د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له طالبانو سره دسولې خبرو هند انديښمن کړي

pattang
22.03.2010

له طالبانو سره دسولې خبرو هند انديښمن کړي

[img:9949bb6284]http://www.afghan-german.de/upload/news_af/NewsBoard/n_bilder/20237_NpAdvMainFea.jpg[/img:9949bb6284]

22.03.2010 ویسا

Mar 21st, 2010

ويسا - دهندوستان دولت منځنۍ اسيا ته دامريکا ځانګړي استازي (رابرټ بلک) ته دافغانستان ددولت او وسلوالو مخالفينوترمنځ دسولي په خبرو خپله انديښنه ښودلي،او له امريکا نه يي غوښتي چي دافغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ دسولې لپاره دروانو هڅو مخنيوي وکړي. ددوي په خبره کچيري طالبان دسولې په پايله کي له افغان دولت سره په واک کي ګډ شي نو دافغانستان اوسيمي حالت به لا ډير کړکيچن او طالبان به يو ځل بيا بشري حقوق په ځانګړي ډول دښځو حقونه تر پښو لاندي کړي.

داپداسي حال کي ده چي څو ورځي وړاندي هم دهند لمړي وزير(من موهن سينګ) دروسيي له لمړي وزير سره په يوه ګډه خبري غونډه کي دافغانستان حالت دسيمي له امنيت سره تړلي وباله،نوموړي وويل: (کچيري نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي او واک يو ځل بيا طالبانو ته په لاس ورشي دابه دسيمي دهيوادو امنيت له ګواښ سره مخ کړي.ددي لپاره بايد روسيه او هند دافغانستان په هکله ګډې مشورې وکړي ترڅو دداسي حالت مخه ونيسي.)

پداسي حال کي چي افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره دخبرو اترو ګنګوسې لا ندي سړې شوي.خو نړيوالو بيا په مستقيم او غيرمستقيم ډول پدي خبرو کي لاسوهنې پيل کړي او په افغانستان کي دسولې دراوستلو لپاره په يوه اوبله پلمه خنډونه جوړوي. دبيلګي په ډول په لمړي سر کي کله چي دلندن په کنفرانس کي دسولي خبره ياده شوه ورپسي په افغانستان کي دميشتو نړيوالو ځواکونو لخوا دطالبانو پر ضدپه هلمند کي پراخ عمليات پيل شول، عمليات لاروان وو چي پاکستان دلوړپوړو افغاني طالبانو دنيولو لړۍ پيل کړه چي دهغوي له ډلې نه يي ملا عبدالغني برادر چي ويل کيږي خورا نرم دريزه او دافغانستان له دولت سره دخبرو پلوی وو هم ونيول شو، بيا دامريکا دولت اعلان وکړ چي ولسمشر اوباما له خپلو سلاکارانو سره پدي اړه مشورې کوي چي ايا له طالبانو سره خبري وشي کنه؟… او اوس دادي يو بل دوست هيواد هندوستان هم بي له دي چي دافغانانو هره ورځ وژنې په پام کي ونيسي، له پاکستان نه دخپل غچ اخيستلو لپاره دافغانانو په


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more