د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا کچره څه وايې ?

pattang
03.05.2010

تاند (یکشنبه / مې 2)
دا کچره څه وايې ?
دامریکا دبهرنیوچارو زیرې هیلري کلنټن نن یو ځل بیا له وسله والو طالبانو سره دپخلاینې لپاره دشرطونو یادونه وکړه. مېرمن هیلري کلنټن این بي سي تلویزیون ته وویل: ځینې طالبان مخکې لا دې بلې خوا ته اوښتي. اوس که دوی غواړي چې پخلا شي، باید له القاعده شبکې لاس واخلي.

[img:eb44762150]http://www.afghan-german.de/upload/news_af/NewsBoard/n_bilder/h.clinton.jpg[/img:eb44762150]

دامریکا دبهرنیوچارو وزیرې په زغرده وویل: دوی باید له جګړې لاس واخلي، باید وسله کښېږدي او باید دافغانستان اساسي قانون ومني. مېرمن کلنټن همداراز وویل چې په افغانستان کې قومندانانو ورته ویلي چې ځینې طالبان غواړي چې له جګړې لاس واخلي. دې وویل چې له دوی سره سیاسي پخلاینه ممکنه ده.

که څه هم امریکايی چارواکي او همداراز افغان ولسمشرکله ناکله وايي چې خینې طالبان خبرو ته تیار دي خو عملاً نه دي لیدل شوی چې طالبانو دې دخبرو کوم وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی وي. دافغانستان ولسمشرپه ځلونو په ملاعمر او نورو طالبانو ږغ کړی چې له ده سره دې خبرې وکړي خو دطالبانو له لوري تراوسه پورې دپخلاینې دخبرو لپاره هیڅ لېوالتیا نه ده لیدل شوې.

مېرمن کلنټن وویل: «په وروستیوکې زه داسي شخړه نه وینم سیاسي حل لاره دې ورته نه وي پیدا شوې.» دې همداراز وویل خلک عموماً یا له جګړې ستومانه کېږي اود سولې خبرو ته مخ اړوي اویا دومره ماته خوري له جګړې لاس اخیستلو ته تیارېږي
[/img]


pattang
03.05.2010

مچه خرې!
اول خو طالب او القاعده دوه مختلف حرکتونه دي القاعده په نړۍ کې
تيت ده او طالب په افغانستان کې ، تړل يې له القاعدې سره خيانت او پلمې دي٠
که فرضا ستا خبره درسته وي او طالب القاعده وي او ستا په وړانديز دسولې په مخ
القاعده پرېږدي نو ته بيا د کرزي او فهيم رشوتخور ، فاسد ، جنايت کاره رژيم څخه
ولې دفاع کوې ، پر ځای ددې له طالب سره اقتصادي او سياسي مرستې وکړه
چې شراو فساد ورک کړي !! خو نه ستاسو هدف بل دی :
د غربي اخلا قو فساد ونه، د اسلام له منځه وړل او دلڅو غرو رواج او
ازادي مو هدفونه دي٠

ژوندی دې وي اسلام ، پښتو او مرګ په اشغالګرو


عبد السلام
04.05.2010

یاره پتنګه ! په درد دې پوهیږم ، خودارو اودرمل یې دا نه دي چې ووایو (مچه خرې! ) قنچغې، شلیتی، او.......... !
هیلری هم په دې تر ما او تا ښه پوهیږي چې طالب او القاعده یو ندي او په دې هم پوهیږي چې طالب دسیاسی بی شعورۍ او کم عقلیه دا چجج کونې پسې تړلی وو، اوا وس هم ورسره اختلاف نه لري اونه تر اوسه دطالب دخولې چا اوریدلی دي چې دوي به دالقاعدی په خلاف کومه خبره وکړي وي، او یا خپل برآت ترې څرګند کړي ، بلکې طالب هم اوس د القاعدې دتعصب په مرض او دپنجابی په کوډو اخته شوئ او همغه د القاعدې خودکُشه او اسلام کشه او دپنجابی چټله پالیسي پر مخ بیایي .
زمونږ په کلتوری تاریخ کې ( پښتني اویا غیر پښتنې ) هیڅ چیرته به هم په پټو سترګو دځان مرګه برید مثال چیرې پیدا نه شو کړی، خو طالب او القاعده دواړه په دې ناولتیا ککړ دي . نو فرق یې په څه کې دی ؟ همغه مرداره چې القاعدې خوړله دوي هم ورسره خوړله، او اوس هم پرې شخوند وهي !

[quote:33aad9b985]مچه خرې!
اول خو طالب او القاعده دوه مختلف حرکتونه دي القاعده په نړۍ کې
تيت ده او طالب په افغانستان کې ، تړل يې له القاعدې سره خيانت او پلمې دي٠
که فرضا ستا خبره درسته وي او طالب القاعده وي او ستا په وړانديز دسولې په مخ
القاعده پرېږدي نو ته بيا د کرزي او فهيم رشوتخور ، فاسد ، جنايت کاره رژيم څخه
ولې دفاع کوې ، پر ځای ددې له طالب سره اقتصادي او سياسي مرستې وکړه
چې شراو فساد ورک کړي !! خو نه ستاسو هدف بل دی :
د غربي اخلا قو فساد ونه، د اسلام له منځه وړل او دلڅو غرو رواج او
ازادي مو هدفونه دي٠

ژوندی دې وي اسلام ، پښتو او مرګ په اشغالګرو[/quote:33aad9b985]


pattang
04.05.2010

سلام جانه اول سلام بيا کلام !
داسې مالوميږي چې بوی يې وهلی يې !
وروره که دچا په لور خور څوک په زور جنسي تعرض وکړي او دی ورته ګوري
او تړلی يې وي نو له هغه ژوندڅخه مرګ بهتر دی نوچې خوشې ځان وژني ولي
اشغالګرله ځان سره نه اخلي٠? که زه هم يم ولا که يې پرېږدم ځکه نور به مې وس
نرسيږي٠ په عراق ، افغانستان او چېچينيا کې داسې کارونه ډېر شوي دي .
سر بېره پردې ځانمرګې بريدونه په نور کلتورونو کې هم شته اوهم وو ، يواځې
مسلمانان ندي٠
دوهمه خبره القاعده ? ته خبر يې چې القاعده څه غواړي هدف يې
څه شی دی ?
که ا شغالګر خپله تيروريستان نوي نوې ولې د دې عمل علت نه پلټي ??
په فلسطين کې يهود بيا دعربو په خاوره کې 1200 کورونه جوړه وي ا واشغالګر
يې څټ ته ولاړ دي٠
يو څه ځان بيدار که خپله خاوره بوی که !

[quote:e6d9a72c00="عبد السلام"]یاره پتنګه ! په درد دې پوهیږم ، خودارو اودرمل یې دا نه دي چې ووایو (مچه خرې! ) قنچغې، شلیتی، او.......... !
هیلری هم په دې تر ما او تا ښه پوهیږي چې طالب او القاعده یو ندي او په دې هم پوهیږي چې طالب دسیاسی بی شعورۍ او کم عقلیه دا چجج کونې پسې تړلی وو، اوا وس هم ورسره اختلاف نه لري اونه تر اوسه دطالب دخولې چا اوریدلی دي چې دوي به دالقاعدی په خلاف کومه خبره وکړي وي، او یا خپل برآت ترې څرګند کړي ، بلکې طالب هم اوس د القاعدې دتعصب په مرض او دپنجابی په کوډو اخته شوئ او همغه د القاعدې خودکُشه او اسلام کشه او دپنجابی چټله پالیسي پر مخ بیایي .
زمونږ په کلتوری تاریخ کې ( پښتني اویا غیر پښتنې ) هیڅ چیرته به هم په پټو سترګو دځان مرګه برید مثال چیرې پیدا نه شو کړی، خو طالب او القاعده دواړه په دې ناولتیا ککړ دي . نو فرق یې په څه کې دی ؟ همغه مرداره چې القاعدې خوړله دوي هم ورسره خوړله، او اوس هم پرې شخوند وهي !

[quote:e6d9a72c00]مچه خرې!
اول خو طالب او القاعده دوه مختلف حرکتونه دي القاعده په نړۍ کې
تيت ده او طالب په افغانستان کې ، تړل يې له القاعدې سره خيانت او پلمې دي٠
که فرضا ستا خبره درسته وي او طالب القاعده وي او ستا په وړانديز دسولې په مخ
القاعده پرېږدي نو ته بيا د کرزي او فهيم رشوتخور ، فاسد ، جنايت کاره رژيم څخه
ولې دفاع کوې ، پر ځای ددې له طالب سره اقتصادي او سياسي مرستې وکړه
چې شراو فساد ورک کړي !! خو نه ستاسو هدف بل دی :
د غربي اخلا قو فساد ونه، د اسلام له منځه وړل او دلڅو غرو رواج او
ازادي مو هدفونه دي٠

ژوندی دې وي اسلام ، پښتو او مرګ په اشغالګرو[/quote:e6d9a72c00][/quote:e6d9a72c00]


Lotfollah
12.05.2010

سلامونه

کلنټن: پاکستان پوهېږي چې اسامه او ملا عمر چېرې دي

د امریکا د بهرنيو چارو وزيرې ويلي د پاکستان د حکومت د ننه داسې کسان شته، چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن او ملا محمد عمر ځای ورته مالوم دی.

آغلې کلنټن دا څرګندونې له امريکايي سي بي اېس تلوېزيوني چينل سره په مرکه کې کړې دي.

هيلري کلنټن ويلي امريکا له پاکستان نه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د بريدونو د تورنو په محاکمه کولو کې د پاکستان ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري:

''زه دا نه وایم چې دغه کسان له هغوی سره په فعالیتونو کې شريک دي، بلکې هغوی پوهېږي چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن او ملا عمر چېرې دي او افغانستان کې د طالبانو رهبري له کومه ځايه کېږي.''

د امريکا د باندينيو چارو وزيرې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا حکومت به په دې اړه له امريکا سره څه مرسته وکړی شي، وويل ''زموږ ترمنځ همکاري دوام لري، زه پاکستان کې د ترهګرو پرضد مبارزه ستایم، او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودې، خو لانورې هڅې ته هم اړتيا ده.''
څو ورځې وړاندې د امريکا نيويارک په ټايمز څلورلاره کې د ناکامه ترهګريزو بريدونو په تړاو د پاکستان د ښکېلتيا په اړه وويل: ''ښايي تړاو ورسره ولري، خو په اړه يې لانوو پلټنو ته ضرورت دی، چې دا تړاو څه ډول و. ''

وړاندې پاکستاني طالبانو منلې وه، چې دغه بريدونو د دوی لخوا سمبال شوي ول.

د تېرې دوشنبې په ورځ د امريکا لوی څارنوال اريک هولډر هم وويل داسې شواهد يې موندلي، چې کلېکاږل په دغو ناکامه ترهګريزو بريدونو کې پاکستان طالبان ښکېل وو.
ګډ دښمن

هيلري کلنټن دا راز ويلي پاکستان ته دا پيغام رسول غواړي چې ''د امريکا او پاکستان دښمن يو دی، او نه غواړي چې د دغه دښمن په ځپلو کې وخت ضايع کړي. ''

دا په تېره يوه اوونۍ کې د پاکستان په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې دويمه وينا ده.

وړاندې يې هم په يوه مرکه کې ويلي وو که چېرې د نيويارک له ناکامو ترهګريزو هڅو سره د پاکستان تړاو ثابت کړای شي، ډېرې ناوړه پايلې به ولري.
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/05/100510_hh-clinton-pak-osama.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more