د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یوه پوښتنه، چې ځواب ته اړتیا لري

كريم كامران
07.04.2010

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5117&start=15

په پورتني لینک کې ما په همدې فورم کې دټوکو په برخه کې یوه پوښتنه کړې وه چې ځواب مې ورته ونه موند، خو څرنګه چې نوموړې پوښتنه له شرعي اړخ څخه مطرح شوې وه نو دا دی دلته یې داسلام په برخه کې مطرح کوم، او ستاسو دځواب په هیله:

له څه مودې راهیسې دافغانانو دکرکټ لوبډله په مطبوعاتو کې ډیره مطرح ده، نن یې فلاني هیواد ته ماتې ورکړه، او پرون یې فلاني هیواد ته ماتې ورکړې وه، او....... ددې موضوع په سیاسي جانب باندې مې په پورتني لینک کې لږه رڼا اچولې، خو غواړم وپوښتم چې آیا دا ایت شریف (وما هذه الحياة الدنيا إلا لهو ولعب) او نور هغه مبارک احادیث چې له لعب څخه پکې منع راغلې، په دې اوسني کرکټ نه تطبیقیږي؟؟؟؟

او په ایت شریف او احادیثو کې د (لعب) کلمه څنګه تفسیریږي؟؟؟؟

او همدارنګه که چېرته کرکټ هم په لعب کې راځي نو دکرکټ دکټلو په خوشالۍ مبارکۍ تبادله کول څه حکم لري؟؟؟
ستاسو دځواب په تمه


Re: یوه پوښتنه، چې ځواب ته اړتیا لري

و.افغان
09.04.2010

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
محترم کامران صاحب:
فقهي مشهوره قاعده ده، چې الأصل في الأشياء الاباحة، يعنې په حلالو او حرامو کې
قاعده او قانون دا دی، چې هر څه حلال دي، مګر هغه شيان چې شرعي دليل يې په
تحريم باندې تنصيص کړی وي.
نو محترما! آيا تاسې سره کوم شرعي دليل يا نص شته دی چې کرکټ حرام دی؟
راځم لهو او لعب ته، د الله جل جلاله له ذکر او علم پرته د دنيا هر څه لهو او لعب دي،
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: الدنيا ملعونة وملعون من فيها الا ذکر الله ومن
والاه او عالما او متعلما.
ژباړه: دنيا ملعونه ده، او هغه څه چې په دنيا کې دي هغه هم ملعون دي، مګر ذکر د الله
تعالی له دغه وصف څخه مستثنی دی، همدارنګه د الاهي ذکر دوستان، علماء، او
متعلمين له دغه لعنت څخه لرې دي.

نو که چېرته انسان خپل مقدس هدف ضايع نه کړي، چې هغه د الله جل جلاله ذکر دی،
نو کولای شي چې لهو او لعب هم وکړي، الله جل جلاله د دنيا ژوند ته لهو او لعب ويلی
دی، نو د دې خو دا مانا نه شوه چې انسان خپل ژوند ته د پای ټکی کيږدي.
بچې لهو او لعب کې راځي، له خپلې مانديني سره يو ځای کېدل، مينه او محبت کول
هم په لهو لعب کې راځي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم د دغه لهو څخه استفاده کړېده،
حتا چې يو وخت يې د خپلې بي بي رضي الله تعالی عنها سره په يوه سفر کې د منډې
مسابقه هم وهلې ده، د يوې انصارې ښځې واده وو، نو عائشې رضي الله تعالی عنها
ته يې وويل: آيا له تاسو سره څه لهوه په کې نه وه، د انصارو خو لهوه خوښيږي.

نو ګرانه وروره! د حلالو دائره تر حرامو په کراتو او مراتو وسيعه ده، مفتي او عالم ته
نه دي پکار چې خلکو باندې د الله جل جلاله واسع حلال راتنګ کړي، هو! که مفتي
صاحب يې د خپل ځان لپاره نه خوښوي؛ نو حق لري، اما د نورو خلکو لپاره د حلالو
د تحريم حق نه لري، او تقوی همدې ته وايي، امام احمد رحمه الله چې به کله خلکو ته
فتوی ورکوله؛ نو له تيسير (اسانۍ) څخه به يې کار اخيست، خو خپل ځان لپاره به يې
کمال او سخت حکم غوره کاوه.

په درنښت

[quote:1a0c53a752="كريم كامران"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5117&start=15

په پورتني لینک کې ما په همدې فورم کې دټوکو په برخه کې یوه پوښتنه کړې وه چې ځواب مې ورته ونه موند، خو څرنګه چې نوموړې پوښتنه له شرعي اړخ څخه مطرح شوې وه نو دا دی دلته یې داسلام په برخه کې مطرح کوم، او ستاسو دځواب په هیله:

له څه مودې راهیسې دافغانانو دکرکټ لوبډله په مطبوعاتو کې ډیره مطرح ده، نن یې فلاني هیواد ته ماتې ورکړه، او پرون یې فلاني هیواد ته ماتې ورکړې وه، او....... ددې موضوع په سیاسي جانب باندې مې په پورتني لینک کې لږه رڼا اچولې، خو غواړم وپوښتم چې آیا دا ایت شریف (وما هذه الحياة الدنيا إلا لهو ولعب) او نور هغه مبارک احادیث چې له لعب څخه پکې منع راغلې، په دې اوسني کرکټ نه تطبیقیږي؟؟؟؟

او په ایت شریف او احادیثو کې د (لعب) کلمه څنګه تفسیریږي؟؟؟؟

او همدارنګه که چېرته کرکټ هم په لعب کې راځي نو دکرکټ دکټلو په خوشالۍ مبارکۍ تبادله کول څه حکم لري؟؟؟
ستاسو دځواب په تمه[/quote:1a0c53a752]



ع کريم حليمي
13.04.2010

ډیر ګران او مکرم استاد قاري صاحب ، السلام علیکم و رحمه الله
ستاسو جوابي لیکنه مي خوښه سوه ، مننه

اما یو سوال راته پیدا سوو ، تاسو دغه حدیث رانقل کړئ چه :الدنيا ملعونة وملعون من فيها.......
ملعون، څه معنیٰ او دنیا معنیٰ څه ؟؟؟

مننه او مینه


كريم كامران
13.04.2010

ډېره مننه وهاج ساپی صاحب ستاسو له ځوابه څخه.

خو آیا که دا راته ووایاست چې لهو او لعب د یوې وظیفې (مهنة) په توګه ترسره کول شرعا څه حکم لري، مثلا رسول الله صلی الله علیه وسلم له لهو څخه استفاده کړې خو آیا دا استفاده یې دیوې مهنې او وظیفې په توګه ترسره کړې؟
او زه دا پوښتنه کوم چې ایا همدغه مباح کرکټ زمونږ ځوانانو ته کومه ګټه رسولې؟ هغه لهو چې تاورته په احادیثو کې اشاره کړې له اولاد سره مینه، له ښځې سره لهو، دا داسلام دټولنیز نظام اساسي ستنې دي، له هغه سره کرکټ نه برابرېږي په حکم کې.
نو زه دوه پوښتنې لرم: دمهنې او وظیفې په توګه کرکټ.......
او دغه مباح کرکټ زمونږ ځوانانو ته کومه ګټه رسولې؟ دالله له ذکر څخه یې لاپسې غافله کړي!! وګوره دهیواد په سطحه زمونږ ځوانانو ته!! په تلویزونو، راډیو ګانو، اخبارونو....... څومره یې دالله له ذکر څخه مشغول ساتلي دي؟؟؟ پخوا یې دالله دذکر چانس څومره وو او اوس څومره دی؟؟

مننه


عادل عادل
15.04.2010

سلامونه

وهاج صیب ستاسو د ښایسته خبرو په اړه مې یوه خاطره رایاد شوه.

د خوست ښار د سقوط نه ډیره موده وروسته ددغې ښار د کونډیو په کلي کې مې د یوه ملګري په کور کې شپه وه، دغه شپه د جمعې مبارکې شپه وه، په کلي کې د یوه ځوان د واده شپه هم وه، مازدیګر مهال مې ډیر تنکي ځوانان په جومات کې ولیدل چې ویل یې دا ټول د ټل څخه میلمانه دي، د جومات په سپاچه مې د ډیرو سپین ږیرو په لاس کې د تسبیح پر ځای مړز چې پاړسیوانان یې بودنه نوموي ولیدل، په لاسونو کې یې مروړل او خپل مجلس یې کاوه، ماسختن لمونځونه چې وشول نو کوربه ملګري خپلې د میلمنو حجرې ته بوتلو او استراحت مو وکړ، خدای شاهد دئ چې د سهار تر اذانه پورې مو د چا خبره سترګه هم نده وروړې، ټوله شپه ویښ وم، د شپې لومړئ دریمه برخه ظاهرا په ډوډئ، لمانځه او بنډار لپاره په تیاري تیره شوه، دوهمه دریمه یې په ساز او سرود تیره شوه داسې ساز چې ما ویل د پیښور په سینما روډ کې پروت یم، د شپې دریمه برخه هم په داسې متواترو ډزو سره پای وموند چې تا به ویل خوست له سره چا فتح/اشغال کړ، دا ټول د دغه کلي د لوی جومات په سپاچه تر سوره شول، چې ډزې ارامې شوې، نو د جومات لوډسپیکر وکړنګیدل، ما ویل خدایه خیر چې اوس د ماجبین سندره نه وي، ملاصیب چې زما په شان به یې شپه په لوڅو سترګو تیره کړې وه، آذان پیل کړ، د اذان په پای کې یې د چا خبره مسنونه ندا یا لمانځه ته په بلنې سره داسې وویل:

[color=white:be60f8c8f6]داچې د نن شپې د واده په بنډار کې به خامخا بیخوبه او ستړي ستومانه شوي یاست او د لرې راغلو ښاغلو میلمنو خدمت مو کړئ، خدای پاک دې تاسو ټولو ته اجرونه درکړي، دا چې اوس باید لږ سترګه پټه کړو نو راځئ چې دا لمونځ هم په ګډه سره وکړو او بیا به له خیره سره ویده شو.[/color:be60f8c8f6]

زه چې ټوله شپه لټ په لټ اوښتئ وم، له ځانه سره مې وویل چې خدای دې زمونږ د ولس لپاره خیر پیښوي، د هجرت د سختو شرایطو نه د عودت او د هوسا او خپلواک ژوند د پیلامې شکرانه په ګډا، مړز او بنډار سره ادا کوو، نو کیدای شي د تیرو ناخوالو پړئ همداسې تر هغه وخته اوږد او وغزیژي تر څو مونږ په رښتیا او عمل کې خدای ته توبه او رجوع نه وي کړې.


pattang
15.04.2010

عادل صيب په خوستيانو کې به ښه خلک هم وي خو په پښتنو کې ښه نوم نلري
دغه هلک ګډول او نورې مرداري هم په دوی کې شته ، خو په دوی کې ښه خلک
هم ما ليدلي دي٠ يو عادت بل لري چې په هر سياسي لوبه کې دوی اول خپلې
څڼې اچوي ٠ دخلقيانو په وخت کې کمکی مسکو وو ، دامريکايانو په وخت کې
اوس واشنګټن دی ، الله پاک دې دپت اود ابرو جيبټه ورواغوندي٠



17.04.2010

د محترم وهاج صيب ځواب ډير په زړه پورې دی، په تيره لهو چې فرايض پرې قضا نشي ، حرام ګڼل يې سم کار نه دی، دا په داسې حال کې ده چې کرکټ نه، بلکې د کرکټ لوبغاړي پخپله د لمانځه په قضا کولو ملامت دي، همدارنګه ددې لوبې ننداره کونکي مستقيم يا په تلويزيون کې د لمونځونو په قضا کولو ګناه کار دي !
پاکستان او افغانستان ځان ته اسلامي دولتونه وايي خو کارونه يې ټول د اسلام
خلاف تنظيم کړي ! د کرکيټ لوبغاړي بايد خپله د لمانځه په وخت د کې نيم ساعت له پاره تفرېح وغواړي !
داچې دنيا ټوله څنګه ملعونه ده ، دقيقوالی غواړي، ولې په دې کې خو هېڅ شک نشته چې ملعون شيونه او ملعونې چارې ټولې دنيوي دي !


ذبیح الله
19.05.2010

د فورم له محترم چلوونکی اولیکوالو نه دزړه له کومی مننه کوم چی داسی خوندوري لیکني په دې فورم کي لیکیلي دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more