د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خپل تحليلونه وليکئ

larghonay laraway
08.04.2010

السلام عليکم!
په اوسني وخت کې د کرزي د دريځ په اړه څه نظر لرئ؟
ایا کرزی چې نېغکی نېغکی کېږي دا د امريکايانو د کوم پلان جز خبرې دي او ديکته شوی دی ؟ د قدرت د لرې کيدو په اړه بګړۍ نيولی دی او که بله کومه خبره ده؟
زه چې څومره خبر يم نو کله چې اوباما افغانستان ته په خپل سر او خپله خوښه، بې ويزې او بې بلنې راغلو او په باګرام کې ښکته شو نو د کابل ارګ ته په دوو الوتکو کې شل نفر امريکايان راغلل او د ارګ نظامي ګارډ چې تر درې سوه زيات وسله وال دي، هم د کرزي ګارډان دي او هم د دفاع وزارت وسله وال دي. ټول يې خلع سلاح کړي وو او په کارټينرونو کې يې اچولي وو او بيا اوباما ارګ ته په طياره کې ورغلی ؤ!
د کابل ژورنالستان يې بللي وو چې مطبوعاتي کنفرنس دی خو تر څو ساعته انتظار وروسته يې ورته وويل چې د ټلويزيون والا کولی شي چې يو شارټ کټ واخلي او د راډيوګانو او اخبارونو والا دې په خپله مخه ځي. کوم کنفرانس منفرانس نيشته.
داسې هم ويل کېږي چې کرزي غوښتل چې خپل متبوع هيواد (امريکا) ته لاړ شي خو هغوی اجازه نه وه ورکړې چې په دې باندې د افغانستان خپلواک منتخب ولسمشر جلالتمآب حامدکرزی يو څه خوابدی شوی ؤ.
تر دې وروسته د حامد کرزي غوسه راپارېدلې وه او سمدستي يې د ايران سفير راغوښتی ؤ چې د ايران د ولسمشر احمدي نژاد د راتګ پلان طرح کړي.
احمدي نژاد راغلو او په افغانستان کې يې هم امريکې ته بد رد وويل او هم يې افغانستان او کرزي ته.
تر دې وروسته کرزي په قندهار کې هم خپلې ګډې وډې او هوسانه خبرې وکړې.
د پورتنيو خبرو په اړه زما دوه ډوله تحليل دی:
لومړی: روان حالات او د کرزي ګډې وډې خبرې په اصل کې د امريکې د پلان جز دي او د افغانستان د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي. ځکه چې کرزی د امريکې تابعيت لري، د امريکې له خوا راوستل شو، حکومت يې د امريکې په مالي مرسته چلېږي او حتی په دويم ځل ټاکنو کې د بهرنيانو په مرسته ومنل شو که څه هم يوپنځوس فيصده يې نه دي پوره کړي. او بله دا چې مونږ او تاسو کرزی پېژنو چې يو بې زړه او بې احساسه انسان دی نو دا تمه ترې نه لرو چې د خپل بادار په مقابل کې دې دومره سپين سترګي وکړي.
امريکا هم د کرزي د لرې کولو لپاره کومې دسيسې ته اړتيا نه لري. ځکه چې کرزی نه قوم لري، نه سياسي ګوند لري او نه بل کوم ملاتړی لري نو امريکا ته يې لرې کول يو وار نسوار هم نه دي. د ده ډله هم د ده سره کومه ګډه مفکوره نه لري بلکې يوه اپرچونسټه ډله ده او د غلو د وېش غوندې به تر قدرت وروسته سره وران وي.
دويم تحليل:
کيدای شي چې د کرزي او امريکا ترخې خبرې زرګري جنګ نه وي، بلکې کرزي چې وويل (غلچکي مخالفتونه به په مقاومت بدل شي او دی به له طالبانو سره ملګری شي) زما په نظر دا خبره د کرزي نه وه، بلکې دا د سيمې خبره وه چې ايران، پخوانی شوروي اتحاد، چين او اروپا خبره وه خو د کرزي له خولې يې راوويسته.
هيله ده چې بې له سپکو سپورو خپل تحليلونه وليکو!
په همدې هيله
ستاسو لرغونی لاروی


mehman
08.04.2010

دوستان گرانمایه سلام بر شما!

اگر ما بدگوئی، بد بینی و منفی بافی عنعنوی خود را برای لحظه ای کنار بگذاریم میتوان از سخن های اخیر رئیس جمهور کرزی و عکس العمل های مربوط به آن به این نتیجه هم بیائیم:

رئیس جمهور کرزی شاید به این نتیجه رسیده باشد که برای ختم دورۀ ریاست جمهوری اش چند سالی بیش نمانده و مطابق به قانون اساسی خود را برای یک دورۀ دیگر کاندید کرده نمیتواند که تشویش عدم حمایت حامیانش را داشته باشد. زیر پاه نمودن قانون اساسی و دورکردن قهرآمیز آقای کرزی از مقام ریاست جمهوری توسط حامیانشان بدلیل رسوائی آن به سطح بین المللی هم قابل تصور نیست. اگر کدام تصادمی برای دور کردن آقای کرزی پلان گردد هم برای حامیان کرزی مطلوب نخواهد بود، زیرا در صورت عدم موجودیت رئیس جمهور معاون اولش یعنی آقای قسیم فهیم رئیس جمهور خواهد شد. فکر نمی کنم که حامیان فعلی آقای کرزی به دنبال چنین تعویض باشند که درد سر دیگری برای شان گردد.

با توجه به یکی دو دلیل فوق و دلایل دیگر شاید آقای کرزی سخنان جنجال بر انگیز اخیر را از تۀ دل زده باشد، به امید اینکه اکثریت این ملتی که منافع علیای کشور را قربان خود خواهی های شخصی، گروهی، زبانی و قومی و بی توجهی ویاوه سرایی نموده اند ، پا ها را برای شخصیت کشی لچ کرده اند و گاهی علیه این و گاهی علیه آن دشنام و اهانت را نثار میکنند، بسیج نماید تا با گذشت از خود خواهی های شخصی روزی این احساس برای شان پیدا شود که با وجود همه دشواری های که کشور عزیز ما به آن روبرو است ما یک ملت هستیم و از خود منافع علیا داریم و باید سرنوشت خود را بدست خود بگیریم.

علاوه بران با وجود وابستگی کشور به کومک های خارجی شاید آقای کرزی معتقد باشد که سخنانش در جامعۀ بین المللی تاثیر گذار باشدو از دست زدن در کار های که مربوط به خود افغانهاست دست بردارند. وتشویش آن هم تصور نمیشود که کشور های کومک کننده دامن خود را برچینند. زیرا آنها در قدم اول برای حفظ منافع خود در منطقه اند.
به خاطر داریم زمانیکه آقای کرزی قوای نظامی و منابع امنیتی خارجی ها را به دلیل تلفات ملکی از عملیاتهای خود سر وته لاشی ،گرفتاری های شبانه بر حضر داشت هم سرو صدا ها بلند شد ولی ما دیدیم که خارجی ها در روش شان تغیرات قابل ملاحظه ای به عمل آوردند.
شاید ما بتوانیم بعد از سپری شدن شش ماه الی یکسال بالای نتیجۀ سخنان آقای کرزی باز بحث نمائیم!

با تقدیم حرمت


ډاکټر څپاند
09.04.2010

دکرزي زړورتوب زما په اند يوه بله دسيسه ده چه دافغان بيچاره ولس بياهم
ديوې مودې لپاره تير باسي٠دلايل ئې واضح دي ،زه دبحث ضرورت نه وينم٠

مګر هغه څه چه زما په خيالاتو کې ګرځي هغه دا چه دکرزي نوی سياسي
تکتيک او ليده کاته،کابل ته دحکمتيار دګوند داستازيو دراتګ سره همزمان
واقع شوی دی٠
پداسې حال کې چه دراتلونکې په اسطلاح سولې جرګې دموفقيت لپاره،اشغالګرو ډير اميدونه تړلي دي،دحکمتيار ګډون ،ددی جرګې په احتمالي
برياليتوب کې يو مهم ګام ګڼل کيدی شي٠
پدې کې شک نشته چه دکرزي سره دحکمتيار او احتمالا ځيني طالبانو، همکاري
دکرزي دسياسي دريز سره تړاولري٠څومره چه کرزی ځان مستقل ښکاره
کړی شي،هماغومره به ئي ،مخالفينو ته د احتمالي نږدې والي چانس زيات شي٠


larghonay laraway
10.04.2010

السلام عليکم!
ما پرون يوه بله خبره هم واوريده او هغه دا ده چې امريکا د کرزي له ناکامې ادارې نوره پوزې ته راغلې ده. خو دا چې کرزی يو ښه لاسپوڅی دی او د امريکا هر ډول غلامي ښه تمثيلولی شي نو ځکه بيا هم امريکايان په غوڅه توګه نه غواړي چې کرزی بې واکه کړي خو واکونه به يې راکم کړي او خليل زاد د همدې لپاره کابل ته راغلی دی.
اوس نړيواله ټوله غواړي چې د کرزي د ناکامې ادارې پړه په کرزي او د ده په ټيم ورواچوي او کرزی کوښښ کوي چې پړه په بهرنيانو ورواچوي. په همدې اړدوړ کې به يا د کرزي واکونه کم کړي او یا به يې له خېره په خوله پالښت ورکېږي.

ثبات صیب ستاسو تحليل هم پر ځای دی خو راتلونکې د سولې جرګه هيڅ پايله هم نه شي لرلی، بلکې يوازې يوه پروژه ده چې له بهرنيانو پرې پيسې واخلي. ځکه ټول خلک په کې د کرزي د ټيم په خوښه رابلل کېږي.
د حکمتيار او طالبانو په اړه به درته ووايم چې هغوی که د افرادو په شکل راشي نو هيڅ ګټه هم نه شي لرلی ځکه چې د هغوی (ميختبيلې) بل ځای دی.



10.04.2010

کرزي يو ځل بيا وښوده چې :
افغان په کرا نيول کيږي خو پيرودل کيږي نه !
د اوباما نيکونو په نړۍ کې غلامي کړې ده او د افغان نيکونو په نړۍ پادشاهي، نن د افغان بچی کرزی د همغه غلام بچه اوبا ما غلامۍ ته اړوتی ، نو دا چيرې کيدای
شي چې کرزی دی د اوبا هره ديکته ومني! کرزی د بوش سره کرايي و، خو اوبا ما کراهم نه ورکوي ، بلکې وړيا غلامي ترې غواړي، دا کار د هېڅ افغان له لاسه نه
دی پوره ، مګر داچې د کارمل او عبدالله عبدالله غوندې خبل بادار ته له افغانيت نه هم تير وي!
کرزی دا هم نشي منلی چې د امريکا له پاره د جنګ سالارانو او فساد ګرو د قدرت پړه پر ځان ومني ، دا جنايتکاران له دوستم نه نيولې تر فهيم او نورو مسعوديانو
پورې ټول پرې امريکا (خليلزاد) تحميل کړي دي او هغه مرستې چې بهرنيانو کړي د هغوی په سلو کې اتيا(٨٠) د امريکا، ملګرو ملتونو او ناتو په فشار د لويديځ
انجيوګانو ته ورکړل شوي ، نۀ افغان دولت ته !
لذا اداري فساد هم په دولت کې او هم له دولت بهر په انجيوګانو کې پخپله امريکايانو رامنځته کړی دی ، نو حق نه لري چې پړه يې په کرزي وغورځوي ،
او يايې تاوان له کرزي څخه وغواړي!
د بوش د جناياتو پړه په اوبا ما لويږي، نه پر کرزي، خو اوبا ما غواړي د امريکا ددغو جناياتو پړه پر کرزي واچوي، نو کرزی به طبعا وايي :
چې زه غږ نه کوم ، نو اوبا ته څوک يې چې ماته ګوته نيسې؟؟؟؟
کونه ستا ککړه ده او د بوين دعوه پرما کوې؟؟؟؟؟؟؟
ته دې اول کونه پاکه کړه، بيا راشه زما د بوی پوښتنه هم وکړه، خو که ته په ککړه کونه لمانځه ته دريږې او ماته وايې چې بې ابدسه دې لونځ نه کيږي ؟؟؟؟؟؟ نو بيا دا ګناه ستا نه ده د چا ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
کرزي مجبور شوی چې په اړونده څرګندونو سره د اوباما آروګانس او بيځايه بلندپروازي رد کړي، نه داچې هدف يې د امريکا څخه د شکرګزارۍ له ډګره وتل وي!
اوبا ماځوان او بې تجربې هم دی، په تيره ددريمې نړۍ له سياستوالو سره بلديت نه لري، د افغان روح او روحيه او سرشاري خو بالکل نه پيژني . ځان ورته وياړلی او د نورو دوياړ لايق هم بريښي . له دې امله اروپايي سياستوالو سره د بوش په پيمانه رواني چسپش هم نه لري، خو اروپايانو ته امر هم نشي کولای نو ځکه هلته کوم جنجال هم نه زيږوي !
همدا اوس له کرزي سره د خپلې تيروتنې د سمون په لټه کې دی او هغه يې د القاعدې پرضد جګړه کې خپل يو باوري ملګری بللی دی ! ښايي دغه تورسونټی د
خپل غرور له خرۀ څخه لږ نور هم راکښته شي!


ډاکټر څپاند
11.04.2010

تاسو دهغه کرزي نه ملاتړ شروع کړې چه په ځوانئ کې د ISI جيره خور
اوبيا په حيرانونکې توګه دبن په توطه کې د افغانستان دګوډاګئ ادارې مشر
وټاکل شو٠

هغه چا چه خپل نوم ،نښان،ملت او ټول شؤنات ئي پرديو پلورلي،هغه به
هرګز دا غيرت پيدا نکړي چه دخپل بادار په مقابل کې ستر ګې شخې کړي٠

زه تعجب کوم چه ستا پشان يو باريک بينه سياسي مبصر داسې اند ولري
چه ګواکې اوباما به د CIA له هدايپ پرته،ديوې سترې نړيوالې لانجې په هکله
مستقل او د امريکې له پخوا تعين شوې سياسي تګلارې خلاف ،عمل وکړي٠

که تاسو دکرزي په جعلي اوهدايت ورکړی شويو غوراډبو،تيروتي ياست
فکر نکوم چه دملاعمر په شمول به دهيڅ يوه سياسي وګړي په هکله دقضاوت
تياری ولرئ٠

[color=yellow:d9ce5ee840]داورځئ به يرې شي خوتاسو به د کرزي دملاتړ نه پښيمانه شې[/color:d9ce5ee840]٠


larghonay laraway
11.04.2010

السلام عليکم!

پتوال ليکلي:
[quote:f0dabcf644]د کارمل او عبدالله عبدالله غوندې خبل بادار ته له افغانيت نه هم تير وي! [/quote:f0dabcf644]
ګرانه پتواله خدای دې رښتيا هم پت وساته.
زه د کارمل او نورو دفاع نه کوم خو کارمل لږ تر لږه يوه ايډيولوژي او يو ګوند لاره چې خلکو ته يې سترګو کې خاورې ور اچولې چې روس مې دوست دی خو خپل ګوند هم لرم او په زور يې راغلی یم. که څه هم کارمل ټولو ته معلوم ؤ چې که ګوند او پليته عقيده لري خو بيا هم د ګوند په زور نه بلکې د روس په ټانک راغلی دی. نو کرزی خو نه ګوند لري، نه عقيده لري او نه هم قوم لري. نو که د سورمخي بوش زور نه ؤ نو په کوم زور افغانستان ته راغلو او که د تور اوباما زور نه ؤ نو د چا په زور په دويم وار په غير قانوني توګه چې يو پنځوس فیصده رايې يې هم نه دي پوره کړي او په ارګ کې ناست دی؟

پتوال ليکي:
[quote:f0dabcf644]کرزی دا هم نشي منلی چې د امريکا له پاره د جنګ سالارانو او فساد ګرو د قدرت پړه پر ځان ومني ، دا جنايتکاران له دوستم نه نيولې تر فهيم او نورو مسعوديانو پورې ټول پرې امريکا (خليلزاد) تحميل کړي دي[/quote:f0dabcf644]
پتوال صیب خلک سترګې پټوي خو ستا دې خدای انصاف روزي کړي چې د سترګو پر ځای دې وروځې پټې کړي پورتنۍ کرښې دې راښکلې دي.
چې کرزي په وازه خوله په کړيکو وويل چې زه شمالي ټلوالې ته له يو څادر سره راغلی يم. دا چې ټلواله دوباره په پښو ودريده نو د کرزي صیب په دبړه مارۍ سره ودريده. اوس جنګ سالاران نه بلکې فيوډالان هم شول. کرزی صیب ملامت ځکه نه ؤ چې مور يې د پنجشير دی او د خپلو ماماګانو لپاره يې پښتانه ټيرورستان وبلل او ماماګان يې خپل کړل.

پتوال ليکي:
[quote:f0dabcf644]او هغه مرستې چې بهرنيانو کړي د هغوی په سلو کې اتيا(٨٠) د امريکا، ملګرو ملتونو او ناتو په فشار د لويديځ
انجيوګانو ته ورکړل شوي ، نۀ افغان دولت ته !
لذا اداري فساد هم په دولت کې او هم له دولت بهر په انجيوګانو کې پخپله امريکايانو رامنځته کړی دی، نو حق نه لري چې پړه يې په کرزي وغورځوي ،
او يايې تاوان له کرزي څخه وغواړي![/quote:f0dabcf644]
هاهاهاها
ډېره له عقل نه وړاندې وروسته جمله دې ليکلې ده. ګرانه همدا خبره دې بالکل منو او پر ځای ده. ځکه مونږ هم وايو چې کرزی يو ګوډاګی دی او په اصل کې واک د نورو دی. نو تا په خپله ثابته کړه چې کرزی نه د خلکو په رايو راغلی، نه ولسمشر دی او نه د افغانستان چارواکی!
بلکې دلته واک د پورتنيو یادو شويو دی چې تاسو په خپله يو شاهانه اعتراف کړی دی.
که کرزی د دې هيواد ولسمشر وای نو دلته چې څومره فساد او فحشا ده ټوله ده ته منسوبېږي. خو څرنګه چې تاسو هم ويلي چې اتيا فیصده نور دي نو اوس دې هم کرزي ته ډېر واک ورکړی دی. کرزی شل فيصده څه چې نيم فیصد واک هم نه لري. حتی د خپل ورور واک نه لري چې له مافيايي کړنو يې راوګرځوي. ځکه چې په ګټو کې ورسره شريک دی.

[color=red:f0dabcf644]پښتو کې همداسې يو سړي ته ګوډاګی، تاليڅټی، غلام، او جاسوس وايي. (یعنې کارمل او شاشجاع يا د دې دواړو لنډيز = کرزی)[/color:f0dabcf644]رښتيا تاسو د دوستم او نورو جنايتکارانو نومونه ياد کړي دي.
پتوال صيب اوريدلي دې نه دي چې (خان يې په ياران يې)
کرزی د ټلوالې په لنډغرانو کرزی دی او لنډغران په کرزي لنډه غران دي. دوی يو له بله پرته خنثی دی.



11.04.2010

ثابت او لاروی صيب ښې چارې !

خبره خو په کرزي نه ، بلکې د اوبا ما پر ضد د کرزي په څرګندونو ده، کومې چې ديکته شوې مصنوعي څرګندونې نه دي چې ګنې د طالبانو دتيرايستلو له پاره خپل
بادار امريکا ته اشغالګر وايي .
کرزی چې څنګه دی په هغه مخکې ډير بحثونه شوي او زه هم د کرزي مدافع نه يم، او
بالکل ستا خبره [quote:f017786bec]همداسې يو سړي ته ګوډاګی، تاليڅټی، غلام ...وايي [/quote:f017786bec]
[color=red:f017786bec]خو کله چې د کرزي څرګندونې د اوبا ما پلان نه وي، چې نه دی، نو د کرزي دغه جرئت او مجبوريت له کومه راغی او سرچينه يې څشی ده ؟[/color:f017786bec]
که دا دده او دده د اتلافي شمالي ټلوالې جرئت وي او که مجبوريت، د اوبا ما له مطلقې ديکتې څخه سرغړونه ده، چې په هېڅ صورت د وطن او ملت د خير په هدف نه ده شوې، بلکې په دې موخه چې اوباما دده او شمالي ټلوالې د انډيوالانو پر جناياتو يې پرده وغوړوي . په دې توګه د کرزي او شمالي ټلوالې يارانه د امريکا سره د ګټو وټو يارانه ده، چې د يوې فاحشې يارۍ ته ورته ده، کومه چې د پيسو او ګټو وټو په تضمين چليږي او کله چې پرې پيسې او نورې ګټې ودروي نويارانه هم ختمه شي !
[color=red:f017786bec]نتيجه : ددوی ياري هم کرايي ده او غلامي يې هم کرايي ده ! [/color:f017786bec]
ځکه خو که د اداري فساد تور په ده او ټلوالې لګول کيږي، نو ددوی يارانه به له امريکا سره خرابيږي او د کرځي وروستۍ څرګندونې ددې ياراني د ماتولو يو تش ګواښ و او بس!
نو د کرزي غلامي د شمالي ټلوالې په گډون د امريکا غلامي ده او د شمالي ټلوالې غلامي داسې بي قيدو شرطه غلامي نه ده، هغوی هم غول خوړلای او هم مښوکه څنډلای شي !
[color=blue:f017786bec]دې ته وايې مشروطه غول خوراکي، يا مشروطه غلامي![/color:f017786bec]

د شمالي ټلوالې مشرانو او ايديالوګانو په کراتو مراتو څرګنده کړې چې زمونږ اتلاف له امريکايانو سره د لومړي دوښمن پر ضد ددويم دوښمن سره اتلاف دی!
دا به تر هغه وخته پورې دوام کوي چې تر څو پورې د امريکا دډالرو د بوجيوخوله
زمونږ په لورې خلاصه پاتې وي او دا بايد تر هغه وخته پورې خلاصه وي چې دامريکا جګړه زمونږ د لومړي دوښمن پر ضد دوام لري!
لهذا د اداري فساد پر ضد د اوبا ما مبارزه چې نه يواځې د ډالرو د بوجيو خوله په شمالي ټلوالې او کرزي تړل غواړي، بلکې د پخوانيو ډالرو پوښتنه هم ترې کوي
مخکې له مخکې له ماتې او ناکامۍ سره مخامخ ده ! او د ټاکنو په څير دغه روانه
شخړه هم ترې کرزي ګټلې ده . بل علاج د امريکا په روان سياست کې نشته، که اوبا ما يې علاج غواړي نو نر دې شي د بوش له پوځي لارې څخه دې ١٨٠ درجې مخالف حرکت وکړي ، په دې معنی چې :
بوش د شمالي ټلوالې سره يوځای طالبان راوپرځول او د شمالي ټلوالې دوست پاتې شو، نو اوبامادې د طالبانو سره يوځای شمالي ټلواله له واکه راوپرځوي او د طالبانو سره دې دوستي وساتي!
خو ددې کار له پاره نه القاعده طالبانو ته اجازه ورکوي او نه ISI , ځکه همدې دوه ډلو د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې هم طالبانو ته له امريکا سره د مستقلو اړيکو او مستقلانه معاملې اجازه نه ورکوله او هرې يوې ډلې د خپل خپل ملت (سعودي او پاکستان) د ملي ګټو له پاره له طالبانو څخه کار اخلي او اوس يې هم ترې اخلي! د دې تړاويو بل تاييد ددې لينک لومړۍ موضوع ده :
http://www.tolafghan.com/posts/17597


monir
11.04.2010

دوستانو سلامونه او شې چارې!
[quote:02d68870b5="larghonay laraway"]
زه د کارمل او نورو دفاع نه کوم خو کارمل لږ تر لږه يوه ايډيولوژي او يو ګوند لاره چې خلکو ته يې سترګو کې خاورې ور اچولې چې روس مې دوست دی خو خپل ګوند هم لرم او په زور يې راغلی یم. که څه هم کارمل ټولو ته معلوم ؤ چې که ګوند او پليته عقيده لري خو بيا هم د ګوند په زور نه بلکې د روس په ټانک راغلی دی. نو کرزی خو نه ګوند لري، نه عقيده لري او نه هم قوم لري. نو که د سورمخي بوش زور نه ؤ نو په کوم زور افغانستان ته راغلو او که د تور اوباما زور نه ؤ نو د چا په زور په دويم وار په غير قانوني توګه چې يو پنځوس فیصده رايې يې هم نه دي پوره کړي او په ارګ کې ناست دی؟ [/quote:02d68870b5]
لرغونیه وروره داسې ښکاري چې د تعصب جامې داسې چاپېر کړﺉ یې چې ځینې واقعیتونه اصلا منلی نشې او داسې خوشې مو چټي ویلو شروع کړې ده چې د کرزي مور څوک ده او دا کارونه د خپلو ماماګانو لپاره کوي!
او بیا د ۲۰۰۱ کال حالت ته په پام سره دا خو ټولو ته جوته ده چې کرزی څنګه واک ته ورسید. که د کرزي پر ځای هرڅوک جمهور رئیس کیده کوم توپیر یې نه درلود، ځکه هغه به هم ستا په خبره د همدغه سور مخي بوش په مرسته جمهور رئیس کیده. نو دا نارې سورې بې ځایه دي.
[quote:02d68870b5] که د تور اوباما زور نه ؤ نو د چا په زور په دويم وار په غير قانوني توګه چې يو پنځوس فیصده رايې يې هم نه دي پوره کړي او په ارګ کې ناست دی؟ [/quote:02d68870b5]
نه ګرانه !
دا خو نو اوس پټه خبره نده چې اوباما او اداره یې اصلا نه غوښتل چې کرزی په واک کې پاتې شي. له همدې کبله یې د کرزي پر ضد دسیسې اوپر هغه فشارونه لا تر اوسه هم دوام لري.
کله چې کرزي ولیدل هسې چې باید د امریکا ملاتړ له ځانه سره نلري هڅه یې پیل کړه چې په افغانستان کې د مطرحو ډلو ملا تړ د خپل کړي. همدا و چې د دوستم له لارې د ازبکانو، د محقق او خلیلی له لارې د هزارګانو، د فهیم، چکری او نورو له لارې د تاجکانو، د مجددي، ګیلانی، سیاف له لارې د هغو د پلویانو او د نورو مخورو له لارې د زیاتو نور قامونو ملا تړ یې تر لاسه کړ. داسې هم نه و چې پښتانه له کرزي سره نه وو. کله چې د اوباما ادارې ولید چې کرزی د ټولټاکنو ګټونکی دی پر دسیسو یې لا زور واچاوه چې کرزی بې اعتباره کړي. او دا دفشار تر هغه حد ته ورسید چې ولسمشر کرزی دا تېرې څرګندونې یې وکړې. اوس نو د اوباما اداره بله لار نلری پرته لدې چې ولسمشر کرزي سره ګذاره وکړي.
نو ګرانه دغو پورتنيو یادو شويو کسانو ته که جنګ سالار وایې که جنایت کار خو د دوی په ملیونونو پلویان د افغانستان عادی خلک دي چې کرزي ته یې رایه ورکړې ده او په دې توګه کرزی د افغانستان منتخب جمهور رئیس دی.

په درنښت


pattang
11.04.2010

[quote:d96813e2eb]نو ګرانه دغو پورتنيو یادو شويو کسانو ته که جنګ سالار وایې که جنایت کار خو د دوی په ملیونونو پلویان د افغانستان عادی خلک دي چې کرزي ته یې رایه ورکړې ده او په دې توګه کرزی د افغانستان منتخب جمهور رئیس دی. [/quote:d96813e2eb]

ړوند ، کوڼ ، مورنی فکري معيوبه او که د جنايتکارانو ملګرتيا او داولس
غلطول ?


pattang
11.04.2010

[quote:b4416d6bfd]نو اوبامادې د طالبانو سره يوځای شمالي ټلواله له [color=brown:b4416d6bfd]واکه راوپرځوي[/color:b4416d6bfd] او د طالبانو سره دې دوستي وساتي!
خو ددې کار له پاره نه القاعده طالبانو ته اجازه ورکوي او نه ISI , ځکه همدې دوه ډلو د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې هم طالبانو ته له امريکا سره د مستقلو اړيکو او مستقلانه معاملې اجازه نه ورکوله او هرې يوې ډلې د خپل خپل ملت (سعودي او پاکستان) د ملي ګټو له پاره له طالبانو څخه کار اخيسته ![/quote:b4416d6bfd]

ياره پتوال صيب خدای پاک دې پتي وساته !
په دا پورتنويو کرښو خودې لکه امريکايې موبي ډيک (Moby Dick)
د طالبانو ټو لې ښېګڼې او انډيوالان يې له خپلې سينې لاندې اوټوټه ټوټه کړل!
دغه لوده اجنټ کرزي ته تر اوسه پورې ولې نه يې کشف کړی ?



11.04.2010

پتنګ خان ليکي :
[quote:0ac5362130]دغه لوده اجنټ کرزي ته تر اوسه پورې ولې نه يې کشف کړی ?[/quote:0ac5362130]
انډيواله هغه دې ما کشف کړي، چې زه يې نه کشفوم و د هغه کشفول به ورته څه ګټه وکړي؟؟؟؟
نو هغه د هغۀ خبره چې : زه يې خپله نه اغۀ کوم که اغۀ کولی مې واخته به مې اغۀ کړی وای!
[color=red:0ac5362130]نو له دې نه هم پوه شه چې زه د طالبانو هغه دوست يم چې ژړوم يې اوملي تعقل او مسوليت منلو ته يې اړباسم، خو تاسو او نور يې خندوئ اود ټول پښتون قام سره يې غرقوئ ! [/color:0ac5362130]
ايا تاسو يوه شيبه هم د ټووووول افغان ملت به ګټه ، چې د بښتنو ګټې هم په کې خوندي وي، کله فکر کړی؟؟؟؟؟؟؟؟


هیښ
11.04.2010

سلامونه
ازادي چې دعقل نه زیږیږي په قدرت ولاړه ده او هغه څوک چې قدرت ونه لری دازاد او مستقل شخصیت نه بې برخې وي او ټول کړه وړه او حرکات ئې دبل په اشاره او دستور مخته وړل کیږی،دخپلواک تفکر او اندیشې فاقد وي او په خپله دتصمیم نیولو او پریکړې کولو توان نه لري بلکه دبل ترامرلاندې دیوې آلې او وسیلې په توګه دمزد او اجرې په مقابل کې او یا دکاذبو مقامونو ،مناصبو او القابو دلاسته راوړلو دپاره داوامرو داجرا کولو ماموریت لري،چې داډول اشخاص او ګروپونو ته مزدور،غلام ،اجیر،خرڅشوئ اواجنت ویل کیږي.
دکرزي دغلام توب او مزدورتوب په هکله زه فکرکوم ټول متیقین دي او کوم شک او شبهه نشته ،نو دیوه غلام څرګندونې او اداګانې دبادار دامر او دستور نه پرته
ممکن نه دي ،له دې کبله زما په نظر دښاغلي لرغوني دتحلیل لمړئ برخه چې:

[quote:e387b45f9c]لومړی: روان حالات او د کرزي ګډې وډې خبرې په اصل کې د امريکې د پلان جز دي او د افغانستان د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي. ځکه چې کرزی د امريکې تابعيت لري، د امريکې له خوا راوستل شو، حکومت يې د امريکې په مالي مرسته چلېږي او حتی په دويم ځل ټاکنو کې د بهرنيانو په مرسته ومنل شو که څه هم يوپنځوس فيصده يې نه دي پوره کړي. او بله دا چې مونږ او تاسو کرزی پېژنو چې يو بې زړه او بې احساسه انسان دی نو دا تمه ترې نه لرو چې د خپل بادار په مقابل کې دې دومره سپين سترګي وکړي.
امريکا هم د کرزي د لرې کولو لپاره کومې دسيسې ته اړتيا نه لري. ځکه چې کرزی نه قوم لري، نه سياسي ګوند لري او نه بل کوم ملاتړی لري نو امريکا ته يې لرې کول يو وار نسوار هم نه دي. د ده ډله هم د ده سره کومه ګډه مفکوره نه لري بلکې يوه اپرچونسټه ډله ده او د غلو د وېش غوندې به تر قدرت وروسته سره وران وي. [/quote:e387b45f9c]
سمه او په عقل برابره ده .
دغربي نوي استعمارګرانو او دهغوئ په راس کې امریکائي جانیانو دا حقیقت یوڅه درک کړئ دئ چې افغانان خپله ازادي او خپلواکي دهیڅ مادی او معنوي پاداش په مقابل کې نه بدلوي او دخپل ژوند په بیه دخپلې ازادۍ او خپلواکۍ نه دفاع کوي او دمزدور او غلام شخص او ډلو نه سخت نفرت لري ،چې داواقعیت د۲۰۰۱م کال دتجاوز او دافغانستان داشغال نه راوروسته دافغان وولس دمقاومت او مبارزې جریاناتو او حوادثو په ثبوت ورساوه او دافغانانو مقاومت دغربیانو دوحشت په مقابل کې ورځ په ورځ منظم ،مستحکم او پیاوړئ شو او اشغالګران ئې دشرمیدلې ناکامۍ سره مخامخ کړل ،نوددې دپاره چې دخپلو جنایتونو او شیطانی دسیسوچټلي یوڅه پټه کړی او ددې لارې نه دافغانانو دازادۍ غوښتنې احساس یوڅه تسکین کړي نو یوبل مذبوحانه تلاش ئې شروع کړاو سلا ئې په دې وکړه چې خپل مزدور ته توصیه وکړي چې ځان او وطنفروشه خائینه ډله ئې دیوه مستقل شخصیت او خپلواکې ادارې په توګه په غربیانو دنیوکو او انتقاد په نیولو سره مطرح کړي اوهغه نفرت او کینه چې افغان وولس ئې ددې ملي خائینانو او دهغوئ دحامیانو سره لري په دا ډول مانورونو له منځه یوسی او یا حداقل را کمه کړي .مګر افغانانو اوس دا وړتیا پیدا کړې ده چې سیاسي کونیان او فاحشان که تر هرنامه او لباس لاندې وي وپیژني او په نمایشي پیرتوب سره خپل باطنی مفعولتوب نور دوولس دسترګو نه نه شي پټولائ.

هغه شخص ،ډله او یاګوند چې دملي ارزښتونو او ګټوپه ضد سره ځانونه پردیو ته په کرایه ورکوی او یا ځانونه خرڅوي ټول ملي خائینان دي او ددوئ په منځ کې دکرایه شوي او خرڅ شوی کلاسیفکیشن اوتوپیر راوستل دملي ازادۍ او ملي خپلواکۍدفلسفې او تفکر سره سمون نه لري.
یو ازادي غوښتونکئ ،خپلواک او وطندوسته افغان باید دا شجاعت او شهامت ولری چې هغه چاته چې دوولس ،وطن او ملی مقدساتو سره په غبن او خیانت لګیاوی دمزدور او خائین خطاب وکړی ولو که دا شخص او ډله ئې ورسره ژبني ،قومي ،اډیولوژیکی او یا نور اړیکی ولري ،نه داچې دالفاظو او کلماتوپه
مک اپ سره د خیرنو مخونو دښویولو او ځلولودپاره بې ځایه او ناکامه هڅې وکړي ،ځکه اوس خلک د ښه او بد دبیلولو او تشخیصولو وړتیا لري او دخائین او صادق تر منځ توپیر کولائ شي.

مننه



11.04.2010

هېښ صيب سلامونه او هرکله راشئ !
[quote:26785900fd]ټول ملي خائینان دي او ددوئ په منځ کې دکرایه شوي او خرڅ شوی کلاسیفکیشن اوتوپیر راوستل دملي ازادۍ او ملي خپلواکۍدفلسفې او تفکر سره سمون نه لري. [/quote:26785900fd]
که خبره صرف د تبليغ وای نو بيا د ملي آزادۍ له پاره همدغه اندتوګه سمه ده، خو که خبره د يوه علت پلټل وې ، نو بيا به دغه چلند ګروب او پر حقيقت خاورې اړول وي . فکر کوم مونږ ته د علت موندل مطرح و، که نورو ته نه و، لږ تر لږه ماته خو مطرح و، نه تبليغ !

[quote:26785900fd]یو ازادي غوښتونکئ ،خپلواک او وطندوسته افغان باید دا شجاعت او شهامت ولری چې هغه چاته چې دوولس ،وطن او ملی مقدساتو سره په غبن او خیانت لګیاوی دمزدور او خائین خطاب وکړی ولو که دا شخص او ډله ئې ورسره ژبني ،قومي ،اډیولوژیکی او یا نور اړیکی ولري ،نه داچې دالفاظو او کلماتوپه
مک اپ سره د خیرنو مخونو دښویولو او ځلولودپاره بې ځایه او ناکامه هڅې وکړي [/quote:26785900fd]،نو کاشکې چې د ISI د لاس لرنه هم ليکونکي د هيواد د راتلونکې له پاره يو سخت ګواښ او ملي خيانت وبولي، نه داچې ستاسې خبره
[quote:26785900fd]دالفاظو او کلماتوپه مک اپ سره د خیرنو مخونو دښویولو او ځلولودپاره بې ځایه او ناکامه هڅې وکړي [/quote:26785900fd]
ځکه ستاسې په وينا
[color=blue:26785900fd]((اوس خلک د ښه او بد دبیلولو او تشخیصولو وړتیا لري ))[/color:26785900fd]
نو له لومړي مخ څخه په دغه راخيستل شوي خبر کې

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5529

[quote:26785900fd] هم دخائین او صادق تر منځ توپیر کولائ شي. [/quote:26785900fd]
او پر حقايقو به يې خاورې نه اړوي! ځکه امريکا خو په خپل شتراتيژيک ملګري چټلستان په دروغو تور نه لګوي، او که نه ؟؟؟؟؟؟؟
نتيجه :
[color=red:26785900fd]نه کرا او نه خرڅون منل کېدای شي
............................................................ نه غلام په غلامۍ کې آزادي شته[/color:26785900fd]

لرغونی ،ثابت او پتنګ خان صاحبينو !
تاسې ښه پوهيږئ چې زه د کرزي ملاتړ نه کوم، بلکې پوښتنه کوم چې د خپلو طرحو په اړه اوس په دې خبري لينک کې اخر څه واياست ؟؟؟ :

http://pa.azadiradio.org/content/article/2008350.html


larghonay laraway
12.04.2010

مونير جانه او عتيق جانه هيله ده چې اصلي موضوع ته راشئ او منطقي بحث وکړې. که منطقي بحث نه شې کولی نو پتنګ صیب او نور له کاره ونه باسې دا به د لوستونکو او ليکونکو په ګټه وي!


كريم كامران
12.04.2010

السلام عليكم

[quote:5936b9999a]زه چې څومره خبر يم نو کله چې اوباما افغانستان ته په خپل سر او خپله خوښه، بې ويزې او بې بلنې راغلو او په باګرام کې ښکته شو نو د کابل ارګ ته په دوو الوتکو کې شل نفر امريکايان راغلل او د ارګ نظامي ګارډ چې تر درې سوه زيات وسله وال دي، هم د کرزي ګارډان دي او هم د دفاع وزارت وسله وال دي. ټول يې خلع سلاح کړي وو او په کارټينرونو کې يې اچولي وو او بيا اوباما ارګ ته په طياره کې ورغلی ؤ!
د کابل ژورنالستان يې بللي وو چې مطبوعاتي کنفرنس دی خو تر څو ساعته انتظار وروسته يې ورته وويل چې د ټلويزيون والا کولی شي چې يو شارټ کټ واخلي او د راډيوګانو او اخبارونو والا دې په خپله مخه ځي. کوم کنفرانس منفرانس نيشته.
داسې هم ويل کېږي چې کرزي غوښتل چې خپل متبوع هيواد (امريکا) ته لاړ شي خو هغوی اجازه نه وه ورکړې چې په دې باندې د افغانستان خپلواک منتخب ولسمشر جلالتمآب حامدکرزی يو څه خوابدی شوی ؤ. [/quote:5936b9999a]
تر دې ځایه موافق یم، بالکل امکان لري چې همداسې شوې وي، او که شوې هم نه وي کومه محاله او ناشونې خبره نه ده، که کټ مټ همداسې نه وي شوي له دې بدتر مثالونه شته چې د (Karzai & Co) غلام، او ګوډاګی حیثیت په اثبات رسوي.

اما دا چې:
[quote:5936b9999a]تر دې وروسته د حامد کرزي غوسه راپارېدلې وه او سمدستي يې د ايران سفير راغوښتی ؤ چې د ايران د ولسمشر احمدي نژاد د راتګ پلان طرح کړي.
احمدي نژاد راغلو او په افغانستان کې يې هم امريکې ته بد رد وويل او هم يې افغانستان او کرزي ته.
تر دې وروسته کرزي په قندهار کې هم خپلې ګډې وډې او هوسانه خبرې وکړې. [/quote:5936b9999a]
نو دا به درسره څوک ونه مني، ځکه چې د کرزي اینډ کمپني په غلام وجدان کې دومره شیمه نه وینم چې د مستقلو او خپلواکو ولسمشرانو علی الاقل پېښې وکړي، په پورتنۍ جملو کې داسې څرک ترسترګو کیږي چې ګوندې کرزی دیو مستقل او خپلواک زعیم په توګه په غوسه شوی او د احمدي نژاد رابلنه هم دهمدې غوسې نتیجه ده!!
نه نه هیڅکله داسې نه ده!!

په دې کې خو شک نشته چې په دې اشغال شوي افغانستان کې دامریکا له اجازې پرته کرزی سوڼ قدرې هم نه شي کولای او ټول حرکات او سکنات یې دامریکا په اشاره څرخي، نو لومړی خو لازمه داده چې دکرزي دې څرګندونو ته دکرزي خپلې څرګندونې ونه وایو،
نو بیا څه باعث شو چې امریکا دکرزي په خوله داسې څرګندونې وکړي؟:

زما په نظر لاندې عمده عامل لري:

په دې کې خو شک نشته چې په افغانستان کې نړیوال اشغال دامریکې په مشرۍ دفاحش شکست او شرمونکې ماتې په درشل ولاړ دی، او افغان کمزوري خو میړني ولس (چې طالبان یې تمثیل او استازیتوب کوي) دوخت طاغوت ته یو داسې قوي ګوزار ورکړی چې هغوی یې اټکل هم نه کاوو، او په نړۍ کې یې دامریکا هراړخیز نفوذ او حیثیت له خاورو سره خاورې کړی، نو ددې لپاره چې امریکا څه ناڅه خپل بایللی حیثیت بیرته اعاده کړي له ګڼو طریقو او حربو څخه کار اخلي، چې یوه له هغوی څخه ددوی په اصطلاح ددولت له مخالفینو سره مذاکرات دي، او ددې لپاره چې هغوی دمذاکراتو میز نه کینوي له ډول ډول تیرویستونکیو طریقو څخه استفاده کوي، که دا له یوې خوا دامریکې په فطانت دلالت کوي په عین حال کې دهغوی بایللی مورال او شکست ترې په ډاګه څرګندیږي چې لکه داوبو وړي غوندې هر خلي ته لاس اچوي او لار پار ترې نوره خطا شوې. خو الحمدلله ولس (طالبانو) په هرځل په غوڅه داخبره کړې چې ترڅوداشغالګرو یو عسکر دافغانستان په خاوره موجود وي مذاکرات ناشوني دي، او دمذاکراتو میز ته کیناستل اشغال ته دمشروعیت ورکولو په معنی دي.
چې خبره راڅخه بل خوا لاړه نه شي، کرزی غواړی چې ګوندې که په دې توګه دطالبانو زړونه لاس ته راوړي او له مذاکراتو سره دتاریخي پریکون څخه تنازل وکړي او داشغال په شتون کې له کرزي سره خبرو ته کیني، چې په عین حال کې دامریکا یا کرزي دا هلې ځلې یو بل هدف هم لري: هغوی خو په دې کې هیڅ شک شبهه نه ويني چې افغانستان دهغوی لپاره دپاتې کیدو نه دی، هرومرو به ترې په تېښته پښې سپکوي، او په دې ویاړلي هیواد کې به یو ځل بیا دویاړلي ولس (طالبانو) لاسو ته دواک واګي ورځي او کړیدلی افغانستان به له مودو مودو انتظاره وروسته یوځل بیا د قرآن او سنت مطابق دآرامۍ سا واخلي او هیواد او هیوادوال به دسوچه اسلامي شریعت په رڼا کې په نړۍ کې له خپلو سیالانو سره دپرمختګ او ترقۍ په کاروان ورګډ کړي، او داسیا زړه به داسلامي امت دزړه حیثیت غوره کړي، او له همدې ځایه به دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دمسلمان په رګو کې دیو معبود، یو دین، یو کتاب، یو پیغمبر، یوې عقیدې، یو دښمن، یو هدف، یو زعیم، اویو امیر جذبه په راپاریدو وي.

نو اشغالګر چې راغلي دهمدې دمخنیوي لپاره دي، نه غواړي چې ددوی له شکست وروسته طالبان (دیوې ایډیولوژۍ په توګه) دیو بدیل په توګه تبارز وکړي، نو ددې لپاره اړینه بولي چې دطالبانو شعبیت (ولسي توب) او دولس په مینځ کې له هغوی سره همکاري او خواخوږي او ملاتړ ته صدمه ورسیږي، چې یوه لار یې همدا ده چې که طالبان مجردې دمذاکراتو میز ته کیناستل په داسې حال کې دمذاکراتو مقابل جانب یې دهیواد په ګوټ ګوټ کې ددوی وینې تویوي، وژنې، بندیانوي،عزت، ناموس، او دین ته یې بې عزتي او سپکاوي واړوي او دوی په مذاکراتو مصروف وي، نو طبیعي خبره ده چې په ولس کې هیڅکله به دطالبانو پخوانی ملاتړ پاتې نه شي کوم چې اساسي سبب یې په اسلامي اصولو او مبادیو دطالبانو منګولې خښول دي اګر که دا کار ورته دسر، او حکومت په بیه تمام شي.
نو کرزی او ملګري دې وپوهیږي ددوی دا هلې ځلې پرته له دې چې نړۍ ته داشغالګرو واخطايي نوره هم په ډاګه کړي بله هیڅ ګټه نه لري، او کرزی دې دا خوب روانو اوبو ته ووايي چې ګوندې په دې طریقه به دطالبانو زړونه دمذاکراتو او خبرواترو په لور رامات کړي.


shokoor
12.04.2010

دوستانو سلام علیکم
دا چې د جمهور رئیس ستغو خبرو ریښتینې انګیزه څه وه خدای ته معلوم. خو هر څه چې و زما په نظر د ښاغلي کرزي خبرې ډېر ښه پر هدف ولګیدې. په هغه وخت کې چې نړیوال فشارونه، په ځانګړیتوګه د متحده ایالاتو د چارواکو پر له پسې لفظي ګوزارونه خپل اوج ته رسیدلي وو جمهور رئیس کرزي د خپل دفاع لپاره د دیپلوماتیکو نارمونو ( البته دا نور هم دیپلوتیک نارمونه نه رعایت کوي) ضد علني قد علم وکړ اود دوو پټکو پر زور امریکایان یې په ګونډو کړل. ښاغلي کرزي نړیوالو ته یې وښودله هر څه چې دوی د هغه په اړه فکر کوي و دې کړي خو دوی دې دا هم باید وپوهېږي چې پرته د هغه له همکارۍ امریکایان او نور به هېڅ ډول ګټورې لاس ته راوړنه ونه لري. لکه څنګه چې وینو د ښاغلي کرزي څرګندونې خپلې اغېزې درلودلې.
د امریکایی چارواکو د تېرو دوو ورځو څرګندونۍ هم د دغه واقعیت په رڼا کې شوې دي، چې دا کار د افغانستان د حاکمیت د ټینګښت او احترام په لار کې یو ډېر مهم ګام دﺉ. خو پدې شرط چې خپله افغانان عادتا د نورو ملحوظاتو له کبله د خپلې پښې پخپله غوڅې نکړي !
[quote:8c43095e73]په عین حال کې دامریکا یا کرزي دا هلې ځلې یو بل هدف هم لري: هغوی خو په دې کې هیڅ شک شبهه نه ويني چې افغانستان دهغوی لپاره دپاتې کیدو نه دی، هرومرو به ترې په تېښته پښې سپکوي، او په دې ویاړلي هیواد کې به یو ځل بیا دویاړلي ولس (طالبانو) لاسو ته دواک واګي ورځي او کړیدلی افغانستان به له مودو مودو انتظاره وروسته یوځل بیا د قرآن او سنت مطابق دآرامۍ سا واخلي او هیواد او هیوادوال به دسوچه اسلامي شریعت په رڼا کې په نړۍ کې له خپلو [color=blue:8c43095e73]سیالانو[/color:8c43095e73] سره دپرمختګ او ترقۍ په کاروان ورګډ کړي، او داسیا زړه به داسلامي امت دزړه حیثیت غوره کړي، او له همدې ځایه به دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دمسلمان په رګو کې دیو معبود، یو دین، یو کتاب، یو پیغمبر، یوې عقیدې، یو دښمن، یو هدف، یو زعیم، اویو امیر جذبه په راپاریدو وي. [/quote:8c43095e73]
کامران صیب ستاسو خوشبیني هغوفالبینانو ته ورته ده چې د څو هګۍ په بدل کې د ځینو خلکو د زړنو خبرې کوي!
دا طالبان او رهبری یې خو کوم نوي خلک ندي. د کومو سیالانو خبرې کوﺉ؟ پرته د سعودی عربستان چې وروسته بیا پښېمانه شو او عربی اماراتو کوم بل اسلامی او غیر اسلامی هېواد خو د طالبانو له امارت سره سیالي نه درلوده. البته د پاکستان حساب بیل دﺉ چې پرې تبصره نکوم. زه تاسې نه ناهیلې کوم خو فکر نه کوم چې د افغان اولس اکثریت طالبان وغواړي!

والسلام


كريم كامران
13.04.2010

[quote:b6a6078372]کامران صیب ستاسو خوشبیني هغوفالبینانو ته ورته ده چې د څو هګۍ په بدل کې د ځینو خلکو د زړنو خبرې کوي!
دا طالبان او رهبری یې خو کوم نوي خلک ندي. د کومو سیالانو خبرې کوﺉ؟ پرته د سعودی عربستان چې وروسته بیا پښېمانه شو او عربی اماراتو کوم بل اسلامی او غیر اسلامی هېواد خو د طالبانو له امارت سره سیالي نه درلوده. البته د پاکستان حساب بیل دﺉ چې پرې تبصره نکوم. زه تاسې نه ناهیلې کوم خو فکر نه کوم چې د افغان اولس اکثریت طالبان وغواړي! [/quote:b6a6078372]
وعليكم السلام
شكور صاحب شايد په جمله کې لفظي ابهام راغلی وي، د سیالانو په رابطه باید ووایم، دوه اړخه دي: مادي، معنوي: که له معنوي لحاظه وګورو، زه په دې عصر کې په ګرده نړۍ کې په معنوي لحاظ هیڅ داسې اسلامي حکومت، تحریک، ګوند، تنظیم................ نه وینم چې له طالبانو سره سیالي وکړای شي، اما په مادي لحاظ، نو دا منم درسره چې له اسلامي امارت سره چا سیالي نه درلوده، خو دسیالانو له کلمې څخه ما غوښتل ووایم چې طالبان به په مادي لحاظ دا کړیدلی او ځوریدلی ولس او دا نړیدلی او ځپل شوی هیواد ډیر ژر دنړۍ دسیالانو په کتار کې ودروي.
پاتې شوه دمعنوي سیالۍ خبره، نو لکه مخکې مې چې وویل په اوسني عصر کې دنړۍ پرمخ هیڅ سیاسي تشکیل په معنوي لحاظ دطالبانو سیال نه شي جوړیدای، طالبان ول چې د ایمان او عقیدې حقیقي معنی ته، چې خلکو له پیړیو پیړیو څخه راپدیخوا یوازې دکتابونو په متونو او نصوصو کې پیژانده، عملي بڼه یې ورکړه، او عملا یې نړۍ ته تدریس کړه، طالبان ول چې په معاصره زمانه او په راتلونکي تاریخ کې یې دهر اسلامي حرکت، تحریک، تنظیم او سیاسي ډلې لپاره چې غواړي داسلام حقیقي معنی خلکو ته ورسوي، د یو بریالي ښوونکي او استاذ مقام وګاټه، دطالبانو برکت وو چې داسلامي امت له زړونو څخه دنورو امتونو په وړاندې له پیړیو پیړیو راپاتې نفسي شکست له منځه ولاړ او نن ورځ یوځل بیا په نړۍ کې دهرمسلمان په زړه کې داسلام په ویاړلي دین باندې ویاړ او افتخار تازه په راټوکیدو دی، شاید په اوس وخت کې ډیر خلک ومومو چې په دې تاریخي واقعیت باندې تجاهل کوي او سترګې پرې پټوي، خو داسلامي امت په راتلونکي تاریخ کې به د(طالبانو) نوم په زرینو کرښو لیکل شوای وي، چې اساسي سبب یې دا وو چې په معنوي لحاظ په دې عصر کې دطالبانو سیال موجود نه وو.

[quote:b6a6078372]تاسې نه ناهیلې کوم خو فکر نه کوم چې د افغان اولس اکثریت طالبان وغواړي! [/quote:b6a6078372]
ما مخکې هم اشاره وکړه چې ډیر خلک به وي چې په واقعیتونو به سترګې پټوي، او لامل یې زه دابولم چې اشغالګرو دافغانستان دځمکني اشغال ترڅنګ درنګارنګ نورو اشغالونو لپاره هم کار کړی، دخلکو سترګې، ژبې، او قلمونه یې هم اشغال کړي، نو ځکه خو په اوس وخت کې دځینو خلکو لپاره په دې دلمر په څیر روښانه حقیقت باندې پوهیدل ستونزمن شي.


larghonay laraway
14.04.2010

السلام عليکم!
زما په نظر دا خبره دبحث د ټولو ګډونوالو سره شريکه ده چې کرزی انساني احساس، جذبه او عاطفه نه لري، بلکې يو (روبوټ) دی چې ريموټ يې له امريکا سره دی.
خوکامران صیب تاسو تاسو ډېر (واوا ) تحليل ليکلی دی.
په رښتيا هم طالبان يا د دوی حکومت په نړۍ کې سيال نه لري. چې لاملونه يې لاندې دي:
[color=red:cdd116193e]د نړۍ اسلامي تحريکونه په يوه اسلامي اراده او جذبه رامنځته شوي او له ډېرو اوږدو مبارزو وروسته يې شهرت او کله کله هم قدرت تر لاسه کړی دی. [/color:cdd116193e]
[color=green:cdd116193e]د طالبانو تحريک د ISI له خوا د انګليس په فرمايش جوړ شو او په ناڅاپي ډول د سترګو په رپ کې قدرت ته ورسيد، د امريکايي لنډه غرانو او تاليڅټي کرزي راتګ ته يې زمينه برا بره کړه او همداسې د سترګو په رپ کې لاړل چې دا تر لمر روښانه ده. اوس چې جنګېږي هم روښانه ده چې د امريکايانو لپاره په افغانستان کې اوبه خړوي او هغوی په کې د سيمې د نيولو لپاره ماهيان نيسي [/color:cdd116193e]

[color=red:cdd116193e]د نړۍ په اسلامي تحريکونو ټول د يوې عقيدې او يو فکر په بنسټ سره خلک راټولېږي او يوه ډله يا حزب جوړوي. [/color:cdd116193e]
[color=green:cdd116193e]د طالبانو په تحريک کې تر ملايانو ډېر پخواني خلقيان په زور کې وو. په خپله د مسلمانانو تر منځ هم د يوې عقيدې خلک نه وو، په ځينو سيمو کې يې ښه موحد خلک وو او په ځينو کې له بدعاتو او خرافاتو ډک وو. يعنې په ننګرهار کې دپکتياوال مولوي صدراعظم په نامه يو طالب ؤ چې د جمعې په شپه به يې پچې يا وړې وړې تيږې راټولې کړې وې او د (خواجه ختم) په نامه يو بدعت به يې کاوه. همداسې ډېر مثالونه دي چې دا څرګندوي چې طالبان د يوفکر او عقيدې پر بنسټ نه بلکې د نورو له خوا سره يو شوي او جوړ شوي وو. [/color:cdd116193e]
[color=red:cdd116193e]د نړۍ داسلامي تحريکونو بنسټ د يو قوي ديني عالم له خوا جوړ شوی وي او قيادت يې هم د يو عالم له خوا کېږي. [/color:cdd116193e]

[color=green:cdd116193e]د طالبانو رهبري يو داسې چاته ورکړل شوې چې هر وخت يې په (کټه پيش) لرې کولی شي. د طالبان رهبر په اړه څوک دا هم نه شي ويلی چې (بغدادي قاعده يې هم ويلې او کنه) [/color:cdd116193e]
[color=red:cdd116193e]د نړۍ اسلامي تحريکونه کوښښ کوي چې د قرآن کريم په دې سپېڅلي آيت ( واعدو لهم ما استطعتم من قوة ) باندې عمل وکړي. [/color:cdd116193e]
[color=green:cdd116193e]خو طالبان دومره بې شعوره دي چې حتی دا هم نه شي درک کولی چې که په يو ماشوم ښوونځی او مدرسه بنده شي نو تر هغه (خر) هم ښه دی او په نننۍ نړۍ کې يو بې علم او بې سواد انسان حتی له خره هم (بل هم اضل) دی. طالبان ښوونځي سوزوي او له معلم نه غوږونه پرې کوي؟! دوی به د خپلې واکمنۍ په وخت کې هم وسلې راټولې کړې او په مرموزه توګه به يې منفجرې کړې. [/color:cdd116193e]
[color=red:cdd116193e]د نړۍ اسلامي تحريکونه په خلکو کې د خپل نفوذ لپاره داسې خوله ور رهبران لري چې په خپلو خبرو خپل اولس ته داسې قناعت ورکوي چې تر مرګه ورسره ولاړ وي. [/color:cdd116193e]

[color=green:cdd116193e]د طالبانو مبهم مشر د دې پر ځای چې خلکو ته قناعت ورکړي، خپله خبره ورته ورسوي، خلک د ځان ملګري کړي، نونو نونو د ښځو غوندې له سړيو نه هم مخ پټوي. هۍ هۍ هۍ[/color:cdd116193e]

[color=red:cdd116193e]د نړۍ اسلامي تحريکونه د عضويت لپاره يوه اندازه ديني زده کړه شرط بولي [/color:cdd116193e]

[color=green:cdd116193e]خو طالبان د پوه پر ځای ناپوه ته ډېره اړتيا لري. ځکه چې بې علمه او بې شعوره سړی ښه تېروځي، خپل ښځه يې په لنګوال مري خو دی کلينيک سوزوي، بچی يې جاهل لويېږي خو دی ښوونځی نه پرېږدي او مدرسه نه جوړوي. [/color:cdd116193e]

او داسې په زرګونو نورې نادودې چې په رښتيا هم طالبان د نړۍ د هيڅ اسلامي ګوند سره سيال نه دي. ولې له بده مرغه چې داسې بې سياله او کم سياله خلک په افغانانو په ځانګړې توګه په بې چاره پښتنو ورتپل شوې دي.

که غلامان درته په شمار کړم
عمر، کرزی او سل به نور دروښيمه
د اسلامي نړۍ سره سيال کيدو او له کفري نړۍ د لوړېدو په هيله
لرغونی لاروی


shokoor
14.04.2010

دوستانو سلام علیکم
[quote:b892e48314="كريم كامران"]
وعليكم السلام
شكور صاحب شايد په جمله کې لفظي ابهام راغلی وي، د سیالانو په رابطه باید ووایم، دوه اړخه دي: مادي، معنوي: که له معنوي لحاظه وګورو، زه په دې عصر کې په ګرده نړۍ کې په معنوي لحاظ هیڅ داسې اسلامي حکومت، تحریک، ګوند، تنظیم................ نه وینم چې له طالبانو سره سیالي وکړای شي، اما په مادي لحاظ، نو دا منم درسره چې له اسلامي امارت سره چا سیالي نه درلوده، خو دسیالانو له کلمې څخه [color=blue:b892e48314]ما غوښتل ووایم چې طالبان به په مادي لحاظ دا کړیدلی او ځوریدلی ولس او دا نړیدلی او ځپل شوی هیواد ډیر ژر دنړۍ دسیالانو په کتار کې ودروي[/color:b892e48314].[/quote:b892e48314]
کامران صیب ستاسو غوښتنه ډېره انسانی غوښتنه ده ! خو تاسو دا نده تشریح کړې چې دا دملایانو او بې سوادو لښکرې به په څه ډول په مادي لحاظ دا کړیدلی او ځوریدلی ولس او دا نړیدلی او ځپل شوی هیواد ډیر ژر دنړۍ دسیالانو په کتار کې ودروي؟؟؟
که طالبان خدای مکړه بیا واک ته ورسېږي د طالبانو د امارت تجربې او د طالبانو په وړاندې د نړیوالو اوسني دریځ ته په پام سره د افغان ولس به یوځل بیا یواځې پاتې شي. نو پداسې حال کې به د خلکو د مادي ژوند آسانتیاوې لکه دسړکونو اولارو ، پلونو، بندونو، ښونځیو، پوهنتونونو روغتونونو جوړول او په سلهاو نور کارونه، چې مسلکی خلکو او پیسو ته ( چې طالبان یې نلری) ضرورت لری، څنګه پلی کوﺉ؟؟؟ دا خو په کوف چوف نه کېږي.

د معنوی ژوند په هکله ګران ورور larghonay laraway صیب دې خدای روغ لری په تفصیل سره ډېرې ښې څرګندونې کړې دي چې زه هم ور سره موافق یم .

والسلام



21.04.2010

د موضوع په داخلي برخه کې يو اړخ کرزی او بل طالب دی .

لرغوني صيب په طالبانو مفصله رڼا غورځولې ده.

د کرزي د غبرګونو موضوع په افغاني او نړيوالو رسنيو کې بشپړ ا و آن تر اندازې هم زيات انعکاس وموند چې ترې دا دوه ټکي ښکاره په ثبوت ورسيدل :

١- د کرزي غبرګون کومه مصنوعي او له اوباما سره په پټه جوړه شوې موضوع نه وه!
٢- دې موضوع د طالبانو د تيرايستلو موخه هم نه درلوده !

بلکې له تيز وروسته پلتۍ وهل و، چې کرزي ته يې همدومره ګټه وکړه چې بوی يې د آيسلينډ ولکان پشان د ټولې نړۍ فضا ونيوله او اوباما يې د خپلې
بلندپروازۍ حدودو ته متوجه کړ ، يوه مرورتيا چې ختمول يې د يو مغرور بادار او رټلي مزدور ترمنځ د لا زيات توافق او مجددې پخلاينې له پاره اړين و او بس!

او دا مروتيا کرزي په پوره ديپلواتيک مهارت او ناز و انداز سره وښودله او لکه څنګه چې وينئ امريکايي بادار يې اوباما هم په بشپړ انعطاف سره
د بيا پخلا کولو غم وخوړ ، او د زوړ ملا زړې تراويح بيرته پيل شوې ! دا موضوع نور تردې په زياته ارزونه نه ارزي !


pattang
21.04.2010

يوه سړي غوښتل چې ځان مشهور کړي خو وړ يې نه وو٠
يوبل سړي ورته ووېلې چې زه به يې چل در ته وښيم !
څه چل ?
داچل :
ورشه په پيتاوي او چوتره کې خړی وکړه نو په ټول قام کې به مشهور شې ٠
له دې عمله ورسته دغه پوز پرېکړی ريښتيا هم مشهور شه خو ټول پېغور
يې او لادو ته پاته شه ٠


كريم كامران
29.04.2010

[quote:3b9f43b354]د طالبانو تحريک د ISI له خوا د انګليس په فرمايش جوړ شو او په ناڅاپي ډول د سترګو په رپ کې قدرت ته ورسيد، د امريکايي لنډه غرانو او تاليڅټي کرزي راتګ ته يې زمينه برا بره کړه او همداسې د سترګو په رپ کې لاړل چې دا تر لمر روښانه ده. اوس چې جنګېږي هم روښانه ده چې د امريکايانو لپاره په افغانستان کې اوبه خړوي او هغوی په کې د سيمې د نيولو لپاره ماهيان نيسي [/quote:3b9f43b354]
څه (واوا) تحلیل دی!!!!!!!!
آیا کوم منطقي، قاطع، مقنع، او علمي دلیل او ثبوت لرې چې دطالبانو تحریک د پردیو په فرمایش جوړ شوی؟؟؟؟؟
په ډير درناوي درڅخه هیله لرم چې د خپلو شخصي ګټو د خوندي ساتلو لپاره په حقایقو سترګې مه پټوه،
متاسفانه چې اکثره خلک دناڅیزې مادي ګټې د ساتلو یا لاسته راوړلو لپاره لکه دغره هومره لویو او سترو حقایقو باندې په ډیره بۍ انصافۍ سره خاورې اړوي.

کله چې د طالبانو د اسلامي تحریک څرک په جنوبي ولایاتو کې په په معلومیدو شو او د الله جل جلاله په مرسته يې دا ولایات یو له بل پسې په ډیر لږ وخت کې د اسلامي شریعت په رڼا روښانه کړل، ماته د استاذ سیاف هغه خبره داسې راپه یاد ده لکه همدا اوس چې دا لیکنه لیکم، چې (طالبان ددې ولس حقیقي بچیان دي، هرڅوک چې دطالبانو تحریک پردیو ته منسوبوي دپردیو په اشاره غږیږي)، دا هغه مهال وو چې طالبانو داسلام ددین د اعلاء جنډه پورته کړې وه خو دسیاف شخصي ګټې په امان کې وې، خو کله چې د اعلاء کلمة الله په وړاندې دسیاف شخصي ګټې په خطر کې واقع شوې، هماغه وو چې کله یې دظاهرشاه بچیان بلل، کله د انګریز، او کله دپنجابي او کله دبل کله دبل........
دا کومه دتعجب خبره نه ده چې سیاف او امثال یې ولې په دومره سترو حقایقو سترګې پټوي او د اشغالګرو او امریکایانو د آراوو ترجماني کوي؟؟
دا په بندګانو کې د الله جل جلاله سنت دی چې کله لکه دلمر په څیر روښانه حقیقت ددوی د مادي مقاصدو په وړاندې خنډ واقع شي، هماغه وي چې په ظاهرا پرې سترګې پټوي خو په زړه کې له هرچا ښه پوهیږي چې په غلطه دی او مقابل لوری یې په حقه دی.
کله چې موسی علیه السلام، فرعون او دهغه قوم ته خپلې معجزې وښوولې چې د نوموړي علیه السلام په پیغمبرۍ باندې یې دلالت کاوو، او هیڅ د شک او شبهې مجال پاتې نه وو، خو څرنګه چې په موسی علیه السلام باندې په ایمان راوړلو سره د فرعون او دهغه دقوم اوسنۍ جاه او دبدبه او منصب نه پاتې کیده، هماغه وو چې په ډیره سپین سترګۍ یې دموسی علیه السلام معجزې په سحر او جادو ونومولې په داسې حال کې چې په زړه کې ښه پوهیدل چې موسی علیه السلام په حقه پیغمبر دی او مونږ په غلطه لار روان یاستو، لکه چې الله جل جلاله فرمايي: (وجحدوا بها واستيقنتها أنفسهم ظلما وعلوا) دوی د موسی علیه السلام له معجزو څخه په کلکه انکار وکړ، په داسې حال کې چې په زړونو کې یې پوره یقین او باور ورباندې درلود، د ظلم او تکبر له وجې یې دا انکار وکړ.

مونږ هم په دې یقین لرو چې هغه کسان چې په ډیره سپین سترګۍ، طالبان د پردیو لاسپوڅي ګڼي په زړونو کې ښه پوهیږي چې طالبان یو سوچه اسلامي تحریک دی، نه د چا په فرمایش جوړ شوی، او نه د چا غلامۍ ته د اسلامي او ملي مقدساتو په بدل کې غاړه ږدي، خو څه دي چې دطالبانو په څیر یو اسلامي نظام کې ددوی شخصي او مادي منفعتونه په خطر کې لویږي، نو هماغه دي چې په اوسني عصر کې دا یوازینی اسلامي تحریک، په راز راز نومونو بدناموي او د اشغالګرو او امریکایانو غوښتنو او اهدافو ته تحقق ورکوي.
دوی خو په ډیره بې شرمۍ او سپین سترګۍ طالبان د امریکایانو لاسپوڅي ګڼي، په دې دلیل چې طالبانو د امریکایانو راتګ ته زمینه مساعده کړې، خو زه له دې جنابانو دوه پوښتنې لرم:
۱- صحیح ده چې امریکایانو طالبان بهانه کړل او افغانستان یې اشغال کړ، خو آیا دا دامریکایانو او طالبانو ترمینځ دیو توافق په نتیجه کې وو چې امریکایان دا هیواد اشغال کړي، او که نه، امریکایانو یې له نامه استفاده وکړه او طالبان بهانه کړل، او اسلامي نظام یې ونړاوو؟؟؟
ښه عمیق سوچ پرې پکار دی، ددواړو حالاتو ترمینځ ځمکه او اسمان فرق دی.
عجیب تحلیل دی!! یو څوک دې دالله جل جلاله ددین دسرلوړۍ او داسلامي نظام د قیام هلې ځلې نه کوي، ځکه چې دښمنانو ته دغبرګون ښوولو زمینه او چانس برابریږي!!!!!!!!!!!!!

۲- او که په انصاف سره څوک ځواب راکړي چې آیا په اوس وخت کې چې هیواد مو اشغال دی، او طالبان یوازیني هغه څوک دی چې ددې هیواد له دین او ناموس څخه ددفاع په لار کې سرونه نذرانه کوي، آیا دطالبانو پرضد دروغین او بې بنسټه تبلیغات د اشغال د بقاء لپاره زمینه نه مساعدوي؟؟؟ آیا ددوی دا عمل د اشغالګرو صف نه قوي کوي، او دمقاومت صف نه کمزوری کوي؟؟؟؟
نو زه یو ځل بیا په ډیر احترام له دغو جنابانو هیله لرم چې که چیرته دوی دا تبلیغات له امریکایانو سره دیو توافق په نتیجه کې ترسره کوي نو له الله جل جلاله دې وډار شي او د خپل مسلمان ورور پرضد دې دکفارو ترڅنګ نه ودریږي، او که چیرته دا کار پرته له کوم توافق ترسره کیږي نو په دې باندې باید وپوهیږي چې دا هلې ځلې او تبلیغات یې داشغال عمر زیاتوي او څومره چې داشغال په موجودیت کې دمسلمانانو ویني توییږي او تعذیبیږي، دی ورسره شریک دی ځکه چې دده په تبلیغاتو او پروپاګند باندې څه ناڅه اشغالګرو ته معنوي قوت وربښل شوی.

[quote:3b9f43b354]د طالبانو په تحريک کې تر ملايانو ډېر پخواني خلقيان په زور کې وو. په خپله د مسلمانانو تر منځ هم د يوې عقيدې خلک نه وو، په ځينو سيمو کې يې ښه موحد خلک وو او په ځينو کې له بدعاتو او خرافاتو ډک وو. يعنې په ننګرهار کې دپکتياوال مولوي صدراعظم په نامه يو طالب ؤ چې د جمعې په شپه به يې پچې يا وړې وړې تيږې راټولې کړې وې او د (خواجه ختم) په نامه يو بدعت به يې کاوه. همداسې ډېر مثالونه دي چې دا څرګندوي چې طالبان د يوفکر او عقيدې پر بنسټ نه بلکې د نورو له خوا سره يو شوي او جوړ شوي وو.[/quote:3b9f43b354]
زه یو ځل بیا خپله پخوانۍ خبره تکراروم، آیا طالبانو قصدا او عمدا خلقیانو ته په خپلو صفونو کې ځای ورکړی وو او که په حکومتي څوکیو کې داهل کار د قلت لامل وو چې پخوانیو خلقیانو او کمونستانو له دې تشې څخه په استفادې ځینې څوکۍ اشغال کړې وي؟؟؟؟
منم چې په طالبانو کې پخواني خلقیان او کمونستان ورننوتي وو، خو دا هم باید ومنو چې په تدریج سره یې له خپلو صفونو څخه تصفیه هم روانه وه.
طالبانو دبدعاتو او خرافاتو مخه نیوله، ترویج یې نه ورکاوو،که په ننګرهار کې ستا په قول بدعات رواج ول، خو دا به انصاف نه وي چې دا استثنايي واقعه په ټول افغانستان تطبیق کړو، په مزار شریف کې دسخي صاحب په زیارت کې دطالبانو تروخته خلکو له زیارته طوافونه کول، کله چې طالبانو مزار ونیو دزیارت په یو طرف کې دیوال جګ کړ ترڅو خلک بشپړ طواف ونه کړای شي، خو کله چې امریکایانو افغانستان اشغال کړ دکرزي په حکومت کې بیرته دیوال ونه نړید او اوس هم خلک تر طوافونه کوي.
که ته دملا صدر اعظم دبدعاتو مثال راکوې، ولې دطالبانو دامر بالمعروف اونهي عن المنکر دادارې ذکر نه کوې چې دافغانستان په تاریخ یې یوه مستقله اداره وه چې دخرافاتو او بدعاتو مخنیوی یې کاوو.
خامخابه ته اوس د ددې ادارې ځينې نیمګړتیاوې راکتار کړې خو زه درته مسبقا وایم چې دامر بالمعروف دادارې جوړول یو نوی او کابیاب ابتکار وو، خو د مسلکي کسانو قلت هرچیرته یو لړ ستونزې راولاړوي، او یو باتجربه او ځيرک انسان ددې خبرې په معنی پوهیږي.

[quote:3b9f43b354]د طالبانو رهبري يو داسې چاته ورکړل شوې چې هر وخت يې په (کټه پيش) لرې کولی شي. د طالبان رهبر په اړه څوک دا هم نه شي ويلی چې (بغدادي قاعده يې هم ويلې او کنه)[/quote:3b9f43b354]
که ته لږ مهرباني وکړې او ماته دیني علم تعریف کړې ډیره مهرباني به دې وي.
حقیقي علم هغه دی چې عمل ورسره ملګری وي، له بې عمله عالم څخه څاروی سل وارې بهتر وي، یو حرف زده کړه او علم پرې وکړه په دنیا کې له تا اوچت عالم نشته، خو که هرڅومره اوچت شیخ القرآن والحدیث، او هرڅومره علمي رتبې، دکتوراوې او ماسټریانې، او دیپلومونه ولرې، خو چې عمل پرې نه کوې، څاروی ترتا بهتر دی.
انډیواله علم د متونو حفظولو ته نه وایي، علم دې ته نه وايې چې قرآن کریم، او صحاح ستة،او دفقهې او نورو علومو ټول کتابونه دې په یادو یاد وي.

شیخ القرآن والحدیث مولانا سیاف، او شیخ القرآن والحدیث مولانا برهان الدین رباني، چې نوم او القاب یې په یوه کرښه کې نه راټینګیږي، خو اعمال یې ۱۸۰ درجې له قرآن او حدیث سره په مخالف لوري روان دي، آیا ته یې دیو اسلامي تحریک قایدین ګڼلای شې؟؟؟؟
نن ورځ مونږ ډیر مستشرقین ګورو چې په اسلامي علومو کې دمسلمانانو له اوچتو علماوو سره ډغرې وهي، خو آیا ستا په منطق دا مستشرقین ددې اهلیت لري چې دیو اسلامي تحریک بنسټ کیږدي او قیادت یې وکړي؟؟؟؟!!!!!!!!!!
خو الحمد لله په افغانستان او ټول اسلامي امت باندې الله جل جلاله دومره ستر احسان کړی که چیرته ټول عمر ورته په سجده پریوځي شکریه یې نه شي ادا کولای، علمه من علمه وجهله من جهله. او د ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله ترقیادت لاندې یې ورباندې د یو سوچه اسلامي تحریک پیرزو کړې.
د یو اسلامي تحریک د قاید لپاره علمي رتبې، القاب، سندونه، شهادتنامې، ډیپلومونه......... هومره اړین نه دي څومره چې په الله جل جلاله باندې ایمان او عقیده اړینه ده، ملا محمد عمر مجاهد دطالبانو دتحریک له شروع څخه نن ورځې پورې وخت په وخت په مختلفو مواقفو کې نړۍ ته اسلامي عقیده او قوي ایمان ورتلقین کړ، په داسې حال کې چې دنړۍ مسلمانانو نږدې وو داسې فکر وکړي چې ایمان او عقیده یوازې دکتابونو، او نصوصو له مخې لوستل کیږي، خو ملا محمد عمر مجاهد د (آمنت بالله وملائکته و.......) معنی نړۍ ته په داسې شکل تدریس کړه چې مسلمانان له صدر اسلام څخه یوه نیمه پیړۍ وروسته یوځل بیا وپوهیدل چې دا خبرې دنیا ته دتطبیق لپاره رانازلې شوي، نه دلوستلو او مطالعې لپاره.
الله جل جلاله دې یې سیوری د اسلامي امت له سر څخه نه کموي. آمین

[quote:3b9f43b354]خو طالبان دومره بې شعوره دي چې حتی دا هم نه شي درک کولی چې که په يو ماشوم ښوونځی او مدرسه بنده شي نو تر هغه (خر) هم ښه دی او په نننۍ نړۍ کې يو بې علم او بې سواد انسان حتی له خره هم (بل هم اضل) دی. طالبان ښوونځي سوزوي او له معلم نه غوږونه پرې کوي؟! دوی به د خپلې واکمنۍ په وخت کې هم وسلې راټولې کړې او په مرموزه توګه به يې منفجرې کړې. [/quote:3b9f43b354]
خوپه ډالرو مست دومره بې شعوره دي چې داهم نه شي درک کولای چې آیا دماشومانو مدرسې او ښوونځي طالبان سوځوي، او که دطالبانو دبدنامولو لپاره دهغوی داخلي او بهرني دښمنان یې سوځوي؟؟؟
او بیا په ډالرو لیوني دومره بې شعوره دي دامریکایانو هره خبره ورته له لوح محفوظ څخه رانازله ښکاري، که هغوی ووايي چې طالبان مکتبونه سوځي دوی هم وايي چې سوځي یې، او که هغوی چیرته ووایي چې طالبان یې نه سوځوي نو دوی هم ورسره غبرګوي....
دومره بې شعوره دي چې حتی ددې تبلیغاتو په اړه د طالبانو غبرګون هم نه اوري، چې ترڅو ددواړو خواوو دآراوو دمقایسې په صورت کې یوې نتیجې ته ورسیږي.

[quote:3b9f43b354]د طالبانو مبهم مشر د دې پر ځای چې خلکو ته قناعت ورکړي، خپله خبره ورته ورسوي، خلک د ځان ملګري کړي، نونو نونو د ښځو غوندې له سړيو نه هم مخ پټوي. هۍ هۍ هۍ [/quote:3b9f43b354]
هۍ هۍ هۍ!!!!! الله دې انصاف درکړي.
زه له تا پوښتنه کوم چې که چیرته ته دکرزي دحکومت ننګه کوې، نو آیا تا په خپلو سترګو کرزی لیدلای؟؟؟
آیا کرزی به په دې څلور کونجه افغانستان کې څومره خلکو مخامخ لیدلای وي؟؟
همداسې دنړۍ دهر مشر، زعیم، ولس مشر ، په ولس کې به څومره خلک وي چې مخامخ یې ورسره لیده کاته شوي وي؟؟؟

که ملامحمد عمر مجاهد له خلکو څخه داسې پټ وای لکه ته چې وايې، نو آیا دولس د قاطع اکثریت ملاتړ به ورسره په دې کچه وو څومره چې اوس دی؟؟؟
اما دا چې ولې دطالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهددتلویزون په پردې او په اخبارونو او جرایدو کې یې انځور نه ښکاریده، نو دا بیل دلایل لري، او جلا موضوع ده. خو مونږ ته لازمه نه ده چې دا کار له ولس سره په پریکون تعبیر کړو.

[quote:3b9f43b354]خو طالبان د پوه پر ځای ناپوه ته ډېره اړتيا لري. ځکه چې بې علمه او بې شعوره سړی ښه تېروځي، خپل ښځه يې په لنګوال مري خو دی کلينيک سوزوي، بچی يې جاهل لويېږي خو دی ښوونځی نه پرېږدي او مدرسه نه جوړوي.[/quote:3b9f43b354]
ډیره بې بنسټه خبره، چې مصدر یې له بطن څخه بل څه نه شي کیدلای، دکلینیک سوزول لکه دمدرسې سوزول، مخکې ځواب شوې. افسوس چې زمونږ خپل افغانان دامریکایانو لوډسپیکرونه جوړ شوي، څه چې ورته ویل کیږي په پټو سترګو یې پرې خوله وازوي. افسوس صد افسوس!

خو الحمد لله ثم الحمد لله، طالبان ددومره پروپاګندو او تبلیغاتو باوجود هم نن ورځ دستر فرعون دماتولو لپاره په هسکه غاړه ولاړ دی، او ښايي یوازینی علت یې دا الله جل جلاله مرسته او ساتنه وي، ځکه چې دا دالله جل جلاله وعده او ژمنه ده چې چا دالله ددین حفاظت وکړ الله جل جلاله به دده حفاظت وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ رضي الله عنه ته وايي: (احفظ الله یحفظک) دالله جل جلاله دین، دهغه احکامات، دهغه کتاب، دهغه اوامر وساته او حفاظت یې وکړه، الله جل جلاله به ستا حفاظت وکړي.

په ګران ټاټوبي افغانستان کې د اسلامي نظام دبیا قیام په هیله



29.04.2010

درنو دوستانو ته سلام او درناوی !
ډيره ستونزمنه ده چې د افرادو د شخصي نظر څرګندونو په تلسټ د بهيرونو او سياسي ډلو استازيتوب وشي !
دا يوه ستره نيمګړتيا ده چې دلته هيڅوک نشته چې د هغه خبره او نظر د طالبانو خبره او د هغوی نظر وگڼل شي، بلکې هر سړی په خپل نوم يا خپل مستعار تخلص
يو نظر او خپل اټکل وړاندې کوي ،
ډيره ښه به داوای او دا اړينه هم ده چې يوتن ځان د طالبانو په غير رسمي ولې رښتينې نمايندګۍ دلته برخه واخلي او هرې موضوع ته دې دريځ ونيسي !
که چپرې، بيا وايم : که چيرې ددغه تن نوم هم ډاګيز نه وي او په مستعار نامه
ليکنې کوي ، څو د رسميت پيټی پرې بار نشي ، نو په مستعار نامه لکه طالب جان يا بل يا بل دې ځواب وايي، خو دومره ډاډ دې مونږ لوستونکو ته راکړي چې
نوموړی د طالبانو اعتباري سړی دی او د طالبانو د دريځ او نظر ستازيتوب کوي !

داچې يو بل په شخصي خوشبينۍ او شخصي ډول سره د طالبانو پلوی څرګندوي دا د هغه د شخصي نظر او شخصي اټکل وزن لري او مسولانه نظر نشي بلل کېدای ، که سل په سلو کې صحيح هم وي د طالبانو د د نظر ، دريځ او ځواب په وړاندې د يوې توت پاڼې وزن هم نه لري !
پخوا طالب جان او اوس هيښ صاحب ډيرې ښې او په زړه پورې ليکنې کوي، خو يوه هم نه ويلي وو او نه وايي چې د طالبانو د يو استازي په توګه ځواب وايي، نو
ليکنې يې د يو خوشبين د خوشبينۍ د څرګندونو ارزښت نيسي او د هغه خبرو وزن نه لري چې د طالبانو په مسوليت او ژمنه تر سره کيږي !
لهذا مونږ د طالبانو دغسې يو استازي ته په ډير درناوي سره بلنه ورکوو چې د اذهانو د روښانولو له پاره د طالبانو په مسوليت او استازيتوب له مونږ سره په
بحثونو کې ګډون وکړي ، په مستعار يا غير مستعار شکل ، هر يو شکل يې چې يې خوښيږي بايد ورته مهيا شي!
ومن الله التوفيق


monir
29.04.2010

[quote:2af1a1db3c="كريم كامران"]
۲- او که په انصاف سره څوک ځواب راکړي چې آیا په اوس وخت کې چې هیواد مو اشغال دی، او طالبان یوازیني هغه څوک دی چې ددې هیواد له دین او ناموس څخه ددفاع په لار کې سرونه نذرانه کوي، آیا دطالبانو پرضد دروغین او بې بنسټه تبلیغات د اشغال د بقاء لپاره زمینه نه مساعدوي؟؟؟ آیا ددوی دا عمل د اشغالګرو صف نه قوي کوي، او دمقاومت صف نه کمزوری کوي؟؟؟؟[/quote:2af1a1db3c]
ټوکې مه کوه کامران صیب ! دا خو نو اوس کومه پټه خبره نده چې د طالبانو ټک و ټوک د اشغال د دوام یواځینئ دلیل دﺉ. ښایي په جبهې کې دا ساده جنتی طالبان پدې ونه پوهېږي چې د دوی مشران د ISI له لارې د اشغالګرو د پلان ملګري اودا ناپوهان یې قربانيان دي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more