د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان د نظام په پاشلو کې د ډاکتر نجیب الله رول

pattang
06.05.2010

(د افغانستان د نظام په پاشلو کې د ډاکتر نجیب الله رول)

1. د سر خبرې
افغانان اتل پروره هم دي او مظلوم پروره هم . له هغې ورځې چې ډاکتر نجیب الله د طالبانو لخوا بې محاکمې اعدام شو، د خلکو همدردي ورسره پیدا شوه، له بلې خوا هغه به تل ویل چې که دی نه وي، نو کور په کور او کوڅه په کوڅه به جګړه ونښلي؛ او د وینو ویالې به روانې شي .دا خبرې اوس مظلومو او بیوزلو خلکو ته ددې مانا ورکوي چې دې ګوندې ډیر رسا او پیش بین شخص و، او په هر څه پوهیده، خو چا موقع ورنه کړه . همداراز بهرنۍ شبکې هم داسې کارونه هڅوي چې له حقایقو پرې د ولس ذهن بلې خوا ته مشغول کړي . ډیره د حیرانتیا خبره ده چې خلک لا هم د خپل قاتل تصویرونه ځړوي . خو دا مظلومان لا خبر نه دي چې د دغه کور په کور او کوڅه په کوڅه جنګ یو اصلي جوړونکی همدغه ډاکتر صیب دی .

2. د خاد د دستګاه مشر
ډاکتر نجیب د خاد د دستګاه مشر و چې ۸۵۰۰۰ ځوانان یې پخپل امر وژلي دي . دی پخپله غلطه کمونستي لار ډیر ټینګ وا و او ډیر داسې کسان چې کمترین جرم یې هم نه درلود، خو یوازې په دې ګناه چې لمونځ کوي، او یا د مجاهدینو جعلي کارت ورسره نیول شوی دی، له اعدام نه یې نه دي معاف کړي . زه یو داسې څوک پیژنم چې یوازې یو زوی یې درلود، چې یو خادست ورته د مجاهدینو جعلي کارت جوړ کړی و، او ډاکتر نجیب اعدام کړ. د دې ځوان پلار چې یو پا نګوال و؛ نجیب ته یوه واسطه پیداکړه´ورغی او ورته یې وویل چې حاضر دی خپل ټول جا یداد او پانګه دولت ته وبښي او د تل لپاره له ګران هیواد نه ووځي؛ خو چې زوی یې له اعدامه بچ شي، ځکه همدا یو زوی لري او بل اولاد نه لري، له بلې خوا زوی یې تر اتلسو کلونو کم دی او تر ټولو مهم دا چې بیګناه دی . خو د نجیب ځواب داو: کله چې زما ملګري ماته د یو چا ملومات راکړي، چې هغه اشرار دی، نو زه بیا په هغه نه رحم کوم او نه کوم یې په مجازات کې کوم کمی . دوه کاله وروسته به اتلس کلن شي او بیا به یې اعدام کړم . ده همدغه کار وکړ، دغه شان ځوانان په زرګونو اعدام کړي دي .

3. په هرات کې د خلکو ړانده قتلونه،
په افغانستان کې د روسي پوځونو مشر جنرال مایوروف ډیر څه لیکلي دي، چې لنډیز یې دادی : (کله چې مو په هرات کې عملیات کول، نو اعلامیې مو نشر کړې چې که څوک تسلیم شي او یا ونیول شي؛ نه به وژل کیږي . ډیر زر د خپلو کسانو له خوا خبر شوم چې ډاکتر نجیب لګیا دی اسیران وژني . زه په منډه ورغلم او دی مې له دې کاره منع کړ، خو ده راته وویل چې کارمل ورته امر کړی دی او هغه یې باید منع کړي . ما کارمل ته تلیفون وکړ چې نجیب ته دغسې امر وکړي . هغه هم لومړی وویل چې پری یې ږده چې مړه یې کړي، خو چې ما پرې قهر وکړ او ورته ومې ویل چې زه د یو ابر قدرت د فوځونو مشر یم او د خپل هیواد د حیثیب د ساتلو په خاطر باید په هغه څه عمل وکړم چې په اعلامیه کې مې ویلي دي، نو ایله کارمل نجیب ته وویل : بس شان اس، ګپ رفیق روسي ره قبول کو!!! روسی به ويل چې مه یې وژنه خو ډاکتر صیب به پرې رحم نه کاوه !!!

4. په جلال آباد کې د روسانو جنایت او د ډاکتر صیب غبرګون،
همدغه جنرال پخپل کتاب کې بل ځای لیکي : (په جلال آباد کې روسي عسکرو د نشې په حال کې په یو کور تېری کړی و. په کور کې نرو ښځو ورسره مقاومت کړی و،خو هغوی بیوسلې وو. عسکرو په پیغلو نجونو تیری کړی و. زه پوهیدم چې دا افغانانو ته تر ټول ستر ارزښت لري او که زه خپلو عسکرو ته جزا ور نه کړو؛ ممکن د لویو قیامونو سبب شي . ما له کشتمند نه وغوښتل چې خپل یو مرستیال زما له کسانو سره مل کړي، چې ددې ناوړه پېښې څېړنه وکړي . ده هیڅ علاقه ونه ښوده . ما هییت ولیږه او ثبوت شوه چې عسکرو دغه جنایت په رښتیا کړی و. زه بیا کارمل، کشتمند او نجیب ته ورغلم او ورته ومې ویل چې زه به خپلو عسکرو ته سخته جزا ورکوم. د دوی پخوانی ځواب دا و چې دا د روسي ملګرو پر ضد د اشرارو توطیه ده، خو دا ځل د کشتمند ځواب داو: پروا نداره، همه اش اشرار اس.... او د نجیب ځواب بې تفاوتي وه) . د یرغلګر پوځ مشر روسی په دې پوهیږي چې افغانانو ته تر ناموس هیڅ شی هم ډیر مهم نه دي، خو ډاکترصیب د کشتمند او کارمل په شان و......

5. د ګورباچوف انتخاب
د نجیب پیروان دا وایي چې ډاکتر د سولې او روغې – جوړې پلوي و او دغه نوښت یې کړی و. دا پخپله ډاکتر صیب ډیره ښه تشریح کوله : (کله چې ملګري!!! ګورباچوف د نوي طزر تفکر پالیسي شروع کړه، نو زه پوه شوم چې دوی نور زموږ سره خپله پالیسي بدلوي او خپل پوځونه له افغانستانه باسي . ډیر زر یو هییت شوروي اتحاد ته لاړو، ګورباچوف ټولو ته وویل : خپل غم مو وکړﺉ، زه نور د خپل هیواد زامن ستاسو په هیواد کې نه شم وژلای . کارمل چې تور و نور هم تور شو او ویې ویل چې که شوروي دوستان خپلې قواوې له افغانستانه وباسي بیا به د دې لس چنده ته اړتیا شي . ګورباچوف ورته وویل : ښه، داتاسې چې کوم اتقلاب عنوانوﺉ، چې د ولسونو انقلاب دی، له دې سره ولسونه نه دي ملګري؟ په دې وخت کې زه (نجیب) ور مخې ته شوم او ورته ومې ویل : سمه ده تاسو موږ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړﺉ، زه حاضر یم چې ..... او هماغه و چې ګورباچف دی انتخاب کړ. دا د موضوع ظاهري بڼه ده. تر دې ژوره داده چې روسانو غوښتل له خپلې تیښتې وروسته نظام له داخله وپاشي او عملي روغې – جوړې ته لار اواره نه شي، دا کار د کارمل په وجود کې نه شو کېدای چې اردو چې اکثریت یې پښتانه و، منحله کړي، نو ددې لپاره دا د ک . جې . ب ستراتیژیکه نقشه وه، چې د ډکتر صیب په وجود کې ځان د افغانانو له انتقام نه د تل لپاره بیغمه کړي .

6. د ملیشو جوړول او پیاوړي کول
ډ اکتر صیب چې کله په مشرۍ کې راغی، له لومړۍ ورځې یې د ګلم جمع ملیشو پیاوړي کولو ته مټې راونغښې او د هیواد درانه او باعزته قومونه یې پرې بې عزته کړل . ده به ورځ په ورځ د اقلیتونو ملیشې پیاوړې کولې او منظمې او روزل شوې اردو ته به یې دسیسې جوړولې (که څه هم اردو هم د خلکو څخه کومه ساتنه نه وه کړې، خو د دې تمه ترې کیده چې آخر به د یو ملي – اسلامي دولت په ولکه کې خپلې اصلي کرښې ته ورسیخه شي) . بالاخره یې خبره دې ځای ته ورسوله چې افغانستان یې د دوستم او نورو پهلوانانو بې سرو پایه ملیشو په یو مرکز بدل کړ.

7. د تڼي او د خپل ګوند نورو ملګرو وړاندیز ته منفي ځواب او پرې کودتاه پلانول
د دفاع وزیر شهنواز تڼی چې نجیب یې په لومړي سر کې د کارمل د مظاهره چیانو په وړاندې له بې آبۍ ساتلی و او د ډاکتر صیب د یو سمت او ولایت سړی و، پرې زوریده. تڼي ډاکتر صیب ته ښه وړاندیز کړی و:( موږ رهبر نه لرو او ته لښکر نه لرې . له بلې خوا روسانو د هېواد سیاست قومي کړی او پرچمیان تاته نه وفادریږي، را ځه کلک قول به سره وکړو او یو په بل به باور وکړو. ستا د مصالحې سیاست په دغو خادستي اپراتیفي تکتیکونو نه بریالی کیږي څه موده به . کلک مقاومت وکړو او بیا به د مجاهدینو سره په داسې حال صادقانه سوله وکړو چې دوی ته به موږ کمزوري نه ښکارو). خو نجیب د خاد روزل شوی و او په خپلو ورور یې هم باور نه کاوه . ده په هغه چار باور کاوه چې روس به ورته ښوده. د دې په بدل کې ډاکتر صیب ځینې کسان په پیسو او ځینې په ساده ګۍ د تڼي پر ضد کړل او بیا یې پرې اقلیت ملېشې ورمارش کړې او اعلان یې وکړ چې تڼي کودتا کوله، خو ناکامه مې کړه. روسان نور هم خپل هدف ته نږدې شول، له اردو یې مسلکي پښتانه ټول وویستل . جمعه اڅک او ځېنې نور قوماندانان یې هم چې خپل پرچميان یې و، د دوستم د بې سیاله شمالي قوت د جوړولو په خاطر له شماله را وایستل .

8. د اقلیتونو په منځ کې ګیر پښتون !!!
ډاکتر صیب یو خاص ګارد جوړ کړ؛ چې د اقلیت قومونو عقده یي افسران او عسکران چې زیاتره بې مسلکه و، راټول کړل . د ګارد د کارکوونکو معاشونه یې د نورو امنیتي قواوو دوه چنده کړل او لېرې ځایونو او جګړو ته یې هم نه لېږل، یوازې له ځانه یې ظاهرا د خپلې ساتنې خو په حقیقت کې د خپلې تړنې په خاطر ساتلي وو. د ډاکتر صیب په وخت کې لاندې (وطنپال !!!!) کسان د دفاعي ځواکونو په اصلي محور کې وو:
 د ګارنیزون قوماندان نبي عظیمي – تاجک
 لوی درستیز آصف دلاور- تاجک
 د هوایي قواوو قوماندان فتاح – ازبک
 د خاد ضربتي قواو قوماندان بابه جان – تاجک
 د پیاوړو ملیشو قوماندان دوستم – ازبک
 د خاص ګارد قوماندان سید اعظم سعید – ازبک
 د اورګان قوماندان رووف بیګي – ازبک
ده یو څو خلع سلاح او په اروایي ډول مات شوي کسان د وزیرانو په پوستونو کېنولي و، خو لکه خلکو چې ورته ویلي و، هغوی د اداري مامورینوڅخه زیات څه نه وو. کله چې به ورته چا وویل چې ډاکتر صیب، متاسفانه روسانو د افغانستان سیاست د ۱۳۶۰ کال راهیسي قومي کړی دی، ته څنګه په دې دومره ډیرو ستمي فکره افسرانو باور کوې؟ د ډاکتر صیب ځواب به داو: دا زما پرچمي ملګري دي . پښتانه خو یا اشرار دي او یا خلقیان .تڼی رانه لاړ؛ ګلبدین راسره جنګیږي، حقاني ته خو مې ډیر وویل چې تسلیم شي چې د دوستم سره توازن برابر کړي، خو چې نه راځي بلا ورپسې . او اقلیتونو ته به ویل : مه از شما ستم، مه د اندرابی تولد شده ام .....
9. بې لښکرو رهبر
ډاکتر صیب نه عسکر لرل او نه یې لښکر. ده په هغو عقده اي ستمي کسانو تکیه کړې وه، چې د کارمل په مدرسه کې یې د وطنپلورنې او ټګۍ درس ویلي و او له هر څه سره جوړیدل خو د افغان اوافغانستان له نوم سره نه....دې پخپله هم پوهیده چې نه خلقیان د ده دي او نه پرچمیان . خلقیان د تره کي او آمین وفاداران وو او پرچمیان د کارمل، خو ده ماشومانه لوبې کولې او داسې یې ښودله چې په خادستي- اپراتیفي چلونو په ټولو حکومت کوي .

10. د شمال د توطیې بریالي کونکی
ده په مشهور خاین او مورزادي کودتاچې نبي عظیمي باور کاوه؛ او کله چې دوستم د بغاوت کار پیل کړ، ډاکتر صیب به ښاغلی!!! ملګری عظیمي ورپسي جرګه لېږه چې دوستم بیرته پخلا کړي .ده د تڼي سره د مناسباتو د عادي کولو لپاره هم په مشهور ستمي تیوریسن عبدالحمید محتاط دغسې جرګې ګړې وې، چې هغه بیا دواړه سره غوښه او چاړه کړي وو.

11. در آخیر احمق شده بود....
رفیق!!! نبي عظیمي په خپل کتاب (اردو وسیاست) کې پخپله لیکي، چې ډاکتر نجیب در اخیر احمق شده بود... دی وایي چې زه به یې لیږلم چې دوستم او مومن راضي کړم، خو ما به هلته د ټولو جهادي او غیر جهادي اقلیت نظامي قوتونو تر منځ اړیکي او نظم برابراوه او چې کله مو کابل ونیوه، نو ده ته معلومه شوه چې موږ څوک یو او دی څوک دی!!!

12. دایو رانه؛ نه شي راتلای
یو تن چې د وطن ګوندغړی دی؛ کیسه کوي، چې نجیب د مشورې لپاره له نورو سره یو ځای غوښتي و. نجیب په خپلو نطاقانه خبرو ورته تشریح کړې وه، چې له شماله به مسعود، له غربه به هزاره ګان، له جبوبه به حقاني او سیاف او له ختیځه به عبدالحق په کابل راشي او په خپلو کې به داسې وجنګیږي چې د کابل په کوڅه کوڅه کې به وینې توی شي، مجاهدین به بدنام او دوی (د نجیب ملګري) به نیکنام شي . وايي چې د غونډې په منځ کې ترې وپوښتل شول، (چې داسې ده نو موږ باید د وطن د لوړو ګټو په خاطر یوه قرباني ورکړو او حکومت د مجاهدینو په منځ کې داسې چا ته وسپارو چې ثبات ټینګ کړای شي، خیر دی زموږ یو څو ملګري دې پکې قربان شي، خو چې نظام بیخي ونه پاشل شي) . دډاکتر صیب ځواب داو: د مجاهدینو په منځ کې حکمتیار دغه قوت لري، خو هغه رانه؛ نه شي راتلای، زه غواړم هغه بیرون پاتې شي . کله چې ورته وویل شول، چې آیا موږ پخپله د نظام پاشلو ته زمینه جوړوو؟ د نجیب ځواب دا و: (همګې ره میمانم، خو حکمتیار از پیشم آمده نمیتواند، وی بیرون و دیګران را داخل میکنیم، باز؛ دیګران از دست ازو حکومت کده نمیتانه....) له دې ښکاره معلومیږي، چې دا دروس هغه نقشه وه چې نظام باید روغ پاتې نه شي، بلکې داسې باید وپاشل شي چې روسي وسله د یو افغان له خوا د بل پر ضد وکارول شي او روس ترې بیغمه پاتې شي .

13. بیا به پنځوس کاله ارمان کوﺉ
همدې ته ورته خبره د حزب اسلامي یو تن هم کوله، چې ډاکتر نجیب حکمتیار ته لیک لیږلی و او د ایتلافي حکومت غوښتنه یې ترې کړې وه، خو حکمتیار ورته ویلي و، چې ستاسو ایدیالوژۍ اوس ماته خوړلې؛ او که زه درسره ایتلاف هم وکړم؛ سوله نه راځي او نور مجاهدین درسره جنګیږي . د کلکې سولې په خاطر ښه داده چې تاسو ټول قدرت مجاهدینو ته وسپارﺉ، مجاهدین به مسلکي خلک له ځان سره وساتي او نورو ته به عفوه وکړي، خو نجیب ورته بیرته لیک لیږلی و او ویلي یې و چې (ته چې له ما سره نه یو کیږې؛ نو زه به حکومت مسعود ته وسپارم چې نه یوازې ته؛ بلکې ټول پښتانه تر پنځوس کالو پورې ارمان کوﺉ) ..

14. الفاظ او نطاقي
که څه هم نجیب په ظاهره د سولې او روغې - جوړې چغې وهلې او په ښه نطاقۍ او لفاظۍ به یې ښودله چې غواړي د افغانستان ستونزه د سولې له لارې حل شي، خو په عمل کې یې خادستي چلونو ته دوام ورکاوه. لا هم نېونې او اعدامونه روان وو او دې کله هم دې ته نه و حاضر چې ملت ته واک ورخوشې کړي . ده به خپلو ملګرو ته ویل : (يو ځل چې دا نور زه له حکمتیاره رابیل کړم، بیا ټول په یو شوو ن اسلامي وزارت راضي کوم . قدرت به تل د خلق دموکراتیک ګوند سره وي .

15. مزار یې ملیشو ته پریښود
ټولو ورته وویل چې که مزار دې دوستم ته پریښود، نوله قدرته لاس ووینځه، خو ده پخپله خوښه ورو ورو ټول شمالي ولایتونه دوستم ته وسپارل او د نبي عظیمي په مشوره یې د شمال ایتلاف ورو ورو کابل ته راروان کړ.

16. دجبل السراج تر نیولو وروسته
کله چې د شمال ستمي ټلواله جبل السراج ته راورسیده، ده په پوځ کې نیم ژوانده پښتنو افسرانو ته وویل چې مسعود ته مه تسلیمیږﺉ، په دې توګه یې کورنۍ جګړې ته عملي زمینه جوړه کړه . ده غوښتل چې نه مسعود، نه حکمتیار او نه هم کوم بل جهادي ګروپ په کابل پوره ولکه ټینګه کړي، چې کورنۍ جګړې ته زمینه جوړه او دده پیشبیني ګانې (پلانونه) رښتیا شي .

17. د ملګرو ملتونو په دفتر کې
کله چې پوه شو چې نبي جان د ده نه بلکې د کارمل او مسعود سړی دی، نو د تیښتې د کوښښ تر ناکامۍ وروسته یې د ملګرو ملتونو دفتر کې پناه واخسته . هلته پسې نبي جان عظیمي ورغی، نجیب پرې ناز وکړ او ورته ویې ویل : رفیق عظیمي، ما از تو توقع ازی ره نداشتم که بالایم کودتا کنې، هغه ورته وویل : بې غیرته، چا کودتا کوله؟ ما که تا؟ تا غوښتل چې پخپله وتښتې او ګوند او دولت بې سر نوشته پرېږدې؟ ته یو ذلیل او ډارن یې.....

18. له هغه څه چې ویریده
ډاکتر صیب دا دومره چل و فریب د دې لپاره کاوه چې له خپلو تېرو اعمالو او هغو بې شمیره قتلونو د حساب نه ویریده او له دې ویرې یې دوه لارې لرلې : یا باید تل د ده ګوند په قدرت کې وي، او یا باید افغانستان وران شي، چې دومره څوک پکې نه وي، چې د دوی سره حساب وکړي . دې له حساب کتاب، محاکمې او اعدام نه ډیر ویریده؛ او غرور یې دا اجازه نه ورکوله چې دهغو زرګونو مظلومانو په شان یې په سترګو کې به یې د عذر، مرستې او رحم غوښتنې ځلاوې وپړکیدي، خو ده ورته به هیڅ اعتنا ورته نه کوله . په دې لا یتناهي کایناتو کې د خدای یوه دوامداره محاکمه روانه ده او یو وخت راغی، چې طالبان کابل ته ننوتل . دی هم په هماغه شان حالت کې پریوت چې سترګو یې د رحم غوښتنه وکړه، په ژبه یې طالبانو ته د (پښتنو ورونو ښه راغلاست) چغه وکړه، خو هغو ورته وویل چې نه پښتانه دي او نه فارسیوانان، بلکې هغه مسلمانان دي، چې د ده په مرګ پسې راغلي دي . څو شېبې ورسته هغه ډاکتر صیب چې څوارلس کاله د ټولو جنایاتو د لومړۍ درجه عاملینو څخه و، اعدام شوی او متاسفانه په وحشیانه شکل په چوک کې ځوړند شوی و. تر هغه څه ورسره ډیر بد شوي و، چې ده به کول، ده به خلک پټ وژل او پټ به یې خښول، خو دې په عمومي چوک کې ځوړند شو. بله دخفګان خبره دا وه چې کارمل چې تر ډاکتر صیب او نورو ټول هم ډیر ظالم واو د ټول تاریخ مکار او رذیل شخصیت و، لا ژوندی او بې جزا ګرځیده، خو ډاکتر نجیب ته بې محاکمې جزا ورکړ ل شوې وه . پکار خو دا وه چې په یوه عادلانه محکمه کې محاکمه شوی وای .

19. د طالبانو له خوا یې اعدام د خلکود همدردۍ انګیزه شوه
افغانان انتقام جویه دي، خو داسې نه دي، چې یو څوک دې دومره مظلومانه اعدام شي . همدې وحشیانه کار ډاکتر نجیب ته د خلکو په زړونو کې د کېنې او انتقام جویۍ په ځای عفوه او مینه پیدا کړه. له بلې خوا تر ده وروسته داخلي جګړو خلک دومره ځورولي وو، چې د ډاکتر د پلان له مخې سمې پیشبیني ګانې ورته داسې ښکاریدې، چې ګویا نجیب غوښتل د غو پېښو مخه ونیسي .

20. زموږ لپاره پکې درس او زده کړه
موږ ته دډاکتر نجیب الله ښه یا بد ویل اوس کومه فایده نه لري . خو باید له تېرو تاریخي پېښو نه درسونه واخلو. په آخرت کې خدای (ج) د نیتونو په اساس اجر ورکوي . داسې ښکاري چې ډاکتر نجیب د دې ملت او هیواد سره هیڅ ښه نیت نه دی کړی، خو که کړی یې هم وي؛ اجر یې پر الله دی .
هغه څه چې موږ باید ترې درس واخلو؛ دادي :
 هیڅ افغان ته پکار نه ده چې د بهرنیو جاسوسي شبکو په وعدو تېر وزي، باید په خپلو موجودو امکاناتو بسنه وکړي او که نه وي پخپل کور کېني،
 تر اوسه هم لا په ملکونو کې اقلیتونه د یو هیواد ملي ګټو ته پوره وفاداري نه لري او باید باور پرې ونه شي،
 نطاقي او لفاظي د مشرۍ لپاره کافي نه دي، پوهه، تدبیر او پلان تر هر څه ضرور دي .
 ضد او کینه کله کله د یو ملت سرنوشت له دومره سترو ستونزو سره مخامخوي .
 په افغانستان کې قومي سیاست ګټور نه دی او هیڅکله باید له ملي – اسلامي لیکې ونه ګرزو
 اوس ښاغلی کرزی هم په عین ډول د ډاکتر نجیب په لار روان دی، د جنایتکارانو او غلو حکومت ته دروغجن قانونیت ورکوي، هماغه شان د سولې دروغجنې چغې وهي او په عمل کې یې خپلو ورونو او ایتلافیونو ته د بې رحمه غلاوو زمینه جوړه کړې ده . ولس یې شپه و ورځ د بهرنیانو له خوا وژل کیږي، خو دې صرف په یو څو دروغجنو اوښکو لا هم خپل ولس تیر باسي . خدای پوهیږي چې دده سرنوشت به څرنګه وي .

د اتل ځواکمن لیکنه


ډاکټر څپاند
07.05.2010

پتنګ صيب سلامونه،

داسې بريښي چه تاسو هم دشوری نظار دتبليغاتو ښکار شوي ياست :o


زبير نجيب
10.05.2010

سلامونه
 دا د هغو ترخو حقيقتونو يوه بېلګه ده چې پتنګ ورور ليکلي، دې جنايتکار او دده د کورنۍ فاحشو افرادو په افغانانوهغه لوبې وکړې، چې نتېجه يې دکليو او
 بانډو هديرې دې٠ او الله تعالی ده ته داسې د بې شرمۍ مرګ ورکړ چې تاريخ به تر ابده پرې
 ګواه وي٠ او د نجيب هغه خاين او خاديست ورور چې دمظلومو خلکو په وينو تنده نه
 ماتېده ، نن د اروپا په ارزان بيه الکوحولو پسې ،الدي مارکېټونه دۍ پېژني٠
الله تعالی عزيز ذوانتقام دۍ٠ او دا خبرې که چېرته شوراېې نظار هم کوي،
نو دا به رېښتيا وايي :roll:


..Ahmadzai
11.05.2010

سلامونه

نجيب يو سپك, ظالم, كافر, ګوډاګى او لاسپوڅی ملحد وو, د خپلو ظلمونو او نارواوو په تناسب په ډيره عادله سزا ورسيد.

نجيب سره أن د خپلې كورنۍ( د جانداد خان كورنۍ) ډير كم تعداد افراد ولاړ وو, اكثره نور يې مجاهدين وو, بتلاخيل يحيى خيلو كې ډير درانده خلك دي, خو دغه مردار پکې راپيدا سو, او خداى هم داسې وشرماوو, لكه څنګه چې ده دا د خپل دروند قوم اب او ابرو ته ونكتل.

كله چې د ننګرهار شورا شمالي خان ته دسيسة جوړه كړه او هغه يې په شهادت ورساوو, نو قوم يې هم پرې ننګه وكړه, او د ننګرهار وچ او لانده ېې وسوځل, ترڅو نعيم كوچۍ قوم بيرته كرار او لجم كړ, خو د دغه منحوس مرګ د ده سكني هم راونه پارول, خداى سته مونږ خو پرې خوشحاله سو او شكر مو وويسته.

په درنښت


Re: د افغانستان د نظام په پاشلو کې د ډاکتر نجیب الله رول

shokoor
11.05.2010

سلام علیکم
[quote:98d71ae021="pattang"]
هغه څه چې موږ باید ترې درس واخلو؛ دادي :
 هیڅ افغان ته پکار نه ده چې د بهرنیو جاسوسي شبکو په وعدو تېر وزي، باید په خپلو موجودو امکاناتو بسنه وکړي او که نه وي پخپل کور کېني،
د اتل ځواکمن لیکنه[/quote:98d71ae021]
په قلم دې برکت اتل ځواکمنه وروره !
هیله ده چې دغه ملاعمرهم رسوا کړﺉ، چې د خپلو څو خائنو ملګرو سره یې په پاکستان کې سنګر نیولئ اودآی اس آس په خوښه او مرسته افغانستان تباه کوی!

والسلام


Sangar Watan
11.05.2010

شهير صيب سلامونه،

ستاسو د قياس په ه:کله

[quote:65caf6c642]pattang ليکلي:

هغه څه چې موږ باید ترې درس واخلو؛ دادي :
 هیڅ افغان ته پکار نه ده چې د بهرنیو جاسوسي شبکو په وعدو تېر وزي، باید په خپلو موجودو امکاناتو بسنه وکړي او که نه وي پخپل کور کېني،
د اتل ځواکمن لیکنه [/quote:65caf6c642]

اوتاليکلي:[quote:65caf6c642]
په قلم دې برکت اتل ځواکمنه وروره !
هیله ده چې دغه ملاعمرهم رسوا کړﺉ، چې د خپلو څو خائنو ملګرو سره یې په پاکستان کې سنګر نیولئ اودآی اس آس په خوښه او مرسته افغانستان تباه کوی!

والسلام[/quote:65caf6c642]

نو بيا ولې تاسو،منير او لطف الله دمعلومالحال کرزي په تاييد ليکنې کوئ؟

او که ملا عمر دISI نوکر وي معني داچه نوموړی هرڅه دCIA په فرمايش
سرته رسوي.
ددی نتيجه داسې شوه دا جنګ CIA شروع کړی او تر هغې چه د هغو اهداف
سرته ونه رسي،دا جنګ به هيڅکله هم ختم نشي،داځکه چه دغربيانو اصلي
اهداف اقتصادي دي اود اقتصادي اهدافولاس ته راوړنه سلګونه کاله تلاش ته
اړتيا لري٠


shokoor
11.05.2010

[quote:38c5f5ab44="sangar watan"]شهير صيب سلامونه،

ستاسو د قياس په ه:کله

[quote:38c5f5ab44]pattang ليکلي:

هغه څه چې موږ باید ترې درس واخلو؛ دادي :
 هیڅ افغان ته پکار نه ده چې د بهرنیو جاسوسي شبکو په وعدو تېر وزي، باید په خپلو موجودو امکاناتو بسنه وکړي او که نه وي پخپل کور کېني،
د اتل ځواکمن لیکنه [/quote:38c5f5ab44]

اوتاليکلي:[quote:38c5f5ab44]
په قلم دې برکت اتل ځواکمنه وروره !
هیله ده چې دغه ملاعمرهم رسوا کړﺉ، چې د خپلو څو خائنو ملګرو سره یې په پاکستان کې سنګر نیولئ اودآی اس آس په خوښه او مرسته افغانستان تباه کوی!

والسلام[/quote:38c5f5ab44]

نو بيا ولې تاسو،منير او لطف الله دمعلومالحال کرزي په تاييد ليکنې کوئ؟

او که ملا عمر دISI نوکر وي معني داچه نوموړی هرڅه دCIA په فرمايش
سرته رسوي.
ددی نتيجه داسې شوه دا جنګ CIA شروع کړی او تر هغې چه د هغو اهداف
سرته ونه رسي،دا جنګ به هيڅکله هم ختم نشي،داځکه چه دغربيانو اصلي
اهداف اقتصادي دي اود اقتصادي اهدافولاس ته راوړنه سلګونه کاله تلاش ته
اړتيا لري٠[/quote:38c5f5ab44]
sangar watan وروره زما سلامونه هم ومنئ !
تاسو دا ملامتی په ناحقه پر شهیر ورور اچولې ده. دا لیکنه زما ده ( شکور) ! خیر دﺉ هیڅ انسان بې له سهو او خطا ندﺉ!
ښاغلي اتل ځواکمن پخپله لیکنه کې کرزﺉ هم ښه ځپلئ دی.
ّهغه د خپلې لیکنې په پای کې لیکلي دي:
اقتباس
[color=blue:38c5f5ab44]اوس ښاغلی کرزی هم په عین ډول د ډاکتر نجیب په لار روان دی، د جنایتکارانو او غلو حکومت ته دروغجن قانونیت ورکوي، هماغه شان د سولې دروغجنې چغې وهي او په عمل کې یې خپلو ورونو او ایتلافیونو ته د بې رحمه غلاوو زمینه جوړه کړې ده . ولس یې شپه و ورځ د بهرنیانو له خوا وژل کیږي، خو دې صرف په یو څو دروغجنو اوښکو لا هم خپل ولس تیر باسي . خدای پوهیږي چې دده سرنوشت به څرنګه وي . [/color:38c5f5ab44]
يواځې د ملاعمر څخه یې یادونه نه وه کړې . نو ځکه ما ورته د شاباس په ویلو یادونه وکړه چې ملاعمر هم پدې ډله کې ورګډ کړي. ځکه دﺉ خو له هغو نه هم بد تر دﺉ یعنی دﺉ د نوکر نوکر دﺉ!

والسلام



11.05.2010

د ډاکتر نجيب په ظلمونو او خيانتونو ټولو ډيره رڼا وغورځوله، او س يې په دا بل
ا ړخ هم وغږيږئ، که هر څومره ترخه تماميږي، که د زهرو ګوټ هم وي خير دی د
حقيقت په نامه يې وسکئ، که کوم مٍثبت ټکی په کې موندلی شئ اعتراف پرې وکړئ او د نر غوندې يې په ډاګه ووايئ،
څو د لوستونکو حق مو پرځای کړی وي او د يو مډال يو مخ نه ، بلکې د مډال دواړه خواوې مو ورته روښانه کړي وي ،
لږ وي که ډير په حقه حقيقت بيان کړئ چې نجيب د نورو په پرتله کوم مٍثٍبت اړخونه هم لرل که نه ؟؟؟؟؟؟
هر چا چې يې ډير بد بيان کړي وي هغه دې د حقيقت موندلو په دې لاره کې لومړی ګام پورته کړي !


ډاکټر څپاند
13.05.2010

پتوال صيب سلامونه،

[quote:9be33c6f1c]د ډاکتر نجيب په ظلمونو او خيانتونو ټولو ډيره رڼا وغورځوله، او س يې په دا بل
ا ړخ هم وغږيږئ، که هر څومره ترخه تماميږي، که د زهرو ګوټ هم وي خير دی د
حقيقت په نامه يې وسکئ، که کوم مٍثبت ټکی په کې موندلی شئ اعتراف پرې وکړئ او د نر غوندې يې په ډاګه ووايئ،
څو د لوستونکو حق مو پرځای کړی وي او د يو مډال يو مخ نه ، بلکې د مډال دواړه خواوې مو ورته روښانه کړي وي ،
لږ وي که ډير په حقه حقيقت بيان کړئ چې نجيب د نورو په پرتله کوم مٍثٍبت اړخونه هم لرل که نه ؟؟؟؟؟؟
هر چا چې يې ډير بد بيان کړي وي هغه دې د حقيقت موندلو په دې لاره کې لومړی ګام پورته کړي ![/quote:9be33c6f1c]

هر انسان خاصتا هغه چه ديوه هدف لرونکې ډلې مشر وي مثبت او منفي
صفات لري او دهغه ويناوي اوکړنې به تاريخ څيړي٠

مګر دټول افغان دبحثونو سايټ کی داسې يوه فضا خوره ده چه څوک "بردي"
ويلو ته نه پريږدي.
که دکرزي مثبته خواه ياده کړې فورا دCIA ټاپه ،دملاعمر په تايد دISI
او د ډاکټر نجيب په تاييد سره دKGB ټاپه در باندې لګي٠
پدې توپير چه که اخيرالذکر دې وستايه،نوعلاوتا به رنګارنګ ښکنځلې در ته
وشي،کاپر،کمونست،وطنفروش او داسي نور غير افغاني غير اسلامي اود يوه
عادي انسان داخلاقو مغاير کلمات به درته ډالۍ شي٠
تر څو چه "مسلکي" ښکنځلماران په دستجمعي ډول" اصلاح"يا ونه ترټل شي،
تر هغې پورې به د بحث فضا افغاني او دموکراتيکه نشي٠

که تاسو دخپلو مردارخورو سپيو داړو ته سمون ورکولی شئ نو وګورئ:

http://www.youtube.com/watch?v=kmuH9zU4YOs

http://www.youtube.com/watch?v=-NBKW_R7-qA&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=HxfBkEt8wJk&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=zqsHV3oJfFs&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=sn5JGzOPT04&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=5Vo6D_5rGKQ&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=Jo_102OeMWw&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=u51LYSIGbjI&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=pBOtUlGO42M&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=j76H-9y1ZFY&feature=related

طالب کرزی!!

http://www.youtube.com/watch?v=XyAerxHEWQo&feature=channel


و.افغان
14.05.2010

سلام عليکم:

ډاکټر نجيب الله به خامخا مثبت صفات لرل، خو کله چې د يوه انسان سيئات د هغه پر
حسناتو فاحشه غلبه پيدا کړي، نو بيا د هغه د حسناتو يادول په حقيقت کې د هغه د
جرمونو کم ښوول يا بې تأثيره ګڼل وي.
د ډاکټر نجيب الله منفي کارونو د هغه په مثبت کارونوفاحشه غلبه لرله، نو که چېرې
مثبت صفات يې هم لرل، نو د هغه د منفي صفاتو په پرتله په نشت حساب وو، داسې چې
هيڅکله په دې نه توانيږي چې د هغه تله په مثبت اړخ درنه کړي.
اما د بد تر او بدترين تر منځ د مقايسې په موخه د حسناتو او سيئاتو موازنه هغه وخت
ترسره کېدلی شي چې اړتيا ورته وليدل شي، خو د ډاکټر
نجيب الله په هکله د بدترين او بدتر مقايسې ته هيڅ اړتيا نه لرو، بلکه ځما په اند هسې
د وخت ضايع کول دي.

په درنښت


ډاکټر څپاند
14.05.2010

وهاج صيب سلامونه،

[color=white:df3a55fca2]داستاسو نظردی[/color:df3a55fca2]

[quote:df3a55fca2]
سلام عليکم:

ډاکټر نجيب الله به خامخا مثبت صفات لرل، خو کله چې د يوه انسان سيئات د هغه پر
حسناتو فاحشه غلبه شي، نو بيا د هغه د حسناتو يادول په حقيقت کې د هغه د جرمونو
کم ښوول يا بې تأثيره ګڼل وي.
د ډاکټر نجيب الله منفي کارونو د هغه په مثبت کارونوفاحشه غلبه لرله، نو که چېرې
مثبت صفات يې هم لرل، نو د هغه د منفي صفاتو په پرتله په نشت حساب وو، داسې چې
هيڅکله په دې نه توانيږي چې د هغه تله په مثبت اړخ درنه کړي.
اما د بد تر او بدترين تر منځ د مقايسې په موخه د حسناتو او سيئاتو موازنه هغه وخت
ترسره کېدلی شي چې اړتيا ورته وليدل شي، خو د ډاکټر
نجيب الله په هکله د بدترين او بدتر مقايسې ته هيڅ اړتيا نه لرو، بلکه ځما په اند هسې
د وخت ضايع کول دي.

په درنښت

_________________
http://www.aqeedeh.com/ebook/index.php
http://www.facebook.com/wahaj.safy
لعنت په هغه چا چې د ګران افغانستان د تباهۍ او بربادۍ بنياد يې کېښود، لعنت په
کمونستانو.[/quote:df3a55fca2]

[color=yellow:df3a55fca2]ستاسو شخصي نظر دهر هغه چا د نظر په څير چه دښکنځلو نه تش
وي،داحترا وړتيا پيدا کولی شي٠

مګر ځيني نورو تکړه ليکوالو دټول افغان په لمړني مخ کې داسې تبصرې کړي:[/color:df3a55fca2]

رحمت اله روان

13.05.2010 14:00
محترم اتل صاحب:هغه ځه چی تا دشهید داکتر صاحب نجیب اله په هکله لیکلي دی
،ستا دشان او شوکت او پښتنی غرور ځخه یی زه په موجوده شرایطو کی ډیره لیری
خبره بولم،داکتر نجیب اله افغان پشتون ؤ دخپل پښتنی غرور په روحیه یی دهیواد
دملی ګټو په خاطر ځان قربانی کړي ولی سر یی وپاکستانی کرنیلانو او دهغوی
واجنتانو ته ټیټ نه کړي،نن ورځ لر اوبر ټول پښتانه دډاکتر نجیب ال په نامه باندی
فخر کوی،زه نه پوهیږم چی تا دکومی شخصی عقدی په اساس دنوموړی ستر شهید
دبدنامه ولو لپاره دچا په امر ملا تړلي ده،او ته په دی پوهیږی چی ته به بالاخره ددغه
اقدام ځخه ځه تر لاسه کړي؟زما په نظر خپلی ریښی په خپل لاس قطع کوي او دپښتنو
په بربادی پسی دی لاس پوری کړي دي،دډاکتر نجیب اله په باب قضاوت کول کومه
ساده خبره هم نه ده،چی هر ساده دی دهغه په باب قضاوت وکړي،دنوموړی شهادت به
په اینده کی دافغانستان دتاریخ یوه لویه برخه وي او اینده نسلونه به ور باندی افتخار
کوي،افسوس پر مونږ چی مونږ هغه صحی در ک نه کړي او لا تر اوسه مو هم نه دی در ک
کړي،وسلام

محمدنسيم ميدان وال
13.05.2010
10:54

اتل ځواكمن ته !

وروره تا چي كومي ليكني كړي وي هغه مونږ او نور دوستانو ټولو وليدلي او
ومولوستلي .
مرحوم ډاكټر صاحب نجيب چي هر څنګه سړي وه چي هر څنګه ظالم .جابر . خاين
وطن ته يو غضب ستا په وينا ء مګر دا بعضو بعضو خو يي ..... هر څه زيات وه
په دخاطر چي دا نور ستا كاكاګانو څه وكړل لكه ملاصب د بي نظير بوټو نفر ملا عمر
دا اوسيني نفر د كرزي صاحب ته او خداي چي يو څوك بيخي په سياست پوه نشي
او سياست يي نوم يي اوريدلي هم نه يي قسم په خداي تر كرزي خو يي يو شپون ښۀ
وكړي .
هي ته اوخداي داسي څوك كوي چي يو موټر يا بل څه په شل روپي واخلي
او په دري روپي يي خرڅ كړي . ؟ نه .
كرزي په خپلو وطن والو پښتنو اونورو ورڼو همداسي كارونه كوي دخپلي څوكي لپاره
يي خلك غرق او حلاك كړل ولي هر څنګه چي وه ډاګټر صاحب خو ولا نر
د غلام ضد خو مو دا پاكستان ايران عرب خو ولاكه ورته اورته معلوميده
په درنښټ خداي دوكړي چي خواء دبده نشي
احمد

13.05.2010 10:50
کبیر خانه،
ځواکمن خو ویلي چې د ډاکتر نجیب د بې کفایتې یا بد نیتۍ له امله او یا ورته د کې
جې بې د امر له مخې نظار شورا ته زمینه جوړه شوه، چې د افغانستان د نظام ډانچه
وپاشي، نو که دې د نظار شورا سړی وای، خو باید ډاکتر یې ستایلی وای، ځکه ډاکتر
نجیب چې فرصت طلبه اقلیتونو ته د ملیشو د جوړولو له لارې کوم خدمت کړی دی،
دغه خو نه د سقاو زوی کړی او نه مسعود.
ستاسو فکر کار نه کوي، ځکه یو درباندې ګوندي او عقیدوی تعصبونه حاکم دي او له
بلې خوا له دی ویریږﺉ؛ چې د روسانو د خوشاله کولو لپاره مو یو نیم میلیون افغانان
شهیدان، ۵ میلیونه مهاجر، ۵ میلیونه معیوب او ۸۰٪ هیواد مو کنډواله کړی دی.
اوس هم د نجیب الله او ستاسو د بې تدبیرۍ له لاسه واک ته رسیدلې نظار شورا په واک
کې ده، او د نجیب الله په شان یې یو بل سمبول د کرزي په نوم پیدا کړی او ټول پښتانه
یې پرې تباه کړل،
خدای دې تاسو پوه کړي.
احمد

13.05.2010 10:08
زما په نظر د ځواکمن لیکنه تر ډیره تحلیلي او بې پرې وه، خو ځینو کسانو چې ورسره
افراطي غبرګون ښودلی دی؛ ممکن یا پرې پوه شوي نه دي، یا ډیر عاطفي دي اویا هم د
ډاکتر صیب د ټولو ښو او بدو شریکان دي.
که ځواکمن لیکنه په داسې شکل کړی وای چې د تیرو دیرشو کلونو دپیښو په باب لږه
عمومي څیړنه پکې وای، نو بیا به دغه ملګري دومره نه ویریدل، دوی دې ډاډه وي،چې
دا لیکنه ددې مانا نه لري، چې څوک تاسو محاکمې ته راکاږي، ډاکتر صیب خو اوس
په دې دنیا نشته او هسې هم د افغانستان ملي شورا د تیرو دیرشو کالو د پېښو عاملینو
ته عفوه اعلان کړې ده او ستاسو تشویش یې رفع کړی دی . دا لیکنې د تاریخي درسونو
په توګه ښې دي.
زه وړاندیز کوم چې ځواکمن صیب او یا ده ته ورته کسان د تیرو دیرشو کلونو په باب
داسې لیکنې وکړي، چې ټول مهم مسایل پکې داسې وڅیړل شي، چې د نحیب الله او یا
کوم بل رهبر ملګري فکر؛ ونه کړي چې ګواکې ټول مسولیت پر دوی اچول کیږي :
1. په دغه موده او ترې مخکې نړیوال سیاسي شرایط،
2. د روسانو نقشه چې : لومړی شاهي نظام له منځه یوسي، دوهم خلقیانو او پرچمیانو
په واسطه داود چپه کړي،بیا خلقیان او پرچمیان له ملت او نړۍ سره په جنګ
واچوي،دوه ډلې د دې لپاره وساتي، چې که یوې امر نه مانه، هغه بله به یې مني، که د
ټول افغانستان کنټرول ممکن نه و نو بیا به یې شمال تجزیه کوي،د دغې تجزیې د زمینه
سازۍ لپاره ستم او د پرچم په ګوند کې ډلګۍ وروزې
3. کله چې له افغانستانه ووتل نو: لومړی خپلو ملګرو ته ښې وسلې ورکړې، چې د
روغې – جوړې مخه ونیسي، ډاکتر نجیب یې د دې لپاره راولي چې پښتانه پرې بې
وسلې کړي، او د سولې تش په نامه چیغې پرې ووهي، د تڼي او نجیب د اختلاف راپیدا
کولو او داخلي ټکر ته زمینه جوړه جوړه کړي، بیا یې نجیب یوازې کړي او ورته یې پټې
او ښکاره دسیسې پیل کړې، پټ کار له مسعود او دوستم سره جوړ کړي او نظام یې له
داخله وپاشي
4. په بیلابیلو پړاوونو کې ځېنو اشخاصو له دغو شیطاني نقشو سره یا شعوري او یا په
غیر شعوري ډول مرسته وکړه، او ځینو یې د مخنیوي هڅې کړي دی، باید ټول وڅیړل
شي او مثبت او منفي دواړه اړخونه یې وشنل شي: لکه ظاهر شاه، سردار داود، حسن
شرق، کارمل، تره کی، آمین، نجیب الله، نبي عظیمی، دوستم، .......، مسعود،
حکمتیار، کرزی، فهیم، خلیلي، د طالبانو او مجاهدینو نور مشران . (زما مطلب دا نه
دی چې دا ټول مشران ملامت دي، خو څیړنه دې دټولو وشي، چې سره او ناسره سره
معلوم شي)
5. د ایران، پاکستان او نورو هیوادونو رول،
6. د امریکا رول، ځکه هغه هم غلې نه وه ناسته: داود او ظاهر شاه یې روسانو ته یوازې
ورپریښې و، د امین سره یې د روسانو نه دخلاصون په خاطر مرسته ونه کړه: روسان یې
جګړې ته راښکیل کړل: د افغان لانجې د سوله ایز حل پلوي یې نه کوله، د نجب الله
وړاندیز یې هم ونه مانه چې مرسته ورسره وکړي، چې د مسلمانو مجاهدینو د
پرمختګ او مخدره موادو د کنټرول په برخه کې ورسره کار وکړي، مجاهدین یې بې
سرنوشته پریښودل، داخلي جګړو کې یې هیواد ورټیل واهه، طالبان یې جوړ کړل،
اسامه یې مرسره ملګری کړ، د نیویارک د پېښو زمینه سازي یې وکړه، پخپله یرغل ته
راغلل او هغه څه کوي چې پخوانیو یرغلګرو به کول .
7. د جهاد افتخارات او د روس پلوه رژیم په منځ کې ځېنې مثبتې هڅې،
کله چې دا ټول مسایل په سړه سینه وڅیړل شي، نو بیا به معلومه شي، چې چا څومره
مثبت او څومره منفي رول تر سره کړی، او نوي نسل ته به واضح شي چې په څه ډول له
استعماري پلانونو نه ځان په راتلونکي کې بچ کړي .

میوند غازی

13.05.2010 07:15
اتفاق په پښتنو کې پیدا نشو
کنی ما به د مغل ګریوان پاره کا
دیو شمیر کسانو دا عادت وی چې پر یو ملی شخصیت او پښتنو څیرو ملنډې ووهی او
ځان مشهوره کړی .
د اتل ځواکمن په نوم کوم شخص چی د اتل شهید ډاکترصیب نجیب په اړه چې کومې
تخریبی لیکنې کوی دا بی ځایه او له وخت څخه تیرشوی مسایل دی .
په افغانستان کې له شهید ډاکترصیب نجیب نه وروسته چې کوم جنایتونه ترسره شول
دا به په افغانستان کې هیڅ افغان او پښتون به هغه هیر نکړی .
زه اتل ته وایم ولی خپل پښتانه سپکوی او بی ځایه لیکنې کوی که غواړی چې ځان
مشهوره کړی نو مهربانی وکړه میوند چوک ته ورشه او هلته ؟؟؟؟؟؟؟وکړه ټول خلک به دی وپیژنی .
زه وایم په افغانستان کې له شمالی ټلوالی او نظارشورا نه چا ستر جنایتونه نه دی کړی
نر شه پر هغو خبری وکړه .
د ایران دښمنې خو ټول افغانان ځوروی ته ځان پښتون کړه او د ایران ظالمانه رژیم په اړه
لیکنه وکړه .
د پاکستان د پنجابی سیاست له امله هره ورځ د پښتون په کور د غم ټبر راخور وی ته
ځان هوښیار کړه او حقایق ووایه .
د کرزی په توره دوره کې د پښتنو د نسل وژنی مخه ونیسه او په دې پیړۍ کې د پښتون
قام د تباهی مخه ونیسه .
زه په اخر کې تاته وایم چې که غواړی علمی بحث وکړی نو خپل اصلی نوم او شهرت په
ډاګه کړه چی مونږ درسره علمی بحث وکړو او که غواړی چی همدا د بوسو لاندی اوبه
تیر کړی نو دا نو بیا ته خرص شوی پښتون یی او پر پښتون مشرانو که هغه هرڅومره بد
وی ملنډې مه وهه .
مننه


زبير نجيب
14.05.2010

سلامونه، 
هغه وروڼه چې د نجيب د ويناوو په اساس فيصلې او صفتونه کوي، دا زه د
 شخصيت تقدس بولم، ځکه چې ډانګټر نجيب د کله نه نجيب الله شو؟ ايا دا دده
په منافقانه صفاتو دليل نه دې؟او بل دا چې دده دټولې مردارې سياسي دورې
 نه دده تر مرګ پورې دا څو ويناوې ده ته د برائت دليل نشي کېدای، ځکه چې دا غوبل خو ده او دده ملګرو جوړ کړۍ وو٠ نو د عواقبو پېشبيني خو د هر چا نه وو ده ته شه معلومېده٠ دا چې نن هر څه کيږي ددې ټولو مسؤول دۍ او دده خاديست ملګري دي،
چې پر ده يي هم رحم ونکړ،او تېښتې ته يي هم پرې نښود٠دې خاينو حتی پر خپلو کورنيو هم رحم نه دې کړۍ٠ نجيب او مسعود خو الله ددې خاورې نه واخستل، الله د پر دې ولس رحم 
وکړي تر څو داسې خاينان د جهنم کندې ته واستوي٠زه د هغو وروڼو نه دا پوښتم چې کله ده او دده په شان خاينو ته کله تاسو د شهيد لقب ورکوۍ،نو بيا هغه په لکهاوو افغانان چې ددې وطن او اسلام په لار يي ځانونه قرباني کړل، هغه تاسو په کوم نامه يادوۍ؟
 الله به د شهيدانو د وينو تاجران  هم په همداسې شرمېدلي مرګ ددې خاورې د سره واخلي٠ 
د ملي او اسلامي مقاؤمت ريښتيني بچيان به ددې ولس اوښکې پاکې کړي٠ او دنيا ته به دا په ګوته کړي چې دا ولس به کله هم سر ټيټ نکړي٠ 


..Ahmadzai
14.05.2010

[quote:f74cad9db5]دا پوښتم چې کله ده او دده په شان خاينو ته کله تاسو د شهيد لقب ورکوۍ،نو بيا هغه په لکهاوو افغانان چې ددې وطن او اسلام په لار يي ځانونه قرباني کړل، هغه تاسو په کوم نامه يادوۍ؟
[/quote:f74cad9db5]

ثابت صاحب به هغو ته خامخا أشرار وايي, أو د امپراليزم نه د دفاع قربانيان به ورته وايي.

اوس هم موجودة حكومت د خپلو عسكرو مړو ته شهيدان وايي.
هزارګان عبدالعلي مزاري ته شهيد بزرګ وايي, او تاجيكان مسعود بزرګ ستر شهيد بولي, او كمونستان ډاكټر نجيب شهيد بولي.
خو نه پوهيږم چې ولې هيڅوك تركى او امين شهيدان نه بولي, زما په اند خو نجيب , تركى , امين ټول د يوې لارې ملګري او د يو بادار غلامان وو, نو ولې بيا نجيب شهيد سو او دا نور دواړه مردار.

په درنښت


عبد السلام
15.05.2010

درنو ورنو! سلامونه او نیکې هیلې وړاندی کوم :
متل وایي : وروری به کوو خو حساب ترمنځه .

چې د حزبی او سیاسی کړیو دیو اړخیزه سیاسی قضاوت څخه تیر شو ،
اود یو عادی مسلمان ،افغان وګړي په حیث په سپینه ،سره قضاوت وکړو
هغه به داسې وي :
دمسلمان افغان په حیث ځکه ، چې دا د اکثریتود پیړیو زوړ عنعنوي اعتقاد دی.
مونږ داسلام دین دمنلو څخه را پدې خوا تر ننه دخپلو ټولو
اجتماعی او حتی فردی اخلاقو،د قضاوت بنسټ
( که څوک یې منی اوکنه، که سم اوکه ناسم)
د اسلامی اصولو پر بنا کوو. زانی ته زانی داسلامی حقوقو پر اصل وایو،
غله ته هم په همدې بنا غل وایو، قاتل ته هم په همدې اساس قاتل ،
لوطی هم زمونږ په ټولنه کې په دې پوهیږی چې دعمل
عکس العمل څه دی، ولی دا چې احکام زمونږ په ټولنه
کې تطبیقیږی اویا نه هغه بیله خبره ده .
همدا راز شهید اومردار ، غازی اتل، شریر او شیطان هم په همدې اسلامی
هضموشوو اومنل شووټولنیزو اخلاقی اصلو پیژ نو.
ولي؟ داځکه چې تر ننه په ټولنیزه توګه دمنلو وړ بدیل نه لرو او نه
مو پیژاندلی ، اونه هم په زور دچا له خوا مجبور یو چې
دخپلو عنعنوي اعتقادی نقدواصولو څخه دبل په نسیا،
په وچ زور تیر شو! دخلق اوپرچم افراطی ډارنو ډلکیوو چې دغړو
تعداد یې دهیواد دهغه وخت دشل میلونو مسلمانو وګړو
په مقایسه لس زره هم نوو، په کوم حق کولای شو
دبلشویزم چټل تالئ په وچ زور په شلو میلونو افغانی مسلمانانو وڅټی ؟
اوکه یې نه څټی بې محاکمې یې ووژني؟

او آیا دکمونیزم د تا لي څټو درهبری کدر د مسؤله مشرانو دډلې څخه ،او دکمونیستی
تالی څټو په شمول دټول هیواد دفلاکت دعملی مسببینونو څخه،
له پیله ترمرګه یو هم همدا نجیب ګاو نه وو؟



15.05.2010

[quote:55d95abc5d]خو نه پوهيږم چې ولې هيڅوك تركى او امين شهيدان نه بولي, زما په اند خو نجيب , تركى , امين ټول د يوې لارې ملګري او د يو بادار غلامان وو, نو ولې بيا نجيب شهيد سو او دا نور دواړه مردار.[/quote:55d95abc5d]
اول خو هر وژل شوی کس شهيد نه دی، شهيد هغه دی چې مؤمن مسلمان وي ، بيګناه وي ياد الله تعالی په لاره کې شهيد شي! نو څوک چې سره ددې هم نجيب ته شهيد وايي ، هغه به پخبله مسلمان نه وي !
دا چې ځينې کمونستان او يواځې ځينې کمونستان نجيب ته شهيد وايي او تره کي او امين ته نه، فرق يې همدومره دی - او دا واقعا ډير ستر فرق دی - چې تره کی او امين د خپلو پيروانو او بادارانو له خوا ووژل شوو، خو نجيب دخپل دوښمن پاکستان (ISI) له خوا په دار وځړول شو !
که نجيب هم د شورويانو له خوا وژل شوی وای لکه امين او تره کي، نو نجيب پلوه
کمونستانو به هم جرئت نه وای کړی چې شهيد ورته ووايي !
نو نجيب د کمونستانو له پاره په کمونستي اصطلاح شهيد دی، خو د مسلمان له پاره شهيد نه دی ، والله اعلم !
[color=red:55d95abc5d]يوه مناقشوي او تفکيکي پوښتنه : [/color:55d95abc5d]
که د تره کي او امين غوندې په ملا عمر هم خپل بادار (ISI) شکمن شي او اعدام يې کړي، آيا د مسلمانۍ سره سره به
د طالبانو د کوټې شورا له ډيره خجالته وکولی شي چې شهيد ورته و وايي ؟؟؟؟

[color=yellow:55d95abc5d]او يا که پاکستان همدا اوس ملابرادر اعدام کړي، ايا ملا عمر به ورته شهيد وويلای شي؟؟؟؟[/color:55d95abc5d]


pattang
15.05.2010

[quote:31e525701a]يوه مناقشوي او تفکيکي پوښتنه :
که د تره کي او امين غوندې په[color=white:31e525701a] ملا عمر هم خپل بادار (ISI) شکمن شي [/color:31e525701a]او اعدام يې کړي، آيا د مسلمانۍ سره سره به د طالبانو د کوټې شورا له ډيره خجالته وکولی شي چې شهيد ورته و وايي ؟؟؟؟[/quote:31e525701a]

زه ګمان کوم چې دې داپورته کرښو له نيغ ځواب څخه د اشغالګرو وينا يو
غېرې مستقيم بهترين ځواب دی .

رحمت اله روان

15.05.2010 19:44

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان مک کریستال د
تیره ورځ له ( پي بي اس) سره په مرکه کې ويلي، چې که څه هم تر يوه اندازې د
مخالفينو د پرمختګ مخه نيول شوې او افغانستان ته يو زيات شمیر بهرني پوځيان
ورغلي ، خو لا هم په افغانستان کې مقاومت ډېر پياوړى او جدی دی او د
افغانستان جګړه دم ګړی کوم ګټونکی نه ده او نه هم په نږدې راتلونکي کې د گټلو
کومې نښې ليدل کيږي.

نو موړی ویلی دي چی افغانستان جګړه دم ګړی ګټونکی نه لري او نه هم گټونکې ده.
ځکه چې په افغانستان کې د مقاومت ليکې پياوړې او برلاسه دي.په دی لحاظ د
بهرنيو ځواکونو لپاره اوسمهال د جگړې گټل ناشوني دي.

[quote:31e525701a]او يا که پاکستان همدا اوس ملابرادر اعدام کړي، ايا ملا عمر به ورته
شهيد وويلای شي؟؟؟؟[/quote:31e525701a]

لکه دنادر شاه افشار پټ ملګري هغه وخت ، ددوهم ځل لپاره بيا رسوا کېږي که
رشتيا يې بيا له اشغالګرو سره سوله غو ښته نوخدای پاک دې ددې رزيلانو تخم
ورک کړي٠
يو واريې د پاړسو او شويه ګانو مذدوران کړو ، لدې واره مو دصليب اوانګليسي
ژبې مذدورانه وي او دا به مو اخر ه وي که په ناموس ، ملک ،ژبې او دين
کلک ونه دريږو٠
ژوندی د ې وي داولس مقاومت دازادي په لاره کې٠
نالت په مذدور رژيم او اشغالګرو٠


ډاکټر څپاند
16.05.2010

[quote:a58af58212]خو نه پوهيږم چې ولې هيڅوك تركى او امين شهيدان نه بولي[/quote:a58af58212]

احمدزی صيب مه خفه کيږه،زه  به ورت دشهيد ترکی او شهيد امين لقب
ورکړم :D :D ٠

مرګ پر کمونيزم اخوانيزم اسغالګرواو تروريزم، :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


pattang
16.05.2010

لکه چې په نجيب KGB دې اوس هم زړګی خوږيږي ??
نالت په سابت شوي اجنټ ٠

[quote:a3baf39954="Subat Sabit"][quote:a3baf39954]خو نه پوهيږم چې ولې هيڅوك تركى او امين شهيدان نه بولي[/quote:a3baf39954]

احمدزی صيب مه خفه کيږه،زه  به ورت دشهيد ترکی او شهيد امين لقب
ورکړم :D :D ٠

مرګ پر کمونيزم اخوانيزم اسغالګرواو تروريزم، :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:[/quote:a3baf39954]



17.05.2010

[quote:6b12450911]زه ګمان کوم چې دې داپورته کرښو له نيغ ځواب څخه د اشغالګرو وينا يو
غېرې مستقيم بهترين ځواب دی . [/quote:6b12450911]
پتنګ خانه د غير مستقيمې پلمې ځواب دې دادی او بايد و يې منې :
څومره چې په مقاومت کې د ISI لاس وي هومره ضد ملي دی او هماغومره دې الله تعالی له ماتې سره مخامخ کړي، او څومره چې د ISI له لاسلرنې څخه پاک وي هماغومره دې الله تعالی بريالی کړي ، سمه ده ؟؟؟؟


ډاکټر څپاند
18.05.2010

[quote:dc503280d2]
لکه چې په نجيب KGB دې اوس هم زړګی خوږيږي ??
نالت په سابت شوي اجنټ ٠

Subat Sabit ليکلي:
اقتباس:
خو نه پوهيږم چې ولې هيڅوك تركى او امين شهيدان نه بولي

احمدزی صيب مه خفه کيږه،زه به ورت دشهيد ترکی او شهيد امين لقب
ورکړم ٠

مرګ پر کمونيزم اخوانيزم اسغالګرواو تروريزم،

_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ [/quote:dc503280d2]

اولعنت دې شي په هغې کورکونډکې چه د روسته تلونکو قوتونو د شمعي
شاوخوا چيندرک وهي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more