نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
محمدبلال محمدي : د قيامت علامې ....
29.03.2010
http://www.tolafghan.com/posts/17427
Re: د قيامت علامې ....
pattang
29.03.2010
ددې شلغمکوملا دخدای پاک کور ګډ کړي ، چې کرزی او دهغه مرداره کابينه
يې له ياه وتلي دي او يو سپين کليوال مسلمان يې را ګير ګړی دی ٠
لانت ددالرو په ملا يانو٠
نوربيا
[quote:08a0a3b2e3="پتوال"]http://www.tolafghan.com/posts/17427[/quote:08a0a3b2e3]
كريم كامران
29.03.2010
زه وروسته په تفصیل سره ددې سپک لیکوال ځواب ته راګرځم
خو اوس ورته همدومره وایم چې:
خلک پکــې خــدای ګـــوري او ته مــاشــوم خـبــر هـم نـه
پوه به شې او لوی به شي چې سترګې د یار څه مانا؟!!
رښتینی
29.03.2010
دا لیکنه ما ولوستله پرحقایقو نده ولاړه بلکی په پوچو اوتشو خبرو
ولاړه ده لکه چاویلی دی ، ما اوریدلی دی ، که دا خبر رښتیا وی او
داسی نورداډول کمزوری اوضعیفی خبری هغه څوک کاروی چی د
زړه بړاس تنګ کړی وی او له دی تنګسیا نه د زړه تشولو په موخه
چی څه په خوله ورځی هغه وایی
دامنم چی ملا صاحب به عالم نه وی خو دا نشو منلی چی ملا صاحب په
ټولیزه توګه خپل سرۍ واکمن و د هغه یوه خبره او یو فرمان هم دعلماو
له شوری پرته نه صادریدی او په شوری کی په هرفرما ن پوره شرعی تحقیق
ترسره کیدی داسی هم کیدل چی د ملا صاحب په کوم فرمان کی یوه عالم
څه ملا حظه لیدلی هغه فرمان یی له خپلی ملا حظی سره ملا صاحب ته وړاندی
کړی او رد کړی دی
نن خو دهر چا خوله خلاصه ده او له مثبتو ټکو په ډیره سپینسترګی پښی اړوی
د منفی ټکو په شننه او سپړنه بوخت دی د همدی نه عالم او سپین مسلمان
له راتګ مخکی په چور ، چپاو دناموسونو په لوټنه او درقص مرده په ګډاو
ان دهیواد دتجزیی په شومو کارونو چی کوم خلک بوخت و دهغوی ډیرۍ پوهان
او پروفیسران و و
دا خبری ټولو د لمر په شان روښانه ده تفصیلات یی د ناخبره او متعصبو یارانو له
پاره ګټه نلری
په درنښت
pattang
29.03.2010
حامد صيب سلام !
داپورته ليکنه دې زما په ز ړه کړې !
پښتانه خو داسې خدای وهلي دي چې دنورو په خوله خپل پاک
پښتانه رانيسي بد نامه او سپکوي يې او دخپلې ګټې لپاره بياله هرچا
سره منډې وهي٠ ملا محمد عمرم مجاهد هيڅ وخت د يوه لوړ پوهي عنصر دعوا
نده کړې ، هغه يو کليوال پښتون دی ، په کليوالي لهجه کليوالي خبرې
کوي ٠ ملا محمد عمر ډېر زړور جنګي سړی دی کله به چې طالبان په جبهه کې
څټ ته راغله نودی به پخپله جبهې ته لاړ او هلته به يې د جبهي د جنګ پلان
په خپله جوړاوو٠ دملا محمد عمر طالبان به هر کلي ته درې ځله له سپين بيرغ
سره تلل او دسولې خبرې به يې ورته کولې خو هغو ظالمانو به دغه دسولې طالبان
دڅټ له خوا په ډزو وژل او حتا زه داسې فلم هم لرم چې ان دمخالېفينو ښځو به
ددې طالبانو مړي په تيږو ايستل چې په اسلام کې ناروا کار دی٠
په دې پاڼه کې داسې خوږ ژبي بد بخته پښتانه هم شته چې ملا محمد عمر د نورو
په دود لکه دوستم فهيم ، عطا او نور جنګي جنايتکاران يو جنايتکار بولي٠
هرڅه چې اوزبک ، تاجک ، هزاره ورته ليکې او وايې ،هغه خبرې دغه بد بختان
تکراروي ، يا به دالر وي ، يابه دعصري اولسواکي خبري وي ، يابه يې په ذات
يا په کور کې نور څوک ور ګډ وي او يا به دبي بي جانې لپاره وېروسي شوی وي.
نوربه يې بس کړم چې له نرخه راڅخه ونوځي٠
خدای پاک دې طالبانو ته بری ورکړي او مرګ په اشغالګرو٠
عادل عادل
30.03.2010
سلامونه
وایي چې نقل قول عین قول دی، نو ځکه خو زما د تعلیق مخاطب پدې ځای کې ښاغلئ پتوال صیب کرځي، سره لدې چې فکر یې یو څه کار کړئ او سرلیک یې بدل کړئ دی:
ښاغلئ پتوال صیب
ددې لیکنې د محتوی سره به خامخا همفکره یاست کنه نو ولې مو دلته رانقل کړې ده ؟؟، که مو مطلب تبصرې وي، نو د تبصرو کړکئ خو په خپل ځای کې ورته خلاصه ده؟؟؟
په هر حال که دا ستاسو فکر وي نو په والله که تاسو په دې ارزئ چې سړئ درسره په پښتو وګړیژي، دا لیکنه دومره پوچه او بې مانا ده چې هیڅ اړخ یې د ملاصیب د حال او احوال سره اړخ نه لګوي، تاسو هغه چا ته د نااهله خطاب نه شئ ثابتولئ چې د نااهلو مخنیوئ او اصلاح کوي، هو یوه خبره ده چې د ملاصیب به ښویې خبرې نه وي زده همدا دلیل دی چې د لشمو او صابوني خلکو نه خوښیژي.
دروند پتوال صیب
د قزلباشې زوی محمدي صیب ته ، چې د مفکورې د لحاظه راته ستاسو رضاعي ورور ښکاري، روانې تبصرې امانتا په همدې ډول ورورسوئ څنګه چې مو دده لیکنه زمونږ مخې ته کیښوده ، که خدای کول پدې سره به مو ډبل اجرونه په نصیب شي.
larghonay laraway
30.03.2010
سلامونه!
راته ښکاري چې د ملاصیب پيروان ډېره په غوسه دي او په دې وخت کې به د ملاصاحب مخالفت پرې خامخا ولګېږي. خو بيا هم جرات کوم او يو څو پوښتنې کوم:
ايا قران مې کړې ملاعمر د کومې ديني مدرسې څخه فارغ شوی دی؟ يعنې مستند ملا دی؟
یوه بله پوښتنه دا ده چې ما اوريدلي چې کله به ملا داد الله قتل وکړ نو تر وژلو وروسته به يې د ملاصاحب فرمان اخیستلو ايا دا رښتيا ده؟
بله پوښتنه: د طالبانو په ډله کې زه ډېر قوي او مستند علماء پېژنم نو ايا پاکستان همدا ملا صیب عمر خوښ کړی ؤ او که څنګه نور جيد ملايان نه رامخته کوي؟
بله خبره به درته د اهليت وکړم. نو دا چې رباني او کرزی دواړه اهل خلک نه دي نو دا خو دې ته لاره نه هواروي چې طالبان دې هم د خپل قيادت لپاره يو نسبتاً امي خوښ کړي؟
مننه
رښتینی
30.03.2010
[quote:c0ae52fb25="larghonay laraway"]سلامونه!
راته ښکاري چې د ملاصیب پيروان ډېره په غوسه دي او په دې وخت کې به د ملاصاحب مخالفت پرې خامخا ولګېږي. خو بيا هم جرات کوم او يو څو پوښتنې کوم:
ايا قران مې کړې ملاعمر د کومې ديني مدرسې څخه فارغ شوی دی؟ يعنې مستند ملا دی؟
یوه بله پوښتنه دا ده چې ما اوريدلي چې کله به ملا داد الله قتل وکړ نو تر وژلو وروسته به يې د ملاصاحب فرمان اخیستلو ايا دا رښتيا ده؟
بله پوښتنه: د طالبانو په ډله کې زه ډېر قوي او مستند علماء پېژنم نو ايا پاکستان همدا ملا صیب عمر خوښ کړی ؤ او که څنګه نور جيد ملايان نه رامخته کوي؟
بله خبره به درته د اهليت وکړم. نو دا چې رباني او کرزی دواړه اهل خلک نه دي نو دا خو دې ته لاره نه هواروي چې طالبان دې هم د خپل قيادت لپاره يو نسبتاً امي خوښ کړي؟
مننه[/quote:c0ae52fb25]
ددی موضوع دتفصیل له پاره له تاسو سره هم مواد شته :)
pattang
30.03.2010
[quote:7892a996fa]larghonay larawayسلامونه!
راته ښکاري چې د ملاصیب پيروان ډېره په غوسه دي او په دې وخت کې به د ملاصاحب مخالفت پرې خامخا ولګېږي. خو بيا هم جرات کوم او يو څو پوښتنې کوم: [/quote:7892a996fa]
په غوسه نه يوخو ګيله کوو چې زمونږ لويان هم لېونيان دي او دپردويو تر تاسير
لاندې را غلي ٠ دي
[quote:7892a996fa]ايا قران مې کړې ملاعمر د کومې ديني مدرسې څخه فارغ شوی دی؟ يعنې مستند ملا دی؟ [/quote:7892a996fa]
دا خبره دې ډېره بې ځايه اويو ادبي بې منطقه ده :
په هغه وخت کې خو داسې وو چې هر چا به تر هدايې يا مصتخلصه دکلي له مولوي
صاحب نه درس ووېلې هغه ته به يې اخند وېلې او ملا عمر خو دپاکستان له مهاجرت او مدرسو څخه په مخ کې دغه څو کتابونه لوستلي دي او اخند دی٠
يانې داخند کلمه په داخل دافغانستان کې تر دې درجې زدکړې پورې رواج وه او رواج ده ٠ نو زه نه پو هيږم چې ته چېرې اوسېدلی يې !
او که دسمرقنديانوويروس تاته هم سرايت درکړی دی!
[quote:7892a996fa]یوه بله پوښتنه دا ده چې ما اوريدلي چې کله به ملا داد الله قتل وکړ نو تر وژلو وروسته به يې د ملاصاحب فرمان اخیستلو ايا دا رښتيا ده؟[/quote:7892a996fa]
دا دې يوبل لوی خيانت دی چې ته دهيوادغل غوندې د سمرقنديانو پښې
څټې او يو ملي قهرمان ملا دادالله قاتل معرفي کوې دغه خبرې خو د پښتنو دوشمنان کوي چې خپل جنايتونه پرې پټ کړي ، ملا دادلله چېرې قتل کړی ?????
[quote:7892a996fa]بله پوښتنه: د طالبانو په ډله کې زه ډېر قوي او مستند علماء پېژنم نو ايا پاکستان همدا ملا صیب عمر خوښ کړی ؤ او که څنګه نور جيد ملايان نه رامخته کوي؟ [/quote:7892a996fa]
دلته او س بيا بې ګټې خبرې ليکې !
طالبان په جنګي حالت کې شيخ الحديث څه کوي ! او لرغونيه لېونيه !
دطالبانو سياست خو شريعت دی او هم يې غواړي او هغه خودا زرکاله په افغانستان کې په نظري ډول مالوم دی چې داسلام بنسټ جوړوي ، کوم شی
چې طالبان يې غواړي هغه يو جنګي تکتيکي سړی دی او دغه شرائط ټول ملا محمد عمر مجاهد پوره کوي٠ ملا محمد عمر مجاهد جنګي تکتيکي سړی دی٠
[quote:7892a996fa]بله خبره به درته د اهليت وکړم. نو دا چې رباني او کرزی دواړه اهل خلک نه دي نو دا خو دې ته لاره نه هواروي چې طالبان دې هم د خپل قيادت لپاره يو نسبتاً امي خوښ کړي؟ [/quote:7892a996fa]
رباني او کرزی دواړه خرڅ شوي علا ني اجنټان دي ، دغه مقايسه دې بې منطقه ده
هرڅوک د خپل هدف لپاره ٠او ځواب يې پورته ليکل شوی ٠
mehman
31.03.2010
[color=white:4dfc5bc0d5]دوستان گرانقدر سلام بر شما
با طلب پوزش از جنابان احمدزی، کامران، عادل عادل و عتیق الله که مطالب شان پاک شد. در مطالب این دوستان عفت کلام رعایت نشده بود وبه جز از اهانت بر یکدیگر محتوای سودمند هم به نظر نمیرسید.
با تقدیم حرمت[/color:4dfc5bc0d5]
31.03.2010
ښاغلی عادل عادل ،
اړونده ليکنه په خپل ځای له ضد او نقيض ځوابونو پرته پاتې وه، لکه چې وينې دلته پرې د نظر څرګندونې وشوې او ان د ملا صيب په پلوي ډيرې دي ، ايا دا تاسې ته په زړه پورې نه ښکاري ؟
له دېنه دا معلوميږي چې ليکنه هلته وه خو بحث کونکي يې دلته وو، نو دسکالو په دې ليږداو سره لازم او ملزوم سر يوځای شول ٠
تر کومه چې زما دشخصي نظر خبره ده، نو هغه ستا په ګډون ټولو ته څرګنده ده چې ماته د ازادۍ په مقاومت کې يواځې استقلاليت ډير مهم دی ، که هغه نه وي نو کارمل او نجيب خو هم اور په خوله کې وړلو ولې د ملت له پاره مردود او منفور
اشخاص پاتې شول ، نو که ملا صيب د ISI په وړاندې د دغسې وابستګۍ په رنځ اخته نه وي، لکه دوی چې د KGB په وړاندې پرې اخته و
او ملت يې هم مني ، نو زمونږ به هم د سترګو تور وي ، خو که خبره بر عکس شي، بيا نوتاسې هم داراسره منئ چې د ولس ملاتړ به ترې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي ٠ ځکه دالمان ولس هم د هيټلر پلوی کاوه ، خو دهيټلر عمل او سياست تر نن ورځې پورې د بشريت پر ضد يو سخت دوښمنانه عمل بلل کيده او بلل کيږي ٠
اميد چې په مقصد پوه شوی ياست او قناعت مو حاصل شوی وي ٠
عبد السلام
01.04.2010
درنو دوستانو سلام علیکم:
عادل صاحب ! تاسو لیکلي : [quote:82e9a70f08]چې نقل قول عین قول دی، [/quote:82e9a70f08]دا څه معنی ؟ زه خو ترې ضد اونقضی معناوي اخلم . خدای دې وکړي چې تاسو یې هغه ( المعنی فی بطن الشاعر) دلته لږ واضح کړي چې په مطلب سم پوه شوو.
که نقل قول دعین قول اوعین پیغام رسول وي ، دناقل اویا رسونکی په صداقت دلالت کوي چې هو به هو قول اویا خبره رسوي . یعنی عینی خبره په سمه توکه پرته له حذف،اواضافت اومرچ ، اومسالې رسوی، او هیڅکله هم د خبر رسان په شخصی نظر اوعقیده اوسلیقه دلالت نه کوي ، په دې کې خو زه هیڅ مشکل نه وینم ! که مومطلب داوي! او که مو مطلب بل څه وي مهربانی وکړي په زغرده یې ووایئ ماهم ترې برخمن کړئ. زه چې دا لیکنه دښاغلي پتوال دلیکنو سره مقایسه کوم ، اول خو په هیڅ لحاظ دمقایسې وړه نده ، نه پکښې دپتوال دلیکنو ادبی وزن شته او نه هغه فکری پختګی . زه دلته شخصاً نه پتوال صاحب پیژ نم او نه کوم بل ورور، چې خدای نه خواسته زما خبرې یوطرفه وګڼل شي . اویا دبل چا سره په کرکه . دنظر په لحاظ ، زما نظر هم دنورو سره فرق نه لري ، په دې مفهوم چې لکه دنورو ورنو ، زه هم په طبعی توګه دنورو سره په ځینو خبرو کې موافق او په ځینوکې مخالف یم . دلته په پتوال صاحب ، دعادل ورور شخصی تیرئ خړ ،پړ ضد او نقیض ګڼم .
دملاصاحب په اړه ، دومره وایلای شم چې ملا صاحب ماته یوه محجوبه هیولا ده چې نه یې له مخ مبارکه خبر یم او له څټه ! نه یې په وجود او نه یې په عدم کې څه ویلای شم ، نه مې ددمبارک کومه بیانیه اوخطابه اوریدلی، اونه مې دده دخیالی واکمنۍ په ترڅ کې دده حضور په کومه عامه اوټولنیزه غوڼده کې چیرته تر سترګو شوی ! که فرضاً دده هلې ځلې دافغانستان داماره د امیر المؤمنین په صفت بومی او خپل واکه هم وي ( چې زه ترې خبر نه یم) نو داټول کریدیت یې دISI له جبه ولې سر رااویستلی دی؟
خو خبره داسی ده چې ښایی د مبارک خیال لره چې ګواکې دئ په ریښتیا امیر المؤ منین وو اودی ، نه امیر الطالبین والمطلوبین لغیره!! ! ولاامیر لاماره افغانستان !!! خوب یې لیدلای وو. او تعبیر یې هم ډیر ناوړه وخوت !!!خدای دې دجنت ټولې حورې اوغیلمان د کفارو په حساب ددنصیب کړي ( نه دخوارمسلمان ولس په حساب)!!! اوکنه ولاړ دې شي اوخپلې پاتی دینی زدکړې دې چیرته تر سره کړي او همداسې مجهول دې ګرځی چې دی، او دا د امیر المؤمنین خیال دې هم دسره لرې کړي ،کنه دده او نورو جنګی جنایت کارانو تر منځه هیڅ توپیر نشته.
[quote:82e9a70f08]سلامونه
وایي چې نقل قول عین قول دی، نو ځکه خو زما د تعلیق مخاطب پدې ځای کې ښاغلئ پتوال صیب کرځي، سره لدې چې فکر یې یو څه کار کړئ او سرلیک یې بدل کړئ دی:
ښاغلئ پتوال صیب
ددې لیکنې د محتوی سره به خامخا همفکره یاست کنه نو ولې مو دلته رانقل کړې ده ؟؟، که مو مطلب تبصرې وي، نو د تبصرو کړکئ خو په خپل ځای کې ورته خلاصه ده؟؟؟
په هر حال که دا ستاسو فکر وي نو په والله که تاسو په دې ارزئ چې سړئ درسره په پښتو وګړیژي، دا لیکنه دومره پوچه او بې مانا ده چې هیڅ اړخ یې د ملاصیب د حال او احوال سره اړخ نه لګوي، تاسو هغه چا ته د نااهله خطاب نه شئ ثابتولئ چې د نااهلو مخنیوئ او اصلاح کوي، هو یوه خبره ده چې د ملاصیب به ښویې خبرې نه وي زده همدا دلیل دی چې د لشمو او صابوني خلکو نه خوښیژي.
دروند پتوال صیب
د قزلباشې زوی محمدي صیب ته ، چې د مفکورې د لحاظه راته ستاسو رضاعي ورور ښکاري، روانې تبصرې امانتا په همدې ډول ورورسوئ څنګه چې مو دده لیکنه زمونږ مخې ته کیښوده ، که خدای کول پدې سره به مو ډبل اجرونه په نصیب شي.[/quote:82e9a70f08]
عادل عادل
01.04.2010
سلامونه
عبدالسلام وروره
تاسو د خپل سوال ځواب په خپل وضاحت کې موندلای شئ:
[quote:572a0ab83d] زه چې دا لیکنه دښاغلي پتوال دلیکنو سره مقایسه کوم ، اول خو په هیڅ لحاظ دمقایسې وړه نده ، نه پکښې دپتوال دلیکنو ادبی وزن شته او نه هغه فکری پختګی[/quote:572a0ab83d] زما د زړه خبره مو کړې ده!
نو چې داسې ده بیا یې ولې او د څه لپاره رانقل کړې ده ؟ دده او محمدي صیب او د هغه د لیکنې په منځ کې هیڅ ډول اخلاقي او سلیقوي مناسبت اصلا نه تر سترګو کیژي.
که مناسبت یې سلیقه نه بلکه مشر ملاصیب وي، نو کیدای شي چې ډیر به ورته ښکنځلې هم کوي، نو ایا زه او تاسو به پتوال صیب ته دا خوښه کړو چې د خلکو ښکنځلې دې هم رانقل کړي ، ایا خبره به سوء نيت ته ونه وزي؟
ایا مناسب ده چې د یوه شخص او یا ډلې سره د اختلاف په مسیر کې د هر دد او دیوث سره همفکره او همنظره شو؟
د نقل قول او عین قول مسله هم اخلاقي اړخ لري چې په نور وضاحت سره نه غواړم څوک یې د ژورنالیزم د اصولو په رڼا کې رد ووایي، زما په نظر په هر مسلک کې اخلاقي معیارونه مافوق د هر څه دي چې باید الویت ورکړل شي.
د محمدي سپیره څیره او سوء نيت دده د لیکنې څخه ښه جوتیژي او لازمه نه بولم چې مونږ او تاسو دې په عین ایینه کې خپل مبارک مخونه وګورو.
01.04.2010
عادل صيب ښې چار ې او سلامونه !
بحث بايد تل په سکالو وشي ، څو هغه سکالو روښانه شي، نه تاويلې او ماويلې، يا تا ولې ويلې او ما ولې ويلې !
په پورتنۍ موضوع کې ليکوال له خپل نوم او تخلص نه نيولې آن د احاديثو تر راوړلو پورې يوه ديني او ملايي سليقه وړاندې کړې ده او په دې سره يې د مشر
ملا دريځ تر خپلې پوښتنې لاندې راوستی دی .
زه نه په احاديثو کې دومره معلومات لرم چې د بلال محمدي ليکنه و ارزوم او سکالو روښانه کړم، او نه د ملاصيب په سياسي پختګۍ دومره باور لرم چې
چې د ځينو په څير يې اتوماتيکه دفاع پر ځان واجب وګڼم!
لذا دا راته اړينه وبريښېدله چې د سکالو د روښانه کولو له پاره دا ليکنه دلته ستاسو مخې ته کيږدم، چيرې چې د ملا صيب سياسي پلويان هم ډير دي او هم
د نوموړي ليکوال له خوا وړاندې شوي احاديث ارزولی او سکالو روښانه کولی شي !
متآسفانه تر اوسه پورې د عادل صيب په شمول يو هم پخپله په موضوع و نۀ غږېده، صرف د ملا صيب پلوی او د ليکوال سره ضديت يې څرګند او سکالو يې همداسې په خپل حال تياره پريښودې ده !
زما په اند بايد ذهنګيري د بحث هدف نه وي، د بحث هدف بايد د سکالو په اړه حقيقت ته رسيدل او د هغې روښانه کول وي . په نورو ټکو :
آيا نوموړي حديٍثونه او نور ې مقولې يې په رښتيا د ملا صيب په اړه صدق کوي(؟) چې ګواکې د ملا صيب پوهه د قيامت علامه ده (؟؟)، او که يې نه کوي پر دلايلو د بلال محمدي د ليکنې بطلان ثابت او هر چاته روښانه کړئ !
په درنښت !
و.افغان
02.04.2010
ګرانو وروڼو
سلامونه او نېکې هيلې:
دغه محمدي نامي خو د ملا پوستين اغوستی دی،په ليکنه کې يې يو څو شرعي
علمي اصطلاحات هم کارولي دي، البته د ليکنې له طرز، قياس او استنباط
څخه يو له عقله پاک خرڅ شوی يا غولېدلی ژورنالست ښکاري.
زه د ملا صاحب څخه دفاع نه کوم، خو حق حق وي، ملا صاحب به کمۍ ضرور لري، خو
کوم قيادي صفتونه او ځانګړتياوې چې ملا صاحب لري، او علی أرض الواقع يې هم په
اثبات رسولي دي؛ په هيچا کې نه تر سترګو کيږي.
که تاسو بل څوک وينئ نو را مخ ته يې کړئ چې ورونه پرې بحث وکړي.
په درنښت
عبدالله صابر
03.04.2010
السلام عليکم
يوړوند کوڼ اوجاهل ملاچي قوم يی دسکاروکاراوبارکاوه ،په منبرباندي خپل
قوم ته وعظ کوه اودا ايات شريف يې ورته داډول ژباړه
[quote:5126eab6a0] يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى[/quote:5126eab6a0]
ای مؤمنانو تاسو مانځه ته مه نزدي کيږئ ، کله چي تاسو سکاره کوئ
يوبل تن بيادشيعه ګانوسره په بحث کښ چي شيعه ګانو ويل يزيد ډيرظالم
سړئ وو نوموړي ورته ويلي ووچي قران کريم وايی
[color=green:5126eab6a0]ولايزيد والظالمين [/color:5126eab6a0]
يزيد ظالم نه وو
همدا ډول جاهلانه پوهيدنه بلال محمدي هم کړي ده ،نوموړئ بايد لومړئ نا
اهله وپيژني اوبيافتوا ورکړي چي نا اهله څه ته وايی ؟؟
تاسولومړئ دقيامت علامې وګورئ اوبيايی مقايسه کړئ چي داعلامې دملاعمر
په دوره کښ ډيري وي اوکه اوس دکرزي په دوره کښ ؟؟؟
که داسلام له مخي دنااهلئ خبره وي نو اوسني داسلامي هيوادونوواکمنان ټول
نااهله فاسقان اوفاجران دي ، يواځي ملاعمردی چي له دي نا اهلئ وتلئ ،
دهمدي ملاعمردوره وه چي دقيامت علامې يی شاته ټيل وهلي وي ٠
والسلام
03.04.2010
ملاصيب يو دنګ او ساده پښتون او د جهاد يو زړور او مدبر قوماندان دی .
که دا جمله ټکی په ټکی تاييد کړو ، نو يو ټکی په کې سادګي هم ده چې په سياست کې په دغو نورو عالي صفتونو هم نشي بخښل کېدلای :
ځکه ، داچې د سادګۍ پرې ختمه ده (چې د پتنګ غوندې پلويان يې هم پرې اعتراف کوي ) دا پخپله هم علت دی او هم معلول !
سادګي يې ځکه معلوله ده چې د نوموړي ديني تعليمات ډير نيمګړي او دنيوي او سياسي زدکړه يې صفر ته متقربه بريښي !
او څارونکي همدغه سياسي سادګي دده د مشرۍ لوی علت بولي .
اوس يې تاسې پخپله وسنجوئ چې په سياست کې سادګي او ناپوهي د چا په گټه او د چا په زيان ده ؟؟؟؟؟
نو دچا چې په ګټه تماميږي هغه به يې حتما تر شا ولاړ او اعظمي ګټه به ترې بودوي !
او څوک چې دده پشان اويا تر ده لا زيات ساده وي هغوی به يې مخکې قربانۍ ورکولو ته ولاړ وي او دده په امر به ځان وژنې ته هم چمتو اوسي !
له دې سره دا پوښتنه هم حل ده چې نوموړی ددومره سادګۍ سره چا دې قدرت او مشرۍ ته ورساوۀ (؟)
طبعا هغو چې دده په سياسي سادګۍ کې خپلې ګټې لټولی او موندلی شي او بس !
سادګي په سياست کې يو بل کرامت هم لري :
که هر څومره غوليږي پرې نه پوهيږي ، او که هر څومره بد وکړي ورته سم مقدس او سپېڅلي ښکاري!
که نه، د اسامه بن لادن سياسي مريدي د يو افغان واکمن له پاره له نګه او سوچه سادګۍ پرته په بل هېڅ شي نشي توجيه کېدای !
والسلام علی من التبع الهدی