ډيره دغه پورته زماوړانديز ته ورته دي، چې زه يې هم تاييدوم ، خو بده داده چې د نجات ملي د جبهې نوم د مسکينيار له خوا په اريانا تلويزيون کې د ګلب الدين حکمتيار له خوا رامنځته شوې معرفي کيږي ، وګورو چې دمسکينيار دا خبره تر کومه ځايه حقيقت لري، که نه په رښتيا هم د ګلب الدين لاس په کې نه وي، نو د سولې له پاره ددغې جبهې نوښتونه په زړه پورې بريښي !.
ډاکټر څپاند
17.05.2010
پتوال صيب سلامونه،
[quote:574ac14b42]٣- د انتقالي دورې ولسمشر به نه کرزی او نه ملا عمر وي، بلکې يو بيطرفه ملي شخصيت مثلا ٍفاروق اعظم اعظم يا بل شخصيت چې د پيطرفو له منځه ټاکل کيږي ![/quote:574ac14b42]
بيطرف اوملي شخيت څوک دی؟
بيطرف په وخت او زمان کې فرق کوی.
زموږ دهيواد په معاصر تاريخ کې ناپيلتوب او دهغه پيژندنه ګرانه بريښي٠
په اوسني وخت کی ناپيلی هغه چا ته ويلی شو چه دهيواد په تيرو دريو لسيزو
کې دواکدارو او جنګياليو کړيو(چپيان"خلقي،پرچمي،شعله ئی" اسلامي ډلې"پخواني مجاهدين" اوداوسني ناورين دوې خواوې،دکرزي ډله او دطالبان) نه بهر او د ګوندونو غړيتوب ونلري٠
دملي شخصيت تعريف او پيژندنه لا تر دې هم جنجالي بريښې٠
مګردا ستاسو نومول شوی سړی لا کله بيطرف شوی؟؟ ملي واله ئي ددې
بحث دحوصلې نه بهر دی٠
اصلي هدف رانه هير نشي اوهغه داچه :
که يوه ورځ څوک دټول افغان د بحث دخونې دګډون کونکو نه وپوښتل شي
چه د يوه ناپييلي او ملي شخص د معرفئ لپاره خپل استازی وټاکۍ ،ځما په
اند اکثريت به پدې عقيده وي چه پتوال صيب زموږ وکيل دی٠مګر نن ،پتوال
صيب بيرته اخوانيت ته پناه يوړه؟که څنګه!
دالاندنئ نسخه به ناروغ د1992 حالت ته وګرزوي!
[quote:574ac14b42]فارمول :
ملي سوله = د بهرنيانو وتل + دطالبانو له خوا دولت ته د وسلو تسليمول او په حکومت کې برخه اخيستل[/quote:574ac14b42]
ددې فورمول په تطبيق سره به د 1992 کال پشان مختلفې ډلې بيا سره
ښکر په ښکر او هيواد تباه شي٠
18.05.2010
ثبات صيب دا مو ټيک فرمايلي چې بيطرف هغه څوک کيدای شي چې په يوې وسله والې ډلې پورې يې هم اړه نه درلوده !
د غيرت شعار يو شعار او لنډ دی، ښه چې پاس يې يو څه تشرېح کړ ، زه يې ور سره اوس منلی شم خو دفاع يې زما دنده نه ده ، نوموړی يې بايد خپله ځواب ووايي!
بيا هم زه چې له تشريح وروسته له کوم ټکي سره موافقه لولی شم هغه ټکی دادی چې د روانې جګړې دواړو خواو ته په کې هم ځای ورکړل شوی او هم يې د ديکتې مخه نيول شوې، ځکه چې هر اړخ صرف ٢٥ ٪ واک لري او ٥٠ ٪ د بيطرفه ملي استازو په لاس کې دی !
هو که جګړه مارې ډلې د بيطرفو بر ضد سره وحدت هم وکړي، ځکه د افراط يوه ځانګړنه اوبيلګړنه هم داده چې د افراذيت د گډ اساس په مټ له دوښمن سره د
غير افراطي او پيطرفو پر ضد سره يو کيږي هم ، څو خپل موجوديت ته نجات ور
کړي، په هغه صورت کې هم څه نشي کولای، ځکه چې د ولسمشرۍ څوکۍ به د دبيطرفو په لاس کې وي !
د ١٩٩٢ کال پيښه منځته نه راتله، که امريکا او ملل متحد يې ملاتړ کړی وای، اوس خو د يو بيطرفه حکومت په غښتلتيا کې ددوی هم نسبي ګټه خوندي ده !
او د ١٩٩٢ کال په وړانديز شوي پرا بنسټه حکزمت کې پيطرفه چيرې وو،؟ صرف
ددوه جګړه مارو اړخونو تر منځ د توافق وړاتديز و لکه مخکې چې وې وويل افراطي ډلې ددوښمن سره د قدرت په ويش روغه هم کوي ، خو ملي سوله ورته نشو ويلی !
[color=blue:57980f95dc]ٍثبات صيب ملي سوله د افغانيت پر اساس د جګړمارو افغانانو ادغامولو ته وايي ، په کوم کې چې د هغوی افراطيت، تخريبي او جګړه ييزه جنبه نفې کيږي رغنده ،ملي ګټور، اسلامي او ملي ولسواکيز اړخونه يې ساتل او پالل او وده ورکول کيږي !
نو که دا افغان اخوانی وي، که کرزيخيل وي او که کوم بل وي، د بيطرفو په مشرۍ حق لري خپل مثبت رول ولوبوي او مجبور دي خپل مخرب رول له لاسه ورکړي ! [/color:57980f95dc]
که د ملي نجات جوړېدونکې جبهه دغه خواص ولري او د جګړه مارو نه په کې څوک نه وي او دغسې يو رول لوبولی شي ، زه يې سل په سلو کې نه يواځی پلوی کوم بلکې غوښتونکی يې هم يم !
[color=yellow:57980f95dc]له لو ستونکو نه هيله کوم د ملي ژغورنې د جبهې په اړه دلته خبل معلواتونه وړاندې کړي، ښايئ د يوه بيل سرليک لاندې ![/color:57980f95dc]