نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خیبر پښتونخوا!، مبارک مو شه
طالب ISI
31.03.2010
وروڼو سلامونه،
تاسې ته د صوبه سرحد د نوم مبارکې وایم،
خو چندان خوند یې ونه کړ، پنچابیانو بیا هم ثابته کړه، چې ددوی د مراچ خلاف کار باید ونه کړو، که هغه له افغان دولت سره د طالبانو خبری وی، او که د نوم بدلول.
چي په واقعیت کې د پښتنو په عاچزئ او مجبورئ دلالت کوی.
خو بس کیدای شی، خلک یواځی پشتونخوا ورته ووایی.
pattang
02.04.2010
تورلېنګيان پنجابيان پښتنو ته خپل خدای ورکړی نوم هم نه ور کوي.
نورخو يې هر څه ژبه ، کلچر ترې واخيستل اوحتا د پښتون له نوم سره هم
حساسيت لري ٠ خيبر پښتونخوا څه شی ? فلسفه يې څه شی دی ?
دې جاسوسو هسې په نوم نشنليانواو دپېسو غلو بايد دا خبره نوی منلې په
ځای د دې دوی بايد په ښونځويوکې په پښتو ژبه درس ور کړی وی٠
خدای پاک دې طالبانو ته قدرت ورکړي چې دغه فاسد ، منافق ، چاپلوس
بېغيرته، شيطان او شغال فيکاليستان ،چټليستان تجزيه کړي ٠
دپښتون د کيتلې شکل تغير خورې خواص يې نه
که هر څو يې ټکوې ورکېږي نه
میوند ننګیال
03.04.2010
سلامونه او نیکی هیلی !
دروند پتنګ صیب او محترم شهیر صیب سلامونه اودنیک هیلی ومنی .
د سرحد نوم په خیبر پښتونخواه بدلیدل یو ه د خو شحالی خبره ده او ښه کاو ش خو زما په اند دا نوم بدلول دمره مهم نول لکه څومره چی د پښتنو بچیو ته په پښتو درس ورکول ول تر اوسه د اسفند یار بچی په پښتو نه پو هیږی بهر حال خیبر پښتونخواه یو داسی نوم چی کیدای شی په را روانو نزدو څوکالو کی د پا کستان په پارلمان کی بیا پری یو لوی بحث وشی او دا کار کیدونکی دی .
اسفندیار ولی د یو داسی انسان مسی دی چا چی دانګریزانو نه خپل حق غوښته او دیرش کاله یی په خواریو او سختیو او یند کی تیر کړل خو د خپلی خبری وا نوښت پاچا خان یو داسی پښتونه وه چی د پنجابی سره به یی خبره هم نه کوله ځکه هغه ورته خپل غلام او مریی ښکاریده خو نن یی ځو یی د پنجابیانو په مخکی په ګونډو شو او د هغه حکم یی ومانه د هغه پنجابی چا چی دا 60 کاله د پتنو پشی وهلی چا چی د پښتنو ژبه کلتور او هویت پسی را اخیستی .
الله خبر دی چی اسفند یار به د پښتنو په سر بیا کوم تجارت کړی وی چی دا نو یی ومنه لکه څنګه یی چی دعامو پښتنو په سر تجارت وکړ او په سوات وزیرستان یی چی وکړ.
ایا عوامی نشنل پارټي والا ویلی شی چی دوی خیبر ته ولی غاړه کیښوده .
په 1997 کی د پیښور په اسمبلی کی ټولو دا اتفاق کړی وه چی د سرحد نوم دی پښتونخواه شی او دا ټولو ته معلومه ده .
د نواز شریغ د حکومت په دور کی کله چی عوامی نشنل پارټی ورسره همکار ه پار ټی وه د سرحد دنوم دبدلو ډير ګرم بحث روان وه چی دوی پښتونخواه نوم غوره کړی وه او مسلم لیک ورته د خیبر چی ددی له وجی د مسلم لیک او عوامی نشنل پارټي په منځ کی ټکر را غی او عوامی نشنل پارټی پارلیمنټیریو استعفی ورکړه په هغه وخت کی د سرحد اکثره د اسمبلی غړی د عوامی نشنل پارټی سره مخاف ول او نن چی د عوامی نشنلپارټی سره همغږی ول اوو په پښتونخواه نوم ټول رضا ول بیا یی ولی داسی یو کار وکړ لکه په شلخی ټوپک یی چی ډز کړی وی هم یی کارتوس پوچ وخته او هم یی نشانه ونه ویشته .
په پیښور کی 95 فیصده خلک بلکه زه به دا ووایم چی 96 خلک په پښتو نه پو هیږی نه یی ویلی شی او نه یی سم لیک زده دی عوامی نشنل پآرټی خو نن جشنونه کوی خو دا خبره یی دیاده وتلی چی هر هغه قوم چی خپله ژبه هیره کړی هغه هیڅ وخت ندی کا میاب شوی لکه دوی چی دا شپیته کاله کیږی د پښتنو په نوم چغی وهی خو په والله که یی د پښتو ژبی غم خوړلی وی .
او ل خو پکار ده وه چی دوی دپښتو ژبی د رسمی کیدو لپاره هلی ځلی کړی وی نه د نوم لپاره ځکه چی یو کس پخپله مورنی ژبه لیکل یا لوست نشی کوی او په قومی ژبی باندی لګیا وی تاسو قضا وت وکړی دغسی خلکو ته به څه وایاست.
په پنجاب کی پنجابی ده په مکتبونو کی او په سند کی د متبونو کتابونه په سندی خو په سرحد کی په پښتو یو کتاب دی چی هغه هم اولو څو صنفونو کی ویل کیږی ددوی نه خو هغه د ملایانو دور ښه وه د پښتو د رسمی کولو لپاره یی خو یی لږ منډ ی وهلی .
بهر حال د یو ازاد او لوی افغانستان په هیله
عادل عادل
06.04.2010
سلامونه
د پختونخوا د پختنو او ټول افغان ولس لپاره دې مبارک وي
ډیر کار لا پاته دئ تر څو پټان او پختون سوچه پښتون شي او پختونخوا هم لوی افغانستان!
پرون یې په کوز دیر او پیښور کې شانداره لمانځنه وشوه، الله دې باقي خیر پیښ کړي.
larghonay laraway
06.04.2010
سلامونه!
خيبر پښتونخوا يو په زړه پورې کار وشو. ښه خو دا وه چې يوازې پښتونخوا وای خو له شمالي، مغربي سرحدي صوبه نه خو خيبر پښتونخوا ډېر ښه دی.
دا چې د پنجاپيانو څه مقصد ؤ چې له پښتونخوا سره يې د خيبر مختاړی مل کړ. کيدای شي په دې کې د هغوی کوم شوم غرض وي خو زما په نظر د پښتنو لپاره تر پښتونخوا هم ګټور شو. ځکه په ځينو دروغجنو شعرونو پسې به نه ګرځو چې د پښتونخوا لفظ په کې راغلی دی. بلکې د پښتنو ګټې به په کې ولټوو چې هغه دا دي:
انګريز د پښتنو تر منځ يوه توره کرښه راښکلې وه چې له کرښې هاخوا يې يو بل خيانت هم کړی ؤ او هغه دا چې ځينې پښتانه يې د قبايلو په نامه د يو څه امتيازاتو په نامه له ګڼو حقونو بې برخې کړې وو.
امتيازونه يې دا وو چې د برق بيل به نه لري، وسله به ازاده ګرځوي او د اسلام اباد پورې به تړلې وي.
زيانونه يې دا وو: قبايل پښتانه له زده کړې وروسته پاتې وو، ټوپک ورسره ازاد وو نو ورور وژنه هم په کې ښه ډېره وه او اکثره يې دښمنداره وو. دفتري کارونه يې ستونزمن وو ځکه دوی به چې له پوليټيکل لوړ کارونه کول نو په صوبه کې نه کېدل، بلکې اسلام اباد ته به تلل. که لنډه يې ووايو نو له تمدنه يې لرې ساتلي وو.
د پښتنو اوږدې مبارزې ايله دومره وکړل چې څو کاله وړاندې له اسمبلۍ څخه د پښتنوخوا نوم ومنل شو. يو ځل پخوا هم اباسين پښتونخوا وړانديز منلو ته نږدې شوی ؤ خو هغه وخت ارواښاد اجمل خټک مخالفت کړی ؤ او نه يې ؤ منلی. زما نظر خو دا دی چې پښتانه بايد دغوږ لپاره ټول سر له لاسه ورنه کړي. د اوس لپاره همدا (خيبر پښتونخوا) ښه دی او د وخت په تېرېدو سره به که خدای کول مختاړی هم ترې لرې شي او د پتنګ لالا خبره لوی افغانستان به شي. خو د شمالي مغربي سرحدي صوبې تر اوريدو خو خيبر پښتونخوا ډېره ښه ده.
د اوس لپاره د خيبر پښتونخوا ګټې: لومړی خو د خيبر پښتانه هم د سرحد د ضلعو له پښتنو سره له (قبيلويت) خلاص شول. چې دا يوه ستره لاسته راوړنه ده.
نو اوس به ځينې وايي چې قبايل پښتانه خو په دې هم له قبيلويته خلاصېدل چې له پښتونخوا سره يو ځای شوي وای. نو ځواب يې دا دی چې هلته پنجاب همدومره رول لري لکه په افغانستان کې چې تاجکو هر وخت سرسر خوړلی او پښتانه تشې کټوې څټي. په پاکستان کې دربار په اصل کې د پنجابيانو دی نو
دعا کوه چې واک مې خپل شي
درنه به زار کړم د سرکو شونډو سرونه
09.04.2010
[quote:95e6560992]لومړی خو د خيبر پښتانه هم د سرحد د ضلعو له پښتنو سره له (قبيلويت) خلاص شول. چې دا يوه ستره لاسته راوړنه ده[/quote:95e6560992]
پوښتنه :
آيا په خيبر پښتونخوا کې د صوبه سرحد سره آزاد قبايل هم شامل شول؟؟؟؟؟؟؟
آيا قبايل نور د اسلام آبآد پورې نه دي تړلي ؟؟؟؟؟
ظاهرا خو بالکل داسې نه ښکاري !
larghonay laraway
10.04.2010
محترم پتوال صیب تر اوسه داسې غوڅه پرېکړه فکر کوم نه ده شوې خو همدې ته خبره ورنږدې ده.