اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
هیله ده د زړه په غوږو یې واورئ او د زړه له تله پرې آمین ووایاست:
كريم كامران
27.04.2010
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله جل جلاله فرمايي: ادعوني استجب لکم: له ما څخه دعاء وغواړئ چې دعاء مو قبوله کړم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: الدعاء سلاح المؤمن: دعاء د مسلمان وسله ده.
ډیر دتاسف ځای دی چې نن ورځ مسلمانان له اسلام څخه ددفاع او دالله جل جلاله، له دښمنانو سره د مقابلې په لړ کې د هر نوع وسلې په استعمال کې څومره چې لازمه ده هومره پاتې راغلي.
که له مادي وسلو څخه تیر شو، او ایماني وسلې ته راشو، راځئ یوه شېبه له ځان سره په ګریوان کې سر ښکته کړو او خپل ځانونه وپوښتو چې مونږ د الله جل جلاله ددین او کتاب څخه ددفاع په لار کې له دې وسلې څخه څومره استفاده کړې؟ آیا کله مو د مسلمانانو د اوسني ذلیل حالت څخه د راوتلو لپاره الله جل جلاله ته لاسونه لپه کړي؟ آیا کله مو د الله جل جلاله په لار کې مجاهدینو لپاره د نصرت او بري سوال کړی؟ آیا کله مو ددین دښمنانو ته دښیرا لپاره الله جل جلاله ته لاسونه نیولي؟ آیا کله مو د الله جل جلاله په لار کې بندیانو او اسیرانو د خلاصون لپاره سوال کړی؟ آیا کله مو د وخت دفرعون (امریکا) دهلاکت لپاره له الله جل جلاله څخه دعاء کړې؟ آیا کله مو په ګران افغانستان کې د یو اسلامي نظام قیام له الله جل جلاله څخه غوښتی؟؟؟...
راځئ نن دغه دعاء تر پایه د زړه په غوږو واورو او دزړه له تله پرې آمین ووایو، ګوندې د چا آمین د ملایکو له آمین سره غبرګ شي:
http://www.youtube.com/watch?v=f5kFQ7rE7Pk&feature=related
آمین