د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کریم آغا خان- داسلام او مسلمانانوپه هکله څه وایې-ویدیو

طالب ISI
04.04.2010

http://www.youtube.com/watch?v=htx0MkvJzxo&feature=related
دئ وایې چې کله یوه سیاسې موضوع ډیر وقت نا حل پاتې شی، نو دا بیا په مذهبې اړیکو اثر کوی، بل دا چې یو اسلام نه شته، لکه یو عیسویت چې نه شته،( مطلب دا چې شیعه، سنې بیا حنفي، شافعی سره فرق لری......)، نو ځکه که یوه نړئ یواځې د مذهب په حساب سره وچلیږی، نو دا به مشکله وی، چې سره ګذاره سره وکړو، نو بهتره ده چې خلک تعلیم یافته شی، تر څو خدای وپیژنې، بل دا چې اسلام غواړی، په ټولنه کې نا مساوات له منځه یوسې، دی وایې چې زما په نظر دغه کار په تعلیم سره ډیر ښه سرته رسیږی.
آغان خان ټولنه د کال څلور سوه میلیونه ډالره په خیریه کارونومصرفوی.
دی وایې چې کله یوه ښځه تعلیم یافته شی، په خپله خلک ورته زیات احترام کوی.

بل وایې اسلام ام ژوند سره ګډ دی او په ریښتیا سره د ژوند کولو یوه لار ده، داسی نه ده لکه عیسویت چې سره بیل دی.
همدارنګه وایې چې دده یو هدف دا وو، چې مسلمانان په تعلیم کې ښه شی، مسلمانانو ته داسی زمینه برابروی، چې په غرب کی تحصیل وکړی، بیرته خپلو ملکو ته ولاړ شی، او هلته نور خلک وروزی، او خپله هم خلکو ته خدمت وکړی.

دوی په کراچې کی یو ډیر ښه پوهنتون او روغتون جوړ کړئ.
د کریم آغا خان د مذهب پیروان ټول شل میلیونه دی.

سره له دې چې ددوی مذهبی مفکوره چندان خوندوره نه ده، خو دده له کامیابیو څخه باید مونږ اوتاسی، پند واخلو.
د کفر او اسلام د ټاپه لګولو په ځای ، د فساد عوامل چې فقر او د تعلیم کموالئ دی، هغه ورک کړو.
بدبختانه زمونږ طالبان اوس په پاکستان کې ښونځیوته بمونه ږدی او ورانوی یې.

که همدغه طالب یا يې کوم د کورنئ غړئ مریض شی،بیا به د آغاخان روغتون ته مهتاج وی، او که تداوی یې مفته وی، خو بل ځای خو بیا بیخی نه ځی، نو ځکه پکار ده، چې په نورو د کفرد ټاپه لګولو په ځای، خپل ورسته والي، او د نور پرمختګ ته توجه وکړو، تر څو ځان له بدبختئ وباسو.
ای، اس،ای چې د مسلمانانو په خلاف څومره کارونه کوی، دوی ټول سنیان او حنفیان دی، نو آیا ِآغا خانیانو مونږ ته مضر دی که ای،اس،ای سنیان؟

پکار ده، چې په دی سره اتفاق وکړ، چې هر څوک زمونو وطن ورانوی، چې په هر مذهب پوري اړه لری، هغه زمونږ دښمن دی.


pattang
04.04.2010

اغاخان دهغه کارونه ، دهغه معا ملې چې ولې دومره بډا شه ,
پېژني يې او که دخوشې د اغاخان خيرات خوړلی ، لکه دکلي ملک اوس
هر چېرته يې په غوړه خوله يادوې! ٠
اغاخان دمنډې يې هغه دلال دی چې هر وخت غلط مالونه خرڅوي خو بيا
هم په ګنج کې وتلی دلال دی٠ داداغاخان پيسې ندي ، اغاخان ټېکې نيسي٠


طالب ISI
05.04.2010

زه یې د نورو کارو څخه خبر نه یم، فکر کوم ډیر هوټلونه لری، داسې هم ویل کیږی، چې په sex trade کې هم لاس لری.
له هغه سره یې مونږ کار نه لرو، او نه دې خدای خوار کړئ، چې کوم پښتنون میشته سیمه کې د خیر کارونه وکړی.
او بل دا چې ما خپله له ځینو طالبانو هم آوریدلې وو، چې د کراچې روغتون او پوهنتنو ن يې د ستایلو وړ دی.
ما خپله دده خیرات نه دې خوړلئ، او پتنګ خانه ته داسې ساده خبری کوی، لکه ښه یو ساده کلیوال چې وی او په خاورو کې د په لترو وهلې وی او خبری کوی، که ریښتیا په جرمنې کی وی، لږ د جرمنیانو له پرختګ څخه پند واخله آیا د جرمنې غوندی آرام ژوند د د افغانانو لپاره نه دی پیرزو؟.

څو کاله مخکې د لجنته الدعوت اسلامیه په نامه یو د عربو ټولنې همداسی یو پروګرام پیل کړئ وو، چې طالبانو ته یې چندان خوند هم نه ورکولو، ځکه دغه عربو له ښونځیو سره مرسته کوله، روغتونونه یې جوړول، په ټول افغانستان کې یې اته زره کارکونکې لرل، خو بیا د امریکایانو په راتګ سره ، یونس قانونې ددوی کارونه په معارف کې بند کړل.
او ورته ویلې وو، که په تاجک میشتو سیمو کې کار کوئ، اجازه شته، که نه، بیا نو لاړئ شی.
نو زما هدف همدا دې چې که داسی اسلامی ټولنې همداسی کارونه وکړی،دا به زمونږ له ټولنی سره زیاته مرسته وکړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more