د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ماته نور خجالت مه راکوه

عادل عادل
03.04.2010

سلامونه

وایي چې د یو عرب شیخ زوی د زده کړې لپاره برلین ته لاړ، او د لومړي ځل لپاره یې د خپل حال او احوال یو لیک خپل پلار ته راولیژه.

د لیک په اوږدو کې یې ولیکل چې:

ګرانه پلاره هر څه پخیر او زما دخوښې مطابق دي، یوازې په یوه ټکي ډیر شرمیژم هغه دا چې زه په خپل طلایي رنګه بنز کې تګ راتګ کوم خو زما ټول استادان او زده کړیالان په ریل ګاډي (ټرین) کې ځي راځي.

پلار ته یې چې لیک ورسید نو په ځواب کې یې د یو ملیونو چک تر څنګ ځوابي لیک ولیژه او ورته یې داسې ولیکل چې:

ګرانه زویه ماته نور خجالت مه راکوه، هیله ده چې په دغه چک سره به زر تر زره ځانته یو ټرین راونیسې.


عتیق الله
05.04.2010

وايي په پخوا زمانو کې يو غبي انسان چې عادل نوميدو پلار يې په ديني علم پسې لېږلی ؤ.
هلک څو مياشتې وروسته پلار ته داسې خط ليکلی ؤ : زه چې کله له قابل نه کوفی ته راغلم نو خدایه می شروع کړه او ....
پلار يې چې خط لوستی ؤ نو ورته ليکلي يې وو:
عادله ګله:
له خ د هدایې نه، د ق د کابله. معلوم شوې اخوند ګله


و.افغان
05.04.2010

عتيق الله صاحب:
چې دا عادل غريب به کله درڅخه خلاصيږي، دا څومره موده وشوه چې له ستوني دې کلک
نيولی دی.

8) 8) 8)


عادل عادل
06.04.2010

سلامونه

وهاج صیب پریږده چې دغه "شین هوالذي" نوره هم خپله خوله سړه کړي.

له میرخیل نه به لیونئ ګیله کوي.


عتیق الله
06.04.2010

ياره عادله خدای دی خوار کړه په دی غوسه
ما خو درته یوازی اخوندګل ویلی وو او ستا زياړو ته ښه پکر وکړه چی څه په خوله درغلی هغه دی لیکلی دی


عبد السلام
29.05.2010

[quote:66d578645f]عبدالسلام وروره شکر چې شیعه نه یې ........... lol[/quote:66d578645f]عادل خانه سلامونه وړاندې کوم :
ستا په دې خبره یوه ټوکه رایاده شوه :
وایي : یو دوه ملګري د(د,بۍ ) دکوم سړک په په پیاده رو کې سره روان وو ، ( دوبۍ خو تاسو ته معلومه ده چې دنظافت په لحاظ ډیره پاکه ده) ناڅاپه یې سترګې په پیاده رو کې په قهو ه یی رنګه خټې ته ورته مادې ولګیدې، لمړې کړه : غول دي ، دویمې کړه( کاکاو) دی ، لمړئ ټیت شو او په کوته یې یوڅه ترې راپورته، اوخولې ته یې کړل ، اوسم دلاسه یې وویل چې ما خو ویل چې غول دي،[color=darkred:66d578645f]خو شکر چې پرې ختلی نه یم[/color:66d578645f]. :D

بله ټوکه : وايي : یوګنهګاره او بې لارې کس وو ( لکه داماچې ګورې) تل به یې دعا کوله چې خدایه سمه اوسیخه لاره راوښیې ، خوهیڅ ګټه یې نه وه ، تر څو يو ملګری ( لکه پتنګ) ورته وویل چې دا سې وایه : چې لویه خدایه ! دهدایت داسمه اوسیخه لاره دې مخ پر ما هم لږ را کږه کړه . :D


عادل عادل
29.05.2010

سلامونه

عبدالسلام وروره

هغه چې په ټوکه کې د ککو یا د مردارئ شک پرې شوئ، په اصل کې د هندیانو سور بخون نصوار دي چې د خپل ناولي عادت له مخې یې د دیوالونو بیخ ته تو کي، غلظت خو اصلا نلري او د ګرمئ په وجه زر وچیژي، زمونږ او تاسو نصوار د خپلې ناولتیا سره سره 1.01ځله پرې شرف لري :)

هیله ده چې په عامه مالوماتو به مو یو څه وراضافه شوي وي :)

ستاسو د دوهمې ټوکې په اړه:

وایي چې دوه د سفر ملګرو په یوه جومات کې شپه شوه، یو د دوی نه د شپې په نیمایي کې اوچت شو، اودس یې وکړ، او د تهجد نه وروسته یې په دعاوو پیل وکړ، په دوعا کې وایي چې اې خدایه ته مې حاجات پوره او روزګار می سم کړې، ګوره ستړئ ستومانه په سفر کې په نیمه شپه ستا حضور ته زارئ کوم او هغه بل ملګرئ مې ویده دئ ..... بل ملګرئ چې دده په ترپا د وخته بیدار شوئ وو، پرې راغبرګه کړه چې هر څه ترې غواړې ویې غواړه خو دا زما شیطانیت ولې ورته کوې؟ :)


كريم كامران
29.05.2010

[quote:dbb0d952e4]وایي : یو دوه ملګري د(د,بۍ ) دکوم سړک په په پیاده رو کې سره روان وو ، ( دوبۍ خو تاسو ته معلومه ده چې دنظافت په لحاظ ډیره پاکه ده) ناڅاپه یې سترګې په پیاده رو کې په قهو ه یی رنګه خټې ته ورته مادې ولګیدې، لمړې کړه : غول دي ، دویمې کړه( کاکاو) دی ، لمړئ ټیت شو او په کوته یې یوڅه ترې راپورته، اوخولې ته یې کړل ، اوسم دلاسه یې وویل چې ما خو ویل چې غول دي،خو شکر چې پرې ختلی نه یم. [/quote:dbb0d952e4]
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

[quote:dbb0d952e4]بله ټوکه : وايي : یوګنهګاره او بې لارې کس وو ( لکه داماچې ګورې) تل به یې دعا کوله چې خدایه سمه اوسیخه لاره راوښیې ، خوهیڅ ګټه یې نه وه ، تر څو يو ملګری ( لکه پتنګ) ورته وویل چې دا سې وایه : چې لویه خدایه ! دهدایت داسمه اوسیخه لاره دې مخ پر ما هم لږ را کږه کړه . [/quote:dbb0d952e4]
:? :? :? :? :?


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more