د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ثور کودتا د ۳۲ می کالیزی په اړه د طالبانو اعلامیه

pattang
27.04.2010

د ثور کودتا د ۳۲ می کالیزی په اړه د طالبانو اعلامیه


د ثور د کرغيړني کودتا د 32 کليزي دغندني په مناسبت د افغانستان د اسلامي امارت اعلاميه
د ثور د مياشتي او مه نيټه په افغانستان کې د کمونیستي کودتا 32 کليزه ده. دغه کودتا په افغانستان کې د روانو دریولسيزو د ناورين پيلامه او د تيرو نظامونو د بيغوري او غير اسلامي پريکړو نتيجه وه.
دغه کرغيړنه کودتا اصلا د نړۍ د دوو بلاکونو يعني کمونيزم او کپيټاليزم د هغې سیالۍ برخه وه چې هر يوه غوښتل د هند د سمندر ګرمې اوبه اود خليج د تيلو منابع تر خپلې سينې لاندې راولي. د همدې مقصد لپاره دوﺉ غوښتل افغانستان اشغال کړي اواسلامي هویت او ملي حاکميت یې له منيځه يوسي. د هغوﺉ داخلي ګوډاګيانو خلقیانو اوپرچمیانو هم د کور، کالي، ډوډۍ تر غولوونکو شعارونو لاندې ورسره مرسته کوله.
د خلق اوپرچم ډلو دننیو غرب پلوه علمانیانو په څیر هڅه کوله چې د عيني واقعيتونو په خلاف، د افغانستان په مسلمان ولس باندې کمونستي نظام تحميل کړي او په پټو سترګو یې د افغانستان داخلي او خارجي تګلاره د افغان فرهنګ نه د ناخبره روسي مشاورينو په هداياتو چلوله. د خلقي رژيم لوړ پوړو چارواکو ددين، ولس او افغاني اصیل فرهنګ په خلاف ظالمانه اقدامات او فيصلې جاري کړلې، په پوليګون کې یې ددې هيواد په زرګونو اصيل بچان ژوندي تر خاورو لاندې او په لکونو یې شکنجه او اذيت کړل. دوﺉ ته ټول هغه غیرتي افغانان کوم چې ددوﺉ دکفري نظام مقابله یې کوله د پرديو اجنټان ښکاریدل. خو افغان مجاهد ولس د خپلې سپیڅلې عقیدې له مخې د خلق او پر چم د کمو نستي نظام او بيا د سور يرغلګر پوځ په وړاندي راپورته شو او هغوﺉ ته یې دخپل مقدس جهاد په وسیله دعبرت نه هیریدونکي درسونه ورکړل.
په هغه وخت کې ، سور پوځ په نړۍ کې د شکست نه منونکې او نه پرشا تلونکې پوځ په نوم مشهور وو او دغربي چارواکو هم داخبره زړه ته لویدلې وه چې کومه سیمه چې دسره پوځ تر واکمنې لاندې راځي دهغه ژغورنه بیا ناممکنه خبره ښکاري.
د کريملين کمونستو چارواکو، په دغه ټوله سيمه کې کمونستي انقلاب د تاريخ جبر باله چې څوک یې غواړي او که نه، هرو مرو به واقع کېږي. دوﺉ مخکې د ټولنې په فرهنګي بدلون باور درلود خو د ثور تر کودتا وروسته یې لاره بدله کړه او غوښتل یې چې په ټولو اسلامي هيوادونو کې له همدي لارې قدرت ته ورسيږي.
دا هغه انکار نه منونکې حقايق دي چې اوس غرب هير کړي او د ټولې اسلامي او غير اسلامي نړۍ د نجات ورکوونکې او وياړلي ولس ( افغانانو) په اتلولیواوشاهکاریویې سترګې پټې کړې.
دسیمې دلاندې کولوپه غرض دشوروي سره سيلاب مخه يوازي د افغان مجاهد ولس پاکو وينو ډب کړه اوشوروي مغروروه امپراتورې دنړۍ له مخې دتل لپاره نابوده شوه.
خو دثوردمیاشتې په اتمه چې دافغان مسلمان ولس دیونیم ملیون شهیدانو دوینوپه برکت کمونستې لاسپوڅی نظام ړنګ اودافغانستان سیاسي واک تنظیمي رهبرانوته وسپارل شو له بده مرغه چې هغوﺉ د اسلامي حکومت دپلي کولو په ځاي شخصي منافع خپل هدف و ګرځول اوخپل ځوریدلی ولس یې داسلامي حکومت له حاکمیت څخه ناهيلی کړ. هغه وه چې دمقدس جهاد یوشمیر با احساسه اومخلص مجاهدین په هیوادکې دګډوډیواوفساد دله منځه وړلوپه غرض د طالبانو د اسلامي تحريک په بڼه کې راپورته شول او په افغانستان کې یې د اسلامي نظام او امنيت د راتګ لپاره هلې ځلې پيل کړې. دغو هلوځلو ترنن پوري، په مختلفو مرحلو کې دوام درلودلی او دوﺉ د ابتلاوو په بټي کې ښه ابديده شوي دي.
بايد ووايو چې د خلق او پرچم کودتا ، په افغانستان باندې د سره پوخ يرغل او شکست او په تيرو نهو کالونوکې په افغانستان کې د امريکې او ناټو ناکامي ، د مغروري امريکې لپاره د عبرت ژوندي درس دي. افغانانو لکه څنګه چې یې د کمونيزم په شکل کې سور استعمار ونه مانه، همداشان نن د ديموکراسي په شکل کې تور استعمار هم نه مني. افغانان د ځلاندو او خوږو شعارونو ترشا ددښمن په اصلي نيت او هدف ښه پوهيږي.
امريکایانو هم د پخوانیو شورویانو په څير، په زرګونو افغانان شهيدان ،او په ګوانتانامو، بګرام، قندهار او نورو پټو زندانونو کې یې اسیران کړل ،او په اصطلاح له تروريزم سره د جګړي په نوم یې د ټولو انساني ارزښتو په خلاف داسې جنايات ترسره کړل چې د تيرو يرغلګرانو مخونه ور ورسپين کړل. دوﺉ وایې چې دنيا اوس يوقطبي او په ټوله نړۍ کې يوازي د امريکې زبرځواک وجود لري خو دایې هير کړي چې له دوﺉ نه مخکې په همدي خاوره کې د همدي غیرتي افغانانو په لاس تردوﺉ سترې امپراتورۍ شړیدلې اونابودې شوې دي.
اسلامي امارت پداسې حال کې چې د ثور کودتا د افغان ولس د سترې غميزې په توګه غندي او هغه دافغان مسلمان ولس دستونزو پيلامه بولي، ددې ترڅنګ د سپينې ماڼۍ چارواکو ته ور په يادوي چې متوجه اوسي ، لکه نن چې د کمونيږم د سرې امپراتورې پاته شوني د خپلو غلطيو په وير کې ناست دي، داسې به تاسو هم سباته د هغو غلطيانو په وير کې کښيني کوم چې نن یې په افغانستان کې ترسره کوﺉ.
امریکایانوته داپه کار ده چې له افغانستان څخه دترهه ګرۍ په نوم، د خپلو نړۍوالو او سيمه ايزو استعماري اهدافو اډه جوړه نکړي بلکې افغانان پريږدي چې د اسلامي نظام ترسيوري لاندې په يوه خپلواک هيواد کې سرلوړي ژوند پيل کړي اوداهغه څه دي چې دافغانستان اوورسره دټولې سیمې دثبات اواستقراررمزپکې نغښتی.
دکرزي دمزدورې ادارې چارواکي هم باید له پرونیو کرملین پلوه ماتې خوړلیو کمونستانوڅخه عبرت واخلي اونور دپردي پالنې په ځای دخپل ولس اوملت ترڅنګ ودریږي ،په هغوﺉ اعتماد وکړي او داجنبیانوپه لاس دهغوﺉ له ځورولو لاس واخلي.

د طالبانو اسلامی تحریک


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more