د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اياروحونه دنياته راتللای شي؟

وصيل پېروز
21.04.2010

په اسلامي ټولنه کي يوبل ډېراختلافي ټکی هغه دنياته دروحونوراتلل دي چي دځينو ستروعالمانوله لوري کتابونه هم پرليکل شوي اوداسي واقعې يې ذکرکړې دي چي دنياته دمړوکسانودروح پرراتللودلالت کوي .
داډول کيسې اکثره وخت په صوفيانواوصوفيه ؤرواج دي،ددوئ مړي هروخت له دوئ سره مرسته کوي،دوئ ته حالات وايي او... په دې ډله کي دهندډېری عالمان هم شريکان دي لکه اشرف علی تهانوي اوداسي نور. ددې عالمانودامخکښان داوايي چي دنياته روح راتللای شي خودوئ داسي دليل نه لري چي هغه يوه منصوصي بڼه ولري بلکه ډېری وخت له ځانه کيسې کوي . داشرف علي تهانوي پردې خبرې يوڅرګندثبوت دده کتاب ارواح ثلاثه دی چي دې ته ورته کيسې پکي کړې دي؟.
اوس پوښتنه داده چي اياپه رښتياهم روح کولای شي چي دنياته راشي؟.



ع کريم حليمي
22.04.2010

وعلیکم السلام
[quote:5f103f5d22]اوس پوښتنه داده چي اياپه رښتياهم روح کولای شي چي دنياته راشي؟[/quote:5f103f5d22]
اروحونه خو جنت ته نه ځي ، او اسفل سافلین ته هم نځي ، د اروحونو ځای برزخ دئ ،
ایا پوښتنه کوونکئ خبر دي ، چه برزخ چیري دی ؟؟؟
دوهم : که څوک په داسي باور سي چه : هو ! دنیاته راځي ، ایا عقیده ئې تاواني کيږي که یا ؟؟؟
او برزخ مکان نه دي او زمان هم نه دي ،
روح لږ پېږنو !! چه اینرجي ده چه نه خلق کيږي او اونه له مېنځه تلای سي
د روح د راتګ خبره : دا یو تجربوي پوهه ده ، چاته حاصله سي ، او چاته نه سي حاصله
درنښت



24.04.2010

محترم او مکرم استاد مولينا حليمي صيب ته سلامونه او درناوی !
داچې روح په برزخ کې وي ،
[quote:3aab8bba5a]او برزخ مکان نه دي او زمان هم نه دي ، [/quote:3aab8bba5a]
نو دا به سمه وي چې د لامکان او لا زمان صفت روح ته هم مختص دی او داچې روح يوه انرژي ده، نو هغه وخت په ژوند اوړي چې له بدن ( مادې) سره يو ځآی شي يعنې په نفس بدله شي ، که څنګه ؟؟؟؟
که داسې وي نو روح ته مونږ د ژوند انرژي ويلی شو، چې له مادې پرته هم اوسيدلای شي په غير مادي برزخ کې ! په هر په تيره بيا دې حالت کې يې له الله پرته بل هيڅوک نشي ليدلای ، نو آيا په دې حالت کې روح هم ځان ته (( لن تراني)) ويلی شي، او که نه ، ملايکې يې ويني ؟؟؟؟؟


و.افغان
24.04.2010

[quote:8c32bda644="پتوال"]محترم او مکرم استاد مولينا حليمي صيب ته سلامونه او درناوی !
داچې روح په برزخ کې وي ،
[quote:8c32bda644]او برزخ مکان نه دي او زمان هم نه دي ، [/quote:8c32bda644]
نو دا به سمه وي چې د لامکان او لا زمان صفت روح ته هم مختص دی او داچې روح يوه انرژي ده، نو هغه وخت په ژوند اوړي چې له بدن ( مادې) سره يو ځآی شي يعنې په نفس بدله شي ، که څنګه ؟؟؟؟
که داسې وي نو روح ته مونږ د ژوند انرژي ويلی شو، چې له مادې پرته هم اوسيدلای شي په غير مادي برزخ کې ! په هر په تيره بيا دې حالت کې يې له الله پرته بل هيڅوک نشي ليدلای ، نو آيا په دې حالت کې روح هم ځان ته (( لن تراني)) ويلی شي، او که نه ، ملايکې يې ويني ؟؟؟؟؟[/quote:8c32bda644]

ټولو درنو وروڼو هريو محترم وصيل ، مکرم او معزز حليمي او پياوړی ليکوال پتوال ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم:

پتوال صاحب: ډېرې ژورې او پرمعنا پوښتنې مطرح کړي دي، روح چې د انسان په جسم
کې چې ماده ده؛ ژوند تېروي، نو که برزخ مادي وي نو د روح ژوند تېرول يا آخرت ته په
کې انتظار کول څه ستونځه لري؟.
بل لکه څنګه چې جنت او دوزخ لا مکان کې نه دی، نو برزخ هم همداسې دی، ځکه چې
برزخ، جنت، او دوزخ مخلوقات دي، او د مخلوق ځای هم مخلوق وي، نه لا مکان،
البته د برزخ د حقيقت په اړه په لاس کې صريح ډېر نصوص نه لرو، البته دومره پوهېدلی
شو چې د هر انسان لپاره برزخي عالم له مرګ څخه پيل کيږي،او په آخرت ختميږي.
نور دغه غيبي عالم دی، يواځې هغه څه په کې ويلای شو چې شرعي نصوصو مونږ ته
راښوولي وي.
بل
دا لا مکان اصطلاح يو غير شرعي اصطلاح ده، مونږ عقيده لرو چې الله جل جلاله په
عرش استواء کړېده، لکه څنګه چې د قرآن کريم په څوآیتونو کې راغلي دي، البته الله
جل جلاله له خپلو مخلوقاتو بائن (جدا) دی، لکه څنګه چې د سلفو صالحينو عقيده
ده، په همدغو شرعي اصطلاحو منګولې لګول د دې ضامن دي چې انسان خپله عقيده
سالمه وساتي.

په درنښت

په درنښت



ع کريم حليمي
25.04.2010

درنو او مکرمو او محترمو ، منور دانشمند پتوال صاحب ، ځوان استاد قاري صاحب او ښاغلو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله ،

 [quote:e15a5a0053]دا لا مکان اصطلاح يو غير شرعي اصطلاح ده، مونږ عقيده لرو چې الله جل جلاله په
عرش استواء کړېده، لکه څنګه چې د قرآن کريم په څوآیتونو کې راغلي دي، البته الله
جل جلاله له خپلو مخلوقاتو بائن (جدا) دی، لکه څنګه چې د سلفو صالحينو عقيده
ده، په همدغو شرعي اصطلاحو منګولې لګول د دې ضامن دي چې انسان خپله عقيده
سالمه وساتي. [/quote:e15a5a0053]
بلې ، هو ! د لا مکان اصطلاح یوه نوېٖ علمي اصطلاح ده ، شریعت د دېٖ اصطلاح سره مشکل نه لري ،
لا مکان ډېره ښه خبره ده ، ولي چه: :که څوک ووايي چه خالق ته مکان سته ، خبره خرابه سوه !!
هر شئ چه مکان و لري ، هغه جسم هم لري ، چه جسم ئې و درلودلۍ نو مرکب سوو ، چه مرکب سو ، نو خامخا به یا مایع جسم وي یا جامد جسم او یا ګازي جسم ، او دا ټوله بیا په ذات سره شریک دي . او خالق له چا سره په ذات شراکت نه لري

مکان : یو جسم چه د بل جسم سره مماس وي ، دغه د مماس نقطې ته ئې مکان ویل کیږي ، يا داسي هم
ویلی سو چه : هر جسم چه فضا کښي ځای نیولی وي د اتقا سطحي ته ئې مکان ویل کیږي

نو اوس به خامخا معضو لوستونکو ته دا سوال پیدا وي چه : عرش استواء څخه مطلب څه شيدی ، او ستواء
یعني څه ؟

عرش استواء کړېده ، یعني کړېده ، که کړېوه ، وکړي ، که فعل وي نو زمان ورته لازم دی ، چه زمان یې و درلود
نو استهلاک او له منځه تګ هم ورسره تړلئ دي ، که څنګه ؟؟؟؟؟

درنښت



26.04.2010

[quote:c4d9d28477]عرش استواء کړېده ، یعني کړېده ، که کړېوه ، وکړي ، که فعل وي نو زمان ورته لازم دی ، چه زمان یې و درلود
نو استهلاک او له منځه تګ هم ورسره تړلئ دي ، که څنګه ؟؟؟؟؟ [/quote:c4d9d28477]

محترم او مکرم حلیمی صیب او درنو دوستانو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
زمان او مکان د مادی څیزونو د موجودیت تلسټیز شکلونه دی ، نه د روحی او معنوی موجوداتو .
برزخ که مادی هم وی او مادی حدود ولری، ارواحان هغو مادی حدودو نه دي تم کړي ، بلکې د هغو مخه به هم بیرته روحانی یا غیر مادی موجودات نیسی .
داسې بریښي چې ترڅو پورې ارواح د بدن له لارې په نفس نه وي اوښتې،
لکه د نور په سرعت هر ځای ته تللی او له هر څه ، غر ، فلزاتو شیشو او دیوالونو نه تیرېدلای هم شي ،
تر هغه وخته د به د عذا‌‌ ب هم وړ نګرځي او د جنت په خوند به هم اګاه نه اوسي، ځکه د عذاب یا درد احساس د نفس کار دی .
په دې اړوند دا نتیجه لاسته راځي چې ملایک جنت ته اړتیا نه لری او په دوزخ کې هم درد نه حس کوی او دوزخیانو ته ځنځیرونه ور غورځوي ، ځکه چې هغوی نفسونه نه لري او د هسګو ارواحانو په ډله کې شمیرل کیږي ؟؟که څنګه ؟؟؟


عبدالله <td c
29.04.2010

ښاغلی پېروزاوټولوقدرمنوليکوالواولوستونکو:السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته امابعد:
داعقيده چي بېرته روح دُنياته راځي،دادشيعه ګانوعقيده ده،خومتاسفانه چي په سيمه کي دايران داثرله امله زموږپه ټولنه کي هم ځيني وګړي په دې عقيده دي .
داډېره خطرناکه نظريه ده له دې څخه ځان ساتل پکاردي .
داعقيده دقرآن کريم اونبوي احاديثوسره بالکل ټکرده په قرآن کريم کي الله تعالی فرمائلي دي چي کوم خلګ موږمړه کړي دي هغوی بيادُنياته نه راځي(سورۀ يس)
دفقه په کتابونوکي ليکلي دي :من قال ان ارواح المشئخ حاضرة تعلم يکفُرُ(فتاوی بزازيه)څوک چي داسي وايې چي دمشائخو(پيرانوبزرګانو)روحان حاضردي اوزموږپرحال پوهيږي په دې خبره کافرکيږي ـ
دراتګ په هکله ئې هيڅ صحيح دليل نشته چي هغه دي اعتبارولري
په دې هکله دانوري خبري داهسي هوايې خبري دي چي هيڅ داعتباروړنه دي والسلام


و.افغان
11.05.2010

[quote:4dffd52f56="ع کريم حليمي"]
نو اوس به خامخا معضو لوستونکو ته دا سوال پیدا وي چه : عرش استواء څخه مطلب څه شيدی ، او ستواء
یعني څه ؟
عرش استواء کړېده ، یعني کړېده ، که کړېوه ، وکړي ، که فعل وي نو زمان ورته لازم دی ، چه زمان یې و درلود
نو استهلاک او له منځه تګ هم ورسره تړلئ دي ، که څنګه ؟؟؟؟؟
درنښت[/quote:4dffd52f56]
محترم اومکرم حليمي صاحب:
د استواء لفظ په قرآن اوصحيح حديثو کې په کراتو او مراتو راغلی دی، صحابه کرامو
او سلفو يې معناوې کړي دي، استوی په معنی د : علا پورته کېدلو ته وايي، الله جل جلاله په عرش پورته شوی دی.
امام مالک او امام عبد الله بن المبارک او نورو څخه روايت دی چې: الاستواء معلوم،
والکيف مجهول، والايمان به واجب،والسؤال عنه بدعة.
استواء معلومه ده چې په معنی د علو او ارتفاع ده، کيفيت يې له مونږ څخه پټ دی،
ايمان راوړل پرې واجب دي، او د کيفيت په اړه يې سوال کول بدعت دی.

خو آيا له پورته کېدلو څخه دا لازميږي چې له استواء مخکې الله جل جلاله ښکته وو؟
نه هيڅکله دا نه لازميږي، هو د مخلوق په حق کې لازميږي، خو الله جل جلاله د مخلوق
په شان نه دی، او مسلمان ته نه دي روا چې الله جل جلاله د خپل مخلوق سره تشبيه
کړي، همدرانګه له استواء پرته لوی الله جل جلاله ته مطلقه علو په لسګونو بلکه په
سلګونو دليلونو ثابته ده.
الله جل جلاله فرمايي:
ليس کمثله شيء وهو السميع البصير.
ژباره: نشته د الله جل جلاله په شان هيڅ يو شئ، او دی الله اورېدونکی او ليدونکی.

که راشو د مخلوقاتو په منځو کې د ځينو صفتونو مقارنه وکړ، نو ځمکه او اسمان فرق
لري، د مثال په طور مېږی هم پښې لري، او فيل هم پښې لري، خو چېرته د ميږي پښې
او چېرته د فيل، چېرته د ميږي قوت او چېرته د فيل، و لله المثل الأعلی، الله جل جلاله
د داسې تشبيهاتو څخه منزه دی، ځکه چې هغه خالق او متعال دی، د مخلوق سره د هغه
تشبيه ورکول نا متصور دي، ځکه چې: و لا يحيطون به علما.
که څومره انسان د الله د ذات د څرنګوالي په اړه سوچ وکړي، نو دی دې په حق اليقين
سره په دې متيقن شي، چې الله جل جلاله هغسې نه دی؛ څنګه چې د ده په ذهن کې متخيل کيږي.

الله جل جلاله ته چې مونږ کوم صفت دا ثابتوو، نو د دې دا معنا نه ده چې هغه رب جل جلاله د زمان او مکان د احاطې لاندې راغی، ځکه چې الله جل جلاله له مخلوق څخه
توپير لري، انسان مخلوق دی، د زمان او مکان د احاطې لاندې دی، خو د الله جل جلاله
چې رازق دی، خالق دی، د زمان او د مکان د احاطې لاندې د هغه راتلل محال دي.

الله جل جلاله فرمايي: و يخلق ما لا تعلمون، او پيدا به کړي هغه څه چې تاسو ترې
خبر نه ياستئ.
خلق يا پيدا کول هم يو صفت دی، په زمني طور سره په تدريج سره الله جل جلاله نن
يو څه صبا بل څه پيدا کوي، خو د دې معنا دا نه ده چې الله جل جلاله د زمان د احاطې
لاندې راغی، ځکه چې الله جل جلاله ليس کمثله شيء، وهو السميع البصير.

همدارنګه داستواء صفت هم همداسې درواخله، له استواء هيڅکله دا نه لازميږي چې
زمان يا مکان دې نعوذ بالله په الله جل جلاله محيط شوی وي، زمان او مکان د الله
جل جلاله مخلوقات دي، او الله جل جلاله د مخلوق په اړه فرمايي: والله بکل شيء
محيط، و لا يحيطون به علما، وسع کرسيه السماوات والأرض.

نو هر څوک چې د الله جل جلاله له صفتونو څخه يو صفت نفي کوي، يا ردوي، هغه په
حقيقت کې لومړی خپل رب خالق متعال له مخلوق ضعيف سره مشابه کوي، بيا له دې
غټې ګناه وروسته هغه صفت نفي کوي، چې دا ډېر لوی ظلم دی، که انسان له پيله دا سوچ وکړي چې د الله جل جلاله خالق په شان هيڅ يو شی په دې مخلوقاتو کې نشته،
او د الله جل جلاله هيڅ يو صفت د مخلوق په رنګ نه دی، نو الله جل جلاله يې ضرور
له تشبيه او تعطيل څخه په خپل فضل او کرم ساتي.

ځينو صفتونه داسې هم شته، چې د انسان په اړه د کمال صفت وي، او د خالق تعالی
په اړه منقصه وي، ځکه خو ترې الله جل جلاله منزه دی، مثلا انسان وږی کيږي ډوډۍ
خوري، اوبه څکي، ازدواج کوي، تناسل کوي، خوب کوي، دا هر څه د انسان لپاره د
کمال صفتونه دي، خو د الله په هکله منقصه ده، ځکه ترې الله جل جلاله منزه ده.

همدارنګه په ځينو هغو صفاتو کې چې خالق او مخلوق په کې اسمي اشتراک لري،
انسان ته په کې نسبي منقصه وي، خو د الله جل جلاله لپاره ترې اکمله او اعلی او امثله
معنا مراده وي.
مثلا د غضب صفت ، نبي کريم صلی الله عليه وسلم يو صحابي په څو څو واره وويل:
لا تغضب، لا تغضب، لا تغضب،
غوصه کول انسان کله له کنټروله وباسي، وينې يې په جوش راځي، کله لوی لوی
جرمونه کوي، ظلمونه کوي، کله لېونۍ کيږي هم.
الله جل جلاله ته هم د غضب صفت ثابت دی، خو د انسان سره مشابهت نه لري، د الله
جل جلاله د غضب صفت ډېر يو لوی صفت دی، هغه د دغه صفت له مخې ظلم نه کوي،
عدل او رحمت يې له منځه نه ځي، ظالم په ښو کلکو دردناکو نيولو سره نيسي (ان أخذه أليم شديد، په عادله سزا يې رسوي، او داسې نور ډېر لوی او عظيم آثار په دغه صفت
مرتبيږي.

که انسان په مخلوقاتو کې سوچ وکړي، نو د الله جل جلاله د مختلفو صفاتو آثار ورته
په کې څرګنديږي.
ځکه خو چې څوک د اسماء الله الحسنی د صفتونو په معناوو ځان پوه کړي، آثار يې
وپېژني، نو هغه تر نورو زيات الله جل جلاله ښه پېژني، د پرهېزګارۍ باعث کيږي،
بلکه ټول دين د الله جل جلاله په نومونو کې راټول شوی دی.

په درنښت


و.افغان
11.05.2010

[quote:1cc4c8b7fd="پتوال"][quote:1cc4c8b7fd]عرش استواء کړېده ، یعني کړېده ، که کړېوه ، وکړي ، که فعل وي نو زمان ورته لازم دی ، چه زمان یې و درلود
نو استهلاک او له منځه تګ هم ورسره تړلئ دي ، که څنګه ؟؟؟؟؟ [/quote:1cc4c8b7fd]

محترم او مکرم حلیمی صیب او درنو دوستانو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
زمان او مکان د مادی څیزونو د موجودیت تلسټیز شکلونه دی ، نه د روحی او معنوی موجوداتو .
برزخ که مادی هم وی او مادی حدود ولری، ارواحان هغو مادی حدودو نه دي تم کړي ، بلکې د هغو مخه به هم بیرته روحانی یا غیر مادی موجودات نیسی .
داسې بریښي چې ترڅو پورې ارواح د بدن له لارې په نفس نه وي اوښتې،
لکه د نور په سرعت هر ځای ته تللی او له هر څه ، غر ، فلزاتو شیشو او دیوالونو نه تیرېدلای هم شي ،
[color=white:1cc4c8b7fd]تر هغه وخته د به د عذا‌‌ ب هم وړ نګرځي او د جنت په خوند به هم اګاه نه اوسي، ځکه د عذاب یا درد احساس د نفس کار دی .[/color:1cc4c8b7fd]
په دې اړوند دا نتیجه لاسته راځي چې ملایک جنت ته اړتیا نه لری او په دوزخ کې هم درد نه حس کوی او دوزخیانو ته ځنځیرونه ور غورځوي ، ځکه چې هغوی نفسونه نه لري او د هسګو ارواحانو په ډله کې شمیرل کیږي ؟؟که څنګه ؟؟؟[/quote:1cc4c8b7fd]

ستاسې د سپين رنګې جملې په اړه:
محترم پتوال صاحب:
داسې نه ده، الله جل جلاله په دې قادر دی چې دغه لطيف مخلوق روح ته پرته له جسمه
سزا ورکړي، او له نصوصو هم ثابته ده چې روح ته هم سزا ورکول کيږي، که څوک
د هندوانو غوندې وسوځول، او ايري يې په درياب کې وغورځول شي؛ هغه په دې
د قبر له عذاب څخه نشي خلاصېدلی، او نه د برزخ له سختيو تښتېدلی شي.

الله جل جلاله د فرعون د آل يعنې د هغه د کورنۍ چې د ده سره ولاړ، داسې فرمايي:

النار يعرضون عليها غدوا وعشيا، و يوم تقوم الساعة أدخلوا آل فرعون أشد العذاب.

ژباره: اور د دوزخ،، وړاندې کاوه شي دا کفار پر دې اور هر سبا او بېګا. او په هغه ورځ کې چې قايم شي قيامت نو وبه ويلی شي
له جانبه د الله ملائکو ته ننباسئ تاسې آل د فرعون سره له فرعون په ډېر سخت عذاب کې له عذابه د برزخ.

مونږ په دې فاني روزمره ژوند کې هم يو نژدې مثال لرو:
ډېر کله انسان په يوه ښکلي قصر کې، په يوه قيمتي پاسته نرم تخت کې ويده وي،
هر قسم سهوليات ورته تيار وي، ښکلی هوا او خوندور موسم وي، د هر قسم اسانۍ او نعمتونو
چې تصور کوئ هغه ورته موجود وي، کله چې دی ويده شي، روح يې له بدنه وځي،
له سخت تکليفونو سره په خوب کې مخ شي، آن تر دې چې په کله پرې دومره غم په خوب
کې تېريږي چې د سر ويښته يې ورته سپينيږي.

يو بل مثال: ډېر کله همدغسې انسان چې اوس يادونه وشوه، د هيڅ رنګ نعمتونو کمۍ
ورته نه وي، خو په داخل کې د ده نفس په لوی عذاب اخته وي، آن تر دې چې کله کله
خپلې زندګۍ د پای ټکۍ په خپلو لاسونو ږدي.

کله بر عکس انسان ډېره سخته زندګي لري، له تکليفونو او کړاوونو ډکه زندګي وي،
خو د ده زړه په خپل رب مطمئن وي، دا هر څه پرې اسانيږي، زړه يې همېشه دخوښيو
او خوشاليو ډک وي، ډېر خلک پرې ګمان د بدبختۍ کوي، خو دی په دې ټولې نړۍ
کې د ده په رنګ خوشاله څوک نه ويني.

ځکه خو ځينې علماء وايي چې: په دې دنيا کې هم يو جنت شته، د آخرت جنت ته تر هغې
انسان نشي داخلېدی؛ تر څو چې دې جنت ته نه وي داخل شوی.

په درنښت



11.05.2010

دروند وهاج صيب او ګرانو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

له ځواب څخه مو يوه نړۍ مننه !
خو د عقلي انګيرنو په برخه کې به هم پوښتنې او ځوابونه غځيږي :
انسان [quote:d2f37e07a6]کله چې دی ويده شي، [color=white:d2f37e07a6]روح يې له بدنه وځي،[/color:d2f37e07a6] له سخت تکليفونو سره په خوب کې مخ شي، آن تر دې چې په کله پرې دومره غم په خوب کې تېريږي چې د سر ويښته يې ورته سپينيږي. [/quote:d2f37e07a6]

پوښتنه بيا هم سپينو ټکو ته راجع ده، آيا عقل يې تصور کولی شي چې په خوب کې روح رښتيا له بدنه وځي ؟؟؟؟؟؟ او که دا هم يو عقيدوي اصل دی ؟؟؟
که عقيدوي اصل وي نو بيا روح متجانس او يو قسم نه دی، ځکه که روح يو او متجانس وي اوپه ويده حالت کې د انسان له بدنه ووځي نو انسان مري، حال داچې ويده سړی په خوب کې ژوندی وي او مړ نه وي !
له دې نه معلوميږي چې د روح کوم ډول يا کومه درجه بيا هم په ويده بدن کې پاتې وي
څو انسان ژوندی وساتي !
خو له عقيدوي اړخ برته ويلی شو چې روح له مرګه مخکې په خوب کې نه وځي او نه په جيګه او ټيټه درجه ويشل کيږي، بلکې بدن، اعصاب او شعور دمه کوي او ويده کيږي او نوې انرژي اخلي . له ستړيا پرته ولې بيا روح نه وځي او سړی نه ويده کيږي؟ يا د پيهوشۍ د يوې ګولۍ يا پېچکارۍ په امر روح ولې وتښتي او انسان ويده پريږدي ؟
او کله چې مونږ خوب (رويا) وينو، تصور مو ولې داسې وي لکه ژوندی نفس چې کوم ډول تصور کوي يا له پيښو او مخته راتلنو سره مخامخ کيږي ، هلته خو د خالص روح هېڅ نښه هم نه وي ! روح له پدن په په خپل ذات کې زړښت او ځواني نه لري،نو کله چې په ويده حالت کې له بدن څخه وتلای، د ماشوم ، پاخه او سپينږيري ، نارينه او ښځينه روح سره توبير نه لري، نو بيا د ماشومانو خوبون(رويا) ولې له زړو او پخو سره توپير لري ؟؟؟؟؟
نو اصلي خبره داده چې نفس شته ، کوم چې د روح (=ژوند) او بدن ارګانيک وحدت دی، او له بدن پرته يا بهر د روح موجوديت له عقيدې پرته دعقلي درک په وسه کې نشته ، او که څنګه ؟؟؟
هو، له شک پرته دنيوي جنجالونه په نفس منفي او ديني عبادات پرې مثبت او دخوښۍ اغيزه لري !
همدارنګه په يوه کاميابه عاشقۍ کې د ځوانانو نفس دومره خوښ او نيکمرغه وي چې له ډيرې خوشالۍ نه لکه د ملانصرالدين قچر له ډب سره اشرفۍ غورځوي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


و.افغان
11.05.2010

پتوال صاحب:
سلامونه او نېکې هيلې.
ځما مطلب دا نه وو، چې روح په کامله توګه له انساني بدن څخه وځي، بلکه د تعلق د
د جسم سره يې د تعلق درجه تر ډېره اندازه کميږي، او مړي ته ورته کيږي، که دا ووايو
چې روح په مطلقه توګه وځي؛ نو دا خو د واقع مخالفه ده.
روح د انسان په رنګا رنګ حالت د جسد سره مختلف تعلق لري، مثلا د مور په رحم کې
ورسره يو رنګ تعلق لري، له پيدا کېدو وروسته بل رنګ تعلق، د ويدېدو په حال کې
بل ډول تعلق، د برزخ په وخت کې بل نوع تعلق، او تر ټولو اکمل تعلق د قيامت په ورځ
دې چې نه په کې بېهوشي رامنځ ته کيږي، او نه په کې خوب شته، او نه مرګ.

پاتې شوه د مثالونو خبره، نو هغه ځمونږ د مسئلې لپاره مطابق مثالونه نه دي، بلکه
د تقريب فهم لپاره مثال راوړل شوی دی، هغه دا چې روح پرته له بدنه هم تعذبېدلای
شي، او تعذيبيږي، او په قرآني آيت هم استدلال شوی دی، چې ډېر واضحه دی.

په درنښت

[quote:4c64b0e826="پتوال"]دروند وهاج صيب او ګرانو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

له ځواب څخه مو يوه نړۍ مننه !
خو د عقلي انګيرنو په برخه کې به هم پوښتنې او ځوابونه غځيږي :
انسان [quote:4c64b0e826]کله چې دی ويده شي، [color=white:4c64b0e826]روح يې له بدنه وځي،[/color:4c64b0e826] له سخت تکليفونو سره په خوب کې مخ شي، آن تر دې چې په کله پرې دومره غم په خوب کې تېريږي چې د سر ويښته يې ورته سپينيږي. [/quote:4c64b0e826]

پوښتنه بيا هم سپينو ټکو ته راجع ده، آيا عقل يې تصور کولی شي چې په خوب کې روح رښتيا له بدنه وځي ؟؟؟؟؟؟ او که دا هم يو عقيدوي اصل دی ؟؟؟
که عقيدوي اصل وي نو بيا روح متجانس او يو قسم نه دی، ځکه که روح يو او متجانس وي اوپه ويده حالت کې د انسان له بدنه ووځي نو انسان مري، حال داچې ويده سړی په خوب کې ژوندی وي او مړ نه وي !
له دې نه معلوميږي چې د روح کوم ډول يا کومه درجه بيا هم په ويده بدن کې پاتې وي
څو انسان ژوندی وساتي !
خو له عقيدوي اړخ برته ويلی شو چې روح له مرګه مخکې په خوب کې نه وځي او نه په جيګه او ټيټه درجه ويشل کيږي، بلکې بدن، اعصاب او شعور دمه کوي او ويده کيږي او نوې انرژي اخلي . له ستړيا پرته ولې بيا روح نه وځي او سړی نه ويده کيږي؟ يا د پيهوشۍ د يوې ګولۍ يا پېچکارۍ په امر روح ولې وتښتي او انسان ويده پريږدي ؟
او کله چې مونږ خوب (رويا) وينو، تصور مو ولې داسې وي لکه ژوندی نفس چې کوم ډول تصور کوي يا له پيښو او مخته راتلنو سره مخامخ کيږي ، هلته خو د خالص روح هېڅ نښه هم نه وي ! روح له پدن په په خپل ذات کې زړښت او ځواني نه لري،نو کله چې په ويده حالت کې له بدن څخه وتلای، د ماشوم ، پاخه او سپينږيري ، نارينه او ښځينه روح سره توبير نه لري، نو بيا د ماشومانو خوبون(رويا) ولې له زړو او پخو سره توپير لري ؟؟؟؟؟
نو اصلي خبره داده چې نفس شته ، کوم چې د روح (=ژوند) او بدن ارګانيک وحدت دی، او له بدن پرته يا بهر د روح موجوديت له عقيدې پرته دعقلي درک په وسه کې نشته ، او که څنګه ؟؟؟
هو، له شک پرته دنيوي جنجالونه په نفس منفي او ديني عبادات پرې مثبت او دخوښۍ اغيزه لري !
همدارنګه په يوه کاميابه عاشقۍ کې د ځوانانو نفس دومره خوښ او نيکمرغه وي چې له ډيرې خوشالۍ نه لکه د ملانصرالدين قچر له ډب سره اشرفۍ غورځوي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:[/quote:4c64b0e826]


..Ahmadzai
12.05.2010

وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

وهاج صاحب ډيرې ښې متينې خبرې دې کړي, الله تعالى دې ستا په علم كې بركت واچوي او زيات دې كړي, په عمومي مفكورة دې هيڅ اعتراض او نيوكې نلرم.
خو ګرانه أو ډير محترمه توجوه دې ژباړې ته راړوم, په ځانګړي توګه د قراني اياتو ژباړې ته, چې متأسفانه ډيره لفظي ژباړه ده, كټ مټ د لرو پښتنو ديني ژباړو ته ورته ده, أو بښنه غواړم دغه رنګه ژباړه د عربي أو پښتو ترمنځ سمه نه ښکاري, ځكه چې دواړه ژبې د جملو د تركيب او د جملو د أجزاوو(فعل, فاعل, مفعول به,او داسې نور..) د ترتيب له لحاظه ډير لوى توپير سره لري, بناءً د عربي لفظي ژباړه په پښتو سمه نه بريښي, سړی مشوش كيږي أو سمه أخيستنه نه سي كولى, او زمونږ حتى د ملايانو همدا ډيره لويه ستونځه ده, چې كله يې هم د دقيقو مسلو فهم أو مفهوم ناسم وي.
نو وروره زما درته توصية دا ده , چې هر كله دې ژباړه كوله نو د عربي څخه مفهوم راخله او د پښتو په ګرامري چوكاټ ېې برابر راوله, تر څو پښتنو ته أسانه سي أو مفهوم ترې په روانه توګه واخستلى سي.

د بيلګيو په توګه:

[quote:960baf3b64]ليس کمثله شيء وهو السميع البصير.
ژباره: نشته د الله جل جلاله په شان هيڅ يو شئ، او دی الله اورېدونکی او ليدونکی. [/quote:960baf3b64]

كه داسې وژباړل سي :[color=darkred:960baf3b64] دې ده په شان بل هيڅ شىء نسته أو همدى أوريدونكى, ليدونكى دى.[/color:960baf3b64]

نو دلته ژباړه هم د پښتو په چوكاټ برابره او هم لنډه مختصره خو له مفهومه ډكه ده.

[quote:960baf3b64]الله جل جلاله فرمايي: [color=darkred:960baf3b64]و يخلق ما لا تعلمون، [/color:960baf3b64]او پيدا به کړي هغه څه چې تاسو ترې
خبر نه ياستئ. [/quote:960baf3b64]

ژباړه: [color=red:960baf3b64]أوپيدا كوي (پنځوي) هغه څه چې تاسوترې
خبر نه ياستئ.[/color:960baf3b64]

دلته يخلق فعل مضارع دى, چي د استمرار إفادة وركوي, خو تا د مستقبل صيغه وركړې, نه پوهيږم, كيداى سي كوم دليل به لرې؟

[quote:960baf3b64]الله جل جلاله د فرعون د آل يعنې د هغه د کورنۍ چې د ده سره ولاړ، داسې فرمايي:

النار يعرضون عليها غدوا وعشيا، و يوم تقوم الساعة أدخلوا آل فرعون أشد العذاب.

ژباره: اور د دوزخ،، وړاندې کاوه شي دا کفار پر دې اور هر سبا او بېګا. او په هغه ورځ کې چې قايم شي قيامت نو وبه ويلی شي
له جانبه د الله ملائکو ته ننباسئ تاسې آل د فرعون سره له فرعون په ډېر سخت عذاب کې له عذابه د برزخ. [/quote:960baf3b64]

كه دارنګه وژباړل سي څنګه به وي؟

ژباړه: [color=red:960baf3b64]د دوزخ اور, ورته دوۍ هرسبا بيګا وړاندې كول كيږي( البته برزخ كې)او هغه ورځ چې قيامت قايم سي , ننباسئ (اي ملائكو) د فرعون كورني سخترين عذاب ته.[/color:960baf3b64]

ګرانه هيله كوم خاطر دې دروند سوى نه وي, زه پوهيږم چې عربي كې وارد يې, خو ترجمه بيل فن او هنر دى, چې بايد ښه توجوه ورته وكړې, خاصة چې راتلونكې ژوند كې به يې ډيره وكاره وې , دسابقينو د ژباړې د ناسم طرز د أثر لاندې رانسې, او دا خپل ښكلې او پراخ علم دې خپل قوم ته په روانه او اسانه پښتو ورسوې.

[quote:960baf3b64]ځکه خو چې څوک د اسماء الله الحسنی د صفتونو په معناوو ځان پوه کړي، آثار يې
وپېژني، نو هغه تر نورو زيات الله جل جلاله ښه پېژني، د پرهېزګارۍ باعث کيږي،
بلکه ټول دين د الله جل جلاله په نومونو کې راټول شوی دی.
[/quote:960baf3b64]

څومره بليغه خبره دې كړې, د كفر او إيمان فيصل أو ټاكونكی سرحد دلته پروت دى, د كفري مذاهبو بنسټيز إختلافات مونږ سره د الله تعالى په ذات أو صفاتو كې دي, نو رښتيا هم څوك چې د الله تعالى په أسماء أو صفاتو ځان سم پوه كړي أو كلك إيمان پرې ولري, نو دى به د توحيد په نورو أقسامو ثابت أو راسخ پاتې سي.

الله تعالى دې نوره پوهه هم دركړي.

په درنښت


و.افغان
12.05.2010

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

يوه نړۍ مننه ډاکټر صاحب، ټول افغان ځو ځما لپاره يو قيمتي پوهنځی دی، او ستاسو
په شمول نور وروڼه يې استاذان، هيله کوم چې هيڅکله داسې قيمتي نصحيتونه را
څخه ونه سپموئ.
پورتنۍ ليکنې مې په ډېرې عجلې کړي دي، دويم ځلي کتلوته يې هم وزګار شوی نه يم،
ان شاء الله چې ژر به يې سمې کړم.
تقصير به ضرور وي، الله جل جلاله دې مونږ ته معافي و کړي، او د قرآني آيتونو په ژباړه
کې خو ډېر احتياط پکار دی، الله جل جلاله دې توفيق راکړي چې خپل خبره په روانو
ساده او اسانو الفاظو خپلو مخاطبينو ته ورسوم.

[quote:4c7cf5c404="jalal ahmadzai"]وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

وهاج صاحب ډيرې ښې متينې خبرې دې کړي, الله تعالى دې ستا په علم كې بركت واچوي او زيات دې كړي, په عمومي مفكورة دې هيڅ اعتراض او نيوكې نلرم.
خو ګرانه أو ډير محترمه توجوه دې ژباړې ته راړوم, په ځانګړي توګه د قراني اياتو ژباړې ته, چې متأسفانه ډيره لفظي ژباړه ده, كټ مټ د لرو پښتنو ديني ژباړو ته ورته ده, أو بښنه غواړم دغه رنګه ژباړه د عربي أو پښتو ترمنځ سمه نه ښکاري, ځكه چې دواړه ژبې د جملو د تركيب او د جملو د أجزاوو(فعل, فاعل, مفعول به,او داسې نور..) د ترتيب له لحاظه ډير لوى توپير سره لري, بناءً د عربي لفظي ژباړه په پښتو سمه نه بريښي, سړی مشوش كيږي أو سمه أخيستنه نه سي كولى, او زمونږ حتى د ملايانو همدا ډيره لويه ستونځه ده, چې كله يې هم د دقيقو مسلو فهم أو مفهوم ناسم وي.
نو وروره زما درته توصية دا ده , چې هر كله دې ژباړه كوله نو د عربي څخه مفهوم راخله او د پښتو په ګرامري چوكاټ ېې برابر راوله تر څو پښتنو ته أسانه سي أو مفهوم ترې په روانه توګه واخستلى سي.

ګرانه هيله كوم خاطر دې دروند سوى نه وي, زه پوهيږم چې عربي كې وارد يې, خو ترجمه بيل فن او هنر دى, چې بايد ښه توجوه ورته وكړې, خاصة چې راتلونكې ژوند كې به يې ډيره وكاره وې , دسابقينو د ژباړې د ناسم طرز د أثر لاندې رانسې, او دا خپل ښكلې او پراخ علم دې خپل قوم ته په روانه او اسانه پښتو ورسوې.

الله تعالى دې نوره پوهه هم دركړي.

[/quote:4c7cf5c404]



ع کريم حليمي
12.05.2010

ډېر درنو او مکرمو، محترمو ، متبحر ماهر دانشمند پتوال صاحب ، استاد قاري صاحب ، او ډاکتر جلالي صاحب
او درنو قدرمنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
د "ثُمَّ اسْتَوى عَلَى الْعَرْشِ " بحث ډېر اوږد تاریخ لري ، په تاریخ کښي ئې په بعضو علماء وطنونه پرېښول ، څوک بندیان سوه ،
ګران او عزیز قاري صاحب
ستاسو لیکنه مي و لوستل ، دا مي لمړئ ځل نه وو چه : "عقيدة السلف الصالح أهل السنة والجماعة"
في صفة الاسْتِوَاء وعُلُوِّ الله على خَلْقِه ، ښه سو ستاسو په قلم لیکلي مي هم ولوستل ، خو زما دا لفاظ زړه ته را تېر دي ((الاستواء معلوم، والکيف مجهول، والايمان به واجب،والسؤال عنه بدعة.))
او هم په همدغه عقیده یم چه دا استواء یو "بلا کیف " حالت او خبره ده نو چه کیف نامعلومه سي !!
نووایم چه هیڅ دضاحت او تشریح ته ضرورت نسته ، ایمان پر درلودل لازم دي ،

او زمونږ له پخوانيو مشران مي اورېدلي د الاستواء په کیفیت نه پوهیږو ، او رب ته مکان نسته ،
نو بهتره خبره داده چه هر وخت پر غیبو او مخفي ایمان ولرو او بس

تاسو چه کوم دلائل لیکلي دانه ثابته وي چه رب متعال قرارګاه عرش دي ولي چه عرش هم بلا کیف نقل دي
د کابل له ارګ سره هیڅ مشابهت نه لري ، او د بلقسي له عرش سره هم مشابهت نه لري ، نو په غیبو ایمان لرم
اوبس

[quote:16316a4b62]ځما مطلب دا نه وو، چې روح په کامله توګه له انساني بدن څخه وځي، بلکه د تعلق د
د جسم سره يې د تعلق درجه تر ډېره اندازه کميږي، او مړي ته ورته کيږي، که دا ووايو
چې روح په مطلقه توګه وځي؛ نو دا خو د واقع مخالفه ده.
روح د انسان په رنګا رنګ حالت د جسد سره مختلف تعلق لري، مثلا د مور په رحم کې
ورسره يو رنګ تعلق لري، له پيدا کېدو وروسته بل رنګ تعلق، د ويدېدو په حال کې
بل ډول تعلق، د برزخ په وخت کې بل نوع تعلق، او تر ټولو اکمل تعلق د قيامت په ورځ
دې چې نه په کې بېهوشي رامنځ ته کيږي، او نه په کې خوب شته، او نه مرګ. [/quote:16316a4b62]

دغه لیکنه هم د تصور نه ده ، ولي چه کله چه روح بدن ته داخل سي تر هغو نه را وځي تر څو چه اجل نوي را رسېدلې ، تاسو برزخ ته اشاره کړېده ، هغه هم د عیبو حالت دي ، قبر او باسخاس معلوم او کیف مجهول دئ
نو لنډه ئې دا چه د روح او بدن تعلوق همېشه یو شان وي که د مور په نس کښی وي او که ناجوړۍ په حال کي وي ، او که د خوب په حال کښي وي ،
خو استثنا سته ، دا سي معلومیږي چه رب لعزت يو" ځل" داسي کړي چه : خپل بنده ئې سل کاله بیده کړئ وو
لَبِثْتُ يَوْماً أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قالَ بَلْ لَبِثْتَ مِئَةَ عامٍ فَانْظُرْ إِلى طَعامِكَ وَ شَرابِكَ
پر دغه آیه هم په غیبو ایمان لرو ، او کیف ئې مجهول دي ، ډاکتران لګیا دي د مرګ په لحظه کښي‌خلګ یخئ
کوي ، دوئ وايي چه داسی وخت په راسي چه کامیابه به سو ، چه بیرته به ئې را ویښ کړو ، ممکن

[quote:16316a4b62]کله چې دی ويده شي، روح يې له بدنه وځي، له سخت تکليفونو سره په خوب کې مخ شي، آن تر دې چې په کله پرې دومره غم په خوب کې تېريږي چې د سر ويښته يې ورته سپينيږي.[/quote:16316a4b62]

نه دا ویلای سو چه : د خوف او یا خوشحالۍ سره مخ وي
روح خوف او خوشحالی کوي ،
بَلى مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلهِ وَ هُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِنْدَ رَبِّهِ وَ لا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَ لا هُمْ يَحْزَنُونَ
د دوزخ او جنت له مخه ، روح ته حال معلوم سی ، چه داوسېدو ځاي ئې چیرته دي ، نو په خوف کښي وي او یا په خوشالۍ کښي
درنښت
کوي



12.05.2010

وياړم چې دينپوهان او ډاکتران په دې بحث کې په زړه پورې معلوماتونه وړاندې کوي، سلامونه او نيکې هيلې ټولو ته د ګرانو لوستونکو په شمول تقديموم!
په ژباړه کې د ډاکتر صيب جلال احمدځي بشپړونې راته ډيرې په زړه پورې او
پندورې وې ! خو پوه نه يم چې د ډاکټر صيب د ډاکترۍ څانګه طب ، اسلامپوهنه اوکه نور علوم دي؟
که دينپوهنه وي، نو تر هرې بلې سياسي اجتماعي برخې په پرتله به يې دلته اسلامي ليکنې لوستونکو ته په ګټه او فيض رسونې کې ډيرې اغيزمنې ولويږي !

د محترم استاد مولينا حليمي صيب او نورو ليکنو څخه په استنتاج دا ښه بريښي چې انساني روح د نفس د يو لاينفک شامله جز په توګه په رسميت وپيژنو، ځکه نفس او نفسيات او Subjectivity پيژنو او نفسيات د ساهپوهنې يا علم النفسياتو يوه يوه پراخه سکالو ده او له نفس جدا روح غيبي خبره ده او عقلي، علمي (ساينسي ) بحث پر نشي کېدای !
خو که له عقلي، علمي ساينسي اډانې څخه ووځو او بدن سره د روح اړيکو ته (چې د نفس د موجوديت پوړونه ورته ويلی شو) يو څو سوه درجې ورکړو چې له ١ څخه تر صفر پورې را ټيټيږي، نو ١ درجه به په دنيا کې د ژونديو انسانانو وي، او صفر عشاريه ٩ به د خدای بخښلو مؤ منانو وي، ځکه د
انما لمؤمنون لايموتون بل ينقلون من دارالفنا الی دارالبقا مطلب خو هم همدا دی چې مؤمنان نه مري ، خو په دې شرط چې دايوه تشه مقوله نه، بلکې ښه پوخ نبوي يا قدسي حديث وي !
نو بيا د قبر عذاب ، چې ښايي مطلب ترې د قبر د وخت عذاب وي، هم د ټيټو او تيټترينو درجو کې هومره زياتيږي څومره چې د روح درجه صفر ته په ګناهونو او کفر و الحاد سره تقرب کوي !
خو دلته و هاج صيب تفصيلات مطرح کيږي چې وايئ د هندوانو بدن سوزول کيږي يعنې نفسي حالت چورلټ له منځه ځي ، ولې بيا هم د قبري وخت عذاب ورکول کيږي، نو دا عذاب له روح پرته چا يا څشي ته ورکول کيدای شي ؟
خو داسې ځواب يې د تصور وړ بريښي چې د نفس ټيټ ترينه درجه شايد په فضا کې د اتمونو او ماليکولونو سره د تماس په واسطه هم د عذاب له پاره رامنځته کيږي
او ددغه وخت عذآب د قبر يا بر زخ د عذاب په نامه ياد شوی وي
اړينه نه ده چې د انسان د خپل بدن د ماليکولونو سره دې روح ته عذاب ورکړل شي،
خپل او د بل ماليکولونه بې تفاوته دي، عذاب خو په ګناهکار نفسي روح تيريږي ، نه په بدن !
والله اعلم !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more