د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

څنګه به ؤشی چه پښتانه دروانو ستنزو خلاص شی

انوارالحق
14.04.2010

ګرانو پښتنو سلام مې قبول کړئ

دپښتنو په حالاتو او ستنزو باندې ټوله نړۍ خبرده او ددنيا د هر ګوټ خلق په دې خبردې چه دغه ځائې کښې خلق په مشکلاتو سر دی خو دحيرانتيا خبره داده چه ددې شخړې دهوارتيا دپاره هغه منډې او هسې نه کيږی کومې چه ددې له پاره لازم دی ٠

ستاسو په نظر کښې دپښتنوستنزې څنګه ختميدې شی؟
دنن په نړۍ کښې دپښتنو اتفاق څنګه راوستې شی؟
دپښتنو دپرمختګ په لار کښې تعليم څومره فائده ورکولې شی او که دا دپښتنو دستنزو حل کولو استطاعت لری نوآيامونږه دې ته هغه هومره اهميت ورکړې کوم چه ددې دپاره ضروری دې؟
مونږټول په دې پوهه يو چه دپښتنو اتفاق او تعليم ډير ضرورې دې خو په دې لار کښې هيڅ قسمه عملی قدمونه نه دې اغستې شوې وجه څه ده؟
تاسوهرسړې خپل ګريوان کښې سر ښکته کړئ او اوګورئ چه مونږه صرف تشې خبرې کوؤ او که واقعی دخپلو مسلو حل کولو دپاره مو څه عملی قدمونه اغستې دی؟
زمونږ ستونزې مونږ په خپله ختمولې شو که دبهر خلق به ددې حل کيدو ته راځی؟
آيا زمونږه ستونزې صرف دپلار نيکه دغيرت په قيصويادولو ختميدې شی که مونږلره په خپلومټو کښې دصبا جوړولو طاقت هم پکاردې؟ مونږه دخپل ماضی نه حال ته څنګه راوتې شو؟ آياصرف دماضی په يادوؤلو مونږه پرمختګ کولې شو؟

په دې خبروتفصيلی بحث کول غواړم
ستاسو دمرستې ډيره مننه



17.04.2010

وروره تعليم خو اوږده خبره ده او څونسله وخت په لمن کې رانغاړي او بيا هم معلومه نه ده چې تعليم يافته ګان به سره يو واحد حل لار غوره کړي ؟

نو له دې نه دا ښه ده هغه دريځونه او موقفونه چې ويشلو افغانانو خپل کړي سره نږدې کړو او د ګډون برخې يې راوکاږو، څو اړونده افغانان هم يو له بل سره
د ګډون ټکي او اړخونه سره وموندي ! دا ټول په درې ټکو او ډلو ويشل کيږي :

- اسلام او اسلامپالونکي !

- ملت او ملت پالونکي

- ولسواکي او ولسواکان

دا دريواړه يو له بل سره هم اتحاد کولی شي او هم يې نشي کولای :

که دا دريواړه سره اتحاد کولی شي نو اسلامپال، ولسواک او ملتپال افغانان به هم يو له بل سره متحد شي او جګړو ته به د پای ټکی کيږدي !

او که چيرې دريواړه يو له بل سره اتحاد ونشي کړای، نو څرګنده ده چې اړونده ډلې هم يو له بل سره اتحاد نشي کولای !
په دې توګه نو تلسټيزه پوښتنه داده چې دا دريواړه تلسټي ارزښتونه څه وخت يو له بل سره وحدت کولی شي او څه وخت يې نشي کولای ؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more