د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د سود باره کی یوه پو ښتنه چی عاجل جواب ته ضرورت لری

میوند ننګیال
25.03.2010

سلامونه او نیکی هیلی !

ټو لو ته ښه وخت .

محترمو وروڼو ! یو سوال لرم چی جواب ته یی منتظر یم .
سوا ل څه دا سی دی چی :

یو کس دی په یو ځایی کی تاو سیږی او کور ته ضرور ت لری چی په پیسو یی وا خلی د کور قیمت د ی250000 لکه روپی دی چی دا کور اخیستی نو د بنګ له لاری یی را نیولی او هره میاشت بنګ ته 900 رو پی ورکوی چی پدیکی 700 بنګ والا ځان ته ا خلی او 200 رو پی د کور په قیمت کی ورکوی یعنی :

چا چی کور اخیتی هغه د میاشت 900 رو پی ورکوی رت هغه چی د کور قیمت پوره شی خو هغه بنګ والا 700 ځانه ته اخلی او 200 د کور په قیمت کی ورکوی .

ایا دا سود کی حسابیږی کومی پیسی چی بنګ والا ځان ته اخلی

مننه
د حلیمي صیب وهاج کریم کا مران او نور و رو ڼو نه هیله کیږی چی جواب را کړی


عادل عادل
25.03.2010

سلامونه

وروره ما د یوه عالم ورور نه د سود باره کې اسانه او لنډ فورمول زده کړئ دئ، هغه دا چې:

په یوه مبایعه کې د ګټې هر هغه پیسې چې 100 په 100 کې خوندي وي، سود او حرامې دي.

په بل عبارت د حلالې ګټې او سود فرق دا دئ چې په حلالو کې ګټه د نقصان د خطر سره مخ وي، خو حرامه یې هغه ده چې ګټه خوندي او لاس ته راتلل یې حتمي او تضمین شوي وي.

که چیرته دغه کور د اسلامي بانک څخه واخیستل شي، نو بیا پکې څه باک نشته، ځکه چې اسلامي بانک د ملکیت د اخیستو لپاره نقدې پیسې قرض نه ورکوي، بلکه کور پخپله اخلي او بیا یې په ګټه سره په بل خریدار پلوري، ستاسو په سوال کې دا نه دي واضح چې بانک د خپلې ګټې په مقابل کې تاسو ته د کور پیسې درکوي که کور؟ په بل عبارت د کور څښتن بانک دی که بل بابا؟ او تر ټولو مهمه دا چې بنک اسلامي دئ که ربوي؟ په هر حال که بانک ربوي وي نو په ربوي بانکونو کې خو د حلالو معاملاتو جواز اصلا شته نه.

دا چې زه عالم نه یم او نظر مې څرګند کړ، هیله ده چې د نظر څرګندونه مې د علماوو کرامو په وړاندې په ګستاخئ ونه شمیرل شي.

د درنو او عزتمندو علماوو د تفصیلي مالوماتو په هیله

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more