د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکايي چارواکي: پاکستان ځينې طالب مشران خوشې کړي دي


11.04.2010

امريکايي چارواکي: پاکستان ځينې طالب مشران خوشې کړي دي
عبدالهادي حېران

11.04.2010 07:50

معتبرې امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپل يو تازه راپور کې د امريکا د استخباراتي چارواکو له خولې ويلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې ايي ايس ايي ځينې هغه لوړپوړي طالب مشران پريښي دي چې د ملا برادر تر نيول کېدو وروسته يې په کوټه، کراچۍ او ځينو نورو سيمو کې نيولي وه.

[color=red:cfe69d2689]راپور زياتوي چې امريکايي چارواکو ورته ويلي دا خبره د دې ثبوت دى چې ايي ايس ايي اوس هم په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو سره پاخه روابط لري او په دې توګه غواړي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د خپل لاس لاندې حکومت منځته راولي. [/color:cfe69d2689]
راپور ليکونکي په دې اړه د ځينو پاکستاني چارواکو سره هم خبرې کړې دي خو هغوى دا خبرې رد کړي او ويلي يې دي چې د پاکستان ايي ايس ايي د امريکا د سي ايي اى سره يو ځاى د طالبانو پر ضد عمليات کوي او په دې اړه کومه پټه تګلاره نه لري. [color=blue:cfe69d2689]مګر راپور د امريکايي چارواکو له خولې بېرته وايي چي دغه خبره سمه نده او پاکستان په ښکاره چې څه کوي پټې تګلارې يې د هغې برعکس دي. [/color:cfe69d2689]
ملا برادر، چې تر ملا محمد عمر وروسته د طالبانو تر ټولو لوړپوړى مشر ګڼل کېده، څه موده وړاندې د سي ايي اى او ايي ايس ايي په ګډو عملياتو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونيول شو. وروسته پاکستان څو نور لوړپوړي طالب مشران هم ونيول. هغه وخت پاکستان او امريکا دا نيونې د يو لوى بري په توګه ونومولې خو وروسته [color=red:cfe69d2689]د ملګرو ملتونو [/color:cfe69d2689]او افغان دولت [color=blue:cfe69d2689]چارواکيو په ډاګه کړه چې پاکستان ملا برادر او نور مشران د دې لپاره ونيول چې ورسره د سولې لپاره د روانو خبرو مخه ونيسي.[/color:cfe69d2689]
نو درنو لوستونکو تاسې په دې اړه څه اند توګه او ارزونه لرئ ؟ ايا دا خبرې تاسې
هم ټولې حقيقت بولئ(؟)، که نه ، کومې کومې يې له حقيقت نه ليرې دي او کومې يې بيا سمې دي ؟؟؟؟
[color=red:cfe69d2689] او خاموشي ګوره د تاييد نخښه ده ![/color:cfe69d2689]


pattang
11.04.2010

[color=brown:aec06d390e]له ټولو مخکې :
که يو سړی په يوه جريان ،حرکت ، پارټۍکې وي او له دوښمن سره پټې خبرې کوي
هغه خا ئن دی او بايد جزايې شي ، که دا سړی پاک وي او مشر تابه يې خرابه وي
په داسې حال کې چې دی خپله هم په مشر تابه کې وي او خوله يې پټې نيولې وي
او ملت ته يې نه رسواکوي اواحوال نه وايې نو بيا هم خائن دی ==>:
ملا برادر په دواړو فرضيوباندې خائن دی٠ [/color:aec06d390e]

[quote:aec06d390e]معتبرې امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپل يو تازه راپور کې د امريکا د استخباراتي چارواکو له خولې ويلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې ايي ايس ايي ځينې هغه لوړپوړي طالب مشران پريښي دي چې د ملا برادر تر نيول کېدو وروسته يې په کوټه، کراچۍ او ځينو نورو سيمو کې نيولي وه. [/quote:aec06d390e]
که ګناه ونلري ولې يې پرېنږدي ?

[quote:aec06d390e]راپور زياتوي چې امريکايي چارواکو ورته ويلي دا خبره د دې ثبوت دى چې ايي ايس ايي اوس هم په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو سره پاخه روابط لري او په دې توګه غواړي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د خپل لاس لاندې حکومت منځته راولي. [/quote:aec06d390e]
[color=brown:aec06d390e]چې دا ونه وايې نو څه به وايې ? داپر دې مانا :
امريکا هر ماجراجويې لټوي چې جنګ اوږد اوپه افغانستان کې پاته شي٠[/color:aec06d390e]

[quote:aec06d390e]راپور ليکونکي په دې اړه د ځينو پاکستاني چارواکو سره هم خبرې کړې دي خو هغوى دا خبرې رد کړي او ويلي يې دي چې د پاکستان ايي ايس ايي د امريکا د سي ايي اى سره يو ځاى د طالبانو پر ضد عمليات کوي او په دې اړه کومه پټه تګلاره نه لري. مګر راپور د امريکايي چارواکو له خولې بېرته وايي چي دغه خبره سمه نده او پاکستان په ښکاره چې څه کوي پټې تګلارې يې د هغې برعکس دي. [/quote:aec06d390e]
[color=darkred:aec06d390e]ديوه سر دبل په څټ ، مونږ بايد دازادي لپاره له هرچا څخه
مرسته واخلو خو خپله ازادي په مغزو کې پټه وساتو او له هر کاره يې معتبره وبولو٠ [/color:aec06d390e]

[quote:aec06d390e]ملا برادر، چې تر ملا محمد عمر وروسته د طالبانو تر ټولو لوړپوړى مشر ګڼل کېده، څه موده وړاندې د سي ايي اى او ايي ايس ايي په ګډو عملياتو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونيول شو. وروسته پاکستان څو نور لوړپوړي طالب مشران هم ونيول. هغه وخت پاکستان او امريکا دا نيونې د يو لوى بري په توګه ونومولې خو وروسته د ملګرو ملتونو او افغان دولت چارواکيو په ډاګه کړه چې پاکستان ملا برادر او نور مشران د دې لپاره ونيول چې ورسره د سولې لپاره د روانو خبرو مخه ونيسي. [/quote:aec06d390e]
[color=brown:aec06d390e]يواځې پټه سوله چې طالبان پرې خبر نوي او داکسريت خوښه نوي
،خيانت دی٠[/color:aec06d390e]

[quote:aec06d390e]نو درنو لوستونکو تاسې په دې اړه څه اند توګه او ارزونه لرئ ؟ ايا دا خبرې تاسې هم ټولې حقيقت بولئ(؟)، که نه ، کومې کومې يې له حقيقت نه ليرې دي او کومې يې بيا سمې دي ؟؟؟؟
او خاموشي ګوره د تاييد نخښه ده ![/quote:aec06d390e]
[color=darkred:aec06d390e]لنده ژبه خبرې ډېرې دي خو مونږ به په عمل پسې ګرزو٠[/color:aec06d390e]



13.04.2010

سلامونه !
[quote:0f54008d11]که يو سړی په يوه جريان ،حرکت ، پارټۍکې وي او له دوښمن سره پټې خبرې کوي هغه خا ئن دی او بايد جزايې شي ،[/quote:0f54008d11]
او ددې برعکس که يو سړی په يوۀ خائن جريان، ضدملي حرکت ، پارټۍ يا وطندوښمنه پردي استخباراتي سازمان لکه ISI کې ښکېل شوی وي او په خپله تيروتنه وپوهيږي ، نود دې ښکيل حالت نه د وتلو او جبيره کولو له بآره يې بټه لار لټونه هم اغيزمنه اوز هم د ملي خيانت بر ضد جهاد دی !
[quote:0f54008d11]که دا سړی پاک وي او مشر تابه يې خرابه وي په داسې حال کې چې دی خپله هم په مشر تابه کې وي او خوله يې پټې نيولې وي او ملت ته يې نه رسواکوي اواحوال نه وايې نو بيا هم خائن دی ==>:
ملا برادر په دواړو فرضيوباندې خائن دی٠ [/quote:0f54008d11]
خو که داسړی پاک وي او مشرتابه يې خرابه او د پردي استخباراتو په امر کار کوي، که څه هم دی پخپله په مشرتابه کې ښکېل وي او شکاره نه شي کولی پر ضد يې جزيترين حرکت وکړي، خو د خپلو پلويانو له لاسه نه ورکولو په موخه
ښې موقع ته په پټه خوله انتظار بآسې او بيا اقدام کوي دا سړی خاين نه، بلکې
اتل دی، او په دې توګه ملابرادر په دوړو فرضيو يو پاک او وطندوست طالب دی!
او د همدغې پاکۍ او وطندوستۍ په جرم نيول شوی او د مغز شويۍ په قيمت به پيرته هم خوشې شوی وي! نو که توبه يې ويستلې او افغانستان ته د نه تللو ژمنه يې کړې وي نو بيا د پتنګ خبره [color=red:0f54008d11]((ولې يې پرېنږدي ? ))![/color:0f54008d11]
داچې امريکا له کرزي نه د پاکستان ډير نږدې دوست دی او بيا هم ورته وايي وايي چې [color=blue:0f54008d11]دا خبره د دې ثبوت دى چې ايي ايس ايي اوس هم په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو سره پاخه روابط لري او په دې توګه غواړي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د خپل لاس لاندې حکومت منځته راولي. [/color:0f54008d11] نو تر دې بل قوي دليل او شاهد د ISI پر جناياتو او په افغانستان کې د طالبانو په واسطه پر پوځې لاسوهنه بل نشته، ځکه دوی پاکستان لکه غل په غلا نيولی او په دوستۍ کې يې پرې شاهدي ويلې ده !
امريکا خوپاکستان ته په ملياردونو ميلياردونو پيسې ورکوي ، که پاکستان ښمارعه يوه او بټه بله تګ لاره ونه لري، امريکا پرې دغسې يوه دعوا نه کولی شي او نه يې کوي !
امريکا د پاکستان په وړاندې ماجرا جويۍ ته اړتيا نه لري چې په افغانستان کې پرې جنګ اوږود کړي، افغانستان خو لا د پاکستان له خوا نه اداره کيږي اود پاکستان د قبايلود ادارې له پاره د امريکا د جنګ ماجرا پخپله د پاکستان او ISI په مرسته روانه ده !
د افغانستان په اړه د امريکايانو ايله دا خبره سمه [quote:0f54008d11]وايي چي دغه خبره سمه نده او پاکستان په ښکاره چې څه کوي پټې تګلارې يې د هغې برعکس دي[/quote:0f54008d11]. خو پتنګ خان که څه هم د چټلستان او طالبانو په ګډه تګ لاره په زړه کې ښه پوه دی، نو چې دلايل يې ختم شي بيا په دې پلمه اعتراف کوي چې ګواکې :
[quote:0f54008d11] مونږ بايد دازادۍ لپاره له هرچا څخه مرسته واخلو خو خپله ازادي په مغزو کې پټه وساتو او له هر کاره يې معتبره وبولو٠ [/quote:0f54008d11]
خو دومره فکر نه کوي چې دا پلمه خوله طالب مشرتابه څخه د کابل حکومت لا ښه کولی شي چې چانس يې لا زيات دی :
که ملي سوله رامنځته شي نو امريکا په سوله ييزه توګه وځي او په دې ډول د امريکا او پاکستان دواړو لاسوهنه ختميږي، او که امريکا په زور وويستل شي ځای يې ISI نيسي چې ابدا ترې بيا خلاصون نشته ، او د همدې له پاره پاکستان
د سولې له لارې د امريکا وتل نه غواړي!
امريکا خو د افغانستان سره هيڅکله کومه لانجه نه لرله او نه يې لري، خو پاکستان د ګانډي په توګه ټول عمر تر څو چې له ډيورند نه تر اټکه د افغاني خاورې قباله ورنکړي ، زمونږ دوښمن و، دی او وي به ، نو خپل حاکميت به ولې ختموي ؟؟؟؟ او دا حاکميت يې هغه وخت پيل کيږي چې طالبان يواځې او په زور قدرت ته ورسوي !
هو طالبان د قدرت له پاره د موقتي اسارت له باران څخه تښتي اود اسارت د ابدي ناوي لاندې کښيني، او په دې نيمګړي عقل د افغانستان د رهبرۍ ادعاهم کوي (!!!!)


pattang
13.04.2010

انډيواله !
يوه سړي چاته د ادم خان او درخانۍ نقل (نکل) اچولی وو په اخر کې يې ترې پوښتنه
کړې وه چې ادم خان نر وو او که ښځه ?
وروره په سلګونو کرته مې درته ليکلي دي چې پا کستان له طالبانو سره مرسته
کوي اودادی ١٠١ ځل يې بيا درته ليکم ٠ څوک چې مرسته کوي او مرسته غواړي ،
طبعي ده چې داوړه خواوې خپل هدفونه لري٠
نو په يو پلو دابدي مذدوري ټاپه وهل خو دخدای لاره نده هغه هم بې سبوته اوبې
شاهده٠ د پاکستان مرسته يواځې له طالبانو سره نده ،بلکې ان له 1978 کال څخه
را پردي خوله هغو مجاهدينوسره چې اوس د کرزي په کابينه او شورا کې ناست
دي وه!( دې ته څه وايې ... )
که له ملا عمر سره تورلېنګی پنجابی هرې خواته داسې روان شي لکه له کرزي
سره دامريکې جنرالان د کناراب تر خولې پورې بيابه يې خرڅ شوی وبولو او غورځول
يې اسانه کار دی٠
افغانستان اوس سربېره پردې دايران کلتوري مستعمره او پښتانه د اقليت په دود
په مړو سترګو د پاړسو په لهجه شپې تېروي نو ته خپله قضاوت وکړه چې دکرزي
د رژيم ړنګول په پښتنو فرض ندی ? ٠ ته بايد دپښتو فرق له پښتو څخه وکړې خو

تاسوفرهنګيان داسې خلک ياست چې يواځې دا يوه خوا پښتو مو رانيولې ده اوبس.
پورته ليک دې سم ولونه متضادې ، بلې خواته روانې کرښې لري ، لکه دا :
[quote:03c16bd391]خو دومره فکر نه کوي چې دا پلمه خوله طالب مشرتابه څخه د کابل حکومت
لا ښه کولی شي چې چانس يې لا زيات دی .[/quote:03c16bd391]
خو دومره فکر نکوې چې دغه کار هغه خلک کوي چې پاک وې خو دمجبوريت په
لحاظ بند پاته وي٠ کرزی خو علاني سبوت شوی جاسوس دشمال د لنډغرو ملګری
او هغوی يې ساتي ٠ په جاسوس ، فاسد هيڅوک اعتبارنشي کولی او نه ددې ارزو
لري چې هېواد ته کار وکړي ٠ په داخل دامکاناتو کې يې کوم کار کړی او کوم قانون

يې عملي کړی دی??????????????????????????

کامياب او بر يالی دې و ي طالب٠



13.04.2010

[quote:6693f50adb="pattang"]انډيواله !
يوه سړي چاته د ادم خان او درخانۍ نقل (نکل) اچولی وو په اخر کې يې ترې پوښتنه
کړې وه چې ادم خان نر وو او که ښځه ?[/quote:6693f50adb]
ګرانه د ادم او درخو کتاب دې ځان ته ووايه، او زما ليکنې د لوستونکو له باره دي ، نه له تانه د پوښتنې له باره، ماته له مړاندې معلومه وي چې ته به د ځواب له پاره نورې څه پلمې لټوې ، او دادې په خپل اعتراف ١٠١-مه پلمه ده چې وړاندې کيږي او رديږي !
[quote:6693f50adb] طبعي ده چې داوړه خواوې خپل هدفونه لري٠ [/quote:6693f50adb]
او دا هم درته معلومه ده چې د پاکستان هدف د ډيورن د ساقط شوی کرښې له امضا کولو پرته بل هيڅ شی نشي کيدای او ددې له پاره يواځې خپل هغه کسان قدرت ته رسول غواړي چې يواځې ګوډاګيان نه بلکې ١٠٠٪ غلامان وي، که طالبانو ورته ددې تِمين نه وي ورکړی ، نو پنجابيا خو ليوني سياستوال نه دي چې ملاعمر يې وغولوي؟؟؟؟
راشه ملا برادر دې وګوره چې ولې او څنګه يې درته اوس ISI شکنجه کوي؟؟؟؟
همدغسې دې ملاعمر هم درواڅله، که اوس وي او که د تير قدرت په وخت کې يې
ځان خوځولی وای، همدغسې يې درته ډنډه کولو او بر ځای يې بل وفادار کښيناوه !

دا خيالبافي دې له سره وباسه چې ملا عمر به دې له ISI څخه د آزادۍ خيال هم په مغزو کې پټ وساتلي او وپاللي شي ، عملي کول خو لا څکی خکی! . دا خو دليل نه، بلکې په يوه فرضيه ستا عقيده ده، په دې بايد نه خپل اونه د لوستونکوز وخت بيا ضايع کړې !
[quote:6693f50adb]په يو پلو دابدي مذدوري ټاپه وهل خو دخدای لاره نده هغه هم بې سبوته اوبېشاهده٠ [/quote:6693f50adb]
ده او تر هغه وخته پورې ده چې يا پښتونستان آزاد شي او يا ورته ديورنلاين امضا کړي ، چې نه دا او نه هغه تر ابده کيږي نو بيا يوځل غلام شوئ ته د مطلقه غلامي
له منلو او پر افغانستان د پاکُستان کنترول له قبلولو بله لار نه پاتې کيږي!
وګوره نړۍ يې ټوله د طالب دوښمنه کړې او د طالب ګوډاګيتوب يې ځان ته تخصيص کړی ، که لږه کونه وڅوځوي پنجابيان به پرې هغه کانې وکړي چې د دشت ليلي هغه دې هيرې شي ، لږ فکر وکړه ؟؟؟؟؟؟
[quote:6693f50adb]د پاکستان مرسته يواځې له طالبانو سره نده ،بلکې ان له 1978 کال څخه
را پردي خوله هغو مجاهدينوسره چې اوس د کرزي په کابينه او شورا کې ناست
دي وه!( دې ته څه وايې ... ) [/quote:6693f50adb]
هغه مرسته هم د همدې ګوډاګيتوب او عين هدف له پاره وه، خو مجاهدين يو تنظيم او يوه ډله نه وه چې له الف نه تر يا پورې يې جوړ، کنترول او رهبري کړي لکه طالبان چې آن دخبل دتيز رګ يې هم د ISI په لاس ورکړی دی!
که پاکيان په دې بريالي شوي وای چې ټول مجاهدين يواځې په حزب اسلامي کې ښکېل او تنظيم کړي، نو دطالبانو غورځنګ به هېڅکله پاکستان نه وای رامنځته کړي ! بل داچې هغه تنظيمونه مخکې په افغانستان کې موجود وو او يا يې سياسي تجربې له وطن څخه لرلې، نو يو نسبي استقلاليت يې ساتل شوی و او په اصطلاح د ISI په زامنو نه بءکې په پرکټو بدل شول، خو دطلبانو غورځنګ خو له نطفې او زيګوټ نه د ISI کرييشن او پيداوار دی ، او د القاعدې سره تړاو يې هم پاکستان رامنځته کړی دی!
[quote:6693f50adb] که له ملا عمر سره تورلېنګی پنجابی هرې خواته داسې روان شي لکه له کرزي سره دامريکې جنرالان د کناراب تر خولې پورې [/quote:6693f50adb]
هو، منم کرزی له دې ددامريکا زيات غلام وبوله، خو نه کرزی امريکا ته د وطن قباله ورکولی شي او نه امريکا دا قباله غواړي ، د وطن پلورلو کوم قرارداد مطرح نه دی، په دې خو هر څوک پوهيږي چې د باکستان غلامي صرف د وطن پلورلو له پاره او وطن پلورلو د قبالې په قيمت تر سره کيږي!
او د ملا برادر حالت خو وښوده چې ISI پر طالب مشرانو ډيره مسلطه او حاکمه ده نسبت امريکا پر کرزي باندې !
دا خبر هم ولوله :
سرچينه: ملا برادر په پاکستان کې د ډېر سخت تعذيب لاندې دی
خبري څانګه

13.04.2010 09:42
ټول افغان.کام ته په کابل کې باوري سرچينو ويلي دي چې د طالبانو د غورځنګ د مشرتابه مرستيال ملا عبدالغني برادر چې موده مخکې پاکستان د کراچۍ په ښار کې ونيوه د ډېر سخت تعذيب لاندې دی.

سرچينه وايي چې ملا برادر له لومړۍ ورځې راهيسي د پاکستان د استخباراتي شبکې آی ايس آی په ولکه کې دی او تحقيق ورسره روان دی. سرچينه د ملا برادر د ملګرو له خولې چې ورسره بنديان شوي وو او اوس خوشي شوي دي وايي چې ملا برادر د پاکستان په بند کې ډېر په تکليف دی او په دوامداره توګه ربړول کېږي.

افغان دولت له پاکستان څخه غوښتي و چې ملا برادر او نور نيول شوي طالبان وروسپاري خو پاکستان لومړی افغانستان سره هوکه کړې وه خو وروسته انکاري شو. د شنونکو په باور پاکستان کوښښ کوي له دې لارې له امريکايانو پيسې او مرستې وشوکوي او په طالبانو کې خپل اغېز ته دوام ورکړي.

ملا برادر د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستيال و. په افغان دولت کې جګپوړو چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي دي چې د ملا برادر په نيولو پاکستان د افغان دولت او طالبانو تر منځ روانې کړای شوې خبرې خرابې کړې او دا کار یې قصدا کړی دی چې طالبان د پاکستان له اجازې پرته د سولې بهير ته زړه ښه نه کړي.

افغان چارواکي وايي چې ملا برادر او یو شمېر نور طالب چارواکي چې موده مخکې پاکستان ونيول افغان دولت سره خبرو ته زړه ښه کړی وو.


pattang
14.04.2010

انډيواله , دطالبانو حرکت دپښتونخوا دمسئلې سره هر وخت تړې ، داپردې مانا
چې طالبي حرکت نه غواړې . هو که په طالب دسياسي او اقتصادي کموالي تهمت
وکړې در سره منم يې ، يايې بايد زدکړي او يانورو ته غوږکيږدي خو دشعوري غلامي
تهمت تړل پسې  ناروا بولم ٠ خبره به يوه ټکي ته راولم ٠:
اميرانو ... دډېورنډ کرښه لاسليک کړه يوشمېر انسانان يې نه مني زه اوته يې هم
نه منو ، ځکه چې لاسليکوال خپلواکه نه وو........٠
که زه ستا د غلامي فرضيه اوس ومنم چې طالب غلا م دی نو ددوی د مشر امضا
به هم د اميرانو له لاسليک څخه پردې اند معتبره نوي ٠
دا تهمت دې غيرې انساني او ګماني دی چې لاس ترې واخلې دپښتنو په ګټه ده ٠
دپښتنو يو والی ډېر کار غواړي ، چې اوس او په تېر ډول يې، نه ستا افغانان غواړي
او نه پنجابيان ، پښتانه په اوس وخت کې دتېرو هزارګان دي٠

الهي طالبان موفقه کړې
امين



16.04.2010

[quote:ab477b176e="pattang"]انډيواله , دطالبانو حرکت دپښتونخوا دمسئلې سره هر وخت تړې ، داپردې ماناچې طالبي حرکت نه غواړې .[/quote:ab477b176e]
انډيوال خانه که طالب حرکت دپښتونخوا (د باطل ډيورنلاين له اعاده کولو ) دمسئلې سره پا کستان پخپله تړلې نه بللای، نوستا په شمول څوک دا ثابتولی شي چې پاکستان له دې پرته د بل څشي له پاره د طالبانو دومره حمايه او ملاتړ کوي لکه شوروي چې د پرچميانو کاوه، هغوی د کمونيزم د خپراوي او پاکستان لږ تر لږه د ډيورنلاين د بيا امِضا کولو له پاره پرچميان او طالبان دتيز له رګ څخه کونډه کړي او د ټولې دنيا شرم يې په غاړه اخيستی چې آن د خپل دوست امريکا او ناتو
په وړاندې د رسوايۍ ګواښ يې هم پر ځام منلی دی؟؟؟؟؟
بل نو د څشي له پاره پاکستان طالبانو ته دومره اړتيا لري ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د هغه مجبوريت سره سره چې امريکا ته يې خپل پوځي ډګرونه د طالب رژيم د راپرځولو له پاره هم ورکړل ، بيا يې د هم له طالبانو سره ستا په اعتراف په پټه خپلو مرستو ته دوام ورکړی او ورکوي يې، له دې پرته نو له طالبانو څخه دوی څه مجبوريت لري چې دومره مرسته ورسره کوي؟؟؟؟؟ آيا طالبان د پنجابيانو د ابۍ ځامن دي ؟؟؟؟؟؟؟ د ډيورن پر امضا له وطن پلورلوپرته طالبان دوی ته نور څه خدمت کولی شي او دوی دپنجاپيانو له پاره نور څه اشرفۍ غورځوي ؟؟؟؟؟؟
غير له دې چې د اسلام نما مغزشويۍ او مصمومتوب له لارې يې له وحشت او بېشعورۍ څخه سياسي ګټه پورته او د امير عبذالرحمان د وطن پلورنې قرار داد پرې تجديد کړي؟؟؟؟؟؟
دغه قرارداد امان الله خان ملغی اعلام کړی او تر هغه راهيسې هېڅ آزاد واکمن نه دی منلی، او داچې د بريتانيا استعماري قراردادونو صرف ١٠٠ کاله اعتبار درلود نو له ١٩٩٨ راهيسې يې له انګلينډ سره هم اعتبار بايللی دی، نو پاکستان غواړي په هرصورت دغه قرارداد له خپل يو لاسپوڅي حکومت سره بيا تجديد کړي، که نه
له زور پرته د پاکستان سره هېڅ ډول حقوقي اساسات ددې کرښې د تحميلولو له پاره نه دي پاتې !
يوه بل چانس د پاکستان له پاره دادی : که طالبان قدرت ده له رسيدو وروسته ددوی نشي نو دوی به د طالبانو شي اود جوج وماجو د اکثريت په څير به افغانان په پنجابيانو کې مدغم کړي ،
ددې شوم غرض په موخه به د طالبانو د تيرايستلو له پاره داسامه بن لادن په مشرۍ له افغانستان سره ګډ اسلامي خلافت اعلام کړي، د عربو پترو ډالر او د افغانانو مباح سرونه او وړيا خاوره به په کې رغړي او د اسلامي خلافت د نوي دور په نامه ډمبکي ته به په شين اتڼ کې طالبان له له خولې څخه د مستۍ ځګونه غورځوي !
دغسې يوه طرحه هم د مسليک له واکمنانو سره د طالبانو په وخت کې موجوده وه ،
خو د ٢٠٠١ د سپتمبر پيښه او د عغې پايلې پرې رامخکې شوې!
په دغسې يو خلافت کې له امو اغاړه تر چيچنيا پورې د اسلامي جهاد د قربانۍ ستر پنډ به هم د لا ستر وياړ په شاګوتي سره د افغانانو په اوږو باريږي ، ځکه چې د وسله وال جهاد پرته به په پښتون مسلمان د جنت دروازې په خپل حال لکه په تيره کې همداسې تړلې پاتې وي !

[color=blue:ab477b176e]دوی ته دوزخ نه د وتلو يوه لار پاتې ده
......................................................... چې دجنت دروازې ځان ته په جهاد خلاصې کي![/color:ab477b176e]


pattang
16.04.2010

انډيواله داسلامي خلافت خبرې تر چېچينيا پورې د اشغالګرو خبرې دي چې پلمې
جوړې کړي ، ټولې نړۍ ته څوک غيږ نشي ور کولی ، داخبرې چېټيات دي ٠
زما داخيرې خبرې ځواب دې ندی ليکلی :
(فرض کوم چې ستا ادعا دطالب دګوډاګيتوب په هکله درسته ده ............ )
له يوه بل تاريخي حقيقت نه دې سترګې پټې کړي دي :
امان لله خان د لا هور پينډۍ په تړون کې له انګليسانو سره معاهده وکړه چې په هغه
معاهده کې فتحه شوي  ټل اوواڼه انګرېزانوته ورکړل شوو اودکلاسيک مشرقي
ولايت ځينې برخې امان الله خان ته ورکړل شوې او افغانستان په موجوده اوسني
سرحدونوکې دانګليس لخوا په رسميت وپېژندل شه٠ نور نو څه غواړې ??????????
دغه بله د100 کالو خبره دې او س له انګريز څخه په حقوقي او جهاني سويه
څوک وغواړي ?????????????????????
په مداري مفعول کرزي (نوره مې خوله مه خلاصوه چې بيا نور حقائق ليکم ) ، دوستم
او عطا يې غواړې ، دوی خو تاريخي تړونونه يو له بل سره لري٠
دپاکستان هدف ديوه دوست هېواد غوښتل دي او داهم زمونږ په ګټه دی چې
له کوزو پښتنو سره خپل روابط کلک وساتو ، خوله پاکستان سره په دوستي
کې ځان ساتل فرض دي٠



17.04.2010

[quote:a92f66d02a="pattang"]انډيواله داسلامي خلافت خبرې تر چېچينيا پورې د اشغالګرو خبرې دي چې پلمې[/quote:a92f66d02a]
انډيواله وران مه پوهيږه، خلافت تر چيچنيا پورې نه، بلکې د چيچنيا له غورځنګ څخه ملاتړ او ورسره وسله واله مرسته لا طالبانو هغه وخت هم کوله چې قدرت يې لا په خپل هيواد کې بشپړ ثبات نه و موندلی، او دا چې دوی ځانونه د هغې ډلې استازي بلل چې د يوه حديث له مخې د بخارا په شاوخوا کې به راپورته شي او په ټوله اسلامي نړۍ به خپل تسلط قايم کړي او د خلفاو په پل به پل کيږدي او نړيوال اسلامي خلافت به رامنځته کړي ، دا به ترې تا هم اورېدلې وي، افغانانو او نړيوالو هم !
دا چې اوس ملا عمر د کوټې د شورا په سوادي ژبه په نورو هيوادونو کې له لاسوهلو نه ډډه څرګنده کړې دا دهغه حالت له پاره ده چې له د القاعدې او ISI په مشرۍ خلافت جوړولو اړتيا او امکانات منځته نه وي راغلې او ستا خبره
[quote:a92f66d02a]ټولې نړۍ ته ...غيږ نشي ور کولی [/quote:a92f66d02a]

بله پوښتنه دې چې که فرض کړو چې طالبان ګوډاګيان وي نو د ګوډاګيانو قراردادونه خو اعتبار نه لري، بيا ولې د ډيورند د قرارداد د تجديد له ګواښ څخه څوک وويريږي ، يعنې څنګه چې د ګوډاګي امير عبدالرحمان لاسليک باطل پلاتې شو همدغسې به د ملاعمر لاسليک هم بي اعتباره پاتې شي ، ته پوښتنه کوې چې نو خطر بيا د څشي دی !
نو انصاف دې روزي شه ، ګوډاګيتوب او ګوډاګيتوب هم سره فرق لري، هغه د ١٩ پيړۍ د يو په رسمي توګه مستعمره شوي افغانستان باچا و او انګليس د نړيوال استعماري قدرت په توګه ورته په رسمي توګه هر څه ديکته کول ، او طالب مشر به په ٢١ پيړۍ کې د پاکستان ګوډاګی وي، چې دا ګوډاکيتوب او مستعمره به په دې حالت کې رسميت نه لري ، خو د سياسي کنترول عملي بڼه به حتما لري !
[quote:a92f66d02a]دغه بله د100 کالو خبره دې او س له انګريز څخه په حقوقي او جهاني سويه
څوک وغواړي ?????????????????????[/quote:a92f66d02a]
خبره د غوښتلو نه ده، بلکې د نه ورکولو او ددغه کرښې د بطلان خبره ده، يا د ډيورنلاين د نه امِضا کولو خبره ده او څنګه چې نورو واکمنانو نه دی امضا کړی هغسې يې کرزی هم نه امضا کوي يايې نشي امضا کولی، که څه هم انګليس پخپله د امريکا او نړيوالو قوتونو سره په افغانستان کې په پوځي توګه حاِضر دي ، خو د ډيورن کرښه پرې څوک نشي امِضا کولی، دغه حالت پاکستان د طالبانو پواسطه ختمول غواړي او هغه دوستي چې
پاکستان يې له افغانستان سره د طالبانو پواسطه برقرارول غواړي او ته هم ورته ډمبکی وهې، د هغې محتوا په همدې موخه خُلاصه کيږي چې دا ملي خيانت ورته لاس ليک کاندي، که نه نوره دوستي خو کرزي هم ورته تامين کړې، هند سره تشه دوستي او له پاکستان سره وروري کول غواړي ، نو له طالبانو نه بيا څه غواړي؟؟؟ طبعا همغه څۀ چې کرزی يې نشي ورکولی او هغه صر ف او صرف د افغان ملت مرګ يعنې : د ډيورنلاين امضا ده او بس !
دغه سپين سترګو تورلينګيانو آن له داود خان څخه هم ددوستۍ د تړون په وخت د ډيورن لاين امِضا کول غوښتي وو، نو د طالب څخه به يې څنګه نه غواړي ؟؟؟؟؟؟؟
هو، دا خبره دې سمه ده که د اوسني حالت پشان
[quote:a92f66d02a]د پاکستان هدف ديوه دوست هېواد غوښتل( وي نو ) دا هم زمونږ په ګټه دی چې له کوزو پښتنو سره خپل روابط کلک وساتو [/quote:a92f66d02a] او هم د پاکستان په ګټه دي چې مونږ ورسره تر هغه په همدغه شرط د ډئورن لانجه نه راپورته کوو، يعنې له پاکستان سره په پراخه دوستي کې تر هرڅه زيات د لرو پښتنو سره هر اړخيزه اړيکې ساتل د هر اوسني او هر افغان حکومت فرض دي، بې له دې چې له هند سره خپل دوستانه اړيکي خړ پړ کړو !
په نورو ټکو : پښتونستان له دوی سره په دوستانه اجاره پاتې دی او پاتې کيدای شي، تر څو پورې چې دغه اجاره لرو پښتنو ته ورکوي، او هغه داده چې ددوی پرمختګ ، وداني او د خپل کلتور ژبې ، کورواکۍ بشپړتيا تآمين کړي، پښتو يې رسمي دفتري تعليمي او اقتصادي ژبه شي او افغاني ملي وده يې خوندي وي تر خغه پورې به دا اجارع تمديد پاتې شي ، متاسفانه چې دوی نه په تيره کې دا اجاره لرو پښتنو ته تاذيه کړې او نه يې په راتلونکې کې داخيال شته !


pattang
17.04.2010

انډيواله !.
له ليک څخه دې دساري په توګه څو کرښې را اخلم چې هيڅ مانا نه ور کوي :

[quote:2eecca2ea7]بله پوښتنه دې چې که فرض کړو چې طالبان ګوډاګيان وي نو د ګوډاګيانو
قراردادونه خو اعتبار نه لري، بيا ولې د ډيورند د قرارداد د تجديد له ګواښ څخه
څوک وويريږي ، يعنې څنګه چې د ګوډاګي امير عبدالرحمان لاسليک باطل پلاتې
شو همدغسې به د ملاعمر لاسليک هم بي اعتباره پاتې شي ، ته پوښتنه کوې چې نو
خطر بيا د څشي دی ![/quote:2eecca2ea7]

دلته اوس په خپله فر ضيه کې بند پاته يې !!!!!!!!!!!!!!!!!!!
==> چې دګوډاګي لاسليک کوم اهميت نلري نو پاکستان داسې لاسليک څه کوي ?
ګوډاګيتوب خو ته پورې تړې ، امضاکول او امضا غوښتنه هم ته پورې تړې ،کومه
چې هيڅ ګټه نلري نود داسې کار څخه دا مېوه په لاس راوړل خو دې لېونويو کاردی٠

[quote:2eecca2ea7]بله پوښتنه دې چې که فرض کړو چې طالبان ګوډاګيان وي نو د ګوډاګيانو
قراردادونه خو اعتبار نه لري، بيا ولې د ډيورند د قرارداد د تجديد له ګواښ څخه
څوک وويريږي[/quote:2eecca2ea7]
امضا کول يې ملي خيانت دی .
که ستاخبره درسته وي نوپاکستان ته به دا درېمه جهلي قبالې څه ګټه ورسوي ??٠

[quote:2eecca2ea7]خبره د غوښتلو نه ده، بلکې د نه ورکولو او ددغه کرښې د بطلان خبره ده، يا د
ډيورنلاين د نه امِضا کولو خبره ده او څنګه چې نورو واکمنانو نه دی امضا کړی هغسې يې کرزی هم نه امضا کوي يايې نشي امضا کولی، که څه هم انګليس پخپله د
امريکا او نړيوالو قوتونو سره په افغانستان کې په پوځي توګه حاِضر دي ، خو د ډيورن کرښه پرې څوک نشي امِضا کولی، دغه حالت پاکستان د طالبانو پواسطه
ختمول غواړي او هغه دوستي چې پاکستان يې له افغانستان سره د طالبانو پواسطه
برقرارول غواړي او ته هم ورته ډمبکی وهې،[/quote:2eecca2ea7]

باطل بلل يو شی ازادي بل شی ? که ټوله نړۍ يې باطله وبولې او دباطلې کرښې
خلک خپل حق ونغواړي کومه نتيجه نه ورکوي .
ته او خدای دې چې ته او ستا ملګرو کوم وخت دپاکستان دصفارت په مخکې
ددي محکومې خاورې دازادي لپاره کومه مظاهره کړې ده ??
اوکه هسې دکرزي او فهيم په ګټه د طالبانو بد نامول دې شروع کړي ?٠
زه يې چې ګورم ،که څه هم له موضع څخه وزم ، يوازې دلا لا ګانو شعرونه او
صفتونه اورم چې خوشې د ځان مشهورول دي او بل څه نه ٠



18.04.2010

ياره پتنګه ته خو رښتيا چې نور له پوهاوي څخه وتی يې، ځکه ما هم ستا دپوښتنې
موخه اول تشريح کړه ، بيا مې ستا پوښتنه مطرح او بيا درته ځواب وليکه ،
په همدې معنی چې که زه يو څوک ګوډاګی بولم او د ګوډاګي امضا هم باطله بولم نو ستا پوښتنه دا ده چې بيا ولې زه ددغسې يو ګوډاګي امِضا خطرناکه وبولم ؟
ددې له پاره مې درته د ١٩ پيړۍ د رسمي غلام امير عبدالرحمان او د ٢١ پيړۍ د يو غير رسمي خو عملي ګوډاګي ترمنځ توپير په ګوته کړ او ددې توپير په اساس د
يوې باطلې شوې کرښې بيا راژوندي کول مې درته تر پخوا هم خطرناک وبلل ،
ځکه چې ظاهرا او په رسمي توګه خو به د ملا عمر حکومت خپلواک معرفي کيږي
او د امِضا له پاره خو بيا همدغه ظاهري او جعلي خپلواکي هم کفايت کوي !
دا تور په طالبانو نه، بلکې له هغه خطر څخه د طالبانو ويرول دي چې ددوی د حرکت سره دهمغه ستر خطر له پاره پاکستان بې قيدو شرطه او بې درېغه مرستې
ورسره کوي او طالب غورځنګ له الف څخه تر يا پورې کنترولوي !په آخر وختو کې خودې د ملا برادر برخليک هم وليد، ملا عمر د هغې په وړاندې څه کولی شي؟؟؟

[quote:88b26922d4]باطل بلل يو شی ازادي بل شی ? که ټوله نړۍ يې باطله وبولې او دباطلې کرښې خلک خپل حق ونغواړي کومه نتيجه نه ورکوي . [/quote:88b26922d4]
نه داسې نه ده ، د ا دواړه خبرې داسې مثال لري لکه د يو شي امکان او د هغه د
واقعيت يا تحقق :
ددې کرښې نوموړی بطلان د پښتونستان د آزادۍ امکان دی او آزادي بيا ددغه امکان اوښتل دي په واقعيت باندې چې البته هغه نو بيا د شرايطو پورې اړه لري،
نو که امکان يا بطلان له منځه وېوړل شي نو آزادي بيا په ډيرو ښو شرايطو کې هم
ناممکنه ده ، ځکه خو پاکستان ددغه امکان د له منځه وړلو او مونږ ددغه امکان د
ساتلو هڅه کوو! پر واقعيت او آزادۍ يې د اړولو شرايط لا نشته ، نو ځکه دې دا خبرې له وخته مخکې او بې ځايه ده چې :
[quote:88b26922d4]ايا تا او ستاسې ملګرو د پاکستان سفارت مخې ته ددغې محکومې خاورې د آزادۍ له پاره کومه مظاهره کړې؟[/quote:88b26922d4].
او چې شرايط يې راشي او آزادۍ امکان يې هم کوم ګوډاګي له منځه نه وي وړی، نو زه څه چې له ما سربېره به پرې ټول افغان ملت سرورکولو ته چمتو شي او مهمه
همدغه د ملت تصميم نيونه ده چې بايد هېڅ ګوډاګی، هېڅ ناپوهه ملا او بلا ددغه تصميم امکان له ملت څخه وانخلي ! !!!
په پای کې دې لا دغه بل خبر هم مبارک شه ، ددروغو ټاپې له لګولو څخه دې بيا هم څوک منع کولی نشي ، پرې لګوه يې خو وايې وره او منه يې مه :
http://www.tolafghan.com/posts/17682


..Ahmadzai
18.04.2010

وروڼو
السلام عليكم

[quote:e3b650261e]او چې شرايط يې راشي او آزادۍ امکان يې هم کوم ګوډاګي له منځه نه وي وړی، نو زه څه چې له ما سربېره به پرې ټول افغان ملت سرورکولو ته چمتو شي او مهمه [/quote:e3b650261e]

[color=darkred:e3b650261e]لاړ سه وروره سر د خداى په لار كې قربان كړه, اول دې خپل كلى او هيواد له دغو منحوسو صليبيانو او پارسيوانو أزاد كړه[/color:e3b650261e],أو بيا د لرو پښتنو د أزادۍ خبرې كوه.

خو دروغ خو د هيچا دپلار ندي , هسې باټې او لاپې څه معنا لري, ته درګرده كرزي او ملګرو لاسپوڅو ته يې چوپړ وهې, او خبرې د پښتونستان د أزادۍ كوې, د دنيا ټول كافران توپكو سره ستا په خاوره كې ښكته پورته كيږي, نه دې نفس نه ناموس او نه مال ,نه عزت أو نه إنساني كرامت خوندي دى, او نه دې خاوره أزاده ده,نو أول خپل سر وګټه بيا غوږ پسې ګرځه, مونږ دومره زورور نه يو چې پښتونستان أزاد كړو, مونږ له خپل سرڅخه دغه بلا ښكيلاګر نه سو لرې كولى, أو څوك يې چې هڅه كوي, هغه ستا په منطق كې ګوډاګی او لاسپوڅی سي, أو بيا راته د پښتونسان د أزادۍ خبرې كوې, سترګې خو لرې او دغه ورځني ظلمونه ړندې بمبارۍ او وژنې هم وينې او كه ړوند يې, نه پوهيږم چې ستا په منطق كې أزادۍ څه ته وايي, خو ګومان مې دا وسي چې وروره والله كه هيڅ منطق لرې, زما په أند چې نن دې د خپل كلي أزادي لپاره له سر څخه تير نه سوې, د لر كلي د خپلواكۍ لپاره والله كه سرهم راجيګ كړې, هسې لاپې شاپې دي چې
كوې ېې.



19.04.2010

وروره سلامونه او نېکې هيلې !
ورور ګله دا خو ستا د شعور نيمګړتيا ده، که نه په يوه خاوره يو وطن او يو پښتون کې د سر او غوږ وېش چا راوستی او طالبانو کاش چې پښتونخواته اقلا خپل غوږ
خو ويلی او د غوږ تښتونکي سپي سره يې ملاتړ او همدردي نه لرلی ، بلکې لر طالب يې کښته د وطن د آزادۍ غږ پورته کړی وای ، نو بر به د طالب په د هدف په
سپېڅلتيا چا شک هم نشو کولی، ئلکې برعکس د همغه غوږ تښتونکي پنجابي سپي په مرسته او ملاتړ يوځل دوی قدرت ته رسيدلي هم وو! پنجابيان خو کولی
شي لر طالب لر د خپلو هدفونو له پاره وجنګوي ، لکه څنګه يې چې جهادي تنظيمونه آخر د وطن د ورانولو له پاره وجنګول، غسې بر طالب هم د خپلو منخوسو
هدفونو له پاره کارولی شي !
د آزادۍ پاڅونوال خو اول د ملت باور او اعتماد تر لاسه کوي بيا پاڅون کوي، په دې معنی چې دملت شک پر ځانه پريږدي او هغه تړاوونه او ړيکي نه ساتي چې د ملت د بې باورۍ لامل ګرځېدلای شي !
دوی خو به اقلا لر طالبان په پټه دې ته هڅولي وای چې د پښتونخوا د آزادۍ له پاره وجنګيږي ، نه داچې د ISI په ګټه د پښتنو دقامپالونکي سياسي مشرانو د مرګ پسې ګرځي !


..Ahmadzai
20.04.2010

http://www.youtube.com/watch?v=_z-uCJAbL-k

http://www.youtube.com/watch?v=r1ZJmZXpkP8

http://www.youtube.com/watch?v=nWpmwU5-uSk



22.04.2010

جلال احمد ځيه وروره !

له شک پرته طالبان ډير پاک او سپېڅلي احساسات لري او د خپلو ديني احساساتو پر تلسټ د القاعدې پيروي کوي او لرو بر طالب د هغې مشرانو ته په خپلو زړونو کې ځای ورکړی دی !
طالبان د القاعدې له پاره د نجات او پراختيا يواځينۍ غوره لار او القاعده د طالبانو له پاره د شهادت او مغفرت يواځينۍ غوره لار ګرځېدلې ده !
هو، د واقعي مسلمان له پاره بايد ژوندانه د هرې لارې يواځينی هدف مغفرت او د الله تعالی قرب، رضا او رضوان د اوسي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more