نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اوباما: په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې سختې جګړې وشي
pattang
13.05.2010
اوباما: په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې سختې جګړې وشي
12.05.2010 تاند
د امریکا ولسمشربارک اوباما نن د افغانستان له ولسمشرحامدکرزي سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې دی ډاډه دی چې امریکايی ځواکونه به له پلان سره سم د ۲۰۱۱ کال له جولایه خپل هیواد ته د ستنېدو لړۍ پیل کړي خوپه راتلونکو څو میاشتو کې د سختو جګړو اټکل کوي .
[img:585547538b]http://www.afghan-german.de/upload/news_af/NewsBoard/n_bilder/karzai%20obama2.jpg[/img:585547538b]
اوباما چې له ولسمشرکرزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې څرګندونې کولې ، وویل :سختې جګړې پېښېدونکې دي،زه مطمین یم چې موږ به دا توان پیدا کړو چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړو اولکه څرنګه چې مې پخوا ویلي وو له مهالوېش سره سم به د راتلونکې کال(۲۰۱۱) له جولایه له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو پیل وکړو.
امریکايی چارواکي وايی د سږکال په سختو جګړو کې به طالبان دومره کمزوري کړي چې خبرو ته غاړه کښېږدي ، په دې ډول به په افغانستان کې د زیات شمېر امریکايي ځواکونو اړتیا کمه شي .
ولسمشراوباما وویل چې په نهایت کې د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو په وړاندې ځان مسوول احساسوي.ده وویل ملکي تلفات داسي دي لکه زه چې یې بار په اوږو احساسوم او دا داسي مسله نه ده چې ورته اهمیت نه ورکوم .
د امریکا ولسمشروویل چې دی د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره هرممکن اقدام کوي.
ده په عین حال کې وویل چې اکثره ملکیان د طالبانو په تروریستي بریدونو کې وژل کېږي او خینو تروریستانود خپلو اعمالو د توجیه کولو لپاره د ملکیانو له مرګ ژوبلولپاره استفاده کړې ده .
اوباما وویل له کله چې یې افغانستان ته اضافي سرتېري لېږلي د دغه هیواد په وضعیت کې په ثابت ډول د پرمختګ پر له پسې نښې لیدل کېږي .ده په عین حال کې وویل چې پرمختګ وخت ته اړتیا لري .
د امریکا ولسمشردا هم وویل چې متحد ایالتونهو له افغانستان سره د اوږدې مودې مشارکت ژمنه کړې ده .
اوباما د یوه افغان خبریالا د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستاني چارواکي هم اوس دا مني چې په دغه هیواد کې دېره سخت دریځي ډلې د دوی په منځ کې د سرطاني دانې په شان دي .
[color=white:585547538b]ده همداراز وویل چې پاکستاني مشران تاییدوي چې طالبان د پاکستان ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته خطر پېښوي.[/color:585547538b]
اوباما وویل چې له ولسمشرکرزي سره به نورې خبرې وکړي چې له طالبانوسره په څه ډول خبرې کوي .
دواړو ولسمشرانود دې لپاره چې تېراختلافات هېر کړي وښيي وویل چې د دوی دریځ یو دی او په یوه محاذ کې مبارزه کوي .
کتونکي وايی چې په سپینه ماڼۍ کې د کرزي بې ساری تود هرکلی نه یوازې د دې لپاره دی چې پر افغان ولسمشرتېرو نیوکو ښه نتیجه نه لرله بلکې د دې لپاره دی د امریکا په کانګریس او ولس کې دا شکونه کم شي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزي چې امریکایان د هغې لپاره ووژل شي .