د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بازګشت همه به سوی اوست

عادل عادل
27.03.2010

سلامونه

له احترام وروسته داسې مالومیژي چې د سولې او مذاکراتو د ضرورت او ادامې په بهیر کې د حزب اسلامي یو پیاوړئ هیات د ښاغلي قطب الدین هلال په مشرئ کابل ته رسیدلئ دئ.

سره لدې چې زما په ګډون ټول افغان ولس د سولې او ثبات هر سوړ او تاوده خوځښت ته په نیک شاګوم سره ګوري او د زړه له تله یې هرکلئ کوي، غواړم ستاسو ښاغلو لوستونکو او د بحثفورم درنو ګډونوالو ته د پورتني مقدماتي پرمختګ په اړه د نظر څرګندونې او هراړخیز بحث بلنه درکړم.

بحث په یوه ساده پوښتنه پیلوم هغه دا چې:

ایا نوموړئ هیات چې د افغاني جهادي تنظیمونو د خپلمنځي جګړو د دور په مهم طرف پورې اړه لري، وبه کولای شي چې د خپلو پخوانیو تجربو له تکرار څخه پرهیز وکړي او د هغو نه په عبرت او استفادې سره د متخاصمو او ذیدخلو اطرافو سره په ملي اسلامي مصالحو ولاړې یوې عملي نتیجې ته ورسیژي؟

زما په نظر خو یو څه چلنجونه په مخ کې شته ، هغه دا چې پخوا د تنظیمي جګړو ظاهري بڼه بین الافغاني او د نن په پرتله خورا ساده وه چې همدغه ښاغلو پکې ولس ته خپل د پاتې راتلو امتحان ورکړئ دی، نو دا چې اوس اوس افغانستان د بهرنیو فوځیانو د حضور ډګر ګرځیدلئ، ځنې ورته د دیموکراسي په سترګه ګوري، ځنې هم د بیارغاونې نوم ورکوي، او ځنې یې هم د حقیقت پر بنا اشغالګر بولي.

په هر حال نوموړي نړیوال نظامي حضور د حزب اسلامي د پخوانیو مشرانو په ګډون د مختلفو صلیقو او مفکورو ډلې او اشخاص د مختلفو وجوهاتو له مخې او د ولس د ارادو سره په ښکاره او قسمي ټګر کې پر ځان راټول کړي دي چې هر یو یې بیلابیل او خپل خپل توجیهات وړاندې کوي، نو کله چې د یوه تنظیم پخواني مشران غړي وار د مخه یا په بل عبارت already هلته موجود وي نو خدای مکړه پورتنئ هیات به د حزب اسلامي پورې اړوند مشرانو د وروستئ برخې د وصلت په مانا نه وي چې د مذاکراتو تر نامه لاندې د خپلو وروڼو او سیالو تنظیمونو د مشرانو په څیر د اشغالګرو په صف کې دریژي؟


pattang
27.03.2010

عادل صيب دورېښمنو ژبه زما نده زده ، زه لنډې خبرې کوم ٠:
پښتون او س د غلام په دود په افغانستان کې ژوند کوي مهم کارونه ،مهمې چوکۍ
ټولې د سمرقندي مهاجرو په لاس کې دي که پردې تناسب سوله راهم شي به
پښتون به دغلامي په رول کې وي ، کله چې له وطنه خلک راشي ماته تلفون را وکړي
دپښتنو او د پښتو ژبي نه خبرې کوي نو زما فشار تر 200 نه پورته شي ، ددي رژيم
ړنګه ول په هر يوه مسلمان پښتانه باندې فرض دي ٠
(له لوی قندهار څخه 300 شاګردان پوهنتون ته کاميا بيږي ، له باميانو څخه 1500
له بدخشان څخه 3500 !! د عالي تحصيلاتو وزير هزاره دی .... )
اوس راڅم خبرې ته :
ما مخې هم ليکلي دي چې حزب اسلامي، اسلام او افغانيت په چوکۍ خرڅوي
او طالب دا کار نکوي٠ حزبي اسلامي په دغه عمل خپل ځان داسې وشرماوو لکه
افغان ملتيانو په خپل عمل ، لدې خبرو څخه څه شی نه جوړيږي ٠ پاته دې نوي چې
ګلبدين د رباني په وخت کې صدر اعظم وو او اوس وروسته له دومره وخته يې بيا
استازي سياف او رباني ته ور ځي او خبرې ورسره کوي!!
څوک چې خدای شرموي په جومات کې يې باد پرېکېږي٠

مو فق او بر يالي د وي طالبان ، نالت په اشغالګرو٠


میوند ننګیال
28.03.2010

سلامونه !

دروند و او محترمو عادل صیب او پتنګ صیب !

یاره خو دغه اوسنی حزبیا ن هم ټول بچه بی ریشو غوندی دی .
تر اوسه یی طالبانو سره اخ او ډب روان دی او اوس ځي د حکومت سره خبروته کینی
زه ددی شا هد یم چی ددی او طالبانو تر منځ ډير بد تارو تریخوالی روان دی .

ایا داسی څوک شته چی دا خبره رو ښانه کړی چی طالبانو ولی ددوی 27 کسان په تکاو کی خا لی سلاح کړل او ډزی یی پری وکړی .

او په پیښور کی پدی خبره خومره بحث وشو حتی یو بل ته یی د وژلو کوا ښونه وکړل .
ولی د طالبانو او حزب ترمنځ په بغلان کی دا جنګونه وشول تر شا یی څه عوامل وه

حزب اسلامی چی څومره غلطی کړی او کوی یی د افغانستان په تاریخ کی والله بچه سقاو کړی وی .
ده خپل منځي مشکلات ندی حل کړی او ځي د اشغالګرو سره خبری کوی .

د حزب سیاست داسی یو سیا ست دی لکه د پن جابیانو د کمونستا نو په ضد یی ووهله خلکو شهیدا نو ورکړل خو ده ورسره بیا روغه وکړه .

د دوستم سره کیناست قسمونه یی کول او د ایران پی یی بدی ویلی خو بیا ورغی او ایران کی بروت وه .

مرګ په هر هغه چا چی د افغانانو په احسا ساتو یی لو بی وکړی .

مرګ په هر هغه بی ناموسه او مردار خر چی ځا من یی په دبی ارو پا کی ګر ځي او زرګونو ډالرو عطر او خوراکونه کوی ته او خدای دا شرم او بی نا موسی نده چی د بی وزله او صادقه مسلمانو افغانانو په سر تجارتونه کوی .
تو لعنت دی پداسی خاینانو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more