نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کله کله له خپلو پردي ښه وي
pattang
14.04.2010
ستاسود تبصرو په هيله !
منځنۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د وري ٢٥tolafghan.com
برتانيه په ملي اردو او حکومت کې د پښتنو له کمې ونډې سر ټکوي
خبري څانګه
13.04.2010 10:30
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ په یوه اوږده ليکنه کې په افغانستان کې د جګړې پای ته د رسولو په موخه وړانديزونه کړي دي چې په کې په ملي اردو او واک کې د پښتنو په ځپلو او کمه ونډه یې سخته نيوکه کړې ده او د مشکل یوه ستره برخه یې ګڼلې ده.
ميلبنډ په خپله ليکنه کې - چې په نيويارک ريوو اف بوکس کې خپره شوې ده - په ۱۹مه پېړۍ کې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو ماتې يادي کړي دي او ويلي يې دي چې بايد په سيمه ييزه کچه ستونزو ته حلونه ولټول شي.
ميليبنډ منلې ده چې د بون په پروسه کې پښتانه له واکه بې برخې کړای شول او څومره چې لازمه وه هغومره واک ورنکړل شو چې وروسته د ستونزو لامل وګرځېد. نوموړی په دې باور دی چې د می په مياشت کې کېدونکي د سولې جرګه ښه پروسه ده او بايد بريالۍ کړای شي.
ميلبينډ افغان پوځ ((له پښتنو پرته ملي اردو)) بللې ده او ويلي يې دي چا دا کار د پاکستان تشويش هم راپارولی دی ځکه دا ډول اردو د هندوستان په ګټه ده.
د ميلبينډ له څرګندونو ښکاري چې برتانيه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پروسې ملاتړ کوي. ميلبينډ ويلی دي د ستونزو یواځینی حل مخالفينو سره خبرې دي.
ميلبينډ غوښتي دي چې د ستونزو یو اساسي حل دا دی چې ګاونډيان باید د افغانستان د خپلواکي ومني او درناوی یې وکړي.
د ميليبنډ په ليکنه کې هغه څه راغلي دي چې له ۲۰۰۱ کال راهيسي يې افغانان غوښتنه کوي. پوښتنه به دا وي چې دا ډول سيستم او اردو چې همدې بهرنيانو رامنځ ته کړې به څنګه په یو دا ډول سيستم بدل شي چې بهرنيانو پخپله رامنځته کړی دی او ايا اوس به دوی په دې وتوانېږي چې په افغانستان کې عادل او منصف سيستم، اردو او پولیس چې د جنګسالارانو پر ځای د افغان ولس ګټي ساتي رامنځ ته کړي!
ميليببنډ ليکلي دي چې ولسمشر کرزي ژمنې کړي دي چې فساد به له منځه وړي او نړۍ به یې افعالو ته ګوري، اقوالو ته نه. همدا فارمول به افغانان د ميليبنډ څرګندونو ته هم کاروي او ګوري به چې د نوموړي په ليکنه کې راغلي خبرې تر کومه ځايه عملي بڼه غوره کوي.
د ميليبنډ ټوله ليکنه په انګليسي ژبه دلته لوستلای شئ.
په نيويارک ريوو اف بوکس کې ليکنه په لاندې لينک لوستلای شئ:
How to End the War in Afghanistan
و.افغان
24.04.2010
پتنګ صاحب:
دا انګرېزان د شيطان سکه ځامن دي، دې خبرو کې يې ضرور ډېر چلونه او چالونه پراته
دي، اګر که حقيقت يې ويلی دی، خو دوی ډېر کرته حق او حقيقت هغه وخت وايي چې
د مظلوم هيڅ زخم پرې نه ټکور کيږی.
ته څه فکر کوې چې د دې ښکېلاګرو دا وسعه نه رسيږي چې دغه اردو مثلا بيخي سوچه پښتنه اردو کړي؟
ولې به يې نه رسيږي،
دوی خو د طالبانو په شان ځواک چې ټول د شمال سپي يې په غارونو ننباسلي وو؛
راوپرځاوه، اوس يې وسعه نه کيږي، چې يو څو دغه د ګوتو په شمېر يو څو سپي
کنټرول کړي!!!،
بر عکس د افغانانو د داړلو لپاره يې دغو سپيو ته نوره زمينه هم په عمدي
او قصدي ډول برابره کړه، له وړو وړو کوتريو او کوکريو يې غټ غټ فيوډالان جوړ کړل.
په درنښت
رښتینی
25.04.2010
زه خو وایم چی داد اجرة دجګړو له پاره که پښتانه کم وی دابه د پښتنو
په ګټه وی دا خو موقت اجیر خلک دی د ډالرو باران ته رایوځای شوی دی
کله چی دصلیب لښکری په شا شوی دوی به هم په خپلو سوړو ننوځی
25.04.2010
دا غوښتنې ټولې د پاکستان دي چې د مهربانه انګليس بادار په خوله يې څرګندوي ، او نه پوهيږم چې پنجابي پاکيان څنګه د افغانستان د پښتنو
استازيتوب کول غواړي (؟) او بيا دې لا پښتانه په افغان پوځ کې ددوی د ګټو د ساتلو له پاره پاکستان ته د جاسوسي کولو له لارې د هند په وړاندې سپرشي (؟)
:lol: :lol: :lol: :lol: