د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملي روغه جوړه؟یعني څه؟

هیښ
10.05.2010

ملي روغه جوړه؟یعني څه؟

دا ډول پوښتنه هغه وخت مطرح او بحث ته اچول کیږي چې د یوه خپلواک هیواد په داخل کې د مختلفومتخاصموډلو ،ګروپونواو جبهو ترمنځ دقومي ،مذهبی،اتنیکي ،ژبني او اډیولوژیکي اختلافونوپه اساس مسلحانه برخوردونه او تصادمونه جریان لري ،تصمیمونه او پریکړې دټوپک او اسلحې په وسیله نیول کیږي او دملي ګټو او ارزښتونو په ځائ ګروپي،تنظیمي،ګوندي او سازماني منافعوته اولویت او برتري ورکول کیږي. دعقل او پوهې په ځائ ،جهالت او ړوند تعصب په ټولنه کې حاکم وي ،د میړانې ،شهرت او قدرت معیار زور او زر ګرزیدلي وي اود ټولنې نه ددښمنو ډلو او ټپلو د جګړو او تیریو ډګر جوړشوئ وي.کله چې متخاصمې ډلې دجنګ ددوام څخه ستړې شي او عقل ئې دپوندو نه سرته راپورته شي اوپه دې متیقین شي چې جنګ اوزور په ټولنه کې ذات البینی مسائیل نه یوازې حل کولائ نه شي ،بلکه ټولنه دیوه لوئ ناورین کندې ته ورغورځوي او همدارنګه عام خلک هم نور ددې جګړه مارانو دجنګي پالیسۍ په نارواتوب اګاه شی او دملاتړ او همکارئ په ځائ ورڅخه نفرت او کرکه کوي ،نو دجنګ او خشونت دختمولو له پاره دملي روغې جوړې غږرا پورته شي او دسیاسي ،اجتماعی او امنیتي مسائیلو د حل دپاره دوسلو په ځائ دمذاکرو او مباحثو لاره غوره کړي.

یعني ملي روغه جوړه دیوه خپلواک هیواد دداخلی جنګونو اونظامی کشمکشونو د ختمولو له پاره دذیدخلو لوریو ترمنځ دخبرو اترو او مذاکراتو په بنسټ دمعضلو او پرابلمونو دحل دلارو لټول او پیاده کول دي .

دافغانستان په روانه تراژیدي کې دملي روغې جوړې مطرح کول داسې مانا ورکوي چې طراحان ئې یا دملي روغې جوړې په مفهوم نه پوهیږي او یا اګاهانه غواړي په افغانستان کې دبهرنیو متجاوزینو او اشغالګرانو وجوداو دهغوئ تپل شوې ادارې ته ددا ډول طرحو په وړاندې کولو سره دمشروعیت او قانونیت بڼه ورکړي ،ترڅو که وکولائ شی په دې وسیله دخلکو او نړیوالو اذهان اغوا او دتجاوزګرانو او اشغالګرانو دیوویشتمې پیړۍ وحشت او جنایت د دیموکراسۍ او بشر دوستۍ تر زرینو شعارونو لاندې پټ وساتي او د افغانستان بحران د یوې داخلي افغاني لانجې په شکل تصویر کړي او دڅو څلویښتو بهرنیو استعماري ملکونو دیولک نه زیات په کمیاوي ،بیولوژیکي ،اتومي او مدرنو الکترونیکي سلاوو تر غاښونو مسلح عسکرو موجودیت ،ددوئ په وسیله تنظیم شوې اوپلان شوې عام وژنې اوبربریت ،دافغانستان په ټولو سیاسي ،اقتصادي ،فرهنګي او امنیتي ساحو باندې دغربیانو مطلق حاکمیت او په مزدوره اداره ددوئ مستقیم نظارت او امریت دحقیقت نه په سپین سترګئ او بې شرمئ انکار وکړي .
په افغانستان کې دملي روغې جوړې نارې وهونکی دهغه طبیبانو او ډاکترانو مثال لری چې دناروغ دمعایني ،تشخیص او دیاګونیزئ نه مخکې دنسخو لیکل او درملونو تجویز ورکوی ،حال داچې دیوه ناروغ دعلاج او تداوئ دپاره او ل باید دهغه ناروغي او علتونه ئې معلوم شي ،بیا دمرض مطابق ددرملواو دهغې داستعمال تابیا ونیول شي.

داسې ښکاری چې زموږ دسیاست ډاکتران تراوسه په دې نه دي توانیدلي چې د ناروغ اوپه زخمونواووينو کې لت پت افغانستان ناروغي تشخیص کړي او دا درک کړي چې دا دکوما حالت ئې دداخلي ارګانو دنه فعالیت کولو له امله منځ ته راغلئ او که دبهرنه دځنګلي وحشیانو او درندګانو د داړلو او حملواودپردیو مصنوعي ارګانونو دپیوندولو اوغلطو عملیاتو له امله په دې مصیبت باره حالت کې واقع دئ.

که دافغانستان اوسنئ غمجنه وضعیت دشخصي ،ګوندي او نفسي غوښتنو او امتیازونو نه لوړ وارزوو ،موجوده حالت دقومي ،ژبني ،مذهبي ،اډیولوژیکي او توکمي مسلحانه برخوردونو زیږنده نه دئ چې لوبغاړي ئې افغانان وي او دافغانستان په یوه معینه پارټۍ ،یاتوکم او یا اډیولوژي پورې تړلي وي او ددې تړلتوب په اساس ئې جنګ ته بډې وهلې وي او دددې جنګ دختمولو له پاره ددوئ ترمنځ خبرې او مذاکرات به په یوه توافق او تفاهم بدل شي او ملي روغه او جوړه به حاصله شي ،بلکه په افغانستان کې په جګړه کې یوه لوري ته یومظلوم ،تش لاسئ ،غیور او فداکاره افغان وولس دئ او بل لوري ته بهرني وحشی،جنایتکاره او دانسانیت ضد غربی ښکیلاکګران او اشغالګران دنړئ خور امپریالیزم امریکا تر مشرئ لاندې دي چې دا افغان سوځوونکئ اورئې بل کړئ دئ .

په افغان وولس تحمیلي او تپل شوې جګړه ، روان مصیبت او دهغه په مقابل کې دافغان وولس برحقه مقاومت او مبارزه دغربي امپریالستي وحشیانه تجاوز او ددوئ په وسیله دافغانستان د اشغال له امله منځ ته راغلې ده ،چې دټولو انساني ، حقوقي،ملي اوبین المللي قبول شویو اصولو او موازینو خلاف ئې صورت موندلئ دئ .نو کله چې یو هیواد اشغال شوئ وي او ملي مقدسات او ارزښتونه(ازادي ،خپلواکي ،دخاورې بشپړتیا ،کلتور اوتاریخ ) ئې د ښکیلاکګرو له لوري تر مستقیم تیري لاندې واقع شوي وي، دملي په نامه نور څه نه دي پاته شوي چې دیوه ملت هویت اووجود ثابت کړي بلکه هرڅه داشغالګرانو دولکې او حلقې لاندې ظهور پیدا کوي اوهرڅه دپردیو او دبل په واک کې دي .

په داسې حالت کې یوازې دملي مبارزې اومقاومت مفهوم واقعیت لري او نور ملي ارزښتونه تر پښو لاندې شوي او یوازې خیالي او تبلیغاتي اهمیت لري چې دواقعیت په ډګر کې وجود نه لري .یعنی که داشغال په صورت کې څوک ځانونه ازاد او خپلواک بولي او یا دارضی تمامیت او ملي فرهنګ څښتنان ځانونه بولي یا به دملي ارزښتونو له مفهوم نه ددرک کولو دتوان نه عاجزه وي او یا به په ضد ملي صف کې دتجاوزګرانو اواشغالګرانو مسلکي چپړاسیان وي چې دخپل ناوولي ژوند بقا به دخپل وطن په اشغال اود پردیو په چوپړ کې ویني او دوجداني مسؤلیت دتفکر څخه به خالي وي او دوولس او وطن سره هرې جفا اوخیانت ته به دملي رنګ ورکوي.
بناءًداتحمیلي اونابرابره جګړه دتجاوز او اشغال په ضد جګړه ده چې دافغان وولس له لوري دمقاومت دجبهې تر رهبرئ لاندې دخپلې ازادۍ او خپلواکۍ دحاصلولو اودخپلې خاورې نه داشغالګرانو دشړلو له پاره جبراً په مخ بیول کیږي او ددې جګړې ختمول هم هغه وخت ممکن دي چې دجګړي دمنځ ته راتګ عوامل چې دغربیانو وحشیانه تجاوز او اشغال دئ له منځه ولاړشي ٠ په دې اساس دملي روغې اوجوړې ترنامه لاندې فرمایشي اونمایشي مداریتوب نه یوازې دافغانستان مشکل نه شي حل کولائ ،بلکه دجګړې داوږدوالي او دیرغلګرو دنور وحشیتوب دپاره زمینه برابروي.

دا وحشیانه جګړه دغربي نویو استعمارګرانو دمستقیم تجاوز او د افغانستان داشغال سره را شروع شوې ده اوددوئ ناولئ حضور اووجود زموږپه پاکه خاوره کې ئې اصلي عامل او علت دئ او هلته به ختمیږي چې دې تجاوز او اشغال ته دپائ ټکئ کیښودل شي او افغان وولس دکاملې ازادۍ او خپلواکۍ مقدس هدف ته ورسیږي.

له دې کبله په افغانستان کې دروغې اوجوړې خبرې اومذاکرې هغه وخت مثبته نتیجه ورکولائ شي ،چې دقضیې دښکیلو لوریو یعنی افغان وولس چې دمقاومت جبهه ئې رهبري کوي او اشغالګرانو ترمنځ داخبرې مستقیماً پیل شي او اصلي محورئې دافغانستان د ازادۍ اوخپلواکۍ حاصلول ، داشغالګرانو بې له قیده اوشرطه وتل او افغان وولس د خپل برخلیک په هکله دازا د تصمیم نیولو او پریکړې کولود حق څخه برخمن شي او دا فطري حق ئې تاءمین او تائید شي.

مننه

د،ب،هيښ

[color=white:aaad3c1ab2]دبحث درنو ګډونکوونکو!
پورتنئ مضمون ما دټول افغان او بینوا پاڼو ته لیږلئ وو ،چې دبینوا دپاڼې له لوري نشر شو ،لاکن زه نه پوهیږم چې ټول افغان دکومو ملحوظاتو له امله خپور نه کړ.ما دټول افغان دادارې نه دنه نشریدو دعلت په هکله پوښتنه وکړه ،چې متاءسفانه کوم ځواب مې تر لاسه نه کړ.په هر حال داچې دملي روغې اوجوړې ترنامه لاندې ډنډورې دارګ دامریکائې مستخدمینو اوځینو نورو کړیو له لوري په ډیر زوږ سره روانې دي ،نو دا مضون کټ مټ دبحث دپاره کیښود ،ترڅو ګډونوال دملي روغې اوجوړې په ډرامه چې په راتلونکوکې به اجرا او نمایش ته کیښودل شي، خپل نظرونه وړاندې کړي .

په درناوي[/color:aaad3c1ab2]



10.05.2010

د تاييد ټکي او د هغوی نتيجې :

[color=red:fd1a4b312b]١ - ملي روغه جوړه دپرديو د قدرت په موجوديت کې نشي کېدای ![/color:fd1a4b312b]
لومړۍ نتيجه :
ځکه خو د طالبانو د قدرت په ٦ کالو کې ددوی او شمالي ټلوالې ترمنځ ملي روغه جوړه ناممکنه پاتې شوه او کورنۍ جګړه هم ختمه نشوه!

دويمه نتيجه :
اوس هم ملي روغه جوړه د بهرني ځواکونو په شتون کې امکان نه لري، بلکې د هغوی له وتلو وروسته ممکنيږي ، نه مخکې!

دريمه نتيجه :
د روانې جګړې لامل دواړو خواو ته د بهرنيو هيوادونو لاسوهنه او د بهرنيو استخباراتو ګوډاګيټوب تشخيص شوی، چې د بهرنيو ځواکونو
تر وتلو وروسته به هم دواړو خواو ته دوام لري او دوام يې لرلی دي، نو بيا هم لکه څنګه چې د طالبانو د قدرت په وخت کې ملي سوله
منځته رانغله ، اوس هم ديوه اړخ يا بل اړخ په مشرۍ ملي سوله منځته نشي راتلای !

څلورمه نتيڅه :
د بهرنيانو له وتلو وروسته ملي روغه جوړه منځته راتلای شي، اړينه ده او بايد منځته راشي ، خو په يو شرط چې:
الف : ملي پوځ تقويه شي او د لويې جرګې له لارې يو بيطرفه ملي حکومت جوړ شي، [color=blue:fd1a4b312b]چې نه به د امريکا ګوډاګی حکومت وي او نه د پاکستان ګوډاګی .[/color:fd1a4b312b]
ب : بيطرفه ملي حکومت مخالف اړخونه، ګوندونه او ټولې سياسي ډلې سراسري
ملي پخلاينې او روغې جوړې ته راوبولي اوپه ګډه سره د ملي روغې جوزړې يو پراخ بنسټه حکومت جوړ کاندي !
له يوې ګډې انتقالي دورې وروسته د ملت په ملاتړ د آزادو انتخاباتو له لارې د ٥ تقيني کلونو له پاره دحکومت واګي تر لاسه شي !

نور د تاييد وړ ټکي او نتيجې به يې وروسته ګورو !

و من الله التوفيق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more