د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اخلاقو لړ لیک !

عبد السلام
15.04.2010

درنو د[color=darkblue:13e97d1db4]بحث[/color:13e97d1db4] دفوروم عزیزانو! سلام او درناوی ترهر څه دمخه وړاندی کوم:
زه په دې باور یم چې اخلاق نسبی دي ،لکه دنر اخلاق اودښځې اخلاق، دمسلمان اخلاق ، اودغیر مسلمان اخلاق! دمزدور اخلاق اودبادار اخلاق، دمریي اخلاق ا و دآزاد اخلاق ، دزور اخلاق ،اودرضا اخلاق، دشیطان اخلاق او دانسان اخلاق ، قرانی اخلاق اوغیر قرانی اخلاق، دینی اخلاق او غیر دینی اخلاق، نني اخلاق اود زرو دوه زرو کلوو پخوا انسانی اخلاق! اویا د(اقبال) په قول دپسه اخلاق، اودزمري اخلاق کوم یو یې[color=red:13e97d1db4] اخلاق [/color:13e97d1db4]دي؟

د حلیمی صاحب ، اوورته بل ورور څخه مې غوښتنه دا ده چې دا لیکنه ړنګه نه کړئ . او ځواب یې ورکړئ .
http://tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5272&sid=19e7bf577b2435d9e0f8d7aa2cc6418c

په درنښت



ع کريم حليمي
15.04.2010

السلام علیکم و رحمة الله

د اخلاقو څخه مقصود د بندګانو په منځ کښي د حقوقو او فرائضو هغه تعلقات
دي چه دوی يې په خپلو منځو کښي کښي په يو بل باندي لري او د هغو د ادا
او پر ځاي کول د هر انسان د پاره يوازي مناسب نه بلکي ډېر ضروري کار
دی ، هر کله چه انسان دې دنيا ته راځي ، نو هغه ارومرو د دې دنيا د هر يو
شي سره لږ و ډېر تعلق پيدا کيږي او د همدې تعلق د فرض او وظيفې يعني
په ډېر ښه شان سره د دغه تعلق د حق ادا کولوته په اصطلاح اخلاق
وايی او يا په بل عبارت په ډير ښه شان سره د دغې فريضې ادا او پر ځای
کول اخلاق دي ، دغه بنده د خپل پلار او مور او اهل او عيال او خپلو او
خپلوانو دوستانو ، اشنايانو او نور د ټولو سره تعلقات لري ;بلکي د هر هغه
انسان سره تعلق لري چه هغه دده سره په يوه کوڅه ، يو کلي ،يو وطن ،
يو قوميت او جنسيت او يا په نورو شيانو کښي ورسره علاقه لري
او سربېره پر دې ، دئ د څارويو او ژويو سره هم تعلقات لري ، او د دغو
تعلقاتو په اثر د ژويو له خوا هم په انسان ځيني وظيفې ;و فرايض عائد کيږي

د دونیا ټولي خوښۍ او خوشحالۍ ، امن او امان او هوسایی د همدې اخلاقو مېوه او محصول دی
تاسو دغه تعریف منۍ ؟؟؟؟؟؟؟


Re: د اخلاقو لړ لیک !

pattang
15.04.2010

انډيواله ځنګله ته روان يې !
حليمي صيب داخلاقو وضعه شوي پښتني او اسلامي نورمونه چې د پښتنو 
په بانډو کې د سلګونو کلنو را پردې خوا پراته او چليږي ياد کړې دي ٠
کوم شی چې تا ليکلې دی هغه دغربيانو چټلي ده ،د غربيانو لپاره اخلاق کومه
مانانلري او اخلاق يواځې ددوی دولتي قانون دی او بس٠کله چې دقاضي په کارشي
له رپکه يې را واخلي او دبد اخلاقه يانې قانون ماتونکي لپاره جزا ترې ټاکي٠
د عادت او اخلاقو فرق خو وکړه ځوانه !، اخلا ق هغې خاصې ، خاصو روابطو ته
وايې چې ....... حليمي صيب واضح کړي دي٠

[quote:6a184878d7="عبد السلام"]درنو د[color=darkblue:6a184878d7]بحث[/color:6a184878d7] دفوروم عزیزانو! سلام او درناوی ترهر څه دمخه وړاندی کوم:
زه په دې باور یم چې اخلاق نسبی دي ،لکه دنر اخلاق اودښځې اخلاق، دمسلمان اخلاق ، اودغیر مسلمان اخلاق! دمزدور اخلاق اودبادار اخلاق، دمریي اخلاق ا و دآزاد اخلاق ، دزور اخلاق ،اودرضا اخلاق، دشیطان اخلاق او دانسان اخلاق ، قرانی اخلاق اوغیر قرانی اخلاق، دینی اخلاق او غیر دینی اخلاق، نني اخلاق اود زرو دوه زرو کلوو پخوا انسانی اخلاق! اویا د(اقبال) په قول دپسه اخلاق، اودزمري اخلاق کوم یو یې[color=red:6a184878d7] اخلاق [/color:6a184878d7]دي؟

د حلیمی صاحب ، اوورته بل ورور څخه مې غوښتنه دا ده چې دا لیکنه ړنګه نه کړئ . او ځواب یې ورکړئ .
http://tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5272&sid=19e7bf577b2435d9e0f8d7aa2cc6418c

په درنښت[/quote:6a184878d7]


mehman
15.04.2010

دوستان عزیز سلام بر شما!

اخلاق، مجموعه‌ای از ارزش‌ها در رفتار فردی، جمعی و اجتماعی است که هر کس، بنا بر تشخیص خود به آنها معتقد است . به بیان دیگر، اخلاق همان رفتاری است که فرد خوب می‌شمارد یا لا اقل بد نمی‌داند . بسیاری اوقات، اخلاق را با وجدان معادل می‌دانند ، البته این تأکید بر وجدان به این معنا نیست که تمام اخلاق وجدان است زیرا برای مؤمنان به یک دین، مذهب یا ایدئولوژی، معمولا دستورات اخلاقی آن دین یا ایدئولوژی بر معیارها تأثیر می‌گذارد.

كردار را مي توان به دو دسته تقسيم كرد: طبيعی و اخلاقی.
کردار طبيعی:
کردار طبيعی كردارهای عادی و روزمره ای است كه مقتضای طبيعت انسان است و به منظور جلب نفع و دفع ضرر انجام می پذيرد. اين كردارها كه با کردار های حيوانات مشترك است نه تحسين برانگيز است نه سرزنش آميز. به گونۀ مثال خوردن، آشاميدن، خفتن و كردار های مانند آن کردار طبيعی است.
کردار اخلاقی:
كردار های اخلاقی کردار هایست مافوق كردارهای طبيعی كه از خصوصیات انسان است و بر خلاف کردار طبيعی، تحسين برانگيز است و ستايش آفرين که دارای ارزش والای معنوی نيز هست.
عفو، گذشت، حق شناسی و وفا، نيكی در برابر بدی، خدمت به نوع بشر بدون هيچگونه توقع و كردارهای انسانی ديگری از اين قبيل، در شمار کردار اخلاقی است. از آنجا كه کردار اخلاقی ويژه انسان است و اخلاق به عالم انسانی اختصاص دارد، شايسته است تا پايگاه انسان را از ديدگاه اسلام بررسي كنيم.

انسان در قرآن و روايات، هم ستايش شده، هم به سختی مورد نكوهش قرار گرفته است. از سويی خليفۀ الله در زمين شمرده شده، و امانت دار امانت حق، و از سوی ديگر خونريز و تباهی آفرين و سخت نادان و بيدادگر ( ظلوم و جهول ).
اين وصف متضاد يعنی توصیف انسان به نيكی و بدی يا به فرشته خويی و ديو سيرتی، معلول وجود دو جنبه متضاد در هستی انسان است: جنبه افلاكی، جنبه خاكی.

با تقدیم حرمت


pattang
15.04.2010

زه حيران پاته چې دغه بحث او موضع دلت څه کوي ?
ايا دا شی هم اوس ملي دی او که مودراتور په خوب ويده دی ???



ع کريم حليمي
17.04.2010

درنو او مکرمو وړونو ، د سترګو تور پتنګ صاحب ، ګران عبدالسلام صاحب ،
مهمان عزیز ، بسر شوقت سلام از این طرف بنده !!!
مېلمه وروره ، داڅشی دي لیکلي ؟ باور مي نه شي چه دا به تالیکلی وي ، ولي چه ته خو هوښیار لیکوال وېٖ
دا څه در پېښه شوه ، دا د ایران د اخوندانو لیکني مه کاپي کوه !!!
[quote:a9c03fef5e]كردار را مي توان به دو دسته تقسيم كرد: طبيعی و اخلاقی. [/quote:a9c03fef5e]
داسي ووایه چه : اخلاق دوه ډوله دي ، ښه اخلاق او بد اخلاق .
او اخلاق اسماني دي د اوله سره یعني طبیعي
او بل ، یو سخت اخلاق دي او بل آسانه ، سخت اخلاق د موسیٰ ع وه (ضِيَاء ). او آسانه اخلاق د محمد علیه السلام دي (نور)

نور هغه روښنایی ته ویل کیږي ، چه سوځل نه کوي ، لکه د سپوږمۍ روښنایي، او ضیاء هغه روښنایی ته ویل کیږي چه سوځېدل کوي لکه د لمر روښنایي

په ډېر حرمت


عبد السلام
18.04.2010

[quote:1c3a28a52f]السلام علیکم و رحمة الله[/quote:1c3a28a52f]
وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته:

[quote:1c3a28a52f]د اخلاقو څخه مقصود د بندګانو په منځ کښي د حقوقو او فرائضو هغه تعلقات
دي چه دوی يې په خپلو منځو کښي کښي په يو بل باندي لري[/quote:1c3a28a52f]
حقوق څه دي؟ اوفرایض څه دي ؟ زه وایم : دانسانی ټولنو په تناسب نسبی او متفاوت دي .
دا جمله مو داخلاقو په تعریف نه منم.
[quote:1c3a28a52f]او د هغو د ادا او پر ځاي کول د هر انسان د پاره يوازي مناسب نه بلکي ډېر ضرور ي کار دی ، هر کله چه انسان دې دنيا ته راځي ،
.
نو هغه ارومرو د دې دنيا د هر يو
شي سره لږ و ډېر تعلق پيدا کيږي او د همدې تعلق د فرض او وظيفې يعني
په ډېر ښه شان سره د دغه تعلق د حق ادا کولوته په اصطلاح اخلاق
وايی.
او يا په بل عبارت په ډير ښه شان سره د دغې فريضې ادا او پر ځای
کول اخلاق دي ،
د کومې فریضې اداکول اخلاق دي ؟ !!!

دغه بنده د خپل پلار او مور او اهل او عيال او خپلو او
خپلوانو دوستانو ، اشنايانو او نور د ټولو سره تعلقات لري ;بلکي د هر هغه
انسان سره تعلق لري چه هغه دده سره په يوه کوڅه ، يو کلي ،يو وطن ،
يو قوميت او جنسيت او يا په نورو شيانو کښي ورسره علاقه لري
او سربېره پر دې ، دئ د څارويو او ژويو سره هم تعلقات لري ، او د دغو
تعلقاتو په اثر د ژويو له خوا هم په انسان ځيني وظيفې ;و فرايض عائد کيږي

د دونیا ټولي خوښۍ او خوشحالۍ ، امن او امان او هوسایی د همدې اخلاقو مېوه او محصول دی
تاسو دغه تعریف منۍ ؟؟؟؟؟؟؟
[/quote:1c3a28a52f]نه! محترم مولوی صاحب! تعریف مو نه منم .ځکه یې نه منم چې زه اخلاق نسبی ګڼم ، هرهغه څه چې نسبی وي هغې ته لکه داستاسو تعریف ، مطلق تعریف نشي غوره کیدای.
ولی دومره ویلای شم ،چې : ستاسو د لیکنې څخه دا مفهوم څرګندیږي چې تاسو اخلاق د انسانانو دیو اوبل ترمنځه ، او همدا راز د(انسانانو اړیکې) د ژوو سره د ښو اړیکو لرل، او هغوو ته درناوئ ښه اخلاق ګڼئ! همداسې ده ؟ که داسې وي، هم انسانان او هم ستاسو په قول ژویې دمختلفه خواصو، غوښتنو، رغباتو، او شهواتو خاوندان دي ، نو ددوي داړیکو تر منځه درناوئ یوا ځې په یوه معینه دسته د اخلاقو څنګه را منځته کیدای شي؟
زما په نظر ښې او بدې اړیکي د اخلاقو بنسټ نه بلکې دبسنټیزه اصولو دتبادل وسیله ده. بنسټ یواځې اړتیا اوغوښتنې دي ، چون اړ تیا او غوښتې د خواصو داختلاف پربنسټ مختلفه دي، اخلاق هم نسبی دي .

په ډیر درنښت


عادل عادل
19.04.2010

سلامونه

اخلاق د انساني وجود په فطرت کې نغښتې هغه پدیده ده چې له مخې یې په ناببره توګه اقوال او افعال صادریژي، خو اخلاق کسب کیدای هم شي، کسب کیدل یې تر شاوخوا ټولنې او محیط پورې اړه لري، که ټولنه سالمه وي، نو د انسان د فطرتي اخلاقو رشد صورت نیسي او دا هغه صورت دی چې کسبي دی خو ژور فکر او وخت ته اړتیا نه لیدل کیژي، ځکه خو د سالمې ټولنې رامنځ ته کول او د هغې ساتنه او خوندیتوب د اسلامي شریعت له مخې د هر فرد او کورنئ اساسي فرض جوړیژي.

خو که شاوخوا ټولنه او محیط سالم نه وي، نو بیا هم انسان په اخلاقي لحاظ د دوه احتمالاتو څخه خالي نه دی، اول دا چې د فطرت د تقاضا سره به د غیر مطبوع محیط سره په ټینګه مبارزه کوي او یا به هم د انساني فطرت خلاف د غیر سالمې ټولنې تر تاثیر لاندې راځي او اخلاق به کسب کوي، تر محیطي تاثیر لاندې کسب شوو نیکو او سوء اخلاقو کې انسان د فکري تشنجاتو سره مخ کیژي چې دا په خپل ځای کې یا خو په بیا کتنه او اصلاح منتج کیژي او یا خو هم فکري تمرکز له منځه وړي او د شک او تردید تر پولو انساني وجود د سکون نه عدم سکون ته ټیل وهل كيژي.

د نن سبا دیموکراسي هغه خطرناک شعار دئ چې د انسان د فطري اخلاقو سره په ټکر کې زور او زر کاروي او انساني ټولنه د محکومیت په طلایي رنګه ځنځیرونو تړي.

الله پاک دې مونږ او تاسو ټول د رسول اکرم محمد صلی الله علیه و اله و سلم په اخلاقو سره سمبال کړي، آمین



ع کريم حليمي
19.04.2010

اول دي ډېر لویه بد اخلاقي کړېده ، زما لیکنه دي اقتباس کړیده ، او دغه (د کومې فریضې اداکول اخلاق دي )
جمله دي پر اضافه کړه .

( داستاسو تعریف ، مطلق تعریف نشي غوره کیدای )

هو ! هیڅ وخت دا نسم ویلی ، چه زما تعریف غوره او مطلق دی !!!!!

(زما په نظر ښې او بدې اړیکي د اخلاقو بنسټ نه بلکې دبسنټیزه اصولو دتبادل وسیله ده )
ستا نظر غلط دی ، زه ښه پوه سوم ، چه تاسو د اصولو او اخلاقو فرق نه سۍ کولای
کوښښ وکړۍ چه اخلاق زده کړۍ او اصول ، موږ د اصولو د لیکلو او جوړولو حق لرو، اما د اخلاقو د لیکلو او جوړولو حق نه لرو ، اونه قدرت

(اخلاق هم نسبی دي )
هر څوک چه اخلاق نسبي نه ګڼي ، هغه ملعون دي ، ټول جهان نسبي دی
مثال له ممنوعاتو ندي : ته نسبت و خیرو ته داسی معلومېږې لکه ډاکتر ، هال داچه ته ډاکتر نه يي

(بنسټ یواځې اړتیا اوغوښتنې دي)
هغه چاته چه پر دوهم ژوند ټنګ باور نه لري
(حقوق څه دي؟)
حقوق نه پېژنم ، دا ډېره سخته پوښتنه ده

دغه د ابوالعلا مودودی لیکنه وګوره ، په لندن کي هم تر دغه ښه لیکنه نسو پیداکولی
http://islam101.net/introductory-mainmenu-33/13-introductory/17-the-moral-system-of-islam-by-syed-maududi.html


عبد السلام
20.04.2010

حلیمي صاحب !سلام :
خدای دي روغ اورمټ اوخوشحاله لره ، هسې په غصه شوي یی ، زه تاته په سرخوږې نه یم رواداره ، هسې بیځایه مه احساساتی کیږه .
ګر چې ماته مو خبرې بې تفاوته دي ، ولی ته هسې ځان په عذابه وي. ما ستا نه نه ځواب غوښتئ ، او نه دې ځواب ته په کوم ارزښت قایل یم ! ځان ته بې ځایه تکلیف مه ورکوه ، ځکه لیکنې دې ګډې وډې دي .
روغ اورمټ وسئ .

یادونه : که بحث کړي او توان یې لری ! هیله ده په بحث کې دشخصی تیري اوکنځلو څخه لاس واخلي ، پرته له هغې چې څومره پوچې وايې بیا زما له خوا معاف یي!
مګر بې ځوابه دې نه پریږدم .

یو ځل بیادې خپلې لیکنې ته ښه ځیر شه چې څه دې لیکلي؟!!!

[quote:cc6af2ecf7][color=darkblue:cc6af2ecf7]اول دي ډېر لویه بد اخلاقي کړېده ، زما لیکنه دي اقتباس کړیده ،[/color:cc6af2ecf7] او دغه (د کومې فریضې اداکول اخلاق دي )
جمله دي پر اضافه کړه .

( داستاسو تعریف ، مطلق تعریف نشي غوره کیدای )

هو ! هیڅ وخت دا نسم ویلی ، چه زما تعریف غوره او مطلق دی !!!!!

(زما په نظر ښې او بدې اړیکي د اخلاقو بنسټ نه بلکې دبسنټیزه اصولو دتبادل وسیله ده )
ستا نظر غلط دی ، زه ښه پوه سوم ، چه تاسو د اصولو او اخلاقو فرق نه سۍ کولای
کوښښ وکړۍ چه اخلاق زده کړۍ او اصول ، [color=orange:cc6af2ecf7]موږ د اصولو د لیکلو او جوړولو حق لرو، [/color:cc6af2ecf7]اما د اخلاقو د لیکلو او جوړولو حق نه لرو ، اونه قدرت

(اخلاق هم نسبی دي )
[color=red:cc6af2ecf7]هر څوک چه اخلاق نسبي نه ګڼي ، هغه ملعون دي ،[/color:cc6af2ecf7] ټول جهان نسبي دی
مثال له ممنوعاتو ندي : ته نسبت و خیرو ته داسی معلومېږې لکه ډاکتر ، هال داچه ته ډاکتر نه يي

(بنسټ یواځې اړتیا اوغوښتنې دي)
هغه چاته چه پر دوهم ژوند ټنګ باور نه لري
(حقوق څه دي؟)
[color=brown:cc6af2ecf7]حقوق نه پېژنم ، دا ډېره سخته پوښتنه ده [/color:cc6af2ecf7][/quote:cc6af2ecf7]



ع کريم حليمي
20.04.2010

وعلیکم السلام و رحمة الله

[quote:cacb32bf8a]اویا د(اقبال) په قول دپسه اخلاق، اودزمري اخلاق کوم یو یې اخلاق دي؟ [/quote:cacb32bf8a]
پسه او زمرئ غریزیٖ لري ، نه اخلاق !!!
هر هغه ژوندئ چه د ارزیابۍ قوه او قدرت ولري هغوی ته اخلاق سته ، خامخا نده چه بااخلاقه به وي
که د ارزیابۍ قوه ونه لري ، نو اخلاقي مسؤلیت هم نه لري ، احمق ، لېونئ

[code:1:cacb32bf8a]نه! محترم مولوی صاحب! تعریف مو نه منم .ځکه یې نه منم چې زه اخلاق نسبی ګڼم ، هرهغه څه چې نسبی وي هغې ته لکه داستاسو تعریف ، مطلق تعریف نشي غوره کیدای.[/code:1:cacb32bf8a]

کوردي ودان زوئ دي لوي، زما تعریف مه منه ، او ما کله ویلي چه زماتعریف غوره او یګانه دی ،
او بل دا درته وایم چه : چا ویلي چه اخلاق نه دي نسبي ؟؟؟؟ زه درسره موافق یم ، اخلاق نسبي دي !!!

ستا مطلب له نسبي څخه څه شي دئ ؟؟؟؟، ما په هغه بله لیکنه کښي مثال درکړئ وو ، تاسو غلط ارزیابي کړئ وو
تاسو نسبي نسبي ډېر کاروئ ، موږ ته تې تعریف کړئ ؟؟؟او یا ئې په یوه واضح جمله کي استعمال کړئ
چه په مطلب سره پوه سو .
[quote:cacb32bf8a]او هم ستاسو په قول ژویې دمختلفه خواصو، غوښتنو، رغباتو، او شهواتو خاوندان دي ، نو ددوي داړیکو تر منځه درناوئ یوا ځې په یوه معینه دسته د اخلاقو څنګه را منځته کیدای شي؟ [/quote:cacb32bf8a]
تاسو یواري قرآني اخــــــــــــــــــــلاق ولولئ ، نو بیا و موږ ته ئې خالیګاه په ګوته کړۍ؟؟؟؟ ،
نوټ : ته په خپل قول کښی صادیقه واست پوښتني تاسو نوې کړي ، هو ، نو بل وخت دغه ؟ علامې مه ورکوه


عبد السلام
22.04.2010

محترم حلیمي صاحب ،او دبحث درنو ملګرو مهمان صاحب، عادل صاحب، اونورو! یوځل بیا سلام اونیکې هیلې په عرض رسوم:
حلیمي صاحب! تاسو لیکلي:
[quote:9227f478e2]تاسو نسبي نسبي ډېر کاروئ ، موږ ته تې تعریف کړئ ؟؟؟او یا ئې په یوه واضح جمله کي استعمال کړئ
چه په مطلب سره پوه سو .[/quote:9227f478e2]
زه دخپلو شخصی اخلاقو پر بنا‌ء چې هر څه دي ! په دې لاندې خبرو( ګرچې دموضوع سره تړاو نلري) کلک معتقد یم ، چې :
دبشر ټول افراد آزاد نړۍ ته راځي او دحیثیت او دحقوقو له پلوه سره برابر دي ، ټول دعقل او وجدان خاوندان دي او یو له بله سره دورورۍ په روحیې سره جلند وکړي.
آیا همداسې ده او که نده ؟ داپوښتنه یوه بیانی اوبلاغی(Rhetorical Question) پوښتنه ده . چې به عادی حالت کې ځواب ته اړتیا نلري.
که چیرته خبره همداسې وي ستاسو ددې خبرې په خلاف چې : ( [color=darkblue:9227f478e2]موږ د اصولو د لیکلو او جوړولو حق لرو[/color:9227f478e2] ) اصول اصلاً دانسانی ټولنې دفطری اړتیاو له مخې په ټولنیز ډول پرته دپورتنیو ټکو په نظر کې لرلو څخه نشي لیکل کیدای اوجوړیدای . که یو شخص او یوه معینه ډله یې بل شانتې جوړوي اولیکي ( چې تل دا جریان دوام لري) دا شخصی نظر دی چې په نور تحمیل او تپل کیږي چې دعدالته لري زورزیاتئ دی.

په دې کې تاسو څه وایئ ؟

اخلاقو ته به بیا روسته راشم.



ع کريم حليمي
22.04.2010

ملګرېٖ او محترم عبدالسلام جانه ، زه هم یوځل بیا سلام اونیکې هیلي په عرض رسوم حضور ته وئې منه
[quote:ca069136fc]زه دخپلو شخصی اخلاقو پر بنا‌ء چې هر څه دي ! په دې لاندې خبرو( ګرچې دموضوع سره تړاو نلري) کلک معتقد یم ، چې :
دبشر ټول افراد آزاد نړۍ ته راځي او دحیثیت او دحقوقو له پلوه سره برابر دي ، ټول دعقل او وجدان خاوندان دي او یو له بله سره دورورۍ په روحیې سره جلند وکړي.
آیا همداسې ده او که نده ؟[/quote:ca069136fc]

خاطر دي ساتمه ! خبري دي ردوم ، دا دمنلو نه ده چه افراد نړۍ ته آزاد راځي ، چه سترګي راښکاره کړو
او د طبیعت سره په تاوده او ساړه جنګ اخته سو تر مرګ تر ورځي پوري ، هو ! هره ازادي چه تر لاسه کړو
نوي نسل ته ئې سپارو ، که اهل وه نو ساتي ئې او که نا اهله سوه له لاسه سې وځی ، لکه مرغه د هوا

او بل دا خبره هم د منلو نه ده چه ته به خپل شخصي اخلاق وه لرې !!! ؟؟؟ له بودا رانیولې بیا تر خواږه نبي
پوري دا دعوا نه کوي چه خپل اخلاق لري ، دوی معلم درلود او دوی بیا د بشر معلمین سوه

زه باور لرم چه تاسوته به چا د اخلاقو درس درکړی وي ، او یا به دي له کوڅی او محل څخه زده کړي وي
او اول معلم خو نو بابا جان وي

داد ورورۍ اصطلاح قرآني ده ، یعني یو دبل سره اخلاقي رویه وکړئ ، ښه کوۍ بد مه کوۍ

ّټول د وجدان خاوندان دي دا منم ، اما هر څوک د ویښ وجدان خاوندان نه دي ، چه ویښ نه وي نو وجدان نه لري ، اخلاق وجدان ته ژوند ورکوي یا وايم چه ژوندئ ئې ساتي ، حقوق ئې فرق لري ، خر د خره معاش وړي
سړئ د سړي ، هو ! په بعضو محکمو کښی مساوات وي او سته

[quote:ca069136fc]) اصول اصلاً دانسانی ټولنې دفطری اړتیاو له مخې په ټولنیز ډول پرته دپورتنیو ټکو په نظر کې لرلو څخه نشي لیکل کیدای اوجوړیدای . که یو شخص او یوه معینه ډله یې بل شانتې جوړوي اولیکي ( چې تل دا جریان دوام لري) دا شخصی نظر دی چې په نور تحمیل او تپل کیږي چې دعدالته لري زورزیاتئ دی. [/quote:ca069136fc]

د خط د لیکلو په وخت کي بیدارخابه وې !!
اصول داسی دي چه د بس پر سټاپ به خلګ په لېن دریږي ، دېته ، ته زور زیاتئ او تپل وائې ؟؟؟؟!!!!!!!!!!!
د اصولو منونکۍ او تعظیم کوونکي ته اخلاقي ویل کيږي
معلومه داده چه نه دي (اخلاق شخٌصي )آو نه اصول پېږنې

[quote:ca069136fc] ټول دعقل او وجدان خاوندان دي او یو له بله سره دورورۍ په روحیې سره جلند وکړي[/quote:ca069136fc]

ّهو ! یو ورور دا وظیفه لري چه بل ورور و پوهوي ، البته د ورور وظیفه د هغه بل ورور تر پوه ولو ورسته
خلاصیږي ، او په زور په خلګو خپل نصیحت منل د هغه کار نه دی ، د هغه نه بلکي پخپله رسول د خدای
هم خدای په دې ندی مکلف کړی



ع کريم حليمي
22.04.2010

[quote:9adf6e3f22]د(اقبال) په قول دپسه اخلاق، اودزمري [/quote:9adf6e3f22]
زه نه پوهېږم چه پورته جمله د کوم اقبال خبره او نظر دئ ؟؟
او که د علامه اقبال نظر وي ، زه سل په سل باوري یم چه : د علامه اقبال مطلب د اخلاقو څخه شعور حیواني
ته اشاره کوي ، انسان چه نړۍ ته راځي له یوه شعور سره زیږي چه : دا شعور د زبېښلو شعور دئ .
شعور چاته نه سي پېچکاری کېدلی ، او نه یې څوک ترې اخستلای سي ، اما کولای سو !!!! چه د انسان
په اخلاقو کښی تغیر راولو


عبد السلام
23.04.2010

[quote:5bb0941c65]ملګرېٖ او محترم عبدالسلام جانه ، زه هم یوځل بیا سلام اونیکې هیلي په عرض رسوم حضور ته وئې منه[/quote:5bb0941c65]ملګرېٖ او محترم عبدالکریم جانه ، زه هم یوځل بیا سلام اونیکې هیلي په عرض رسوم حضور ته وئې منه

[quote:5bb0941c65]خاطر دي ساتمه ! خبري دي ردوم ، دا دمنلو نه ده چه افراد نړۍ ته آزاد راځي ،[/quote:5bb0941c65] تا د حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه ، دامقوله چیرته لوستی اویا اوریدلی ده ؟
[color=darkblue:5bb0941c65](متى استعبدتم الناس وقد ولدتهم أمهاتهم أحرارا)[/color:5bb0941c65]
ګوره چې داسلام ستر مشران هم ستا دخبرو په خلاف ، همدا خبره کوي چې میندې مریان نه ، بلکې آزاد بچې زیږوي .

فأقم وجهك للدين حنيفا فطرة الله التي فطر الناس عليها لا تبديل لخلق الله ذلك الدين القيم ولكن أكثر الناس لا يعلمون

دعلامه اقبال شعر به د اشعارو په خونه کې ولیکم که علاقه لرئ وېلولئ.



ع کريم حليمي
23.04.2010

دروند عبــــــــــــــــــــدالسلام صاحب ، ملګریٖ دي سلامونه ومنل ، مونږ هم تاسو اوستاسو لوړ حضور ته سلامونه احترامات او ښې هیلي د بشپړي او خالصي ورورۍ په مینه درلېږو ، هیله ده ! چه په خالصه مینه او احترام سره یي ومنۍ ،
[quote:d36e77f798](متى استعبــــــــــــــــــــــــــــــــدتم الناس وقد ولدتهم أمهاتهم أحرارا)[/quote:d36e77f798]
ډېره ښه جمله ده , او د اسلامي نوم نو تاسو ورکړئ او دا کره معلومه هم نهده چه د حضرت عمر فاروق د خولې خبره دي وي؟!!! . خلګ مه غلامان کوۍ حال داچه له مېندو څخه وال او متصرف زېږېدلي دي
یعني د غلامۍ اتکړۍ غاړي ته مه وراچوۍ ، حقوق ئې مه پایماله کوۍ . ستاسو د نظر مخالفین بندي خانو کښي مه اچوۍ ، لېبر کېمپ ته یې مه لېږۍ ،

آزادي، او استقلال ډېر جلا مفاهیم دي له غولامۍ نه ، غلام به نه ئې ازاد به هم نه ئې !!، ازادۍ او استقلال ته سرحد نسته ، مثالونه: چه پیسې نه لرېٖ ازادي نه لریٖ ، چه موټر نه لریٖ ازادي نه لریٖ ، له طبیعت څخه نه یو ازاد ،ولي ؟ نشو کولای چه په ۶۰ دقیقو کښي له نیویاکه نه تر کابله ولاړسو !!! ازادي نه لرو
 د فکر ازادي ، د ادراک ازادي ، له کلتور نه په يوه اساني ازادي نه تر لاسه کیږي ،

[quote]فأقم وجهك للدين حنيفا فطرة الله التي فطر الناس عليها لا تبديل لخلق الله ذلك الدين القيم ولكن أكثر الناس لا يعلمون /quote]
هو !!! حق ده ، د خرافاتو لاس واخلۍ ، حق ومنۍ ،
نه میش عقل لري نه اخلاق ، زموږ خوږ نبي د ښو اخلاقو د تکمیل د پاره رالېږل سوئ وو
نو! متوجه سه و پاكي محمدي لاري ته ، پریږده شاعران چه اسمان ته وخېږي ،
په دیٖ خبره کښي شک نسته چه د نړۍ د ټولو ادیانو او مذهبونو اساس پر اخلاقو ولاړ دئ ، حیوانان به
لري : ویني ، هډوکي ، غوښي ،په ذات به درسره ګډ وي خو په اخلاقو نه دي را سره شریک

په درنښت


mehman
23.04.2010

دوستان گرانمایه سلام بر شما!
جناب حلیمی صاحب نخست یک خواهش بسیار صمیمانه از شما:
اگر کسی در یک مورد مشخص با شما همنظر نیست و یا منظور ش را درک کرده نتوانستیدلطفاً مستقیم یا غیر مستقیم الفاظی نثار شان نکنیدکه شایستۀ شان شما هم نیست!
[quote:9cbacaacc0="ع کريم حليمي"]مثالونه: چه پیسې نه لرېٖ ازادي نه لریٖ ، چه موټر نه لریٖ ازادي نه لریٖ ، له طبیعت څخه نه یو ازاد ، نشو کولای چه په ۶۰ دقیقو کښي له نیویاکه نه تر کابله ولاړسو !!!
[/quote:9cbacaacc0]
به نظر من شما به کلمۀ آزادی بسیار سطحی مینگرید. اگر کسی پول ندارد باز هم آزاد است که به حالت بی پولی قناعت کند یا کار و تلاش نماید تا پول بدست آورد.
مفهوم آزادی انسان، آزادی از فطرت است !
اصولاً اعزام پيغمبران، تشريع قوانين و کوشش‌های تربيتی همه بر اصل اختيار و آزادی انسان استوار است . اگر انسان در طرز فکر خود آزاد نمی بود " امر و نهی" هم کدام مفهوم نمی داشت!

با تقدیم حرمت


عادل عادل
24.04.2010

سلامونه

زما په نظر یوازینئ هغه څیز چې متعدد تعریفونه لري اخلاق دي، څوک یې نسبي ګڼي څوک مکاني او زماني، زه یې فطري او قسما کسبي ګڼم، خو سره لدې ټولو اخلاق دومره لوړ بحث دی چې هیڅوک یې په جامع او مانع تعریف سره نشي احتوا کولای.

دروند حلیمي صیب لیکلي:

[quote:475b132ce9]حقوق نه پېژنم ، دا ډېره سخته پوښتنه ده[/quote:475b132ce9]

اسانه یې ونیسه، ځواب یې ډیر ساده دی: -

حقوق د دود او دستور څخه سرچینه اخلي.


و.افغان
24.04.2010

ګرانو او زړه ته رانږدې وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ما شاء الله ښه بحث مو پيل کړی دی، خو ځينې وروڼه د خپل تېز طبيعت په وجه د اخلاقو تر سکالو لاندې هم له ستغو سپورو خپل قلم نشي ساتلی.

ګرانو:
که په وسعه مې پوره وه؛ نو د عتيق الله ميرخېل او عادل عادل صاحب په اوږو مې له
تاسې ټولو سره په مشوره يو درنه الزامي فرمايشي ډوډۍ ايښودله، چې د فوروم ټولو ليکوالانو
خوړلي وی، او د جګړې د تکرار په صورت کې يوه بله ډوډۍ چې د ټول افغان
ټول ليکونکي او لوستونکي مو ورته رابللي وی.

په درنښت


رښتینی
25.04.2010

.

له محترم او درانه ورور ښاغلی عتیق الله خان او بیا له
محترم عادل صاحب څخه په ډیر ادب او ډیر احترام هیله
کوم چی تاسو چی په شخصی توګه یوه بل ته څه لیکئ دا
د شخصی پیغام له لاری هم تبادله کولی شئ خیر له هغی
لاری دخپل بړاس ایستنه خوندی او اسانه کاردی
او که تاسو خامخا دخلکو په منځ کی دیوه بل سپکه غواړئ
نو دا مو په ګډونوالوتیرۍ دی ولی په خپلو سپکو خبرو
دخلکو تبیتونه خرابوئ ؟؟!!

ما چی څومره ستاسو دواړو لیکنی لیدلی دی تیرۍ دعتیق الله
له خوا شوی وی ښاغلی عتیق الله تاسو خپل مال او انرجی په
پوچو خبرو مه ضایع کوئ کومه داسی خبره ولیکئ چی یوڅوک
ګټه تری واخلی
او ښاغلی عادل که تاسو دداسی خبرو په وړاندی چوپ
پاته شئ دابه یی ښه لاروی ځکه حتما به دلته هم داسی
څوک پیداشی چی ستاله لوری هغه ته ځواب ووایی
او که خبره همداسی وه بیا به دټول افغان مودیراتور حتما
ددی کار دمخنیوی له پاره ګام پورته کوی

په مینه


عادل عادل
25.04.2010

سلامونه

په ډیرې بښنې سره د وروڼو وړاندیز په غبرګو سترګو منم، ما خو لکه څنګه چې حامد جان ورور لیکلي دي، هیڅ وخت بې موجبه په ښاغلي عتیق الله نه یم لګیدلئ.

زما وړاندیز خو دادئ چې ګرم ته ګرم ووایئ تر څو ملامت طرف خپل ځان وپیژني او د ټولو نه بښنه وغواړي.

زه ان شاء الله په ځان کې دا وړتیا وینم چې كه تاسو زما او ښاغلي عتیق الله د ناندریو تاریخچې ته په منصفانه توګه کتنه وکړئ او په نتیجه کې ماته د ملامتیا د منلو مخ راواړوئ نو زه حاضر یم چې د ښاغلي عتیق الله نه بښنه وغواړم کنه زه ورڅخه د ورته اعلان توقع نلرم صرف د خپلې مهربانئ او د درنو مشرانو د خواست له مخې دې دومره وکړي چې زما نه لاس واخلي او تر دې وروسته دې خپل خر لنډ تړي.

په پای کې د بحثفورمونو د ګډونوالو او درنو لوستونکو نه بښنه غواړم که چیرته د ښاغلي عتیق الله په وړاندې زما غبرګونونو ددوی طبیعت او د بحثونو خوږه فضا خرابه او ګډه وډه کړې وي.

ستاسو د منصفئ او اصلاح څخه ډیره مننه کوم.

په درنښت


و.افغان
19.05.2010

ګرانو وروڼو!
سلام عليکم.
فکر کوم چې د فوروم لوستونکي به نور ستاسې خپلمنځۍ شخړه او پرله پسې ستغې
سپورې ونشي زغملی.
دلته خو له ما نه سوا نور چلوونکي هم شته، خو هيچا هم اقدام ونه کړ، خو د بسم الله
په ويلو سره دا دی ستاسو درې د ستغو ليکنې مې درړنګې کړې.
او که نورې مو وکړې؛ نو هغه به هم له خيره سره ان شاء الله ضرور ړنګيږي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more