نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پنټاگان: په افغانستان کې ناامني ٨٧ فیصده زیاته شوې
رښتینی
02.05.2010
.
پنټاگان: په افغانستان کې ناامني ٨٧ فیصده زیاته شوې
29/04/2010
رپوټ وايي د جگړو د زیاتیدووجه په عمومي توگه د ایتلافي قواوو د شمیر زیاتیدل او د متحدانو نوي تعرضي حملې دي.
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې تیر کال په افغانستان کې شخړې او جگړې په سلو کې ٨٧ زیاتې شوې وې.
د پنټاگان دغه نیم کلن رپوټ پرون خپور شوی او په کې ویل شوي دي چې ددې جگړو د زیاتیدو وجه په عمومي توگه د ایتلافي قواوو د شمیر زیاتیدل او د متحدانو نوي تعرضي حملې دي.
په دې رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د یاغیانو له خوا د سړک په غاړو کې د بمونو په حملو کې ٢٦٠ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
همدا د سړک د غاړو د بمونو په چاودنو کې زیات امریکايي عسکر وژل کیږي.
مگر ددغو شخړو او جگړو د زیاتیدو سره سره په رپوټ کې ویل شوي دي چې د زیاترو خلکو نه چې پوښتنې شوي دي، هغوی ویلي دي چې دوی تر تیر کال د زیاتې آرامئ او امنیت احساس کوي.
[img:9c2e4cbf82]http://www.voanews.com/pashto/images/afp_us_troops_marines_afghanistan_file_24nov09_2.jpg[/img:9c2e4cbf82]
څیړونکی زیاتوی چی دا په تیرو کلونو کی ترټولو سخت راپور
ده او داسی بریښی چی دافغانستان حالات نورهم وخیم کیدونکی
دی ستاسو دنظرونو په هیله
pattang
02.05.2010
[quote:f502d93823]پنټاگان: په افغانستان کې ناامني ٨٧ فیصده زیاته شوې
29/04/2010[/quote:f502d93823]
که په ميوند کې شهيد نشوې
خدا ږو لا ليه بې ننګي له د ساتمه
ټيټ مې مه بوله غورڅ نګ را با ندې مکړه
زه پر دې افتادګي کې لوی کړنګ يم.
الهي هغوی ته قوه ورکړه چې دهېواد دازادي لپاره په شکېدليو
څپلويو اوپه يوه څادره کې د لويې صليبي او سمرقندي مهاجرې قوې سره
جنګ کوي٠