د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ډالرو مینان !!!

رښتینی
08.05.2010

.

رحمان بـــــــــــا بـــــــــــــا وایـــــــــــــــــــــــــی :

ښــــــــــــــــــــــــــــــــه ده ښــــــــــــــــــــــــــــــــه ده دا دنیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا
چی توښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ده دعقبــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا

درحمان با با ددی جالب او صوفیانه شعر په لومړۍ برخه کی خو به شاید
کافر اومسلمان دواړه متفق وی چی بلکل همداسی ده ښه ده اوبیخی ښه
ده دا دنیا ...... ولامجال للریب والشکوک فیها قطعا او ځینی خو به لاووایی
چی هلکه داد شاید اوباید توری دی دلته نه لګیږی داګردسره ټول یقینییات
دی دلته دظنیاتو مجال او مقال نشته یعنی بیخی لیونیان هم په دی حقیقت
آګاه دی چی : ښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ده ښــــــــــــــــــــــــــــــه ده دا دنیا........

اما د حضرت عبدالرحمن بابا رحمة الله علیه دشعر په دویمه برخه کی ممکن
اختلاف شتون ولری ځینی علماء او مشائخ په دی اند دی چی بلکل داد نیا
داخرت توښه ده او په همدی دنیا سره کولی شو ځان ته داخرت ماڼۍ او بلډ
نګونه ساز او ودان کړو ځینی له دی علماو نه خو وایی چی بیخی همدا دنیا
داخرت له پاره کارګره ختلی شی نور هیڅ نه ......

هغه علماء او محدثین چی دا نظر لری دڅو نومونه یی په لاندی ډول
درپیژندلی شو:

پروفیسور .....(دپروفیسور عربی جمعه نده راته مالومه ...) جامع المنقول
وغیر المنقول خوجه صاحب صبغت الله جان ، ښاغلی استاد اییییساف
او موترم ربابی ( که کومه لیکنیزه تیروتنه په نظر درغله سمونه یی پرتاسو)

دوی وایی : ښه ده ښه ده دا دنیا او ددی حقیقت له منلو وروسته موږ پردی
باور لرو چی دا نیا داخرت توښه هم ده او که موږ ددی توښی په فکر کی نه
وی نو په دی سپینو ږیرو به ولی په دی خړو ډالرو پسی لالهانده او
سرګردانه وو موږ خو اصلا همدی داخرت غم ...! دی ته اړ کړی یو چی ددی
دنیا له پاره له هرڅه تیرشو او په ډالری بڼه دهغه له پاره توښه برابره کړو

[img:5fe4e611c5]http://sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-snc3/hs543.snc3/29750_124674277545157_100000077550140_330259_7112897_n.jpg[/img:5fe4e611c5]

پاتی لری او هغه ستاسو له نظرونو وروسته



12.05.2010

ياره حامد صيب الله تعالی دې ژوندی، ګړندی، تکړه، تازه ، په اندازه خوښ ، نيکمرغه او بريمن لره او پداسې ښو سکالوګانو دې ستر اجرونه په برخه شه !

ددنيا په اړه خو زه وايم :
لکه څنګه چې انسان له مردارې او بوينې خټې څخه پيدا او په وينو زوو کې لېت پېت زيږول کيږي ، د يو بې وسه، لکه نور حيوانات دئ هم د يودنيوي چټل ، غولن، تيزن او پسکن بوين موجود په ډول رامنځته کيږي، خو په يو فرق سره چې :
انسان عقل او شعور لري، نو مسوليت هم، او د مسوليت د پوره کولو په زور او ځواک د دنيوي حيواني ژوند له کړيو، بند او نفسي زولانو څخه د وتلو او نجات چانس لري ، که نه نو ددنيوي حيواني موجوديت په خسران کې ښکيل پاتې کيږي او د بي مسوليته عقل په لرلو سره تر دې لا هم بدتر !
مونږ بايد دنيا همدومره او ددې له پاره جدي ونيسو چې ددغه نجات توخه او په همدې لار کې يې قربان کړو، نه يواځې دنيا، مال او زر، بلکې سر ، ځان او روح د الله تعالی په لاره کې فدا کړو ، ايمانا ً، فکرا ً ، عملا ً او قولا ً ، څو ددنيوي موجوداتو له تل او اسفل څخه ووځو او له ابدي زيان او خسران څخه وژغورل شو !
و من الله التوفيق !


pattang
12.05.2010

[quote:6037410288]لکه [color=brown:6037410288]څنګه چې انسان له مردارې او بوينې خټې څخه پيدا او په وينو زوو کې لېت[/color:6037410288] پېت زيږول کيږي ، د يو بې وسه، لکه نور حيوانات دئ هم د يودنيوي چټل ، [color=red:6037410288]غولن، تيزن او پسکن بوين موجود په ډول رامنځته کيږي، [/color:6037410288]خو[/quote:6037410288]

واوا پتوال خانه !
دا اشرف المخلوقات خو دې ښه بې پته کړی ، داولې ???
انسان له ډېره محبته او طبعي ميله پيداکېږي ، ته لکه چې تر اوسه پرې خبر نه يې ! که څرنګه ?



13.05.2010

پتنګ خان صيب جمله دې نيمه راخيستې، ځکه چې په دويمه نيمه کې ستا ځواب داسې په ځای شوی چې :
[color=blue:10820a41de]انسان عقل او شعور لري، نو مسوليت هم، او د مسوليت د پوره کولو په زور او ځواک د دنيوي حيواني ژوند له کړيو، بند او نفسي زولانو څخه د وتلو او نجات چانس لري ،[/color:10820a41de] که نه نو ددنيوي حيواني موجوديت په خسران کې ښکيل پاتې کيږي او [color=red:10820a41de]د بي مسوليته عقل په لرلو سره تر دې لا هم بدتر ![/color:10820a41de] نو ځوانه همدغه عقل اومسوليت دی چې انسان ته پرې اشرف المخلوقات ويل شوی، که نه له بي مسوليته عقل په لرلو سره تر حيوان هم بدتر ګڼل شوی !
اوسني فرعونيان هيټلر او ستالين تر حيواناتو بدتر نه وو، فرعون ، نمرود او شداد تر حيواناتو بدتر نه وو ؟؟؟؟
[color=yellow:10820a41de]خو د افغانستان مشکل بل شی دی ، دلته داسې کريېشنونه شته چې :
له عقل پرته يې مسوليت ته پتييلې ده ، له داسې موجوداتو سره به څه کی؟؟؟؟ [/color:10820a41de]



ع کريم حليمي
13.05.2010

ډیر ګران او مکرم ، ماهر دانشمند پتوال صاحب زما ښې هیلي او سلامونه ومنۍ
[quote:dc646174f1] د بي مسوليته عقل په لرلو سره تر دې لا هم بدتر ! [/quote:dc646174f1]
څکوۍ څکوۍ دا ولي ؟؟ ،
مکرم پتوال صاحب ،
حیوان بیا ولي بد سوو ، له کومه وخته ؟؟
که انسان د حیوان په شان سي نو بد سوو ، اما حیوان خو خپل ځانه سره کومه بدي نه لري ، دوئ ئې هم مخلوق او انسانان يې هم مخلوق دي

ټول حیوانان د لوړ عقل خاوندان دي ، نښانه ئې داده چه : خپلو غریزو ته غوږ نیسي
بد او مضر خو هغه انسان دي چه: خپل عقل ته غوږ نه نیسي
او بل : يو څه دي د لېونو او ډېر دي د حیواناتو رنګ بدئ کړي ، له بازاره ووځه د نرخه به نه وځې !
په درنښت


رښتینی
26.05.2010

پتوال صاحب او نورو مشرانو مننه اوالله مو بریالی لره
دخپلی لیکنی په اړه به دومره ووایم چی زه یی نوپه دی
خوشاله شوم چی ستاسو دنظر وړ وګرځیدله اوڅا مو پری
ولیکل بیاهم مننه

ستاسو حامد


watanmal
01.06.2010

ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه.

څه فكر كوۍ چى د ډالرو له مينانو سره به دا لنډى حقيقت نه وى؟

[img:0a9486e0b6]http://yadawfaryad.net/adil_watanmal/anzorona_filmona/anzorona/anzoriz_elbam/anzoriz_elbem_jpg/anzoriz_elbam_17.jpg[/img:0a9486e0b6]
=============
=
==
=
=
=
[img:0a9486e0b6]http://yadawfaryad.net/adil_watanmal/anzorona_filmona/anzorona/anzoriz_elbam/anzoriz_elbem_jpg/anzoriz_elbam_18.jpg[/img:0a9486e0b6]

يادونه:
پورتنۍ دوه پاڼى ((((د ډيموكراسۍ ډنډوره غږونكو كړه وړه او پايلى ))))) له انځوريز البم څخه راكافي شوى

------------------------------------------------------------ وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more