د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یوه پوښتنه :

عبد السلام
13.05.2010

بسم الله الرحمن الرحیم
مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ [color=darkblue:f9b6f611fd]الْعَنْكَبُوتِ[/color:f9b6f611fd] اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ( العنکبوت۴۱)

درنو ورنو! د سلام اودرناوي څخه روسته :

دقرآن سور او یا سورتونه په قرآن کې په خاصو نومونو یاد شوي ، لکه( سوره العنکبوت )،( سور البقره)،( سوره الرعد)،( سوره النور) او دقرآن عظم الشآن نورې مبارکې سورې !

پوښتنه دا ده چې : د قرآن عظیم الشان د مبارکو سورو نومونه په ذکر شوو نومونو څنګه رامنځته شوي؟ آیا دا نومونه دقران سورو ته دمعین نوم په توګه په قطعی دلیل نازل شوی؟ د احادیثو په استناد غوره شوي دي ؟ او که روسته ایښودل شوي ؟ او یا په لنډه ،څنګه غوره شوي؟

ډیره مننه



ع کريم حليمي
15.05.2010

الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين وصلى الله على محمد خاتم النبيين وعلى جميع الأنبياء والمرسلين ‏.‏

أما بعد، د اکثرو سورتونو نومونه ، مبارک علیه السلام نومولي وه ، لکه سورة البقره
مبارک علیه السلام فرمایل چه : ام الکتاب او د سورة بقرېٖ اخیري ایتونه پء هیڅ نبی نه دي نازیل سوي ( نه توارت ، نه انجیل ، زبور ) او مبارک داسي هم فرمایلي چه : إن لكل شئ سناما وإن سنام القرآن سورة البقرة
سنام لوړي څوکي ته ویل کیږي یا د اوښ بوک ، یعني هر شئ لوړه څوکه لري د قران لوړه څوکه سورة بقره ده
او "آية الكرسى" هم همدارنګه په احادیثو سره ثابته ده (الله لا إله إلا هو الحي القيوم.......و هوالعلی العظیم)
او همدارنګه سورة الکهف هم نومول سوئ وو ، هر سورت د خپل محتواي ، بیان په اساس نومېدلي دي ،
سورة الاعلی : په سبب د سبح اسم ربک الاعلی ، او دغه ئې سبب دئ ،
قرآن مجید د نبي علیه السلام د حیات په وخت کي لیکل سوئ وو ، بیا هم د ډېر احتیاط په خاطر اصحابو کرامو
یوه کومېټه چوړه کړه ، او هغوئ تر نظارت او تحقیق ورسته نوري نسخې ولیکل سوېٖ
یوازي یو سورت اختلافي دئ چه: دانده معلومه چه انفال او سورت توبه یو سورت دئ او که دوه سورتونه
نو اصحابو کرامو د دېٖ دوو سورتونو تر منځ بسم الله نده لیکلې
درنښت


ذبیح الله
21.05.2010

ډیره مننه،
یوه پوښتنه راته پیداشوی ده، که تاسو کولې شې چې دقرآن عظیم الشان دحفظ کولو ثوابونه تشریح وکړې

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more