د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داوړۍ به شړۍ نه شي

Azad Nazer
03.04.2004

ښاغلولوستونکو!

دبن دلومړۍ غونډې څخه وړاندی ما کښلي وو چې دبن دسياسي تياتر په لوبغاړوکې داسېنوېڅهرهنه ليدل کيږي چې دافغانانوپام خپلې سياسي هنرمندۍ ته راکاږي نو ځکه سړې په زغړده ويلا شي چې ((څوچې داځمکه اسمان وي ، څوچې دا داړه ماران وي ، څو په نوم مسلمانان وي ، تل به وران افغانستان وي ))٠
په دې کې هيڅ شک نشته چې دکورنيو کړکېچونو تر څنګه ډېر بهرني عوامل وجودلري چې دبيا جوړونې او بيا رغونې پروسې يې په افغانستان کې په ټپه درولي٠ له بله پلوه تراوسه پورې داسې يو ملي ځواکنه دې رامنځ ته شوې چې دبياجوړونې او بيا رغونې دپروسورښتيانې مخکښ اومحرک ځواک وي٠ دمجاهدينوپه تنظيمونوکې داداروي ، مسلکي او ملي يووالي او احساس زېرمې نه وې ساتل شوې اونه هغوی کوښښ کاوه چې ويې لټوي ٠ دوی هم لکه دکمونستانو بغارې وهلې چې داسلامي اصولو پيروي کوي خو کله چې خبره د (( داګزاوداميدان )) ته ورسېده نو لکه دکمونستانو په څېر يې نه يواځې داسلام اصول ترپښولاندې کړل بلکه داسلام دين يې نړيوالوته په بد نوم معرفي کړ٠
دسياست په ډګر کې افغاني اسلامي تنظيمونوونشوکولای چې دنړۍ دمسلمانانوزړونه خپل کړي اوهمدغه کاردافغاني کمونستانوسره په اصطلاح انترناسيوناليستي ټولنې وکړ٠ يود شرق ((رفيق او ملګرې )) نه شو بل دغرب ((ورور اودوست )) نه شو، دواړه داستعمار په پټي کې د -ايوې- په جغ وتړل شول٠ دوی پرېږده چې کوناټي يې دچوکوپه ټومبلو سره وي ، خوپټي ته ګورۍ چې څه پکې کرل کيږي اوڅه رازرغونوي٠
داددغومسلمانانواودهغوی دغربي انډيوالانو برکت دې چې نن افغانستان نوم لري ، دنړيوالې مافيا مرکز دې ، درشوت خورو ، لوټمارو اوقاتلانو هستوګنځای دې ، دهيروينواواسلحودقاچاق نړيوال مارکيټ دې،خپل اصلي اوسېدونکي يې دپولۍ په پړق پسې دانګ وهي مګر پردي پکې پاچاهي کوي ، دافغان اولس بچيان جاهلان شول ، هغوی ته دعلم،پوهې او سياست پرځای ويل کيږي چې (( دنيا پسې مه ګرځۍ، ځکه چې دادنيا مو په کارنه راځي او اخيرت وګټۍ )) خوڅوک دي چې دهغو انګريزي ملايانو څخه وپوښتي چې ته خو په دين اودنيا ښه خبر يې ، ته ولې دخپل دنياوي نوم ، اقتدار اوپيسولپاره د خدای بنده ګان وژنې اودخدای پيداوښت ته په سکه سترګه ګورې ؟
خدای دومره صعيف ، بې علمه ، بې انصافه اوبې منطقه دې چې قاتلان ، لوټماران ، ظالمان او منافقان به جنت ته بيايي او يوازې بې وزله اوغريبان به دوزخ ته بيايي؟
ځينودعلم نوم هم شرمولې ، خورښتياني پوه خلک به هيڅکله په دغو نيمچه ملايانو ونه غوليږي ٠ افغانان بايد صحيح علم حاصل کړي تر څو خدای په صحيح معنا وپېژني ٠ دا ژوند اوشته والې دې چې له اخيرته مقدم پيداشوې ، اودا ژوند او شته والې دې چې څرنګوالې به يې په اخيرت کې څېړل کيږي او دژوند په حرکاتو ،عمل او ارزښتونوبه مکافات اومجازات ټاکل کيږي ٠ خدای ژوند دهدف لپاره پيداکړې اوورسره يې ارزښتونه ورکړي ٠پرته له ژونده او پرته له دنياوي کارونو ، اخيرت هيڅ معنا نه لري ٠
همدغه منطق هم دې اوفلسفه هم٠
دهمدې اصل په بنأ ښه او بد سره بېلوو:
دافغانستان ازادي اوخپلواکي دانګريزي استعمارلخوادتحفې په ډول نه ده بخښل شوې بلکه دامان الله خان په مشرۍ او دانګريزي استعمارچيانو په ګونډو کولو په هغوی منل شوې ٠ افغانان خوپرېږده ، غربيان لا ښاغلې کرزې دافغانستان اولسمشر نه بلکه دکابل ښاروال ګڼي اوهغه هم دنړۍ دپرمختللوعسکري قواوو په ساتنه اوڅار کې ٠ وزيران خو يې پرېږده٠
لکه څنګه چې پر وخت مايادونه کړې ، که ديموکراسي همدا وي نو تياره جوړه ده ، دغربيانو دسودي سيستم په نورم برابره ده ، بيا نو انتخاباتو ته څه ضرورت ؟ که څوک يې مني او که نه همدغه ډله به وي ، پيسې به د وږوتږوافغانانو په نوم راټولوي او هم به دوی خپله حيصه اخلي اوهم به غربي زورګير٠ په افغانستان کی خو د پوښتنې هسې هم څوک نشته خو دغربيانو لپاره هم افغانستان دپيسوګټلو زرين چانس دې ٠ څوک شته چې دکابل دسياسي کنډک نه پوښتنه وکړي چې په تېرودوه کلونو کې يې څه کړي چې اوس به يې وکړي ؟ که يو نيم څه هم شوي وي ، هغه هم غربيانو دخپل نوم لپاره کړي ٠ دوی دخپل ځان تحفظ نه شي کولای نو افغان اولس ته به څه تحفظ ورکړي ؟
کرزې صېب پرېږده چې جېلکه په ځان پسې راکاږي ، هغه کله کولای شي چې امريکايي ټوپکچيانو ته ووايي چې تاسو نه شۍ کولای په يو نوم او بل نوم زما هېوادوال په خپلو کورونو او خپل ټاټوبي کې سکنجه کړۍ ، په راکټونو يې ښځې او ماشومان ولۍ او د بين المللي قوانينو اوبشري حقوقو څخه سر غړونه وکړۍ ٠ دوی پخپل هېواد کې دومره بې وسې دي لکه دطالبانو په وخت کې چې ښځې وې ، دوی به څه جرأت وکړي چې امريکايانو ته ووايي چې هر شکمن افغان به يا ديو بېطرفه هېواد محکمې ته وړاندی کيږي او يابه په افغانستان کې د بشر د حقوقو دڅارونکو سازمانونو او بې طرفو هېوادونوداستازو په ګډون په افغانستان کې يو قضايي کميسيون جوړيږي چې په تروريزم تورن او شکمنو افغانانو څخه تحقيق وکړي ٠ همدغه راز دغه کميسيون د کورنيو ټوپکچيانو څخه هم تحقيقات وکولای شي٠
دانتخاباتو هدف دا نه دې چې پخواني کفن کښ بيا بايد په اوږو بار شي ٠ که په رښتيا ملي انتخاباتو ته اړتا وي نو (( دخدای راستۍ )) په ميدان کی بايد تر سره شي ، نه د ماشينګڼو د ميلونو مخې ته ٠
افغانستان يو با صلاحيته ، ملي او دافغانانو په اصطلاح (( نر)) مشرته اړتيا لري او همدغه ته ملي ديموکراسي وايي ٠
پرته له دې به هيڅ وړۍ شړۍ نه شي ٠

ازادنظر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more