نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کرزی تابوسه بر رکابی قزل ارسلان زند
ډاکټر څپاند
10.05.2010
هفت کرسي فلک نهد انديشه زير پا***تابوسه بر رکابی قزل ارسلان زند
کرزی د يوه "زرګري" جنګ روسته ،دتورو او سپينو پښو د مچولو لپاره بيا
واشنګتن ته ورغی٠
پداسې حال کې چه موږ لږيا يو تلاش لرو ددښمن د توطو او دسايسو له امله
افغان ولس په ملامت اوسلامت،افغان غير افغان،کمونست او اخوان الشيطين،
طالب او غير طالب او نور اونورو ډلو وويشو ٠د ISI،KGB، او CIA
ددسايسو ملامتيا دخپلو هيوادوالو په غاړه ور بار اودلعنت او لعنتي
القاب ور نثار کړو٠دادی بيا د افغاني جامعئ دبدبختيو په دوام کی،ددئ ناولې
معاملې يو فعال عنصر ،ددې دسايسو دلا ښه او په بريا سره دپلي کولو لپاره،USA ته ولاړ چه "خدای مکړه" دټيلفون،تلويزيون،انټرنټ او لسګونو نورو وسايلوله لارئ د خپل بادار نه دهداياتو د ترلاسه کولو ،داحتمالي رسوائئ مخه ونيسي٠
په عراق کی پداسی حال کی چه شيطاني قوتونه دمطلقې ماتې سره مخامخ
ول،ستر شيطان خپل زوړ،تاريخ ځپلې مګر کاري وسله په ډير مهارت سره
پکار واچوله٠عراقيان ئي د سني،شعيه،کردستاني،بعثي او نورو ډلو ويش او
وجنګول او خپله ورته په "لوړه غوڼډۍ" دتماشئ لپاره ناست دي٠
په ډيرۍ خواشينئ سره ليدل کيږي چه ورسته له دومره ناخوالو او څه دپاسه
درې لسيزو جنګ جګړې ،لاهم زموږ "روښان انده،پوه اوتعليميافته"هيوادوال
دزړو چالونو ښکار دي٠
لوئ خدای (ج) دې پخپل رحم او کرم سره موږ ته "عقل"راکړي!
ډاکټر څپاند
11.05.2010
درنوهيوادوالو،
دګوډاګي اوږد سفر، دځينو اخباروالاو دليکنې پا اساس دمخالفينو سره داړيکو
په خاطر سرته رسي،
[quote:aa8d895025]
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر اساس چې د ولسمشر دواړه مرستیالان محمد قسیم فهیم او کریم خلیلي له طالبانو سره د روغې جوړې له خبرو سره مخالفت ښيي، ورځپاڼه د دوی له قوله لیکي چې که د طالبانو پښه د حکومت په دننه کې شریکه شي ښايي ولسمشر کرزی ووژل شي.
یو شمیر امریکاي چارواکي هم اوس له طالبانو سره د خبرو وخت نه بولي او وايي طالبان له یو لوري یو موټی ندي اوښایي خبرې کول ورسره کومه د پام وړ پایله ونلري، او بله داچې طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کیږی اوله ۲۰۰۴ راهیسې یې ډېر پرمختګونه کړي او پدې باور دی چې لوبه ګټي، نو ځکه هم د خبرو دپاره زړه نه ښه کوي[/quote:aa8d895025]
دکابل دادارې دګوډاګيتوب په هکله بحث ته حاجت نشته٠
مګر د مخالفينو په هکله ليکلی شم چه:
1-دهيواد عام ولس
2-دازادئ جنګيالي
3-دISI او دCIA تر لارښونې او کنترول لاندې "مسلح مخالفين"
دعام ولس په هکله شک او ترديد وجود نلري٠
خو د CIA او ISI تر رهبرئ لاندې پلورل شوي "جنګيالي" او دهغو پيژندنه
ډيره ګرانه بريښي٠
په لنډه توګه ويلی شم چه دافغان ولس او زموږ دګران هيواد دښمنان په لاندې
ډول پيژندلی شو:
١ -اشغالګر او دهغو ملاتړ دولتونه لکه اسرايل ،روس،سعودي عرب،پاکستان
هند او دوي ته ورته هيوادونه٠
٢ -زموږتاريخي دښمنان ،ايران ، پاکستان اونور
٣ -هغه ليکوال چه د پورتنيو ياد کړی شويو دشمنانو په سيخ يا ناسيخه ډول
استخدام کړي او پدې سايټ کې داسلام دسپيڅلي نوم نه په غلطئ اومنافقت
سره سو استفاده کوي٠
17.05.2010
[quote:4b2e2692a3]
د ISI،KGB، او CIA
ددسايسو ملامتيا دخپلو هيوادوالو په غاړه ور بار اودلعنت او لعنتي
القاب ور نثار کړو٠دادی بيا د افغاني جامعئ دبدبختيو په دوام کی،ددئ ناولې
معاملې يو فعال عنصر ،ددې دسايسو دلا ښه او په بريا سره دپلي کولو لپاره،USA ته ولاړ[/quote:4b2e2692a3]
ثابت صيب همدغسې په حقه خو تا هم دکرزي ډله د CIA تابع بللې، او د ناوليو معاملو لعنتی دې پرې ورولی دی، نو نه پوهيږم چې ستا ستونزه په څه کې ده؟
او که ته وايې چې صرف د CIA په مزدورانو لعنت روا او د ISI، او KGB
په لاسپوڅو روا نه دی ، که څنګه ؟؟؟؟؟
ډاکټر څپاند
18.05.2010
[quote:8ba7f7bd48]بت صيب همدغسې په حقه خو تا هم دکرزي ډله د CIA تابع بللې، او د ناوليو معاملو لعنتی دې پرې ورولی دی، نو نه پوهيږم چې ستا ستونزه په څه کې ده؟
او که ته وايې چې صرف د CIA په مزدورانو لعنت روا او د ISI، او KGB
په لاسپوڅو روا نه دی ، که څنګه ؟؟؟؟؟[/quote:8ba7f7bd48]
نه پتوال صيب،
KGB،CIA ،ISI او دو ته ورته دوزخي سازمانونه،ټولو دافغان ملت د بربادۍ
په جرم کې شريک دي٠خونن سبا KGB او ISI دCIA صادق او په ګوڼډو شوي نوکران دي٠
سره ددی چه موږ ئي توپير نه وينو،مګر دجنګ دډګر قومندانان او سرتيري
مساوي جرم نشي لرلی!
24.05.2010
[quote:18ec9824f4]او دو ته ورته دوزخي سازمانونه،ټولو دافغان ملت د بربادۍ
په جرم کې شريک دي٠خونن سبا KGB او ISI دCIA صادق او په ګوڼډو شوي نوکران دي٠
[color=red:18ec9824f4]سره ددی چه موږ ئي توپير نه وينو،مګر دجنګ دډګر قومندانان او سرتيري مساوي جرم نشي لرلی![/color:18ec9824f4][/quote:18ec9824f4]
KGB د شوروي د وخت د جنايتونو په تړاو ياديږي ، نه د اوسني، او ISI د پاکستان د ملي ګټو په برخه کې CIA ته په ګونډو شوې نوکره نه ده، که نه
اسامه او ملا عمر به يې لاس تړلي ورسپارلي وای او طالبان به يې هم سولې ته ور سره اړويستي وای !
و.افغان
24.05.2010
[quote="پتوال"][quote:19684f1897] او ISI د پاکستان د ملي ګټو په برخه کې CIA ته په ګونډو شوې نوکره نه ده، که نه
اسامه او ملا عمر به يې لاس تړلي ورسپارلي وای او طالبان به يې هم سولې ته ور سره اړويستي وای ![/quote:19684f1897]
پتوال صاحب:
پاکستان سياستوال لري، پوه مسلکي او په دين او وطن مين خلک لري، مونږ څه لرو؟
زمونږ اکثره سياسي او مسلکي شخصيتونه چې کله د ديني او ټولنيزو مسائلو په هکله
خوله پرانيځي؛ نو پرته له چټياتو يې له خولې بل څه نه ووځي.
دا حقيقت دی، چې بايد اعتراف پرې وکړل شي.
د پاکستان د هوښيار او ځيرک سياست، او د اسلامي دولتونو سره د سالمو بين المللي
اړيکو لامله نن ټوله اسلامي نړۍ د پاکستان تر شا ولاړه ده، او پاکستان ته لکه
د مخکې په شان د مسلمانانو د وروستي مورچل په سترګه ګوري.
د دې لوی مسؤوليت په وړاندې چې پاکستان يې درانه په خپله غاړه اخيستي
دي، د اسلامي دولتونو لپاره بېتفاوته ده، چې پنجابي راجکوماران له افغانانو سره له
څرنګه سياسته کار اخلي.
زمونږ سياستوالو د ترقۍ په پلمه داسې غټ غټ ټوپونه ووهل، چې هم يې ځانونه
وشکول، هم يې ملت او وطن ټوټې ټوټې کړ، لومړی ټوپ خو کمونستانو وواهه، چې
د وطن مسلکي او سياسي خلک شمېرل کېدل، بلکه ځان پړه په هغوی نه غورځيږي،
پړه په ظاهر شاه او داود خان چې د هغوی د رشد لپاره يې زمينه برابره کړه، او له اسلامي
نړۍ سره يې روابط وشکول، نن زمونږ کرزی او د هغه غربي ملګري بيا هم هماغه غلطي
تکراروي.
د اسلامي دولتونو سره مونږ د احترام متبادل په نظر کې نيولو سره سالمو اړيکو ته
خورا زيات اړتيا لرو، پاتې شوه د ترقۍ خبره؛ نو په تدريجي ډول سره کولای شو چې
پرمختګ وکړو، غربيانو هم په يو کال دوه کالو کې ترقي نه ده کړې، هغوی د ترقۍ
لپاره اوږده نه ستړيکېدونکې مبارزه کړې ده، هغوی ته خو د مسيحيت د
محرف دين خنډ وو، الحمد لله زمونږ په دين کې خو دغه مشکل هم نشته، بلکه اسلام
تر هر څه مخکې هر رنګه ترقۍ او پرمختګ ته لار هواروي، ستونځه يواځې د ځينو
مسلمانانو په هغو غلطو جامدو مفاهيمو کې ده چې په خپلو اذهانو کې يې له اسلامه
لري، د دغو مفاهيمو اصلاح کول غواړي.
په څومره سرعت چې د خلکو د مفاهيمو اصلاح رامنځته کيږي؛ په هماغه اندازه په
ټولنه مخ پر وړاندې ځي.
په درنښت
ډاکټر څپاند
25.05.2010
وهاج ساپی صيب سلام،
پاکستاني سياستول،
پدې کې شک نشته چه پاکستاني سياستوالو په پوره مهارت سره دخپلو ګټو
دتامين لپاره کار کړی او کوي٠
مګر په افغاني سياستوالو څه شوي؟
ټولو ته بايد جوته وي چه دروسته پاته هيوادونو رسئ دپرديو په موږي پورې
تړلې ده٠نو که سياستوال دموږي دڅښتن لپاره قربانۍ ورکوي،په مقابل
کې انعامونه هم ترلاسه کوي٠
مګر افغان ولس دخپلې سرتمبګئ په وجه تل مدام د زورورو سره ښکر په ښکر
شوي دي٠
امان الله خان دوخت دستر قدرت ،انګريز سره ډغرې وهلې٠
داود خان هم ،مخکې لدې چه پوه شي چه د شوروي دولت دذوال په حالت کی
دی،امريکې ته ئي شا کړه٠
سره ددې چه ډير خلک پدې فکر کې دي چه دثور کودتا دروسانو کار وه،مګر
ځما په اند دا د امين يوه احمقانه ماجرا جوئي وه اوبس٠
اسلامي هيوادونه لکه سعودي،امارات،مصر اونور دکلونو راهيسې دانګريز
او امريکې تر قيادت لاندې ول اودي٠
افغانستان اوسمهال دغرب تر اشغال لاندې دی،نو په طبيعي ډول به
غرب ته دوفادارو يا بهتره ووايو ،په اسلامي هيوادو کې دغرب لخوا د
تحت الحمايه رژيمونو سره ،ښه مناسبا ت ولري٠
دادافغانستان "ناوړه"جغرافيائي موقعيت دی چه غرب د قربانئ لپاره انتخاب
کړی دی٠ زما په اند،که افغانستان ګواکې هوښيار سياستوال هم لرل او دعربو
تحت الحمايه رژيمو سره ئي ،دپاکستان پشان ښه روابط درلودلې،بياهم ،غرب
دې ته "ضرورت " لاره چه افغانستان "قرباني" کړي٠
اوس څه؟
اوس موږ ته لازمه ده چه دخپلو پخوانيو تيروتنو نه زدکړه وکړو او د دشمنانو
دتوطئو ښکار نشو٠
پخوانيو کمونستانو،اخوانيانو او نورو ځواکونو خپل تاريخي درسونه اخيستي٠
که يو وائي چه لعنت پرکمونستانو اوبل ووائي چه لعنت پر اخوان الشيطين
دا شعارونه دخلکو تر منځ درزونه زياتوي٠
که پرونی کمونست،اخوانی،طالب اونور پدې اعتراف وکړي چه خطاوې ئي
کړي،دهغو دمحدودو رهبرانو او خطرناکه قومندانانو نه بغير،نور ټول ديوې
کورنۍ غړي دي او هر يوه پخپل نوبت ددې خاورې لپاره قربانۍ ورکړي،
مګر تاسو پدې عقيده ياست چه په لسګونو زره خلقي-پرچمي "شهيدان"
ټول ددې هيواد دښمنان ول؟؟؟؟
pattang
25.05.2010
[quote:1688a4778b]اسامه او ملا عمر به يې لاس تړلي ورسپارلي وای او طالبان به يې هم سولې ته ور سره اړويستي وای ![/quote:1688a4778b]
لدې څخه هم بله ناولې جمله شته ?
څوک ديوه ملک طبع بېله قانوني محکمې او سبوت څخه ور سپاري ??
او ولې يې ور سپارې ? که سپارل وينو پښتنو ته به وي نه اشغالګرو ته.
طالبان له چا سره سوله وکړي ? داشغالګرو له اجنټانو سره ? او که دسر لوڅو
کون لڅو دېموکراتانو سره چې په کابل کې په يوه دالر درې وارې پرې وزي ٠
طالبان بايد اشغالګر له ملکه وباسي ، که دسولې خبرې ورسره وشي نو بيا خو
يې اشغال قا نوني شه او دجنګي جنايتکارانو شمله لوړه شوه .
پر داسې حال کې حق بر بريت اوناحق ته تسليم شه او ايات او احاديث بې اهميته
شول٠
نه !دوی بايد بې له قيد او شرطه څخه زمونږ هېواد پرېږدي ، مونږ پوه شه اوکار مو٠