ادبي ټوکې ټکالې
د پوسټ ماسټر جنرل يو ځوابي ليک د وزير اعظم پاکستان په نوم
feroz afridi
31.03.2010
پرون مې د پوسټ ماسټر جنرل يو ځوابي ليک د وزير اعظم پاکستان په نوم ولوست چې خلاصه ئې دا ده
محترم وزيراعظم صاحب اسلامي جمهوريه پاکستان
دام ظلکم دام اقبالکم
جناب الو
تاسو چې کوم ليک ماته راليږلے وو د هغې ځواب ستاسو په حضور روئي پر نور حاضر دے.
تاسو پوښتنه کړې وه چې کوم سټامپ مونږ د صدر پاکستان جناب اصف علي زرداري د تصوير سره په 25 دسمبر جاري کړې وو،د هغې انکواري وکړم ځکه چې دا سټامپ د ډاک په لفافو پورې ولې نه انخلي؟
جناب ما د فوري انکواري د پاره د درې کسانو يوه کميټي کښنوله چې هغوئي تحقيق وکړي چې دا خلق ولې شکايتونه کوي چې دا سټامپ په لفافو پورې نه انخلي؟
او دا چې دوئي معلومه کړي چې د سټامپ د نه نخليدو څه وجه کيدې شي ؟
پوره پيځويشت ورځې تحقيق نه پس کميټئ په دې نتيجه ورسيده چې دا سټامپ لکه د نور کله په شان بيخي صحيح او د نقص نه پاک دے .
ځکه چې په هر پينځويشتم دسمبر مونږ دا سټامپ جاري کوو او د باني پاکستان حضرت قائيد اعظم د زيږيدنې د ورځي د نماځلو په مناسبت هم د هغوئي په نوم د قائيد د تصوير سره جاري کوو.نو دا سټامپ په ډير مقدار کښې خرڅيږي هم خو دا ځل چونکه د باني پاکستان په ځائي د موجوده صدر پاکستان جناب محترم اصف علي زرداري د تصوير سره چاپ او جاري شوې دے نو د دې سټامپ د نه نخليدو مسئله دا ده چې خلق د دې سټامپ د شا په ځائي په کوم چې مونږ سريش لګولي دي لاړې نه پورې کوي بلکه په مخ باندې ئې توکاڼې توکي نو ظاهره خبره ده چې په کوم طرف ئې سريش يا سريخ (ګوند) لګيدلي وي هغه استعمال نه شي نو داسې سټامپ بيا کله انخليدې شي؟
د سټامپ په مخ چې تصوير په لګيدلې وي مونږ د قاعدې مطابق سريش نه شو لګولې نو دا غلطي زمونږ د محکمه ډاک نه ده بلکه د هغه کسانو ده څوک چې دا ټکټ په استعمال کښې راولي.او د شاه اړخ په ځائي د سټامپ په مخ باندې خپلې لاړې توکي.
هيله لرم چې ستاسو سر به زما په دې تفصيلي ليک خلاص شوې وي.
په ډير احترام
ستاسو هر وخت تابعدار ابن التابعدار
غلام ابن غلام
مراد علي
پوسټ ماسټر جنرل
محکمه ډاک پاکستان
_________________