د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

انسان ، ايمان، حق او ټولنه..


02.04.2010

.....................................................................[color=darkblue:8063d30e1e]بسم الله الرحمن الرحيم[/color:8063d30e1e].......................................

[color=blue:8063d30e1e]والعصر ان الانسان لفي خسر الا الذين امنوا وعملوالصالحات وتوا صو بالحق و تواصو بالصبر![/color:8063d30e1e]
[color=red:8063d30e1e]قسم (د) عصر (په واقعيت ) دی چې انسان په زيان کې دی پرته د ايمان او نيک عملونو له خاوندانو او هغه چا څخه چې تل د حق او استقامت تو صيه کوي![/color:8063d30e1e]

په دغه کريمه ايت شريف کې الله تعالی په عصر چې مازيګر او هم وخت او زمان ته ويل کيږي قسم يادوي چې انسان له زيان سره مخامخ دی . خو له دې زيان څخه
هغه کسان مستثنی او بچ دي چې لانديني څلور ځانګړنې ولري . ولې له دې څلورو ځانګړنو له بيان مخکې د عصر په اړه بايد زياته شي چې الله تعالی په
هغه څه قسم خوري چې د هغې په واقعيت ، وجود او موجوديت هېڅ شک او شُبهه نشي کېدای . څنګه چې د مازيګر (عصر) په وجود او واقعيت هر څوک باور لري ،
دغسې د عصر او زمان وجود او واقعيت هم هرچاته څرګند دی او انکار ترې نشي کيدای !
عصرونه زمانې لکه د أولو العزم رسولانو لکه نوح، موسی، عيسی او محمد عليهم الصلوة ولسلام عصرونه، تاريخي دورې لکه د لاس پښوډانګ او رمبي
زمانه، د تسکورې تسپار يېوې او قلبې زمانه ، د ماشين او کارخانو زمانه او د کمپوتر او اوتومات زمانه ، دا ټول د بيل بيل عصر په پوهيزي کې رانغښتي
واقعيتونه دي، چې انکار ترې نشي کېدای . څومره چې يو واقعيت غښتلی وي نو هومره انکار نه منونکی وي، ځکه چې هومره د انسالن په ژوندانه کې دخيل او
مسلط وي او همغومره ډيرې غوښتنې او مقتضيات هم لري !
په سينا کې د طور غر، انځر او زيتون له يوې خوا او بلدالامين (بيت المقدس ) د موسی (ع) د عصر او زمانې د اسرائيلو په ژوندانه کې داسې مسلط واقعيتونه
وچې انکار ترې نشو کېدای ، نو ځکه الله تعالی پرې قسم ياد کړی ( وتين و زيتون و تور سينين و هذالبلد الامين) چې انسان مې په خورا ښه تقويم سره خلق کړی دی !
مازديګر هم د عصر په معنی هم له ورځې څخه د شپې په لوري د ليږد او ګذار مهم وخت دی چې هم د ورځې پای او پايلې او د شپې زيری او پيلامه په رانغښتې ده ،
خو عصر د عصر او زمان په معنی لا مهمه او د يو زمان او زمانې واقعيت، مقتضيات او اړينې غوښتنې په لمن کې رانغاړي او په نسلونو نسلونو د خلکو
ژوند ورټاکي، تسلط پرې لري او دخپلو ورځينيو راتلونکو اړينو غوښتنو پر ځای کولو ته يې رابولي !
د ټولو عصرونو او زمانو څخه بريمن وتل په ايمان کيږي ، هغه ايمان چې د الله تعالی پر الوهيت او وحدانيت يې مؤمنان لري ، دا له زيان څخه د فلاح لومړنی
تلسټ دی ! دويم تلسټ ،پوړ او پړاو چې د ايمان په تلسټ رغول کيږي هغه صالحه
عمل دی ، چې موخه يې د دين او دنيا دوه نړيو رغونه او آبادونه ده !
د انسان په شعور کې ددواړو رغونو ترکيب او پيوند ډير مهم دی، مؤمن بايد ددواړو دنياو د رغونې د وحدت ارګان او څرګندوی وي، که د ځان له پاره د نيا
جوړوي بايد د اخرت له پاره هم دحلالې لار او وسايلو څخه کار واخلي او هم
يې په شعور کې د الله تعالی کار، د هغه ذات رضا او اراده، نعمت ، فضل او کرم
وبولي !او که څوک د آخرت له پاره زيار باسي بايد د دنيا کارو بار ، سوله ئيز ژوند او د چا ژوند ته زيان ونه رسوي ا و ډاده اوسي چې اخروي فلاح يې ددنيوي ستونزو
حل هم رامنځته کوي !هغه څوک چې شبه او ورځ په عبادت بخت وي ، خو له ژبې
څخه يې نورو ته آزار رسيږي، د هغه عبادات نه قبليږي !
هغه څوک چې جهاد کوي خو د له کفارو سر بيره ترې بيګناه مسلمان هم وژل کيږي ، جهاد يې نه قبليږي، په تيره بيا هغه کسان چې له کفارو په برتله بي ګناه مسلمانان
ډير وژني د جهاد پر ضد عمل کوي !
صالحه عمل په لومړۍ درجه کې خيريه عمل دی چې نورو ته پرې معنوي او مادي خيررسيږي ! هر څومره چې دغه عمل په معنوي توګه مولد او په مادي توګه مولد
عمل وي هومره يې مسلمانانو ته خير زيات او هومره صالح عمل دی ! ځکه خو ددې خير رسولو جاريه بڼۀ لا غوره ده !
دغه عمل د ټولنې د ګډ ژوند امکان اوعملي پرمختګ رامنځته کوي ! د ټولني د پرمختک اندېښنه د خير او فلاح اند او فکر دی چې د حق پالنې او حق غوښتنې
پرته نه څرګندېدای او نه کوم اغيز لرلی شي!
له دې کبله ترصالحه عمل وروسته صالحه قول يا داسلامي تعمير دريم پوړ دی چې هغه د حق توصيه او د حق د پلي کولو په لار کې د استقامت، جدو جهد،
ټينګار ، صبر او مقاومت توصيه ده !
[color=blue:8063d30e1e]خو حق څشی دی ؟؟؟؟؟[/color:8063d30e1e]
د حق يو معيار واقعيت دی، د ژوند واقعي برخه يا د واقعي ژوند غوښتنه وي او دتشو خيالاتو محصول نه وي، له دې سره يې دويم معيار هم تړلی دی چې هغه
اړينتوب يا ضرورت دی. حق د ژوند يوه ضروري غوښتنه وي او له تامين پرته عام ژوند خرابوي!
له همدې واقعيت او ضرورت سره يې دريم معيار هم تړلی دی چې حق قانونمند وي اوڅلورم داچې علم او ټولګړی وي او په يوه فرد پورې محدود ه استٍثنا نه وي!

د ساري په توګه د ښځو د حقونو په اړه دا سوالونه کولی شو چې آيا ددوی حقوق د واقعي ژوند غوښتنه ده ؟
هو، بالکل : لږ تر لږه د ټولنې نيم شمير غړي ښځې دي او په ټولنه او کورنۍ کې ددوی له رول، فيض او برکت څخه سترګې نشي پټېدای، نو د ټولنې د سالم غړو په
توګه ، د سالمې ښونې او روزنې، سالم کار او وظيفې ، سالم ژوند او له نارينه ورونو سره اوږه به اوږه د سالم رول لوبولوحق او اړتيا لري !
ددوې د حقونو خوندي کول هم اړين او ضروري دي اوهم قانونمنده او اصولي !
دا د يوې دوه يادرې ښځو مسله هم نه ، بلکې لهداستثنا پرته د ټو لوښځو عام
طبيعي حقونه دي چې د شريعت په چوکاټ کې بايد پلي شي!د نرينه او ښځينه ځوانانو حقوق هم په همدې ډول له جامي او نفقې نه نيولې تر عاموتعليماتو،
روزنې، اوړو مسلکې او تخصصي تحصيلاتو ، کار او وظيفې د لرلو او د ټولنېز ژوند په برخليک ټاکلو کې د رول لوبولو حق دی چې د مور او پلار او دولت له خوا
خوندي کړل شي ! دا او د ټولنې د فرد فرد حقوق تامينول د ټولني د پرمختګ تضمينوي او په صالحه عملونو کې شميرل کيږي !
ددې معيارونو څخه په ډاګه څرګنديږي چې اسلامي دولت هم بايد حقوقي دولت وي، يعنې قانوني وي، ځکه قانون د حقوقو مظهر دی او د قانون په حاکميت سره
حقوق پلي کيږي، قدرت ته رسيدل ، قدرت چلول او له قدرت څخه ليرې کيدل بايد په زور نه، بلکې ټول په قانوني حقوقي تلسټ تر سره شي!
داچې مسلمان بايد د ټولو حقونو دپلي کولو چاره هم په عملي اوهم قولي توګه وکړي او تر بري پورې د ټينګار ، استقامت او صبر سره ورته مبارزه او مجاهده ،
سعيه اوکوښښ وکړي اود [color=blue:8063d30e1e]وتواصو بالحق و تواصو بالصبر [/color:8063d30e1e]سره سم خپل قول او عمل دوا ړه د حق پلي کولو ته ځانګړی کړي، نوايا
د قانوني دولت رامنځته کول او د ټولني د ټولوپرګنو ، افرادو او ولسونو حقوق تامينول ، توصيه کول او دفاع ترې کول د هر مسلمان او مسلمانې دنده او فريِضه نده ؟؟؟؟
آيا انتخاب شوی حکومت، منتخبه ملي او ولايتي شورا ، منتخبې کاري کمېټې او کميسيونونه له يوې خوا ، سياسي ګوندونه ، ټولنيز او صنفي سازمانونه ، د
ښځو حقوق ، د فکر او بيان آزادي ، د مطبوعاتو آزادي او داسې نور .... دا ټول په هغه حقوقو نو کې نه راځي چې هم يې توصيه کول او هم يې د پلي کولو په لار کې په صبر ، استقامت او مقاومت سره مبارزه کول په کار ده ؟
که راځي نو آيا طالبانو د خپل قدرت په موده کې له دې څخه د کوم حق له پاره مبارزه کړې او کوي يې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
و من الله التوفيق !



ع کريم حليمي
04.04.2010

ډېر ګران، قدرمند او مکرم ، محترم دانشمند پتوال صاحب ، السلام علبکم و رحمة الله و برکاته
محترما
که زه د د یارانو د عصر وای ، نو ، و سورة العصر ته مي د سورةاستقلال نوم وکاوه (تواصواْ بالحق)
پوهېږم چه وخت ّهښیار دی ، اما که استقلال نه وي ، نو وخت بېچاره به څه وکړي
او بل داچه :که استقلال نه ؤ ، نو ۰،۰۰۰۰۲ فیصده د حق ږغ پورته کولی سي ، نور پاته ژوندي پر مړو حساب دي ، او څوک چه حق نه وائې پښتانه خِمَار پر سر ور اچوي بګړۍ ترې اخلي !!!
دانشمند پتوال صاحب که اجازه راکړي زه په هم يو دوه توري د حق يه تعریف کی ولیکم
 
خو حق څشی دی ؟؟؟؟؟
حق:
خلق لکم مافي الاض جمیعاً (( خداي ستاسي د (کار) دپاره دمځکي ټول شیان پېداکړه ))
د دېٖ کبله انسان باید د دنیا د هر شی سره چه انسان د هغه سره د ګټي او نفعي تعلق لري یو راز علاقه و لري
د دېٖ تعلق او علاقې تقاضا داده چه باید انسان د دغو شیانو په ترقي او حفاطت او ساتنه کي زیار وباسي او
د هر يو شئ څخه هغه استفاده وکړي شي دکومي استفادېٖ د پاره چه هغه خدای پېدا کړيدي او هغه شئ په هغو ځایو کښي صرف کړي په کومو ځایو کښي چه پاک خدای د هغه شي و مصرف کېدو حکم کړئ دی او د ټولو هغو شیانو څخه محفوظ وساتلی سي چه هغه شیان د دغه شي نفع رسوني ته زیان او نقصان پېښوي ،
د دېٖ مســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــؤلیت او ذمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه دارۍ نوم
په اصطلاح کښي " حق " دی
او د حق ادا کول فرض او لازم دي

((نوايا
د قانوني دولت رامنځته کول او د ټولني د ټولوپرګنو ، افرادو او ولسونو حقوق تامينول ، توصيه کول او دفاع ترې کول د هر مسلمان او مسلمانې دنده او فريِضه نده ؟؟؟؟))

قانوني دولت هغه وخت رامنځ ته کیږي چه د ټولني بااخلاقه خلګ و بد اخلاقو خلګو ته اخلاقي جزا وي ورکړي .
یوازي د قانون په جزا وو ، ټولنه نه سازیږي ، تر څو چه د ټولني هوښیارو او ځرکو خلکو په جزا ور کولو شروع نه وي کړېٖ .

بسم تعالی : وَ لاتُصَلِّ عَلى أَحَد مِنْهُمْ ماتَ أَبَداً وَ لاتَقُمْ عَلى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ ماتُوا وَ هُمْ فاسِقُونَ

ددغه ایه کریمې مطلب دا دی چه مسلمان ته اجازه نسته چه د منافق جنازې ته دي ولاړ شي .
او داسي تاویل هم تري کیدای شی چه ، څوک چه بد اخلاقه وي ، حکومت جزا نه شي ور کولی ، او یا حکومت
نه سي کولی چه جزا ورکړي ، د ځینو سببونو په خاطر ، اما ټولنه کولې شي چه بد اخلاقو ته جزا ورکړي ،

جزاوي دوه قسمه دي ، قانوني جزاوي او اخلاقي جزاوي

په ډیره مینه او درنښت
 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more