د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نوی کال مو مبارک شه!

ډاکټر څپاند
20.03.2010

[color=yellow:0d4ad44c17]نوی کال مو مبارک شه![/color:0d4ad44c17]


عبد السلام
22.03.2010

[code:1:46e989e8b0]نوی کال مو مبارک شه![/code:1:46e989e8b0]
[color=red:46e989e8b0]دلاله ګلو [/color:46e989e8b0]دلوې ګیډۍ په وړاندې کولو، نوی کال دې دپسرلی په پیل تاسو ښاغلی ته او ټولو لوستونکوته هم مبارک وي .

راشه ای مطربه دنوروز سرود آغاز کړه
ښې نغمي زړه سوزې په رباب په نی وچنګ کره

هرلوری ته ګل دي شقایق نرګس سنبل دي
[color=green:46e989e8b0]بې ګلزاره [size=24:46e989e8b0]بد کا [/size:46e989e8b0]وبل لورې ته آهنګ کړی[/color:46e989e8b0]

خو اشنا! ددې بدعتیانو سره به څه کوو؟ :D


pattang
22.03.2010

دا تپل شوی کلچر دې خدا ی پاک له پښتنو څخه ورک کړي !

[quote:d88b2cd655="عبد السلام"][code:1:d88b2cd655]نوی کال مو مبارک شه![/code:1:d88b2cd655]
[color=red:d88b2cd655]دلاله ګلو [/color:d88b2cd655]دلوې ګیډۍ په وړاندې کولو، دنوی کال دې دپسرلی په پیل تاسو ښاغلی ته او ټولو لوستونکوته هم مبارک وي .

راشه ای مطربه دنوروز سرود آغاز کړه
ښې نغمي زړه سوزې په رباب په نی وچنګ کره

هرلوری ته ګل دي شقایق نرګس سنبل دي
[color=green:d88b2cd655]بې ګلزاره [size=24:d88b2cd655]بد کا [/size:d88b2cd655]وبل لورې ته آهنګ کړی[/color:d88b2cd655]

خو اشنا! ددې بدعتیانو سره به څه کوو؟ :D[/quote:d88b2cd655]


میوند ننګیال
22.03.2010

سلامونه !
[quote:2870f27ec5]دا تپل شوی کلچر دې خدا ی پاک له پښتنو څخه ورکړي ![/quote:2870f27ec5]

پتنګ صیب په خوله دی برکت شه .

په رښتیا چی هم دا دایرانی مجوسو زرد شتیانو کلتور دی الله دی یی ورک کړی .


اسلام علیکم او نوی کال مو مبارک شه!

پښتون.
22.03.2010

اسلام علیکم او نوی کال مو مبارک شه!
د نوی کال لمانځل او مبارکی ویل دا هم تاسی د پردو پوری وتړه بیا نو پښتانه په نوی کال کی څه وکړی یو بل ته سپکی سپوری ووایی او یو بل په ګولیو وولی لکه همداسی یی چی په نوی کال کی د پښتنو په سیمو کی وکړل.
لر او بر ټکی کام لیکی.

نوى (١٣٨٩) کال په چاودنو پيل سو


نوى ١٣٨٩ کال د افغانستان په مختلفو ولايتونو کي په چاودنو پيل سو.
راپورونه وايي د خوست په ولايت هغه مهال يوې چاودني دوه تنه مړه او څو ټپيان کړه، چي ښاريان په يوه زيارت کي د نوي کال د مراسمو لمانځلو ته راټول سوي وو.
په چاودنه کي پر دوو مړيو سربېره څلور نورکسان ټپيان سوي هم دي.
بلي خوا ته په کندهار او ننګرهار کي هم د نوي کال په شپه او ورځ چاودني سوي چي د مرګ ژوبلي جزيات يې تر اوسه نه دي څرګند.


pattang
22.03.2010

پښتونه وروره !
دا نوی کال پرد اسې درب اوخرپ نه پښتني د ی او نه اسلامي ، خوشې شويه ګي
ده په مزار کې د عالي قبر جهلي دی ، هسې د خره هډوکې پکښې خښ دي
ړانده نه بينا کيږي دايران حرامزادګي ده ، پښتانه دې ساده خلک چې نوريې
کاندي دوی په پټوسترګو پسې ځغلي ٠


نوې کا ل مو بختور شه

پښتون.
22.03.2010

پښتانه ساده ندی په تیارو کی ساتل شوی او ساتل کیږی .مونږه د پښتنو خوشحالی ،هوسایی اوترقی غواړو. اود نوی کال مبارکی ویلو مطلب دا ندی چی ته دی حتمی مزارشریف ته د حضرت علی رض مزار ته پسی ولاړ شی او یا ایران ته د جمشید تخت ته او یا د امام رضا زیارت ته .دا اسلامی کال دی چه پدی تاسی ښه پوهیږی چی د کوم وخت نه شروع شوی یعنی د حضرت محمد ص هجرت د مکی نه مدینی ته،بیا نو په لمانځولو کی يی څه عیب دی او ولی یی اوس د شیعه مذهبو پوری تپی .
دا چی هغو ی داسی کلچر لری او یا هغسی ، پدی زما هیڅ غرض نشته خو دا خوار غریب بیچاره اوناامیده پښتانه چی د یوی خوشحالی ورځی په انتظار وی.هغه هم ورته په غم بدله کړی او په وینو لړلی او ټوټی ټوټی هر خواته پراته یی.

نوې کا ل مو بختور شه هيو ا د وا لو
شپه برات ورځ مواخترشه هيوادوالو

چې بياورکه دمودومودوجګړۍ شي
داسې سوله مو په درشه هيوادوا لو

انګړونه موپه شنو ونوښايسته شه
رادسولې خوږ خبرشه هيوادوالو

دمودومودوويرونه تورتمونه
دادغم شپې موسحرشه هيوادوالو

ګلبڼونه موښا يسته په سره ګلا نو
ټول فضامومعطرشه هيوادوالو

نوې کال سره موسوله ميلمنه شه
دحفيظ پرې خوږنظرشه هيوادوالو
زرلښته حفيظ


mehman
22.03.2010

دوستان گرانقدر سلام بر شما و سال نو تان مبارک

[quote:0e65492a55="pattang"]پښتونه وروره !
دا نوی کال پرد اسې درب اوخرپ نه پښتني د ی او نه اسلامي ، خوشې شويه ګي
ده په مزار کې د عالي قبر جهلي دی ، هسې د خره هډوکې پکښې خښ دي
ړانده نه بينا کيږي دايران حرامزادګي ده ، پښتانه دې ساده خلک چې نوريې
کاندي دوی په پټوسترګو پسې ځغلي ٠[/quote:0e65492a55]
ایرانی ها هر گز نمی پزیرند که مقبرۀ حضرت علی در مزارشریف است و هر گز برای زیارت به مزار نمی آیند. آنها به این باورند که مقبرۀ حضرت علی در نجف عراق است.
تا جایکه به تجلیل روز اول سال یعنی نوروز ارتباط میگیرد به نظرم هموطن ما آقای پختون نکات ضروری را روشن ساخت.
اینک نکاتی چند در بارۀ روضۀ مزار شریف
در سر در روضه سخی شعری از جامی درج است:
گویند که مرتضی علی در نجف است **** در بلخ بیا ببین چه بیت الشرف است
جامی نه عدن گوی نه بین الجبلین*****خورشید یکی و نور او هر طرف است

در کتاب تاریخ روضه مبارکه تالیف حافظ نور محمد کهگدای چنین آمده است که :
وقتیکه ابو مسلم خراسانی خدمت جناب حضرت امام جعفر صادق رضی الله عنه به بغداد رفت عرض کرد که جناب شما را به خلافت انتخاب نموده و بنده با تمام قوای خود در خدمت شما میباشم . حضرت ا امام جعفر صادق رضی الله عنه فرمودند که من هوس خلافت را ندارم اما یک خدمت خیلی هابزرگ است اگر انجام برهید خاندان نبوت خصوصآ حضرت شاه ولایت مآب کرم الله و جهه از شما راضی و خوشنود میشوند .
خدمت همین است که چند دفعه جد بزرگوارم بخوابم آمده فرمودند که جسد مرا از اینجا بجای امن انتقال بدهید که خوارج و دشمنان میخواهند به جسد من اذیت کرده بی احترامی نمایند .همبن بود که ابو مسلم خراسانی به اجرای این خدمت بزرگ افتخار کرده بجان و دل اقدام نمود .
چون ابو مسلم در اردوی خود پهلوانان ورزیده و عیاران زبر دست داشت که به سرکرده گی “زولابی “”مهتر یاد یلدائی سمر قندی عیاران چهره دست و غیره طور مخفیانه جسد مبارک شانرا از نجف اشرف برداشته بطرف مرو و بخارا وبلخ افغانستان آمدندکه در چند جای بنام قدم گاه حضرت شاه ولایت مآب میباشد . در کابل بنام زیارت سخی جان در اند خوی بنام شاهمردان جان وطرف مرو و بخارا در کوه نور وکلف یاد میشود که در این جا ها شب را گذشتانده که نزد مزدم به قدمگاه شاه اولیا مشهور است . اما حضرت شان در زمان حیات خود باینطرفها نه آمده اند .
از اینکه هیچکدام از این جای ها مورد اطمینان قرار نگرفت بلآخره بهمین جای موجوده روضه مبارکه را که در سابق ده خیران یا خواجه خیران امروزه به نام به مرکز بلخ با شهر مزارشریف تبدیل شده یاد میشد جنگل وجای محفوظ بود در زیر زمین یک گنبد ساخته جسد مبارکشان را گذاشته و بالای گنبد راپوشانیده رفتند . از این زمان چندین سال گذشته و کسانیکه جسد مبارک را آورده بودند وفات کرده تقریبآاز خاطرها فراموش شده بود . قراریکه درکتاب روضه مبارکه نوشته شده سلطان سنجر آمده به اثر تتبع و جستجوی زیرین گنبد را پیدا کرده بالای آن گنبد بنا کرده که آنهم بمرور زمان از بین رفته است .
باز چندی این موضوع همانطور پنهان مانده بود که حضرت مولانا نورالدین عبدالرحمان تخلص ” جامی “علیه الرحمه این موضوع را کشف کرده از راه مدرسه خواجه خیران داخل گنبدزیر زمینی شده جسد مبارک حضرت شاه ولایت مآب را زیارت کرده برآمده اند ..گفته اند که جسد مبارک همان طور صحیحایستاده و کفن مبارک شان تازه و خون مبارک جریان دارد . میگویند قدم های حضرت شان را به دیده هایم مالیدم . بعدآ این عطیه بزرگ را به سلطان حسین میرزاادشاه هرات خبر میدهند . سلطان حسین میرزا با همرایی امیر علی شیر نوائی وزیر روشن دل امیر خود با دیگر وزرآ ویک تعداد لشکر بزیارت حضرت شاه اولیا می شتابد چون سلطان حسین میرزا مرضی داشت که بپای خود راه رفته نمیتوانست بنابران از هرات تا نزدیکی روضه مبارکه به تخت روان آمد
از آن بیشتر به تخت روان آمدن را ادب ندانسته از تخت پائین آمد روی زمین خوابیده طور سینه کش بطرف روضه مطهر حضرت شاه حرکت کرد که بعد از چند متر مسافه صحت یاب شدخ بپای خود راه رفته توانسته وبه زیارت حضرت شاه مشرف شد . میگویند مولینا جامی سلطان حسین میرزا و امیر علی شیر نوائی و چند نفر دیگر را از نزدیکان سلطان با خود به گنبد زیرین برده اند که آنها هم جسد مبارک را ذزیارت کرده اند . بعد از این سلطان حسین میرزا تمام مهندسین و معماران زبر دست از هرات . سمر قند . بخارا .بلخ و غیره را خواسته تعمیر موجوده روضه مبارکه را ساخته اند .

یک روایت دیگر هم است:
بعضی ها را عقیده بر این است که این زیارت در حقیقت آرامگاه یکی از بندگان مومن خداست که او هم از قضا علی ابن ابوطالب نام داشته است. و در زمان سلطان حسین بایقرا به خاطر آنکه شیعیان به سوی نجف و کربلا برای زیارت نروند و در راه تلف نشوند این گنبد و این بارگاه را بر فراز قبر همین انسان مومن ساخت و اعلان کرد که اینجا مدفن امیر مومنان علی علیه سلام است و از مردم خواست که دیگر به عراق نروند.

والله اعلم بالصواب

با تقدیم حرمت


عبد السلام
23.03.2010

درنو دوستانو ته سلامونه اودرناوي:
ګرچې داموضوع دنوروز سره هیڅ تړاو نه لري، بیاهم دمهمان صاحب نه ډیرمننه چې داسې په زړه پورې روایت یې رانقل کړئ . په دې اړه غبار داسې وايي :

درسال ۱۴۸۰ درعهد سلطان حسین بایقرا مزار اعمار ګردیده است : مردی بنام شمس الدین محمد که خودش را به شیخ بایزید بسطامی صوفی معرف منتسب مینود کتاب غیر موثق به سلطان نشان داد وګفت که دعهد سلطان سنجر سلجوقی (پادشاه افغانستان شمالی) تالیف ګردیده وطبق تذ کر این کتاب بایستی مزار امیرالمنین علی بن ابی طالب درقریه (خواجه خیران) بلخ بوده باشد. چون صحت این روایت از نظر تاریخ مشکوک بود ،سلطان حسین وقتی که ازهرات به بلخ رفت قریه خواجه خیران را مورد تفحص قرارداد و ګنبدی وقبری با لوحه سنګی دید، درین لوحه سنګ عبارت ذیل را نوشته بودند : هذا قبر اسدالله اخ رسول الله علی ولی الله. ګرچه تاریخ چنین چیزی را تصدیق نمیکرد ،معهذا سلطان حسین امر کرد تابالای آن قبر عمارت موجود را بساختند وبازار برآوردند وحمامی بنیاد نهادند . سلطان (نهرشاهی) را برای این مزار جدید الا احداث وقف کرد ،وسید تاج الدین حسن اندخویی را به نقابت وهمان شمس الدین محمد ( شیخ زاده بسطامی) را به شیخی مزار معین کرد و کارکنانی هم برای موقوفات آن مقرر نمود. ازآن بعد است که قریه خواجه خیران ،نام ( شهر مزارشریف) ګرفت وبه تدریج آبادترشد. وعوض بلخ قدیم مرکز ولایت ګردید ،درین ضمن شیخ بسطامی به آنچه میخواست رسید یعنی مقامی روحانی حاصل کرد وهم تمول سرشارې از نذر ونذور بدست آورد.

[color=darkblue:10d0188de1]په دې اړه ګرچې دپتنګ نظر بې باکه دی ولې صحت ته نژدی او دتاید دی[/color:10d0188de1] خو بیا هم دا موضوع د نوروز سره ارتباط نلري.


میوند ننګیال
23.03.2010

سلامونه !
پښتون لیکلی :
[quote:ba80a30f31]اود نوی کال مبارکی ویلو مطلب دا ندی چی ته دی حتمی مزارشریف ته د حضرت علی رض مزار ته پسی ولاړ شی [/quote:ba80a30f31]

ګوره محترمه ! تا سره کوم دلیل دی چی ته وایی چی مزار کی د حضرت علی قبر دی
دا دبعضی مجوسو شیعه خبری حضرت علی په افغانستان کی څه کول .

[quote:ba80a30f31] لمانځولو کی يی څه عیب دی او ولی یی اوس د شیعه مذهبو پوری تپی .
دا چی هغو ی داسی کلچر لری او یا هغسی ، پدی زما هیڅ غرض نشته خو دا خوار غریب بیچاره اوناامیده پښتانه چی د یوی خوشحالی ورځی په انتظار وی.هغه هم ورته په غم بدله کړی او په وینو لړلی او ټوټی ټوټی هر خواته پراته یی[/quote:ba80a30f31]

ګرانه لمانځلو کی یی عیب نه بلکه ګناه ده هسی بی خلتی فیرونه مکوه دای و زرد شتی او د مجوسو ر سم چی په اسلام کی یی لمان ځل ندی جایز .

که ددی په لمانځلو عیب نه وی نو بیا خو کرسمس هم لماڼحه کنه هغه خو ددی نه ډير ښه شکاری ځکه د عیس ی علیه سلام دپیدا کیدو ورځ ده.

میهمان لیکلی :
[quote:ba80a30f31]در کتاب تاریخ روضه مبارکه تالیف حافظ نور محمد کهگدای چنین آمده است که :
وقتیکه ابو مسلم خراسانی خدمت جناب حضرت امام جعفر صادق رضی الله عنه به بغداد رفت عرض کرد که جناب شما را به خلافت انتخاب نموده و بنده با تمام قوای خود در خدمت شما میباشم . حضرت ا امام جعفر صادق رضی الله عنه فرمودند که من هوس خلافت را ندارم اما یک خدمت خیلی هابزرگ است اگر انجام برهید خاندان نبوت خصوصآ حضرت شاه ولایت مآب کرم الله و جهه از شما راضی و خوشنود میشوند .
[color=yellow:ba80a30f31]خدمت همین است که چند دفعه جد بزرگوارم بخوابم آمده فرمودند که جسد مرا از اینجا بجای امن انتقال بدهید که خوارج و دشمنان میخواهند به جسد من اذیت کرده بی احترامی نمایند .همبن بود که ابو مسلم خراسانی به اجرای این خدمت بزرگ افتخار کرده بجان و دل اقدام نمود [/color:ba80a30f31][/quote:ba80a30f31].

ګرانه اول د ا چی ستادا ذکر شوی کتاب ایا د بدایة والنهایة یا تاریخ الخلفاء یا تاریخ بغداد طبقات حنابلة یاالمنتطم نه ډير مستند او دمنلو وړ دی او یا دغه ذکر شوی لیکوال ددی کتابونو د مولفینو نه ډير منل شوی دی .

مهمانه ورور او تحقیق کوه بیا لو ټی وله .

اسلامی تاریخ او علماء پدی اتفا ق لری چی د علی رضی الله عنه قبر نا معلوم دی او نجف کی چی کوم قبر دی هغه د د مغیرة بن شعبة نه د علی هغه یی یی د شپی په پته خښ کړی ږ

په مننه


larghonay laraway
23.03.2010

السلام عليکم!
ټولو ته له لوی خدایه ښه روغتيا او خوښي غواړم.
په دې بحث کې د پتنګ صیب سره په یو نظر یم. رښتيا هم دا يوه تپل شوې ورځ ده . باور وکړئ د افغانستان د اکثرو سيمو له کليوالو سره مې خبرې کړي چې د نوروز اړوند هیڅ کوم کليوال دود نشته. کليوال خلک نوروز يوازې د يوې حکومتي ورځې په نامه پېژني او له راډيوګانو يې اوريدلي چې نوروز يعنې څه.
ځينې خلک له پخوا راهيسې د بلخ ولایت مصنوعي مزار ته ځي چې دا هم تش د يوې ميلې لپاره ځي او په خپلو کليو کې کوم دود نه لري.
ولې له بده مرغه چې زمونږ ليکوال له ايراني ليکنو دومره کاپي کوي چې خپل او د بل دودونه ترې هېر دي. ايرانيانو يوازې د شيعه ایزم د ړندې عقيدې پر بنسټ د (یما، جمشيد) په اړه دومره چټيات او اسراييليات ليکلي چې سړی ورته حيران شي. او دا يې يوازې د دې هدف لپاره ليکلي چې د مسلمانانو له عربانو سره فاصله پيدا شي. دوی غواړي هر څه له عربي بېل کړي او پاړسي یې کړي.
کرکجنو ايراني اخوندي ليکوالو په جمشيد پسې د نوروز د ورځې پيل هم تړلی او زمونږ بې علمه ليکوالو بيا تش په دې خاطر چې يما د بلخ دی نو د ايرانيانو هغه تپل شوي اسراييليات يې هم خپلو ليکنو ته راخیستي او په همدې خاطر دوی نوروز خپل ګڼي.
تاسو به ليدلي وي د ايران او عراق شيعه ګان د نوروز تر ورځې وړاندې همداسې اکټونه کوي لکه د حج بيت الله تر رارسيدو مخکې چې عربان کوم چمتو والی نیسي.
سښکال د بلخ د مصنوعي مزار منجاورانو هم د افغانستان له ټلويزيونونو سره مرکې کولې او ويل به يې چې (پیش از آمدن بهار، حرم مزار شریف را پاک کرديم) .
دا د ايرانيانو له خوا پيچکاري شوی نوروز دی چې د کرزي خان له لاسه اوس دومره رسمي شو چې بايد مرستيال يې ورشي او جنډه پورته کړي.


سلامونه تاسی ټولو محترمو ورونو ته !

پښتون.
23.03.2010

سلامونه تاسی ټولو محترمو ورونو ته !
د اوس لپاره دا د نسیم ستوری شعر ولولی .

مــه راځـه سـپرلـیـه نــن زمـا هــیـواد تـه مـه راځــه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه

مـه راځـه سـپرلـیـه چـې ذهـنـونـه پـه تـورتـم کې دي
اوښکو سیلاب جوړ کړ ګریوانونه ټول په نم کې دي
ذهــن خـوسـا شـوي ، دې اشنـا هـیـواد تـه مه راځه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځه

مــه راځــه سپرلـیـه د رڼــا ډيـوي هـم مړي ښکاري
هره خـوا تیاره ده ، ټول وطن مو هدیري ښکاري
دلـتـه بـده ورځ ده ، دې لـیـلا هــیـواد تـه مـه راځـه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځه

مـــه راځـــه سپرلــیه چــې پـــه ویــنــو لـمـبـدلــي يــو
مونږ د بیلـتانــه څـپــو پـه غـېـږه کــې نـیـولـي یــو
مونږ چې آزاد نکړې نو بیا بیا هیواد ته مه راځه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځه

دا شعر نور بیتونه هم لری خو تاسو لپاره همدغه یی صدق کوی .هیڅوک دی نه خوابدی کیږی .دا چی د کمپيوټر شاته څوک، څوک دی او ناست دی .مشردی او که کشر،ایا دا په رښتیا یو ښه مسلمان دی او یاښه پښتون او په قام ولاړ انسان دی او یا که پیاله په لاس کوم ګوډاګی ،الله تعالی دی وکړی چی دلته هغسی څوک تشریف ونلری (منافق).
زه دا هیڅکله نه منم چی هلته په رښتیا سره د حضرت علی رض قبر دی ،ما یواځی د احترام په خاطر چی حضرت علی رض ته عالی ویل هم ښه کار ندی او اوس مهال یی ټول په همدی نامه سره پیژنی او د حضرت علی رض مزار ورته وایی. او دا چی نوروز د کوم ځای نه راغلی تاسو ورونو پورته پوره معلومات ورکړی دی خو د غم پیغام نلری. ایا زمونږه مشرانو مونږ ته کومه د خوشحالی ورځ را پاتی کړه ده .د کلیو او بانډو خلک ،خوارانو نه خو هیڅ پوښتنه مکوی د ډیرو یی لمونځونه هم په یوه سورت یاد کړی .
(بی خلطی فیر کولو ته مخاطب دی):دا هم زمونږه د پښتنو د درناوی الفاظ دی چی یو بل ته یی وایو نو د نورو نه څه ګیله:
ما هلته لیکلی چی دنوی کال ورځ د حضرت محمد ص د هجرت د ورځی نه اخیستل شوی او په لمانځولو او یا دولو کي یی څه کناه ده.خو پدی دی سترګی پټی کړی او هغه جمله دی را نقل کړی چی د نورو ذهنونو ته اور واچوی. زما هلته مطلب د نوروز نه ندی،اول ښه لوله بیا امضا کوه ،
مونږه ته ټول پیغمبران پاک او د درناوی وړ دی او حضرت عیسی علیه السلام هم او د هغه په ژوند کی چی څه واقع شوی دی.په اسلامی طریقی سره.او الله تعالی می د کرسمس د لمانځولو نه اوساتی.
خو دا کرسمس شاید څو کاله وروسته په افغانستان کی یو بل نوروز شی .


larghonay laraway
24.03.2010

سلامونه!
ګران پښتون وروره !
په دې خو ټول مسلمانان متفق دي چې نوروز لمانځل کوم اسلامي دود نه دی. بلکې اکثره وايي چې د زردشتيانو اختر دی.

همدا راز پښتني دود هم نه دی. ځکه دودونه او عنعنې په کليو کې ډېرې پالل کېږي. او کليوال پښتانه د نوروز لپاره کوم دود نه لري.
دا چې نه اسلامي دود دی او نه افغاني. بلکې يو زردشتي دود دی او ايرانيانو د خپل تنګنظري فکر او خيرنې عقيدې او فاشستې مفکورې له مخې ډېره جلوه ورکړې، څو د عربو سره ناوړه سيالي وکړي نو بيا تاسو په کوم منطق د داسې ورځې مبارکي ورکوئ؟


ډوکتر څپاند
24.03.2010

درنو افغانانو،نوی کال موبيا هم مبارک شه٠

که موږ ځان اصلي اريايان بولو او دعوا لرو چه اريانا دافغانانو اصلي ټاټوبی دی،نو نوی کال مو مبارک شه٠

که تاسو يو ځل هم دخپل پلار او يا دکورنۍ دمشر سره دنوي کال ميلې ته
تللي ياست (زه پخپله اقلا لس ځله دافغانستان په يو شرقي ولايت کې دخپل
مرحوم پلار سره دنوروز ميلې ته تللی يم) نوی کال موبيا هم مبارک شه٠

که تاسو عقيده لرئ چه افغان يو واحد ملت او پښتون ديوه قام نوم دی
(نه ديوې ټولنئ نوم)نوی کال مو مبارک شه٠

که تاسو احمد شاه بابا دنني افغانستان موسس او داحترام او فخر وړ تاريخي
وياړ بولئ ،نوی کال موبيا هم مبارک شه٠

که تاسو دافغانانو ترمنځ شيطاني ليکه،دافغانانو "دناموس خرڅلاو"نه بلکه د
انګريز منافقت او رزالت ګڼئ ،نو نوی کال موبيا هم مبارک شه٠

که تاسو پاکستان او دثوردکودتا عاملين(کمونستان ،دامين خاين بانډ) خپل هيواد
افغانستان،دښمنان بولۍ،نوی کال موبيا هم مبارک شه٠

او که تاسو د زمري دمياشتئ ٢٨ د وطن د ازادۍ ورځ او دسلواغې ١٥
دنجات ورځ ګڼئ نو افغانانو،نوی کال موبيا هم مبارک شه٠


mehman
24.03.2010

دوستانو گرانقدر سلام بر شما
امیدوارم آغاز سال نو به دل تان بوده باشد.
نوروز را در حقيقت جشن طبيعت گفته اند زيرایک پديده طبيعیست و برخاسته از تغيری است که در گردش زمين بدور خورشيد حاصل ميشود که بگفته قدما رسيدن آفتاب به نقطه اعتدال ربيعي يا اول حمل که طول شب وروز مساوی و ابتداي بهار است .
تجارب طولاني مردمیکه رزق خود را از طريق کشاورزی و مالداری تامين کرده بدنبال روز هاي سخت وپرزحمت خزان و زمستان انتظارآغاز زندگي تازه را می کشند ، رسيدن ايام طرب فزا و اطمينان بخش بشارت شان ميدهد . همين که يخ های زمستان آب می شود و هوا معتدل و سبزه ها شروع به دميدن مينمايد و درختان قبای سبز را به تن ميکنند و با اغاز رويش و جنبش و حرکات موزون ، طبيعت جامه بدل ميکند و چهره زيبايی را بخود ميگيرد ، همه اين پديده ها برکل نظام زندگي تاثيرات مثبت بجا ميگذارد و به انهايکه از چنگ سرمای سخت زمستان جان سالمی بدر برده اند اميد و شوق ديگری می بخشد .
در ساير نقاط افغانستان جشن نوروز را با اجراي مراسم جشن دهقان و نمايش وسايل و ابزار کشاورزي و حيوانات اهلی-رفتن به زيارتگاه ها و دامان صحرا و تپه های سبز و زيبا و سبزه لگد کردن-اجرای مراسم بزکشی پهلوانی مسابقات ورزشی کنسرت هاي محليی وغيره برگزار ميکنند خانه تکانی تهيه لباسهای نو تهيه خوان هفت سين تهيه هفت ميوه سمنک و ساير خوراک های نوروزی مانند مرغ پلو ماهی وجلبی از مهم ترين رسوم نوروزی مردم افغانستان به شمار ميرود مردم درين روز به همديگر سال نو و جشن نوروز را تبريک مي گويند و به همديگر تحفه ها ميدهند مخصوصاٌ تحفه نوروزي از طرف نامزدها به يکديگرشان وسيعاٌ رواج دارد.
حلول سال نو به شیوه های مختلف در کشور ها و جوامع زیاد برگذار میگردد، منجمله در:
در افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ایران، آذربایجان، ارمنستان، هندوستان ( بخصوص فارسی زبانان هند)،
در ميان قبطيان مصر که اکثراً مسيحي ميباشند جشني بنام نيروز (نوروز) مرسوم است که در اول سال برگزار مي شود.
نوروز درميان فنيقی هاي حوزه بحیرۀ مديترانه – در يونان، آسياي صغير، سامی زبانان و کرد هاي عراق و سوريه، چين و آسيای ميانه نيز برگزار ميشود. نوروز جشن طبيعيست و اين سنت فرخنده که از زيادت تکرار به صورت عادت در آمده از جمله جشن هاي مربوط اقوام آريايی بوده که قبل از تاريخ نيز جايگاهی بلندی داشته است.
دوستانیکه روز نوروز را به هردلیل که باشد شایان ابراز خوشی نمی دانندمربوط به خود شان است ولی تنگنظری و خورده گیری نکنند و هموطنان ما را بگذارند که به بهانۀ بهار وآغاز سال نو شادمانی کنند. زیرا میله های بهاری وشادمانی های شان کسی را متضرر نمیکند.

با تقدیم حرمت


larghonay laraway
25.03.2010

السلام عليکم!

بې صدا صیب ليکلي:

[quote:8e41a0aa7b]که موږ ځان اصلي اريايان بولو او دعوا لرو چه اريانا دافغانانو اصلي ټاټوبی دی،نو نوی کال مو مبارک شه٠ [/quote:8e41a0aa7b]

دا يو بېل بحث دی چې ځانونه اريايان بولو او يا يې نه بولو. خو دا چې نوروز مو په آريايانو پسې تړلی نو دا يوه تېروتنه او د ايراني شيعه ايزم په پلونو پل کېښودل دي.
نوروز د زردشتيانو دی او ايرانيانو په دروغو په يما – جمشيد او اريايانو پسې تړلی دی.
ګرانه بې صدا:
زمونږ په ټولنه کې د څو ډوله ورځو لمانځنه کېږي چې يا اسلامي جنبه ولري، يا ملي او يا هم کولتوري. نوروز، نه ملي جنبه لري، نه اسلامي او نه هم کولتوري.
اسلامي خو ټول پوهېږو چې نه ده.
ملي هغه ورځ وي چې د ټول ملت له خوا لمانځل کېږي خو نوروز يوازې رسمي او حکومتي ورځ ده چې حکومتونو هم يوازې په دې خاطر ساتلې چې هجري شمسي کال دلته مروج دی. پخوا يوازې په جلال اباد کې د نوروز او په بلخ کې د حضرت علي کرم الله وجهه د مصنوعي جوړ شوي زيارت ميله وه . تاسو که له پلار سره تللي يئ نو هغه به هم کومې رسمي ميلې ته تللي يئ، نه کليوالي او دوديزې ميلې ده.
باور وکړه چې پښتانه ، نه هفت ميوه جوړوي، نه سمنک ممنک،نه نوروز ته نوې جامې کوي، نه خپلې کوژدې ته ماهي او جيلبي وړي. دا دود يوازې د ايرانيانو دی چې د افغانستان او تاکستان په پاړسيوانانو يې هم اغېزه ښندلې ده.

[quote:8e41a0aa7b]که تاسو يو ځل هم دخپل پلار او يا دکورنۍ دمشر سره دنوي کال ميلې ته
تللي ياست (زه پخپله اقلا لس ځله دافغانستان په يو شرقي ولايت کې دخپل
مرحوم پلار سره دنوروز ميلې ته تللی يم) نوی کال موبيا هم مبارک شه٠ [/quote:8e41a0aa7b]

د ډېرو پلرونه به د سخي صیب د هوس ميلې ته تللي وي او (قند خشتي) به يې هم راوړې وي. دا يوه رسمي او حکومتي رخصتي وه، نه ملي او کولتوري.
هسې خو په جلال آباد کې ګل آغا شيرزی د هندوانو د ويساک په ميله کې هم نرمه ګرمه ميده کاري او چوب جنګي کوي ، نو سبا به يې زامن وايي چې (نوروز مو مبارک شه) خو دا په دې معنی نه شوه چې يوه ملي او مذهبي ورځ يې وبولو.

[quote:8e41a0aa7b]که تاسو عقيده لرئ چه افغان يو واحد ملت او پښتون ديوه قام نوم دی
(نه ديوې ټولنئ نوم)نوی کال مو مبارک شه٠ [/quote:8e41a0aa7b]

دا هم يوه څېړنيزه موضوع ده. دا يو قوي نظر دی چې افغانان يوه ټولنه ده ، نه قوم. خو اوس په دې بحث نه دی. فرض به کړو چې افغانان يا پښتانه یو او واحد ملت او قوم دی. خو د دې خبرې له نوروز سره هیڅ کوم تړاو نشته. نوروز د مجوسيانو او زردشتيانو او ايراني شيعه ګانو سپېڅلې ورځ ده، نه د افغانانو.

[quote:8e41a0aa7b]که تاسو احمد شاه بابا دنني افغانستان موسس او داحترام او فخر وړ تاريخي وياړ بولئ ،نوی کال موبيا هم مبارک شه٠ [/quote:8e41a0aa7b]

په افغانستان کې د نوي کال تجليل د حضرت امان الله خان په وخت کې په رسمي توګه پيل شوی دی. د احمدشاه دراني نوم له نوروز سره تړل يوه تېروتنه ده. هغه د چا خبره (ډول چېرته او ګډا چېرته)

[quote:8e41a0aa7b]که تاسو دافغانانو ترمنځ شيطاني ليکه،دافغانانو "دناموس خرڅلاو"نه بلکه د انګريز منافقت او رزالت ګڼئ ،نو نوی کال موبيا هم مبارک شه٠ [/quote:8e41a0aa7b]

دا هم د پورتنۍ ليکنې غوندې عبثيات دي. ځکه دا هره موضوع په بېلابېلو بحثونو کې مطرح شوې ده. نو د نوروز سره تړل يې ( د شپانه ډوډۍ خوړل دي)

[quote:8e41a0aa7b]که تاسو پاکستان او دثوردکودتا عاملين (کمونستان ،دامين خاين بانډ) خپل هيواد افغانستان،دښمنان بولۍ،نوی کال موبيا هم مبارک شه٠ [/quote:8e41a0aa7b]

ايران او پاکستان دواړه د افغانستان سياسي دښمنان دي. خو له بده مرغه چې ځينې افغانانو د ايران تاليو ته ژبه را ایستلې او نوروز ورسره په شيعه يی عقيده لمانځي. نږدې ده چې ځينې نور د پاکستان (چاوده اګست) او د غربيانو کرسمس هم تجليل کړي. مونږ به کوښښ کوو چې بې شعوره خلک پوه او پښتانه کړو.

[quote:8e41a0aa7b]او که تاسو د زمري دمياشتئ ٢٨ د وطن د ازادۍ ورځ او دسلواغې ١٥
دنجات ورځ ګڼئ نو افغانانو،نوی کال موبيا هم مبارک شه٠[/quote:8e41a0aa7b]

پورتنۍ جمله هم يو غر په بل ويشتل دي او د لوستونکو وخت ضايع کول دي. ځکه د سلواغې د پنځلسم او د زمري د اته ويشتم يې د وري له لومړۍ سره څه؟

[size=24:8e41a0aa7b][color=red:8e41a0aa7b]د افغان غيور ، مسلمان او پښتون ولسه !
هر قوم اخترونه لري، خو ستاسو دوه مبارک اخترونه دي چې يو ستر او بل کوچنی اختر دی.
ستر او کوچنی اختر مو مبارک شه![/color:8e41a0aa7b]
ستاسو لاروی[/size:8e41a0aa7b]


خیریوسی
25.03.2010

محترم لاروی صاحب تر سلام وروسته
وروره یو خو زموږ هجری لمریز کال په دې ورځ پیلیږی او بل موږ په ژمې کې ډیر ساړه او لوږی ګاللی وی نو کله چې دښتونه شنه ووینو دا زموږ دپاره یوه لویه خوشحالی وی امید مو پیدا شی چې د اولادو او څاروی ګیډی به مو مړې شی زموږ دپاره دا لویه خوشحال ده که داسی نه ده



25.03.2010

پوښتنه بد کار نه دی، نو :

١ - که لږ پرې رڼا وغورځوئ چې :

a - آيا زردشتيان آريايان نه وو او
b - آريايانو هغه مهال کوم دين درلود؟

٢- تشيع له زردشتي دين سره څه تړاو لري؟

٣- که صرف د يو دود ، نه ګروهې په توګه بيا هم نوی کال ونمانځل شي آيا له اسلام سره ټکر لري ؟

٤- که د شمسي هجري سنې د کال د لومړۍ ورځې په درناوي هم ونه لمانځل شي، نو هر نوی لمريز کال به په څه او له څه پيلوو ؟

٥- که هم چای او هم خرما شي يعنې هم د يو دهقاني آريايي دود او هم د شمسي هجرې سنې دنوي کال په توګه يې ولمانځو نو آيا بيا به هم مونږ ته (څه ؟)ګرانه پريوځي ؟


larghonay laraway
27.03.2010

السلام عليکم!
پتوال صیب ليکلي دي:
که لږ پرې رڼا وغورځوئ چې :

a - [quote:327e09c9f6]آيا زردشتيان آريايان نه وو او
b - آريايانو هغه مهال کوم دين درلود؟ [/quote:327e09c9f6]

د آريايانو په اړه ويل کېږي چې لومړی يې د وزې عبادت کاوه. وروسته يې بيازردشتي دين ومانه او اوستا يې ديني کتاب ؤ، چې (ښه ويل، ښه کول او ښه منل) يې شعار ؤ. خپل باطل خدای يې “اهوره مزدا” باله. (البته دا هم د ايرانيانو له خوا جوړې شوې خبرې دي چې قوي تاريخي منبع نه لري. دا شعار هم پښتنو ليکوالو د پآړسي د (گفتار نيک‏‎,‎پندار نيک‎,‎کردار نيک.) څخه راژباړلی دی.
وروسته چې کله د بودايي دين پيروان پيدا شوي نو آريايانو بوديزم ته مخه کړې ده.
ځينې بيا د (يما – جمشيد) په اړه دومره ړوند افراط کوي چې حتی تر خدای يې هم لوړ بولي. دوی وايي خدای ج ورته وويل چې ته پېغمبر شه خو ده ونه منله.
ولې دا ټولې پورتنۍ خبرې کوم دقيق ماخذ نه لري، بلکې ايرانيانو د (يما- جمشيد) پسې تړلې دي او پښتنو بېچاره ليکوالو تش په دې نامه چې دوی هم ګنې آريايان دي، راژباړلې يې دي.
زه تر اوسه په پښتنو ليکوالو کې يو هم نه پېژنم چې رښتيا هم په اوستا پوهېده. ځکه خو يې له پاړسو نه پښتو ته د اوستا، ويدونو او ريشيانو په اړه خبرې راکاپي کړې دي. ارواښاد تقويم الحق کاکا خېل دې خدای غريق رحمت کړي. هغه به داسې ليکوالو ته (قينچي کړپ) ويل.
پتوال صیب ليکي:

[quote:327e09c9f6] تشيع له زردشتي دين سره څه تړاو لري؟ [/quote:327e09c9f6]

تشيع له زردشتي دين سره هيڅ تړاو نه لري. ځکه چې ټول شيعه ګان آريايان هم نه دي. بلکې آريايان، مغوليان، ترکان او عربان ټول په کې شته. خو دا چې د ايران شيعه ګان ولې په آريايي توب دومره کلک ولاړ دي او د دروغو افسانې ورته جوړوي؟
د دې ځواب ما مخکې هم ليکلی ؤ چې ايرانيان ډېر فاشست او خودخواه خلک دي او دا خودخواهي يې له فرانسويانو تقليد کړې ده. دوی هر وخت په عربانو پسې بد رد ليکي او غواړي چې ځانونه که په هر ډول وي له عربانو او اسلامي نړۍ جلا کړي. له همدې کبله دوی نه روژه له عربانو سره نيسي، نه اختر ورسره کوي. او حتی قم ته تر بيت الله شریف هم ترجيح ورکوي. په دې ترتيب دوی غواړي چې د نړۍ مسلمانان تر تاثير لاندې راولي او خپل تسلط پرې ومني. (ايران دوی په قاموسونو کې د آريانا يې قديم په نامه ترجمه کړی دی.) د آريايانو ټول وياړونه او افسانې دوی په ايران پسې تړي.

٣- [quote:327e09c9f6]که صرف د يو دود ، نه ګروهې په توګه بيا هم نوی کال ونمانځل شي آيا له اسلام سره ټکر لري ؟ [/quote:327e09c9f6]

اسلام د دودونو خلاف دی. او بيا د داسې دودونو چې هغه ښه په ښکاره د زردشتي او عیسويت، يهوديت او نورو اديانو دودونه وو.

٤-[quote:327e09c9f6] که د شمسي هجري سنې د کال د لومړۍ ورځې په درناوي هم ونه لمانځل شي، نو هر نوی لمريز کال به په څه او له څه پيلوو ؟ [/quote:327e09c9f6]
دا خو ضرور نه ده چې خامخا دې نوی کال په لمانځلو پيل شي!

٥- [quote:327e09c9f6]که هم چای او هم خرما شي يعنې هم د يو دهقاني آريايي دود او هم د شمسي هجرې سنې دنوي کال په توګه يې ولمانځو نو آيا بيا به هم مونږ ته (څه ؟)ګرانه پريوځي ؟[/quote:327e09c9f6]
پتوال صاحب: زه له تاسو درانه يوه پوښتنه کوم. ايا که نوی کال ونه لمانځل شي نو تاوان يې څه دی.
پیل خو يې له دې معلومېږي چې په یخو سيموکې د ژمي رخصتۍ خلاصېږي او ښوونځي شروع کېږي. همدا راز په ګرمو سيمو کې د امتحانونو څخه وروسته لس ورځې رخصتۍ پوره کېږي او نوی تعليمي کال پيلېږي چې هر چاته معلومه ده.
بله دا چې د افغانستان جوي وضعيت د حمل د لومړۍ سره نه دی برابر . په همدا بلخ کې چې د آريايانو ټاټوبی او پلازمېنه يې بولي خو په حمل کې په کې غنم وږي ته نږدې وي. نو دهقاني څنګه له حمل نه پيل شي. دا چې د پسرلي موسم شروع کېږي دا سمه ده خو له دهقاني موسم په بلخ ک تر حمل مخکې راغلی وي.
په بلخ کې په حمل کې نه څوک ونه کېږدي، نه نوې دهقاني شروع کوي خکه چې ونو يې ګلونه کړې وي او حتی پاڼې وي، غنم يې وږي ويستلو ته نږدې وي. يوازې سور ګل په حمل کې کېږي چې رښتيا هم د بلخ ډاګونه پرې ښه ښکاري.

په هر صورت . دلته بحث په دې نه دی چې ايا په بلخ کې د وري (حمل) لومړۍ پسرلی شروع کېږي او کنه. بلکې بحث د نوروز په اختر او لمانځلو کې دی چې ځينو ښآغلو له ځانه ورته د يختير تعبير جوړ کړی. د اسلام د سپېڅلي دين په راتګ سره زردشتي، بوديزم، شرک او نور ټول دينونه او باورونه رد شول او د اسلام سپېڅلی دين وځليد. تاسو وګورئ هغه ليکوالان چې د نوروز په لمانځلو ټينګار کوي، نو لمونځ خو به خامخا نه کوي او هر وخت چې د اسلام د دين په مخالفت کې کومه خبره کېږي نو دوی به يې طرفداري کوي.
نوروز هم همداسې درواخله


larghonay laraway
27.03.2010

زه هغو پښتنو ليکوالو ته حيران يم چې له يوې خوا د ايران له فرهنګي يرغله ټنډارې وهي او له بلې خوا ټوله ورځ ايراني کلتور راکاپي کوي او په بې چاره پښتنو يې پلی کوي؟

په همدې ملي او ګټور بحث فورم کې بايد د ايراني او نورو تپل شويو کلتورونو مخه ونیسو!


عادل عادل
31.03.2010

سلامونه

د نوروز د لمانځلو او تجلیل په اړه مو د لاندې تاریخچې لوستلو ته رابولم:

[color=white:d1a4aae8f9]هفت سين های نوروزی سرسری برگزیده نشده اند

نکته ی که درخور نگرش در باره هفت سین های باستانی و کهن که از زمان باستان تا امروز از سوی نیاکان ما بر خوان نوروزی می نهادند این است که هفت سین ها باید دارای پنج ویژگی باشند:

1- نام انها پارسی باشد
2- با بندواژه حرف سین اغاز شود
3- دارای ریشه گیاهی باشند
4- خوردنی باشند
5- از واژه های ترکیبی (مانند سبزی پلو سیر ترشی سیب زمینی و غیره) ساخته نشده باشد

با نگرش به پنج بند بالا می بینیم که سیب-سیر-سماغ-سرکه-سمنو-سبزی و سنجد همه دارای پنج ویژگی های فوق هستند.

برین اساس:

سنبل نه خوراکِ است و نه فارسی بلکه واژه تازی است
سکه نه خوراکی است و نه فارسی بلکه واژه تازی است
سماور نه خوراکی است و نه فارسی بلکه واژه روسی است
سوزن خوراکی نیست
سیخ خوراکی نیست
سه پایه هم خوراکی نیست و غیره

در نتیجه میان بیست ملیون واژه های فارسی نمی توان هشتمی را برای هفت سین های نوروزی پیدا کرد که دارای این پنج ویژگی ها باشد

در پایان باید افزود که هر یک از سین های هفت سین نوروزی نماد یکی از سپنتاهای (هفت ابر فرشته) کیش زردشت است:

سیر: نماد اهورا مزدا
سبزه: فرشته اردیبهشت نماد ابهای پاک است
سیب: فرشته سپندارمذ فرشته زن نماد بارداری و پرستاری است
سنجد: فرشته خورداد نماد دلبستگی
سرکه: فرشته امرداد نماد جاودانگی
سمنو: فرشته شهریور نماد خواربار
سماغ: فرشته بهمن نماد باران[/color:d1a4aae8f9]

اوس دې پتوال صیب ووایي چې په لمانځلو او نه لمانځلو کې یې څومره فرق پریوځي.

سمنک در جوش ما کپچه زنیم دیګرا در خواب ما دپچه زنیم .......................


larghonay laraway
31.03.2010

السلام عليکم!
عادل صیب کور مو ودان چې د نوروز اصلي څيره مو راښکاره کړه.
ستاسو يوازې د الاندې جمله هم کفايت کوي.

[quote:0de619da2d]نام انها پارسی باشد[/quote:0de619da2d]


ډوکتر څپاند
31.03.2010

درنو هيوادوالو،
دميترلام يامهترلام په نامه ديوه زيارت نوم به مو اوريدلی وي٠
نوموړې زيارتګاه چه دزرګونو محلي خلکو هديره هم هلته موقعيت لري،دلغمان
دولايت دمرکز نه قريب ٥ کيلومتره د سهيل-لويديز خواته پرته ده٠
دثور ترغمجنې کودتا دمخه  دلغمان ولايت اوسيدونکو ،هرکال دوري دمياشتې
په لمړۍ نيټه دنوروز او نوي کال دميلې لپاره دمهترلام بابا زيارت ته ورتلل٠
زه پخپله، دخپل مرحوم پلار سره او دحکاياتو له مخې،زما پلار زما دنيکه سره
او همداسې ئی نور نسلونه درواخله،دنوروز په ورځ نوموړي ځاي ته په وار
وار تللی يم٠هلته مي دخپلو همزولو،خپلوانو اودوستانو سره دتيګې غورزولو
خسي،واليبال او دمنډو وهلو لوبې کړي او ډيرې خوږي خاطرې ترې لرم٠
دنوروز په ورځ دماسپښين تر لمانځه روسته به دتودو جلبيو سره ديوې ګړۍ
منزل روسته کورته رسيدو٠
باور مو وشه چه په هغه زمانه کې،دايران له نامه سره دجغرافيی په کتاب
کې اشنائي حاصليده٠تلويزيون چا نه پيژنده او په کلي کي خال خال راډيو
پيدا کيده٠
زموږ تذکري،مکتب،دزيږيدو احتمالي نيټه او نور ټول رسمي او غير رسمي
شيانو کی دهجري شمسي کال او مياشتو نومونه ياديدل او ليکل شوي دي٠

نو اوس تاسو وواياست چه ولې او څنګه دخپلو سترګو ليدلی تاريخ هير او د
دنوي کال دلمړئ ورځ نه انکار او صرف نظر وکړم؟
په مائي څه چه دا فرضا ايرانی يا پاکستانی رواج دی؟

په ټوله منځنۍ اسيا،"کردستان" او ايران کی ،شمسي کليزه د حضرت 
محمد (ص) دهجرت له تاريخه محاسبه اولمانځل کيږي،ولې په افغانستان 
کی نه؟

ځينئ پاکستانيان لا دعيسوي کال دتجليل رواج لرلې شي،مګر زموږ نه غواړئ چه دزموږ دوياړلي تاريخ دجز تقويم چه اسلامي شوی هم دی،دکليزي نه
سترګې پټې کړو!
دی کار څه تاوان؟

زما په اند،پدی سيمه کی پاکستان هغه يواځنئ هيواد دی چه نه تاريخ لري،
نه عنعنات او نه هم افتخارات!
دا پاکستاني واکداران دي چه تلاش لري څو وکړی شي،په افغانستان کی 
دميشته قومونو تر منځ يوالي ته په هره ممکنه وسيله تاوان ورسوي٠
دISI سترګي دومره تنګې دي چه دنوروز ورځ هم پر افغانان نشي پيزو کولی٠

اخترونه ئي هم دنورئ اسلامي نړۍ داختر سره سم ندی!

پاکستان خو دجمعي ورځ هم ندرلوده او پر ځای ئي د عيسويانو په شان
 ديکشنبي ورځ رخصتي وه٠

دافغان ملت تر منځ دملي وحدت دلا تامين او پياوړتيا په خاطر،نوی کال اود
نوروز تاريخي ورځ مو بيا هم مبارکشه٠

که څوک نغواړي چه هجري شمسي کليزه ومني،زما په اند کيدی شي
چه ځانله يو بل تقويم انتخاب کړي،که نه پوهيږي چه څنګه؟ دچټلستانيانو
نه دی زده کړي٠
 


larghonay laraway
01.04.2010

السلام عليکم!
بې صدا خانه کاشکې کې د مهترلام د ميلې په لاره له پلاره دا پوښتنه هم کړې وای چې دا ميله کله شروع شوه.
ما خو مخکې هم درته ليکلي وو چې په افغانستان کې د حضرت امان الله خان په وخت کې نوروز په رسمي توګه پيل شو چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې اغېزې وښندلي. په ډېرو زيارتونو کې خلک په دې ورځ تلل. په ننګرهار کې به د امير شهيد ميله په همدغه ورځ کيدله او نجونو به ټال په دوه افغانۍ خرڅاوه او ځينو به په کې ځنګل هم. ډېرو به له خپلو خويندو سره د اميرشهيد بڼ د غزونو په ټالونو کې زنګلي وي نو اوس خو نوروز کومه تاريخي ميله نه شوه کنه.
دود رسمي نه وي بلکې کليوالي وي. دا چې کليوال د ايران له خوا هڅول کيدل چې د (ياسخي نکو سختي) چيغې ووهي نو دا دود نه بلکې يوه جاهلانه هڅه وه.
دا چې تاسو په مهترلام کې د شيعه ګانو دود پاللی نو ځکه خو اوس هزاره ګان الينګار ته (علي نگار) ليکي !

[quote:52ba84bc0d]په ټوله منځنۍ اسيا،"کردستان" او ايران کی ،شمسي کليزه د حضرت
محمد (ص) دهجرت له تاريخه محاسبه اولمانځل کيږي،ولې په افغانستان
کی نه؟ [/quote:52ba84bc0d]
مونږ کله ويلي چې لمريزه کليزه دې بدله کړو؟
مونږ يې د لمانځلو مخالف يو ځکه چې مسلمانان يوازې دوه اسلامي اخترونه لري.
او دا چې ډېر زيات يې مخالف يو په دې چې د ايران له حوزې ځان وباسو. اوس د نوروز ټکيه دار يوازې ايران دی. تاسو وګورۍ چې قرغزستان د نوروز د نړيوال کيدو غوښتنه کړې وه خو ايران بيا هم خپله چالاکي وښوده او ستاسو دا بې شعوره کرزی ايران ته ورغی چې په خپل مشر کور کې نوروز ولمانځي!

نو بې صدا صیب نه د شمسي نيټې د بدلولو هوډ لرو او نه يې د پرېښودلو خو لمانځل يې شيعه ايزم دی او له دې یرغله بايد ځان وژغورو کنه بله ورځ به دې ګورم چې په محرم کې زنځير هم راواخلې او سينه په سوکانو شنه کړې!

[quote:52ba84bc0d]دی کار څه تاوان؟
زما په اند،پدی سيمه کی پاکستان هغه يواځنئ هيواد دی چه نه تاريخ لري،
نه عنعنات او نه هم افتخارات! دا پاکستاني واکداران دي چه تلاش لري څو وکړی شي،په افغانستان کی دميشته قومونو تر منځ يوالي ته په هره ممکنه وسيله تاوان ورسوي٠ [/quote:52ba84bc0d]
بې صدا خانه کوم يو والي ته؟

[quote:52ba84bc0d]دISI سترګي دومره تنګې دي چه دنوروز ورځ هم پر افغانان نشي پيزو کولی٠
اخترونه ئي هم دنورئ اسلامي نړۍ داختر سره سم ندی!
پاکستان خو دجمعي ورځ هم ندرلوده او پر ځای ئي د عيسويانو په شان
ديکشنبي ورځ رخصتي وه٠ [/quote:52ba84bc0d]
زما يې په پاکستان څه؟
دا چې پاکستان د افغانستان دښمن دی نو مونږ بايد د ايران تاليڅټي شو؟
نه بې صدا غلطه صدا به نه کوې. نوروز د مجوسيانو اختر دی خو ايراني شيعه ګانو په ډېره جاهله توګه د سني اسلامي نړۍ پر ضد خپل کړی دی او په کمزورو هيوادونو يې اغېز هم ښندلی دی.

[color=red:52ba84bc0d]بې صدا خانه ته څه خبر يې چې په پاکستان کې د ايرانيانو نوروز نه لمانځل کېږي؟
په هنګو، پاراچنار او کوهاټ کې بېلابېل زيارتونه دي چې د ايران سره په يوه ورځ او د ايران په دود نوروز لمانځي. د پاراچنار په زيړان غر کې د کارته سخي غوندې ميله کېږي. هنګو او کوهاټ کې هم شيعه ګان همدا ايراني اخترونه کوي. [/color:52ba84bc0d]
پتمنو افغانانو !
د ايران د اټکلي مذهب او اټکلي ورځو نه مو خدای په امان کې وساته !
راتلونکي اخترونه مو مبارک شه


ډوکتر څپاند
01.04.2010

اوس څرګنده شوه چه ستا مخالفت دنورز دورځې دلمانځلو په هکله د شعيه
مذهبو سره ستادتوپيري عقيدي په وجه دی٠
ستادعقيدي داحترام په ساتلو سره،بايد وليکم چه ستا نظر ددموکراسئ سره
په مطلق تضاد کې موقعيت لري٠
زه محترمينو ډاکتر وطنمل،غيرت،پتوال  اوددوي پشان نورو "دموکراتانو"ته په حيرت کې پاته يم چه څنګه او ولې داسلام دمقدس دين ترنامه لاندې،ستا غير ملي،غيردموکراتيک او غير افغاني نظريات ذغملې شي؟
مګر دا ته نه وي چه برې پښتونخوا ته دې دناموس پيغور ورکړی ؟
مګر دا ته نوې چه داحمد شابابا تاريخي وياړ او حيثيت دی تحقير کړ؟

که څوک وخت او ښه حافظه ولري اوستا ليکنو ته دقت وکړي، دابه په ښکاره
ډول جوته شي جه ستا په شکلي ډول ښايسته پښتو، دافغانيت خلاف
او دپاکستانيت په ګټو چليږي اوهميشه داتلاش لرې چه مقابل لوري ته ښکنځلې
وکړې،مګر ولې؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more