نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دی ته وایې په ریښتیا پښتون
طالب ISI
21.03.2010
كندهاري ځوانان افغان امريكن پوهنتون ته استول كيږي .
دكندهارهغه زده كونكي چي دافغان امريكن پوهنتون ته دلوړو زده كړو د ترلاسه كولو په موخه په ازموينه كي بريالي سي دپوهنتون كلني فيس به يي چي ديرش زره امريكا يي ډالره كېږي دكندهار دملي سوداګرو لخوا وركول كېږي ، چي په همدې اړوند دكندهار ملي سوداګرو ديوې غونډي په ترڅ كي دا وپتيله چي دكندهار ولايت د تكړه او يا هغه زدكونكو چي اقتصادي حالت يي كمزوري وي دهغو ملاتړ به كوي ترڅو هغوي لوړي زده كړي تر سره كړي .
که داسې یو څو نور پښتانه را پيدا شې که خدای کول بیا مونږ ته څوک افغان غول نه وایی.
پکار ده چې دغه تجاران ښه وستایل شی، ځکه دوی پوهیږی چې د نن ورځې دښونځی جوړول، پوهنتون جوړول، له محصل سره مرسته ، ددی باعث کیږی، چې په راتولونکې کی په پښتنو کې اشرف غنی، احدی، سنګین، جهانی صاحب،عبدالشکور رشاد او نور داسی تکړه پښتانه پيدا شی، او څوک چې ښونځی ورانوی ، هغوی بیا غواړی چې د پښتون څخه چمن ،قلم، او د کندهار هغه قوماندانان جوړ شی چی هلکان به یی، نکاح کول.
له نیکه مرغه چې په رسنیو کی مو واوریدل چې د افغانستان په شرقی برخه، کې طالبان فیصله کړی، چې ښونځې او کلنیکونه به نه ورانوی.
خو له بده مرغه نن په هلمند کي لس کسه اولسی وګړی شهیدان شول، نه پوهیږم چې طالبانو ته د ملی ارود دغه موټر څومره مهم وو، چې باید نن یی له منځه وړئ وی، موټر هم بچ شو، خو لس کسان شهیدان شول.
ما څه موده مخکی د یو انتحاری یوه ویډیو په بحث فارمو کی، ایښی وه، چې په هغه کی بریدکونکئ وایی، چې د برید په مهال په دوی پسی د عامو خلکو حساب نه شته.
چې د نن ورځی برید یی یو څرګند مثال دی.
http://kandahartv.com/fullstory.php?id=7869
Sangar Watan
21.03.2010
شهير صيب سلامونه،
متل وئ،په جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي٠
دجنګ دواړه خوا دپرديو دګټو دتامين لپاره جنګيږي،يوی خواته ناچار،فقير
بيکاره او تشجبي "اردو"چه دمياشتې څو ډالرو دپلاس راوړو په خاطر او له
بلې خوا څو تنه نور په اسلام مين ځوانان، دحورو او غلمانو دلاس ته راوړو
په خاطر، ميدان ته وتي دي٠
اميرکې او انګريز ته دطالب وژنه اسانه نده،طالب هم غربيانو سره دمقابلي
تکنالوجي نلري٠دواړه په اسان هدف(easy target) زړونه يخوي٠
دا به يا ملکي خلک اوياپه روسي پپشه سنبال د "ملي اردو،ملي پوليس"غړي وي چه په سادګې سره وژل کيدی شي٠
ستاسو فرموده،چه ای هلکه طالبه،غربيان وژنه خو دهغو سره مل،افغانانو
باندي پام کوه،ماته دټوکې معني لري٠هيله ده چه خفه نشې٠
موږ چه د واقعيتونو په هکله اګاهي لرو،بايد په هره ممکنه وسيله ملت پدې
وپوهوو چه نه غربيان او نه القايده ،دافغان ملت له غمه دجنګ ډګر ته تللي٠
هريو خپل لنډ او اوږد مهالي اهداف لري٠
افغان ولس بايد پدې پوه کړی شي چه موږ ددې حالت نه دوتلو اونجات په
خاطر يوی دريمې جبهي ته ضرورت لرو، او دا جبهه دجنګ خلاف يوه جبهه ده٠
پدی جبهه کی نه غربيان،نه دهغو ګوډاګی رژيم او نه هم القايده شريک هدف
لرلی شي٠