د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتون داورپه چم کښې

Stoman Niazi
04.04.2010

دپاکستان دڅلوروولاياتو څخه يوولايت صوبه سرحد دى يعنې اين ډبليوايف پي دى.چي بعضې خلک يې دپښتونخواپه نوم نوموي ددې ولايت خلک اکثرپښتانه دي.دادهغه خوشحال خان لمسيان دي چې دتورې خاپونه يې اوس هم دمغلوپه سينه تازه دي.ليکن دظالم اوناترسه حکمرانانودخپلو شخصې ګټو لپاره ديودريم ګړې په اشاره په دغه مظلوم ولس هغه لوبې وکړې چې قلم يې دبيانولوتوان نه لري.اوډيربې ګناه انسانان يې په سرووينو ولمبول.کله چې ددې ولايت اقتدارهغو خلکوته په لاس ورغى چې تر پرونه يې دروسيانودقوماندې لاندې دانسانانو وينې څکلې اواوس ديونوې بادار چې له هغه پروني بادارڅخه يې ښه په نس موړ ساتي اوس يې لاس دهغه په لاس کې ورکړى اوپه دغومظلومو پښتنوباندې هغه ميچڼې کوي چې څه يې زړه غواړي.نن خويې په کورونوباندې سره بيرغونه لګولې دي اوهغه ورځ هم رتلونکې ده چې ددوى په کورونوبه دسره بيرغ په ځاى دامريکا بيرغ وه رپيګې.دسوات اوباجوړکښې چې څومره ظلمونه وشول يوخداى وليدل څومره بې ګناه ښځې،ماشومان اوبوډاګان د دغوبې رحمانه بمباريوکښې دخاورو سره خاورې شول.څومره بې ګناه پښتانه دې ته اړشول چې خپل کورونه پريږدې اوخوندې ځاى ته ځانونه ورسوي.دوزيرستان دعملياتودشروع کيدونه مخکښې څومره بې ګناه انسانان په هغودهماکوکښې شهيدان شول چې پلان يې دوى دبليک واټرپه ملاتړ جوړکړى وه.دخيبربازارپه دهماکه کښې دسلو څخه زيات کسان شهيدان شول همداسې دنمک منډۍ په دهماکه کښې ددوه سوؤڅخه زيات بې ګناه انسانان شهيدان شول.تقريباً ددوه هفتولپاره ټولې تعليمې ادارې وتړل شوې ولې اودچا لپاره؟اوس هم دسرحدپه مختلفوعلاقوکښې د امريکايې بې پلوټه الوتکې دمظلومومسلمانانوکورونه په نښه کوي اوپه سلګونوبې ګناه ښځې اوماشومان په شهادت رسوي.تراوسه هيڅ يوداسې څوک پيدانه شوچې ترې پوښتنه وکړي چې دا ولې؟ليکن ډيرپه فخرسره په خبرې رسنيو کښې داسې وايې چې په ډرون حمله کښې دومره ترهګرهلاک شول.دغې دروغجنې غربې نړۍ داسې ځان ته تابع کړې چې دومره توپيرنه شي کولى چې په دغه بريد کښې وژل شوي خلک ترهګراوکه عام بې ګناه وګړې دي.هر هغه څوک چې دنن صبا حالاتوکښې د خپل ځان،عزت اوناموس دفاع کوي هغوى ته دهشت ګرد وايې.دا هغه پښتانه ليډران دي چې دهمدغوپښتنوپه ووټونودغه مقام ته رسيدلې اواوس دډرون حملوپه واسطه ددغوپښتنوشکريه آدا کوي.له تيرو درې لسيزوراهيسې افغانان په پاکستان کښې دمهاجرت شپې ورځې تېروي.ليکن کله هم دومره کړيدلې نه وه لکه څومره چې ددغو پښتنوپه حکومت کښې وکړيدل.هغه افغاني عالمان او حافظان چې ترپرونه يې دهمدغوخلکوامامت اوبچو ته يې دقرآن کريم درس ورکاوه همغه بې ګناه علمان اوحافظان يې ګرفتار کړل اوديوڅوډالروپه بدله کښې يې لاس تړلې امريکا ته تسليم کړل.دا سلسله اوس هم جريان لرې .دپيښورپوليسوسم تجارت جورکړى اوځاي په ځاي بې قصوره افغانان نيسې ترڅويو څه پيسې ترې وشکوې او که پيسې ورنکړې نودنامعلومې مودې لپاره يې په بند محکوموي په دې جرم چې افغان دى،پښتون دى اوپه پيښورکښې دپښتنوپه سيمه کښې اوسيږې اوبس.


pattang
04.04.2010

دابې نا موسان خو دهغه وخت کينه لري ، کله چې مسکو بر يالی نشو او
طالبانو نجيب په دار وځړاوو٠ دا ټول بې ناموسه شرابخواره د پښتنو په
سر تجارت کوي٠

نالت پر دوی٠



05.04.2010

ستومان صيب ستړي او ستومانه مشئ!
ليکنه موپه ذات البيني توګه د محمدزيو ظلمونو ته راجع بريښي !

خو که بليک واټر دی اوکه دهماکې دي، دا ټول د چا په لاس ، دچا په نوښت او مستقيمه مرسته په پښتنوسيمو کې تر سره کوي؟؟؟؟؟؟
د هغوی په نوم ولې پرده غوړول کيږي؟؟؟؟؟
دا خو اظهر من الشمس روښانه ده چې ددې ټولو افتونو تر شاه د چټلستان ISI ده،
[color=red:3a5dad7568] نو دومره ستومانه کيږئ هم مه، چې د هغوی د بادارۍ او مريدۍ آفت هير کړئ، که څنګه ؟؟؟؟؟[/color:3a5dad7568]
ددغه جهنمي سازمان دپښتون ضد يوه تازه بيلګه داده :
http://www.tolafghan.com/posts/17523


pattang
05.04.2010

دادې پښتنو د مغزو ستروکتور او شکل ولې دومره ساده اوابتدايې دی چې
د ISI سره دماغي مقابله نشي کولی ايا پښتانه او افغانان دمځکې په سر اوس
پيدا شوي دي اوکه نه ، خپل وار ته به ګوري او هوښېاري به کوي .!!

[quote:ceb6907c4e="پتوال"]ستومان صيب ستړي او ستومانه مشئ!
ليکنه موپه ذات البيني توګه د محمدزيو ظلمونو ته راجع بريښي !

خو که بليک واټر دی اوکه دهماکې دي، دا ټول د چا په لاس ، دچا په نوښت او مستقيمه مرسته په پښتنوسيمو کې تر سره کوي؟؟؟؟؟؟
د هغوی په نوم ولې پرده غوړول کيږي؟؟؟؟؟
دا خو اظهر من الشمس روښانه ده چې ددې ټولو افتونو تر شاه د چټلستان ISI ده،
[color=red:ceb6907c4e] نو دومره ستومانه کيږئ هم مه، چې د هغوی د بادارۍ او مريدۍ آفت هير کړئ، که څنګه ؟؟؟؟؟[/color:ceb6907c4e]
ددغه جهنمي سازمان دپښتون ضد يوه تازه بيلګه داده :
http://www.tolafghan.com/posts/17523[/quote:ceb6907c4e]



07.04.2010

[quote:9fee5aa6b2]دادې پښتنو د مغزو ستروکتور او شکل ولې دومره ساده اوابتدايې دی چې د ISI سره دماغي مقابله نشي کولی ايا پښتانه او افغانان دمځکې په سر اوس
پيدا شوي دي اوکه نه ، خپل وار ته به ګوري او هوښېاري به کوي .!! [/quote:9fee5aa6b2]

دا پوښتنه که ځواب لري ، نو هغه به لومړی ددې پوښتنې ځواب هم وي چې آيا تره کي د KGB سره مقابله کولی شوه (؟) او که هغه پښتون نه و ؟؟؟؟؟
آيا امين د KGB سره مقابله کولی شوه (؟) او که هغه پښتون نه و ؟؟؟؟؟
او آيا کرزی اوس د CIA سره مقابله کولی شي (؟) او که هغه پښتون نه دی !
همدا اوس د کرزي هڅې چې د امريکا او CIA سره د مقابلې تظاهر کوي زه اوته يې هسې ملنډې او ځان غولونه نه بولو؟؟؟؟؟؟

نو که تره کي ، امين او کرزی دريواړه پښتانه وو، ولې د KGB او CIA سره يې مقابله نه کولی شوه او نه يې کولی شي، نو بيا به ملا عمر څنګه د ISI سره مقابله
کوي(؟) او که نه په کوم دليل بيا د هغه مقابله څنګه ځان غولونه او ملنډې نه بولې ؟؟؟؟
نو داطريقه اصلا غلطه ده، مردوده ده او هسې د باران پسې پټي ګرځول دي !

اول ګام آن د داود خان، تره کي او امين له پاره همدا و چې د KGB له لومې څخه يې ځان ليرې ساتلی وای، د کرزي خيانت هم همدا دی چې د CIA په لومه کې دانه
خوري ، د پښتنو جهادي مشرانو همدا جنايت و، چې د ISI په لومه کې ښکېل شول اوبدبختانه بدبختانه چې ملا عمر هم د ISI په لومه کې ښکيل دی
اوهيڅکله ترې د نجات چانس نشي لرلی! هو، [color=red:9fee5aa6b2]کله چې کوم يو لکه داود خان له دې لومې څخه د ځان خلاصولو هڅه وکړي نو په بل ايجڼت يې وژني لکه تره کي چې داود وواژه ، داود خو لا د روسانو ايجنټ هم نه و،
خو د اغيز په لومه کې يې ښکيل و ، نو ملا صيب د نجات صرف يو چانس لري او هغه دISI په لاس دده او د CIA په لاس د کرزي مرګ دی ، که له دې چانس
نه هم دئ او هم کرزی کار واخلي نو داود خان غوندې به دوی هم په قهرمانانو کې وشميرل شي! [/color:9fee5aa6b2]
او تر کومه ځايه چې د بښتنو د سياسي استعداد خبره ده نودا ټولو هغو پښتنو واکمنانو ښودلی دی چې د ولس په مشوره (لويې جرګې له لارې) يا قدرت ته
رسيدلی ، يايې مهمې کارنامې د لويې جرګې له لارې کړي او يا يې د قدرت ساتنه د لويې جرګې به دستور کړې ده !
د مير ويس نيکه لويه جرګه، د احمد شاه بابا قدرت ته د رسيدو لويه جرګه او د امان الله خان د استقلال د جګړې اعلامونکې لويه جرګه يې سترتاريخي مٍثالونه دي!
ظاهر شاه که نور هېڅ نه وي د پادشاهۍ بې سارې اوږده سوله ييزه موده يې د همدغو لويو جرګو محصول ګڼل کيږ ي او بس !
د اشغال په صورت کې لويه جرګه يواځې د ملي پاڅون په موخه جواز لري او له هغې پرته څه معنی نه لري!
پخوا د بهر لاسپوڅي او نور خودسره واکمنان ديکتاتوران وو ،نو لويه جرګه يې نه کوله ، نو ځکه يې زمونږ د هيواد تاريخ د کارنامو په ځای په مردارنامو لړلی او تل يې وطن وران کړی او يايې د اسلام په پلمه د بهرنيانو په اشاره لا هم ورانوي!
نو الله تعالی دې دغسې خود سري ملي ضد او وطندوښمنه عناصر او ډلې ټپلې له سېلمې تباه کړي، چې نه قدرت ته د لويې جرګې په بريکړه رسيدلي، نه يې مقاومت
د لويې جرګې به پريکړه کړی او نه يې کومه لويه ازاديبښونکې کارنامه د ملت په سلا مشوره تر سره کړې لکه کمونستان، مجاهدين ، طالبان او کرزيخيل!
نو دعا بايد داوي چې يا الله دا ټولې ډلې تباه او د بهر لاسوهنې زمونږ په هيواد کې ختمې کړې!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more