د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له کندهارڅخه ٣٦٤تنه خوله باميانونه ١٠٥٦ تنولوړوزده کړوته لارپيداکړې

طالب ISI
22.03.2010

د طالبانو او پاکستان د پالیسئ پایله د پښتنو لپاره:

پداسي حال کې چې لاهم په سويل کې دګڼوښوونځيودروازې دزده کونکوپرمخ تړل سوي ،دلوړوزده کړووزارت دهغوبرياليوزده کونکونوم لړخپورکړچې دلوړو اونيمه لوړوزده کړو موسساتوته يې لارپيداکړې .
سږکال په درست هيوادکې ٤٣ زره محصلين دکانکودازموينې پربنسټ يادوموسساتوته بريالي اعلان سوي
په برياليوکسانوکې له ټولوجنوبي ولاياتوڅخه څودګوتوپه شمېرزده کونکودلوړو اونيمه لوړوزده کړوموسساتوته لارپيداکړې .
اوپه هغوى کې هم يوشمېردخپلوټيټووړتياوله مخې دساتنمنى کورو سونوته بريالي سوي
سږکال له ټولي سويلي حوزې (کندهار.زابل ،اروزګان ،هلمند ) څخه ٧٢٧ تنوزده کونکوپه کانکورازموينه کې دبرياليتوب چانس خپل کړى
چې پکې ٣٦٤ تنه دکندهار ،٣٢ دزابل ،٣٠١ دهلمند او٣٠ د اروزگان ولايت څخه دي .
پداسي حال کې چې سږکال يوازي له باميانو (١٠٥٦) له بدخشان څخه (٢٣٠٥ )له جوزجان څخه (٩٤٢ ) له بلخ څخه (٣٠١١ )له غزني څخه (٢١٧٦ )چې زياتره يې ديوې والسوالۍ اوسېدونکې بلل کيږي ،له غورڅخه (٥٨٩) له فارياب څخه (٧٢٨ ) له بغلان څخه (١٩٠٣) له پروان څخه (١٢٢٤) له پنجشيرڅخه (٢٠٣ )له دايکندي څخه (٣٠٠ ) اوپه همدې شمېرله ځيني نورولايتونه هم .
ديادوشويوولايتونوڅخه په ګڼ شمېرکې زده کونکې دلوړو زده کړوډيرومهموڅانګوته بريالي سوي
چې پکې حقوق اوسياسي علوم ،شرعيات ،انجنيري ،طب ،کمپيوټرساينس اوځيني نوري پوهنځى يادولاى سوو.
پرهمدې حال دزابل دپوهنې رياست وايې چې له ١٨٠ ښوونځيوڅخه يې ٣٢ فعاله ،دکندهار د ٤٠٣ ښوونځيو څخه دا مهال ٢٣١ ښوونځي فعال دي اوپه اروزګان اوهلمندکې يې هم له همدې کراره حساب که .
په کندهارکې خويوازي څواونۍ مخکې د يوه ښوونځي دبياپرانيستل کېدوپرمهال دښوونځي مخې ته د ماين چاودنې د يوه ٧ کلن ماشوم دواړې پښې غوڅې کړې او دا نوى پرانېستل سوى ښوونځى بيرته تړلى پاتې سو.
دگڼ شمېرکتونکوپه باورچې که په سويل کې د زده کړوپه وړاندې پرتې ستونزې همداسي پاتې سي نوپه راتلونکوکلونوکې به له دغي سيمي څخه دلوړو زده کړوپه موسساتوکې دگډون برخه په نشت حساب سي

http://larawbar.com/detail.php?id=17114&date=2010-03-22&author=عزيزالله


shokoor
22.03.2010

دوستانو سلام علیکم
[quote:62fb3ccf9b]له کندهارڅخه ٣٦٤تنه خوله باميانونه ١٠٥٦ تنولوړوزده کړوته لارپيداکړې[/quote:62fb3ccf9b]
پښتانه تحصیلات څه کوي؟ پرېږدﺉ چې د هېواد نورو قامونو بچي تحصیل وکړي . غیرتی پښتانه د جنګ له لارې په زوره پر ټول هیواد حکومت کوي :( :( :(

والسلام


pattang
22.03.2010

پښتانه اول بايد دغلامي او اشغال پړی له غاړې لري کړي ، پر دې کې خو شک نشته ، دولت خو اوس دهزاره ګانو ، اوزبکو او سمرقندي مهاجرو په لاس کې دی٠

[quote:4370043f26="shokoor"]دوستانو سلام علیکم
[quote:4370043f26]له کندهارڅخه ٣٦٤تنه خوله باميانونه ١٠٥٦ تنولوړوزده کړوته لارپيداکړې[/quote:4370043f26]
پښتانه تحصیلات څه کوي؟ پرېږدﺉ چې د هېواد نورو قامونو بچي تحصیل وکړي . غیرتی پښتانه د جنګ له لارې په زوره پر ټول هیواد حکومت کوي :( :( :(

والسلام[/quote:4370043f26]


shokoor
22.03.2010

سلام علیکم
[quote:ad0cb6d00c]پښتانه اول بايد دغلامي او اشغال پړی له غاړې لري کړي ، پر دې کې خو شک نشته ، دولت خو اوس دهزاره ګانو ، اوزبکو او سمرقندي مهاجرو په لاس کې دی٠ [/quote:ad0cb6d00c]
پتنګ صاحب، د تېرو ۲۶۰ کلونو په لړکې چې هېواد اشغال نه و او پښتانه واکمن وو پښتنو چارواکو د پښتنو بچیو د پوهنې او روزنې په برخه کې کومې شاهکارۍ یې کړې دي چې تاسې یې اوس په تمه یاست؟
زما په یاد دﺉ چې تاسو په کوم بل بحث کې د ښونځیو د تړلو یا کومه بله موضوع په تړاو استدلال کړی و چې د ۱۲م صنف فارغان دکار لپاره بهر ته ځي. پدې معنی کله چې که په هېواد کې کار نه وي نو تعلیم د څه لپاره؟

والسلام


larghonay laraway
23.03.2010

السلام علیکم!
بې علمه خلک د څارو په شان دي، بلکې (بل هم اضل)
يو څاروی که د افريقا په ځنګلونو کې ازاد ګرځي هم څاروی دی او که د افغانستان په کليو کې بارونه وړي نو بيا هم څاروی دی.

زه د اشغال او آزادۍ په اړه اوس بحث نه کوم ځکه چې د پتنګ صیب خبرو زه هم يو څه احساساتي کړی يم او دا مې خوښېږي چې بهرنيان ووځي. خو د زده کړې او تحصيل خپل وخت او زمان وي. که جګړه وي، که ارامي وي نو وخت خو تېرېږي. دا چې يو نسل شنه خره ولرو نو دا خو بيا خپله يو درد سر دي !
د روسانو سره د جهاد په وخت کې چې افغانانو څومره زده کړه او تعليم کړی نو په هيڅ بل وخت کې يې ساری نشته. اوس هم دا بهانه بېخي غلطه ده چې اول جنګ او بيا درس.
اول زده کړه


هیښ
23.03.2010

سلامونه
دیوه قوم اووولس ترټولو لوئ دښمن جهالت او دپوهې نه لیرې والئ دئ .ترڅوچې یو وولس دعلم او پوهې په سلاح سمبال نه شي،هغه د خپلو تاریخي،کلتوري اوټولنیزوګټو اونوروملي ارزښتونو ساتنه اوپالنه نه شي کولائ اودپردیو دتهاجمونو او یرغلونودخطرسره به مخامخ وی ،دخپل ځان او خپل برخلیک په اړه درست تصمیم نه شي نیولائ او دتصمیم نیولو په برخه کې به دنورو دمشورو او دستورونو نه پیروي کوي ،مانا داچې دخپلواکۍ او ازادۍدنعمت نه به محروم وي او دنورو دلاسوهنو او تیریو سره به مخامخ کیږي . که احیاناً خپلواکي هم ولري او په ظاهره ئې نوردیوه خپلواک وولس په توګه تائید کړي ،مګر په اړیکو ،معاملو او عمل کې به دیوه غیرمستقل وولس په توګه ورسره چلند کیږي .
پورتنې احصائیه دپښتنو دنوي او ځوان نسل په هکله دردوونکي او لړزوونکي ده .چې پښتانه داوسني تجاوزي او اشغالګري ناورین دختمیدو نه وروسته دیوې لویې ننګونې سره چې دتخصص،ظرفیت او مسلکیتوب فقر دئ مخامخ کوي او که ددې فاجعې مخه په خپل وخت پښتانه ونه نیسی او دمرض دشیوع نه مخکې ئې وقایه نه کړي ، نواوسنئ قربانئ ،فداکارئ ،مبارزې او جهادونه به ئې دتیرو خواریو اوزحمتونو په شان په هدر ولاړشی او داحتیاج ،درویزې او سوالګرئ کچکول په غاړه به دنورو دروازې دخیراتونو دغوښتلو له پاره ټکوي .لاکن په دې خبره هم ځان پوهول په کاردئ چې خیراتونه هم دخدائ(ج) درضا او دانساني عاطفې دتقاضا په اساس سرته نه رسیږي ،بلکه قوي او شتمن خیرات ورکوونکي خیراتونه دخپل تسلط ، څو چنده ګتو دلاسته راوستلو او ددرویزګرو دتابعیت دپاره ضعیفانو اومحتاجانو ته ورکوي او دمرستې او کومک ترنامه لاندې ئې په ټولو امورو کې مداخله کوي.

ځکه هرکومک دقوي دضعیف سره یوازې اویوازې دهغه په امورو کې مداخله ده او بس .نوددې دپاره چې دپښتنو په کارونو اوسیاسي ،اقتصادي ،کلتوري ،امنیتي او ټولنیز ژوند کې دنورو دمداخلې مخه ونیول شي ، پښتانه باید ځانونه قوي کړي او قوت په علم او پوهه کې دئ ،چې له بده مرغه که داحال وي ،دپښتنو راتلونکي به دتیارو،مشقتونو اوپرابلمونو نه ډکه وي او دنورو په وسیله به ئې برخلیک ټاکل کیږي ،یعنې یا به دخپل هموطن غلام وي او یا دیوه پردي .

په اوسني وخت کې پښتانه دیوې لويې تاریخي ازموینې سره مخامخ دي ،له یوه لوري دامریکايي وحشي تجاوز او اشغال سره او دبل لوري نه دعلمي،تخنیکي اوساینسي فقر او نیستۍ سره .نوددې دپاره چې ددې معضلې نه بریالي راووزي ،باید چې داشغالګرانو سره دمبارزې ترڅنګ همزمان دتعلیم او تخصص په ډکر کې هم دخپل نوی او ځوان نسل دروزلو له پاره جهاد وکړي اوپرې نه ږدي چې دیوه دښمن نه چې غربی نوي استعمارګران دي دخلاصون په بیه دبل دښمن په لمن کې اسیر شي .

دښاغلي شکور صاحب دا جمله چې:

[quote:8bb95e06a6]د تېرو ۲۶۰ کلونو په لړکې چې هېواد اشغال نه و او پښتانه واکمن وو [/quote:8bb95e06a6]

دتاریخي اوتحقیقي واضحو او مستندو حقایقو سره سمون نه لري.
پښتون وولس دتاریخ په دغه دوران کې چې تاسو ئې یاداوری کړي ده هیڅکله دواک لرونکي نه دئ پاته شوئ ،بلکه کله چې ئې د بهرني اشغال او استبداد څخه ځانونه خلاص کړي د داخلي مستبدینو په لومو کې اسیر شوی دي اودسلاطینو ،امیرانو ،پاچاهانواو مطلق العنانه جابرانو له لوري ددوئ داستبدادی او مطلقه قدرت دتحکیم او دوام دپاره دیوې وسیلې په توګه استعمال شوي دي او دخپلو زامنو او نسلونو دروزنې او دمعاصرو علومو دزده کړې دپاره ئې هیڅ چانس نه دئ پیدا کړئ ،بلکه دمسلط استبداد له لوري ددرباري اجیرو روحانیونو، پیرانو او حضرتانو په فتواوو سره په شعوري او پلان شوي ډول په تیارو کې ساتل شوي او دهغو ئ داګاهۍ او پوهتوب مخه ئې نیولې ده او که کله ددوئ استبدادي قدرت دخطر سره مخامخ شوئ دبې بیې سپاهیانو کارئې دخپل ناوولی قدرت ددفاع دپاره ورڅخه
اخستئ دئ .ځکه مستبدین خپل استبدادي قدرت هغه وخت مصئون ساتلائ شی چې وولس پوهې او علم ته لاسرسئ ونه لري او دخپل خدائی او طبیعی حق څخه چې دسیاسي قدرت یوازینئ او اخرینئ منبع همدوئ(وولس) دئ اګاهي ونه لري او په مختلفو بانو ورڅخه محروم وساتل شي.
له دې کبله پورتنئ جمله دپښتنو دقسم خوړلیو دښمنانو یو بې بنیاده او شیطاني تور او ادعا ده چې دخپلو ستمي خیرنو هدفونو دلاسته راوستلو دپاره ئې دپښتون قام په ادرس نیغه نیغه کوي او دیوه جعلي سند په شکل ئې وړاندې کوي ،حال داچې استبدا د ترټولو زیات تاوان پښتون قام ته رسولئ دئ او ننئ انساني تراژیدي اومصیبت چې په دې قام باندې تپل شوئ دئ دتیرو خودکامه او استبدادي نظامونو دضد پښتني کړنو پایله ده.

نن ورځ هم دپښتون وولس اکثریتي سیاسي ،اجتماعي ،کلتوري ، اقتصادي اوتعلیمي حقوق او حیثیت تر پښو لاندې کیږي او اشغالګران او ددوئ ستمي مزدوران په ډیر بې شرمۍ دیوه بې هویته پښتو ژبي غلام کرزي او څو نورو خرڅ شویو وزیرانو او وکیلانو حضورته دافغانستان په تپل شوې اداره کې دپښتون قام دونډې او اشتراک رنګ ورکوي اودڅو مسخ شویو پښتنو وجود دخپل ناوولي نظام دمشروعیت او مقبولیت د پاره ددلیل په توګه راوړي ،حال داچې په عمل کې دمظلوم پښتون وولس دوژلو او نابودولو پروسه په وحشیانه او ظالمانه توګه په مخ وړل کیږی ،دتعلیم حق خوڅه کوی دژوند کولو حق ئې هم ځنې سلب کړئ دئ .
پښتون وولس دتاریخ په دوران کې دبهرنی ښکیلاکګرو او اشغالګرانوسره په مبارزه کې خپل لیاقت ،میړانه او فداکاری په کراتو کراتو ښودلې ده ،مګر دداخلی ستمګرانو او جابرانو په پيژندنه او دهغوئ دظالمانه تسلط په ختمولو کې پاته راغلی دي .
داځکه د بهرنئ تجاوز او اشغال فزیکي حضور په اسانئ سره محسوسیږي او ډیر تفکر او سوچ کولو ته ضرورت نه لیدل کیږي ،مګر داخلي استبداد په مرموز ،شیطاني ،مکارانه او دعامه انظارو نه په پټ ډول خپل ننګین ژوند ته دوام ورکوی او دپیژندلو او تشخیصولو له پاره ئې باید خلک زیرک ،هوښیار او باخبره واوسي ،او زیرکې ،هوښیاري ،باخبري او بیداري یوازې دعلم او پوهې په حاصلولو کې حاصلیږي.
بناءً د پښتون وولس دنجات او خلاصون له پاره لکه څومره چې دخارجي متجاوزینو او اشغالګرانو سره مبارزه لازمه او ضروري ده په همغه اندازه دبل دښمن سره چې جهالت ،بې علمی او بې خبري ده هم سرنوشت سازه او حیاتي ده او کامل برئ به ئې هلته په نصیب شي چې ددواړو دښمنانو ښکاره او پټ سنګرونه وپیژني او په ټول طاقت او قوت سره ئې فتح کړي .

مننه


shokoor
24.03.2010

سلام علیکم

[quote:0a321ac41b="هیښ"]دښاغلي شکور صاحب دا جمله چې:

[quote:0a321ac41b]د تېرو ۲۶۰ کلونو په لړکې چې هېواد اشغال نه و او پښتانه واکمن وو [/quote:0a321ac41b]

دتاریخي اوتحقیقي واضحو او مستندو حقایقو سره سمون نه لري.
پښتون وولس دتاریخ په دغه دوران کې چې تاسو ئې یاداوری کړي ده هیڅکله دواک لرونکي نه دئ پاته شوئ ،بلکه کله چې ئې د بهرني اشغال او استبداد څخه ځانونه خلاص کړي د داخلي مستبدینو په لومو کې اسیر شوی دي اودسلاطینو ،امیرانو ،پاچاهانواو مطلق العنانه جابرانو له لوري ددوئ داستبدادی او مطلقه قدرت دتحکیم او دوام دپاره دیوې وسیلې په توګه استعمال شوي دي او دخپلو زامنو او نسلونو دروزنې او دمعاصرو علومو دزده کړې دپاره ئې هیڅ چانس نه دئ پیدا کړئ ،بلکه دمسلط استبداد له لوري ددرباري اجیرو روحانیونو، پیرانو او حضرتانو په فتواوو سره په شعوري او پلان شوي ډول په تیارو کې ساتل شوي او دهغو ئ داګاهۍ او پوهتوب مخه ئې نیولې ده او که کله ددوئ استبدادي قدرت دخطر سره مخامخ شوئ دبې بیې سپاهیانو کارئې دخپل ناوولی قدرت ددفاع دپاره ورڅخه
اخستئ دئ .ځکه مستبدین خپل استبدادي قدرت هغه وخت مصئون ساتلائ شی چې وولس پوهې او علم ته لاسرسئ ونه لري او دخپل خدائی او طبیعی حق څخه چې دسیاسي قدرت یوازینئ او اخرینئ منبع همدوئ(وولس) دئ اګاهي ونه لري او په مختلفو بانو ورڅخه محروم وساتل شي.[/quote:0a321ac41b]
هیښ صاحب تاسو د خپلې پړپړې لپاره زما لیکلې جمله پرې کړې ده! ځکه ما هم د پښتون اولس څخه نه بلکې له پښتنو چارواکو څخه سر ټکولئ و. ما لیکلي وو:
[color=blue:0a321ac41b]د تېرو ۲۶۰ کلونو په لړکې چې هېواد اشغال نه و او پښتانه واکمن وو پښتنو چارواکو د پښتنو بچیو د پوهنې او روزنې په برخه کې کومې شاهکارۍ یې کړې دي[/color:0a321ac41b]

[quote:0a321ac41b]له دې کبله پورتنئ جمله دپښتنو دقسم خوړلیو دښمنانو یو بې بنیاده او شیطاني تور او ادعا ده چې دخپلو ستمي خیرنو هدفونو دلاسته راوستلو دپاره ئې دپښتون قام په ادرس نیغه نیغه کوي او دیوه جعلي سند په شکل ئې وړاندې کوي ،حال داچې استبدا د ترټولو زیات تاوان پښتون قام ته رسولئ دئ او ننئ انساني تراژیدي اومصیبت چې په دې قام باندې تپل شوئ دئ دتیرو خودکامه او استبدادي نظامونو دضد پښتني کړنو پایله ده.[/quote:0a321ac41b]
د تعصب کور دې وران شی !
که د حبیب الله(بچه سقاو) څو میاشتینۍ او د ربانی واکمنۍ څخه تېر شو آیا د میرویس هوتک او احمدشاه بابا نه نیولي تر ملاعمر پورې ټول واکمنان پښتانه نه وو؟؟؟ دا چې دا پښتانه واکمنان مستبد وو او دپښتنو بچیو ته د زدهکړې چانس ندﺉ ورکړﺉ د نورو قامونو ګناه څه ده؟؟؟ دا ستاسو په قول مستبد واکداران پر نورو قامونو هم واکمنۍ کړې ده خو د دوی بچي د پوهې نعمت نه دومره محروم نه وو !

نه ګرانه د دغه ناوړین اصلی علت د موږ پښتنو په بې تفاوتي کې ده. ترکله پورې موږ د خپلو نیمګړتیاو ملامتي پر نور اچوو؟ تر کله پورې موږ د نورو نه تمه کوو چې دپښتو ژبې ته کار وکړي ؟
ښه به وای چې تاسو هغه خبر ته لاسونه پړکولای چې له مخه یې په ختیځو څلور ولایتونو کې د طالب قوماندانانو دښوونځیو د نه ویجاړولو اونه بندولو اعلام کړﺉ دﺉ!
د بحث موضوع په ارتباط ضرور خو دا و چې تاسو د متحد المالې اوږدې بابو لالی پرځای د طالب د دغه کار ستاینه او دوی دې ته هڅولای وای چې په سهیلي ولایتونو کې هم همدا شان عمل وکړي!

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more