د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نمک حرامه او که سياسي فا حشه?

pattang
02.04.2010

[color=brown:0b61110365]تاسو د کرزي خبری څرنګه تلۍ ?
کرزی په ستر ګو ننوځې ټوله نړۍ دروغجنه بولي ددې لپاره چې خپل فاحش
بې قانونه، له جنګي جنايتکارانوڅخه ډک انتي پښتون بانډ ته پوزه کېږدي
اونور ې مرستې دافغانستان په نوم د خپل بانډ په جيب کې واچوي٠
دا ؟ دومره سپين ستر ګی شه چې اوس يې له خپل خالق څخه يې هم سترګې
نشرميږي٠ يابه د cia ګولۍ خوري او يا به دطالبانو دغاړې رسۍ .[/color:0b61110365]

له لر او بر څخه :

امريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي پرونۍ څرګندوني بېځايه وبللې او ويې ويل امريکا د افغانستان په کورنيو چارو کي لاس وهنه نه کوي.
د خارجه وزارت وياند فليپ کرولي وايي د افغانستان د تېر کال په جمهوري رياست انتخاباتو کي د درغليو ګڼ شمېر اسناد موجود دي او امريکا هيڅکله د دې انتخاباتو د بدنامۍ هڅه نه ده کړې.
فليپ کرولي وويل د افغانستان ولسمشر په دې خبرو غواړي چي پر خپله له فساده ډکه اداره پرده وغوړوي، ځکه چي حکومت يې په نړۍ واله کچه د فساده ډک بلل سوئ دئ.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون پر امريکا او لوېديځو هيوادونو تور ولګاوه چي د افغانستان انتخابات يې بدنامه کړل او د افغانستان په کورنيو چارو کي لاس وهنه کوي، که دوى د يوه غلام په توګه د افغانستان د حکومت د کارولو هڅه وکړي، افغان حکومت به يې پر ضد د ملي مقاومت ږغ پورته کړي.


monir
03.04.2010

دوستانو سلامونه اوښې چارې
وایی یوه ورځ یو سړی پلی او ښځه یې پر خره سپره له یوه کلي نه بل کلي ته روان وو. کله چې دوی څوکسانو سره مخامخ شول دغه کسانو لږ څه جګه تبصره وکړه چې ده ته ګوره ښحه یې پر خره سپره او دا بی غیرت بلی روان دی. کله چې دغه سړي دا خبره واوریده په غیرت راغی او خپله ښځه یې له خره نه کوز کړه او خپله پر خره سپور شو چې له یوې بلې لارویو ډلې سره مخامخ شو. دوی تبصره وکړه چې ده ناځوان ته ګوره چې پر خره سپور او دا سیا سره پلې روانه ده. کله چې دغه سړي دا خبره واوریده مېړه او اورته دواړه پر خره سپاره روان وو چې یوې پلې لارویو ډلې مخامخ شول. کله چې لارویو دا حالت ولید ویې ویل چې دغو ظالمو ته وګورﺉ! نږدې دی چې د خره ملا ماته شی. کله چې دغه سړي دغه تبصره واوریده دواړه له خره نه پرېوتل او خره پسې پلي روان و چې یوې بلې ډلې سره مخامخ شول. لارویو چې دا دواړه ولیدل چې خره پسې پلي روان دي و یې ویل چې دې لیونیو ته وګورﺉ چې خر بیکاره او دا دواړه ورپسې پلي روان دي !!!
نو پتنګ کاکا لکه چې تاسې یوه مجموعه د دغولارویانو یاست چې پرهیڅ څه شي راځي نه یاست. که ښاغلی کرزی څه ونه وایې تاسې وایئ چه هغه ګوډاګئ دی او اوس که میدان ته وځي او د بهرنیو واقعي څېرې بر بنډې کوي بیا هم راځي نه یاست او وایئ چې کرزی نمک حرام دﺉ .
[quote:355c019858]کرزی په ستر ګو ننوځې ټوله نړۍ دروغجنه بولي[/quote:355c019858]
دا ټوله نړۍ خو د رایو صندوقونه شمېرلي ندي ! هغو هم لکه زه او تاسو غوندې له دغو کړیو څخه تړلي مطبوعاتو څخه یو څه معلومات تر لاسه کوو. که د دوی خبرونو زمونږ په زړونو وي نو ورته لاسونه پړکوو او وایو دا دی حقیقت!!! معمولا د ټولې نړۍ منبع هماغه یو خبر دﺉ !!!!

د افغانستان د انتخاباتو ډرامه لا د انتخاباتو د مخه پیل شوې وه چې د امریکا دموکراتانو د جمهوری غوښتونکو په مرسته قدرت ته رسیدلی جمهور رئیس اصلا نه مانه او کرزی یې مجبور کړ چې ټوپک سالارانو ته مخه کړي. د ټاکنو دتقلب دسیسو لړۍ هغه مهال پیل شوه چې امریکایانو ولیدل چې د دوی د غوښتنې برعکس کرزی جمهور رئیس کېږي . کنه نو ریچارد هولبړوک د ټاکنو سبا مخکې لدې نه چې یوه رایه هم شمېرل شوې وي ولې دومره په ټینډکو شو؟ د لاسوهنو یو بل دلیل یې خپله ملګري ملتونو د خپل امریکایی مامور په بر طرف کولو وړاندې کړ.
دا خو اوس پټه خبره نده چې د دغو دسیسو درې سناریو وال امریکایان ریچارد هولبړوک، پیتر ګالبړایت او فرانسوی فیلیپ مورین هغه کسان دي چې بوسنیا هرسیګووینا یې وویشل.
خدای دې موږ له دې ظالمانو نه وژغوري. آمین

په درنښت


pattang
04.04.2010

کرزی سابت شوی cia دی داخبرې يې امکان لري د cia په خوښه کړي وي
چې په روحياتو کې ګنګوسې واچوي ٠ کرزی دومره نر ندی چې دملي مقاومت
خبرې په ريښتيا وکړي که دی دومره نر وي قانون دې تطبيق کړي او په
شمال کې د اوزبکو له لاسه شړل شويو پښتنو ته دې له اوزبکو بيرته دهغوی
خپلې مځکې ورته واخلي٠
نالت پردې نولي چاپلوس اجنټ٠


ډاکټر څپاند
04.04.2010

يو سړی چه امريکې اوانګليس په مستقيه اوسيخه توګه ترې "شخصيت"
جوړ کړ اوقدرت ته ئي ورساوه،څنګه کولی شي چه دخپل بادار په مقابل
کې غټ غټ وغږيږي؟

کرزی دورکنامئ نه دبن په کنفرانس کې په حيرانونکې توګه،ديوې غير ملي
نيمه اسلامي اوغير دموکرتيکې ادارئ مشر شو٠

په جعلي لويه هرګه کی دجمهور ريس نوم ورته ورکړ شو٠

په ښکاره او انکار نه منونکو جعلي اوغيرشفاف ټولټاکنو کې وړونکی وبولل شو او په لسګونو زره خارجي نظاميان ئي دده اودده دفاسدې اداري
دساتلو لپاره شپه او ورځ په افغانستان کې جنګيږي٠

نو دبادار په مقابل کې چه يو نوکر راپورته او" سترګې شخې"کړي دابه
ددريو حالاتونه خالي نه وي:

١-کرزي اوس ١٨٠ درجې تغير کړی او دشاشجاع په شان ،غواړي په پايله
کې ځاله په افغانستان کی هديره پيدا کړي؟
٢-کرزي د٣٦٠ درجود تغير په نمايش سره ،دCIA يوې بلې نغمې ته ونڅيد؟
٣-کرزي په ٩٠ انحراف سره احمق شوی دی؟

اګر چه واقعيت به لږ يا ډيره موده روسته را معلوم شي،خو چه کرزي او
دده ژوندليک ته وکتل شي دې هيڅکله ملي کيدی نشي٠بيعقله ښکاري خو
دومره به احمق هم نه وي٠

ځما په اند دا صرفا يوه بله انګريزي ډرامه ده او بس!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more