نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملي روغه جوړه بايد د يوۀ اړخ او که ټول د ملت په ګټه وي ؟
ډاکتر وطنمل
24.04.2010
درنو دوستانو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
په کابل کې د ملي مشورتي جرګې نېټه په رارسيدو ده، ويل کيږي چې دولت غواړي د ملي روغې جوړې له پاره د ملت له استازو سره سلا مشوره وکړي .
پوښتنه داده چې دې ملي روغې جوړې ته د يو زرين اصل او پرينسيپ په ډول ، که د زور د بشپړاوي په توګه او که د يو بنبست حالت څخه د وتلو له پاره هڅه کيږي ، او په دې اړه هم خپل نظر څرګند کړئ چې په هر يو صورت کي ستاسو په اند څومره د بري چانس شته ؟
په درنښت .
و.افغان
24.04.2010
ډاکټر صاحب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،
ملي روغه څوک کوي؟، له چا سره يې کوي؟
او څوک يې بايد وکړي؟.
د کرزي حکومت يو ګوډاګۍ حکومت دی، د ښکېلاګرو په اشارو خوري، کله کله د ځان
د صفايۍ لپاره د المانيانو خبره د لويديځ په ضد څرګندونې کوي چې خلکو ته وښايي
چې دی يو خپلواک رئيس دی.
په افغانستان کې نن سبا په مجمل ډول سره دوه قدرته دي:
چې لومړی يې د ښکېلاګرو ومن معهم قدرت دی، چې ځمونږ ملي اوردو او پوليس
هم د هغوی تر قوماندې لاندې عمليات کوي.
او دويم قدرت د مقاومتي ځواکونو دی.
د حکومت سوله کول هيڅ معنا نه لري، سوله که کيږي نو هغه به د ښکېلاګرو او د مقاومت
د ځواکونو تر منځ کيږي، او پرته له شکه چې د مقاومت ځواکونه به د سولې په جرګه کې
د ښکېلاګرو وتل غواړي، نو آيا ښکېلاګر دې ته تيار دي چې ووځي.
له ښکېلاګرو سره دومره ډغره خو هم مونږ نشو وهلی، چې مونږ ته د راووښتي زيانونو
تاوان ترې وغواړو، يواځې بې قيده او بې شرطه وتل يې غواړو، هغه هم دوی نه مني.
نو له ښکېلاګرو سره خو بله کومه ملي سوله نشي ترسره کېدلای.
بله دا خبره چې د دغې جرګه ګۍ د يوه مسؤول څخه مې د اشنا تلويزون کې واورېدل، چې
دغه جرګه ګۍ کې به ملي خلک وي، يعنې د پارلمان وکيلان، نه به په کې طالبان وي،
او له هېواد څخه بهر خلک، يعنې د ډېورنډ له کرښې هاغې غاړې ته د مېشته پښتنو
مشران او مؤثر شخصيتونه هم په دغه جرګه ګۍ کې نشته.
نو دا هسې په خلکو رېشخند وهل دي.
په درنښت
رښتینی
25.04.2010
.
پوښتنه داده چې دې ملي روغې جوړې ته د يو زرين اصل او پرينسيپ په ډول ، [color=darkred:cfcad52478]که د زور د بشپړاوي په توګه [/color:cfcad52478]او که د يو بنبست حالت څخه د وتلو له پاره هڅه کيږي ، او په دې اړه هم خپل نظر څرګند کړئ چې په هر يو صورت کي ستاسو په اند څومره د بري چانس شته ؟
ګومان نه کیږی چی اخوندزاده صاحب به ملا شی
larghonay laraway
26.04.2010
السلام عليکم!
زما په نظر خو دا نه جرګه ده او نه شورا، بلکې د وړو انجوګانو په څېر يوه پروژه ده چې د اوسني دولت له خوا تطبيقېږي. له بده مرغه چې د افغانستان اوسني حکومت د يوې وړې انجو حيثيت لري او بس. دا پروژه هيڅ ګټه نه لري. ځکه چې ګډونوال يې هغه خلک دي چې اوس هم خپلو کليو او ولسواليو ته نه شي تلای نو د روانو حالاتو په اړه به څه وکړای شي.
26.04.2010
درنو ګډونوالو ،
ملي روغه او پخلاينه يو زرين اصل او هدف دی او هغه وخت ورته اړتيا نوره نه ليدل کيږي چې په هيواد کې اختلافات، جنګ جګړې او دوښمنۍ ،
ديکتاتوري ، زور او زياتی هډون شتون ونه لري او هيوادوال په سوله، ورورګلوۍ مينه او محبت کې سره ژوند کوي .
داچې برعکس نوموړې بدبختۍ ټولې په افغانستان کې شته او جريان لري، نو د ملي روغې جوړې ضرورت په جدي ډول مطرح دی ، او دا ضرورت د هېڅ يو ديکتاتور رژيم په منځته راتلو نهړختميږي که هغه هر څومره اسلامي هم اوسي !
خو بايد وويل شي چې ملي پخلاينه لکه ولسواکي د بهرنيو د شتون او لاسلرنې له قطع کيدلو او ختمولو وروسته مطرح کيږي
او له دې شرط پرته نه امکان لري او نه ورته ملي روغه ويل کيدای شي!
نو د ملي روغې جوړې ضرورت او امکانات دوه بيلې بيلې خبرې دي !
امکانات يې :
اول - ديو مستقل ملي حکومت شتون غواړي،
دويم- د يو مستقل ملي حکومت شتون په افغانستان کې د ملي سياسي ولسواکۍ له شتون سره تړلی دی !
ددې دواړو شرائطو په چوکاټ کې بيا امکان لري چې ملې روغه جوړه د يوه پراخ تلسټه حکومت په بڼه رامنځته شي !
د پراخ تلسټه حکومت ( ملي روغې جوړر) رامنځته کول له ملي سياسي ولسواکۍ پرته نه امکان لري او نه معنی !
[color=red:8d22354e8f]په ديکتاتورۍ کې نه د ملي روغې جوړې امکانات رامنځته کيدای شي او نه يې ضرورت له منځه تلای شي ! [/color:8d22354e8f]
نتيجه دا شوه چې د ملي روغې جوړې له پاره :
١ - بايد ټول بهرني ځواکونه ووځي
٢ - طالبان بايد سياسي ولسواکۍ ته تن کيږدي او يو ديکتاتوري نظام د اسلام په پلمه هم ونه غواړي!
[color=blue:8d22354e8f]مشورتي جرګه بايد په دې اړه نظر او مشوره ورکړي چې آيا دغه دوه غوښتنې دملي روغې جوړې له پاره پلې کيدلای شي که نه، چې حکومت د
بهرني ځواکونو ويستلوته او طالبان د ملي سياسي ولسواکۍ منلو ته چمتو کړي ؟؟؟؟؟؟؟[/color:8d22354e8f]
که مشورتي جرګه دغه هدف ځان ته وټاکي چې دواړو خواوته په هر يوباندې اړونده شرط ومني، نو دا جرګه بيا هم ملي ده، هم اسلامي او مقدسه ،
هم ژغورنده او رغنده تاريخي جرګه ده، او که دا دوه هدفه ونه لري او يا ونشي کړای چې په دواړو خواو يې ومني، نو بيا نه مشورتي ده ،نه ملي ، نه اسلامي ده ،
نه رغنده او نه تاريخي، بلکې هسې تشه د توت پاڼه او رسوايي ده !
كريم كامران
26.04.2010
محترم ډاکټر صاحب
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
لومړی باید ومنو لکه څرنګه چې ښاغلي وهاج ساپي صاحب لیکلي، دکرزي دولت دومره صلاحیت نه لري چې له چا سره دې په خپل سر د ملي روغي جوړې تر نامه لاندې د یو میز تر شا کیني او نه په ورته چارو کې تصمیم نیولای شي، په همدې بناء د ملي روغي جوړې خبرې د دولت اصلي واکمن راپورته کوي نه د کرزي دولت.
چې داسې ده نو رابه شو اوس دې پوښتنې ته چې ولې امریکایان غواړي د ملي روغې جوړې ډنډورې وغږوي؟
امريکا ته اوس دا احساس شوی چې افغانستان لکه څنګه چې اټکل یې کاوو لكه چې له ستوني تیر نه شي، د امریکا لپاره اوسمهال افغانستان داسې مثال ګرځیدلای لکه د اور پرتوګ، که یې اغوندي نو سوځوي یې، او که یې وباسي نو عورت یې ښکاري، نو له امریکایانو او اشغالګرو یې هم لاره ورکه ده چې څه وکړي، نه په ځان کې دومره زور ویني چې د جګړې له لارې ددوی په ژبه د ترهګرو ریښې وباسي، او نه مقاومت دومره نرمي ښيي چې د خبرو میز ته کیني او ددین او ولس په سر سودا بازي وکړي.
دا خبره ما په بار بار کړې چې اشغالګر په دې لټه کې دي چې ددې معضلې یوه داسې حللاره راوباسي چې هم دوی په آبرومندانه توګه له افغانستانه پښې سپکې کړي، او هم ددوی د شکست څخه وروسته طالبان په دې هیواد کې د یوې سوچه اسلامي ایډیولوژۍ په صفت د یو غوره بدیل په توګه پاتې نه شي.
نو همدا لامل دی چې په راز راز طریقو غواړي طالبان په یوه نه یوه طریقه وغولوي او په ولس کې ددوی منل شوی حیثیت خدشه دار کړي او په غیر شعوري ډول ورڅخه دکرزي د غلامې، مزدورې، او غیر اسلامي ادارې په حق کې دمشروعیت اقرار واخلي، دا به هغه وخت وي چې دامریکا ګټې او اهداف به تحقق ومومي او نور به دامریکا لپاره ترټولو مناسبت وخت وي چې په آب او پت کې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي.
[quote:88a267ddad]په هر يو صورت کي ستاسو په اند څومره د بري چانس شته ؟[/quote:88a267ddad]
هیڅ د بري چانس نشته، طالبانو په بار بار د اشغالګرو د موجودیت په صورت کې د کرزي له ادارې سره د هر ډول روغې جوړې خبرې په کلکه رد کړې دي، او ترڅو چې داشغالګرو وروستی عسکر دافغانستان په پاکه خاوره پل ږدي کرزی دې دا خوبونه روانو اوبو ته وايي.
که امریکایان رښتیا هم د ملي روغې جوړې رښتیني ارمانجن وي نو ولې مخامخ او نیغ په نیغه له طالبانو سره خبرو ته نه کیني؟
په اصل کې خبره همدا ده لکه مخکې مې چې وویل مستقیما له طالبانو سره دامریکایانو خبرو ته کیناستل به دپردې ترشا د امریکایانو د شرمیدلي چټک شکست څخه پرده پورته کړي، او دا کار به په سیاسي لحاظ د طالبانو د کامیابۍ، او دامریکایانو د ماتې په معنی وي.
طالب ISI
26.04.2010
کامران صاحب لیکې:
دا خبره ما په بار بار کړې چې اشغالګر په دې لټه کې دي چې ددې معضلې یوه داسې حللاره راوباسي چې هم دوی په آبرومندانه توګه له افغانستانه پښې سپکې کړي، او هم ددوی د شکست څخه وروسته طالبان په دې هیواد کې د یوې سوچه اسلامي ایډیولوژۍ په صفت د یو غوره بدیل په توګه پاتې نه شي.
نو همدا لامل دی چې په راز راز طریقو غواړي طالبان په یوه نه یوه طریقه وغولوي او په ولس کې ددوی منل شوی حیثیت خدشه دار کړي او په غیر شعوري ډول ورڅخه دکرزي د غلامې، مزدورې، او غیر اسلامي ادارې په حق کې دمشروعیت اقرار واخلي، دا به هغه وخت وي چې دامریکا ګټې او اهداف به تحقق ومومي او نور به دامریکا لپاره ترټولو مناسبت وخت وي چې په آب او پت کې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي
ریښتیا هم غرب شاید نور نه غواړی چي خپل عسکر په افغانستان کی مړه کړی، او یا بی ځایه مصارف وکړی، د پاکستان په دوه هوایی ډګرونو کی مرکزونه لری، چی د القاعده مربوط څوک چیری پيدا کړی، نو په بی پیلوټه الوتکی به یی وولی.
او د افغانستان خلک به داسی هیر کړی، لکه په نویمه لسیزه کی یی چی هیر کړل.
نو بیاد امریکایانو له وتلو ورسته دوه امکانه وجود لری، یودا چي طالب ووایی، چی بهرنیانو مو وویستل، نور افغانان پوه شه، او کار یی، په ټولټاکنو کی برخه اخلو که کامیاب شوو، حکومت به وکړو، که نه شو، په پارلمان کی به د مخالفینو په سیټونه کی کینو، او ددولت د غلطو پالیسیو مخالفت به په پارلمان کی کوو.
هلکان او نجونی د اول صنف څخه تر دولسمه او بیا د پوهنتون تر پایه زدکړی وکړی، البته شرعی حجاب به مراعات کیږی، لکه په سعودی او ....
ځایو کی، د کار حق به هم لری، د شریعت په چوکاټ کی...
که پدی شکل امریکایان ووځی، او طالبان پورتنئ سیاست غوره کړه، خو دا خو به په افغانستان د خدای پاک یو رحمت وی.
دوهم صورت دادی، چي امریکایان ووځی ، اول د طالبانو او ټلوالی، ا و د طالبانو او کرزی ډلی تر منځ جکړه ونښلی، په همدی ترتیت د حزب اسلامی او د طالبانو....
ښه، بیا به څنګه چل وشی؟، ایران او پاکستان خو بیا مهاجر هم نه منی، ځکه خپل مشکلات یی هم لا زیات دی، او حق هم نه پری لرو، بیا دغه حالت ته کامران صاحب کوم ځواب لری؟
فرض به کړو، بیا جنګ یو پنځه کاله دوام وکړی، او د یو لک طالبانو په تلفاتو بیرته ټول افغانستان لاندی کړی، له هغه ورسته خو به بیا د طالبانو په رسمیت پیژندلو موضوع مطرح وی، بیاخو نه بوداه شته چي وایی لوځوی ، نه نور څه....بیا به څه کیږی؟
د هلکانو زدکړی به څه ناڅه موجودی وی، ټول نجونی به په کورو ناستی وی، پدی توګه به مو ۵۰ ٪ نفوس بی سواده وی، چی همدغه بی سواده طبقه بیا د مور مشکلاتو سبب کیږی.....
مشر ملاصاحب چي هر څه وایی، ۲۸ میلیونه نفوس به هیڅ د اعتراض حق نه لری، بس چی دوی ته څه اسلامی ښکاری هغه به اجازه لری، او نور ټول شیان چي د طالبانو د اسلام خلاف وی، هغه به ناروا وی.
ستا ګیره لنډه ده، ستا د سر ویښتان اوږده دی، بس همدا خبری به وی همدا به دوی وی.
داسی خو هم نه کیږی، لکه د طالبانوپه تیر دور حکومت کی، چی یواځی هغه خلکو لږ څه هوسا ژوند لاره چی یا یی بهرنیو موسساتو کی کار کاوه،او یا د بهره مرسته ورسره کیده، نور ټول ملت وږئ وو، آی کامران صاحب دغه حالت بیا کوم ځواب لری؟
خلاصه داده،چې د صلحی جرګه یو ښه ګام دی، په دیارلس سوه کسانو کی خو به ۶۰۰ کسان د اولس ښه نمایندګې وکړی، او پدی توګه به ټول ملت کرزی صاحب ته مشوره ورکړی، چي څه باید وشی، ځکه ملت هم پدی پوهیږی، که له یوه طرفه ظالم امریکایان او ټلواله ده، له بله طرفه، د پنجاب لونګئ واله لښکر دی، او په عین حال کی پنجابیان هیڅکله د افغانانو خیر نه غواړی.
نو کیدای شی، د صلحی د جرګه غړی، یوه نیکه مشوره کرزی صاحب ته ورکړی.
د طالبان اوسنئ غوره او کبر د حزب اسلامی پخوانی سیاست ته ورته دی، چی بس هر څه یی په خپله خوښه غوښتل، خو اوس یی چی لږ څه له سیاست سره ځان بلد، کړ ، خپل او پردئ یی وپیژندل،اوس یو معقول سیاست لری.
طالبان هم داسی دی، چی مشکله پری راشی، بیا دخوګ غوښه هم خوری، ځکه د هلاکت څخه بهتره ده، یو څه حرام وخوری.
دا خو یواسلامی اصل دی، خو طالبان چی بیا ماړه وی بیا د کورتو کاسه په ټوپک ولی، او شوروا غواړی!
عادل عادل
28.04.2010
سلامونه
په هر ولس او هیواد کې ځینې منل شوي تاریخي ویاړونه او د قدر وړ معیارونه، منزلتونه او اصطلاح ګانې شته چې له توپیر پرته د ټولنې هر وګړي ته د قدر وړ دي، تر کومه ځایه چې په افغاني ټولنه پورې اړه پیدا کوي، دغه معیارونه، منزلتونه او القاب عبارت دي له جرګې، مرکې، روغې جوړې، سوله، ملي ګټې، ملي وحدت، د وطن سره مینه، تقوی، ریښتینولي، غیرت، عفت، ناموسداري، پښتو، قلم، کتاب، دین، تاریخ، قومي مشران، سپین ګیري، مخور، روڼ اندي، علما، ملي سوداګر، شاعر، لیکوال، استاد، ډاکټر ...... او داسې نور چې تاسو ته به مالوم وي.
د یرغل لاندې شرایطو کې د یرغلګرو په اشاره د جرګو او جرګګیو لپاره بې کچې تبلیغات کول، دایرول او ورپسې د نشت په حساب نتیجه اخیستل او د ولس سترګو ته خاورې شیندل ټول هغه څه دي چې د یرغلګرو د نظامي حضور سره موازي د پورتنیو اقدارو سپک معرفي کول او ولس په منځ کې بې اعتباره او بې اثره ثابتول هدف دي اوبس تر څو دغه ولس چې په خودکاره معیارونو سره په خپل منځ کې اوبدلئ دئ، یو د بل نه وشیندي، د عدم اعتماد فضا رامنځ ته کړي تر څو خپل ناولي حضور ته لاره هواره کړي او یا هم د خپلې حتمي ماتې په صورت کې داسې ناسور او بدبختئ تر شا پریږدي چې ولس یې نسلونه نسلونه په اور کې وسوځي.
د وخت په تیریدو سره په تدریجي ډول نوموړي معیارونه ورځ تر بلې تر پښو لاندې شوي او کیژي، همدا سبب دئ چې د یرغل او درواغجنې دیموکراسئ له برکته نن سبا مونږ او تاسو د تیر په پرتله په حرامو، دروغ ویلو، اخلاقي فساد او داسې نورو ټکو باندې نه تنها چې روږدي شوي یو بلکه د خدای راکړي اوپن ماینډ له مخې فخر هم پرې کوو، ملي، دیني او تاریخي نوامیسو ته بې اعتنایي د خپل تفکر، ژورې مطالعې او علمي درجې محصول ګڼو ........ او داسې نور ......
هیله ده چې ډاکټر صیب وطنمل به د وروڼو د څرګندونو د غوړچان تر څنګ خپل نظر هم سره شریک کړي.
الله دې افغانستان د روان غوبل څخه وژغوري تر څو ددې خاورې ریښتني بچیان را میدان ته شي، په فکري بیا رغاونې سره ملي وحدت تامین او د دایمي سولې او سوکالئ لپاره د خپل رب رضا خپله کړي او د ولس د خدمت په لار کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي، آمین ثم آمین.
ډاکتر وطنمل
01.05.2010
درنو ورونو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
ستاسو له ګډون او نظر څرګندونو څخه يو عالم مننه کوم او دا بحٍث د هغې غوښتنې له پوره کولو سره تړم چې وايي زه دې هم پرې خپل نظر ورکړم :
ملي سوله يو طلايې اصل او هدف دی چې د ملي ګټو له پاره متخاصمې ډلې له تخاصم څخه تير او يو دبل هغه غوښتنې و مني چې د ټول ملت غوښتنې وي !
يا په بله وينا د هغه څه په اساس سره يو ګډ حکومت جوړکړي چې ددوی او ټول ملت تر منځ سره شريک وي او له شراکت څخه يې انکار نشي کېدای!
ددې پحث هدف دا و چې هغه ګډې وجهې راولټول شي چې هېڅ افغان ترې انکار نشي کولی ، څو د ګډ حکومت طرحه دهغو ګډو اړخونو او ارزښتونو په اساس
جوړه شي چې ملت يې غواړي او سوله برې منځته راتلای شي!
زما په اند له شک پرته دغه ګډې وجهې لږ تر لږه دوه وجهې دي چې د ټولو افغانانو تر منځ شريکې دي چې :
يو افغانيت او بل اسلاميت دی !
هېڅ يوه ډله حق نه لري چې دملت په وړاندې د افغانيت يا اسلاميت ټيکداري وکړي او نور افغانان له افغاني او اسلامي واکمنۍ څخه محروم وګرځوي، بلکې
افغانيت او اسلاميت دواړه دا غوښتنه کوي چې د روغې جوړې حکومت دې د ټولو افغانانو ګډ حکومت وي !
لهذا د ملي روغې جوړې په براخ بنسټه حکومت کې بايد دملت د ټولو ډلو استازي ونډه ولري !
د ملي حکومت لومړی شرط د بهرني ځواکونو وتل دي، حکومت بايد د بهرنيانو د وتلو مهالويش وړاندې کړي او طالبان د ټول ملت له استازو سره د ګډ پراخ بنسټه
حکومت جوړولو ته چمتووالی وښيي !
د بهرنيانو تر وتلو وروسته به له دواړو خواو څخه يوه داسې لويه جرګه راغوښتل کيږي چې د ولسمشر په شمول به د دولت د اجرائيه قوې استازي په کې ونډه
ونه لري ! جرګه لومړی يو داسې تن د جرګې د مشر په توګه ټاکي چې نه دولت او نه طالبانو ته منسوب وي ! جرګه د هيواد نوی ولسمشر ، د هغه د پراخ بنسټه
حکومت دندې او هدفونه ټاکي او دا ماموريت ورسپاري چې د ٣ مياشتو په بهير کې پرا خ بنسټه حکومت جوړ کړي !
جرګه په اساسي قانون کې د اخلاقي فساد دمخنيوي له پاره تعديلات فيصله کوي !
ددرې مياشتو په پای کې د کرزی خان حکومت نوي ولسمشر ته استعفا وړاندې
کوي او هغه هم د له خپلې پراخ بنسټه کابينې سره د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پر ځای کوي !
ومن اله التوفيق !