د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سانسور شوي حقایق-خامخا يې ولولئ

ولي خان خوستی
27.03.2010

محمد رحیم خټګر

سانسور شوی حقایق

څو ورڅې وړاندې مې دشمشاد تلویزیون او یو شمیر نورو رسنیو په اړه دمیرویس ننګرهاری لیکنه په ټول افغان کې ولوسته نو هم ورته خوښ شوم او هم خفه .
خفه په دی شوم چي لیکنه دیره ژر له ټول افغان څخه ورکه شوه اوخوښ په دې شوم چې شمشاد دپښتنو دترجمان په توګه دپښتنو ترمنڅ شهرت موندلی وو او کله چي خبره د پیسو کټلو شوه نو دشمشاد مشر درې کرته اسلام اباد ته ولاړ او دپاکستان داطلاعاتو وزارت له چارواکو څخه یی دشمشاد له پاره نشراتی تګلاره راوړه ، یوشمیر پاکستانیان لکه سجاد احمد ، طارق احمد عرفان خان او اشفاق احمد کریم خان ، فهمید خان ، ایاز خان ،محمد اسراراتل او نورچې نومونه یی نه راځی ، په مهمو دندو وګومارل او همدوی ته یی د نشراتی پالیسۍ او تګلارې دتعقیب چاری ورسپارلې . چې دمیرویس ننګرهاری دلیکنی دخپریدو سره سم یی دڅو ورځو له پره رخصتی کورونو ته واستول ترڅو دملی امنیت له خوا دپلټنو پرمهال دا خبره درواغ ثابته شی.
پخوا به راته دشمشاد په اړه داخبرې تبلیغات او بد نیتی مالومیده خو چې کله می دمیرویس ننګرهاری لیکنه کی دریفرینس په توګه دیادو شویو کسانو څخه شبږو کسانو سره اړیکه ونیوه نو هغوۍ یوازی شفاهی نه بلکی کتبی داسی اسناد راته وښودل چې که دافغانستان دملی ګټو ساتونکو ته یی په وړاندې کیږدی نو دشمشاد دخپرونو به وروستې ورځ وی . او زه میرویس ننګرهاری ته کورودانی وایم چې ددغه دملی خیانت درسوا کولو هڅه یی وکړه .
په دغو اسنادو کې دپاکستان داطلاعاتو دپخوانۍ وزیری شیری رحمان او دپاکستان پی ټی وي او اسلام اباد ټی وي دمشرانو څخه غوښتنې او دهغوۍ دګټو دتضمین په کرښو دشمشاد مشر لاسلیکونه وو چې دیو پښتون په توګه یی زه ددغو اسنادو په لیدو کله هم نه بخښم داچې دشمشاد ریس دمیرویس ننګرهاری لیکنه یو بل ته په زاریو له ټول افغان وویسته خو شکر داچې یو شمیر باشعوره پښتنو لوستې وه خو له ټول افغان نه می ګیله داده چې که دوی واقعا دپښتنو خدمت کوی او دبیان په ازادۍ عقیده لری نو بیا دی نشر شوی لیکنی دپښتون دشمنه ارادو په زاریو بیرته نه ړنګوی او پریږدی چې پښتانه دتور او سپین په تفکیک پوهه شی .
په شمشاد کې یو ستمی شخص چې محمد بشیر عاطف نومیږی چې دزن افغان اونیزی مسول هم وو او د فاحشو ستمیانو د راوا دګوند برحال غړی هم دی دشمشاد دمشر په وینا دمیرویس ننګرهاری لیکنی ته ځواب ولیکه او ټول افغان تر پایه په نشر کې وساته زه نه پوهیږم چې دټول افغان مشران پښتانه دی او که د پراچه ګروپ غوندی یی دخیبر ټی وی په څیر یوازی دپیسو ګټلو له پاره پښتو ته کار پیل کړی دی که دبیان ازادی وی نو اعرتاض لری کوی او ځواب یی په ورځو ورځو پریږدی، ځکه دیو پشتون دردیدلی قوم سره یی په دی موقع هیڅ دزړه سوی عاطفه نه ده ښودلې ایا دټول افغان وروڼه داسې شواهد لری چې شمشاد دپښتنو چینل دی او که نه؟ خو زه یی شکمن کړم .
دشمشاد دریس په فرمایش لیکلی ځواب چې محمد بشیرعاطف لیکلی وو یوازی دری ځایونه یی دپښتنو هنرمندانو سپکاوی ته ځانګړی کړی وو چې الفاظ یی کټ مټ دادې .
ميرويس خان بايد پوه شي چې که پښتو هنر ژوندی ساتلی نو د پېښور دبا استعداده هنرمندانو برکت دی. کنه نو ستا په اصطلاح د کابل د سر چوک “ هغو” به د چا پېښې کولې او د چا په ويل شويو او تکراري شعرونو او کمپوزونه به يې شخوند واهه!؟

او داچې :
واحد نظري تش په نامه پښتون دی نور باور وکړئ که د يو توت په اندازه استعداد هم په کشې کې وي. پښتونولي خو پر ځای پرېږده. واحد نظري په ملي ټلويزيون کې څه وکړل چې په شمشاد شخصي ټلويزيون کې به يې کړي واي. په خپلو ګنهګارو غوږو مې د آريانا ټلويزيون له يو چارواکي اوريدلي چې ويل يې: “ واحد نظري مونږ آريانا ته د دې لپاره راوستو چې ګنې کومه طرحه به ورسره وي خو د ټلويزيون په چارو خبر هم نه ؤ”

دشمشاد ریس چې دپي ټي وي مشر ته کوم غوښتنلیک لیګلی وو متن یی دادی ویی لولۍ او قضاوت وکړۍ :

Wednesday March 27, 2010
Director Program
PTV HQ Office Islamabad
Pakistan.

Dear Shah Mahmood Nadeem:

This is a great pleasure to congratulate PTV for its magnificent and brilliant performance in every field of entertainment. If it is a Tele film, Drama, music, or documentary, PTV always played a leading role and have produced quality entertainment. It will be an honor for me to introduce Shamshad TV, an Afghan TV channel which is going to start its transmissions in the very recent future.

This is a fact that during the Afghan brutal war which lasted for about three decades million of Afghans have been residing in Pakistan taken the refuge. In my personal view Three decades is far enough for the brought up of a new generation and so is the case with Afghans. The new generation has fully adopted the Pakistani culture and is fond of Pakistani films, dramas and music. Besides, as a whole all of the Afghans, love Pakistani entertainments.

Therefore, it will be highly appreciated if you could please extend your professional expertise and co-operation in provision of Pushto Dramas and Music to Shamshad TV in order to enable us to provide the quality production to the viewers. I am sure this mutual cooperation will strengthen the political, economical, and cultural relations of both the brotherly Islamic countries of Pakistan and Afghanistan and will bring the nations closer to each other.
Looking forward for a positive response,

Thanking you in anticipation.

Sincerely,

Fazel Karim Fazel
Executive Director
OMAR Museum & HQ, Near Ghazi Olympic Stadium,
Chaman Area, Kabul Afghanistan.
Email: fazel02@hotmail.com
Tel: 0093(799)322129
Shamshad TV, Afghanistan.

او دا هم دپاکستان داطلاعاتو پخوانې وزیری شیری رحمان څخه دپښتنو دسوداګر فضل کریم فضل بله له شرمه ډکه غوښتنه چې کټ مټ یی دټول افغان دلیدونکو مخې ته ږدم :

زه چې دشمشاد لیدونکی وم او دشمشاد سره می ځانګړې مینه وه لامل یی داوو چې دغه تلویزیون می دپښتنو ګڼلو خو کله چې خبر شوم چې نه یوازی دپښتنو چینل نه دی بلکی دافغانانو هم نه دی او یوازی پاکستان ته په پښتو ژبه تبلیغات کوی نو ډیر ودردیدم ځکه چې مونږ دپښتنو نوکران یوو دبانجان نه یوو.

تاسو راشۍ او دفضل کریم فضل بیو ګرافي اوګورۍ چې ایا دافغانستان په جهاد کيی برخه درلوده کنه په کویټ کی یی مزدوری کوله او یوی کمپنۍ سره نوکر وو ؟
ایا دجګړو پرمهال چیرته یو ځل هم هیواد ته راغلی وو که نه چې دمجبورو هېوادوالو له حاله خبر شی ؟
ایا کله چې دروسانو پرمهال پیښور ته وتښتیده نو څو کمپلی یی دررلودی ایا دپسخزن پلار نه ورته څه په میراث پاتی وو ایا د ادیزو په کیمپ کي یی څه ډول ژوند درلود .
ایا دکویټ نه یی څومره پیسی راوړې وې .ایا په کابل کې په وزیراکبر خان مینه ، کارته سه ، قرغه ، ده سبز، لوګر ، بتخاک او نورو سیمو کې دملینونو ډالرو په بیه کورونه جوړول او په سلهاو جریبه زمکه اخیستل دیو عادی افغان له واکه پوره ده؟ ایا دماین پاکۍ حلال معاش باندې دومره امکانات برابریږی ؟ ایا په کویټ کې مزدوران همدومره ډیري پیسی ګټلای شی ؟ نو فکر وکړۍ چې راز څه دی ؟
لږ شرم پکار دی توری دی ماماوهی او نوړۍ دې عبدالله وهی .....
که مونږ په حقایقو سانسور ولګوو نو دپښتون قوم نه به دازلت کله وځي ؟ او دغه سوداګر به نور څومره څربیږی ؟ یو ملګری می راته وویل چې کله شمشاد کې پر دنده وګومارل شوم نو خوښ وم چې پښتو ته به چوپړ وکړم مګر کله چې د پښتنو او په تیره دشکالی وزیرستان دپښتنو حال احوال باندې بحث پیل شو نو دشمشاد مشر ورته وویل وروره ما سرمایه دبزنس له پاره لګولې ده او نه غواړم چې دپاکستان سره می دپښتنو پر سر اړیکی خړې بړې شی . هغه دوست مي دشمشاد دریس داخبره ډيره تکراروله چې جیو پّاردو طلوع په دری او شمشاد پّ پښتو بزنس کوی دابیله خبره ده چې ماته پښتو رسیدلی ده خو زه یوازی بزنس مین یم (!)
تاسوپه ننګرهار کې دفضل کریم فضل پلرنی کلی بهسود ته ورشۍ او هلته یی دپلار نیکه او دده تپوس کړۍ چې خلک درته حقیقت ووای تاسو ورشۍ او دفضل کریم صیب ددفتر له پخوانیو کارمندانو نه تپوس کړۍ چې دهغو نجونو نومونه او ادرسونه درکړی چې ورسره دبدنامیدو وروسته یی المان ،لندن او نورو هېوادونو ته واستولې او اوس هم کله دملا درد بهانه کړی او ورځی او کله هم بله بهانه وکړی او ورځی ورسره شپی سبا کوی تاسو په دوبۍ کې ددغه شمله ور پښتانه ناسته ولاړه اوګورۍ جې یوازې په نیکر کې ګرڅې ایا دپښتانه نمایندګی باید همداسې یو شخص وکړی که څوک په دی اړه دقیقی پلټنې وکړی نو ورته به ثابته شی چې میرویس ننګرهاری رښتا ویلی وو او حقیقت بل ډول دی خو فضل صیب په کاغذونو کې ځانته داسې بیوګرافی جوړه کړې تاسو یی کټ مټ ولولۍ داده :

Resume

Name: Fazel Karim Fazel
Father Name: Mohammad Rahim
Date of Birth: December 25, 1955
Place of Birth: Nangarhar
Nationality: Afghan

Academic Qualifications:

1989 to 1990 Hubert Humphrey Fellowship program Boston University, Massachusetts,
USA. Master in International Relation and Public Administration.
1972 to 1974 College of communication Kabul, Afghanistan.
1969 to 1971 Telecommunication Training Center, Kabul, Afghanistan

Work Experience

1991 to present Founder and Director of Organization for Mine clearance and Afghan Rehabilitation (OMAR)
1987 to 1988 Manager of marketing and sales for the self reliance program. This program has five small business enterprises which comprise the self-reliance group an association developed, with international Rescue Committee support, to promote self reliance among Afghan refugees in Pakistan.

Managed the following program’s production:

1: Printing press
2: Incentive Business
3: Agriculture
4: Handicraft

1971 to 1987 worked as supervisor for the Swedish telecommunication System (Ericsson) in the Middle East while based in Kuwait.

Internship

May 7, 1990 to 15.06.1990 after completion of master degree in public administration (MPA) at Boston University, I started my internship with international organization for migration in Washington D.C for a period of seven weeks.

I worked for two newly established projects that return afghan Talent and Afghan Medical program. During this time I have conceived very useful ideas in order to promote the program. I was twice awarded for my good performance during the internship with IOM.

Special Courses and Workshop

Short courses in Management development, Boston, University.
Intensive study at University of Minnesota.
One week workshop in Project Management in San Francisco, CA

Visits

During the Academic period several official visit took place across the United State; The White House, Capital Hill, Congress, State Department, Washington D.C, Tennessee, UN, New York, Kentucky,
New Hampshire, Meeting with Dignities.

Official vests have been paid to numerous countries during the past decade i.e. Europe, Middle East, South East Asia, United State and Canada.

Special Assignment

1994 Founded Afghan Campaign to Ban Landmines (ACBL)
1997 Officially invited to the Noble prize Ceremony to speak on behalf of the Afghan Campaign.
1998 to 2002 Chairman Afghan Campaign to Ban Landmines.
2001 Elected as a leader of the prominent pushtun tribe called Abdulrahimzai.
2003 Re- elected for three years as the leader of our tribe.
2002 Delegate to the Traditional Loya Jirgah (Grand Assembly)
2003 Participate in the Loya Jirgah for convening of the New Constitution.
2003 Became member of the Rotary Club, Afghanistan.
June 2004 Became the President Elect of the Rotary Club, Kabul, Afghanistan.

اوس نو ړانده ته امسا پکار ده او کاڼه ته غوږونه خو دیو پښتون په صفت په دی عقیده لرم چې که رسنۍ دغه غمیزه هر څومره سانسور کړی نوري لاري هم شته چې خدای به پرې پښتانه له دی بلا خلاص کړی او پی چرګه به هم سبا راوخیژی اما اغاز به له رسنیو وکړو هدف یوازی دادی چی پښتانه راویښ او دوست او دشمن وپیژنی او دا ځکه چې دامریکا په اشارو دکرزی لال په دور حکومت کې که څه هم دنسل وژنی له غمیزی سره مخامخ دی خو داکله هم په دی مانا نه ده چې ګواکې پښتانه ویده دی او دخپل برخلیک په اړه نه پوهیږی او دړندو بازارهم نه دی چې په هر ډول پښتانه ځبلی کیږی باید وځپل شی ترڅو پردی پال یوه نوړۍ ډوډۍ دپښتنو په برخلیک دملنډو په پایله کې خپلو بچو ته وګټی چې خارج کې پرې درسونه ووایو .

دالړۍ داسنادو درسوا کولو تر بریده دوام لری .


pattang
28.03.2010

[color=red:85e1d825eb]ولي خان خوستیه !
ډېره مننه ستا له انتقادي او مالوماتي ليکنې څخه ، دټول افغان اداره د اخلاقو
له کنج څخه مکلفيت لري چې ستا د ګيلې اومهمې موضع په هکله مالومات
ا و قناعت درکړي ٠ زه اميد لرم چې دفورم نور ملګري به هم پر دې هکله د ټول
افغان له مشر تابې څخه غوښتنه وکړي تر څو چې پر دغو خبرو خپله رڼا واچوي
او خپل دريڅ واضح کړي٠ [/color:85e1d825eb]

اوس دانورې خبرې :
له خرڅ شويو پښتنو څخه ګيله مکوه ، هغوی اوس مالوم شول چې پښتو ، پښتو
دپيسو لپاره وه ، واحد نظري ريښتيا هم چې په نوم پښتون دی ، دواحد لپاره
پيسې مهمې دي نه پښتو(زه يې پېژنم )، خدای پاک دطالبان موفق کړيچې ټول
دغه چټلان ورک شي٠


میوند ننګیال
28.03.2010

سلامونه ګرانه !

د پتنګ صیب د خبری سره اتفاق کوم .

او خوستی صیب ستا لیکنه ددغه مردود سړی باره کی بیخی ر ښتیا ده ځکه تا چی کومی خبری لیکلی ما له یوه پيزندل شوی افغانی تجار نه چی یوی میلمستیا کی ناست وه او بحٍ په خیبر تلویزون وه نو او بیا شمشماد هم را یاد شو.

ویلی یی چی ډیر ی انجو نی ور سره بد نامی شوی هغه خو دده نوری داسی قیصی وکړی چی د تایلند او فلبینو او بعضو عربی ملکونو نومونه یی هم اخیستل ویلی چی ډير عیاش انسان دی او پلار یی د پولی پړک ته حیران وه ده دا دمره پیسی د کومه کړی که تجارت یی کړی وی خو خلکو ته دی جواب ورکړی چی پدغه ځایی کی می تجارت کړی پدغه وخت کی .

په دبی کی وا یی ځانته ځا یی ا خیستی د عیا شی لپاره هغه هم افغنان انجو نی ور سره دی .

دده عیاشی خپل کار دی زمونږ ور سره څه نشته خو خبره داده چی ډ پښتنو نوم دی نه استعمالو ی اړ نه د دپنجابیانو غلاموی کوی

کنه الله دی پری طالبان را ولی چی پو ستکی یی وباسی


پښتون یار
28.03.2010

د مینې ډک سلامونه ستاسو درنو وړونو حضور ته وړاندې کوم

دټول افغان مسؤلین څخه هیله ده چې ‍په ډیره لنډه موده کې د قناعت وړ ځواب وړاندې کړي

ستاسو کشر ورور فخرالدین


monir
28.03.2010

ګرانو دوستانو سلامونه او ښې چارې
[quote:1957afaa9c]واحد نظري تش په نامه پښتون دی نور باور وکړئ که د يو توت په اندازه استعداد هم په کشې کې وي. پښتونولي خو پر ځای پرېږده. واحد نظري په ملي ټلويزيون کې څه وکړل چې په شمشاد شخصي ټلويزيون کې به يې کړي واي. په خپلو ګنهګارو غوږو مې د آريانا ټلويزيون له يو چارواکي اوريدلي چې ويل يې: “ واحد نظري مونږ آريانا ته د دې لپاره راوستو چې ګنې کومه طرحه به ورسره وي خو د ټلويزيون په چارو خبر هم نه ؤ” [/quote:1957afaa9c]
دوستانو زه ښاغلي واحد نظری شخصی نه پېژنم خو پدې باور یم چې د ښاغلي واحد نظری کارونه په ملی رادیو ټلویزیون کې باید نسبی وڅېړل شی! تر هغه ځایه چې زما په یاد دی د ښاغلي واحد نظری د ګمارلو د مخه په ملی رادیو ټلویزیون کې د پښتو ژبې انډول ډېر کم و، خو اوس د دری او پښتو پروګرامونوانډول تقریبا مساوی دﺉ. زه فکر کوم چې پدې لاسته راوړنه کې به ښاغلي واحد نظری د رئیس په توګه مهم رول لوبولی وي.

بل دا چې د آریاناتلویزیون د کار کونکو د څرګندونو له مخې د آریاناتلویزیون مشر احسان الله بیات د ټلویزیون په خپرونو کې د واحد نظری له کړن لارې څخه نا راضی و. د ښاغلي نظري د قرارداد د نوي کولو په خبرو اترو کې ښاغلي بیات ویلي وو، چې دی غواړي په یوه مناسب زمان کې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي او له نظري څخه غوښتي وو چې د آریانا د ټلویزیون، افغان بیسیم او دبیات بنیاد تبلیغاتی کړنلاره دغه هدف سره عیاره کړي چې نظري دې علنی تبلیغاتی کار ته چمتو نه و او اصلی علت یې هم همدا وچې د نظری قرارداد تمدید نشو.

په درنښت


عتیق الله
30.03.2010

ولي خانه خوستی صیب يا رحيم خټګر صیب ته:
د شمشاد د مخالفت په اړه دې زه تاييد کوم چې د پښتنو له نامه ناوړه ګټه اخلي خو دا چې د واحد نظري دفاع دې کړې نو ته راته تر ISI هم د پښتنو ستر دښمن ښکارې!
د نظري په اړه خو هیڅ پوښتنه نه ده په کار. ته يوازې د قلاتوال د (سلام سهار مو نيکمرغه پروګرام) وګوره چې په اوونۍ کې ورځې پاړسو او څو پښتو دی؟
بيا هم د قلاتوال همدغه پروګرام وګوره چې د پاړسي برخه يې غروال مکمله پاړسي چلوي خو قلاتوال د نظري په وينا نيم پاړسي او نيم پښتو چلوي.

دا چې زما د يو پښتون ملګري ليکنه دې په عاطف ورتپلې نو په دې اړه مې هم سخته ګيله درنه وشوه او پښتون راته نه ښکارې؟
ګوره بې عقل به درته نه وايم خو ډېر ساده يې ځکه چې هغه دويمه ليکنه چې ته يې د عاطف بولې هغه هم ټول افغان سانسور کړې ده کنه!
په همدې خاطر زه همغه ليکنه چې (د شمشاد په اړه د يو حقیقت په ځواب کې ) وه او ټول افغان سانسور کړې وه هغه راوړم:

دشمشاد تلویزیون په اړه يو حقيقت
منت
د شمشاد ټلويزيون په اړه ديو حقیقت په نامه ليکنې په ځواب کې

ملي مسئله باید د ملي ليدلوري په رڼا کې وڅېړل شي، نه د عقديي او مطلبي نظر په رڼا کې!
د شمشاد نننی ناوړه دريځ يوه ملي مسئله ده چې باید د ملي نظر څښتنان يې وڅېړي اوشمشادوال پوه کړي. خو له بده شامته چې ځينې ننني ليکوال د بوسو لاندې اوبه تېروي او فکر کوي چې ګنې خلک پرې نه پوهېږي. دوی د يوې عقدې او کينې له مخې د يو چا غندنه کوي او د يو مطلب او سپيرې تمې لپاره د خلکو ستاينې کوي. د شمشاد ټلويزيون په اړه د ميرويس ننګرهاري په نامه ليکوال د ليکنې سرليک مې چې څنګه وليد نو خوښ مې شو، په دې تمه وم چې دغه ملي مسئله به يې د ملي نظر په رڼا کې مطرح کړې وي او انتقاد به يې سالم او د ملت په ګټه وي خو تر انتقاد يې عقده ډېر پرقېږي او د واره لوستونکی پوهېږي چې ميرويس خان د بوسو لاندې اوبه تېروي.
د ليکنې پيل يې ډېر ښه کړی او له لوستونکي سره تلوسه پیدا کوي چې اوس به رښتيا هم د شمشاد هغه نيمګړتياوې په ګوته کړي چې د پښتو ژبې او پښتنو په تاوان دي او د پاکستان د حکومت په ګټه دي. ماويل که نورې پلټنې يې نه وي کړي نو د شمشاد د تېرې اوونۍ د هاتف ګرد ميز خو به خامخا وغندي چې د پاکستان اړوند هغه پښتانه يې په کې راټول کړي وو چې د پېښوريانو خبره “ صرف او صرف د پاکستان د پاره کار کوي او د پختو په کيسه کې هډو دي هم نه” ميرويس ورور حتی سلیم صفافی هم نه ؤ ياد کړی چې تر ژورنالیزم زیات د پاکستان شوم اهداف ډېر پالي. خو په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د ميرويس ننګرهاري ورور په ليکنه کې داسې څه نه وو. د ده ليکنه دوه هدفه لري:
لومړی هدف يې کارموندنه ده او ښکاري چې ښاغلی ميرويس ننګرهاری بېچاره ګی يا د شمشاد د چارواکو له خوا له دندې ګوښه شوی او يا خو يې مراجعه کړې خو منلی يې نه دی. ځکه دی د شمشاد ټلويزيون يوازې دې نيمګړتيا ته ګوته نیسي چې تخنيکګران يې د ده په اصطلاح پاکستاني دي او باید افغانان وای. خو ښاغلی ميرويس خان دې ته نه ګوري چې لومړی خو تخنیک “ تخنيک” دی چې پښتون، هندي، تاجک او افغان نه غواړي. بله دا چې پېښوريان هم پښتانه دي!
زه خو وايم ، که شمشاد ملي او پښتني پالیسي ونه لري نو که تخنيکګر يې ټول د افغانستان وي نو څه ؟
ميرويس همدا راز خپلې تېروتنې ته دوام ورکوي بيا هم د پښتنو تر منځ د انګريز توره کرښه پالي او د افغانستان د افغان دښمنه ستميانو په څېر پښتنو ته په عقده يي نظر ګوري او وايي: “دافغانستان هنرمندان په سرچوک کې زاړه شو خو دپیښور هغه کله دوبۍ ته بیول کیږی چی شمشاد ته خپرونی ثبت کړي او کله هم پیشور ته وربسې ډالر وړل کیږی.”
ميرويس خان بايد پوه شي چې که په پښتو ژبه کې هنر ژوندی دی او شته نو د پېښور با استعداده هنرمندان په کې نه هېريدونکې ونډه لري. کنه نو د ميرويس ننګرهاري په اصطلاح د کابل د سر چوک “ هغو” به د چا پېښې کولای او د چا په ويل شويو او تکراري شعرونو او کمپوزونو به يې شخوند واهه!؟
زه خو وايم مينا شمس چې په 15 دقيقو کې څومره په زړه پورې او ښايسته پروګرام جوړوي نو د شمشاد نور کارکوونکي خو څه کوې، باور وکړه چې د افغانستان په پښتو او پاړسو ټلويزيونونو کې يې جوړه نشته ‎. او د پښتونخوا استاد خيال محمد چې پښتو غزل په کوم غظمت وايي نو ستا د “ سرچوک” په درجنونو ستمي دريا ګان دې ورته لوګی شي. همدا راز د کرن په نامه سندرغاړی چې لنډۍ او سروکی وايي نو سړی داسې له ځان سره وړي چې ستا د “ سرچوک” نيم ژبي هنرمندان که هر څومره رمباړې ووهي او ووايي : زيما زېلګۍ کندو کندو ده، په هر کندو کی عاشق ګول کرلای دینه” نو هيڅوک يې هم نه اوري.

ميرويس ننګرهاری پر شمشاد يو څو بې بنسټه تورونه لګوي چې شمشادوال د پاکستان له سفيره مشورې اخلي خو هيڅ ثبوت هم نه وړاندې کوي او د ده په اصطلاح د کابل د “ سرچوک” خبره به يې وبولو. دی زياتوي “دشمشاد ګټه په دوبۍ کې دعربانو په مارکیټونو او نورو عیاشیو کی مصرفیږی دکابل په منډی کې نه او دغه ګټه یوازی دیو شخص جیب ته ځی ملی خزانی ته نه.” نو زه به ميرویس خان ته ووايم چې د هر چا خپله پانګه او شتمني ده چې چېرته يې زړه وغواړي هلته يې مصرفولی شي نو ستا يې څه!
ميرويس وايي: “ خو دشمشاد ودانی له دولته د امر موسسې په نامه د څو کلونو له پاره اخېستل شوې ده او دغه ړوند دولت دومره نه کوی چې وپلټی چې دغه ودانی کی اومر موسسه ده که شمشاد ټی وي.”
په پورتنۍ ادعا کې بیا ميروس بې بنياده او بې سنده دعوه کړې ده چې باید سند يې وړاندې کړی وای. زه خو چې څومره خبر يم قربان يې شم کرزي صیب د انتخاباتي کمپاين په نذرانه کې قواله هم ورکړې ده خو سند يې نه لرم نو ځکه يې اوازه بولم. خو که د ميرویس خبره ومنو نو حکومت چې يو چاته د ماين پاکۍ لپاره د څو کلونو قرارداد ورکړې نو دا اوس د شمشادوالو کمال دی چې د اومر مؤسسه او شمشاد ټي وي دواړه په کې ځايوي او له يو واړه فرصت څخه اعظمي استفاده کوي نو تاته يې ولې زور درکړی؟
ميرويس په جذباتي توګه وايي: “ شمشاد سره تر اوسه چا دجان الله هاشمزاده دوژنې حساب ونه کړ او ډیره په اسانه دپاکستان په استخباراتی ادارې دغه پړه ورواچول شوه اما دا چی حقیقت څه وو او په دغه وژنه کې دشمشاد والو ځومره لاس وو نو داخبره تر اوسه یو شمیر ملحوظاتو پټه کړې ده چې ډیره ژر به بربنډه شی.”
زه خو ورته وايم: ګوره ميرویس جانه چې خپله بې سنده دعوه دې په خپله رد کړې ده ځکه چې ته له يوې خوا شمشاد تورنوې چې د پاکستان له پاره کار کوي او له بلې خو وايې چې شمشاد د ارواښاد جان الله هاشم زاده د مړينې تور په پاکستاني استخباراتو پورې کړ. نو يو لاسپوڅی او مزدور څنګه کولی شي چې خپل بادار بدنام کړي؟ بله دا چې د هاشمزاده کورنۍ که کومه دعوه لرله نو ښه خو دا وه چې د ارواښاد د کورنۍ د هغه غړي “نقل قول” دې هو بهو راوړی وای او بيا دې دا خبره یاده کړې وه، ولې دې بېړنۍ او اضطراري او په منډه منډه ليکنه کړې ده؟
ميرويس يوه ګونګه او مبهمه خبره ليکلې چې : “ دا هیچا ونه پوښتل چي دغزاله جاوید لپاره په شمشاد کي بکنګ روان وو او د ډالرو سلنه یی دشمشاد اکاونټ ته را روانه وه. اوسمهال تاسو فکر وکړئ چې ایا پښتانه یوازې موسیقۍ ته اړه لري او که نه ډوډۍ ته هم؟”
که رښتيا ووايم نو زه د ميرويس د “ بکنګ” په مفهوم پوه نه شوم. ځکه که شمشاد د غزاله جاويد په کنسرټ له خلکو پیسې اخیستې وي نو دا خو يې حق دی ځکه چې غزاله جاويد دوی راوستې وه! او که خبره بله وي نو ميرويس نه دی توانيدلی چې خپله خبره سمه روښانه کړي. بله دا چې پښتانه هم ډوډۍ ته اړتيا لري او هم موسيقۍ او هنر ته خو د شمشاد اتڼيز پروګرامونه بېخي زيا دي چې په لیدونکي غمېږي او بله دا چې خلک مسخرې کوي او وايي د کرزي په دوره کې چې پښتنو څومره پرمختګ کړی نو هغه يوازې اټن دی او بس.
ميرويس خپلو د “ سرچوک” خبرو ته دوام ورکوي او وايي: “ ماته زما یو شمیر دوستانو چې په شمشاد کې یی وخت تیر کړی وو په دی اړه وویل چې مونږ نشو کولای دپاکستان خلاف کوم حقیقت بربنډ کړو ځکه چې کله به هم داسې وشول نو دپاکستان دسفارت مطبوعاتو مسول نعیم خان به له سفارت دهغی دبندولو امر وکړ او مشـــر به پروډیوسر کسرمعاش کړ لا دایی هم راته ویلی چې دشمشاد تقرر او انفکاک معیار دپاکستان دسفارت خوښي او ناراضی دی”
ميرويس خانه کوم ثبوت؟
که ستا يو شمېر دوستانو رښتيا ویلی نو نومونه خو يې هسې هم تا نه دي ليکلي نو د هغه کارمند يا پروډوسر نوم خو به دې ليکلی وای چې کسر معاش شوی دی او دا سند به دې هم ښودلی وای چې د پاکستان د سفارت د نعیم خان په سپارښتنه کسر معاش شوی دی!
ميرويس زیاتوي: “ که دپښتنو دعفت مسله مطرح وایی نو بیا ولی دشمشاد ریس د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مدیر اصغر په نامه یو تن ته چی د ډاکټر عبدالله دکمپاین مسول وو ۴۰۰۰۰۰ څلوېښت زره ډالر ورکړل چې دډاکټر عبدالله انتخاباتی کمپاین پری غښتلی کړی ؟”
ميرويس وروره ! مونږ خو چې د ټاکنو په وخت کې څومره شمشاد ليده نو د کرزي صیب د کمپاين له پاره يې کومی شکولی ؤ، د عبدالله خبره خو بېخي نوې ده. بله دا چې د کرزي او عبدالله خو هیڅ فرق نشته ځکه چې عبدالله د داسې يو ګوند سره تړاو لري چې د پښتنو په اړه شوم او ستمي نظر لري او کرزی صیب عملا د پښتنو په ضد لګيا دی او نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي. چې ښه ثبوت يې د قربان يې شم محترم مارشال فهيم او معصوم جنرال دوستم نازول دي او په سلګونو داسې نورې نادودې!
ميرويس خان چې په خپله هم يو مبهم شخصيت دی، په خپل سر د نومونو يو اوږد فهرست وړاندې کوي چې دوی د شمشاد په اړه اسناد لري او هرو مرو به يې وړاندې کړي لکه : “فضل رحمن اوریا شاه زلمی زلمی ، قاضی سباوون، اباسین زهیر مطیع الله اباسین ډاکټر واحد نظری ، علیشا پکتیاوال، دجان الله هاشمزاده کورنۍ ، دڅانګې اماج کورنۍ ،عبدالفتاح یاسر، نجیب پیمان ، داود عربزی ، فضل الله حاوی ، محصل خان غمشریک، توفیق حماس ، یاسر احمدزی، اجمل ساپی\ عبدالحلیم همت \محمد بشیر هاتف ، محمد الیاس ،ډاکټر غلام دستګیر حضرتی ،عبدالغفار پوپل محمد اسرار اتل ، ایاز خان ، بونیری، فرمان کاکړ شرر ساپی عبدالله مموزی ،استاد شاولی او او نور ټول هغه کسان چې یو وخت په شمشاد کې وو او شمشاد خیل له نږدی پیژنی او له حقیقته خبر دی دلته یی نومونه لیکل کیسه اوږدوی نو همدا کفایت کوی.”
زه خو وايم که د شمشاد يو شمېر کارمندان د کار په موده کې د شمشاد ستاينو ته خولې شکولې وي او د شمشاد په کنسرټونو کې لاسونه غورځوي نو کله چې له دندې ګوښه شي بیا يې نيوکه ځای نه نیسي، بلکې دا نيوکه يې د بې کارۍ د عقدې له مخې کړې او د ځان لپاره د کارموندنې کمپاين کوي چې دا يو ناوړه عادت دی. بله دا چې د ميرويس په نامه ليکوال چې ځان د ننګرهار ښيي او په اصل کې د ننګرهار نه دی، بلکې په شين زور يې غير معیاري “ سو” شو ليکلې ده او معلومات يې هم سم نه دي ځکه چې “ فضل رحمن اوريا او محمدبشير هاتف” اوس هم په شمشاد کې کار کوي. پاتې شو دا نور اوږد لیست چې د بېلګې په توګه به يې د “ واحد نظري” په نامه يو ستم صفته پښتون ته لږ تم شو؛
واحد نظري تش په نامه پښتون دی نور باور وکړئ که د يو توت په اندازه استعداد هم په کشې کې وي. پښتونولي خو پر ځای پرېږده. واحد نظري په ملي ټلويزيون کې څه وکړل چې په شمشاد شخصي ټلويزيون کې به يې کړي واي. په خپلو ګنهګارو غوږو مې د آريانا ټلويزيون له يو چارواکي اوريدلي چې ويل يې: “ واحد نظري مونږ آريانا ته د دې لپاره راوستو چې ګنې کومه طرحه به ورسره وي خو د ټلويزيون په چارو خبر هم نه ؤ”
د واحد نظري تر ټولو ستره ګناه او د شرم وړ خبره دا ده چې په پرديو هغو زور وهي. هغه دا چې د “کونډې زوی” د سريال دعوه کوي چې ګنې ده جوړ کړی او د ده په زیار دومره ښايسته راغلی دی. چې ځينې قدرت طلبو او ابن الوقت ليکوالو لکه د اکبر کارګر په نامه يو ليکوال او يو شمېر نورو يې لا سر ورغټ کړی او په دروغو يې د “ کونډې زوی” سريال په ده پورې تړلی دی. په داسې حال کې چې نوموړی سريال د هيواد نامتو ليکوالو او وتليو شخصيتونو “ښاغلی کاتب پاڅون او ارواښاد منان ملګري ليکلی او د هيواد په سطحه يوازيني تکړه ممثل “ ممنون مقصودي – شادګل” په خپل طبيعي تمثيل ښکلی کړی او همدا راز ارواښاد ف فضلي لا ډولي کړی دی چې د شهرت لامل يې هم همدا دي. ورسره د هیواد تکړه ممثلينو په کې کار کړی چې د هر يو نوم اخیستل به ګران وي. زه دا نه وايم چې ډايرکټر يې واحد نظري نه ؤ خو تاسو او خدای چې رښتيا فکر به نه کوئ ايا واحد نظري به ممنون مقصودي ته څه وروښيي؟ يا دا چې واحد نظري به ارواښاد ف فضلي ته څنګه ډايرکشن ورکړي؟ زه په ډاډ وايم چې واحد نظری که اوس هم د کونډې زوی سريال وګوري نو د ارواښاد منان ملګري طبيعي ډیلاګونو ته به ګوته په غاښ پاتې شي خو له بده مرغه کله چې د کونډې زوی سريال ستاينه کېږي نو واحد نظري صیب په بريتو کې مسکی مسکی کېږي. په داسې حال کې چې مونږ ښه پوهېږو چې واحد نظري ډايرکټر ؤ خو د حکومت وظیفه همداسې وي چې کله کله د خره په لکۍ پسې اوښان هم تړي. د دولت يو ممثل کارمند مجبور دی چې حتی که د يو فلم يا سريال ډايرکټر پاړسيوان هم وي نو د هغه نوم يې په سر کې راشي ولو که د فلم يا سريال په ښکلا کې يې هيڅ رول هم نه وي لرلی.
په هر صورت خبره د شمشاد ده چې باید د ملي ليدلوري په رڼا کې پرې خبرې وشي او د شمشاد شخصي ټي وي مشر حاجي صیب فضل الرحيم پوه کړای شي چې پښتو دا نه ده چې يو مشر دې په سپينه ږيره ډول ته غوندې غوندې شي!
همدا راز هغه درانه ليکوال چې غواړي شمشاد ملي لیدلوری ولري او پښتو ته کار وکړي نو شخصي عقدې او د کارموندنې لټه دې شاته وغورځوي او شمشاد ته دې رغنده او ګټورې مشورې ورکړي که ويې منله نو ښه تر ښه او که ويې نه منله نو داسې به فرض کړو چې د شمشاد څښتن هم د پېښور دبېباکه ګډاګانو د CD جوړوونکو تجارانو له ډلې يو تجار دی او بیا به پښتو ته د خدمت هيڅ تمه ترې نه کوو.
راځئ پيل به يې زه وکړم، يوه ملي مسئله به مطرح کړم، نيوکه به وکړم او یو سالم وړانديز به هم ورسره مل کړم!
په درې لسيزو جګړو کې د ګڼو زيانونو سره سره مو يوه ګټه وکړه او هغه دا چې خپرونې ډېرې شوې اوژبه يې تر ډېره يوه وه. د حامد کرزي په دوره کې که رسنۍ نورې هم پسې ډېرې شوې خو په شاتو کې يې زهر راکړل او ملي نفاق يې رامنځته کړ. ځکه د ده په دوره کې رسنيو هم د ده د کابينې په څېر سيمه ايز دريځ غوره کړ. د رسنيو د هرې سيمې ليکوال او خبريال په خپله سيمه ايزه لهجه راميدان ته شو او د کلونو کلونو په خواريو او زاريو يوه او واحده پښتو يې په سيمه ايزو لهجو ووېشله. د دې کار پيل د ازادۍ راډيو وکړ چې په دې ملي نفاق کې يې ښه رغنده برخه واخیسته. چې دا د پښتو او پښتنو د دښمنانو يو ستر ارمان ؤ چې پښتو د ژبې له موقف څخه د لهجې درجې ته راوغورځوي او اخر نړۍ حيرانه شي چې کومه پښتو زده کړي، کومه ومني او کومه وليکي!؟
وړانديز:
هغه معیاري پښتو چې په افغانستان کې مشهورو او ستوريو ليکوالانو په ډېرو غونډو او بحثونو کې پرې هوکړې کړي، هغه د کومې ځانګړې سيمې لهجه نه ده! بلکې يوه واحده معياري پښتو ده چې د پښتونخوا پښتنو هم په دوو غونډو کې ورسره شراکت کړی او پښتانه يې تر ډېره سره نږدې کړې دي. دا که مونږ پښتو ژبه نوره هم سره نه شو نژدې کولی او د يو والي په لور ګام نه شو اخیستی نو په ژبه کې نفاق راوستل يو سپک او ناوړه کار دی.
تاسو وګورۍ د افغانستان پاړسيوانان کوښښ کوي چې له ايران سره حتی خپله ګړنۍ ژبه يوه کړي او ايران بيا کوښښ کوي چې د ټولو پاړسي ژبو ليکنۍ او ګړنۍ ژبه يوه کړي څو يې نړيوال معيار ته ورسوي خو پښتانه خپله جوړه او يوه ژبه ړنګوي چې د افسوس خبره ده.
هر چاته خپله مورنۍ لهجه خوږه ده او خوند ورکوي خو کله چې يوه خپرونه د ټولو پښتنو لپاره خپرېږي نو په کار ده چې په يوه او معياري ژبه وي. هغه که ليکنۍ وي او که ګړنۍ.
شمشاد بايد څه وکړي؟
شمشاد حق لري چې خپل شخصي ټلويزيون ته د پښتو ژبې وتلي ژورنالستان او تکړه هنرمندان وګوماري هغه که د هر ځای وي ځکه چې شخصي ټلويزيون باید مارکیټ ولري او مارکيټ د تکړه کارمندانو په ګومارلو پيدا کېږي. خو د پښتو د پياوړتيا لپاره دې له داسې ميتوده کار واخلي چې هغه د چا خبره “ هم خرما او هم ثواب” هم دې ګټه وکړي او تکړه دې شي چې پښتو ژبه په بازار کې اخیستونکي، غوښتونکي او مينه وال پيدا کړي او هم معياري ژبې ته بنسټيز کار وکړي چې دا د پښتو ژبې ستره اړتيا ده. که په غير معياري ژبه بې شماره ټلويزيونونه جوړ شي نو پښتو ته يې هيڅ ګټه نشته. بس د آزادۍ راډيو غوندې به يې هدف تش خبرونه وي او بس.
شمشاد باید د پښتونخوا هغو پښتنو کارکوونکو ته چې په دوبۍ او پېښور کې له دوی سره کار کوي، تر عملي پيل مخکې د ژبې لنډ مهاله روزنيز پروګرامونه جوړ کړي چې د ښکلي او غښتلي هنر تر څنګ يې ژبه هم لږ تر لږه له انګريزۍ دومره پاکه شي چې د افغانستان عوام ترې استفاده وکړای شي. همدا راز دې د شمشاد د کابل کارمندانو ته هم روزنيز کورسونه جوړ کړي او شعوري پوهه دې ورکړي چې خبرونه او پروګرامونه په لهجه نه بلکې په معياري ژبه جوړ کړي او ډېر پاړسي لغتونه په کې هم ونه کاروي چې د پېښور پښتانه عوام ترې استفاده وکړای شي.
د شمشاد دجيګې شملې د لا هسکيدو په هيله
منل يې په شمشاد دي.



30.03.2010

ورونو !
افراد به په يوه يابله رسنۍ کې خفه کيږي او په حقه يا ناحقه په ئې هغې رسنۍ ته غسه راځي، بايد يوه رسنۍ ددوی له پاره
د هيواد دبلې رسنۍ په ضد ليکنې او خپرونې ونکړي ، که نه نو دا خو بياپه لوی لاس د رسنيو جنګ رامنځته کول دي چې زيان يې
بيا حد نه لري او ټول زيان يې ملت ته اوړي![color=white:f6ca79dbe5]مونږ بايد د يوې سپږې له پاره ټول پوستين ته اور ونه غورځوو![/color:f6ca79dbe5]که د شمشاد مشر
خاين وي او اسناد پرې څوک لري محاکمه دې کړي ، د مطبوعاتو د قانون سره سم دې محکمې ته راکاږي، او که نه [color=red:f6ca79dbe5]يوه رسنۍ د بلې
پر ضد د محاکمې ځای نه دی ![/color:f6ca79dbe5]که هوتک خان په کومه رسنۍ کې کار کوي هلته دې ورپسې په خپل مسوليت دغه کمپاين پيل کړي،
او که يې نه کوي، له نورو رسنيو څخه دې د تورونو او غچ اخيستنو ډګر نه جوړوي !
د پيښور او کابل د راديو تر منځ له له پخوا نه هم په سوله ييزو شرايطو کې يو څه همکاري روانه وه او هيله کيده چې دا همکاري پراختيا پيدا کړي !
اوس چې آن خصوصي تلويزيونونه شته ، نو د پولې اخوا او ديخوا پښتانه سره نږدې کول تر هرڅه د مخه د ددغو تلويزيونونو له لارې ښه تر سره کيدای شي!
د شمشاد تلويزيون مشر که دغه همکاري د کومې شخصي ګټې له پاره هم رامنځته کړې وي ، نتيجه يې تر هغې ډيره ښه او لر وبر پښتنو ته ګټوره ده !
نو دا سې سند بد سند نه دی چې دشمشاد اوخيبر يا کومې بلې پښتو رسنۍ تر منځ د همکاريو د پراخولو غوښتنه په کې شوې وي!
آخر تر آباسينه پورې خو مو خاوره يوه ده او د لرو بر پښتنو کلتور پالنه چې څومره په متقابل ګډون تر سره شي هومره ښه ده !شمشاد بايد صرف دې ته متوجه ا وسي چې
د افغانستان پښتو په پيښورۍ پښتو وا نه ړوي، بلکې دا معياري پښتو په هغوی کې رواج کړي او بس !
فعلا که تاسو له شمشاد څخه کوم بل ښه پښتو خصوصي تلويون درک لرئ، نو معرفي يې کړئ او که نه وي تر هغه وخته پورې چې بل ښه ترې پيدا کوئ بايد ددې په درلودلو هم شکر وکاږو ، نه دا چې پښې يې ووهو !


عتیق الله
31.03.2010

سلامونه!
پتوال په پټو سترګو يوه ړنده او بې منطقه جمله ليکلې او وايي شمشاد بايد د افغانستان پښتو په پېښورۍ پښتو وانه ړوي.
دا يوه ستره تېروتنه ده. بلکې شمشاد بايد لاندې ټکيو ته پام وکړي:

شمشاد باید د پښتونخوا هغو پښتنو کارکوونکو ته چې په دوبۍ او پېښور کې له دوی سره کار کوي، تر عملي پيل مخکې د ژبې لنډ مهاله روزنيز پروګرامونه جوړ کړي چې د ښکلي او غښتلي هنر تر څنګ يې ژبه هم لږ تر لږه له انګريزۍ دومره پاکه شي چې د افغانستان عوام ترې استفاده وکړای شي. همدا راز دې د شمشاد د کابل کارمندانو ته هم روزنيز کورسونه جوړ کړي او شعوري پوهه دې ورکړي چې خبرونه او پروګرامونه په لهجه نه بلکې په معياري ژبه جوړ کړي او ډېر پاړسي لغتونه په کې هم ونه کاروي چې د پېښور پښتانه عوام ترې استفاده وکړای شي.
د شمشاد دجيګې شملې د لا هسکيدو په هيله
منل يې په شمشاد دي.


pattang
31.03.2010

دبيان ، خبرو او فکر ازادي تر ټولو اول ځای لري ، ړنګول او له منځه وړل يې
يو ديکتا توري عمل دی ٠ دخوستي ورور ليکنه او بيان انتقادي و ې .
د انتقاد هر څوک حق لري ، که څوک يې نشي زغملی بايد زغمل يې زدکړي
او بيا خاص هغه خلک چې ټول وخت له اولسواکي څخه خبرې کوي ٠
دوه مخی عمل ناروا کار دی٠


عتیق الله
01.04.2010

سلام
پتنګ صیب منت زما انډيوال دی او ګيله لري چې د شمشاد په اړه دا زما درېمه ليکنه ده چې ټول افغان يې تر يو دوه ساعته وروسته سانسوروي.
ټول افغان بايد خپله پاليسي روښانه کړي او د هغو ادارو او اشخاصو ليست جوړ کړي چې څوک يې په اړه څه نه ليکي. ځکه تاسو پوهېږئ چې په دې بوخته نړۍ کې يو ليکوال بيچاره زحت وباسي او ليکنه وکړي او ټول افغان ورپسې د سانسور پنسلپاک راواخلي دا خو ښه خبره نه ده.



03.04.2010

[quote:996854d3b7]سلامونه!
پتوال په پټو سترګو يوه ړنده او بې منطقه جمله ليکلې او وايي شمشاد بايد د افغانستان پښتو په پېښورۍ پښتو وانه ړوي. [/quote:996854d3b7]
عتيق جانه سلامونه دې وعليکم ، خو دا په قار ولې يې؟
ګوره ځوانه : د عام او خاص اړيکه پيژندل د منطق له الفبې څخه ګڼل کيږي ،
مثلآ که يو رياضي وال په عامه توګه ووايي چې :
هر عدد x که له ١ پرته په بل هر روغ عدد تقسيم شي نو حاصل يې تر x کم دی،
او په دې کې پرې ته راټوپ کړې چې نه، دا خو يوه ړنده او بې منطقه خبره ده،
نوموړی بايد ووايي چې ( ٦) که په (٣ ) تقسيم شي نو حاصل يې ( ٣) لاس ته راځي (چې تر ٦ کم دي!

کټ مټ ددغې رياضي وال غوندې ما هم ليکلي و چې شمشاد بايد خپله افغاني پښتو چې طبعا معياري ده سوچه وساتي او په پيښورۍ هغې يې چې
نه سوچه ده او نه معياري وانه ړوي . همدا عامه غوښتنه په نورو خاصو ټکو تا تاييد کړې چې پيښوري همکاران بايد وروزي څو سوچه معياري پښتو چې د
افغانستان مطبوعاتي پښتو ده په شمشاد کې وساتل شي !
له دې نورو بد رد ويلو څخه دې پخپله ثابته کړه چې تر اوسه لا د عام او خاص تر منځ اړوند نه پيژنې نو په منطق پوهيدو ته دې لا ډير وخت شته، ښايي ډير تنکی ځوان به يې او د جذباتو له شفيرې څخه به لا نه يې راوتلی .

[quote:996854d3b7]شمشاد باید د پښتونخوا هغو پښتنو کارکوونکو ته چې په دوبۍ او پېښور کې له دوی سره کار کوي، تر عملي پيل مخکې د ژبې لنډ مهاله روزنيز پروګرامونه جوړ کړي چې د ښکلي او غښتلي هنر تر څنګ يې ژبه هم لږ تر لږه له انګريزۍ دومره پاکه شي چې د افغانستان عوام ترې استفاده وکړای شي [/quote:996854d3b7]

بالکل سمه ده او ډيره ډيره مننه چې زما د غوښتنې ثبوت دې وړاندې کړی !
الله دې مل شه !
[quote:996854d3b7="pattang"]دبيان ، خبرو او فکر ازادي تر ټولو اول ځای لري ، ړنګول او له منځه وړل يې
يو ديکتا توري عمل دی ٠ دخوستي ورور ليکنه او بيان انتقادي و ې .
د انتقاد هر څوک حق لري ، که څوک يې نشي زغملی بايد زغمل يې زدکړي
او بيا خاص هغه خلک چې ټول وخت له اولسواکي څخه خبرې کوي ٠
دوه مخی عمل ناروا کار دی٠[/quote:996854d3b7]
پتنګ خانه خانه،
زه خو چې ګورم اړونده ليکنه دلته په دې بحث فورم کې پرته ده او چا نه ده ړنګه کړې، [quote:996854d3b7]تر څو دبيان ، خبرو او فکر ازادي [/quote:996854d3b7]څخه محرومه نشي ، خو هر بيان او هر فکر بايد په هره لوړه کچه منعکس هم نشي، آخر د هر بيان له پاره خپل ديګ او خپل يې ټيپر !
درناوی!


عتیق الله
05.04.2010

پتوال صاحب تا اوس هم زما خبری نیمو نیمکله راخیستی دی. ما خو ستا له ليکنی دا اخیستنه کړی وه چی ته یوازی د افغانستان پښتو ته اعتبار ورکوی او د پښتونخوا دی هیره کړی دی. ستا ځوابی لیکنی زما اټکل په واقعیت بدل کړ. تا بیا هم زما له ليکنی یوازی همغه نیمی جملی راخیستی چی خپله غوښتنه دی ورسره برابره وه. زه یوازی د افغانستان پښتو ته معياري نه وایم. که په خوږوالی کی شی نو د یوسفزی پښتو هیڅ جوړه نشته. خو زه وحدت ملی دی ته وایم چی د افغانستان او پښتونخوا د ژبپوهانو له خوا چی کوم معيار منل شوی همغه دی وپالل شي او کار دی ورته وشي.



05.04.2010

[quote:9ecb929954="عتیق الله"]پتوال صاحب تا اوس هم زما خبری نیمو نیمکله راخیستی دی. ما خو ستا له ليکنی دا اخیستنه کړی وه چی ته یوازی د افغانستان پښتو ته اعتبار ورکوی او د پښتونخوا دی هیره کړی دی.... خو زه وحدت ملی دی ته وایم چی د افغانستان او پښتونخوا د ژبپوهانو له خوا چی کوم معيار منل شوی همغه دی وپالل شي او کار دی ورته وشي.[/quote:9ecb929954]

مننه عتيق الله خانه !
ايله چې لږ تر لږه دې ظاهرا يو ښه وړانديز وړاندې کړ ، ظاهرآ په دې چې د لر او بر ژبپوهانو هېڅ داسې کومه ګډه پريکړه نشته چې به هغې کې د افغانستان معياري پښتو تر پوښتنې لاندې راغلې وي، داچې د لرې بښتونخوا له پاره يې ځينې زياتونې ورسره منلي دي، نو هغه په دې معنی نه دي چې بر پښتانه دې خبل معياري ټکي پريږدي او هغه دې وکاروي!
هو! ، هغه لر پښتانه ژورنالستان چې د افغانستان په رسنيو کې ليکل لوستل کوي، کولی شي همغه زياتونې وکاروي ، هم دلته او هم لر په خيبر نورو رسنيو کې!
د ساري په توګه مونږ په معياري توګه وايو :
کله چې ډوډۍ وخوړل شوه ،
مکتوب وليکل شو
يا مجرم ووهل شو
دوی يې په معياري توګه داسې ليکي
کله چې ډوډۍ وخوړلی شوه،
مکتوب وليکلی شو
يا مجرم ووهلی شو!
نو ملي وحدت دا نه دی چې مونږ دلته او يا هلته وخوړلی شوه، وليکلی شو او يا ووهلی شو ووايو ، بلکې ملي وحدت دادی چې هغوی هلته او دلته دواړو کې هر ځای خپله (ی) د خوړل، ليکل او وهل سره زياته کړې ووايي او مونږ يې ور زياته نکړو !
بل د انګليسي ، عربي او فارسي ټکي دي ، نو دوی بايد د انګليسي په ليرې کولو کې د برې پښتوله لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي ، په خپل سر دې ورته نه فارسي، نه عربي او نه اردو ځايناستې کلمه ټاکي !
مونږ ډيرې فارسي او عربي کلمې پښتو ته اړولي دي چې آن هغوی ترې هم ګټه اخيستلای شي او بايد هم ترې ګټه پورته کړي !
که په لره پښتو کې کوم سوچه پښتو ټکی پيدا کيږي نو برې پښتوددغسې اړتيا په وخت کې اخيستی او په راتليزه کې به يې هم واخلي، خو بايد منښته پرې وکړو چې
دوی دغسې ټکي يا له هډه نه لري او يا په نشت حساب دي!
ستا يا د لرو پښتنو غوښتنه چې فارسي ټکي دې پښتو شي نو دا خو له دوی څخه مخکې زمونږ خپله غوښتنه ده او زمونږ ژبپوهانو ورته ډير کار کړی دی، چې دوی ترې چندان ګټه هم نه ده اخيستې !
خو که ددوی دا غوښتنه وي چې فارسي ليرې کړو او ددوی له پاره انګليسي په کې ورځای کړو، نو دا يوه ضد ملي او ضد کلتوري خبره ده اوداسې غوښتنه نه لر او نه بر څوک کولی شي!
ښه خبره داده چې هغوی له مونږ سره د فارسي لغتونو په ليرې کولو کې مرسته وکړي او سوچه پښتو معادل يې راسره ولټوي!
متآسفانه چې دوی له مونږ سره دا مرسته نشي کولی او ملامت هم نه دي !
همدارنګه مونږ بايد له هغوی سره پښتوته د انګليسي کلمو په اړولو کې مرسته وکړو، دا مونږ کولی شو، غواړو چې ويې کړو، چمتو يو ورته ، خو که هغوی زمونږ مرسته ومني ، د انګليسي ليرې کولو اوپښتو منلو ته تيار شي، او د نه چمتو کيدو پړه برې غورځول کيږي !
بر پښتانه د خپل رسمي حقونو په تلسټ خپلې ټولې لاسته راوړنې ( له پښتو درسي کتابونو څخه نيولې تر ادبي اٍثارو، ژورنالستي کورسونو.... پورې) چې لرو يې له هغوی سره شريکولی شو او بايد ورسره يې شريکې کړو ، دا دهغوی حق او زمونږ دنده ده ! دا نه يواځې ملي وحدت دی ، بلکې دا پښتنې وروري ده چې بايد وپالل شي!
په آخر کې بخښنه غواړم که کوم ټکی راڅخه پاتې شوی او يا داسې جمله بندي شوي وي چې ناسم پوهاوی ترې هم کيدای شي !

و من الله التوفيق


عتیق الله
06.04.2010

پتواله ګله ټکی درنه نه دی پاتی خو سترګی دی پټی کړی.
کله چی خبره د معیار شی نو بیاپه کی د افغانستان او پښتونخوا توپير نه ځاییږی بلکی د پښتو ژبې معيار بلل کيږی او يا (معياري پښتو) بلل کیږی.



06.04.2010

[quote:d73deb2591]کله چی خبره د معیار شی نو بیاپه کی د افغانستان او پښتونخوا توپير نه ځاییږی بلکی د پښتو ژبې معيار بلل کيږی او يا (معياري پښتو) بلل کیږی.[/quote:d73deb2591]
نه کنه ! داسې نه ده، مونږ مخلوط ته معيار نه وايو، معيار د پښتو ژبې دعلمي معيارونو ټولګې ته وايي، کوم چې د علمي ادبياتو، ګرامر او د ژبې له نورو علمي
لاسته راوړنو څخه لاس ته راځي !
داخبره سمه ده چې معيار د ټولو له پاره دی په لر او بريې بايد يوشان ومني ، خو دې
معيارونو تر اوسه پورې يواځې په افغانستان کې کار شوی، چيرې چې پښتو رسميت درلود!
له شک پرته چې که پښتو لره خوا هم رسميت لرلای په معيارونو به يې ډير کار شوی وای، چې هغه به ضرور مونږ هم منلی !
اوس چې دا کار شکر مونږ کړی او کوو يې نو هغوی دې پرې شکر وکاږي چې تياره
خزانه په لاس ورغلې بآيد کار ترې واخلي اود پښتو معيار ، ژبپوهنه او ژبدود خپل کړي!
لکه څنګه چې ٢+٢= ٤ اعتبار ځای او سيمې پورې اړه نه لري، ژبپوهنه او ژبدودونه هم علمي اعتبار لري ، نو ستا خبره افغانستان يا پښونخوا پورې
د يو علم اعتبار نه محدويږي، هر چپرې چې دغه علمي اصول ، قوانين او علمي معيارونه وپيژندل شي وڅيړل شي اتوماتيک په په هغه بله خوا کې چې هلته دا معيارونه لا چا نه دي څېړلي اعتبار پيدا کوي او ګټه ترې پورته کيږي!
که ستا مطلب لهجه وي، نو لهجه يوه هم معيار نشي کيدای، نه ننګرهارۍ، نه کندهارۍ او نه پيښورۍ، بلکې صرف او نحوه چې په ټولو بايد يوشان تطبيق شي !
او په دې کې د ننګرهار پوهانو زيات کار کړی او نورو چې پۀ پښتو صرف او نحوه
او ادبي قوانينو په څېړلو کې څومره کار کړی او علميت يې ثبوت شوی ددې ګډې ملي علمي پانګي جز ګرځېدلي او څوک ترې انکار نشي کولی !
الله دې وسه ورکړي چې لر بښتانه بوهان هم د بښتو په صرف، نحوه او ادبي قوانينو په څپړنو کې تر مونږ زياتې لاسته راوړنې ولري ، چې له علميت نه يې انکار نشي کيدای نو له منلو يې هم بايد څوک انکار ونه کړي، خو چې علمي لاسته راوړنه نه وي ، يواځې دسيمې يا لهجې په نامه د علم د پرختګ خنډ کيږي له دې آفت او جهالت څخه دې الله د هر ځای پښتون وساتي !
و من الله التوفيق !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more