نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ټول افغان ولې دلیکونکو او لوستونکو دقحطۍ سره مخامخ دئ؟
هیښ
05.05.2010
سلامونه
دټول افغان بریښنائي پاڼه دنړیوال جال په صحنه کې دافغانستان د پښتو ژبې دفرهنګ په تیاره اسمان کې لومړنۍ بریښنائي پاڼه وه چې دیوه ځلانده ستوري په توګه ئې خپل نشراتي فعالیت شروع کړ.ددې پاڼې په منځ ته راتګ سره دافغاني فرهنګ په تاریخ کې یو لوئ انقلاب منځ ته راغئ او پخواني استبدادي او انحصاري کلتورته ئې چې دزرو اوزور دخاوندانو ترتسلط لاندې به یوازې هغه څه نشر ته سپارل کیدل چې ددوئ نظر او ګټې به ئې خوندي ساتلې اومحتوا ئې یوازې په مداحۍ ، چاپلوسۍ او دروغو باندې ولاړه وه ، دابد دپاره درد ځواب ووایه .
دټول افغان په راتګ سره دافغانستان دوولس ټولو سیاسي ،اجتماعي ،فرهنګی ،اقتصادي اورونیزو قشرونو او سازمانونوته څه په انفرادي او څه په ټولنیز ډول دلومړي ځل دپاره دا زمینه مساعده شوه چې دبشر دکلونو کلونو دیوې لویې لاسته راوړنې یعني دبیان دازادۍ او اظهار دنعمت نه مستفید شي او خپل نظریات ،پیشنهادات ،غوښتنې او انتقادونه بیله ډار او سانسورنه بیان او دنورو ذهنونو ته ورسوي ،چې ددې لوئ فرهنګي – افغاني – انساني - تاریخي خدمت افتخار دټول افغان دبنسټ ایښودونکو په نصیب شوئ دئ او دافغاني فرهنګ په تاریخ کې به دتل دپاره ددوئ نومونه ژوندی پاته او هیڅ کله به هیر نه شي.
ټول افغان دزیږیدو اولوئیدو په اولو وختونو کې دلیکوالانو او لوستونکو له پلوه یوه شتمنه او په خپلو پښو ولاړه بریښنائي پاڼه وه او مواد ئې دمحتوا،مضمون،کمیت او کیفیت له نقطه نظره ډیر پریمانه ،متنوع او مطمئن وو او دهرډول لوستونکي دذوق او سلیقې برابر به ئې یوڅه لرل چې روح ئې تغذیه کړي او فرهنګي تنده ئې پرې ماته شي.
لاکن په دې وروستیو وختونو کې زما په نظر دټول افغان بریښنائې پاڼه دتیرو کلونو په مقایسه دلیکوالو او لوستونکو دکموالي سره مخامخ شوې ده .دپاڼې کیفیت ،کمیت او دموادو کثرت دنزول په لوري روان دئ اودبریښنائې پاڼوپه ماراتون کې په ډیره سختۍ منډې وهي چې خپل مینه وال ئې اندیښمن کړي دي.
که زما نظر او اندیښنه سم وي ،نو ددې ستونزې علت به څه وي؟
او ددې ستونزې دلیرې کولو او ټول افغان دلیکوالانو او لوستونکو دقلت نه دخلاصولو دپاره باید څه اقداماتوشي ؟،
ترڅو دټول افغان پاڼه خپل پخوانۍ قوت او شوکت په لاس راوړي.
مننه
05.05.2010
هيښ صيب ډيره ضروري سکالو مو مطرح کړه، کومه چې انديښنه يې له ډيرو سره مل ده، ولې څرګندونه يې د همغه مرض له امله نشي کولی چې دلته يې تاسوله
نورو څخه پوښتنه کړې او خپل اټکل مو پرې نه دی څرګند ګړی !
ډير سياسي ، اجتماعي ، کلتوري اقتصادي او نور.... موضوعات شته خو څوک يې نه مطرح کوي ، علت دادی چې اوس هر څه ته د اسلام اسلامستانو او او طالبانو
له لوري ځواب ويل کيږي او هرڅه ورپورې محدوديږي ! لکه د کمونستانو په وخت کې به چې هر کس له پرولتاريا، انقلاب ، او نورو کمونستي شعارونو پرته
بل څه وليکل نو فورا به پرې د برژوا او کاپيټاليزم، خانۍ او فيوډاليزم، مرتجع او رېاکشنيزم ، امپرياليزم ، نېشناليزم، شوينيزم، اپورچونيزم،رېويزيونيزم،
پوچيزم، مليتاريزم، فاشيزم، سوبئيکتېويزم، ولنتاريزم ، ايدياليزم ، اخواني او فنډامنټاليزم ټاپه پرې لګول کيدله.
په ټول افغان کې اوس په کټ مټ شکل چې کله د طالب او طالبي اسلام له صفت پرته څه وليکل شي او يا که د پيوستون په روحيه هم پر طالبانو کمترين تنقيد ونيول شي، په ورته غبرګونونو لاس پوري شي، ړانده غونډاري پيل شي، د خيانت ، ضد ملت، ضد آزادۍ، ضد اسلاميت، ضد افغانيت، غلامۍ، پيسه طلبۍ او په سلهاو نور
تورونو باران پر بيګناه ليکوالو اوروي ! له بحثفورمونو څخه يې يو منجمد حجري يحچال جوړکړی چې هر څومره توده او جالبه موضوع په کې وروغورځوې د
ګوتو په شمير څو تنو قسم خوړلو د نامانوسو او بېځايه غبرګونو له امله داسې کنګل پاتې شي چې راشه که يې ګورې!
له دوی نه اوس د ټول افغان د بحثفورم د غاړې غور جوړ شوی چې نه يې څوک
غورځولی او پريکولی شي او نه په هېڅ شکل د ټول افغان له د بيطرفۍ، هر اړخيزتوب او بيان د آزادۍ له نوم او اېميچ سره چې تاسو په ګوته کړ، ښه ښکاري !
باتور
06.05.2010
سلامونه او احترامونه
ښاغلي هېښ ښه پوښتنه را وړاندې کړې ده، زه به يې ځواب وليکم، لېکن د هغه نه د مخه غواړم چې د پتمن پتوال خان بابولالو ته ځواب وليکم .
پتوال خانه محترمه
د خپلې ليکنې په سر کي دې دا ليکلې چې :
[color=white:1d5bc1d7f2]ډير سياسي ، اجتماعي ، کلتوري اقتصادي او نور.... موضوعات شته خو څوک يې نه مطرح کوي ، علت دادی چې اوس هر څه ته د اسلام او طالب له لوري ځواب ويل کيږي او هرڅه ورپورې محدوديږي [/color:1d5bc1d7f2]
هر څه ته د اسلام او طالب له لورې ځواب ويل کېږي؟؟
دا څه معنی؟
ګامونه ډېر پاخه اخلې، لېکن بيا دې پښې په خامه خټه کې بندي شي .
ستا مطلب کېدای شي چې داسې وي چې :
هر څه ته د اسلامپرستانو او طالبخواهانو له لوري ځواب ويل کېږي .
که داسې دې ليکلې وای بيا دې نو جمله سمه وه .
ته ماته دلته يوه کلتوري موضوع را وښيه چې کوم احمق طالبخواه يا اسلاميست به يې په ضد کومه ليکنه کړې وي، او يا کومه اقتصادې يا کومه بله اجتماعي موضوع چی کوم چا به هغه غندلې وي .
په ټول افغان کې ٩٠ ٪ خبرې اترې په سياست را څرخېږي، ډاکټر په سياست کې را ګډ دی، انجنير په سياست کې ښکته پورته کېږي په همدې شانې اقتصاد پوه، معلم، کارګر، چوکيدار او چپړاسي .
د سياست په ډګر کې خو اوس هغه شل نومونه
[color=white:1d5bc1d7f2])پرژوا او کاپيټاليزم، خانۍ او فيوډال، مرتجع او رېاکشنيزم ، امپرياليزم ، نېشناليزم، شوينيزم، اپورچونيزم،رېويزيونيزم، پوچيزم، مليتاريزم، فاشيزم، سوبئيکتېويزم، ولنتاريزم ، ايدياليزم ، اخواني او فنډامنټاليزم ([/color:1d5bc1d7f2]
چې تا ياد کړې نشته، اوس خو صرف يا امريکا خواه او يا طالب خواه دي .
څوک يو خوښوي او څوک دا بل، يا د شخصي ګټو په خاطر او يا د عقيدې له کبله .
په خپله ليکنه يو وار بيا غور وکه، احساساتي شوی يې . . خير دی :wink:
را به شم د هېښ خان د پوښتنې ځواب ته :
ګرانه محترمه
خبره دا ده چې ډېرو پخوانيو ليکوالو د امرېکې او ډيموکراسۍ په مداحت کې دومره بابولالې وويشتې چې اوس په خپل راتګ شرمېږي، هر څه ته چې دوی زړه ښه کړی وو. . د هغه بالعکس په ثبوت ورسېد.
اوس له تا او مانه شرمېږي چې دلته څه وليکلي .
کرزيخېلو هم ځانونه او هم يې هغه ليکوالان په شرمونو وشرمول .
او د يو څو ليکوالو سرونه يې اوس د ډالرو په غوړه کاسه کې داسې ومنډل . . سونډکان يې داسې ور غوړ کړل چې د سندرغاړو او ډمانو په شانې صرف هلته چې ښه وي هغلته يې شپه وي .
په درنښت
ع کريم حليمي
06.05.2010
باتور خان صاحب ، زما تاوده او پاسته او پر ګلانو لغړېدلي تاته در رسېدلي سلامونه ومنه
تاخو ټول په جلا جلا رنګ و رنګول ، ته به بې طرفه نه پاتېږېٖ ؟ طرف دي معلوم که ؟؟؟
چه د جوړي او روغي سړئ يې او که د طیاره والو په طرف کي ولاړ یي او که د ټوپک والو په طرف کي
باتور صاحب ! دغه لاندي لیکنه څرنګه ارزوۍ
((ملاخاکسار نزد ملاعمر قندهار برویم. او گفت مستنداتی را در باره دخالت پاکستانی ها آماده کرده ام و می خواهم این مستندات را درشکایت نامه ای به ملاعمر تحویل دهم. وقتی به اتاق ملاعمر داخل شدیم، متوجه شدم که این مرد همان کسی نبود که رسانه ها عکس وی را انتشار داده اند. آن چه به نام عکس ملاعمر در رسانه ها پخش شده، با ملاعمر اصلی بسیار تفاوت دارد. او لنگی به سر داشت و پتویی را دور بدنش پیچانده بود و دامن پیراهنش را روی زانوانش کشیده بود. تقریبا چهل ساله معلوم می شد. وقتی برای انجام کاری از جا برخاست و چند قدم راه رفت، متوجه شدم که پای راستش کمی می لنگد. برخلاف گزارش هایی که وجود دارد، من متوجه نشدم که یک چشم ملاعمر "پوچ" باشد. ملاخاکسار شکوه آغاز کرد و گفت که پاکستانی ها همه کار ها را در دست گرفته اند. درهر امری مداخله می کنند و نظم را برهم می زنند.))
http://kabulpress.org/my/spip.php?article2467
درنښت
عادل عادل
06.05.2010
سلامونه
په حقیقت کې غربي میډیا اکثره تکړه لیکوالان ، مبصرین، محلیلین، ادیبان، شاعران او د نظر خاوندان د یرغل سره جوخت په ډالرو استخدام کړي او داسې تاوده او مصروف یې ساتلي چې د سر ګرولو ته هم وخت نلري، په لسهاوو تلویزیوني کانالونه، راډیوګانې، مجلې، اخبارونه، کلتوري او د ډمتوب بنډارونه او ورکشاپونه یې د متنوع پروګرامونو، مختلطو محیطونو او خارجي سفرونو تر څنګ ددوی مخې ته ایښي چې حتی د وایګرې په زور یې هم تر ووده نشي وتلئ، نو دا به څنګه ممکنه شي چې نوموړي مامورین دې د ټول افغان خړې ناپیلې افغاني ویبپاڼې ته سر ووهي.
د تیر جهاد او قلم یوه تکړه لیکوال چې اوس په کابل کې د یوې ورځپاڼې مشر دی، په پیښور کې د روان یرغل په لومړیو شپو ورځو کې، چې لا تر اوسه یې د ضمیر سترګې لوڅې وې، په لاندې نظر وو:-
دا د ایمان د ازمیښت ډګر دئ
غافل له دغې ابتلا نه نشې
خو چې کله کابل ته له خپل حجم سره راستون شو، نو د خپل پورتني قول په دام کې داسې ګیر شو چې نن سبا داسې اپلتې وایي چې له مخې یې د نړیوالو ځواکونو وحشي او غیر حقوقي حضور پر ځای بولي او وتل یې د افغانانو د ګټو سره په ټکر کې ویني.
Sangar Watan
06.05.2010
دهيښ صيب ليکنه او دپتوال صيب تبصره دستاينې وړ بولم٠
زما په اند ددې نادودې مسوليت د ښاغلو وطنمل،کريمي،وهاج،لرغوني،حامد
څپاند او مهمان په غاړه دی٠داځکه،چه دوي چلونکي دي،هرهغه متن يامضمون
چه په غير اسلامي،غير ملي او غير دموکراتيکه توګه ليکل شوی وي با په
چټکۍ سره ړنګ شي٠پدی توګه به له يوې خو دناوړه مطالبو دنشر
مخنيوی وشي اوله بلې خوا به هغه ليکونکي چه داسلامي ضد،ملي ضد او
ولسواکئ ضد تبصرو له بيرې،دليکنو نه ډډمند شوي،بيا راپيدا شي٠
رښتینی
06.05.2010
.
.
هیښ صاحب مننه ښه موضوع مو رامنځته کړی ده
خو که دټول افغان لومړۍ مخ ته ځیرشو اوس هم بیخی
متنوع او ډیری جالبی لیکنی لری هم معلوماتی دی هم
ادبی دی او هم دیموکراتیک اصول پکی مراعات دی
هلته ګومان کوم دهرچا له غوښتنو سره سم مواد شته
اوپه ډیر کم وخت کی نوی نوی لیکنی پکی زیاتیږی
زما په اند دخبرونوبرخه کمزوری ده
پاتی شوه دبحثفورمونو برخه دلته یومشکل داهمدی چی ددی
برخی دلومړی مخ عنوان بیخی بیخونده او کوچنۍ دی او په دی
اړه یو وخت ښاغلی ډآکټر وطنمل له مسؤل مدیراتور نه پرلپسی
غوښتنی کړی وی خو هغه مهال په زړه پوری اقدام نه وشوی
اوشاید ځینی نوری ستونزی هم وی چی ځینی ملګرو له خپلو نطرونو
سره سمی نغوتی ورته کړی دی
اودا بحث دغځولو وړ ده باید په رغنده توګه یی پرمخ بوځو
او داسی نه چی دلته له څه سر ټکوو په هغه اخته شو :) :)
په مینه
06.05.2010
[quote:524ffbd9cc="باتور"]سلامونه او احترامونه
ښاغلي هېښ ښه پوښتنه را وړاندې کړې ده، زه به يې ځواب وليکم، لېکن د هغه نه د مخه غواړم چې د پتمن پتوال خان [color=red:524ffbd9cc]بابولالو[/color:524ffbd9cc] ته ځواب وليکم .[/quote:524ffbd9cc]
ګوره باتوره ، آيا ستا باتوري همداده چې له ثبوت او دليل پرته او مخکې د بل ليکونکي ليکنې ته بابولالې ووايي؟؟؟؟ دا حق ځان ته له کومه ورکوې؟؟؟؟؟
اول دا اقتباسوې چې
[color=white:524ffbd9cc]ډير سياسي ، اجتماعي ، کلتوري اقتصادي او نور.... موضوعات شته خو څوک يې نه مطرح کوي ، علت دادی چې اوس هر څه ته د اسلام او طالب له لوري ځواب ويل کيږي او هرڅه ورپورې محدوديږي [/color:524ffbd9cc] او بيا زياتوې چې :
[quote:524ffbd9cc]هر څه ته د اسلام او طالب له لورې ځواب ويل کېږي؟؟ دا څه معنی؟ .... ستا مطلب کېدای شي چې داسې وي چې :هر څه ته د اسلامپرستانو او طالبخواهانو له لوري ځواب ويل کېږي .[/quote:524ffbd9cc]
بيا هم ګوره ، اسلام خپله موضوع ، خپل هدف او رسالت ، خپله طريقه او ميتود لري او د توتالېتاريزم ادعا نه لري چې په طبيعت او ټولنه کې هر څه په لمن کې رانغاړي او که څوک د دين عالم شو نو هغه په ساينس و تخنيک، ټولنيزو علومو،
نفسياتو ، فلسفې ، هنر، سياست ، اقتصاد ، مهندسۍ ، ستور پيژندنۍ، پيلوټۍ او فضاونوردۍ او هر څه پوهيږي !
نو دا داسلامپرستانو ګناه نه ده چې په هر څه نه پوهيږي، او هيڅوک هم په هر څه نه پوهيږي، خو ګناه د هغه چا ده چې د سياسي غرض له پاره هره څه اسلام ته راجع کوي او يايې د طالبانو په ګټه څرخوي !
او دې استادۍ ته دې هم چا اړتيا نه درلوده چې ووايي :
[quote:524ffbd9cc]ګامونه ډېر پاخه اخلې، لېکن بيا دې پښې په خامه خټه کې بندي شي .[/quote:524ffbd9cc]
بلکې دا دې د بابو لالو د تور په څير يو بل تور دی چې لګولی دې دی!
[quote:524ffbd9cc]ته ماته دلته يوه کلتوري موضوع را وښيه چې کوم احمق طالبخواه يا اسلاميست به يې په ضد کومه ليکنه کړې وي، او يا کومه اقتصادې يا کومه بله اجتماعي موضوع چی کوم چا به هغه غندلې وي .[/quote:524ffbd9cc]
ولسواکې نړيوال سياسي کلتور دی او په افغاني کلتور کې هم ولسواکي شته!
انتخابيت او عامې آزادې رايګيرۍ يا جمهوريت اسلامي خلفاو رواج کړی سياسي کلتور دی ، د بيا ن آزادي چې نن ورته د مطبوعاتي آزادي وايي هم اسلامي اصل او پرينسيپ دی او د ناوړه حاکم په وړاندې تري کار اخيستل بهترين جهاد ګڼل شوی، نن له هيښ نه پرته نور کوم طالب او طالب پلوه دغسې ملي اسلامي
جمهوريت (ولسواکي) نه غندي او مخالف يې نه دی ؟؟؟؟؟
[quote:524ffbd9cc][color=white:524ffbd9cc])پرژوا او کاپيټاليزم، خانۍ او فيوډال، مرتجع او رېاکشنيزم ، امپرياليزم ، نېشناليزم، شوينيزم، اپورچونيزم،رېويزيونيزم، پوچيزم، مليتاريزم، فاشيزم، سوبئيکتېويزم، ولنتاريزم ، ايدياليزم ، اخواني او فنډامنټاليزم ([/color:524ffbd9cc]چې تا ياد کړې نشته،[/quote:524ffbd9cc]
دا خوما ويلي چې دا ټاپې د کمونستانو د قدرت په وخت کې لګول کيدې ، نو خود اوس نشته، خو په ورته ډول اوس نورې ټاپې لګول کيږي چې تا په ګوته کړي :
[quote:524ffbd9cc]اوس خو صرف يا امريکا خواه او يا طالب خواه دي .[/quote:524ffbd9cc]
او ملت چې ددواړو په منځ کې مستقل وجود لري مستقل اند او نظر لري ، نه د امريکايانو حاکميت مني او نه د طالبانو ديکتاتور ، پر هغې سترګې پټيږي ، نو په دې بحثفورمونو کې څوک څه کوي چې حتما به يا د دکتاتورانو او مزدور حکومت ډول ووهي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
يوه ملي سوله چې نه حکومت او نه په کې طالبان لاسبري وي او د بېطرفو ملي اواسلامي شخصيتونو په مشرۍ په کې ټول برخه ولري او بهرنيان له هيواده وباسي
ولې يې طالبپلوه ډنډورچيان نه مني او نه پريږدي چې دغسې يو رغنده او ژغورنده
رژيم پر موجود حکومت تحميل شي؟؟؟؟؟
يو څوک چې د پاکستان لاسوهنې او د ISI بربنډې مداخلې غندي، ولې يې مخالفت کيږي او د افغانستان اينده د امريکايانو په خوښه ISI ته سپاري ؟؟؟؟؟؟؟
د امريکايانو له وتلو وروسته خو په دې ټکي کې د امريکا ، ISI او طالبانو ښه نړيوله سوله او پخلاينه موجوده ده، ددې سازش په خلاف خپلې ملي سولې ته ولې بيا د هر اړخ ملا ماته ده ، ولې ، ولې او بيا هم ولې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
نو خبله خبره دې درته راجع کوم چې [quote:524ffbd9cc]په خپله (هره) ليکنه يو وار بيا غور وکه، احساساتي شوی يې . . خير دی [/quote:524ffbd9cc]، خو نه يواځې ته ًاوً پتنګ، بلکې
ټول طالب پلوه دې د ملت غم وخوري، دا هيواد دې له تجزيې وژغوري، د مجاهدينو مابعد شوروي ناورين دې هم بيا په ملت نه تحميلوي ، د امريکايانو وتل او ورسره سم د بي برې شخصيتونو په مشرۍ د ملي پخلاينې او روغې جوړي د يو تنقيدي پراخ تلسټه حکومت د جوړولو غوښتنې راپورته کړئ او د طالبانو ورونو په شمول ملت ددغسې يوې ملي طرحې ملاتړ ته راوبولئ !
ببولالې او ناندرۍ خو هغه وي چې يا د مزدور حکومت او يا حجري ديکتاتورانو په يو اړخيزه ګټه څرخيږي او د وطن ، ملت ، سولې او ترقۍ هېڅ غم او هېڅ زيری ورسره نه وي !
نو مونږ او تاسې خو بايد دومره بې مسوليته و نه اوسو او که څنګه ؟
و من الله التوفيق !
باتور
06.05.2010
ټولو ته سلامونه او احترامونه
قدرمن او قدردان حليمي استاده . . سلامونو ته دې د زړه له کومې وعليکم السلام او احترام .
تا ليکلې :
[color=white:7e7bf5cf61]تاخو ټول په جلا جلا رنګ ورنګول ، ته به بې طرفه نه پاتېږېٖ ؟ طرف دي معلوم که ؟؟؟ [/color:7e7bf5cf61]
ما نه په چا کومه بېځايه ټاپه لګولې او نه مې څوک په کوم چا پسې تړلي .
ليکلي مې ول چې زموږ خوار اولس ته صرف دوه لارې را پاته دي، هغه يا چې يا به په طالب پسې درېږي او يا په کرزيخېلو او د هغه په مرستيالانو پسې .
دا چې زه بېطرفه يا طرفدار پاتي کېږم او يانه، دا زما خپل کار دی . .
دا امريه الفاظ دې )[color=white:7e7bf5cf61]چې بايد طرف معلوم کم[/color:7e7bf5cf61](
له ګلانو سره بېرته درواخله .
تر اوسه دې په خپل ژوند کې کوم بېطرفه انسان نه دی ليدلی چې حق ووايي؟
څوک چې حق ووايي، بايد بل ورته لمسولی وي؟
څوک چې د چا ښه ته ښه او بد ته يې بد ووايي، بايد په يوه معين طرف پوري تړلی وي او د بل طرف ضد وي؟
او دا چې زه آيا د روغې جوړې سړی يم او که د طياره والو په طرف يم او که د ټوپکوالو په طرف، دا به ستا منطق، تحليل او استنتاج ته در پرېږدم، پوه سړی يې . . سر به دي پې ورسېږي، که نن نه وو سبا بل سبا.
او هغه ليکنه چې د هزاره ګانو له کابل پريس نه دې دلته را پريس کړې او له مانه دې پوښتلې دي چې زه يې څنګه ارزوم . . .
د هغې په په اړه به دومره درته وليکم چې ډېره خامه، بېمعنی او بېځايه
ده او ليکوال يې ډېر ساده، مغرض او له سياسته ناخبره انسان ښکاري .
که تا په کې کوم ارزښت ليدلی وي، نو موږ ته يې هم را په ګوته که چې ګټه ورنه واخلو
په درنښت
06.05.2010
راځئ سوال پل رنګ مطرح کړو چې :
داجنګ د آزادۍ او اسارت جنګ دی (؟) او که د قدرت په سر جګړه ده؟؟؟؟؟
خو داهم په پام کې ونيسئ چې که جګړه سوچه د قدرت په سر هم وي دعوه پرې د
د آزادۍ د جګړې کيږي او که د آزادۍ جګړه هم وي ګټونکی يې له قدرته په مرګ
هم نه تيريږي!
١- که يو اړخ بهرنيان نه وباسي او خپل حکومت پرې ټينګول غواړي ، نو داسې مزدور حکومت ته څه وايې؟
٢- که دواړه اړخه د قدرت په هډوکي سره په جنګ دي او يو د بل وخکي، مخ او غوږونه سره شکوي، نو دهډو کي دې جنګيدونکو ته څه وايې ؟
٣- که بل اړخ د آزادۍ په پلمه جنګيږي ، خو قدرت ولس ته نه سپاري او قدرت يواځې خپل حق او انحصار ګڼي، نوقدرت او ديکتاتورۍ دې ليونيانو ته څه وايې ؟
٤- که د بې پرې شخصيتونو په مشرۍ پراخ بنسټه حکومت جوړول او د بهرنيانو
ويستل غواړي او له انتقالي دورې وروسته ازادو انتخاباتو ته وردانګي او
ولسواکي د افغانيت او اسلام په حدودو کې پلی کول غواړدي ايا دغسې حکومت
او لاره به د ټولو افغانانو ارمان نه وي ؟؟؟؟
و.افغان
08.05.2010
هيښ صاحب او د بحث نورو درنو او ګرانو ګډونوالو وروڼو !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
مايوسي بزدلي ده، هر وګړی د خپل دين، وطن او ولس په وړاندې د خپل ځواک
تر بريده مسؤوليت په غاړه لري، ځمونږ ډېري ليکوالان په ډالرو خرڅ شول، خو ډيري نور يې د
نااميدۍ له امله خولې تړلي، لکه ګونګيو هک پک او حيران دريان دي، ځان ورته ډېر بې وسعه، بې دوسته، او لکه بې روحه کائنات بې ځواکه ښکاري، پوهيږي چې د آواز اوچتولو سره سم يې ستونی د ظلم او جبروت په ګوليو په ډېر بېرحمانه ډول غلی کيږي.
کله کله دا فکر هم سړي ته پيدا شي، چې د اسلاميت او انسانيت خدمت خو هر چېرې
کېدی شي، بس دی د دغو ناخوالو نور سترګې پټول پکار دي، خو د وطن مينه او د
ولس درد بيا سړی خپل ځان ته راکش کړي.
ښاغلي عبد الباري جهاني صاحب څه ښکلی شعر ويلی دی، چې ځمونږ ټولنه په کې
لرې له دروغجنو وياړونو په حقيقي بڼه تصوير شوې ده:
د دې وطن پـــــــه نصيب نــــه دي رسېدلي خلک
چي يې ميـندلي دي په کاڼو يې ويشتلي خلک
د ړنــــدو ښار دئ له ډېــــوې سره خپلوي نه لري
د سترګـــــورو ډلـــــي ډلــــــــــــــي دي وتلي خلک
د هــــر وګـــــــړي پــــــه څــــېره کي بلاګاني وينم
دلتــــــه هيندارو تـــــــه لا نـــــه دي درېدلي خلک
نـــــه يې د زخم نه د درد په علاج پوه سو طبيب
پـــــرون لـــــــه سانــــــدو ســره ووتل راغلي خلک
چـــي افسانې يې د پېړۍ پر لېمه شپې زنګوي
د سنګسارونــــو تــــــر ميدانه ځي ښاغلي خلک
تــــر شنه اسمانــه ګيله مـــني چيغي مه استوه
داسي يې ډېـــــر د بل پـــه تور دلته وژلي خلک
دلـــــته چـــــــي راغلې نو د رحم تمه مه ترې کوه
د دې قصاب تېغـــــونـــــــو ويـني ژړولـــــي خلک
جهانـي تمـــــــه د مــــــــردۍ د لېونتوب کيسه ده
پـــــــه هر ولات کي چي ښاغلي وي ناولي خلک.
په درنښت
میوند ننګیال
09.05.2010
ګران او محترم وررو هیښ صیب !
ډيره ښّ سکا لو مو بحث ته ایښی ده ورو ڼو پری ښی خبری هم وکړی او ښع نطرونه یی ورکړل زه هم د حامد صیب په نطر یم ځکه د بحث فورم ډي کو چنی لیکل شوی او داسی ځا یی کی لیکل شوی چی د اکثره وروڼو ورته پآم نوی او زما پّ اند بله دا چی نوری ویبپاڼی چی څومره تبلیغات کوی نو ټول افغان ته هیڅ تبلیغ نه کیږی .
الله شته چی ټول افغان ټول افغان دی یوه ویپپاڼه هم ورپسی نشی رسیدی .
بله مهمه نقطه دا ده چی هر انسان ته باید د خپلی لیکنی پ،ره حق ورکړی شی چی خپله لیکنه پّ ازاد ډول وکړی شی او ړنګی نشی هو هغه لیکنی چی زمونږ اسلام او ډین ته په سپکو ګوری نو هغه یا ړنګی او یااصلاح شی .
ما یو څو میاشتی مخکی یو څو لیکنو کی څه لیکلی ول چی هغه ورانی کړی شوی او جواب کی یی راته لیکلی وه چی بی فایدی دی کیدای شی بی فایدی وه خو ما چی څه لیکلی ول هغه د هغه انسان د فکر مخالف وه بهر حال باید عملی اقدام وشی چی څه کو لی شو څه وکړو .
زما پّ نطر دا به ډيره مفیده وی چی لیکنی نر هم زیاتی شی او ورونه لږ وخت وباسی لیکنو او خلک تشویق کړی شی ځکه ما څو ملګری داسی و لیدل چی هغوی نورو وویبپاڼو ته تبلیغ کوی او خلک را جلبوی .
بهر حال دا زما نظر وه تا سو ژما نه ډير پوه او ژور نظر لری .
په پښتنه مینه
اور- بل
09.05.2010
مولينا صاحب عجيب لينک ورکړی چې ثابتوي : که د افغانستان په روانه ٣٠ کلنه غميزه کې CIA او KGB د افغان ولس پر ضد دجڼاياتو قهرمانان دي ، نو ISI هم تر دوی کمه نه وه او نه ده :
http://kabulpress.org/my/spip.php?article2467
په تيره بيا دغه وروستۍ کرښې خو ډيرې هيښونکي بريښي :
..... ملاعمر گفت:
همه شکایات خود را در کاغذ بنویسید!
ملاخاکسار به سوی حمید ( یکی از منشی های ملاعمر) رفت و به توضیحات شروع کرد. حمید اظهارات ملاخاکسار را یک به یک نوشت. خاکسار دست نوشته ها را به ملاعمر داد اما ملاعمر بی آن که به آن نگاهی بیاندازد، اوراق را زیر دوشکی که روی آن نشسته بود، گذاشت. وقتی به سوی کویته حرکت کردیم، ناگهان میجر عمر پاکستانی ما را متوقف کرد و بدون مقدمه از ملاخاکسار سوال کرد:
آن همه اوراق شکایت را تو برای ملاعمر داده بودی؟
از حیرت درجایم میخکوب شده بودم. خاکسار گفت:
نه من از اوراق اطلاعی ندارم. کدام اوراق را می گویی؟
میجر عمر چیزی نگفت و ما به راه خود ادامه دادیم. ملاخاکسار گفت:
اوراق واقعا به دست این ها رسیده است؟
هیچ جواب قناعت بخشی نداشتیم و تا امروز نیز نمی دانم که شکایت نامه ما چه گونه در مدتی بسیار کوتاه در اختیارآی،اس، آی قرار گرفته بود.
دغه الماني لېنک هم د کتلو وړ دی
http://war-is-illegal.livejournal.com/26964.html
هیښ
23.05.2010
سلامو نه
دټولو قدرمنو وروڼو نه ډیره مننه چې خپل ګرانبها وخت ئې ددې موضوع په هکله مصرف کړ او خپل نظرونه ئې وړاندې کړل .ددې موضوع په باره کې دپوښتنې څخه ډیرې ورځې تیرې شوې ،ما فکر کولو چې د ټول افغان ډیر مینه وال به خپل نظرونه او وړاندیزونه ددې ستونزې دحل په برخه کې ښکاره کړي .لاکن داسې ښکاري چې ځنې په همدې حالت قانع دي او ځنې بیا د ټول افغان دپراخیدو او کیفیت دلوړیدو سره هیڅ علاقه نه لري او ددې پاڼې راتلونکې ورته بې تفاوته ده.
زما په نظر دهرې رسنۍ که چاپي ،تصویري ،غږیزه او انترنیتي وي دبریالیتوب اوپراخوالي درجه دهغې دلیکونکو او لوستونکو په شمیر اټکل کیږي ،هرڅومره چې یوه رسنۍ دخپلو لوستونکو ،لیدونکو او اوریدونکو شمیره ډیره کړي ،په همغه اندازه کامیابه او مؤثره بلل کیږي او عمر يې اوږدیږي.
یو علت چې ټول افغان دلیکونکو او لوستونکو دکموالی سره مخامخ شو ،دنړیوال جال په ډګر کې له نیکه مرغه دډیرو پښتو ویب پاڼو منځ ته راتلل او نشراتي فعالیت دئ چې یوشمیر لیکوالانو خپله همکاري دهرې انګیزې په اساس چې وي دټول افغان سره قطع کړه او دنورو بریښنا پاڼو سره ئې ملګري شروع کړه او کوم امتیاز چې ټول افغان دتاسیسیدو په وخت کې درلود( د سیالۍ دډکر نه موجودیت )له منځه ولاړ او درقابت مرحله شروع شوه .
درقابت او سیالۍ په صحنه کې طبعاً هغه نشریه برلاسئ لري چې دنورو نه تازه ،مطمئن ،دخلکو دغوښتنو او سلیقو سره برابراومتنوع جالب مواد ولري او همدارنګه دیوې ژبې دویونکو ټول اقشار او اصناف دخپل نشراتي هنر او ابتکار په وسیله راجذب او جلب کړي.له دې کبله ټول افغان هم باید دسیالۍ دلوبې د پورتنیو شرایطو په نظر کې نیولو او مراعاتولو کې په پوره دقت او سرعت سره اقدام وکړی ترڅو چې کامیابي ئې اطمیناني او پخه شي.
په چاپي او انترنیتي خپرونو کې دلومړي مخ دیکور اودیزاین لکه دیوې لویې مغازې ویترینونه او دنندارې کړکۍ چې دمشتریانو دراجلبلولو او را کشولو په منظور په داسې شیانو مزینې شوې وي چې دلیدونکو توجه ورته راماته شي او مغازې ته دننوتلودپاره ئې لیواله کړی ډیر داهمیت وړدئ او داسې باید مرتبه شي چې ملاقات کوونکي او لوستونکي را تم کړي او د وتلو دپاره د تلوارتلوسه ونه کړي .
په ننئ زمانه کې داطلاعاتو دلاسته راړلو او تبادلې سرعت ډیر زیات شوئ دئ او هر لوستونکئ کوښښ کوي چې دخپل ماحول په نویو او تازه حالاتو او تحولاتو د هرې وسیلې منجمله انترنیت له لارې ژر ځان خبر کړي ،چې په دې هکله د ټول افغان ویب پاڼې خپل اولیني ملاقات کوونکي مایوسه کړی دي او دخبرونو برخه ئې ډیره ټنبله،زړه او دوخت دغوښتنو سره برابره نه ده .دومره لوئ نوم (ټول افغان )چې دیوه لوئ وولس سره سروکار لري اوددې وولس جریانات او حوادث دنړئ ټولې معتبرې او مشهورې رسنۍ دخبرونو له لحاظه تغذیه کوي باید دخبرونو په برخه کې دومره فقیره او مسکینه ونه اوسي.کله چې دټول افغان ملاقات کوونکي او زیارت کوونکي په اول مخ کې دخبرونو دبرخې دا حالت وویني نو دقرار په ځائ فرار ته ترجیح ورکوی او دنورو موادو دلوستلو نه هم تیر شي او که څوورځې هم داوضع وي بیا نو دډیر وخت دپاره ورسره خدائ په اماني وکړي ،چې دا یوه لویه ضربه او ضایعه دیوې رسنۍ دپاره ده او په ډیر زحمت سره بیرته جبران کیږی .په دې اساس دخبرونو برخې ته باید جدي توجه وشي او دا خلا باید ډیر ژر ډکه شي.
په لمړي مخ کې بله برخه دمقالو او مضمونوده .دلته هم ترکومه ځایه چې زه ورته متوجه شوئ یم ،دامقالې او مضمونونه داسې وخت نشریږي چې په نورو ویبپاڼو کې لوستونکیو لوستې وي ،یعنې په ټول افغان کې په اصطلاح دوهم لاس لیکنې نشریږي ،نو چاته به دالیکنې جالبې وي چې دوهم وارې ئې په ټول افغان کې ولولی ؟،حال داچې په بل ځائ کې ئې تر نظر تیرې کړې وی.په دې برخه کې زه فکر کوم چې دټول افغان اداره دپرسونل دکمبود سره مخامخ ده او مسؤلین کافي وخت نه لري چې په خپل وخت او چټکتیاسره ورلیږل شوئ مضمون خپور کړي او دغه نقیصه له منځه یوسي .لیکوالانوته هم دا ډول چلند خوندور نه دئ او علاقه نه لری چې خپل مضامین ئې دټول افغان له لارې وروسته له ډیره ځنډه خپاره شي له دې کبله کوښښ نه کوي چې په اول وارئې ټول افغان ته دنشریدو ماموریت ورکړي .همدا وجه ده چې دلیکوالانو توجه هم دټول افغان په ځائ نورو ویبپاڼو ته ا وړي اودیوه جدي همکار په عوض دیوه اماتور او شوقي په توګه دټول افغان سره پاته کیږي.نو دټول افغان دودې او دکیفیت دلوړوالي له پاره بایدپه دې برخه کې هم جدی تدابیر ونیول شي او دټول افغان اداره خپل مسؤلین دې ته وهڅوي چې مضامین بې له ځنده دلوستونکو په خدمت کې کیښودل شي ،ترڅو لیکوالان دمسؤلینو په جدیت متیقین شي او خپله ملګرتیا ورسره نوره هم زیاته کړي.
یوه رسنۍ دخپل ژوند دبقا دپاره مالي امکاناتو ته ضرورت لري ،ترڅو خپل لګښتونه او مصارف پوره کړي .داچې ټول افغان یوه ازاده ،بې پرې اوخپلواکه ویبپاڼه ځان بولي او دکوم ګوند،سازمان ،ډلې او نورو سیاسی- اجتماعي اقشاروسره تړاو ردوي او نشراتي پالیسي ئې یوازې دملي ارزښتونو او ملي ګټوساتنه ،پالنه او روزنه ښئي، یوازې دوه افشنونه لري چې خپل لګښتونه تر پوښښ لاندې راولي :یابه دخپلو غړیودبې قیده او شرطه ونډې په ورکولو سره اویابه داعلانونو او ریکلامونودنشرولوله لارې خپل مالي مشکل حل کوي.چې په دې برخه کې هم دیوه قاطع تصمیم نیونه او فیصله باید وکړي،ترڅو دمالي لحاظه خود کفا او په خپلو پښو ودریږي او دپاڼې دتخنیکي او الکترونیکي کیفیت او ظرفیت دلوړولو له پاره ورڅخه لازمه او په ځائ ګټه پورته کړي.
دلومړي مخ دعنوانولومړئ کرښه منجمله دبحث فورومونه ډیره پیکه ،وړه او سپیره ده چې دلوستونکي او لیدونکي نظر نه شي جلبولائ اویوازې هغه ملاقات کوونکي ورسره اشنا دی چې دټول افغان سره پخوانۍ او دوامداره رابطه لري اود نويو میلمنو او زیارت کوونکودلید او نظر دفوکس وړتیا نه لري او همدا وجه ده چې لوستونکي ترانزیت ځنې تیریږي او دپاتې کیدو دپاره کوم شوق نه لري،نو باید ددې کرښې عنوانونه په چاغه بڼه ،لوئ درجه او تیزو رنګونوولیکل شي ،ترڅو دمیلمنوتوجه راجذب کړي .همدارنګه داعنوان (دبحث فورمونه)هم زما له نظره سم نه دئ لیکل شوئ،ځکه دفورم او فوروم ترمنځ دمعنی او مفهوم له لحاظه ډیر توپیردئ .په دې ځائ کې به زما په نظر دفوروم( Forum) اصطلاح چې دراټولیدو او غوڼډیدو ځائ ته وائې مخصد وي ،نه دفورم(Form)چې دشکل معنی لري.
په ټول افغان کې دبحث دفورومونوڅانګه ددې ویبپاڼې خاصه،ګټوره او مهمه برخه ده چې دمختلفو موضوعاتو په هکله شننې ،تبصرې او نظرونه ددیني ،علمي ،ادبي او تاریخي استدلالونواو منطق په اساس سرته رسیږي او لیکونکو ته دا چانس برابر شوئ دئ چې خپل نظر په ډیره ازادانه توګه ښکاره کړي.
دلته باید عرض وکړم چې په دې هکله دښاغلی پتوال صاحب استدلال او دده دنظر مخالفین دستونزې دراپیداکیدومسببین ګڼل سم نه بریښي ،ځکه مقابل لورئ هم ورته استدلال کولائ شي او هرجنایت او وحشت ددموکراسۍ او ازادۍ ترنامه لاندې توجیه کول هم دحقیقت سرچپه اړول او دخلکو په سترګو کې خاورې اچول دي.دبحث دکولو نه هدف همدا دئ چې بحث کوونکی مختلف نظرونه او لیدلوري لري اودخپلو نظرونو دپاره خپل دلایل وړ اندې کوي ،ترڅوپه نتیجه کې حقایق راروښانه شي.که ټول دپتوال صاحب په نظر وی بیا نو بحث کولو ته څه حاجت دئ ،یوازې دتائید لاسونه به پورته کوي او ژوندئ دې وي پتوال صاحب نارې به وهي،خو داسې نه ده بلکه هرڅوک خپل سر او خپل فکر لری او
دهغې داظهارحق ئې هم محفوظ دئ.
دبحث دفورومونو دڅانګې دښه والي او دکیفیت دلوړوالي په هکله مسؤلیت هم لیکونکو او هم چلوونکو ته متوجه دئ.
لیکونکي باید هغه اصول او ضوابط جداُ مراعات کړی کوم چې دټول افغان دنشراتي پالیسي تشکیلوي او دداسې لیکنو او تبصرو نه چې دملي ارزښتونو او ملي ګټو په ضد وی او یا دیوچا انسانی کرامت او مقام ته سپکوالئ په کې منعکس شوئ وي جداً خودداري وکړي او خپل او دنورو لوستونکووخت په بې ګټې او بې معنی لیکنو ضایع نه کړي،همدارنګه چلوونکی دښاغلي سنګر وطن صاحب په خبره باید ډیر ژر دداسي اشخاصو په مقابل کې عاجل اقدام وکړي او دداسې لیکنو مخه ونیسي.
دبحث دفورومونو په څانګه کې ماته یوازې داسلام او اسلامي بحثونو په خونه کې دموضوعاتو مطرح کول او بحث کول ډیر منظم او ډیر ګټور ښکاري ،ځکه دهرې موضوع مطابق تبصرې او ځوابونه ارائه کیږي او لیکوالان دموضوع نه نه خارجیږي،همدا وجه ده چې لوستونکی ئې هم دیوې ښې نتیجې دلاسته راوستلو له پاره په ډیره مینه تعقیبوي،مګر په نورو خونو کې دااصل نه مراعاتیږي ،چې په نتیجه کې موضوع ګډه وډه او هدف ورک شي ،چې یوښه مثال ئې په همدې بحث کې دښاغلي مولوي صاحب حلیمي ،دپتوال صاحب دریمه او داغلی غوټۍ وربل خور تبصرې دي ،چې دموضوع سره هیځ ارتباط نه لري او هسې بې ځایه ئې وربلونه خواره کړي دي .نو که قدرمن لیکوالان دموضوع په اړه خپل نظر څرګند کړي ،دا به دهغه موضوع دلاسپړلو او شنلو سبب وګرزی او لوستونکي به هم دخپل وخت دضایع کیدو په ارمان پاته نه شي.
دبحث دفورومونو دچلوونکو په هکله باید ووایم چې دمختلفو خونو په بحثونو کې دشور او شوق په راوستلو کې ددوئ وڼده ډیره پریکنده رول لري .دهرې خونې مسؤل چلوونکي باید کوښښ وکړي چې دنورو خونو سره سالمه سیالی وکړی اوخپلې خونې ته دمراجعینو دډیروالي دپاره لازم تجویزونه او کوښښونه وکړي ،نه داچې یوازې په دې اکتفا وکړی چې دچلوونکو په ډله کې ئې نوم لیکل شوئ دئ .دبحث دچلوونکی دنده یو مسؤلیت دئ اودامسؤلیت باید جدي ونیسي او په اداکولوکې ئې خپله وړتیا او صداقت ثابت کړي .دبحث چلوونکي باید دنویو موضوعاتو په پیدا کولو ،خپلو تبصرو او پوښتنوته دځواب په ورکولو سره خپل حضورپه دائمي او مکرره توګه ښکاره کړي ،نه لکه دپښتو ګرامر اودماشومانو په خونه کې دچلوونکي زهیر شینواري په شان چې اخر ځل دری کاله مخکې ۰۴-۰۸-۲۰۰۷نیټه راښکاره شوئ دئ او بیا ئې درک نه لګیږی چې چیرې دئ .داسې چلوونکی به په څه درد وخوری او په دې خونو کې ئې دچلوونکی ترنامه لاندې نوم لیکل څنګه توجیه کیدائ شي؟
په دې اساس که د بحث دفورومونودچلوونکو او لیکونکو صادقانه همکاري اوتلاش وي ،انشاءالله دبحث خونې به بیا خپل پخوانئ شان وشوکت په لاس راوړي او ټول افغان به د اواره او پردیسو افغانانو دفکري اوفرهنګي تندې دماتولو چینه شي .
مننه
رښتینی
24.05.2010
هیښ صاحب ستاسو وړاندیزونه او مشوری ډیری ګټوری
اوپه زړه پوری دی خو زه چی څومره ګومان کوم لوی مشکل
دویب سایټ په څښتن کی دی
ځکه هغه زموږ اوتاسو داخبری نه لولی او نه یی اوری
نو زموږ اوتاسو مشوری او وړاندیزونه به څه ګټه ولری
که زما خبره سمه نه وی دی دی راشی دلته دی خپل نظر ولیکی
او له موږ سره دی شریک کړی په دی موضوع کی خو دی
باید ترټولو جدی وای او داچی دی بیخی شتون نلری نو زما
خبره سمه او په ځای ده
اوچی زما خبره سمه شوه نو راځئ په دی تشو مشورو
او وړاندیزونو وخت ضایع نکړو دی پوهه شو او کاریی
که خبرونه په وخت خپروی او که دخبرونو په ځای
کلکی او ازی خبری :D :)
ډوکتر څپاند
22.06.2010
محترمو ليکوالو،
ديوه دوست نه مي وپوښتل چې ولې پدې سايټ کې ليکنې نه کوي؟
ځواب داوه چه 'زه نغواړم چه څوک راته په نړيوال ډګر ،په انټرنټ کې ښکنځلې وکړي,
زما وړانديز دادی چې :هر هغه څوک چه پدې سايټ کې ښکنځلې اودادب او
اخلاقو خلاف ليکنې وکړي،ددغه شان وګړي غړيتوب بايد اقلا د دريو مياشتو
لپاره ځوړند (تعليق-Suspended) او دټولو دخبرتيا لپاره تشير(اعلان)شي٠
پدې هکله دنورو دوستانو داندونو په هيله !