نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانستان ملې لوبډله
Stoman Niazi
04.05.2010
دافغانستان ملې لوبډله
دافغانستان اوهندوستان تر مينځ دشلوآورونو سيالۍ دپيل کيدو وخت په لنډيدو وه.وه مې ليدل چې يو تعدادافغانان دافغانستان اوهندوستان ترمينځ دکرکټ سيالۍ دشروع کيدو په انتظار ولاړ دي.زه هم دڅه وخت لپاره هلته ايسار شوم.ټول خوشحاله ښکاريدل له يو هلک څخه مې وه پوښتل چې هندوستان له ډيرې مودې راهيسې دکرکټ په لوبه کولو بوخت دى اويوه قوي لوبډله ده ستا په خيال چې دغه سيالې به افغانستان وګټي اوکه وه به يې بائيلې؟ ده راته ووئيل که چير ته افغانستان دغه سيالې وه بائيلې نو هيڅ پرواه نشته او غټه کاميابي دغو سيالئيو ته لاره موندل دي چې ډير رسيدلې ملکونه يې له ډيرې مودې راهيسې په کوششونو بوخت دي.خوشبختانه چې دديرش کلونو جنګ ځپلې افغانستان دغو سيالئيو ته په ډيره کمه موده کښې يې لاره وه موندله .دا دافغانانو لپاره ډيره دفخر خبره ده.ددې خبرې په اوريدو سره ډير خوشحاله شوم اوديو څو سوداګريزپيغامونو نه وروسته مې دافغانستان بيرغ په داسې حال کښې ترسترګو شو چې دويسټ انډيزشنو شنو غرونو او رغونو ته يې په هسکه غاړه دشمشاد اودسپين غرقيصې اودميوندې ملالۍ دبيرغ آداګانې کولې.دکرکټ دپيل کيدو لومړۍ مرحله پيل شوه.دافغانستان لوبغاړې چې مشري يې دنوروز منګل په غاړه وه او د نښترو په شان دنګې دنګې ښائيسته ځوانۍ يې درلودې په ډيره ليوالتيا دسيالۍ ميدان ته راداخل شول. دهندوستان د کرکټ لوبډله چې د څو لسيزو راهيسې دکرکټ لوبه کوي او يقيناً يوه قوي لوبډله ده ډير ښه تجربه کار بيټسمينان،بالران وغيره لرى څو ځله يې وړلډ کپ (نړيوال کپ)ګټلى دى ليکن د افغانستان لوبډله چې ديو څوکالونو راهيسې دکرکټ تمرين کوي.نه يې کم تجربه کار استادان شته او نه يې دتمرين کوم خاص ميدان شته چې په کښې تمرين وکړي.دوى به دتمرين لپاره نورو ملکونوپه تلل تر څو هلته په مستقيمه توګه تمرين وکړي او راروانو سيالئيو ته ځانونه چمتو کړي.په دغه سيالۍ کښې چې دوى دانډيا په شان يوې مظبوطې لوبډلې سره داسې سيالې تر سره کړه دا دافغانانولپاره دفخر خبره ده اګرچه دوى دغه سيالې بائللې هم ده.دنورعلى ځدران بې دريغه تيزتوپ وهل (بيټينګ) چې توپ يې څو ځله دباؤنډرۍ نه پورې واړاوه اوپنځوس منډې يې جوړې کړي.همداسې بالرانو،فيلډرانو چې په ړومبې ځل په دغې نړيوالې سيالۍ کښې کومه حيرانونکې سيالې ترسره کړه ټول يې لاس تر زنې کينول.دافغانستان حکومت بايدکرکټ لوبډلې ته خاص توجه ورکړي ددوى ځانګړې ضروريات ورته پوره کړي دتمريناتو لپاره ورته ميدانونه جوړ کړي.تر څو زمونږ دوطن لوبغاړي په دې مجبور نه شي چې دتمريناتو لپاره خارجې مملکتونوته لاړ شي.