د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هندو ښه دی که پاکستانئ مسلمان؟

طالب ISI
28.03.2010

پرون د افغانستان په وخت دوه نیمي بجې د اریانا افغان الوتکي د ۱۹۹ مسافرینو په لرلو سره له نوي ډلي څخه د کابل په لور پرواز وکړ چي د شل دقیقي سفر کولو وروسته په نژدې ۳۰۰۰۰ فټه ارتفاع کي د الوتکي دوه ماشنونو سقوط وکړ او په الوتکي کي د اکسیجن نشتوالي ګڼ شمیرمسافرین دمرګ له ګواښ سره مخامخ کړي وه .

[color=blue:c08722c23d] دالوتکي پیلوټ د پاکستان دلاهور هوائې ډګر چي ورته څیرمه و تماس ونیو خو د پاکستان دولت د پخوا په څير بیا هم الوتکي ته کښته کیدو اجازه ورنه کړه[/color:c08722c23d] . او الوتکه مجبورا دنوي ډیلي په لور وګرځیدل .

دپیښي دشاهدانو دجملې څخه یو تن منظوراحمد بېنوا ته وویل :د الوتکي ارتفاع وار په وار کښته کیدل او الوتکي په خپل یو فعاله انجن سره خپل کنټرول له لاسه ورکاوه . د الوتکي افغان پیلوټانو په خپلو هڅو د الوتکي یو سقوط شوی انجن په ۱۰۰۰۰ ارتفاع کي بیرته فعال کړ او په یوه غیري نورماله ناسته ئې د نوي ډیلي په هوائې ډګر کي د ۱۹۹ مسافرینو او ۱۰ کسه کارکونکو ژوند ته نجات ورکړ .

تر ناستي وروسته د هند حکومت مسافرینو ته تر یو نیم ساعت پوري د راکښته کیدو اجازه نه ورکول وروسته مسافرین د اریانا شرکت په مرسته هوټل ته یوړل شوه او نن بیرته د کابل په لور د خوځیدو لپاره د نوي ډیلي هوائې ډګر ته راوستل شوي دي خو تر اوسه لا د الوتکي په انتظار دي .

دیادولو وړ ده چي پنځه کاله مخکي د کام ایر شرکت یو ه الوتکه او څه باندي دولس کاله مخکي د اریانا یو الوتکه دپاکستان پر حریم دهغه دولت لخوا د کښېنستلو د اجازې په نه ورکولو دواړي الوتکي وغورځیدې اوتر پنځه سوه زیات افغانان په شهادت ورسیده .

طالبان بیا راپاڅې او هندی ډاکتران وژنې!
که خدای مه کړه، دغه هندوانو الوتکې ته د کښیناستلو اجازه نه وئ ورکړی،نو ۱۹۹ افغانان به د تورمخیو پنجابیانو د نه اجازه له کبله مړه شوی وی.
یو ملک ، یو قوم چې مونږ ته دومره په ټیټه سترګه ګوری، بیا ولې د هغوی په خوله خپل هیواد وران کړو.
د پاکستان اوسنئ د پوځ مشر امریکا ته تللئ، او له خبرونو داسی ښکاری، چې که د اټومې انرژی په هکله امریکا کوم تړون ورسره لاسلیک کړی، نو طالبان مشران به، په ډیر لږ وقت کې امریکایانو ته را ګیر او بیا حواله کړی.
نو مخکې له دی چې طالبان د پاکستان پوسیله بولئ شی، پکار ده چې د حزب اسلامی غوندی یوطرحه جوړه، په کراره کراره به بهرنیان هم وځې، او دوی به حکومت ته داخل شی، که یې په ټولټاکنو کې رایی یووړی، نو خدای د وکړی، د شپی ت تهجد لمانځه لپاره هم امر بلمعروف په دندو وګماری، چې نیمه شپه کې هم خلک لمنځونه وکړی، او که ناکام شول، بیا د په خپلو پالیسیو یو ځل بیا کتنه وکړی.
د طالبانو ښه والئ څه دی؟
- عدالت، ژر او په وقت محکمه
-د رشوت ورک کیدل
-د اخلاقی فساد ورکیدل
-د مالی فسادورکیدل
-د پښتنو تله یوڅه درنیدل
- د پښتو ژبې اهمیت زیاتیدل او کاریدل

ممکنه توانونه:
- د ښځو تعلیم ته نه اجازه ، چی دوی یې اسلامی کار بولی، خو په واقعیت کې دوی، راتونکی میندی بې سوداده کوی،چې په دی ترتیب د ټول نسل په بې سوادی باندی اغیزه کوی
- شاید ښځو ته د کار اجازه ورنه کړی، چې اروپایان دی بیا د بشری حقوقو خلاف کار وایې، بیا به د افغانستان له دولت سره نړیوال اړیکې نه نیسی، پدی توګه به مونږ له اقتصادی کرکیچ سره مخامخ شو.
-لکه نن ورځ چې مونږ په کرزی ا و حکومت یې انتقاد قوو، دا کار به بیا نه شو کولای، ځکه طالب په پوزه مچ هم نه پریږدی.
په تیرو اتو کالو کې دوی د یوه اولسی وګړی وژل هم نه دی منلی!
- کیدای شی دوی د خپلوپالیسو له کبله د نړیوالو له مخالفت سره مخامخ شی، بیا به یې نظام څوک په رسمیت نه پیژنی، اقتصاد به خراب شی، او خلک به بیا یا پاکستان ته ځی، او یا ایران ته.
پدی توګه به د بهرنیان نه وی، د شپی تلاشئ به نه وی، خو نور به اولس له لوږی مری، کار او روزګار به نه وی، یواځې هغه خلک به یو څه ښه ګذاره لری، چې له بهره مرسته ورسره کیږی، مسافر به مو د پاکستان په هوایی ډګرو کې کښته کیږی، هلته به مو پاکستانی سپی ځوروی.

لکه د روسانو له وتلو وروسته چې به خلکو ویل، چې کاشکې روسان بیرته راشی، اقلآ ناموس خو مو خوندی وو،زامن خو مو چا نه په نکاح کول، بیا د همدغه امریکایانو ارمان کوو.

خلاصه دا چې خدای د وکړی، چې دحزب اسلامی په وړاندیزونو طالبانو ، او افغان دولت هم هوکړه وکړی، پدی توګه به له پورتنیو ذکر شوی، مشکلاتو څخه مخنیوئ وشی.
له بهرنیو هیوادنو سره به اړیکې هو ولرو، د پاکستان مهتاج به هم نه وو، د طالبانو له برکته به اخلاقی، مالی، دولتی فساد ورک وی، چی دا به په خپل وار په اقتصاد ډیره ښه اغیزه وکړی، د ټول غرب زون د محصلینو شمیر به دومره لږ نه وی، چې د بد خشان د محصلینو شمیر پری زیات وی!
بیا به وګورو چې په ټولټاکنو کې د اکوړه خټک ملان، که د الااظهر پروفیسران، د کابل پوهنتون انجینران، که د اکسفورد ډاکتران مخکې کیږی، زه پوره باور لرم، که د تعلیم ، ښځو، تلویزیون په هکله د طالبانو پالیسی یو څه نرمه شی، هیڅوک به هم ټولټاکنې تری ونه ګټی.
په درنښت


pattang
28.03.2010

شهير خانه يو څوخبرې دې ښې نورې ټولې چټيات دي :

[quote:e05b6c60bf]هندو ښه دی که پاکستانئ مسلمان؟[/quote:e05b6c60bf]
دواړه انسانان دي دواړه ښه دي .
خبره سياسي ده نه حقوقي فردي ( سياسي نظر يې دافغانستان په هکله
څرنګه دی ..... ) .

دملکي الوتکو کشته کېدل ، پورته کېدل او څرنګه والی يې خپل بين الملي قوانين
لري چې ټول ممالک پکشې تړلي دي ٠ دغه قصه دې داسې ده لکه دشوربازار
ګنګوسه ! زمونږ تر ټولو پټ او ښکاره دوښمنان سمرقندي مهاجرين دي ٠ ترټول
فرض دکابل دکسيف حکومت ړنګول دي ،په کسيف بنسټ کلا جوړول لودګي ده
حزبې اسلامي دقدرت لپاره لکه افغان ملت هر کار کوي٠

د طالبانو دبري په هيله ، خدای پاک دې داحرکت نه ورکوي اوموفق يې لرې٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more