د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

جاپانی لومړی وزير او بل کلنټن

و.افغان
10.04.2010

وايي چې د جاپان لمړی وزير سپينې ماڼۍ ته د لمړي ځل لپاره سفر درلود، په خپل وخت کې
د امريکا جمهور رئيس بل کلنټن د هغه استقبال ته ولاړ وو، د جاپان لمړي وزير له سره
په انګلش نه پوهېده، نو د سفر په ترځ کې يې ژباړن ورته وويل چې: تاسو د کلنټون سره د
ملاقات په پيل کې په انګليس احوال پوښتنه وکړئ، او نورې خبرې مونږ ژباړونکو ته
پرېږدئ، تاسو چې کله بېل کلنټن سره مخامخ شئ نو د لاس ورکولو سره ورته وواياست چې how are you? نو هغه به تاته په ځواب کې ووايي چې: I am fine, and you? نو ته به ورته ځواب کې ووايي چې: me too ، يعنې چې زه هم (ښه يم)، کله چې د جاپان
لمړی وزير د کلنټن سره مخ شو؛ نو د يادې شوې جملې په ځای يې ورته وويل: who are you? (تاسو څوک ياست؟) نو کلنټن په حيرانتيا او په خندا سره په لطيفانه ډول
ځواب ورکړ: of course I am husband of hillary نو د جاپان لمړي وزير ورته
کړل چې: me too ، وايي چې د مجلس تر آخره يې نورې خبرې سره ونه کړې.

هيله ده چې خوښه شوي مو وي.
په درنښت


larghonay laraway
11.04.2010

السلام عليکم!
وهاج صيب ډېره ښکلې ټوکه ده. وايي:
زما د بنو جنګ يادېږي
تا دې قسم وي يو دوه نور وکړه ودونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more