د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دنړۍ لوټماران اوبډې اخيستونکي يو اځې لس دي؟

Azad Nazer
26.03.2004

نن مې د Yahooپه خبرونوکی ولوستل چې په ټوله نړۍ کی لس کسه په لوټمارۍ اوبډې اخيستو بدنومه شوي اودهغوی لست په دې ترتيب دې :

١- داندونيشيا پخوانې اولسمشر محمدسوهارتوچې پانګه يې د ١٥ او ٣٥ بيليونوډالرو ترمنځ اټکل شوې ده
٢- دفليپين مشر فرديناند مارکووس پانګه له ٥ څخه تر لس بيليونو پورې
٣- دزائردمشرمابوتو سيس سيکو پنګه پنځه بيليونه ده
٤- دنايجيريادمشرساني اباچا پانګه له ٢-٥ بيليونو پورې ده
٥- دسربيا دپخواني مشر سلوبودن ميلوسوويچ پنګه يو بيليون ډالره ده
٦- دهايتي دمشرجين کلاود دوواليرپانګه 300-800 ميليونه ډالره وه
٧- دپيرودپخواني مشر البرتوفوجيموري پانګه په 2000 کال کې 600 ميليونه ډالره وه
٨- داوکراين دمشرپاولو لزارينکوپانګه په 1997 کې د 114-200ميليونوډالرو پورې
٩- دنيکاراګوادمشرارنولدواليمان پانګه په 2000 کال کې 100 ميليونه او
١٠- دفلپين دبل مشرپانګه په 2001 کال کې د 78 او 80 ميليونو ترمنځ اټکل شوې ده

داخوهغه څوک دي چې په نړوال کچ دلوټمارو اورشوت خوروپه نوم مشهورشوي دي خوهغه څوک چې له دوی نه يې پسې اړولې ده، تراوسه څنګه پټ پاتي دي ؟
په افغانستان کې خوهم (( اشرارالمخلوقات)) کم نه دي ، هغوی خو دبين المللي لوټماروڅخه په هيڅ کې کم نه دي ، دوی خوورسره دقاتلانولقب هم ګټلې نوڅنګه ترې څوک نه خبرېږي ؟
څه عجبه دنيا ده ، رڼې رڼې به اړوي خوڅه به نه ويني ٠
زما داستاذ خبره : ((کوم ړانده ،فزيکي ړانده ، سياسي او مذهبي ړانده ، تجارتي ړانده ، اخلاقي ړانده او که ډارن ړانده ؟ ))

ازادنظر


ګرانه وروره!


مجيب انګار
27.03.2004

ګرانه وروره! څه ښکلې خبره دې کړې ،خووروره زمااوستادهيوادغله چاته نه ښکاري که ښکاري نوهغه يوازې دالقاعده اوطالب په نامه ککړخوارکيان دي اوبس...
ورورکه! په دې کې هيڅ شک نشته چې هرافغان مجاهددی ،ددې هيوادهروګړي ترخپله وسه جهادکړی چامالي چاځاني چابدني..قلمي اونورخويوشميرمشرانواوقومندانانوبيا داسې څه وکړل چې ددغه پاک جهادوروستی ټکی يي خړپړ کړ...خووايي چې د....په خوله درياب نه ناولی کيږي زموږجهادته دغه لوټماران هيڅ ډول زيان نه شي رسولی......
ډيرداسې قومندانان شته چې سرمايه به يي تر ملاسويچ( ميلاسووچ) اونوروهم زياته وي خونه ايمنسټي ،نه ملګروملتونو،اونه هم کوم بل لوري ته ښکاري ،که ښکاري نوالله پاک ته اويوازې پخپله افغانانوته ښکاري .موږخويي ډيروارې پلورلي يوخوداخبره ياده ساته چې يوه ورځ به دکوم يتيم منګولوته ورشي.............


mahboob
29.03.2004

[color=indigo:c365d5e121]انګاره وروره په سلامونو دي لمانځم ګوتي دي تاندي او قلم دي ګړندی اوسه .[/color:c365d5e121]


Re: دنړۍ لوټماران اوبډې اخيستونکي يو اځې لس دي؟

لونګين
21.06.2004

ازاد نظره وروره سلام
يواځي لس ندي بلکې په سلاوو او زر ها وو دي.
زمونږ دجهاد اودقا چاقو مشران دي ټول هير کړي دي.
ستا سو لونګ

[quote:139ec30de0="Azad Nazer"]نن مې د Yahooپه خبرونوکی ولوستل چې په ټوله نړۍ کی لس کسه په لوټمارۍ اوبډې اخيستو بدنومه شوي اودهغوی لست په دې ترتيب دې :

١- داندونيشيا پخوانې اولسمشر محمدسوهارتوچې پانګه يې د ١٥ او ٣٥ بيليونوډالرو ترمنځ اټکل شوې ده
٢- دفليپين مشر فرديناند مارکووس پانګه له ٥ څخه تر لس بيليونو پورې
٣- دزائردمشرمابوتو سيس سيکو پنګه پنځه بيليونه ده
٤- دنايجيريادمشرساني اباچا پانګه له ٢-٥ بيليونو پورې ده
٥- دسربيا دپخواني مشر سلوبودن ميلوسوويچ پنګه يو بيليون ډالره ده
٦- دهايتي دمشرجين کلاود دوواليرپانګه 300-800 ميليونه ډالره وه
٧- دپيرودپخواني مشر البرتوفوجيموري پانګه په 2000 کال کې 600 ميليونه ډالره وه
٨- داوکراين دمشرپاولو لزارينکوپانګه په 1997 کې د 114-200ميليونوډالرو پورې
٩- دنيکاراګوادمشرارنولدواليمان پانګه په 2000 کال کې 100 ميليونه او
١٠- دفلپين دبل مشرپانګه په 2001 کال کې د 78 او 80 ميليونو ترمنځ اټکل شوې ده

داخوهغه څوک دي چې په نړوال کچ دلوټمارو اورشوت خوروپه نوم مشهورشوي دي خوهغه څوک چې له دوی نه يې پسې اړولې ده، تراوسه څنګه پټ پاتي دي ؟
په افغانستان کې خوهم (( اشرارالمخلوقات)) کم نه دي ، هغوی خو دبين المللي لوټماروڅخه په هيڅ کې کم نه دي ، دوی خوورسره دقاتلانولقب هم ګټلې نوڅنګه ترې څوک نه خبرېږي ؟
څه عجبه دنيا ده ، رڼې رڼې به اړوي خوڅه به نه ويني ٠
زما داستاذ خبره : ((کوم ړانده ،فزيکي ړانده ، سياسي او مذهبي ړانده ، تجارتي ړانده ، اخلاقي ړانده او که ډارن ړانده ؟ ))

ازادنظر[/quote:139ec30de0]


Azad Nazer
06.07.2004

لونګينه وروره سلام می واخله او دوکتور صېب ته سم نيم ورکړه !

چې پوره نيمه مياشت وروسته مې وکولای شول چې داڅوټکي درته وليکم ، نو څومره وخت ته به ضرورت ولرم چې هر غل ، قاتل ، ټوپکچي ، قاچاقبر ، او وحشي په ګوته و شمېرم اوهغه هم په داسې حال کی چې لومړې مې ورته دسترګو اکر وران شي ، رنګ مې ورته تورو- سورو هم زرغون شي٠

په درنښت
ستاسو تريخ او شيرين ورور

او
انګاره وروره !
دسلامونو سره يوه ګيله لرم او هغه دا چې (( ورورک )) د کوچيانو بانډه يي او يوبازاري خطاب دې چې يوواځې دځوانانو اوکوچنيانو لپاره کارول کيږي او زه يې تردغه سرحده منم ٠ دغسې خطابونه که څه هم د کمکيو سره دشفقت څرګندوونه کوي خو دمشرانو لپاره نه کارول کيږي ٠
دبېلګې په توګه ، که زه شل کلن اوسم او يو سپين ږيري ته د (( ورورکيه )) او يا لکه کاشکوټيان يې چې وايي (( روکې )) خطاب کووم ، څنګه به وبرېښي ؟

همدارنګه اسلامي او پښتو اداب مونږ ته دا ښۍ چې له ځانه مشر ته دکشر خطاب ونه کړو٠ ددې تر څنګه دهغه چاسره چې له پخواورسره پېژند ګلو ونه لرې ، بايد په پوره احترام مخامخ شې ٠
ستاسو له دغه خطابه يواځی او يوواځې دا څرګنديږي چې خپل ځان ته تر ټولو لوړاوتر ټولوتجربه لرونکې مقام ټاکۍاو بل ته په ټيټ نظر ګورۍ ٠
دسترګو توره !

زه چې ستا عکس ته ګورم نو بې ګمانه ويلای شم چې زمانه ډېر کشر يې ځکه درته داسی ليکم اوپه دې پو هېږم چې تاسو ملامت نه ياست خو دغسې اصطلاحات چې ستاسو غوندې مهذب خلک اصلاح نه کړي له بله څه ګيله ٠ زه خو لا داوايم چې کشرانو ته هم بايد د کمترۍ احساس ورنه کړای شي٠

په لا زياته مينه

ازاد نظر



ع کريم حليمي
07.07.2004

ګران محترم انګار صيب سلام ! بعده سلامه دي الله جوړ، خوشحاله لره اود پېښورخان په ګرمو ورځو کيدي خدای
اېرکنډېشن درکي ٠ داسي معلومېږې لکه نه چي ئې لرې ٠ کوربچې دي سر پر سر رتې دي اوته پر مځکه ناست ئې٠ خدای دي رحم وکړي
تاسوداسي ليکلي [quote:60c167d3d1]ورورکه! په دې کې هيڅ شک نشته چې هرافغان مجاهددی ،ددې هيوادهروګړي ترخپله وسه جهادکړی چامالي چاځاني چابدني..قلمي اونورخويوشميرمشرانواوقومندانانوبيا داسې څه وکړل چې ددغه پاک جهادوروستی ټکی يي خړپړ کړ...خووايي چې د....په خوله درياب نه ناولی کيږي زموږجهادته دغه لوټماران هيڅ ډول زيان نه شي رسولی[/quote:60c167d3d1]دا يو سياسي شکل ليکنه ده چه د وزارت خارجه مامورين بايد داسي ليکني
وکړي ٠ نه تاسو ٠ خبره دمجاهد نده مطرح موضع د جهاد ده ٠ که وموږ ته کاميابه او ناکامه جهاد تعريف کړې ښه به وي ؟؟؟ زه ئی د اسلامي تاريخ پهاوږدو کي يو ناکامه چهادوينم ٠ [color=darkred:60c167d3d1]اول[/color:60c167d3d1] په فراكسيون پهناجوړي ټوله اخته سوو [color=red:60c167d3d1]دوهم[/color:60c167d3d1]ټوله د ملک پونډېشن درهم اوبرهم سو [color=brown:60c167d3d1]درېيم[/color:60c167d3d1]قدرت بيا دوهم واري چپيانوته پلاس ورغلۍ٠ او [color=blue:60c167d3d1]ناټوپربلا[/color:60c167d3d1] يو ښه آغاز
د کار په نامه کازماټيک هم نسته ٠ کمه رفاه اجتماعي، رفع مشكلات اقتصادي ٠ ته فکر کولای سې چي بيا به ستاسو ملک يوه جنګي جټ طياره ولري هو نموده په کار اما يو ملک يو وزارت دفاع به څنګه وزارت دفاع وي او تر ټولو لوی تاوان٠ عدم اعتماد دې٠ په هيات رئيسه به بيا ملت څرنګه اعتماد کوي ٠ د سربرا څه نيولې تر ٧ پوري ٠ چه ټوله ملت ته معلوم سوه چه سازنده وه که نوه ٠ که سازنده وه ٠ نو کابل جان څه پښتنه به کوو ٠ چه څه حال دي دې
هو پاته سوه سفاهی ګمنام پر هغوبه نو زه تجارت نه کوم ولي چه هغه شهيد دې ٠ خبري او سياست به دژوندو کوو ٠ او هغه داغ چه په مکه کي مجلس و سو څرنګه ئې پاکه وې٠
اوبل لاس به اخلو چه ملت جهاد کړی ٠ داسياسي خبري به حضراتو ته پرېږدو ٠ چه ملت مجاهد ما
که ملت قدرت د راټوليدو درلودای ٠ نو دغه مجاهدملت به ئې په يوه مياشتکي چاره ورکړېوای ٠ ملت دا25 کاله
تر پښولاندي دې ٠ خبره نسي کولای ٠ اودسياست تاجران چه سټېج ته پورته سي او مايکرافون چه پلاس ورسي
دغه نعرې ئې له خولې راوزي ملت مجاهد ما ٠
او په ډېره عاجزي او احترام عرض تاسوته کوم ٠ شهيدانو دي خدای درجې لوړي کړي ٠ او هر چا چه جهاد کي لاس درلود ٠ دخپل منصف په اندازه امتياز،مسؤليت په غاړه لري ٠ خو د لويانو مسؤليتونه عظيم دي او وړو
مامورينو ته بايد ګوته ونه نيول سي ٠ ولي چه هغه هم مامورين ګمنام کي حسابيږي ٠
نوټ د ازاد نظر صاحب نصحت موږته سبق دې ٠ زما او دکشرانو لپاره کټور دې ٠ خدای دي دمشرانو غم نه راکوي
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more