د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

الله جل جلاله ترټولومخکي څه شى پيداکړي؟

شبيراحمد
12.05.2010

دټول افغان ټولوعلماءکرامواولوستونکيوته

السلام عليکم ورحمة الله وبرکه ته

محترمو ! له ماڅخه داپوښتنه يوه ملګري وکړه چې الله جل جلاله له هرڅه مخکي يااول څه شى پيداکړي دي ؟
متاسفانه چې له ماسره يې ځواب نه وونوځکه يې لاتاسوسره شريکوم اودځوابه په هيله به انتظارباسم .

مننه

ستاسوشبير



ع کريم حليمي
12.05.2010

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
الله جل جلاله ترټولومخکي څه شى پيداکړي؟ ماده اوعقل یا عقل او ماده

وَ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ


شبيراحمد
14.05.2010

السلام عليکم

حليمي صاحب مننه چې زماپوښتني ته موځواب ويلى

همداسي له نوروڅخه هم هيله کوم چې په دې بحث کي راسره ګډون وکړي

محترم حليمي صاحب !

داخوټول مني چې ماده يې پيداکړي ده که تاسوددې مادې تشخيص وکړئ نوډېرخوندبه وکړي اوداسي هغه څه راته په واضحه توګه ولکئ چې په لومړي پسي پيوسته الله جل جلاله پيداکړي دي

په مينه اومننه

ستاسو شبير


..Ahmadzai
14.05.2010

ورورڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

شبيره وروره دا رنګه پوښتنې ترفيهي بڼه لري, زمونږ ټولنې ته پکې څه خاصه ګټه نه رسيږي, او خلك په نورو مسايلو مشغوليږي.

د دې په ځاى كه د عقيدې په اړه رغنده پوښتنې مطرح سي, يا هم د فقهي مسايلو په باب, لكه فقه العبادات وفقه المعاملات, همدا رنګه سياسي فقهي مسئلې أو داسې نور..
نو ګټه به يې زياته وي.

دا چې تا د أول المخلوقات پوښتنه كړې, نو تر كومه چې زه خبر يم
أول المخلوقات أوبه دي ورپسې عرش او بيا قلم دى

كيداى سي وروڼه به نور معلومات لري, هغوۍ به يې درته روښانه كړي.

په درنښت



ع کريم حليمي
14.05.2010

مکرم او مهربانه ډاکتر صاحب او درنو کتونکو او لوستونکو، السلام علیکم و رحمة الله
ډاکترصاحب ، کور دي ودان او زوئ دي لوئ سه ، واقعا دا ترفيهي (time pass) دلته نه دي ښې ، ستاسو پېشنهادونه
مي ډېر خوښ سوه ، تاسو پخوا هم غوښتنه کړېوه چه : د فقهي مسايل باید مطرح ، او بیا مو خاص یدونه کړېوه
د " نواقص الاسلام "
نن زه غواړم چه : اوله پوښتنه زه مطرح کړم ، له تاسو !
کولی سۍ ؟ چه : د شیخ هغه لس نواقص الاسلام ، زموږ و لوستونکو ته په پښتو و ژباړي ، مننه
دابه ستاسو لویه پېزوینه وي ، اوس نو ډېر تږئ یم ، ستاسو یوېٖ علمي ژباړي ته ، هغه د خیطو ویطو به نور لاس واخلو 8)
په درنښت



15.05.2010

ډاکتر صيب جلال احمد ځی ته سلام او درناوی !
[quote:60b553d140]دا چې تا د أول المخلوقات پوښتنه كړې, نو تر كومه چې زه خبر يم
أول المخلوقات أوبه دي بيا عرش او قلم[/quote:60b553d140]
بالکل منطقي هم ده چې په قلم ليکنه کيدله نو هغه پر څشي کيدله، په لوح محفوظ ، او هغه تخته (لوح) چيرې ده ، په عرش کې او عرش په څه واقع دی ، په اوبو ، خو اوبه په څه پرتې دي؟ دا پوښتنه هم عقلي ده ، خو ځواب يې څشی دی او آيا هغه ځواب بيا عقلي دی که عقيدوي ؟

اوبل دا چې اوبه هلته شته، نو اکسيجن به هم د عرش په فضاکې وي، يو تائيد يې دادی چې د معراج په شپه که آنحضرت (ص) جسما ً عرش ته رسېدلی وي، نو هلته خو يې اکسيجن ته ضرور اړتيا لرله !
نو دويمه پوښتنه هم دا ده چې :
اوبو خو د هايدروجن او اکسيجن (O+H2) له غازاتو څخه ترکيب موندلی، نو تر اوبو د مخه بايد دغه غازات ، اوپه ټولګړې توګه تر مرکباتو د مخه کيمياوي عناصر پيدا شوي وي ، که څنګه ؟
يادونه :[color=red:60b553d140] ترفيهي [/color:60b553d140]يعنې ؟


..Ahmadzai
15.05.2010

ورورڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

مشر أو محترم حليمي صاحب
د نواقض الإسلام ژباړه دې پرما قرض ډير زر به إن شاء الله درته وړاندې كړم.

[quote:5f9d038f9e]اوبل دا چې اوبه هلته شته، نو اکسيجن به هم د عرش په فضاکې وي، يو تائيد يې دادی چې د معراج په شپه که آنحضرت (ص) جسما ً عرش ته رسېدلی وي، نو هلته خو يې اکسيجن ته ضرور اړتيا لرله !
نو دويمه پوښتنه هم دا ده چې :
اوبو خو د هايدروجن او اکسيجن (O+H2) له غازاتو څخه ترکيب موندلی، نو تر اوبو د مخه بايد دغه غازات ، اوپه ټولګړې توګه تر مرکباتو د مخه کيمياوي عناصر پيدا شوي وي ، که څنګه ؟
[/quote:5f9d038f9e]

محترم پتوال صاحب دغه مورد كې عقلي خبرې دومره أرزښت نلري, ځكه چې إنساني عقل ليا تر أوسه دومره ترقي نده كړې, چې د عرش شاوخوا د موادو تركيب تحليل كړي, هغه بيل عالم أو دا بيل عالم, نو د بني اسرائيلو غوا به نه ترې جوړو, او په نقل بسنه پكار ده.

[quote:5f9d038f9e] ترفيهي يعنې ؟[/quote:5f9d038f9e]

ترفيهي= تفريحي (timepass) ساعتيرى.

په درنښت


و.افغان
15.05.2010

محترم ډاکټر احمدزی صاحب:

پتوال صاحب خو به نور بوډا شوی وي، خو د ځوانانو دې يوه صفت په کې هيڅ تغيير
نه دی خوړلی، موخه مې حب الاستطلاع ده، پتوال صاحب له همدې صفته مجبوره دی،
چې داسې پوښتنې مطرح کړي. :)

په درنښت



ع کريم حليمي
16.05.2010

درنو او مکرمو ، متفکر دانشمند پتوال صاحب ، استاد قاري صاحب ، ډاکتر صاحب او اغلیو او شاغلو
لیدونکو او لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله

دانشمند پتوال صاحب ، داخو په احادیثو ثابته ده ، ندا چه په هغه بل جهان کښي اوبه شتون لري ، بلکي د اوبو اوسېدونکي مخلوق هم په هغه دوهم جهان کښي شته ، په بخاري کښي حدیت راغلۍ چه :ول طعام يأكله أهل الجنة فزيادة كبد الحوت (د جنت په اوله مېلمستیا کښي به ، که خدای کول د حوت اینه به مونږ او تاسو ته راکول کیږي)

هلته مادي او معنوي جهان دئ ! سوال نه پیدا کیږي
اما خبره دا ده چه هغه جهان همداسي (۳ ضلعي +وخت) جهان نه دئ  ، لکه دغه جهان چه درې ضلعي دۍ او څلورمه ضلعه ئې وخت

هغه جهان ممکن ده او بېله شکه چه څو ضلعي ( ۵یا ۶ یا اووه ضلعي به وي او timeنسته
نو هلته ددېٖ جهان کیمیاوي او بایالوجیکی ترکیب نسته ، او زمونږ دغه جسم هم نسته ولي چه دا اوس خو مونږ درېٖ ضلعي جسم لرو ، نو خامخا به دوهم ژوند کښي یونوئ ترکیبي ( ۶ ضلعي ) جسم لرو
او که د هم دېٖ درېٖ ضلعي جسم سره ورسو ، نو په دریٖ ضلعي سترګو ، ۶ یا ۷ یا ۸ ضلعي جهان نه شي لیدل کېدلې . پوهه لرو د ریاضي له نګاه چه څرنګه جهان دئ ، خو رسم او تصور ئې نه سو کولئ

[quote:21a9d738f4] نو اکسيجن به هم د عرش په فضاکې وي، يو تائيد يې دادی چې د معراج په شپه که آنحضرت (ص) جسما ً عرش ته رسېدلی وي، نو هلته خو يې اکسيجن ته ضرور اړتيا لرله ! [/quote:21a9d738f4]
نه ، پتوال صاحب داسی نده ، په معراج کښي شکه نشته ، په کتاب ثابته ده چه :سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
اما جنتونو ته جسماً ندي تللئ ، هو ! په دېٖ خبرو او اخبار کښي شک نشته ( مبارک د جنتونو لیدنه کړېده )
چه دا څرنګه الله اعلم
[quote:21a9d738f4]أول المخلوقات أوبه دي ورپسې عرش او بيا قلم دى[/quote:21a9d738f4]
وَ جَعَلْنا مِنَ الْماءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَ فَلا يُؤْمِنُونَ ⊕ سورة انبیاء
څوک وايي چه اول نور د محمد ع يي پیدا کړي او څوک وايي چه اول يي قلم ..........‌ چا ویلی چه: تر اوبو له مخه یي هیڅ شئ هم ندي پیدا کړئ أن الله لم يخلق شيئا مما خلق قبل الماء دا ټوله اختلافي خبري دي ،
اما بیا هم داسي څرګندیږي چه اوبه ئې اول پیدا کړي البته ترکیب ئې ( درېٖ ضلعي +وخت ) ندئ
يعني د عرش اوبه H2O نه سو بللې ، البته اوبه دي ! (مایع ) 
د حوت یو عکس http://sneezl.com/wp-content/uploads/2008/04/taiwanwhalea.jpg
درنښت


رښتینی
16.05.2010

سم الله الرحمن الرحيم

[color=darkred:057e5177f6]له عباده بن صامت رضی الله عنه نه روایت ده دی وایی ما له رسول الله
صلی الله علیه وسلم نه اوریدلی دی چی لو مړۍ الله قلم پیدا کړاو ورته
ویی ویل : ولیکه ! هغه وویل : څه ولیکم ؟الله ورته وویل : تقدیر ولیکه
او هغه څه ولیکه چی وو او ترقیامته به وی .[/color:057e5177f6]

عن.. عبادة بن الصامت رضى الله عنه قال سمعت رسول الله (ص)
ان اول ما خلق الله القلم فقال اكتب فقال .القلم .ما اكتب قال الله غز وجل
اكتب القدر ما كان وما كائن الى الأبد

(صحيح)اخرجه الترمزى (ج4\2155......وابو دأود الطليسى (577)څ

[color=blue:057e5177f6]عباده بن صامت رضی الله عنه خپل زوی ته وویل : زویه ! دایمان دحقیقت
خوند به ترهغوپوری ترلاسه نکړی څو داباور ونکړی چی څه چی تاته رسیدل
هغه به خامخا درته رسیدل او څه چی تاته نه رسیدل هغه دی نشوای ترلاسه
کولی . ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلی دی هغه ویل چی کله
اول خدای قلم پیدا کړ ورته ویی ویل ولیکه ! هغه ورته وویل زما ربه ! څه ولیکم؟
الله جل جلاله ورته وویل تر قیامته پوری د هرشی اندازی او مقادیر ولیکه
زما زویه ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم اوریدلی دی چی څوک له دی پرته
په بله عقیده مړ شی هغه له موږ نه نه دی [/color:057e5177f6]

وعن عبادة بن الصامت انه قال لابنه..
يا بنى انك لن تجد طعم حقيقة الايمان حتى تعلم ان ما اصابك لم يكن
ليخطئك وما اخطأك ولم يكن ليصيبك سمعت رسول الله(ص)
يقول ان اول ما خلق الله القلم فقال له ((اكتب)) قال رب ماذا اكتب ؟ قال الله(( اكتب مقادير كل شئ حتى تقوم الساعة))
يا بنى انى سمعت رسول الله (ص) يقول(من مات على غير هذا فليس منى ))

صحيح اخرجه ابو دأود فى سننه( ج4 \ 4700)وكذلك الطبرانى
فى (( الكبير)) والبهيقى والضياء المقدسئ من حديث عبادة بن الصامت ..
[color=indigo:057e5177f6]
ډاکټر قرضاوی وایی :هغه حدیثونه چی په کی ویل شوی لومړۍ دا شی پیدا
شوی یا هغه بل شی په دی حدیثونو کی یو هم ندی صحیح لکه دا خبره د اهل
سنت علماوسپینه کړی ده ځکه خو یو له بل سره متناقض راغلی دی
په یوه حدیث کی راغلی چی لومړۍ الله قلم پیدا کړی دی په بل کی راغلی
دی چی لومړۍ یی عقل پیدا کړی دی او دمولو په اړه په عامو خلکو کی دا
خبره مشهوره ده چی الله له خپل نور نه یوه قبضه واخیستله او هغه ته یی وویل
چی محمد شه ! نو هغه لومړۍ مخلوق دی او له هغه نور نه اسمانونه او ځمکی
پیداشوی دی او له دی کبله په خلکو کی دا جمله مشهوره ده :
الصلوة والسلام علیک یا اول خلق الله
ان تردی پوری چی دایی داذان برخه ګرځولی ده [/color:057e5177f6]

قال الدکتور یوسف القرضاوی :

المعروف أن الأحاديث التي جاءت تعلن أن أول ما خلق كذا أو كذا .. إلخ لم يصح منها حديث واحد كما قرر علماء السنة ... ولذلك نجد بعضها يناقض بعضًا، فحديث يقول: إن أول ما خلق الله القلم... وحديث ثان: أول ما خلق الله العقل .. وشاع بين العامة مما يتلى عليهم من قصص الموالد المعروفة أن الله قبض قبضة من نوره، وقال لها: كوني محمدًا، فكانت أول ما خلق الله، ومنها خلق السموات والأرض ... إلخ . ومن هذا شاع قولهم: " الصلاة والسلام عليك يا أول خلق الله " حتى ألصقها بعضهم بالأذان الشرعي كأنها جزء منه.



20.05.2010

محترم او مکرم استاد حليمي صاحب، محترم او قدرمن وهاج صيب او نورو محترمو دينپوهانو او ټولو ګډونوالو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
له وهاج صيب نه مننه، چې هم يې ځواب ليکلی او هم يې د مولينا استاد حليمي صاحب سره له نږدې پيژندګلوے، دوستۍ او او همکاريو د لرلو زيری راباندې کړی ، جذاک الله د دوه ديني عالمانو د دوستۍ فيض ټولو ته رسيږي ، يو ځل بيا ډيره مننه !
د اَصلي سکالو په اړه دا څرګند حقيقت دی چې د الله تعالی د قدرتونو په پيژندلو سره د مومن مسلمان لپاره الهي معرفت نور هم زياتيږي !
که منئ چې الله سبحانه وتعالی ځمکه لومړی ( په ٤ ورځو کې) بيا اسمانونه او ما فيها ( په ٢ ورځو کې) او ورپسې عرش العظيم په ٧ -مه ورځ پيداکړل، چې تر اوسه خو مو الحمد ل الله منلی او منئ يې، او په دې ګې او نور ځمکه ستوري وينۍ چې هم مادي دي او هم په يورتني حساب زماني مخکې له عرشه پيدا شوي دي ([color=red:0469989685]ثم [/color:0469989685]استوی علی العرش ) !!! .
يعنې د مادي نړۍ د پيدايښت وروستی او بشپړونکی پړا اوومه ورځ يا د عرش خلقت ته ځانګړې شوې وه !
اوس که تاسو عرش له مادي نړۍ څخه باسئ او غير مادي او معنوي ابعاد ورکوئ، نو هم ووايئ چې عرش نه مادي دی او نه مادي ابعاد لري، نو ځکه مادي تکيې
لکه اوبو ته اړتيا نه لري، د عرش لاندې اوبه نه، بلکې يوه مايع ده او هغه هم مادي نه ده يعنې مادي ابعاد نه لري، نو په دې ډول به يو مخکينی سوال هم ځواب کړئ چې نوموړې مايع مادي نه ده نو بلې مادي تکيې(قاعدې) ته هم اړتيا نه لري نو ځکه هم نشو پوښتلی چې ګواکې هغه اوبه په څشي ولاړې دي !

خو که هغه غير مادي اوبه يا مايع او عرش ټول غير مادي وبولئ يعنې معنوي شي او بيا يې پيدايښت هم وروسته د خلقت په ٧-مه ورځ شي، نوپخپله د متريالستانو ملحدانو په ژرنده اوبه ور سموئ چې لږ تر لږه په زماني ډول ماده ګواکې لومړۍ او معنی وروسته پيدا شوې ، يعنې خدای مکړه ماده په معنی مقدمه ده !
حال داچې داسې هېڅ نه ده ، هغه څه چې الله سبحانه وتعالی لومړی پيدا کړی هغه ماده ، مادي ځمکه او اسمانونه نه دي !
د هغې سرچينه ددې دنيا پورې تړاو نه لري او ددې مادي نړۍ څخه ډير دمخه پيدا شوی .
خو کله چې الله تعالی ددې دنيا د پيدايښت اراده وفرمايله نو اول يې مادي ځمکه او اسمانونه او مادي مافيها او بيا يې عرش پيدا کړ ! .
او هغه څه چې د دنيا د پيدايښت نه مخکې پيدا کړی هغه روح دی !
الله تعالی رب الملائکة والروح دی او هغوی د ځمکې ستورو او اسمانونوو څخه دمخه موجود وو! دا چې هغه يواځې روح القدس از مملايکې وې او که نور ارواحان هم تر مادي دنيا مخکې پيدا شوي - دا خبره تاسو محترمو دينپوهانو ته سپارم
ومن الله التوفيق !
____________________________
ياره جلال احمد ځی صيب دومره دې په دې لاندې سمونکې ترجمه وخندولم چې
ګواکې ترفيهي= تفريحي او تفريح ته ترفيه هم ويل کيږي .
سلامونه او درناوی !



ع کريم حليمي
23.05.2010

ډېر دروند او مکرم متبحر دانشمند پتوال صاحب ، او ګران استاد قاري صاحب او مکرمو لوستونکو
ستاسو و سلامونو ته وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته وایم
[code:1:e31530d334]د اَصلي سکالو په اړه دا څرګند حقيقت دی چې د الله تعالی د قدرتونو په پيژندلو سره د مومن مسلمان لپاره الهي معرفت نور هم زياتيږي !
که منئ چې الله سبحانه وتعالی ځمکه لومړی ( په ٤ ورځو کې) بيا اسمانونه او ما فيها ( په ٢ ورځو کې) او ورپسې عرش العظيم په ٧ -مه ورځ پيداکړل، چې تر اوسه خو مو الحمد ل الله منلی او منئ يې، او په دې ګې او نور ځمکه ستوري وينۍ چې هم مادي دي او هم په يورتني حساب زماني مخکې له عرشه پيدا شوي دي (ثم استوی علی العرش ) !!! .
يعنې د مادي نړۍ د پيدايښت وروستی او بشپړونکی پړا اوومه ورځ يا د عرش خلقت ته ځانګړې شوې وه ! [/code:1:e31530d334]
او س معلومه سوه چه ما خېزک هلۍ وو ، اوس به د لمړي خلقت په باره کي څه واضح او جلي او لږ تفصلی
بیان ولیکم
قال الله تعال : هُوَ الَّذي خَلَقَ السَّماواتِ وَ الأَرْضَ في سِتَّةِ أَيّام وَ كانَ عَرْشُهُ عَلَى الْماءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَ لَئِنْ قُلْتَ إِنَّكُمْ مَبْعُوثُونَ مِنْ بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذينَ كَفَرُوا إِنْ هذا إِلاّ سِحْرٌ مُبي
مفهوم يې یا ژباړه : هغه رب دۍ چه اسمانونه او مځکه ئي په شپږو ورځو کښي پېدا کړل ، او د هغه ( الله )
عرش ئې پر اوبو قائم وو .............................
په تېره لیکنه کښي ما لیکلي وه چه : موږ عرش او کرسۍ نه سو پېژندلۍ ، دا انساني تخت او چوکۍ نه ده
دا الهي عرش د بندګانو له عرش سره نشي مقایسه کېدلی ، قران کښي مشابهات سته (آياتٌ مُحْكَماتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتابِ وَ أُخَرُ مُتَشابِهاتٌ) او په بل اية کښي فرمايي چه : رُزِقْنا مِنْ قَبْلُ وَ أُتُوا بِهِ مُتَشابِهاً
دا هم موږ نسو تصور کولای چه دابه څرنګه مېوې او دانې به وي ، ولي چه هغه چهان داسي هندسي شکل نه لري ( طول ، عرض ، ضخامت + وخت )
ممکن ده چه : هغه جهان به یوازي طول او عرض درلودنکئ وي ، او امکان يې سته چه : هندسي شکل به ئې
څلور ضلعي وي ( طول ،عرض ، کذا و کذا ) دا څلور ضلعي جهان دا معنا نه چه فزیکلي وجود نه لري
البته پنځه ضلعي جهان ته یوازي معنوي جهان نه ویل کيږي معنوي او فزیکي جهان دي
دومره خبره ده چه هلته وخت نسته ، روح د هغه جها ن څخه راځی او ا انسان په جسد کښی اوسي ، روح زړېده او زوړتیا نه لري ممکنده چه روح به پخپله یو دوه ضلعي مخلوق وي ، دئ دغه روح په بدن کښی د عمر
په حساب نه اوسیږي ، دئ د یو بلیون ضربان په تعداد اوسیږي کله چه یو بلیون ضربانه پوره سي
نو بیا نیم ۱/۲ ضربان ته هم اجازه نه لري ، او دا د ساعة خبره موږ ته متوجه ده چه : وَ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذا جاءَ أَجَلُهُمْ لايَسْتَأْخِرُونَ ساعَةً وَ لايَسْتَقْدِمُونَ
د دغه جهان هر درېٖ ضلعي مخلوق څلورمه ضلعه وخت دي
او راګرځم د عرش العظیم بحث ته
وَ كانَ عَرْشُهُ عَلَى الْماءِ ژباړه : د ده عرش پر اوبو قائم وو
مطلب دا ورڅخه اخلو چه : د ده حکومت قائم وو پر اوبو ، تر هر خلقت د مخه !، یا اول
په تیره لیکنه کي هم ما ویلي وه چه اول اوبه پیداسوېٖ او پر هغه غرش قائم وو ، داسي ئې ندي فرمایلي چه : وایی پر عرش قائم سوو ، وايي چه: کان َ عرشهُ
مکرم پتوال صاحب دا چه تاسو لیکلي چه عرش په اوومه ورځ خلق سو دا خبره د نص سره په تناقص او ټکر کي ده ، (في سِتَّةِ أَيّام ) او ( وَ كانَ عَرْشُهُ عَلَى الْماءِ )
د رب العزت حکومت پر اوبو وو

[code:1:e31530d334]يعنې د مادي نړۍ د پيدايښت وروستی او بشپړونکی پړا اوومه ورځ يا د عرش خلقت ته ځانګړې شوې وه ! [/code:1:e31530d334]
غالب ګمان کوم چه دا د یهودو په مذهبي لیکنو او روایتونو  کښی هم داسی وي ، دغه خاطر ده چه یهود ،
د جمعې په ورځ د لمر لوېدو له مخه له کاره لاس اخلي ، دوئ دا وایی چه لمر لوېدو ته د عرش خلقت تکمل او خلقت کار پوره او تمام سو

[code:1:e31530d334]خو که هغه غير مادي اوبه يا مايع او عرش ټول غير مادي وبولئ يعنې معنوي شي او بيا يې پيدايښت هم وروسته د خلقت په ٧-مه ورځ شي، نوپخپله د متريالستانو ملحدانو په ژرنده اوبه ور سموئ چې لږ تر لږه په زماني ډول ماده ګواکې لومړۍ او معنی وروسته پيدا شوې ، يعنې خدای مکړه ماده په معنی مقدمه ده !
حال داچې داسې هېڅ نه ده ، هغه څه چې الله سبحانه وتعالی لومړی پيدا کړی هغه ماده ، مادي ځمکه او اسمانونه نه دي !
د هغې سرچينه ددې دنيا پورې تړاو نه لري او ددې مادي نړۍ څخه ډير دمخه پيدا شوی [/code:1:e31530d334]
هغه اوبه مادي ابعاد لري : زه داسي وایم چه : هغه جهان یا دارلبقا او عقبیٰ ممکن دوېٖ ضلعي ولري او مادي
جهان دئ او وي به . رب العزت الماء یاديکړي ، هر مایع ته الماء ویل کیږي یوازي دغه h2o مراد نه دئ
څلور ضلعي جهان یوه تصوري خبره نده ، بلکي هغه جهان د مادي نړۍ دوهم پړاو دي طبعا ئې ضلعي باید ډېري وي او پخپله دا پنځه ضلعي دارلبقا او عقبیٰ تشریحه کېدلی هم نشي لکه هر متشابه

او دوهمه : تاسو د مادېٖ او معنیٰ خبره کړېده
رب العزت هر شئ جوړه جوړه خلق کړيدي ،
مکرم پتوال صاحب ، زه اصلا نه پوهیږم چه دلته کومه بارکي پرته ده ؟ که ماده لمړۍ شي او که معنیٰ 
رب خو د حساب رب هم دئ چاته معلومه ده ، که ئې اول د حساب علم پېداکړئ وو
درنښت


ذبیح الله
24.05.2010

درنو او محترمو ورونو السلم علیکم!
دیره مننه، دیرې خوندورې لیکنې



25.05.2010

سلامونه درناوی او نېکې هيلې مې محترمو استادانو، دينپوهانو او ګرانو لوستونکو ته ، په تيره بيا محترم او کرم مولينا صيب حليمي ته وړاندې کوم !
زه د[quote:c8a6c0fcec] ثم استوی علی العرش [/quote:c8a6c0fcec]په عصري (اوسني) تفسير نه پوهيږم، چې دلته [color=blue:c8a6c0fcec]ثم [/color:c8a6c0fcec] له څشي وروسته ښيي او
[color=red:c8a6c0fcec]ستوی علی العرش[/color:c8a6c0fcec] څنګه ژباړئ ؟
ژباړه مهمه ده چې سمه وشي څو پرې سم پوه شو، نورې شخصي خيالات ښايي د اوريدلو وي خو منل يي مباح ، مکره او يا حرام هم وي .
مثلآ زه کله کله دا فکر کوم چې نن سبا د خلقت په اړه ساينسي نظريات دا هم وايي چې ١٠ په طاقت د ٥٠٠ کايناتونه په يو ځل سره الله تعالی خلق کړل، نو په دې هر يو کې په داسې ستوري ضرور وي چې ښکلا ، رنګينۍ او نعمتونه يې له ځمکې څخه زر ځلې ډيره وي او يو بخښلی روح په هره ثٍانيه کې هر کايناتو او هر ښکلي ستوري ته رسيدلی شي، په داسې حال کې چې بيا مرګ هم نه لري، نو آيا همدا جنت او جنتي ژوند نه دی چې د ايمان په زور ورته له مړينې وروسته مؤمنان رسيدلی شي؟؟؟
و الله اعلم !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more